ډاکټر باقي درانی
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
د ژبي ځواك هغه مخفي صلاحيّت دی چي تخليق کوونی د خپل داخلي ذهني قوت بشپړ اظهار په كوي لګيا وي. دا د زدكړي او پوهي هغه بېل قدرتي صلاحيت دی چي حياتياتي مركز ئې له ازله په زياترو خلګو كښي د دماغ په كيڼي اړخ كښي وي خو کله کله په ښي اړخ كښي هم شتون لرلائ شي. لكه زياتره خلګ چي په ښي لاس كار كوي لګيا وي او خال خال داسي هم وي چي څوك پکښي چپه لاسی هم وي. همدغه راز د هر چا د ګائ كولو مركز د ذهن په چپ اړخ كښي وي خو كله کله د دماغ په ښي اړخ كښي هم ممكن وي. په هر حال دغه مركز په ذهن کښي هر چېري چي وي پر بېلا بېلو برخو وېشلی دی چي پكښي محسوساتي برخه، پلټونكې برخه، فېصله كوونكې برخه او عملي كونكې برخه ګډون لري. د دغو برخو ئې بېلا بېل سائنسي نومونه دي او خپل خپل کار ئې دی چي د مېډيكل په كتابونو كښي په تفصيل سره راغلي دي. دلته ئې تش ذكر كول ضروري ګڼم ولي چي نور بحث ئې ټېكنيكي دی او د موضوع سره سمون نۀ لري.
مطلب دا چي په حياتياتي توګه د انساني فكر په شان د ژبي ځواك هم خپل يو بېل پېچلی نظام لري چي د ژبَني مركز سره سره حلق، ږغ پاڼي، تالو، ژبه، شونډان او يو شمېر وړې وړې اعصابي تڼكي پكښي برخه اخلي. دغه اعصابي تڼكي په اصل كښي ژبنی مركز او نور بېلا بېل اعضا په يوۀ مربوط نظام كښي سره تړي او د ذهن د داخلي قوت بشپړ اظهار ته ئې لېوال كاندي. دا د يوۀ داسي بشپړ ژبني نظام نوم دی چي بالا د يوۀ فكري نظام كواګنيشن يا ادراک سره تړلی دی. يعني تر ليدلو، كتلو، لوستلو او اورېدلو وروسته احساس، توجه، خيال، پوهه، ياداښت، ګمان، وسواس، قوّتِ فېصله، حلق، ږغ پاڼي، تالو او ژبه ټول پكښي برخه اخلي.
د انسان د ذهن د داخلي قوت بشپړ اظهار په همدغه ژبني نظام پوري اړه لري. كه څۀ هم انسان د اظهار بېلا بېلي نوري طريقې هم لري لكه سترګي او لاسونه ، خو دا هيڅكله د بشپړ اظهار په اړه د ژبي په تول نۀ شي كېدائ. سترګي، غوږونه او پوزه د انساني ذهن درې داسي دروازې دي چي دننه راخلاصېږي او د بهر معلومات ذهن ته راوړي، خو ژبه له ذهن څخه معلومات دباندي لېږي. دانسان داخلي قوت د دۀ په ذهن كښي وده كوي لګيا وي خو په خارجي دنيا كښي ئې د اظهار يوازينۍ مُهمه ذريعه ژبه ده. د دۀ فكر، احساس او تجربه تر هغه وخته يوازي د دۀ په خپل ذِهن كښي وي تر كومه چي ئې دی اظهار ونۀ كړي. خارجي عوامل هغه احساس را پاڅوي چي د كَس په داخل كښي د ډېر څۀ كولو صلاحيت وده په كوي. احساس، فكر او تجربه ټول د اظهار ذريعه غواړي كنې د علم په رڼا هم د حقيقت تلاش ممكن نۀ دی او د اظهار تر ټولو اوچته ذريعـه ژبــه ده. په عمومي توګه، ژبه هغه ذريعه ده په كومه چي د يوۀ خاص نوعي ژوندي څيزونه يو له بله سره تړاؤ ساتي. كه څۀ هم ژبه د تړاؤ ساتلو يوازينۍ طريقه نۀ ده خو تر ټولو نورو ذريعو مُهمه ضرور ده. که څۀ هم د سترګو په كتلو او د لاسونو په ښورولو يو له بله سره تړاؤ ساتل كېدائ شي لکه چي د ګونګ او كوڼ تر منځ ليدل كېږي خو دا د تړاو او اظهار يوۀ محدوده طريقه ده. داسي خو په څو بُنيادي آوازونو هم مارغان او ځناوران يو له بله سره تړاؤ ساتي او د خپلو بېلا بېلو موخو اظهار په كوي لګيا وي1. د ژبي اوچت مقام يوازي يو له بله سره د تړاؤ ساتلو د ذريعې په توګه نۀ دی بلكې د ليك لوست فن او مېكانكي استعمال په وجه دی. ادبي تخليق چي د انساني ذهن د ستر داخلي قوت مظهر دی، په همدغه ژبَني قوت يعني د ژبي په ځواک ممكن دی چي د ژبي سره سره په نورو ډېرو بېلا بېلو عواملو پوري هم اړه لري.
دعالمي ژبپوهني په رڼا کښي داسي برېښي چي د مارغانو او ځناورو په شان په اِبتدا كښي د انسانانو ژبه هم يوۀ وه. ولي چي په اوّل سر كښي د ځمكي پر مخ خلګ لږ وو، ژوند ئې ساده او ضرورتونه ئې هم بېخي كم وو، ځكه نو ښائي چي د لـږو لفظونو په يوۀ ساده غوندي ژبه ئې كار كېدائ شوائ. دعالمي ژبپوهني په اصطلاح دغه يوازينۍ اوّلنۍ ژبه چي دآدم عليه السلام څخه پېل شوې وه او بيا ئې تر ډېره وخته پوري دوام درلود “لينګووا آدميكا” بلل شوې ده۲. دلته دا سوال ډېر مهم دی چي آيا لينګووا آدميكا د نوح عليه السلام د وخت تر لوئ طوفان لمخه د خلګو ژبه وه او كه ئې تر هغۀ وروسته هم دوام درلود؟ د دې سوال ځواب څرګند دی چي نۀ د نوح عليه السلام د وخت تر لوئ طوفان لمخه حالات چا ته معلوم دي او نۀ تر هغه وروسته ژبني معلومات دچاسره شته. خو يوازينۍ اوّلنۍ انساني ژبه هر څۀ چي وه د نوي اكاديميك ژبپوهني په رڼا كښي اوس هم“لينګووا آدميكا” بلله كېږي. چونکي ورو ورو پر ځمكه خلګ ډېرېدل، مشاهده ئې پراخېده او ضرورتونه ئې هم زياتېدل لګيا ؤ ځكه ئې و نوو نوو لفظونو ته اړتيا لرله۳. دا راز د بېلا بېلو څيزونو د پاره نوي نوي نومونه زوكېدل او دلفظونو په ذخېره كښي روځ په روځ اضافه كېده لګيا وه. انسان چي به هر نوی شی ليد هغه ته به ئې بېل نوم وركاوه او هر نوي كارته چي به ئې مخه شوه نو په نوي انداز به ئې څرګنداوه. د شلمي پېړۍ د نامتو فلاسفر ويټجن سټين په قول۴:
“Naming is something like attaching a lable to a thing”
يعني نوم پرې ايښودل داسي دی لكه پر يوۀ څيز لېبل لګول.
د وخت دتېرېدو او انساني نسل د زياتوالي سره سره ژبه هم پراخېده لګيا وه، لفظونه زياتېدل، نوي نوي طرزونه او بېلا بېل اصطلاحات منځ ته راتلل لګيا وو، تر دې حده چي ورو ورو په زرګونو ژبي ترې را وزوكېدې.
د خدائ د قدرت او اعلى تخليق تر ټولو اوچت مثال د څيزونو تر منځ د توپير لامتناهي سلسله ده. هركس په رنګ، آواز، شكل، صورت، فكر، فهم او د ګفتګو په انداز له بل كس نه بېخي بېل دی. تر دې حده چي د يوۀ انسان د ګوتو نښان په دې نړۍ كښي د هيڅ يو بل انسان سره مشابهت نۀ لري، ځكه خو د ګوتي نښان په اوس وخت كښي هم د هغۀ د پېژندني يوازينۍ د اعتماد وړ طريقه ده چي پر عالمي سطح د پاسپورټ لازمي برخه تسليم كېږي. د انسانانو د سترګو كَسي او د دماغ ساخت كله هم يو رنګه نۀ وي، ځكه اوس د سترګو د كَسو عكسونۀ هم د ګوتو د نښانونو په شان د پېژندني د يوې بلي طريقې په توګه استعمالېږي. د خلګو په ذهنونو كښي د فكر كولو انداز هم يو له بله بېل وي. چونكې خدائ انسان پر خپل فطرت پېدا كړی دی ځكه نو دی هم هر وخت او په هره توګه د څيزونو تر منځ د توپير په هلو ځلو وي. دی د ښۀ او بد انتخاب د همدغه فطري مېلان په بركت كوي لګيا وي. د ځان تشخص لره هم د څۀ داسي نوي انداز په هلو ځلو وي چي دی له نورو خلګو څخه ممتاز په ښكاره شي. ښائي چي د څيزونو تر منځ د توپير كولو انساني جبِلت د نوو نوو ژبو، بېلا بېلو تحريرونو او رنګارنګ تخليقونو اصل سبب وي. ځكه نو دا وئيل غلط نۀ دي چي په ژبه كښي يو داسي قوت شته چي د جادو غوندي تاثير لري، كله ئې د لفظونو ښائست د فصاحت او بلاغت تر حده رسېږي او كله ئې بيا خاص تر تيب او نوښت د ماورائيّت او معيار تر بلنديواوچت شي.
په انساني تاريخ كښي نسلي او ژبَني ډلبندۍ په اصل كښي د توپير كولو د همدغه فطري مېلان منطقي نتيجه ښكاري، چي د زمانې په اوږدو كښي د بېلا بېلو انساني نسلونو او رنګارنګ ژبو موجب دی۳. د هري سيمي خلګ خپلو كاڼو، بُوټو، ګلونو او رودونو لره خپل خپل نومونه خوښوي، خپلي نغمې په خپل خپل انداز په خپلو فضاوو كښي خپروي او خپل خپل سازونه څېړي. دغه انداز ئې راتلونكو نسلونو ته د روايت په توګه ورپاته شي او هغوئ ئې هم خپل كړي. ورو ورو په دغو روايتونو څۀ نوي څيزونه ګډ كړي او بيا ئې وراتلونكو نسلونو ته ور پرېږدي. دا سلسله تر پېړيو روانه دوانه وي او د زمانې په اوږدو كښي بدلون ورپكښي راځي لګيا وي. بس همدغه روايت دی چي د ژبي د جوړښت، ارزښت او بدلون اصل محرك دی كنې بل هيڅ منطق ئې نشته. ‘مينه’ ته په پښتو ژبه مينه وئيل تر روايت پورته نور هيڅ دليل هم نۀ لري ولي چي د همدغه څيز اظهار په دَري ژبه كښي د ‘محبت’ او په انګرېزي كښي د’ لَو’ په لفظ په آساني سره كېدائ شي.
كه چېري د يوې سيمي د خلګو ژبه يوۀ هم وي خو په دغه سيمه كښي د هر ځائ دخلګو خپله خپله لهجه وي چي دوئ د بل ځائ د خلګو څخه بېل په ښكاري. د بېلګي په توګه په پښتنو كښي د يوسفزو لهجه د كندهارۍ لهجې څخه بېله ده او بيا په كندهارۍ لهجه كښي هم د پښين د خلګو لهجه د ږوب د سيمي د اوسېدونكو څخه بېله ده. د دغه توپير يوۀ وجه داهم ده چي پخوا تګ راتګ دومره آسانه نۀ ؤ لكه چي اوس دی، ځكه نو د خلګو تر منځ د رابطو كمی ؤ او كلتوري اشتراك ئې هم بېخي كم ؤ. داسي برېښي چي د وخت په بهاؤ كښي به د هري سيمي خلګو په خپل خپل بېل انداز د څيزونو نومونه ايښوول او د ژبي تعمير به په كېده. ورو ورو به د هغي سيمي ژبه له بلي سيمي څخه په ډېر څۀ بېله شوه خو څۀ نۀ څۀ لفظونه به ئې هماغه وو كوم چي به ئې په رېښو كښي د خوېندو ژبو سره ګډ پاته شوي وو. د بېلګي په توګه، كه څۀ هم پښتو يوۀ بېله ژبه ده خو ډېر لفظونه ئې دري، بلوڅي او فارسي ته ورته دي. په ژبه كښي هر كله څۀ نۀ څۀ بدلون راځي لګيا وي دا يو خودرو عمل دی لكه بهاندي اوبه، چي په كومه خوا لار ورته سمه وي هغې خواته ځي. ژبه د چا په خوښه يا نا خوښه مخته نۀ ځي بلكې د ژوند په روان عمل كښي ورو ورو بدلون پكښي راځي لګيا وي. هره ژبه چي تر نورو ژبو لاندي پرته وي هغه به آخر زېر كېږي. كومي ژبي چي د ژوند په روان عمل كښي په شېوه كښي پرَتې دي، كه نوري همدغسي پاته شوې نو به ورو ورو تر لويو ژبو لاندي شي.
ژبه د لويه سره خلګو لره مُهمه پاته شوې ده ځكه نو دا استدلال غېر فطري نۀ دی چي د ژبي او نسل پر بنسټ د خلګو تر منځ څۀ نه څۀ توپير روا وګڼل شي. ژبه، نسل، كلتور او وطن اوس هم پر هرچا ګران دي. خبره تشه دومره ده چي ريښتيا ګو ئې اظهار كولائ شي او منافقان ترې ډډه كوي. په خپله ژبه كښي ښكلی كلام، خوږه نغمه، خوندور تحرير او نوی تخليق دهرچا خوښېږي او دهر دور په تاريخي حوالو ثابته ده چي د تېر مهال بېلا بېلو خلګو په همدغه وجه ژبي تحرير او تخليق ته اساطيري رنګ وركاوه. تر ابراهيمي مذهبونو مخكښي خلګو ژبي، تحرير او تخليق لره بېلا بېل خدائ ګوټي ټاكلي وو چي يو مثال ئې لا تر اوسه په هيندو ايزم كښي د سرسوتي دېوي په رنګ كښي وجود لري. په درې واړو ابراهيمي مذهبونو كښي هم د ژبي تحرير او تخليق اهميت څرګند دی. يهوديان دا عقيده لري چي د تحرير نعمت د حضرت يونس عليه السلام په ذريعه خدائ تر دوئ پوري را ورساوه. عيسايان وائي چي د بايبل په حواله تر هر څۀ مهم لفظ ‘لوګاز’ دی چي د كلام په معنا اخستل كېږي. موږ مسلمانان په قرآن شريف كښي د اِقرا، قلم او كتاب په اهميت ښۀ خبر يو. داسي برېښي چي د ژبي، تحرير او تخليق رشته د اسمان سره د تړلو دليل دومره هم غېر معقول نۀ دی چي يكسر مسترد كړل شي. ’ژبه او ځواك ‘ د اوسنۍ زمانې يوۀ بله فلسفه هم ده. عربي ژبه د اسلامي نړۍ د مذهبي ځواك مظهر ده او انګرېزي ژبه دعالمي سياسي ځواك ذريعه. خپله ژبه خو هر ماشوم بېله څۀ شعوري هلو ځلو زياتره له خپل ماحول څخه زده كوي، خو پكښي تقرير، تحرير او تخليق د قدرتي صلاحيّتونو سره سره ډېري شعوري هلي ځلي هم غواړي.
لرغوني تاريخي واقعات او زاړۀ تحريرونه موږ د تېر مهال په هکله په ډېر څه خبروي. د پخوا زاړۀ عمارتونه، لوښي، تُوري، تحريرونه او نور ډېر څۀ اوس په بېلا بېلو هېوادونو كښي تر څېړني لاندي راغلي دي. دغه څيزونه په علمي توګه د زاړۀ مهال په اړه خورا غوره معلومات ښندي. ورسره ورسره په طبيعي سائنس كښي هم تحقيق ډېرمخ په وړاندي روان دی. اوس خو په جديده توګه دځمكيندني له امله پر زړو دېرو دموجود كاربن څخه د تېر مهال په هکله ډېر معلومات تر لاسه كېږي. د هغه مهال تحريرونه د زړو تهذيبونو په باب ډېر غوره معلومات وركوي. په ډېرو هېوادونو كښي د ژبپوهني په رڼا كښي كار ورباندي كېږي او د بېلا بېلو كلتورونو او تهذيبونو په هکله نتيجې ترې اخيستې كېږي. لوئ شمېر لرغوني تحريرونه اوس په آساني وئيَل كېدائ شي. د بېلګې په توګه د زړومصري تحريرونو څخه دا معلومېږي چي د فرعونانو په وخت كښي او تر هغوئ هم لمخه خلګو ليك لوست څنګه كاوه او د هغه وخت په هکله ئې څۀ څۀ ليكلي دي.
د نوي اكاديمك ژبپوهني له رويه په مجموعي توګه د ژبو اته) ٨ ( بېلا بېلي ډلي دي1:
١- اريك يا آريائي ژبي
٢- دراوړي ژبي
٣- سامي ژبي
۴- مونټرا ژبي
۵- هندوچيني ژبي
۶- ملايا ژبي
۷- مانتو يا افريقي ژبي
٨- امريكائي يا رېډ انډين ژبي
"اريك" يا آريائي د ژبو هغه ډله ده چي پخوا په آريانا كښي وئيل كېده. دغه ژبه ورو ورو پر ډېرو نوو نوو ژبو تقسيم شوې ده. د افغانستان، ايران او يورپ د ټولو ژبو مور اريك ژبه ده ځكه نود دغي ژبي لوڼي ژبي ټولي سره خوېندي دي او اوس پر عالمي سطحه د هيندواوروپائي آريائي ژبو په ډله كښي شاملي دي. چونكې د دې سيمي د زياترو ژبو تړاؤ د همدغي ژبنۍ ډلي سره دی ځكه به څۀ نۀ څۀ بحث مخته هم ورباندي وكړو- ʼدراوړيʻ د ژبو هغه ګروپ دی په كوم كښي چي د دې سيمي د براهوي ژبي سره سره د هِند تلګو، تامل او كنړي ژبه شاملي دي. ʼساميʻ د ژبو هغه ګروپ دی په كوم كښي چي عربي، عبراني، عاشوري، فنيقي، او څو افريقي ژبي شاملي دي. ʼمونټراʻ د ژبو هغه ګروپ دی چي د هندوستان منډلي، ګوټهـ، سنبهل، سنتهال او راج محل ژبي شاملي دي. ʼهِندوچينيʻ د ژبو هغه ګروپ دی چي پر برمي، تبتي او سيامي ژبو مشتمل دی. د برمي ژبي ٢۶ ښاخونه دي، د تبتي سره سره همالوي او د دغه لړ نوري ٢٣ ژبي يادېږي او په سيامي ژبني لړ كښي هم لوئ شمېر وړې وړې ژبي شاملي دي. ʼملاياʻ د ژبو هغه ګروپ دی كوم چي په ملايشيا كښي وئيل كېږي. په دغه ګروپ كښي هم د ملائي سره سره ډېري نوري بېلا بېلي ژبي شاملي دي. ʼمانتوʻ د ژبو هغه ګروپ دی په كوم كښي چي د افريقا يو نيم سل ژبي شاملي دي. ʼ امريكائيʻ د ژبو هغه ګروپ دی په كوم كښي چي د امريكا د قبايلو لوئ شمېر ژبي شاملي دي۵. دغو قبايلو ته به بهرنيو مداخلت كونكو انګرېزانو رېډ انډين وئيل ځكه اوس هم په دغه نامۀ مسوا دي. د دغو قبيلو ډېري وړې وړې ژبي دلوئ شمېر ټبرونو سره سره په خانه جنګي كښي له منځه ولاړې. خو کومو قامونو چي خپلي ژبي دليک او لوست په ذريعه ژوندۍ وساتلې هماغو د نړۍ واک ترلاسه کړ او دترقۍ بېلا بېل منزلونه ئې سر کړل.
د قامونو په شان د ژبو هم خپل بېل تاريخ دی ځکه نو د ژبي بحث د حياتياتي، نفسياتي او سماجي اړخونو سره سره تاريخي اړخ هم لري. د دې سيمي د لوئ شمېر ژبو زوړ تاريخ بېخي واضح دی. دا سيمه په پخواني تاريخ كښي آ ريانا بلله شوې ده. د آريانا اوسېدونکي آريايان دي چي اسلاف ئې له پښته د آسيا په زړۀ كښي اوسېدل۶- پنځه زره كاله مخكښي د دوئ ګډه ژبه تاريخ پوهانو اريك يا آ ريائي بللې ده۷- ورو ورو د آريايانو آبادي زياتېده او خلګ ئې د ښې ورشو په طلب دلي دوري كوچېدل لګيا وو. تر عيسى عليه السلام مخكښي لا د دوئ نسلي او ژبني ډلبندۍ شوي وې او د ډېرو قبيلو په ژبو كښي ئې ښكاره توپير ليدل كېده. د بېلګي په توګه هغه وخت دنړۍ اولني تاريخ ليكونكي هېروډوټس۸ دا سيمه د پكتويكا Paktuika په نامۀ ياده كړې ده او پښتون ئې پكتوېس Paktues بللی دی. ځيني تاريخ پوهان خو پر دې هم ټينګار کوي چي پښتنو په وېدي دور كښي لا هم شتون درلود۹- دليل ئې دا ورکوي چي د دغه دور شواهد د هِند په مذهبي كتابونو كښي هم شته. تردغه وروسته خو په اوېستائي دور كښي د پښتو ژبي د شتون اقرار ډېرو عالمي ژبپوهانو هم كړی دی۱۰,۱۱. دافغانانو اټكل دا دی چي افغاني فرهنګ په وېدي دور كښي زوكړی او په اوېستائي دور كښي ئې خاپوړي كړي دي۱۲. آريانا له وېدي دور څخه د افغانستان زوړ نوم را رَوان دی. پښتانۀ، ايرانيان او ديورپ خلګ د آريايانو پايڅوړ بلل كېږي. د هِند د اوچتو ذاتونو خلګ هم آريايان دي. محترم احمد علي كهزاد۹په وېدي حواله پشتانۀ د آريائي قبايلو د ‘پكتايان‘ښاخ څخه بللي دي چي د’پښتايان’ يا پښتانۀ معنا ترې اخيسته كېږي. آريايان د زرتښتي مذهب زرتښتيزم پېروكاران وو چي د آريائي پېشوا زراتشترا په واسطه ؤ. زرا تشترا د بلخ اوسېدونكی ؤ چي تر اوسه لا هم د افغانستان په جغرافيائي حدونو كښي دی. د هخامنشيانو په وخت كښي هم د افغانانو خپل جدا حېثيّت ؤ، ولي چي اسلاف ئې دسكايانو۶,۱۲ په نامۀ ياد شوي دي او د"ساكستان" په نامۀ ئې وروسته بياخپل دولت هم ساتلی ؤ.
حقيقت دادی چي په لرغوني تاريخ کښي د آريايانو ستر مقام هم د دوئ د ژبي له کبله دی. دوئ دليک اولوست په اهميت پوهه وو او د هغه وخت په حساب ئې خپل يوبېل نظام ساتلی وو. خپل كتاب ئې درلود چي د ‘اوېستا’ په نامۀ بلل کېد او د آريانا ټولو اوسېدونكو لره ئې د آئين حېثيت هم لارۀ. دا كتاب په كال ١٠٠٠ مخزېږده كښي موجود ؤ چي تر تورات پنځه سوه كاله وروسته دور دی. په دې سيمه كښي بيا نور كتابونه هم خلګو لوستل په كومو كښي چي ‘ريګ وېدا’ او’ ژند’ دوه مهم كتابونه شمېرل كېږي. برهمنو او ساسانيانو تر ډېره وخته پوري دغه دواړه د آريايانو د ديني كتابونو په توګه لوستل. په مذهبي كتاب ريګ وېدا كښي پښتانۀ د پكتايانو په نامۀ ياد شوي دي. د دغه وخت په وېدي سرودونو كښي د بېلا بېلو آريائي ټبرونو ذكر شته۹ چي نومونه ئې شيوايان، پكتايان، اليناسان، بهالانيان، ويشانيان، انويان، دريوۀويان ، تورواسايان، يادويان او پورويان را نقل شوي دي. پښتانۀ هماغه پكتايان يا پښتايان دي چي د آريايانو په دغولسو قبيلو۲ كښي ياد شوي دي خو د پښتو ژبي تحرير يا د پښتايانو د جلا ژبي تر دغه دوره پوري څه واضح ثبوت نشته. ددغه تاريخي پسِ منظرموخه همداده چي اصل ځواک ژبه ده. تحرير اوتخليق دکتابونه په شکل دقامونو دشتون، واک او ارزښت پته ورکوي. که تخليق،تحرير او کتاب مۀ وائ نو به د تېر وخت په هکله هيڅ سند هم نۀ وائ.
لكه مخكښي چي ئې ذكر وشو، په بېلا بېلو تاريخي حوالو۱۰،۱۱،۱۲د آرياوو اوّلنۍ ژبه اريك يا آريائي ده چي ورو ورو د زمانې په اوږدو كښي په نورو نوو نوو ژبو كښي تقسيم شوې ده. د اريك څخه زوكړي ژبي اوس ”هندواوروپائي آريائي ژبي“بلل كېږي. دنوي اكاديمك ژبپوهني مطابق دغه ژبنۍ ډله وروسته بيا په اوروپائي او هندوآرياني ژبو وېشل شوې ده. همدغه شان اوّلنۍ ژبنۍ ډله پر بېلا بېلو اوروپائي ښاخونو سره وېشل شوې ده او وروستۍ ژبنۍ ډله يعني هندوآرياني ژبنی لړ د زمانې په اوږدو كښي پرهندي او آرياني ژبو وېشل شوی دی. په هندي ژبو كښي ئې سنكسرت، هندي، بنګالي، سيندي، پنجابي ملتاني او دا شان نوري ژبي شاملي دي او آرياني ژبه پر دوو نورو بېلو ډلو وېشله شوې ده. په لوېديځه ايراني ډله كښي ئې پارسي، پارتي، بلوڅي، كُردي او زازا ژبي شاملي دي او په ختيځه افغاني ډله كښي ئې اوېستا او زړه پښتو دوې مهمي ژبي دي. مارګن سټرن د پښتو ډېر لفظونه د اوېستا ژبي سره پرتله كړي دي او دائې ثابته كړې ده چي اوېستا او پښتو خوېندي ژبي دي. د زړې او منځنۍ پښتو په اړه زيار صاحب۱۲ په خپل کتاب “پښتو او پښتانۀ د ژبپوهني په رڼا كښي” او روان فرهادي صاحب په خپلو ياداښتونو كښي د مارګن سټرن۱۰ ګټوري څېړني تر بحث لاندي راوړي دي، ځكه ئې نور تفصيل ضروري نۀ ګڼم. پښتانۀ چونكې د غرۀ ايزي سيمي پاونده قبايل وو، تعليم پکښي نۀ ؤ او معاش ئې مالداري وه ځكه ئې نو په خپله ژبه څۀ د ذكر وړ تحرير نۀ دی پرې اېښی. خو د جارج مارګن سټرن او نورو څېړونكو۱۲،۱۰په زيار د پښتو ژبي بېلا بېل پړاؤنه هم ټاكل شوي دي.
په آريائي قامونو کښي د يونانيانو نېك مرغي داوه چي دوئ له لويه سره د غور او فكر پر لار روان شوي وو. تر عيسى عليه السلام شپږ سوه كاله مخکښي لا هم د دوئ په ټولنه كښي داسي ډېر وګړي وو چي استدلال او اعتدال ئې د خپل نسل د بقا او پرمختګ د پاره لازمي ګڼل. د ژوندي قام په حېث ئې د ليك لوست او غور و فكر لاره خپله كړې وه. د غوره ټولني بنسټ ئې پر معقوليت او منطق اېښی ؤ. تهېلس، هركوليس يا هېراكليټس، فېثاغورث، سقراط، افلاطون او ارسطو غوندي د لوړ قامت پوهان ورو ورو پكښي پېدا شول، ځكه ئې ژبي پرمختګ وكړ او دومره علمي كارونه پكښي وشول چي اوس لا هم د ټولي نړۍ دپاره د لوئي اثاثې حېثيت لري. يونان يوازي په ښه تُوره د هغه وخت ستر پاور نۀ ؤ جوړ شوی بلكې د فكر په رڼا او د قلم په زور ئې ټوله نړۍ د ځان كړې وه. سكندرِ اعظم له يونان څخه تر هندوستان پوري ټولي سيمي ورو ورو نيولې لګيا ؤ. ورسره ورسره ئې د هغه وخت پر ډېرو ژبو د يوناني ژبي اثرات پرېښوول. د نورو ژبو په شان ئې پر پښتو هم څۀ نۀ څۀ اثرات پاته شول، ولي چي په پښتونخوا كښي ئې قيام هم اوږد ؤ. د پښتنو پر تاريخ د يونانيانو اثرات ځكه تر اوسه لا هم شته چي هغوئ د افغانستان له لاري هند قبضه كول غوښت، او پر باختر ئې تر سكندر وروسته هم تر ډېره وخته حكومت كاوه لګيا ؤ. پښتانۀ چونكې يو شاته پاته پاونده قام ؤ ځكه ئې په خپله ژبه كښي كم تحقيق كړی دی. په يوناني، سنسكرت، جرمني، روسي، عربي، انګرېزي او نورو ژبو كښي چي كوم تحقيق ورباندي شوی دی دهغه له رويه دپښتو تړاؤ د ژبو دختيځي افغاني آرياني ډلي سره دی او دغه ژبنۍ ډله د هِندو آرياني لړ څخه ده چي بالا د هِندو اوروپائي آريائي لړسره پېوند ده.
د انساني نسل آغاز چونكې له يوۀ ځايه او د يوۀ اولني انسان څخه شوی دی ځكه نو دا استدلال چي ʼ له اوّله سره انساني ژبه هم يوۀ وهʻ درست ښكاري. لكه چي قام په ګډ نسل، وطن، كلتور او ژبه پېژندل كېږي همدغه شان ژبه په نسل، جغرافيه او كلتور پوري اړه لري. دكومو قامونو رېښې چي په يوۀ خاوره كښي وي د هغوئ كلتورونه سره ورته وي۱۳او ژبي ئې هم سره خوېندي ګڼل كېږي، ولي چي په جوړښت كښي ئې ډېر څۀ سره مشترك وي. لكه چي د هري ټولني خپل كلتور وي همدغه رنګه د هري ژبي بېل كلتور وي او دا تر ډېره حده په ټولنيزو ارزښتونو پوري اړه لري. له پېړيو راروان تهذيبي، تاريخي، روحاني، تخليقي او اقتصادي عوامل ئې په تشكيل كښي برخه لري.
پښتو، فارسي، هندي او اردو د جغرافيائي قرابت په وجه سره خوېندي ژبي دي او تهذيبي، تاريخي، روحاني، تخليقي او اقتصادي عوامل ئې تر ډېره حده سره ګډ دي. د عربي ژبي مذهبي اثرات پر دغو ژبو يو رنګه دی ځكه ئې دغه قدر هم سره مشترك دی. په دغه وجه نو پر پښتو ادب د فارسي، اردو، هندي او عربي اثرات فطري دي. انګرېزي ژبه يوې خواته آريائي رېښې لري او بلي خوا ته عالمي تجارتي، سائنسي، ټېكنيكي او علمي ژبه هم ده ځكه ئې پر پښتو ژبه اثرات غېر فطري نۀ دي. همدغه شان د يورپ ټولي ژبي، يوۀ پر بله اثرات سره لري. ځكه نو دا وېره صحيح نۀ ده چي پر پښتو د فارسي، عربي يا اردو اثر د بَلا سايه ده. پخپله پر فارسي ژبه د عربي بې شمېره اثرات دي او اردو خو د فارسي په غېږ كښي خاپوړي كړي دي. حقيقت دادی چي د خوېندو ژبو اثرات غېر فطري نۀ دي خو د ژبي ارزښت په اصل كښي په علمي، تخليقي او سائنسي كارونو پوري اړه لري او په دې كښي له هري ژبي څخه استفاده ضروري ده.
تر اوسه چي كوم تاريخي شهادتونه۱۴تر لاسه شوي دي له هغو نه خو دا ثابته ده چي د اجتماعي انساني ژوند ابتدا آريايانو كړې وه او د دوئ اوّلنی ټاټوبی آريانا ؤ۱۵- كله چي دغو زړو خلګو د خپل خوراك ضرورت له كښت او كروندو څخه پُوره كړ او لږ غوندي اوزګار شول نو ئې د ژبي د ترقۍ سره سره و بېلا بېلو فنونو ته هم پام شو. اوّل اوّل به ئې ښائي چي نكلونه، نارې، ټپې او لنډۍ پېل كړي وي او په ژبه كښي به ئې غوره بدلون راوستی وي. بيا به ئې ښائي چي داستانونه او سندري پېل كړي وي او ژبه به ئې نوره هم په ښائسته كړې وي. په همدغه زمانه كښي ښائي چي خلګو به له خټي څخه لوښي جوړول زده كړي وي او ورو ورو به ئې مِس، ګيلټ او وسپنه هم په خپل استعمال كښي راوستلي وي. مِس خو انسان اوه زره كلونه مخكښي په خپل استعمال كښي راوستي وو خو وسپنه ئې تقريباً درې زره كاله مخكښي وئيلي كوله او د ضرورت څيزونه به ئې ترې جوړول.
آ ريايانو هغه وخت بېخي ساده غوندي ژوند كاوه او ژبه به ئې هم ښائي چي ډېره ساده وه ولي چي ابتدائي ژوند ؤ، ضرورتونه كم وو او په لږو لفظونو هم خلګ په آساني سره پوهـ كېدل. زياتره به ئې په خپلو دنګو غرونو كښي سمڅي كيندلې او پكښي به استوګن وو. ځكه ئې نو د ژبي لفظونه هم ښائي چي تر دغو غرونو، سيندونو، كاڼو، بُوټو، وښو، ورشو، پسو او رمو پوري محدوده وو. وروسته چي كهولونه ترې جوړشول، خاندانو شول او قبايلي ژوند پېل شو نو د ژبي الفاظ هم ورسره زياتېدل لګيا وو. د آريانا دغه اولني خلګ به په ابتدا كښي د ځان ژغورني په موخه سره نژدې كېدل او ګډ به سره اوسېدل. خو كله چي قبايلي ژوند پېل شو او قبيلې غټي شوې نو بيا ځله وپړكېدې او په بېلا بېلو سيمو كښي آبادي شوې. كه څۀ هم د پښتنو اسلاف پرخپله سيمه آريانا د موسم په مناسبت د خپلو مالونو سره دلي دوري كوچېدل۱۶خو لوئ شمېر آريايان داسي هم وو چي چا يورپ ته كوچ وكړ او څوك د هند په خوا وكوچېدل. هلته ښائي چي دغو قبيلو پر خپل خپل انداز نوره ترقي كوله لګياوو او په ژبو كښي ئې هم دوخت په تېرېدو د خپلي سيمي د حالاتو په مناسبت بدلون راتلی لګيا ؤ. تر دې حده چي يو وخت داسي هم راغی چي يورپ او هِند ته كوچېدلو آريايانو د جغرافيائي ماحول په نتيجه كښي نوي نوي ژبي اختيار كړې خو د دغو ژبو په رېښو كښي اوس هم د خپلي زړې اريك ژبي اثرات شته. د ژبپوهني په رڼا كښي دغه ټولي ژبي په يوۀ لړ پېيلي دي، او دغه لړ هِندو اوروپائي آريائي ژبنی لړ دی. د دغه لړ ټولي ژبي سره خوېندي دي او ډېر لفظونه ئې اوس هم سره يورنګه ښكاري.
دا سي بې شمېره لفظونه شته چي په دغو ژبو كښي سره ورته دي او دپښتو، دري، سنسكرت، يوناني او لاطيني ژبو د ګډ اساطير پته وركوي ځكه نو په دې كښي هيڅ شك نۀ پاته كېږي چي دغي ژبي ټولي سره خوېندي دي. دلته دا حقيقت هم څرګند دی چي پښتو يوۀ ډېره زړه ژبه ده يعني د يوناني، لاطيني، سنسكرت او زړې فارسي غوندي لرغونيو ژبوخورده. په سائنسي توګه چونكې لرغونی ژبنی پېر له٣٠٠٠ مخزېږدي څخه تر۵٠٠ مخزېږدي پوري دی ځكه نو د پښتو ژبي عمر هم خواوشا۵٠٠٠ كاله ګڼل كېږي. دا بحث ځكه ضروري دی چي ټولنيز ارزښتونه، قدرونه او علامتونه د تهذيب، تاريخ، جغرافيه او كلتور سره پېوند دي او همدغه څيزونه دي چي تېر مهال د اوسني دور سره تړي او نسلونه د بهتر سبا په هيله روان دوان كاندي. اصل ځواک د ژبي ځواک دی ولي چي دا د روح تارونه څېړي، زړونه ګرمَوي او د انساني احساساتو تسکين کوي.
هره ژوندۍ ژبه د مُحرك په توګه يو بهاند تهذيبي عمل لري۱۷. اجتماعي نفسيات ئې د همدغه تهذيبي عمل په نتيجه كښي وده كوي لګيا وي. د ژوندۍ ژبي دبهاند تهذيبي عمل او خاص كلتوري محركاتو لامتناهي سلسله، د ژوند د اجتماعي لاشعور د نظرئې عكاسي كوي. د اجتماعي لاشعور په جوړښت كښي له زرګونو كلونو راروان بې شمېره كلتوري محركات او تهذيبي ارزښتونه ګډون لري. په پښتو لِټرېچر كښي هم د قام د بهاند تهذيبي عمل بې شمېره مثالونه شتون لري. د بېلګي په توګه د حميد بابا۱۸ دا شعر وګورئ چي د ʼ قولʻ يا ʼبولʻ او يا ʼپښتوʻ پښتني كلتوري ارزښت پكښي په ډېر ښكلي انداز بيان شوی دی:
قول و بول په ژوندون نۀ شي نورَولی
ځكـه ځان پـه قول وژني پښتـانـۀ
د ټولني زياتره وګړي يو رنګه شعوري فېصلې كوي لګيا دي او اجتماعي سائكي ئې بلكل واضح ده. همدغه ئې اجتماعي شعور دی. د اجتماعي شعور په شان اجتماعي لاشعور هم د ليكوالو، شاعرانو او اديبانو په يو رنګه لاشعوري مېلانونو كښي ښكاري. تر څو چي د خوېندو ژبو څخه د استفادې تړاؤ دی نو زۀ فكر كوم چي ترې په ګټه اخيستلو كښي ئې ښائي چي هيڅ خنډ هم نۀ وي خو اثرات ئې بايد چي د معقوليت تر دايره دباندي نۀ وي. پرمعقوليت ځکه ټينګار کوم چي د هرځواک مثبت او منفي اړخونه وي. ژبه اعتماد جوړوي او ماتوي ئې هم. دروغ او ريښتيا دواړه په ژبه پوري اړه لري خو اصل قوت ئې ريښتيا دی.
لنډه دا چي د انسان اصل داخلي قوت د دۀ ذهن دی او ژبه ئې په خارجي دنيا كښي د اظهار تر ټولو مُهمه ذريعه ده. چونكې تخليقي تنده په انساني ذهن كښي راپاڅېږي او په ژبه ئې بشپړ اظهار كېدلائ شي ځكه ئې نو يو له بله سره ټينګ تړاؤ شته. په تخليقي عمل كښي ذهن او ژبه هر كله سره ملۀ وي، كه څۀ هم د تخليقي تندي شدت په ټولو خلګو كښي يو شانتي نۀ وي او د اظهار انداز ئې هم جدا جدا وي. همدغه راز د نړۍ د بېلا بېلو قامونو ژبي يو له بله بېلي دي خو په رېښو كښي څۀ نۀ څۀ ګډ ارزښتونه هم سره لري. ولي چي تړاؤ ئې د يوې نۀ يوې ژبنۍ ډلي سره دی. لكه چي د هر انسان بڼه د بل انسان څخه بېله ده او د انسان په حېث ئې په شكل كښي ډېر څيزونو سره ورته هم دي، همدغه شان د خلګو په ژبو كښي د توپير مسئله ده چي د بېلا بېلو ژبو سره سره ئې ډېر لفظونه سره ورته هم دي. ځكه نو د سوچه ژبي خبره هغومره مبهمه ده لكه چي د هټلر د سوچه نېشنليزم تصور ؤ. هره ژبه ځان لره يوۀ بېله ژبه ضرور ده خو د خوېندو ژبو سره ئې د لفظونو نزدېكت او اشتراك فطري دی. د هر تخليق كوونكي خپل بېل ژَبنی انداز وي چي ددۀ تشخص په كېږي خو په اظهار كښي ئې سماجي او كلتوري اثرات هم وي. لكه ژوندۍ ژبي چي وغوره بدلون ته هركله تياري اوسي او كلتوري اشتراك په ورين تندي قبلوي همدغه شان يو آ ګاه تخليق كوونكی تخليق د ژوندون د ښېګړي په موخه كوي لګيا وي نۀ چي تش ادب لره. دژبي ځواك دغوره خوځښت په موخه په ښۀ توګه په كار راوست كېدائ شي خو ژبپوهنه ورلره ضروري ده او دا د خوېندو ژبو سره په ګام د ترقۍ سفر ته په دوام وركولو ممكن دی. موږ دا منو چي د نړۍ هره ژبه ځان لره يوۀ مهمه ژبه ده او هر قام په خپلو جغرافيائي حدونو كښي د احترام وړ دی خو خپله ژبه ته په سپك نظر كتل روا نۀ ګڼو، ځكه نو دروېش19وائي چي:
موږ بس دا ورسـره نـۀ منـو دروېشــه!
چي پښتون دي تل همدا رنګه ويده وي
اخځليك
۱- ډينين، فرانسيس پي، ʼعا مه ژبپوهنهʻ (General Linguistics)
جارج ټاؤن يونيورسټۍ پرېس، ١٩٩۵
۲- ډنبر رابين، د ژبي وده ، ګپي او ارتقا ʻ
(Grooming, Gossip, and the Evolution of Language) هاورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٨
۳- سويشر، كلېريس، The Beginning of Language: Opposing Viewpoints
يعني ʼد ژبي ابتداʻ ګرين هېون ، ١٩٨٩
۴- ويټجن ستين ، ʼفلسفيانه جاجʻ،(Tractatus Logico philosophicus)
د روټلېج چاپ چي په انګرېزي كښي دPhilosophical Investigation
تر عنوان لاندي بلېك وېل ئې بيا ترجمه هم چاپ كړې وه –
۵- كا مري ، برنارډ، The World's Major Languages، يعني
ʼد نړۍ لوئي ژبيʻ آكسفورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٠ –
۶- اولف كېرو، پښتانۀ The Pathans: The Birth of Pashtu
مېكميلن كمپني لندن، نيويارك اېسټي مارټن پرېس ، ١٩۵٨
۷ - حبيبي عبدالحی، ʼد افغانستان لنډ تاريخʻ ، ژباړن عبدالرؤف بېنوا،
دويم چاپ دانش كتابتون ، پېښور، ٢٠٠٣-
۸ هېروډوټس ، هسټريز ، ترجمه كېري ، لندن، ١٩٠١
۹- ا حمد علي كهزاد، ʼد افغانستان پخوانی تاريخ ʻ كابل، ١٣٣۴ -
۱۰ - جارج مارګن سټرن،
د افغانستان ژبي The Languages of Afghanistan
اوسلو Oslo ١٩٢۷ او ١٩۷۵ كابل سېمينار) ك –
۱۱ - وېلهلم ګا يګر، Etymologie und lautlehre des Afghanischen
ميونخ ، ١٨٩٣،
۱۲ - زيار مجاور احمد، ʼپښتو او پښتانۀ د ژبپوهني په رڼاكښي ʻ، ساپي
مركز) دانش( پېښور، ٢٠٠١-
۱۳ - دوست شينواری ، ʼد افغانستان ژبي او توكمونه ʻ، كابل ، ١٩٧۵
۱۴ - پالوال عبدالرزاق ، دپښتنو نوی پخوانی تاريخ ، پښتو اكېډمي
كوټه ١٩٩۴
۱۵ - تږی حبيب الله، ʼپښتانۀʻ ، د پښتني فرهنګ دودي ټولنه جرمني
دانش پېښور، ١٩٩٩
۱۶- رفيع حبيب الله، ʼد افغانستان لنډكی تاريخʻ، دانش ، پېښور ، ١٣٧٨
۱۷ - كاكړ حسن ، ʼ افغان و افغانستانʻ ، پېښور ،١٩٨٨
۱۸ - عبدالحميد مومند، ʼد عبدالحميد مومند كلياتʻ دانش خپرندويه
ټولنه دويم چاپ ، پېښور، ٢٠٠٨
۱۹ - دروېش درانی، ʼ كر د ګلو ʻ صحاف نشرياتي موسسه، كاسي روډ
كوټه ، ٢٠٠١٣