سعد الله جان برق
د مجلې ګڼه:۱۲مه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر- مارچ۱۷- ۲۰۱۶
وړاندي د دې چي زۀ په تاريخ خبره شروع کړم دا خبره کول ضروري دی چي تاريخ ولي؟ او څۀ له؟ ځکه چي نن سبا دا خيال ډېر عام دی چي د تاريخ نه مطلب څۀ؟ او يبا خو په پاکستان کښي دا خبره ډېره کېږي بلکې عملي طور په نصاب کښي د تاريخ مضمون ختم کړی شوی دی او معاشرتي علومو کښي ئې چرته يو ګټ کښي غورځولی دی.
په پاکستان کښي خو د دې خبري شاته دا حقيقت ولي چي د پاکستان تاريخ د سره شته نۀ، که ډېره خبره راکاږې نو هغه د هند تاريخ يا بيا د مسلمانانو تاريخ ته رسي او پاکستان د دې دواړو نه ځان د نظريه پاکستان په دائره کښي بېل کړی دی. د اول د پاکستان نوم لااله الله الله ؤ خو د بنګاليانو افغانانو او نورو قامونو بېل د پاکستاني قوم دپاره ترېنه نظريه پاکستان جوړ کړی شو چي صحيح صحيح او په زړۀ پوري مفهوم ئې هيڅوک هم نۀ شي معلومولی. کله چي بيا د دې نظرئې د لاندي " قوم" جوړ شي نو تاريخ به ئې د هغه ځايه شروع کېږي. تېر اوويا کاله راهسي دا کوشش جاري دی خو لا کامياب شوی نۀ دی. او د تېرو اوياؤ کالو چي کوم تاريخ دی هغه ستائيني وړ نۀ بلکې د پټولو دی نو ظاهره خبره ده چي دلته تاريخ له ولي توجه ورکړی شي.
اصل کښي د پاکستان بنياد په بېلېدو دی او د بېلېدو خبره چي کله شروع شي نو بيا ورله وجي او بهانې ډېري وي. قومونه دي، مذهبي فرقې دي، ژبي دي، نسلونه دي، عن تر دې چي ضلع تحصيلونه قبيلې خېلونه هر څه د بېلېدو بنياد جوړې دی شي او په داسي حالت کښي قومونه جوړېدی نۀ شي بلکې ورانېدی شي.
نو په پاکستان کښي خو که د تاريخ نه د وېزارۍ خبره کېږي خو کېږي به خو چي د کومو قامونو نسلونو تاريخونه شته دی نو هغوئ دپاره تاريخ هم دومره ضروري دی لکه څومره چي د يو فرد دپاره يادداښت او حافظه ضروري وي دا هم د انسان يادداښت او حافظه وي چي دی پر ژوندی وي. دۀ ته ياد وي چي زۀ څوک يم. څۀ مي نوم دی، چرته مي کور دی، پلار او مورمي څوک دي او چي په تېر ژوند کښي ئې څه هم زده کړي دي هغه ورته يادوي. خو که يو دم د يو بنده يادداښت لاړ شي لکه څنګه چي په الزائمر يا څه شمېر نورو حادثو يا مرضونو کښي کېږي نو د هغه هر څه ختم شي. حال ئې هم د بل په لاس کښي شي او مستقبل هم خوړل، څښل، ګرځېدل، څملاستل هر څۀ ئې د بل په اختيار او ښوونه کښي شي. تاريخ هم د يو قوم يادداښت وي او هم د دې يادداښت په برکت دۀ ته پته وي چي ما څۀ کړي دي. چرته مي تيندک خوړلی دی، کومه غلطي مي کړه او په څۀ وجه مي څۀ کاميابي حاصله کړې ده.
د پښتو هم لږ تر لږه دا حال دی. د دوی ټول قومي يادداښت يا ماضي يا تاريخ د نورو په لاس کښي دی. دوئ ته پخپله هيڅ پته نشته خو ميکس مولر دا وئيلي دي. الفنټس دا ليکلي دي، مارګسټرن دا وائي، ډارمسټيټر داسي خبره کړې ده، کيرو دا ليکلي دي يا فلاني فلاني يوناني، يا عرب يا ايراني دا خبره داسي کړې ده. عن دا چي د خپل ماضي نوشتي رګ ويد يا اوېستا هم د نورو په حواله ګوري. موجوده وخت کښي چي د پښتنو څه تاريخونه دي هغه هم په دغسي حوالو ولاړ دي.
خو زۀ دلته صرف د پښتنو د تاريخ خبره نۀ کوم بلکې د ټول انساني تاريخ په باره کښي يو څو خبري کول غواړم.
دا نن سبا چي د انسانيت يا انساني ډلو کومي تذکرې د تاريخ په نوم موجود دي او روايتي يا نصابي تاريخ ورته موږ وئيلی شو دا په حقيقت کښي تاريخ هډو دی نۀ. بلکې دا تاريخ د هغه پنځلس فيصده حکمرانانو او اشرافيه تاريخ دی چي د حکمرانانو سره شا و خوا کښي همېشه داسي د مذهبي مشرانو وزيرانو، اميرانو او د قلم د خاوندانو په شکل کښي موجوده وي او په مفت خورۍ او د پنځه اتيا فيصده عوامو په لوټلو کښي شريکه وي. د دې پنځه اتيا فيصده خلګو چي ګټل، جوړول، پېدا کول او ورکول او خورول کوي په تاريخ کښي هيچرته هم ذکر نۀ کېږي او که کېږي نو په هندسوکښي کېږي چي دومره مړۀ شول دومره سيلاب يوړل دومره په جنګونو کښي توئ شول دومره و باګانو اوخوړل او دومره لوټ، شوم يا غلامان شول.
ځکه چي دا موجوده تاريخ صرف د حکمرانانو او اشرافيه ليک دی چي پکښي ئې د ځان لافي شافي فتوحات کارنامې او فضيلتونه بيان کړي دي.
که هغه د مصر نوشتې دي که د دجلې او فرات خاوريني تختۍ او که بيا د تاريخي دور کتابونه او تذکرې خو يا بادشاه پخپله په ژوند کښي ليکلي دي يا ئې منشيانو، کاتبانو او مذهبي شريکوالو ليکلي دي او يا هغه مورخانو چي غرض به ئې د حکمرانو خاندان خوشحالول او څه تر لاسه کول وو.
په دغه ټولو کښي حکمران ته ديوتا، محافظ، د ديوتا زوئ ظل اتدا او ظل الهي وئيلي شوي دي. چي کړی ئې هر څه په عوامو دی او نوم پر د هغه ليکلی د ی.
چنګيز خان، هلاکو خان، تېمور، بابر، نادرشاه، سکندر، سائرس، بخت نصر، دارا پخپله څه کړي دي؟ خو فتوحات په دوی ئې ليکلي دي او د هغه خړ سرو چرته نوم او نشان نشته چي په دغه جنګونو کښي خاوري شوي وو. يوه ډېره ښکلې او زبردسته ټپه ده.
خانان به تل سره خانان وي
پکښي به دل شي د رامبېل چامبېل ګلونه
حالانکې هم دا د رامبېل چامبېل ګلونه وي چي د دغه خانانو خاني ئې په اوږو قائمه وي.
تر کومي پوري چي د سرکاري تاريخ تعلق دی نو په تاريخ کښي داسي ډېر مثالونه شته چي سروپ دروغ ثابت شي. لکه د سارګون اول باچاهي د عربونه تر مالا باره پوري يادېږي. د دجله و فرات په تختو کښي د دۀ صفتونه ډېر شوي دي. پخپله وائي چي ما خپله وسله په بحر هند کښي او وينزله. حالانکې دا هغه زمانه وه تقريباً درې زره قبل مسيح چي نۀ وو لا " اس" پېدا شوی ؤ نۀ پايه ايجا وه او نۀ اوسپنه دومره عام وه. نو دی دومره ويړه دنيا کښي د دۀ د تګ راتګ ذريعه څۀ وه، سوائې د خپلو پښو نه او نۀ دا موجوده هواري لاري وې. په ايراني نوشتو کښي تقريباً هر باچا د هفت اقليم او هفت کشور باچا وي.
حالانکې علامه سيد سليمان ندوي په خپل مشهور کتاب " تاريخ ارض القرآن " کښي ليکلي دي چي دغه بادشاه به صرف د يو کلي يا ورسره خوا کښي د لږو ځمکو بادشاهان وو.
د مصر په اهرامي نوشتو کښي يو فرعون رعميس نومې دی. غالباً چي دا رعميس يا رامي سس اول ؤ ځکه چي دوهم خو هغه ؤ چي دموسٰیؑ ورسره جګړه وه.
دۀ ليکلي دي چي ما د متانيانو چي هوريان هم ورته وائي لښکر تارپه تار کړو. څه رانه درياب ته اودانګل او هغوئ مي هم لکه د مګرمچانو ښکار کړل. يو مي ژوندی پرې نۀ ښودو او هم د دغه جنګ تذکره چي په بوغازکوئي کښي د متانيانو په نوشتو کښي درجه ده هغه وائي د رامي سس لښکر ټول ختم شو صرف يوازي رامي سس په تېښته ځان خلاص کړو.
ليري به نۀ ځو زموږ د پاکستان او هند تر منځه څلور جنګونه شوي دي او دواړو ملکونو دا دعوٰی ده چي موږ ګټلي دي.
نن د هټلر په باره کښي داسي ناروا نشته چي پر ور تپلی نۀ شي. کتابونه، رسالې، اخبارونه، خطونه، ډرامې په يوه خُله د هغۀ د مظالمو داستانونه بيانوي خو که هغه ګټلی وی نو دغه ټول عيبونه به په دې بل فريق کښي وو.
نپولين چي کله سينټ يا فوج معزول کړو نو اخبارونو، رسالو کښي ورته ظالم، خونخوار، بدمعاش، تباه کار هر څه ووئيلي شول. چي لس اتۀ ورځي پس بيا بحال شو او پيرس ته راروان ؤ نو هم هغه اخبارونو، رسالو کښي دا ليکلي وو، چي د فرانس هيرو، د عوامو نجات دهنده، د خلګو د زړۀ درزا، د فرانسيانو محبوب او د خدائ نازولی شهنشاه والا تبار تشريف راوړلو واله دی.
واقعات ډېر دي بې شمېره دي چي تاريخ پکښي دومره ځان شرمولی دی چي افسانې، اساطير او داستانونه ترېنه زيات اعتباري دي.
هر فاتح کښي تمام صفتونه اچول او په هر مفتوح کښي د دنيا عيبونه ور اچول د تاريخ مستقل عادت دی. حالاناکې د تاريخ سره تړلو عالمانو، مؤرخانو، فلسفيانو او طرف دارانو تاريخ له ډېر اوچت او مقدس مقام ورکړی دی. د مغرب اکثرو لويو لويو فلفسيانو هم د تاريخ خبره کړې ده. کله ئي ورته سائنس وئيلي دي او کله ئې پکښي فلسفه موندلې ده يا ور اچولې ده. څه بلا شې غمي ئې پکښي ټک وهلي دي خو زما په خيال کښي او دا صرف خيال نۀ دی لکه حقائق دي چي تاريخ صرف نيمګړی نۀ دی بلکې د دروغو نه هم ډک دی بلکې د انسان د صرف پنځلس فيصده حکمرانانو او اشرافيه پخپله وئيلي دروغ دي.
علامه ابن خلدون په تاريخ کښي ډېر لوئ نوم دی. خاص طور د دۀ مقدمه تاريخ خو يو شاهکار دی خو چي کله ئې بيا پخپله تاريخ ليکلی دی نو هم د مقدمې د هغه خپلو اصولو نه ئې انحراف کړی دی.
هيروډوډس ته د تاريخ بابا وئيلي شوي دي خو هغه د مصر نه دې خوا پخپله هډو راغلی نۀ دی بلکې ټول واقعات ئې د تا وئيلي ما وئيلي نه راجمع کړي دي.
انسان چي په دې دنيا کښي کله راهسي سترګي غړولي دي نو څه بې حسابه او رنګارنګ تقسيمونه کښي شوي دي. بې شماره طبقې، نسلونه، ډلي پکښي د ژبو، مذهبونو او نسلونو په وجه جوړي شوې دي. خو يو تقسيم داسي دی چي د اولي ورځي نه راروان دی او پوړۍ په پوړۍ لا تر اوسه پوري جاري دی او هغه تقسيم د دې د بالادست او زيردست يا د وسله وال او بې وسلې حاکم او محکوم، ياد ګټلو واله او بل دصفت خوړلو واله پنځلس فيصده هغه اشرافيه هيڅ نۀ خوري خو هر څه راکاږي. بله هغه خواره او سپکه طبقه هر څه کري رېبي پېدا کوي، جوړوي، رسوي خو پخپله ورسره هيڅ نۀ پاتي کېږي. بلکې مفت خوره طبقه ئې ورسره نۀ پرېږدي. پخوا به ئې تر د وسلې په زور تړوله او بيا ورپسې د قانون ائين او حفاظت کولو په نوم دا يو داسي حقيقت دی چي په جغرافيه او تاريخ دواړو کښي تر څوک انکار نۀ شي کولائ. هغه نور استحصال چي پنځلس فيصده اشرافيه او صرف په ناسته ناسته خبري کونکي طبقه د دې بلي خواري کار کونکي پنځه اتيا فيصده طبقې کوي. هغه خو به يو طرف ته کړو چي په تاريخ کښي ئې هم د هغه تمامو کارنامو نه محروم ساتلی دی چي کړي هغوئ دي او په نامه کړي دوئ د خپل ځان دي، هغه فتوحات خو به پرېږدو چي څه ښارونه، کلا ګاني، محلونه، شيش محلونه، يادګارونه، شاهي مقبرې يادېږي بلکې که د دنيا زاړه اووه عجائبات وو که نوي دي که يادګاري منارې دي دا هر څه جوړ کړي هم دغه پنځه اتيا خوارو دي او نوم پر د باچا ليکلی دی چي په خپل لاس به ئې يو کاڼی يا خښته هم نۀ وي لګولی. کومي خزانې چي د لالونو جواهرو ډکي به دغه پنځلس فيصده اشرافيې سره وې خېټي، جيبونه، محلونه، صندوقونه هر څه به ئې هر څه نه ډک وو. دغه ټول دوئ پخپله ګټلي وو غرونه ئې ورپسې کښتلي وو يا په دريابونو کښي ئې غوپې وهلي وې.
د مصر اهرامونو رنګارنګ محلو د هند کلاګانو تاج محل قطب مينار وغيره چا جوړ کړي دي، صرف د مصريه اهرامونو کښي په لکونو خلګ د کاڼو او لوږي د لاسه مړۀ شوي دي ځکه چي دغه کاڼي په مصر کښي نۀ وو د افريقې نه به راتلل او خلګ به وړاندي څقېدل، د دغه مزدورانو بلکې بېګاريانو خوراکه صرف اوږه او پياز وو خو بيا به هم پکښي د لوږي مړۀ کېدل. د هند تاج محل چي کله شاه جهان په "ناسته ناسته" جوړ کړو نو ورپسې داسي قحط سالي شوه چي خلګو به اولادونه خرڅولو او انساني غوښه خوړلو ته مجبور شول. ځکه چي څو کاله پر مخ چي تاج محل جوړېدو نو مزدور او کسان په دغه کار کښي ګېر وو او پټي تر شاړ شوي وو.
په دې نظر چي زۀ روايتي تاريخ ته ګورم نو تاريخ وئيل خو ورته هر ګز نۀ شي وئيلی او بيا د انسانانو تاريخ خو بالکل نۀ دی صرف د يو صوتي اشرافئې دروغ لافي شافي او افسانې دي. اصل کښي د تاريخ په ليکلو کښي د ليکونکو دا بنيادي غلطي را روانه ده چي انساني نسل صرف يو ګڼلی شوی او د هغه تقسيم پکښي هيڅ خيال نۀ دی ساتلی د کوم ذکر چي ما د دوو ډلو په نوم وکړو او د دې تقسيم ابتدا هغه وخت شوې ده چي ښکاري غوښي خوارۀ او خاکي دانه خوارۀ سره بېل شول. په مذهبي بنياد ورته موږ د جن او انسان يا د ادم او ابليس تقسيم هم وئيلی شو. مذهبي مباحث به پکښي نۀ راولو خو دومره کافي ده چي انسانان دواړه دي خو د طبعيتونو په بنياد پکښي بيا ادم او ابليس پېدا کېږي چي نوعي يا نسلي نومونه نۀ دي بلکې د خيرو شر د مزاجونو په بنياد ايښودلي شوي نومونه دي. دا دواړه په "جنت" کښي اوسېدل خو دلته موږ په جنت باندي هم څه بحث نۀ کوو او د موقعيت يا مکانبت خبره ئې نۀ چېړو صرف په زماني لحاظ باندي هغه دور با لکل د جنت په شان ؤ چي ابادي کمه او خوراک ښۀ ډېر وو. هيڅ جګړه، تنازعه، تکليف يا ازار نۀ ؤ. د چا به چي چرته خوښه وه لاس به ئې کړو او اوبه ئې خوړل بيا چي ابادي زياته او خوراک کم شو نو غوښي خوارۀ ښکاريان د مزاج نه هم تېز وو مضبوط هم وو او د ښکارو دپاره جوړه کړي د کاڼي سهي وسله هم ورسره وه، بلکې کاڼي نه د وسلې جوړولو په وخت کښي ئې اور پېدا کول هم زده کړي وو، نو لازمي وه چي غله خوارۀ سبزي خوارۀ کمزوري به ئې د غرونو د غارونو او دغه جنت نه شړل او وئې شړل يا هغوئ پخپله شرپسند او جنګ پسند نۀ وو، خاکساران وو. نو ښکته هوارو ځمکو ته کوز شول او د زراعت ابتدا ئې وکړه. د سيندونو په غاړو ئې کرکېله شروع کړه او کرکېلي دپاره په يو ځائ کښي مستقل اوسېدل ضروري دی. نو د خټي کورونه او ابادۍ ئې هم بنا کړې. هر څه ئې د خاوري او ځمکي نه وو نو په هر لحاظ خاکيان وو.
هلته چي د غوښي خورو ښکاريانو ابادي زياته شوه او ورسره اوس څاروي پال شوي هم وو هغوئ په ښکته راکوزېدل شروع کړل. زياتي خور او تشدد پسند خو وو نو د خاکيانو په اباديوئې د لوټ مار سلسله هم شروع کړه او د مال د څرن دپاره ګرځېدل هم ضروري وي نو خانه بدوش صحرائياني شول.
تر ډېري مودې دا دلوټ مار سلسله روانه وه خو چي دماغونو ئې نوره ارتقا وکړه نو د عارضي لوټ مار په ځائ ئې د مستقلي قبضې سلسله شروع کړه او د ډاکو نه محافظ او حکمران شو يعني د حلالولو په ځائ ئې د غوا لوشل غوره کړل.
او دا سلسله تر ننه راروانه ده چي جنګ پسند د زور او قوت په ذريعه که لږ هم وي نو په امن پسند رعيت حکومت کوي او د هغوئ ګټه وټه په تياره خوري. د زرګونو کلونو د تجربې نه پس دغه طبقې دومره حيلې بهانې مکرونه فريبونه زده کړي دي چي کله ئې خوښه وي نو څه يوه بهانه پېدا کړي، جنګ جوړ کړي او خپله دائره وسيع کړي. د ټولو نه لويه حربه خو د مذهب ده خو ورپسې قوم، نسل، وطن، ازادي، ژبه، رنګ هم صرف دهوکې دي. کنې د دغه طبقه اشراف نۀ مذهب وي، نۀ وطن نۀ قوم نۀ ژبه او نۀ څۀ بل څه؟ هر وخت مذهب، ژبه، ملک او وطن بدلولی شي او د جنګ دپاره څۀ هم بهانه راوستلی شي او د ساده عوامو وينه پر ګرمولی شي. ځان ته محافظ وائي او د خلګو توجه دښمن پله ساتي خو دښمن که راشي نو د دوئ نه زياتي به د چانه څۀ واخلي کوم چي دوئ ترېنه محافظ او دوست په نامه اخلي.
او په روايتي تاريخ کښي د دې بنيادي وجي هيڅ ذکر اذکار نۀ وي صرف د بادشاهانو اور اشرافو نه ګېرچا پېره چورلي او د هغوئ د خپلو خُلو بيانونه اړوي را اړوي.