ليکوال: ليوټالسټائي

ژباړه: مينه پري وش

د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

پوهم يو خواري کښي بزګر ؤ او د خپل ژوند څخه ډېر خوشحاله او مطمئنه ؤ، خو دغه اطمينان تر هغه وخته پوري پاتي شو. کله چي دۀ دا خبره نۀ وه اورېدلې چي د وولګا(درياب) پر غاړه ډېره زرخېزه خوږه او ارزان بيه مځکه شته. هغۀ فکر  وکړ که چېري دا مځکي ولري نو حالات به ئې يو دم بدل شي. ځکه هغه د وولګا درياب غاړه ته ولاړی. دغه مځکه د بشيکر قبيلې ملکيت وه او د هغوئ سردار د دې مځکي واک درلود . ځکه پو هم ولاړ او له هغوئ سره ئې خبري اتري پېل کړې. نو د بشکير سردار و هغه ته ووئيل چي څومره مځکه چي ستا سره ده د هغې مځکي څخه لس واره زياته مځکه موږ تاته در کولائ شو. خو شرط دا دی چي که تۀ په پښو باندي تر هر څو پوري ولاړې او د لمر لوېدو پوري بېرته راغلي نو موږ و تاته هغه ګړده مځکه درکوو. په بدل کښي به تۀ و موږ ته يو زر روبله (د روس کرنسي) راکوې. پو هم په هغه بل سحار چېري چي دغه قيمتي مځکه وه د بشيکر قبيلې مشر هغه يو کوشنۍ غونډۍ ته بوتلی. 

يوه سړي د هغه د ګيدړي د پوست څخه جوړه کړه شوې خو لۍ ورڅخه واخسته او پر هغه ځائ ئې کښېښوله له کومي چي پوهم خپل مزل شروع کوی.پوهم راروان شو او سوچ ئې ووهی چي هغه به په يوه پلا تر دېرش(۳۰) ميله پوري مزل کوي.

پوهم شاته وکتل غونډۍ د لمر په رڼا  کښي صفا ښکارېده. چي خلګ ورباندي ولاړ وو. پوهم سوچ کوئ چي هغه شاهد درې ميله مځکه پرې کړې ده. ګرمي مخ پر زياتېدو وه. هغه خپل کوټ و ايست او پروږه ئې واچولۍ او مخته روان شو. هغه پاس و لمر ته وکتل او پرېکړه ئې وکړه چي شايد دا د څاښت وخت دی. هغۀ خپل مزل په څلورو برخو کښي وېشلی ؤ. د څاښت تر وخته د مزل او له برخه ختمه شوه. هغه له ځانه سره ووئيل چي اوس لا وختي دی بايد نور هم مزل وکړم او بيا شاته ولاړ شم. زۀ بايد خپل ګوټونه اوباسم. هغه د خپل ځان سره ووئيل هغه لاندي کښېنستی خپل ګوټونه ئې و ايستل او تيز روان شو. هغه ته اوس مزل کول اسانه ؤ. زۀ بايد درې ميله نور هم مزل وکړم هغه له ځانه سره سوچ ووهلو. بيا به زۀ کيڼ (ګس) لاس ته روان شم اوهو! خو د مځکي دغه ټکړه ډېره زرخېزه ښکاري دغه ټکړه پرېښول به يقيناً ډېره د تاوان خبره وي او په دې سره به زما مځکه نوره هم ښۀ شي.

دا وخت پو هم ډېر ليري تللی ؤ هغه تر شا وکتل د غونډۍ پر سر چي کوم خلګ ولاړ وو هغه د مېږيانو غوندي کوشني ښکارېدل هغه ودرېدی او يو غټ کډی ئې وکيندی او هلته ئې خپله ائينه ښخه کړله. خپله علاقه ئې معلومه کړله. د اوخت کلپ تږی ؤ، خپل پتک ئې له غاړي را وايست او بيا ئې اوبه  وڅښلې. له دې پس هغه وچپه لاس ته کوږ شو. دلته واښه ډېر غټ وو، په لاره کښي خنډونه وو او ډېره ګرمي وه. اوس پو هم ډېر ستړی شوی ؤ، پاس ئې و لمر ته وکتل او اندازه ئې ولګوله چي ټکنده غرمه ده. هغه سوچ وکړ چي زۀ بايد يو ساعت ارام وکړم ځکه لاندي کښېنستی او لږ ډوډۍ چي په خپل څاک پوري تړلي وه په وخوړله او يو څه اوبه ئې هم وڅښلې، خو هغه ته مځکي کوت نۀ ورکوی. هغه سوچ ووهلی چي که چېري زۀ بيده شم نو به وخت ضائع کړم ځکه هغه يو دم ولاړ شو، دا وخت لمر د ګرميو غمچني د مځکي پر سينه ويشتلې. ډېره ګرمي وه او پو هم ته د ډېري ستومانۍ څخه خوب ورتلی، خو بيا هم هغۀ خپل مزل جاري وساتی. پوهم ځان ته تسلي ورکړه چي دۀ يو څو ګهنټو خواري و هغه ته د ګرد عمر ارام ورکولائ شي، ځکه ئې نو ملا ټينګه وتړله او بيا ئې ګامونه لوئ لوئ اخستل. خو هغه پر دا خوا هم ليري ولاړی، يو وار ئې فکر وکړ چي بايد اوس ښي لاس ته وګرځم خو بيا ئې هلته ډېره ښه مځکه وليدله ځکه ئې مزل جاري وساتی او دا مځکه پرېښودل ئې د ځان لوئ تاوان ګڼلو. خو اخر ئې صبر وکړ، و ښي لاس ته د ستنېدو څخه اول دۀ هلته د خاوري يو څلی جوړ کړی. پو هم و غونډۍ ته وکتل، لمر هوا خُپه کړله، پر غونډۍ چي کوم خلګ ولاړ وو هغه د خُپ له وجي سم نۀ ښکارېدل. هغه اوس هم له هغ خولۍ څه لس ميله ليري ؤ اوس هغه په ډېره خوارۍ روان ؤ، هغه د ګرمي له لاسه ډېر ستړی ؤ، د هغۀ لڅي پښې پاږ شوي وې، دپاړسوب له وجي ئې پښو درد کاوه او تلو ئې تڼاکي را ايستې وې، لنډه دا چي پښو ئې کار نۀ کوی. ډېر زړۀ يې غوښتی چي لږ ارام وکړي خو دا ممکنه نۀ وه. لمر د يو چا دپاره نۀ درېږي او لمر مخ پر پټېدو راغلی ؤ.  هغه په ډک زړۀ و غونډۍ او لمر ته وکتل لمر د غونډۍ و شاته زياته لوېدونکی ؤ، پوهم تيز روان شو خو ډېر ګران مزل ؤ، خو اوس هم ډېر ليري ؤ. ځکه هغه منډه واخسته خپل کوټ يې تس کړی، خپل ګوټونه، پتک او خولۍ يې هم وغورځوله او خالي خپله بېلچه ئې له ځانه سره پرېښووله. خپل د سهارې دپاره ښکاري چي زۀ ډېر مخته راغلی يم زۀ څومره نادانه يم! د لمر لوېدو څخه لومړی رسېدل امکان نۀ لري. هغه په ډېر افسوس له ځانه سره ګډ ؤ. 

دغه وېري د هغۀ حوصله ماته کړله او هغه ئې نور ستړی کړی. پوهم منډه بيا شروع کړه. د هغه کالي په خولو لانده خيشته وو. ساه ئې درېدلې وه، له خُلې ئې ځګونه راتلل، داسي  غورځېدی لکه کولنګ. پښې ئې پردۍ ورته ايسېدې. چي څۀ وخت هغه نږدې راورسېدی هغه بشيکر قبيلې د خلګو نعره واورېدله. هغه خپله اخري منډه ووهله. لمر زياته خپل مخ په غرونو وډرولو. پو هم هغه خلګ چي پر غونډۍ ولاړ ول هغو ته وکتل. هغه خولۍ وليدله چي پر مځکه پرته وه. دلته خو بېخي ډېره مځکه ده پو هم سوچ وکړی خو خدائ به ما پر  دې اوسېدلو ته پرېږدي؟ 

پو هم و لمر ته وکتل لمر اوس خپل مخ پټوی، د لمر يوه خوا لاندي پټه وه. هغه چي څومره توان پاتي ؤ په هغه طاقت سره ئې منډه کړله. پوهم د مخ و خواته کوږ شو، ولي چي پښې ئې دومري ناتوانه وې چي د هغه د غورځېدو خطره وه. څۀ وخت چي دی غونډۍ ته رسېدونکی ؤ يو دم ئې پر سترګو توره تياره شوه. هغه اسمان ته وکتل لمر وختي پرېوتی ؤ. له سوخته ئې چيغه پاس اسمان ته وختله، خو بيا پوهم ته ورياد شو چي چونکې دی کښته دی ځکه دۀ ته معلومېږي چي لمر پټ شو. حالانکې لمر لا نۀ ؤ لوېدلی. کوم خلګ چي پر غونډۍ ولاړ وو هغو ته لمر اوس هم ښکارېدی هغه يوه اوږده ساه  وکښله او و غونډۍ ته ئې رامنډه کړله چي هلته اوس لا هم رڼا وه. اخر کار هغه و رسېدی او لاس ئې هغه خپل خولۍ ته وروړی. 

څنګه ښۀ ملګری دی. بشيکر قبيلې سردار ووئيل. هلکه تاسو ئې وګورئ چي دۀ څومره مځکه وګټله؟

مزدور رامنډه کړه چي پوهم له مځکه پورته کړي خو هغه وليدل چي د هغه د خُلې څخه ويني رواني وې. پو هم مړ شوی ؤ. مزدور بېلچه راواخسته او يو قبر ئې په وکيندی. پوهم ته ښائي چي شپږ فټه مځکه پکار وه او هم دغه مځکه د دۀ په برخه شوه.

 

FaLang translation system by Faboba