ارزو زيارتواله
لاډو او سپين ږرک:
زموږ دغه دودونه له هغه زمانې څخه دوام لري چي موږ ئې په هيڅ ډول تعين نۀ شو کولائ. البته دومره قدر به ووايو چي دا د ډېري زړې زمانې څخه راروان دي او په اصل کښي زموږ او د اسلافو ياد ګار دی چي نسل در نسل تر موږ پوري رارسېدلی دی. په دې کښي ځيني دودونه د ستورو نه داسي هم وو چي زمانې څومره پر مخ تګ کوئ او څومره معاشرتي بدلون راتلو هغه دودونه له منځه ورو ورو وتل خو ځيني داسي دودونه هم شته چي د خپلي ښېګڼي له وجي تر ډېره پوري په خلګو کښي مقبوله او جاري پاته شوي دي او بيا داسي پخوله دودونه چي د خلګو په خيال و دوئ ته مادي ګټه رسوي لکه دولور او سرۍ دود پرېښول يې ګران کاروي. پښتون قام ارين دی، د ارياؤ ژوند او روزګار نيمه دهقاني او مالداري وه. د غرو په درو او شنو ورشو ګانو کښي به اوسېدل ډېر دودونه او اخلاقي خصائل د څلورو زرو کاله راپه د ې خوا له پلرو او نيکونو په ميراث راپاته دي او دغه دودونه څلور زره کلن تاريخ لري.
لکه څنګه چي نن سبا موسم يخ دی او واوري او بارانونه اوري نو هم په دغه موسم کښي دوه داسي دودونه ماته راپه ياد شول چي پښتانۀ ئې د خشک سالۍ د بېري په وجه تر سره کوي او دا اعتقاد لري چي په داسي کولو سره به ضرور باران وشي. هسي خو دين داره طبقه د باران خواست چي ورته نماز استقا وائي هم کوي او د باران يا واوري د اورېدلو دعاګاني کوي خويوه طبقه د پېغلانو او زلمو داسي هم وي چي د باران خواست دپاره د "سپين ږيرک و لاډو" رسم ادا کوي او د باران خواست سره سره ئې د تفريح ذريعه هم ګڼي.
د سهېلي پښتونخوا اکثره سيمي غرۀ ايزي دي. خلګ باغونه، کښت، کروندې لري او مالداري هم او د دوئ د څښلو اوبه هم له مندو او چينو څخه وي. چي کله ښۀ بارانونه او واوري وشي نو کال اباد بولي. ولي چي کښت کرونده اوبو ته اړتيا نۀ لري او که په مخصوصه ورځو يا مياشتو کښي بارانونه واوري نۀ وي نو خشک سالي وېره وي، له دې څخه هر کس پرېشانه وي. په دا ورځو کښي د ځوانانو او پېغلو ټولۍ سپين ږيرک او لاډو جوړي کړي کلی په کلی او کوڅه په کوڅه ګرځي خيرات ټولوي، سندري وائي دريا وهي .
د سپين ږيرک جوړښت:
څۀ په دا ډول وي چي يو ښۀ مسخراچي ځوان ته له وړيو سپينه ږيره او برېتونه ورجوړ کړي او غټ کوټ ور په غاړه کړي او يوه لکړه په لاس کښي ورکړي تر مخ ئې روان وي او د هلکانو ټولۍ ورپسې وي. د چا په لاس کښي د اوړو تېله وي، چا سره د برې لوته کښي پيسې ټولوي، دوئ چي په هر کلي ورځي له هغه څخه نور هلکان هم ورسره ملګري کېږي او يوه مخصوصه جمله په ګډه سره په زوره اواز وائي.
صدره صددره دين صدره راولې په دين
په مخ کې خواجه خضر، ورسره موسی کليم
خدايه ورکړې دومره وزې،لکه ښکر لکه نېزې
خدايه ورکړي دومره غواوي، لکه ښکر لکه هواوي. امين
دا ټولۍ چي کوم کورته ودرېږي د کور خلګ چي ئې دا ناره واوري نو هغه ورته پټ شي او ناڅاپه اوبه پر تسي کړي. د اوبو تسولومعنا هم دا وي چي خدائ دي د دوئ دا خواري ته وګوري او باران دي وکړي. د کور خلګ سپين ږيرک وګوري، وئې ږغوي، رقم رقم چمونه (تماشې) په وکړي، بيا حسب توفيق شيان ورکړي. دا ټولۍ درې روځي ګرځي، بله ورځ د يو ملګري پر کور سره يو ځائ شي ټول کړي شيان پاخه کړي او يو لوئ خيرات وکړي او له خيرات خوړلو پس د خدائ نه د باران خواست وکړي. هم دغه ته ورته رواج په بوري او شا و خوا سيمو کښي وو. هغوئ د درختو څه لکړي پرې کړي وې، له لکړو څخه به ئې پوټکي اړولي وو، د ټولو په لاسونو کښي به سپيني لکړي وي. هم دغه رنګه به خيرات دپاره د خيرات ټولولو دغه ر سم ته ئې صدره دين وئيلو شايد د صدره صدر الدين ناره هم له دغه صدره وتلې وي.
بالکل دغه د پسين ږيرک په رنګه د انجونو رسم "لاډو" هم ده. دغه لاډو ته د بوري او شا و خوا سيمو خلګو د کړېڅۍ نوم ورکوي البته نور طريقه کار ئې هم په دغه ډول دی لکه څنګه چي په نورو پښتني سيمو کښي دی.
لاډو:
د انجونو ټولۍ په يو لرګي باندي په سپينه ټوکړۀ د لاډو مخ جوړ کړي، ښۀ کالي په واغوندي مصنوعي زيور هم په و زځړوي او و يوه انجلۍ ته ئې په غېږ کښي ورکړي. په لاډو او سپين ږيرک کښي فرق دا وي چي لاډو مصنوعي وي خو سپين ږرک نۀ د انجونو له ټولۍ سره يو څو کم عمره هلکان هم ملګري وي. کور په کور ګرځي درياوي او يوه مخصوصه سندره پکښي وائي. چي څه په دا ډول ده.
لاډو لاډنګه څۀ غواړي
لاډو کونډه ده مېړه غواړي
د اسمان خړي اوبه غواړي
د مځکه شنه واښه غواړي
لوړي ما لوړي غنم دي خوږه لوړي
خدائ دي يو زوی درکړي چي په غولي درته ښوري
کوم کورته چي ورنږدې شي هغه چي د لاډو دريا او سندره واوري نو د کور واړه ورامنډه کړي اوبه پر تسي کړي، دوئ تر هغې د کور مېرمنو ته د لاډو مخ نۀ ورښکاره کوي نۀ اتڼ ورته کوي چي تر څو ئې ښۀ خواړه نۀ وي ورکړي. که څوک څه ورنکړي نو د طنز غشي ورباندي اوروي. دوئ هم له يوه کوره تر بله او بيا په پوره کلي کښي وګرځي، په اخري ورځ د يوې انجلۍ پر کور ټولي سره جمع شي د نږدې کورو ښځي هم راوغواړي، دېګونه پاخه کړي او خيرات ئې کړي. په اخر کښي د باران دپاره دعا وکړي اول به دا رسم د زلميانو په غوندي پېغلو انجونو لمانځۍ خو اوس نوي حالاتو د تقاضو له وجي کم عمره انجونه لاډو کوي. دا دوه رسمونه په غرۀ ايزه کلي واله علاقه کښي رواج لري البته په ښارونو کښي داسي رواجونه اوس له منځه تللي دي. بهر حال موږ دا عقيده لرو چي پښتني دودونه د يو ګټور ماخذ حېثيت لري. زۀ پوهېږم چي زما دا موضوع به پوره او کامله نۀ وي ولي چي د بېلابېلو علاقو په رسم کښي لږ و ډېر توپير شته خو ما هم هغه څه ليکلي چي خصوصاً زموږ په سيمه زيارت کښي په کوم ډول وو. دا موضوع نور لټون ته هم اړتيا لري. ولي نن چي زۀ په دا واورين موسم کښي دا څو کرښي ليکم نو هغه پخواني يادونه را پر زړۀ شي چي موږ به د واوري او باران د غوښتلو دپاره څه ډول اجتماعي خيرات کولو او دغه خيرات هلکانو او انجونو په څۀ ډول ځانله مختص کړی ؤ چي خوند هم ؤ مينه هم وه، او د يو بېل کلچر برخه هم وه.