A Defence of poetry/ P.B. Shelley

تلخيص او ژباړه: خليل باور

 

 

د انسان ذهني اعمال چي په کومو دوو ډولو کښي وېښل کېږي يعني تفکر(Reason)  او تخيل(Imagination). په دغو دواړو کښي  يو توپير دا هم دی چي په تفکر کښي ذهن د فکرونو (Thoughts) پر منځنيو اړيکو باندي غور کوي بې له دې چي دا اړيکي  پېدا کېږي څنګه؟ تخيل بيا هغه فکرونه په خپل رنګ کښي رنګوي او د نوو افکارو د ترکيبولو دپاره ئې د توکو په توګه کاروي. او دغه نوي فکرونه بيا هر يو ځان ته ترکيبي ساخت لري. وروستی ياد شوی (تخيل) د ترکيب اصول دی او کوم شيان چي ئې د عمل په دائره کښي راځي هغه د عالمګير کائنات (Universal nature) او عالم موجود شکلونه او صورتونه دي او لومړی ياد شوی د تحليل اصول دی چي اړه ئې د شيانو خپلمنځي توپيرونو سره ده. د هغۀ دپاره فکرونه ساختي وحدونه نۀ بلکې الجبري علامتونه دي چي يو څو پائيلې (نتيجې) ځني را ايستل کېږي. تفکر د هغو مقدارونو شمېر دی کوم چي ښکاره (شمېرلي) دي او تخيل د هم هغو مقدارونو د ارزښت ادراک دی، بېل بېل هم او په مجموعي توګه هم. تفکر د شيانو تر منځ د اضدادو (اختلافاتو) لحاظ ساتي.  تخيل د هغو د ورتوالي (مشابهتونو). تخيل عمل کونکی او تفکر ئې آله. تخيل روح دی او تفکر ئې جسم. تخيل شی (Substance) دی او تفکر د هغۀ سايه.

په عامه معنا د شاعرۍ تعريف داسي کېدائ شي: شاعري د تخيل اظهار دی، په دغه معنا له انسان سره هم عصره ده. انسان يو داسي آله اظهار دی چي په موضوعي توګه او هم په معروضي توګه ډېر محرکات اغېزه ورباندي کوي لکه باوترنګ (د لرغوني يونان د موسيقي آله) چي د باد څپې ئې له تارونو سره وکړنګېږي نو نوي نوي نغمې ځني پېدا کړي. لاکن په انسان کښي بلکې په ټولو ژوندي سرو کښي يو اصول پټ وي چي عمل ئې د باوترنګ د تارونو له کړنګ څخه بېل وي. هغه داسي چي د رېږدېدو ږغېدو او د هغو د محرکاتو کوم چي دغه په وجود کښي راولي تر منځ يو مطابقت پېدا کړي. دا رنګه نۀ يواځي نغمه بلکې هم اهنګي هم پېدا کړي. يعني نۀ يواځي خواږۀ سرونه پېدا کوي په هغو کښي يو بل ته رغبت هم پېدا کوي. وئيلائ شو چي په ساز کښي دا صلاحيت شته چي خپل تارونه د مضراب له حرکت سره سم کړی شي چي دا رنګه د ږغ يو ټاکلی مقدار پېدا شي. بېخي داسي لکه يو سندر غاړی چي له ساز سره خپل ږغ جګوي او ټيټوي يا سپکوي او درنوي.

يو ماشوم چي يواځي (تنها) بازۍ کوي نو هغه د خپل ږغ او حرکتونو په ذريعه خپلي خوښۍ څرګندوي. د هغۀ د ږغ جګوالی او ټيټوالی او د حرکتونو سستي و تېزي د هغه د خوښۍ له سبب سره مناسبت لري يعني هغه د خپل محرک يو عکسي صورت (تمثال) وي. لکه څنګه چي د باد د څپو له درېدو پس هم د ساز ږغ وي دغه رنګه ماشوم هم د خوشۍ د محرک له ختمېدو پس د هغۀ اثر په خپل ږغ او حرکتونو کښي د جاري ساتلو هڅه کوي چي دا رنګه د دۀ د خوښۍ احساس تر ډېره (طويل) پاته شي. د ماشوم د خوښيو په څرګندونو او د هغو په محرکاتو کښي چي کوم تعلق دی هم هغه تعلق په شاعرۍ او په لوړو شيانو (محرکاتو) کښي دي. په يو غېر مهذب (وحشي) انسان کښي چي چاپېرچل کوم جذبات پېدا کوي د هغو څرګندونه په هم دغسي طريقو باندي کوي. (د يو ماشوم چي د يو انسان د انفرادي ژوند له کلونو سره کوم تناسب دی د مجموعي انساني نوعي هغه تناسب د ټول تاريخ له صديو سره دی). د هغۀ ژبه، حرکات و سکنات او د هغۀ تصورات جوړونه، او د هغو صورت ګري د دغو شيانو مجموعي اثرات د هغوئ د ادراک خارجي تمثالونه وي.

له هغۀ پس بيا داسي دور راځي چي په ټولنه کښي اوسېدونکي انسانان له خپلو ټولو لذتونو او جذباتو سره د انسان د ذوق او جذباتو موضوع جوړ شي او دغه بيا نور هم د جذباتو او احساساتو د څرګندوني په خزانه کښي د زياتوني سوب شي. دا رنګه ژبه (Language)، حرکات و سکنات او شفاهي هنرونه په يو وخت کښي هم څرګندونه شي او هم د څرګندوني وسيله، هم برش شي، او هم انځور، هم مجسمه شي هم مسجمه ساز او هم تېشه، هم تار شي او هم نغمه.

څۀ وخت چي دوه انسانان سره يو ځائ استوګنه پېل کړي هم هغه وخت ټولنيزي وسيلې (همدرياني) يعني هغه قوانين کوم چي د ټولني د ترکيب او تشکيل بنيادي توکي دي په استعمال کښي راشي.  مستقبل په حال کښي دا رنګه پټ دئ لکه ونه په توخم کښي نو دا رنګه برابري، رنګارنګي، يوالی، اختلافات، پر يو بل تکيه داسي اصولونه وګرزي چي له دې پرته د يوۀ غړي هم اراده په عمل نۀ بدلېږي. د دغو په وجه په احساساتو کښي خوږلت، په جذباتو کښي ښېګڼه، او فن کښي ښائست په وراسۀ کښي سپېڅلتوب پېدا شي او په هم جنسانه رويو کښي د ميني جواز. هم دغه وجه ده چي انساني ټولني د ماشومتوب په زمانه کښي لا هم په خبرو او اعمالو کښي د يو ترتيب خيال ساته دغه ترتيب د هغو شيانو او د هغو اثراتو له ترتيب څخه بېخي بېله بڼه لري د کومو چي دوئ اظهار کوي. بهر حال ښۀ به دا وي چي موږ تر هغو شيانو تېر شو کوم چي د ټولني د بنيادي اصولونو د لټوني (تحقيق) غوښتنه کوي او يوازي به داپه نظر کښي وساتو چي تخيل په کومو کومو طريقو اظهار کوي. 

د نړۍ په ځوانۍ کښي خلګ نڅا کوي، سندري وائي او د فطرت پېښې (تقليد) کوي په دغو کارو کښي ئې هم د نور ژوند رنګه موضونيت او اهنګ ليدل کېږي. خو د دې نڅا په حرکاتو کښي، د سندرو په ترنم کښي، د ژبي په تراکيبو کښي او د فطرت په تقليد کولو يعني نقل کولو کښي ورته والی نۀ لري. د تقليد په دې ټولو قسمونو کښي يو داسي هم دی چي تر دا نورو قسمونو زيات قوي او له خوندونو ډک دی دغه خاص قسم ترتيب ته د اوس زمانې ليکونکي د ذوق نوم ورکوي. د هنر په ماشومتوب کښي به لا هم چا د داسي ترتيب او ترکيب (ذوق) خيال ساتۀ چي له هغه څخه ډېر خوند اخستل کېدائ شي. خو د هغو د ترتيب و ترکيب تنوع دومري څرګنده نه وه چي  د مدارجو (Diversity) تر منځ ئې توپير وکړل شي پرته او داسي صورنو چي په هغو کښي ښکلا ته د نږدې کېدو توان ډېر د لوړي درجې وي (له ښکلا څخه مراد هغه تعلق دی کوم چي د يو لوړي درجې د لذت او د هغه د علت تر ميان دی) په چا کښي چي دغه توان زښته زيات وي هغۀ ته موږ شاعر وايو، په پراخه معنا کښي شاعر، په کومه طريقه چي دوئ د هغو اثراتو څرګندونه کوي کوم چي د ټولني له خوا پر دوئ باندي پرېوځي او له هغو چي کوم لذت پېدا کېږي او دوئ بيا هغه نورو خلګو ته رسوي (منتقل کوي) له هغو څخه د لذت تکراري خوند پېدا کېږي. د دوئ ژبه عموماً له استعارو ډکه وي يعني دوئ د شيانو هغه ناڅرګنده ځايونه څرګندوي چي مخکښي ئې چا ادراک نۀ وي کړی او هغو ته يو ابدي حېثيت ور وبخښي، کرار کرار د وخت له تېرېدو سره هغه ټکي چي د دغو ناڅرګندو ځايونو (استعارې) نمائندګي کوي د سالمو افکارو عکسونه پاته نۀ شي، بلکې د افکارو د قسمونو يا د هغو د وړو وړو برخو دپاره علامتونه وګرځي. په داسي حال کښي که نوي شاعران پېدا نۀ شي او د اړيکو دغه پرې رشتې بېرته تازه نۀ کړي نو بيا به ژبه د انسانانو تر منځ د لوړو مقاصدو دپاره بې کاره شي. دغه ورته والی او اړيکي د لارډ بېکن په وېنا " د فطرت هغه پلونه دي چي نخښي ئې پر ډېرو مضامينو باندي پاته دي. د دۀ په خيال هغه قوت چي د دې (نخښو) ادراک کوي دا د هغو منلو صداقتونو ذخيره ده کومه چي په مجموعي توګه د ټولو انسانانو ګډه پنګه (سرمايه) ده. د ټولني په لومړني دور کښي هم مصنف حتماً شاعر و. ولي چي ژبه په خپل ذات کښي شاعري ده. د شاعر کېدلو معنا ده: د حقيقت او ښکلا شعور لرل. خپلي سرچينې ته نږدې هره اصلي ژبه خپله هم د يو اوږد ستر او مسلسل نظم ملبه وي. د لغت پوهني د لغتونو ډېرښت او صرف و نحوي ژوري څېړني دراوروسته زمانې پېداوار دي. د دغو حېثيت د شعر پر متن باندي د حاشيو تر حېثيت زيات نۀ دی.

خو شاعران يا هغه څوک چي د حقيقت د نۀ فنا کېدونکي نظام تخيل لري او د هغۀ څرګندونه کوي داسي خلګ نۀ دي چي دوئ يواځي د ژبي، موسيقي، نڅا، د تعمير د هنر او مجسمه جوړولو يا انځور ګرۍ موجدان دي. هغه قانون جوړونکي د تمدني ژوند بنياد اېښوونکي او د ژوند کولو د هنر خالقان دي او داسي معلمان دي چي د غېبي قوتونو د کشفي ادراک (مذهب) حقيقت او ښکلا هم له احساس سره تړي هم دغه وجه ده چي هر لرغوني او زوړ مذهب د تمثيل (Allogories) بڼه لري يا په هغه بڼه کښي بدلېدلی شي، د جېنس (Jans) رنګه دوه مخه لري. يو اصلي او بل نقلي (جعلي). په هر دور کښي چي شاعران پېدا شوي دي د هغه دور يا د هغه د قام د حالت مطابق قانون سازان يا نبيان ورته وئيلي شوي دي. شاعر په لازمي توګه د دغو دواړو خاصيتونو مجموعه وي، ولي چي دی نۀ يواځي موجودو شيانو ته په ژور نظر ګوري او د هغو د ښۀ ترتيب او تنظيم قوانين دريافت کوي بلکې هغو ته د موجوده وخت په هنداره کښي د راروان وخت عکس هم ښکاري. ځکه نو د دوئ خيالات د تازه ځوان دور د ګلانو او مېوو دپاره تخم وي، زۀ دا نۀ وايم چي شاعران کاهنان يا پېشګوئي کولو والا دي يا دا چي هغه د را روان وخت نقشه هم داسي ليدلی شي څنکه چي د هغو واقعاتو روح پر دوئ باندي منکشف کېږي، دا خو بس يو توهم پرستانه دعوه ده چي شاعري د پېغمبرۍ يو جز دی. نۀ چي پېغمبري د شاعرۍ. د شاعر کار تل له ازلي و ابدي او لامحدودو حقيقتونو سره وي. تر کومه حده چي د دوئ تصورات دي د هغو دپاره نۀ د زمان قيد شته نۀ د مکان او نۀ د عدد. د ګرائمر (صرف ونحوي) هغه صورتونه چي هغه د زمانو څرګنوالی، د صيغو (اشخاصو) توپير يا ځايونو امتيازات ښئي، دا د لوړي شاعرۍ دپاره څۀ معنا نۀ شيندي. که بدل رابدل کړل شي نو هم شعر ته زيان نۀ رسي. که چېري د دې مقالې په حدودو کښي د حوالو يا اقتباساتو ګنجائش وی نو به مي د اسکويلس (Aeschoylus) د کورس، د انجيل د ايوب د کتاب او دانتې (Dante) د "جنت" ډېر مثالونه د دې دعوې په تائيد کښي راوړي وائ. د مجسمه سازۍ، مصوري او موسيقۍ تخليقات تر دې هم زيات ښۀ مثالونه په تائيد کښي وړاندي کېدائ شي.

ژبه، رنګ، هئيت او مذهبي اجتماعي معمولات دا ټول د شاعرۍ آلات او مواد دي. دغو ته موږ د لفظي صنعت له رويه چي معلول د علت مترادف کوي، شاعري خو وئيلائ شو، لاکن په محدوده معنا کښي. شاعري د ژبي په خاصه توګه د موزوني ژبي هغه ترکيبونه په استعمال کښي راولي کوم چي هغه شاهانه قوت  چي د انساني فطرت په ژور کومي کښي موجود دی، ښکاره کوي. د رنګ هئيت او حرکت (رقص) پر تله ژبه د موږ د دنني فطرت د جذباتو او اعمالو د څرګندوني زياته مناسبه ذريعه ده. هغه په ډېرو لطيفو او متنوع صورتونو کښي د لوېدلو صلاحيت لري، او هغه قوت ته زياته ماتحتي کوي کوم چي ئې په وجود کښي راولي. ژبه د تخيل يو خودسره پېداوار دی او يواځي له خيالاتو سره تړون لري خو له ژبي پرته چي د هنرنو څومري مواد، آلات او نوري طريقې دي هغه په خپل منځ کښي هم تړون سره لري. دغه خپلمنځي اړيکي د ا دراک او اظهار تر منځ خنډ شي، ژبه يو داسي هنداره ده چي د تخيل رڼا هر وخت په پوره ځلا ور کښي برېښي، له دې پرته د اظهار نور آلات د ورېځي رنګه وي چي رڼا پکښي تـته شي هم دغه وجه ده چي مجسمه جوړونکي انځور ګران يا موسيقي ږغوني لوئ لوئ هنر مندان چي د څرګندوني توان ئې هم کم نۀ وي خو دومري نوم  ونۀ ګټي څو مري چي  هغه څوک چي په ژبه اظهار کوي يعني شاعران دا بېخي داسي ده لکه د موسيقي يو برابر استادانو ته چي نابرابر سازونه ورکړې نو له دغو سازونو څخه يو برابر موسيقي نۀ شي پېدا کولائ. البته قانون جوړونکي او مذهب ته بنياد ورکونکي تر څو د دوئ ادارې پاته وي د دوئ نومونه به د شاعرانو تر نومونو لوړ وي. که موږ د دوئ د نومورۍ هغه برخه جلا کړو کومه چي د عامو عوامو د پستو (حقيرو) خيالاتو په تائيد دوئ تر لاسه کوي نو بيا به کتل کېږي چي هغه دروندوالی ئې پاته کېږي که يه؟

په دې بحث کښي مي د شاعري د ټکي اطلاق د هغه هنر دپاره محدود وساته کوم چي د شاعرانه قوت د څرګندوني تر ټولو ښکاره او بشپړ ذريعه ده، لا اړتيا شته چي موږ د دې دائره لږه نوره تنګه کړو او په موزون او غير موزون کښي توپير وکړو ولي چي عام خلګ چي نظم او نثر سره جلا کوي هغه په سم فلسفيانه نظر د قبولو وړ نۀ وي.

نۀ يواځي خيالات خپلمنځي تړون سره لري بلکې ږغونهّ (اصوات) ئې هم ليري بلي خواته ئې اله هغو شيانو سره هم د کومو چي نمائندګي کوي او د دغه تړون د ربط و ضبط ادراک تل د خيالاتو د خپلمنځي ربط و ضبط له ادراک سره تړلي وي. دا رنګه نو د شاعرانه ژبي د ږغونو د هم اهنګي دپاره يو تکراري غبرګون ليدل کېږي. که دا نۀ وي نو بيا د شاعرۍ مقام ته نۀ شي رسېدی ولي چي د ږغونو د هم اهنګي ربط و ضبط د تاثير دپاره دغومري لازمي دی څومري چي خپله ټکي دي. دغه وجه ده چي د شعر ژباړه يو بې ګټي هڅه ده. د يو شعري تخليق له يوې ژبي په بله ژبه اړول داسي کار دی لکه څوک د بنفشې ګل په کټالۍ (د سرو و سپينو د ويلي کولو لوښي) کښي واچوي او د هغۀ د رنګ او بوئ د راز د معلومولو هڅه کوي. شعر يو داسي بوټی دی چي هغه پکار  دی نېغ له تخمه راوټوکېږي، که نۀ وي نو به ګلان ونۀ کړي د بابل د مينارې په هکله چي دا وئيل کېږي چي هغه به د ژبو د لغتونو تر بار لاندي وه په هغه کښي همدغه نکته پټه ده. په شاعرانه ژبه کښي چي کوم اهنګ وي د هغۀ د غبرګونو (اعادې) يو قاعده و قانون او د هغې هم اهنګي چي له موسيقي سره کوم تړون دی د هغه د لحاظ ساتلو نتيجه دا شوه چي د ژبي د هم اهنګي هغه نظام چي وزن ئې بولي په وجود کښي رالی لاکن دا بېخي لازمي نۀ ده چي يو شاعر دي خپله ژبه په دغه روايتي سانچه کښي واچوي. پرته له هغې هم اهنګۍ چي د شاعرانه ژبي قوت محرکه ده هم پېدا کېدای شي. البته دغه طريقه ئې سهولت لري او خوښول کېږي ځکه دې ته ترجيح ورکول پکار دي. په خاصه توګه په هغه کلام کښي چي هدف ئې عمل وي (ادب د ژوند دپاره) بيا هم هر لوئ ليکوال د خپلو پېش روانو پر مثالو باندي له خپله ځانه اضافۀ  وکړي او هغه د دۀ خاص طرز (اسلوب) وګرځي. په شاعرانو او نثر ليکونکو کښي چي کوم فرق کېږي هغه يو غلط العوام دی تر کومه حده چي دشاعرانو او فلسفيانو د فرق خبره ده هغه خو څو سوه کاله پخوا  لا شوي دي. افلاطون په بنيادي توګه شاعر ؤ، د هغۀ د تمثالونو (Imagery) رښتنتوب، لوئي او برم او د ژبي نغمګي دواړه د داسي درجې دي چي تر هغو د اوچتي درجې تصور هم نۀ شي کېدائ. هغه د حماسې (Epic) ډرامې او غنائيه نظم، وزنونه او بحرونه رد کړي دي. ځکه چي هغه د شکل و هئيت او عمل و حرکت له مرستي بغير په خيالاتو کښي د هم نغمګي پېدا کولو په حق کښي ؤ، ځکه هغۀ د نغمګي (Rhythim) پېدا کولو يو داسي نظام ايجادول خوښ نۀ کړ چي د دۀ د ليک انداز په بند کښي راګير کړي. سېسرو (Cicero) دا هڅه وکړه چي د خپلو جملو د نغمګي دپاره يو ضابطه جوړه کړي خو بريالی نۀ شو لارډ بېکن يو شاعر ؤ د هغه په ژبه کښي يو روانه نغمګي ا وترنم شته چي د لوستونکي پر حواسو باندي دومري ښۀ اثر کوي څومري چي تقريباً د دۀ د فلسفې مافوق البشر دانائي د لوستونکو پر ذهن باندي اغېزه کوي. هغه يو داسي نغمه ده چي د يو سيلاب په څير خورېږي او د لوستلو والا په ذهني محيط کښي داسي وخوټېږي چي خپله ځان او له ځان سره لوستونکي هغه بې کناره سمندر ته ورشېوه کړي له کوم سره چي د هغه دوامي تړون دی. د انسانانو په اند انقلاب راوړونکي په لازمي توګه شاعران وي له دې وجي نۀ چي دوئ جدت پېدا کونکي وي له دي وجي هم نه چي د دوئ ټکي د داسي تمثالونو په ذريعه د هغو شيانو مماثلتونه ښکاره کوي، کوم چي له حقيقي ژوند سره تړلي دي بلکې له دې کبله چي د دوئ جملې له نغمګي او موسقيت څخه ډکي وي ولي چي دوئ د ابدي موسيقي انګازې (Echo) وي. دغه رنګه هغه د لوړي مرتبې شاعران چا چي د خپلو موضوعاتو کېفيتو نه په نظر کښي نيولي او دوزن و اهنګ له تراکيبو ئې کار اخستی وي، د شيانو د حقيقتونو په ادراک کښي او د هغو په ابلاغ کښي په هيڅ ګون هم د څۀ استعداد څښتنان نۀ دي، شېکسپئير، دانتې او ملټن (چي د کوم دور په ليکونکيو کښي شمار دي) د لوړي پائې فلسفيان وو.

يو نظم د ژوند د ادبي صداقت د مجسم کولو يو تمثال وي په يو افسانه او يو نظم کښي دغه توپيروي چي افسانه د داسي غير متعلقه واقعاتو يو فهرست وي چي په هغو کښي د مکان، زمان، حالاتو او علت و معلول له رشتې پرته بل هيڅ ربط نۀ وي، خو نظم د انساني فطرت له هغو نۀ بدلېدونکو صورتونو سره متعلق وي کوم چي د کل د خالق په ذهن (چي د نورو ټولو ذهنونو تمثال ورته وئيل پکار دي) کښي موجود وي، د انساني افعالو له نوي سره تخليق کول وي، افسانه يک رُخه وي له يو ځانګړي زمان سره او د واقعاتو له يو خاص مجموعې چي هغه بيا بېرته نۀ پېښېږي، سره تعلق لري، نظم همه ګير او افاقي وي. د انسان د فطرت په بې شمېره رنګارنګيو کښي چي کوم محرکات او افعال ښکاره کېدائ شي له هغو سره د ربط امکانات لري. ځانګړي پېښي چي د وخت د تېرېدو له اثره له خپل اصل شعريت څخه محرومه شي نو ئې په ښکلا او افاديت کښي کمي راشي خو  شاعري د زمان په تېرېدو سره نوره ښکلي او ګټوره شي، او په هغه کښي چي کوم ابدي صداقتونه پټ وي د هغو د نوو نوو اطلاقاتو دپاره لاري خلاصي شي ځکه وئيل کېږي چي لوئ او خاص کتابونه هغه او بزي دي چي تاريخ وخوري يعني د هغه شعريت وڅټي او ختم ئې کړي. د خاصو خاصو پېښو ليک داسي هنداره وي چي د ډېرو داسي شيانو کړۀ وړۀ ور مسخ کړي چي هغه پکار د ښکلي وي د دې اپوټه شاعري داسي هنداره ده چي په مسخ شوو شيانو کښي له نوي سره حسن پېدا کړي.

يو ادبي تخليق په مجموعي توګه کېدائ شي يو شاعرانه کلام يا نظم نۀ وي خو د هغۀ ځيني برخي د شاعرۍ حېثيت ولري. يوه يوا ځينۍ جمله، هغه دي له سره په يو غېر ادبي ليک  کښي وي. خو کېدائ شي بشپړ شعر وي. جمله لا څۀ کوې يو ټکی هم د يو شعر نۀ سړېدونکې سپرغه کېدائ شي. ځکه نو ټول لوئ تاريخ ليکونکي لکه هېروډوټس، پلوټارک او ليوي، په صحيح معنا شاعران وو. که څۀ هم د دوئ د کتابونو بڼه داسي نۀ وه چي دوئ د شاعرانه بيان له قوت څخه پوره پوره کار اخستی وي خو بيا هم چي چېري موقع په لاس ورغلې ده د خپلي موضوع سوري او درزونه ئې په ژوند يو تمثالونو باندي تر ډېره حده بند کړي دي.

اوس نو چي موږ په دې نتيجه ورسېدو چي شاعري څۀ ده؟ او کوم کوم خلګ شاعران دي نو راشئ چي وګورو چي پر ټولنه باندي د شاعري اغېزه څۀ وي؟

له شاعري سره تل يو خوند ملګري وي، هر هغه روح چي دا نزول ورباندي کوي هغه حکمت او بصيرت ته غېږه پرانستې وي کوم چي له دې خونده سره تړلی وي. د نړۍ د ماشومتوب په زمانه کښي نۀ خپله شاعر او نۀ اورېدونکي (سامعين) د شاعرۍ په خوبيو سم خبر وو. ولي چي شاعري د شعور تر حد دباندي په غېبي او ناقابل فهم طريقه عمل کوي. دغه خوند او خوښي د راروانو نسلو په برخه وي چي د  علت و معلول يعني د شعر او د هغه د خوند وصال په خپلو سترګو وويني او جاج ئې واخلي. تېري زمانې څۀ کوې په اوس جديد وخت کښي هم يوۀ شاعر په خپل ژوند کښي هغه نوم نۀ دی ګټلی کوم چي د دۀ حق و. شاعر د يوې زمانې يو فرد نۀ وي بلکې پر قرينو باندي خوروي. د دوئ د قسمت قضاوت کونکي د څو نسلونو دانشمندان وي او د هغو ټاکڼه (Appointment) وخت خپله کوي. شاعر يو داسي بلبل وي چي چېرته له سترګو نهام په تته رڼا (خړه وړه) کښي ناست د خپلي تنهائي د لري کولو دپاره نغمې وائي او اورېدونکي د هغۀ نغمې اوري او خوند ځيني اخلي خو په دې نۀ وي خبر چي دا خوږې نغمې ويونکي څوک دي؟ او چېري دي؟ د هومر او د هغه د همځولو شاعري د يونان د ماشومتوب په زمانه کښي د دوئ دپاره د خوشحالۍ سرچينې وګرځېدې، هغه د يونان د ټولنيز ژوند خاص سکام (ستون) وه چي ورسته ئې د تهذيب ودانۍ ورباندي ود رېده. هومر د خپلي حماسې په کردارونو کښي د خپل وخت مشالي تکاملات انځور کړي دي. په دې کښي هيڅ شک نشته چي چا به د دۀ شعرونه وئيل د هغو په زړونو کښي به د اېکليز هېکټر او يولي سيز جوړېدو شديد خواهش پېدا شو. د دوستۍ، وطن پرستۍ او ځان د يو لوئ مقصد دپاره وقف کولو کښي چي کوم ښائست او صداقت شته هغه په دې غېر فاني کرد اردونو کښي په پوره توګه څرګند کړل شوی دی. يقيني خبره ده چي د هغو سترو او زړۀ ته نږدې شخصيتونو سره د نږدېکت کوم جذباتي تړون چي به د اورېدونکو په زړونو کښي پېدا شو له هغه به په دوئ کښي ډېر نفاست او پراخوالی راغلی وي. تر دې حده چي دوئ به په ستائلو ستائلو د هغو پېروان (مقلدين) جوړ شوي وي او دغه پېرواني به کرار کرار په داسي احساس بدله شوې وي چي دوئ له  هغو سره ځان هم ذات محسوسوي. دا نيوکه بې ځايه ده چي دا کردارونه د معاشرتي آدابو له معياره لوېدلي دي. او د نفس د ښې روزني دپاره قابل  تقليد مثالونه نۀ شي کېدی. هر دور د ځينو جعلي او فرېبي نومونو په پردو کښي د خپلو غلطيانو د يوتاګان جوړ کړي او لمانځلي دي. بدل اخستل د يو نيم مهذب دور لڅ بت دی او خود فرېبي د يو نامعلوم شر نقاب دی چي مخ ئې د هغه بت پر لوري دی چي مخته ئې د عېش پرستۍ او هوا و هوس سر پر سجده دی. خو يو شاعر دی چي د خپلو هم عصرو بدۍد خپلو تخليق کړو کردارونو دپاره يو داسي عارضي لباس ګڼي چي له هغۀ څخه دننه  د ښائست او خوش وضعۍ ځلا ښکاري. د حماسې يا ډرامې يو کردار خپل ځان په دغه لباس کښي داسي وپېچي لکه د لرغوني دور زره پوښ يا دا وس دور فوجي چي درېشي واغوندي، تر دې هم ښکلي لباس ممکن ؤ خو د روايت غوښتنه ده چي دغسي لباس واغوندل شي د کردارونو د باطيني فطرت ښکلا په دغه عارضي لباس باندي نۀ پټېږي. بلکې د هغو ښائست و ښکلا دغه لباس ته زينت وربخښي. د لباس اغوستولو طريقه وي چي له هغه څخه د بدن د اندامو تناسب څرګندېږي که د جګي وني او ښکلو کړو وړو څښتن ښکلی انسان په ډېر وحشي او بې درکه لباس کښي پټول  وغواړي نو هم نۀ پټېږي. بېخي لږ شاعران به داسي وي چي هغو د خپلو تصوراتو ښائست و صداقت د تقاضو په معيار پوره څرګند کړي وي. د غور خبره ده چي ايا د سيارو نغمګي د عام اولس د طبعي جوړولو دپاره به لږ  و ډېر د عامو کرختو ږغونو امېزش نۀ وي پکار؟

بهر حال شاعري د اخلاقو خلاف ګڼل د دې تصور پر بنياد چي شاعري پکار ده د چا اصلاح وکړي، بېخي لويه غلط فهمي ده. علم اخلاق د خپلو ضابطو جوړولو دپاره له دغسي توکو (عناصرو) کار اخلي کوم چي شاعري تخليق کړې وي او د اجتماعي او خانه داري د تنظيم اصولونه مرتب کوي. که انسانان يو له بله نفرت کوي، يو بل ته بد رد وائي يو بل د روهي (دهوکه ورکوي) او يو بل د ځان طابع کوي مريان ئې جوړوي نو وجه ئې دا نۀ ده چي ښۀ دودونه (قواعد) موجود نۀ دي. شاعري له ډېري ښې او روحاني طريقې څخه کار اخلي. هغه د انسان ذهن د زرګونه قسمه نوو فکرونو استوګن ځائ جوړ کړي، بېدار ئې کړي او پراختيا ور وبخښي. هغه د دې نړۍ له حسن او جمال څخه پرده پورته کړي. او هر ورځني عادي څيزونو ته نوی توب ور په برخه کړي، خپلو تخليق کړو هستيو ته ورېښمين نوراني لباس ور واغوندي او وړاندي ئې کړي هغه د خلګو په ذهنونو کښي د لوړو اصولونو او ښکلو سيرتونو په توګه يادګار پاته شي. د اخلاقو اصل سرچينه مينه ده يعني تر خپل ذات دباندي وتل او د ښائست په نظارو کښي، هغه د فکر، عمل او که د بشر په بڼه وي، کښي ځان فناه کول. لويه نېکي کول د هغه چا دپاره ممکنه ده څوک چي يو قوي خو همه ګير تخيل ولري او په هغه کښي دا وړتيا (صلاحيت) وي چي هغه د بل احساسات او جذبات خپلولی شي. د اخلاقي خير تر ټولو ښه آله  تخيل دی، او شاعري پر علت باندي اثر وکړي او د معلول معاون جوړ شي. شاعري په نوو نوو خيالاتو ذهن داسي ماموره (مستغني) کړي چي په هغه کښي بيا دا توان وي چي نور خيالات هم په ځان کښي جذب کړي چي په تخيل کښي داسي داسي نوي خلاوي پېدا کړي چي هغه د ځان د ډکولو دپاره د نوو نوو موادو غوښتنه کوي، دا رنګه شاعري د تخيل دائرې ته نور نور نور پراخوالی ورکړي. شاعري د انسان د اخلاقي طبعيت وجود ته داسي توان او قوت ورکوي لکه ورزش د بدن اندامو ته. ځکه نو يو شاعر ته دا پکار نۀ دی چي دی د خير و شر ذاتي تصورات چي عموماً د دۀ د هېواد او د دۀ دور تصورات وي په خپلو تخليقاتو کښي ځائ کړي ولي چي د دۀ تخليقات د دۀ تر هېواد او دود بالا تر وي. که دي د معلول د ټيټي درجې د ترجمانۍ منصب قبول کړی نو به ځان د علت (محرک) د پېدا کولو له دستاره (امتياز، درناوي) محرم کړي. د هومر يا بل غېرفاني شاعر په هکله دا اندېشنه نۀ ده چي هغه به د خپل منصب په هکله د يو غلط فهمي ښکار شي او د شاعرۍ د پراخ سلطنت له تخت څخه دي لاس واخلي. لاکن هغه شاعران چا چي باوجود له دې چي ډېر شاعرانه توان درلود لکه يوري پي ډيز، لوکن، ټيسو او سپنسر هغوئ زياتره د اخلاقو د معلم کېدو دعوه کړې ده. نتيجه ئې دا شوه چي د شاعرۍ تاثير ئې دغومري کم شو څومري چي دوئ زموږ پام د اخلاقي مقصد خواته را اړوي.

له هومر او د هغه له هم عصرو حماسه ليکونکو پس د ايتهنز ډرامه ليکونکي او عنايې (Lyrical) شاعران راغلل. د هغوئ په زمانه  کښي د شاعرانه قوت د څرګندوني بېلابېل ډولونه (اساليب) لکه: د تعمير فن، مصوري، موسيقي، نڅا، مجسمه جوړونه، فلسفه او ښاري ژوند (مدني ژوند) ټول پر عرج وو. دا خبره پر ځائ ده چي د ايتهنز ټولنه ځيني عېبونو بد رنګه کړې وه چي هغه بيا شولري (Chivalry) او د عيسائيت شاعرۍ په منځنۍ زمانه کښي د جديد يورپ د رسمونو او ادارو په ذريعه لري کړل بيا هم منل پکار دي چي د تاريخ په بل دور کښي د ښکلا او نېکيو فعاليتونه په دومري پراخه سويه نۀ ښکاره کېږي. کومه صدۍ چي د سقراط پر مړينه پائ ته ورسېده. په هغه صدۍ کښي د انسان د طبعي ړاندۀ قوتونه او د کائنات د فطرت سرکښه صورتونه څنګه د انسان د ارادې پابند کړل د هغۀ مثال په تاريخ کښي نۀ ليدل کېږي. د انساني نوعي تاريخ په بل دور کښي داسي ياد ګارونه چي پر هغه باندي د انسان د دنني معبوديت اثرات پراته وي، نۀ دي پرې ايښي. هغه د دغه دور شاعري وه (د هيئت، عمل، يا ژبي شاعري) چي دغه دور ئې د نورو ټولو دورو دپاره ياد ګار وګرځاوه او د نړۍ دپاره ئې تلپاته روڼ مثال جوړ کړ. په هغو زمانه کښي له نورو فنونو سره ليکلې شاعري (نۀ يواځي زباني شاعري) هم موجوده وه. لاکن دا لټون بې ځايه دی چي هغه رڼا تر کومه عدسه ووته چي په وروستيو تاريکو دورو کښي ئې ځلا وکړه؟ د هغه پېل له کومه فنه يا له کومو فنونو دغه فېض رسېدلی دی. د علت و معلول په هکله موږ دومري پوهېږو چي بس د واقعاتو يو ستره مجموعه په وجود کښي راغله. حقيقت دا دی چي شاعري همېشه د انسان په تکميل او خوشحالي کښي د اضافي کولو له ثريا (اووه خوندي) څخه يو ستوری وي او هغه کله هم يواځي نۀ وي، ما چي پاس د څۀ ثابتولو هڅه وکړه لوستونکي خپله له هغه څخه د علت و معلول په هکله نتيجه اخستی شي. 

دا اوس اوس چي د کوم دور ذکر وشو د هغۀ واقعه ده چي ډرامه ور کښي پېدا شوه، کېدائ شي وروستو راتلونکو ډرامه ليکونکو د ايتهنز د دغو وتلو نمونو کومي چي تر موږه را رسېدلي دي د مقابلې يا تر دغو هم ښې ليکلي وي، خو پر دې باندي د څۀ وئيلو هيڅي ګنجائش نشته چي ډرامه چي څنګه په ايتهنز کښي وسنجول شوه او پر هغه باندي هلته څنګه عمل وشو د هغۀ مثال بل ځائ نۀ ليدل کېږي. ايتنهز والو د ژبي، عمل موسيقي، مصوري، رقص او مذهبي ادارو ټولو څخه کار واخست او د مثالي جذبې او مثالي قوت تر ټولو ښې نمونې ئې د خپلو ډرامو په کردارونو کښي مجسم کړې. د ډرامې د فن هره څانګه د ډېرو لوړو فنکارانو په لاس د کمال درجې ته ورسېده او په ټولو څانګو کښي ئې داسي ربط و ضبط پېدا کړ چي ټول د يو متناسب او بشپړ وحدت اجزا٫ جوړ شول. د اوس وخت پر سټېج د شاعر د تصور د تمثالو دپاره لږ څۀ وسائل کارول کېږي. مثلاً دلته ټرېجيډي (Tragedy) شته. خو له هغه سره موسيقي او رقص نشته. که موسيقي و رقص شته هم خو د داسي لوړي پائې نۀ دي چي له هغۀ سره ملګري وکړي. موسيقي شته رقص شته او شخصي خاکه هم شته لاکن له هغۀ سره څۀ مذهبي جذبه يا د لوړي درجې پوهي نشته. رښتيا خبره خو دا ده چي مذهب ئې له دريځ څخه ليري کړی دی. دلته چي دا رسم دی چي اېکټر (فنکار) بې له څۀ مصنوعي څهرې جوړولو پر دريځ باندي راشي په دې کښي هغه څۀ نۀ پېدا کېږي کوم چي يو اېکټر ته د څهرې د خدوخال له لاري د ډرامائي خصوصيت د ښکاره کولو دپاره لازمي وي. ځکه نو دا يو يک رُخه او نامکمل تاثر پېدا کوي. اصلي څهره يواځي په هغه صورت کښي اغېزمنه کېدائ شي څۀ وخت چي د نقالي کولو د درېيمي درجې استاد يواځي په تنهائي کښي د خود کلامۍ څرګندونه کوي، زموږ دا جديده طريقه چي موږ کوميډي او ټرېجيډي سره ګډ کړو په عملي توګه دا د ډېري خرابۍ سوب شوی دی. منم چي د ډرامې په احاطه کښي به ډېره پراخي راغلې وي، لاکن که کوميډي او ټراجيډي سره ګډول وي نو د کنګ لئير رنګه پکار دي يعني افاقي، مثالي او ماورائي. د کنګ لئير دغه خوبي ده چي تر او ډيپس ټرينس او اېګممنن ډېر اوچته ده، هو دومري خبره ضرور ده په دغو دوو يوناني ډرامو کښي په خاصه توګه دوهمه ذکر شوې کښي چي د کورس شاعري(Choral poetry) ئې ډېره زبردسته ده چي هغه تللی توازن ئې بېرته پېدا شي. که دغه موازنه سمه وي نو کنګ لئير ته د نړۍ د ډرامو د فن تر ټولو ښۀ نمونه وئيل پکار دي. باوجود له دې چي په دا تېرو څو کلونو کښي د ناخبرتيا له وجي د يورپ په ډرامه کښي د شيکسپئير پرواز محدود کړل شو، کېلډرون (Caldron) په خپلو ډرامو کښي د ډرامائي وړانديز دپاره د ځينو داسي شرطونو چي شيکسپئير ئې خيال نۀ وساتلی پوره کولو هڅي کړي دي. لکه په ډرامه او مذهب کښي يو رشته پېدا کول او بيا دا دواړه له رقص او موسيقي سره هم اهنګ کول. خو ځيني تر دې هم زيات ضروري لوازمات دي چي هغه ئې په پام کښي نۀ نيسي، ځکه د شخصي جذباتو د څرګندوني پر ځائ هلته ناکاره (بې مصرفه) مذهبي توهمات په روايتي انداز وړاندي کړي ښکاري.

زۀ له خپل اصل موضوع څخه ډېر ليري ولاړم........ ټول نړۍ دا مني چي ډرامه (محاکاتي يا ټولني تقليدي عمل) د انسانانو د اخلاقو د خرابولو يا ښۀ کولو غوره ذريعه ده. په بله معنا شعر په خپله مکمله او عالمګير بڼه تل د انسان د عمل او عاداتو له ښۀ والي او بد والي سره په تعلق کښي وي. پر ډارامه باندي چي د اخلاقو د خرابولو الزام هغه وخت پېل شي چي شعري بڼه چي د ډرامې د متحرک ساتلو دپاره د روح کار کوي هغه ځني ووځي (غائب شي) د دې دعوې د ثابتولو دپاره د اخلاقو له تاريخ څخه مثال را اخستل کېدائ شي، په هر دور کښي د شاعرۍ زوال او په اخلاقو کښي فساد د علت او معلول رنګه له يو بل سره تړلي ښکاري.

په ايتهنز کښي بلکې په هر ځائ کښي چي ډرامه د عروج بام ته رسېدلې ده نو د قوم د اخلاقي او ذهني عظمت له سطحي سره برابره شوې ده. د ايتهنز د شاعرانو الميه ډرامې داسي هنداري دي چي په هغو کښي کتونکي خپل ځان د چاپېرچل په نرۍ پړده کښي د کمال او طاقت په هغو صفاتو کښي څرګند ويني کوم چي د هر هغه شي وصف دی چي دی مينه ورسره لري، لمانځي ئې او په دوئ کښي د هغه رنګه جوړېدو خواهش پېدا شي. داسي دړدېدلي جذبات وړاندي کوي چي د هغه په تصور کولو باندي لا د انسان په زړۀ و ذهن کښي اوچتوالی او پراخوالی راشي او په تخيل کښي ئې زړ سوی نور هم ځائ ومومي. د زړۀ سوي، خشم، بېري، غم او نورو جذبو په وجه د نېکو جذبو ګنجائش ډېر زيات شي او هغه جذبات چي بيا پر يو لوړه سطح وکارول شي نو په نتيجه کښي ئې د سکون څپې راخورې شي او د هر ورځني ژوند په هنګامو ور ګډي شي. نور لا څۀ کوې چي جرمونه لا هم، چي د فطرت د بې پايانه قوت په نتيجه کښي کېږي، د هغو په ناوړتوب، شدت او نور خورېدو کښي کمبوت راشي. هغه يو ارادي عمل پاته نۀ شي. يعني څوک بيا ارادتاً د جرم کولو نيت نۀ کوي. د لوړي پائې ډرامه غېب يا نفرت ته هوا نۀ ورکوي بلکې د ځان پېژندلو او عزت نفس درس ورکوي. د انسان سترګه او ذهن خپل ځان نۀ ويني تر څو هغه ليدونکی شي ورباندي منعکس شوی نۀ وي. تر څو شاعري د يو ډرامې محرکه روح وي نو هغه څو اړخيزه منشور (Prism) وي چي د انسان د فطرت ځلاند شغلې راغونډوي، بيا ئې وېښي او د هغو له ساده شکلو څخه نوي نوي شکلونه تشکيلوي. په هغه کښي د ښکلا او برم رنګ پېدا کوي. او هغه ځلنده شغلې ضرب در ضرب کوي، ډېروي ئې او دا وړتيا ورکوي. چي هغه پر هر شي ونښلي نو هغه نور روښانه کړي. 

لاکن د ټولني د زوال پر وخت ډرامه د دغه زوال خواخوږي او تقليد هم کوي، الميه د لرغونو شاهکارونو يو سطحي نقل پاته شي او له هر ډول صنفونو سره اړيکه وشکوي. زياتره داسي وي چي د الميه بڼه داسي شي چي بس د يو څو داسي نظريو او اصولو د تعليم و تربيت ذريعه وګرځي کوم چي ډرامه ليکونکي په خپله پوهه هغه اخلاقي صداقتونه ګڼي خو په حقيقت کښي هغه د دۀ د ذات يا د دوئ د ډلي د ناوړتياو او کمزوريو داستان وي. د کلاسيکو يا کورنيو ډرامو (Domestic Drama) ابتدا٫ دغسي وشوه د اېډيسن (Addison) ډرامه کيټو (Cato) د کورنيو ډرامو يوه نمونه ده. د کلاسيکي ډرامې مثال ورکول بې معنا دی. ولي چي د داسي مقاصدو دپاره د دې استعمال نۀ شي کېدی. شاعري خو د برېښنا هغه توره ده چي تل بې تېکي (نيام) وي که په تېکه کښي د اچولو هڅه وشي نو تېکه به وسوځي او ايره به شي. د دغه نوعيت ټولي ډرامې له تخيل څخه بې برخي وي هغه داسي جذبات او احساسات څرګندوي چي د تخيل د نېستۍ له کبله د خود سرۍ او شهوت خوښۍ صورتونه وي. زموږ د قام په تاريخ کښي د ډرامې دپاره تر ټولو بد دور د چارلس دوهم ؤ. څۀ وخت چي د شاعرۍ ټولو اصنافو د ازادۍ او نېکۍ پر ځائ د شاهانه قوت قصيدې وئيلې. په دغه توره شپه کښي يواځي د ملټن (Milton) شاعري وه چي ځلېده په داسي وختو کښي تل پر ډرامائي څرګندونو باندي د يو څو قواعدو بنديز وي او د شاعرۍ توکي له هغه څخه ووځي د طربيه (Comedy) مثالي افاقيت هم له منځه ولاړ شي. ځيرکي او ادراک (Wit) د ظرافت (Humour) ځائ ونيسي. موږ خاندو د دې دپاره نۀ چي په موږ کښي واقعي د خوشحالۍ احساس په څپو وي بلکې خاندو د مسخرو او ملنډو دپاره خاندو چېري بس يو مسکا وکړو. فحاشي، چي د ژوند د ښکلا او ښائست پر تله يو ناحق او کفري ادب دی نور هم رنګين نقاب واچوي او ځان وشرموي، هغه يو داسي ادم خور دی چي د ټولني بدۍ ورته خوراکونه پېدا کوي.

ډرامه د کلام يو داسي قسم دی چي د نورو اصنافو د کلام پر تله د شعر اساليب زيات پکښي راغونډېدی شي ځکه دا ختماعي خېر او شاعرۍ تر منځ د اړېکو ښه مشاهده په ډرامه کښي کېدائ شي، له دې سره د اختلاف هيڅ ګنجائش نشته. د انساني ټولني د پرمختګ معراج او د ډرامې د پرمختګ بشپړتيا تل په يوه زمانه کښي شوې ده، که په يو قوم کښي ډرامې پرمختګ کړی دی بيا بېرته د نتزلۍ ښکار شوی وي، نو مطلب به ئې دا وي چي دا قوم د بديو، بد رنګيو او اخلاقي پستيو ښکار شوی دی. بلکې دا د دې علامه دی چي د دا قوم روح مړ شوی دی. لکه څنګه چي ميکاولې (Machiavalli) د سياسي ادارو په هکله وائي چي د اجتماعي ژوند احيا (بېرته ژوندي کېدل) ممکنه ده په دې شرط که داسي خلګ پېدا شي چي ډرامه بېرته له نوي سره د هغو اصولو پابنده کړه. دغه خبره د شاعرۍ په هکله هم کېدائ شي. ژبه، ادارې او هئيوتونه نۀ يواځي  د دې شي محتاجه دي چي دا پېدا کړل شي بلکې دا هم چي هغه جاري (قائم) وساتل شي. شاعر نۀ يواځي دا چي ازلي بلکې تل پاته کېدونکی مخلوق دی.  

 

FaLang translation system by Faboba