ژباړه: سيد محمد حسن آغا
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
اوچهـ شريف چي په تاريخي توګه يو مذهبي او سياسي مرکز پاته شوی دی، د لسمي پېړۍ په اخر کښي کله چي محمودغزنوي د هندوستان پر نيمي وچي باندي قبضه وکړه په دې وخت کښي د يو اهم ديني مسلک عالمان او صوفيا٫ کرام په اوچهـ شريف کښي استوګن شول. د پېړيو څخه خلګو د علم حاصلولو په خاطر د اوچهـ شريف څخه استفاده کوله او لوئ لوئ عالمان به دغه ښار ته راتلو او خپل د علم تنده به ئې ماتوله. اوچهـ شريف د سندهـ درياب (اباسين) پر غاړه اباد ؤ خو په ۱۹مي پېړۍ کښي سندهـ درياب خپله لاره بدله کړه. د دوولسمي پېړۍ څخه واخله تر اوولسمي پېړۍ پوري اوچهـ شريف ډېر د وياړ وختونه تېر کړل. بله دا چي د هندوستان پر غرني سرحد باندي پروت ؤ هر فاتح چي به راغلی د اوچهـ ښار به د بربادۍ سره مخامخ شو.
د آګره باچا په باچاهي کښي چي شپاړسمه پېړۍ دوره ده دا ښار په مغل امپراطوري کښي شکيل شو او د مغلي انتظاميه څانګه وګرځېدی. نن اوچهـ شريف په درو برخو وېښل شوی دی.
يو اوچهـ مغلان بل اوچهـ بخاري (سيدان) دريم اوچهـ ګيلاني (سيدان) اخري دوې برخي په ښار کښي د صوفي مسلک نمائندګي کوي. اوچهـ بخاري د هغه صوفي ادارې نوم دی کوم چي سيد جلال الدين بخاري (چي د سرخ پوش بخاري په نوم هم شهرت لري) په ديارلسمه پېړۍ کښي قائمه کړې وه. د سيد صاحب خانداني مسلک هم دغه صوفيانه مسلک ؤ. اوچهـ ګيلاني بيا د هغو خلګو کورونه په ګوته کوي څوک چي د ګيلاني له څانګي څخه تعلق لري. چي مشري ئې د پيران پير سيد عبدالقادر ګيلاني له خوا کېږي. د اوچهـ شريف مرکزيت ډېر خلګ د اوچهـ شريف ليدو ته هڅوي. ډېر ظاهرين دې ښار ته د عقيدت په توګه سفر کوي او خپله روحاني تنده ماتوي.
د ژوندۍ بي بي مزار
د ژوندۍ بي بي مقبره چي په شنو ټائلزو اراسته شوې ده، د اوچهـ په صحرا کښي ده. تېرو زرو کالو د سختو ګرمو موسمونو د زغملو باوجود څرکېږي. د يو خوا څخه دا اتۀ سوه کلني آرامګاه معلومېږي خو د بلي خوا چي سړی دننه ورشي او وويني نو دا ورته معلومه شي چي دا وخت توپانونو او بارانانو دا پر منځ دوه ځايه کړې ده. دا قديم اثار په يو وخت کښي د اوچهـ ښار چي د بزرګانو او د صوفيا٫ کرام د ښار په نامه ئې شهرت پېدا کړی ؤ د جنوبي پنجاب د سر شمله ګڼل کېدله.
اوچهـ شريف تل شهرت لرونکی ښار ؤ ځکه چي دا د سندهـ درياب پر غاړه چي چناب او ستلج دريابونه ئې مرستندوی دريابونه وو او د تجارت پر لويه لار پروت ؤ. ډېر تاريخ پوهان وائي چي دې ښار د هړپه د تهذيبي دورې پر وخت هم وجود درلود.
تر نن ورځي پوري په دې تاريخي ښار کښي د لاس جوړونکي شيانو صنعت موجود دی، نو ځکه ئې هغه زوړ ټولنيز تړون پر ځائ پاته دی. ولي اوچهـ شريف اوس د غريبي بې سوادي او لويه کچه د نشې داروګانو او پيري فقيري تر اغېز لاندي دي.
د لرغوني اثارو او د زېرمو مرکز (CRC) ډېره ښه اراده لري. د دې بنيادي ممبران دا محسوسوي چي د پاکستان د لرغوني تاريخي اثارو او کلتور د زېرمو ستونزي په داسي توګه حل کړل شي چي هغه د امن صحت او تعليم او د ټولني د ودي په لار کښي پر مختګ ته لاره اواره شي. هغه دا هم په نظر کښي لري چي مراعات يافته ټولنه پخپله د دې جوګه کړي چي د کلتور د نشاۃ ثانيه سبب وګرځي او د منطقې خلګ دا زده کړي چي پخپله د لرغوني اثارو د اباد کاري ذمه واري په غاړه واخلي.
اوچهـ شريف يو بې ساري ښار دی خو د دې ښار لرغوني مقبرو او تاريخي اثارو ته د پېړيو څخه هيچا د جديد علومو په رڼا کښي پاملرنه نۀ ده کړې.
د اوچهـ شريف د بخاري سيدانو محله (استوګن ځايونه) د لرغوني ښار ډېر اهمه څانګه ده چي قريباً زر کاله معياد لري. لرغوني اثار هم په دې ځائ کښي موقعيت لري. د لرغوني اثارو د زېرمي مرکز (CRC) زيار باسي چي دغه اثار سر دوباره خوندي کړي. دغه اثار پر يوه غونډۍ باندي موجود دي چي د اوچهـ ښار تر ټولو لوړځائ دی.
دلته په سوونو بې نشانه قبرونه دي چي ورسره ګومبتي او نور لرغوني اثار موجود دي. لاندي پر اواره مځکه د پام درختي ولاړي دي. په څنګ کښي درياب دی چي اوس وچ دی. پر غونډۍ باندي د حضرت بي بي ژوندۍ د حضرت بهاؤ الحليم او استاد نوريا مقبرې (کومبتي) موجودي دي. دا ګومبتي يو وخت د يو مکمل کمپليکس په رنګه چي د څرکېدونکي ټائلزو کار پکښي په لويه کچه شوی ؤ د غونډۍ پر سر باندي څرکېدی، لاکن نن هغه د بربادۍ سره مخامخ دي. خو د دې اثارو څخه د هغه وخت جلال و جمال دواړه نن هم څرګندېږي.
د دغه شخصياتو په باره کوم چي په دې ګومبتو کښي مدفون دي ډېر معلومات نۀ دي تر لاسه شوي. د حضرت بي بي ژوندۍ استاد نوريا او حضرت بهاؤ الحليم مزارونه ډېر پخواني دي. استاد نوريا د حضرت بي بي ژوندۍ د مقبرې معمار ګڼل کېږي. او حضرت بهاؤ الحليم د سيد جلال الدين بخاري بلاواسطه اولاد ګڼل کېږي. څوک چي د کال ۱۲۴۴ کښي په اوچهـ شريف کښي اباد شوی ؤ.
د تاريخ دانانو په نظر کښي د حضرت بي بي ژوندۍ اثار يوه معمه ده. دا خبره ثابته ده چي د حضرت بي بي ژوندۍ مقبره تر ټولو لرغونې ودانۍ ده. د مقبرې جوړښت د جنوبي پنجاب او د شمالي سندهـ اثارو ته ورته دی، چېري چي کږې خښتي د ښائست دپاره کارېږي.
سيد جلال الدين بخاري د هغه مذهبي کړنلاري مشري کوله کومه چي وروسته حضرت بهاؤالدين ذکريا خپله کړه. حضرت بهاؤالدين ذکريا د هند د نيمي وچي يو مشهوره د صوفي مسلک پيروان ؤ چي مزار ئې په ملتان کښي دی.
سيد سُرخ بخاري په اوچهـ شريف کښي د صوفي مسلک بنياد کېښود او وروسته هغه مريدانو د دۀ څخه زدکړه وکړه او بيا ئې دغه کړنلاره په ټوله منطقه کښي خوره کړه. دی مبارک د مرګ څخه پس د اوچهـ شريف څخه لږ لېري خاورو ته وسپارل شو او څه وخت پس د مزار ودانۍ بارانو ا وطوفانو زيان مند کړه، نو ځکه د دۀ زيارت په کال ۱۵۷۱ کښي له سره د اوچهـ شريف په بخاري محله کښي د بهاولپور د نواب باول خان دويم له خوا جوړ شو. دغه زيارت د هديرې څخه پر لږ فاصله باندي موقعيت لري.
د لروغونو اثارو د زېرمو مرکز په لومړي سر کښي په دې کښي دلچسپي لرله چي د حضرت بي بي ژوندۍ وګومبتي ته چي کوم خطر پېښ دی هغه پاملرنه وشي. دا يو بې ساری مانومنت (Manument) دی چي ورو ورو د نړېدو په حال کښي دی. بائلونه کمزوره کېږي او رالوېږي. دېوالونه نړېږي، لاندي مځکه د زېم او بارانو په وجه دړي وړي کېږي چي بنيادو ته ئې ډېر زيات نقصان رسېدلی دی.
ده خوندي ساتلو او اباد کاري مرکز (Conservation & reabelitaion Center) په تحقيق کښي دا خبره راڅرګنده شوه چي د بارانو اوبو د مقبرو بنيادونو ته ورننوتلي او د مقبرو بنيادونه ئې خوړلي او زيان من کړي ئې دي. دغه لرغوني ځايونه نن سبا د نشئي موادو د استعمالېدو او له هغه کوچنيانو د لاسه هم زيان من کېږي څوک چي دغه اثار د بازيو په ټوکه استعمالوي. د خوندي ساتلو او اباد کاري مرکز اوس دا فېصله کړې ده چي د دې لرغوني اثارو دستاويزات تيار کړي او د مانومنټو د محکم ساتلو په چار چاپېره دېوالونه راوګرځوي.
د يونسيکو (Unesco) د Citation مطابق د اوچهـ شريف د دې لرغونو مقبرو او ګومبتو کمپليکس به سر دوباره ودان کړي او د هغو د مستحکم ساتلو په خاطر په دغه پنځلس سوه کلن کلتوري او تاريخي اثار به بېرته د اوسني دور د خلګو ته په ډېر وياړ ور ښکاره کړي دا به يو لويه تاريخي کار نامه وي چي دا تاريخي اثار خپل تاريخي وياړ تر لاسه کړي.
په کال ۱۹۹۹ کښي د خوندي ساتلو او اباد کاري مرکز (CRC) ته د يو اين ډي پي له خوا د لوکل انيشيټيو فيسلټي په نوم د ماحولياتي پروګرام له پاره فنډ برابريدی چي هغه د ټولني د ودي د اوچهـ شريف د سيدانو بخاري سيدانو محلې د پخواني استوګن ځايونو د ابادولو د پاره ورکړل شو. چېري چي مانومنټ ولاړ دی.
د خوندي ساتلو او اباد کاري مرکز (CRC) دامني چي مانومنټ Manument او په څنګ کښي ده اوچهـ ښار په خپله کښي ټينګي اړيکي لري. د قديمي او لرغوني اثارو تصور دا څرګنده وي چي Manument او نوري زړې ودانۍ په کُلي توګه پاملرنه غواړي چي د ژوند روايتي او جديد اړخونه د ملک او د نړۍ خلګو ته څرګندي شي.
د اوچهـ ښار مکمله نقشه کاري د ژوند بخښونکی (Life Grant) سر خط لاندي په مکمله توګه تر سره شوې ده.
حکومت غواړي چي فنډ يواځي د مغلو آثار باندي څرخ کړي که څۀ هم ډېر لرغوني اثار چي د اوومي او اتمي پېړۍ سره تعلق لري د تباهي په حال کښي دي. دغه مهم آثار په مکمله توګه نظر انداز شوي دي.
د خوندي ساتلو او اباد کاري مرکز (CRC) دامحسوسه کړه چي په لومړي سر کښي ټوله مانومنټ سره يوځائ کړي او خوندي ئې کړي. بنيادونه ئې مضبوط کړي او د ټائلزو څه په زړۀ پوري کار پکښي اوشي. مکمله اباد کاري به دويم پړاؤ ته پرېږدي. د دې کار په کولو سره به دومره وشي چي د راتلونکي موسمي اثراتو څخه به اثار خوندي کړل شي.
که څۀ هم دا ډېر د قرار او تکليف ده کار دي خو د سي ار سي دا کار به په دې لار کښي لومړی ډېرمهم پروجيکټ ثابت شي او د پاکسان د نورو لرغونو ښارونو د بيا اباد کاري دپاره د مثال وړ وګرځي.
د (Unesco) يونيسکو د غوښتني مطلق هغه ټول سامان حالات او ټيکنيکي وسائل د دې مهم کار د پرمختګ په خاطر راورسېدل. د سائنسي زېرمو په دې منطقه کښي ډېر د خوښ بختي خبره ده، لکه څرنګه چي د لرغونو زېرمو دا کار د اوچهـ شريف د اوسېدونکو د خپل مدد په خپله پر بنياد کېږي نو لازمي خبره ده چي ټولنه ته به هرو مرو د دې مهم پروجيکټ څخه ګټي ورسېږي.