ژباړه: عمرګل عسکر
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
سوچ کوم!
که زۀ انسان نۀ وائ نو څۀ به وائ؟
نېست به وائ، له ژونده به محروم وائ.
( چي ډېر ښائسته او زړۀ راکښونکی نعمت دی).
انسان نۀ وائ، او حېوان وائ،( نو د پاک ژوند، د فکر و عمل د آزادۍ نه محروم چارپائ به وائ--- د انسان محکوم،غلام،او محتاج به وائ)
کارغه وائ، نو مردار خور به وائ.
ځناور وائ، نو خونخوار او ظالم به وائ.
چينجۍ وائ،نو په تيارو او ګند کښي به پروت وائ.
که انسان نۀ وائ، نواشرف المخلوقات او احسن تقويم به نۀ وائ.
د مځکي خليفه، نۀ مکرم، نۀ محترم د خرڅولو مال به وائ.
د حسن احساس به وائ نۀ شعور او نۀ به جمالياتي شتمنۍ تر لاسه کېدلې.
د خېر او شر، دطيب او خبيث، د ښۀ اوبد توپير به مي نۀ شو کولائ.
ژوند به څۀ معنې ماته نۀ لرلې،مرګ به هغه ختمولې اوکمولې.
نۀ به مي د جنت هيله وائ،نۀ د دوزخ وېره.
زۀ به د عقل، فکر او د علم وحکمت د نوراني قوت نه محرومه وائ.
دا قوت که نۀ وائ نوما به د کائنات تسخير نۀ شو کولائ.
د زمانې د راکب په ځائ به د هغه مرکب وائ.
زۀ به ګونګی، کوڼ او ړوند وائ.
دا ژوند به هم څۀ ژوند، او مرګ به هم څۀ مرګ وائ.
چا ته چي د ژوند، کائنات او د الله تعالی شعور نۀ وائ.
هغه ژوندی وي نۀ مړ---
سوچ کوم !
زۀ انسان يم، ځکه د حسي، قلبي او نفسي قوتونو امين يم.
ما ته زما رب د ارادې ازادۍ او د اختيار امانت را بخښلی دی.
دغه کائنات، او په دې کښي ټول نعمتونه ئې زما دپاره ايښي دي.
باد، اوبه، ګرمي، يخني، لمر، سپوږمۍ، ستوري،وني، سبزه، ګل، بحر، درياب، مارغه، ماهي، غنم، سبزي، مېوه،غوښه دا ټول زما دپاره پېدا دي.
که زۀ انسان نۀ وائ، نوله دغوبه محرومه وائ
حسن کوره او کور ذوقه به وائ
خود اګاه او نۀ خدا اګاه به وائ
نۀ ځان ا و نۀ به مي خدائ پېژندلی
د څيزونو د جوړښت او صفت نه به نااشنا وائ
زۀ به څۀ هم نۀ وائ—
سوچ کوم!
زۀ انسان خويم، لاکن زما کردار داسي دی، لکه د انسان چي پکار دی؟
زۀ د فکر او عمل د ازادۍ استعمال داسي کوم ، څنګه چي پکار دی؟
ايا، زۀ خوداګاه او خدا شناس يم؟
ايا، زۀ قلب سليم لرم؟
ايا، زۀ صديق،شهيد او صالح يم، د حسن او سرور څښتن يم؟
ايا،زۀ د ذوق او نظر خاوند،موحد او مجاهد يم؟
ايا،زۀ يواځي د خدائ حمدوثنا او بندګي کوم يا د غېر الله په وړاندي هم سرټيټی يم؟
ايا، زۀ اورېدل، کتل اوسوچ کولائ شم؟
ايا، زۀ په دې خبر يم چي زما دژوند اصلي حقيقت او مقصد څۀ دی؟
ايا، زما په زړۀ کښي د خپل خدائ سره د عشق شمع بله ده؟
ايا،ما ته د پاک ژوند، د دنيا او د آخرت ښائست، او د دوست د نزدېکت او رضا طلب او هيله شته ؟
چرته داسي خو نۀ ده،چي زۀ فقط د دنيا دپاره ژوندی او مړ يم؟ او خپل خدائ مي هېر کړی وي.
زۀ چرته ګمراه،ګناهګاره، ظالم،جاهل او مشرک خو نۀ يم؟
ايا، ما ته د دې خبري يقين شته،چي شيطان زما دشمن دی؟
چرته داسي خو نۀ ده،چي هغه ما خپل دوست جوړکړی وي، او د هغه په وېنا عمل کوم؟
ايا، زۀ د شيطان د وسوسواو جمالياتي دهوکو خبرداری لرم،او د دې مردود نه د الله پناه غواړم؟
سوچ کوم!
زۀ څه غمجن او وېرېدلی خو نۀ يم؟ ځناورصفته خو نۀ يم؟
ټولنيز سرطان او سمندر صفته دهشت خو نۀ خوړوم؟ الغاؤ تلغاؤ خو نۀ جوړوم؟ فساد جوړونکی، فتنه پېدا کونکی خو نۀ يم؟
ظالم او سخت زړی خو نۀ يم؟
دروغجن، منافق، چاپلوس،متکبره او مغروره خو نۀ يم؟
ايا زۀ د قرآن لوستونکی، او د هغه د احکاماتو مطابق ژوند کوم؟
ايا، ما د الله رسۍ ټينګه نيولې ده؟ ايا، زۀ لمونځ کوم، زکات ورکوم؟
ايا، د ټولنيز کفالت دپاره په ټولني او حکومت څۀ اخلاقی زور اچوم؟
ايا، زۀ په ټولنه کښي د سرطاني ادارو د ختمولو، او د اسلام د څلورو بنيادي ادارو د جوړولو دپاره هڅي کوم؟
ايا، زۀ د معافي په بنياد، د انفاق دپاره د خدائ په حکم عمل کوم؟
ايا، زۀ خپله محاسبه کوم؟ د خپل ضمير آواز اورم؟
که د دغو سوالونو ځواب په هو کښي دی، نو زۀ انسان يم-
ګني له ځناورو نه هم بد تر يم،اود جهنم ابدي عذاب زما مقدر دی-
حقيقت دا دی، چي څوک د الله تعالی مخلصه بنده نۀ وي، هغه انسان نۀ وي، او څوک چي د هغۀ نۀ وي، هغه د هيچا هم نۀ وي-
( د ډاکټر نصير احمد ناصر د کتاب۰۰۰۰۰د يوې پاڼي نه وژباړلی شو).