سليم بنګښ
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
زما په کلي کښي د هول سيل کاروبار ؤ ، ډېره ښه سودا به کېده. ورور مي بهر ملک کښي کار کولو او ما به دلته د کور خرڅ ګټلو . خوار غريب خدمت به مي کولو. حجره جمات به مي ساتلو.
کلي کښي مي جائيداد جوړ کړو - ځان ته مي نوی موټر واخستو ،پوخ کور مي لکه د ښار جوړ کړو - کېدائ شي چي په موږ دا ورځ د چا نۀ وه پيرزو-چي کله زما پلار په حق ورسېدو نو هر طرف نه د خلګو دعوې جرګې شروع شوې - چا به په ځمکه دعوه کوله چا په پوله. جرګې خو سړی کاروبار ته نۀ پرېږدي -کاروبار مي دې جرګو د لاسه بېخي بند شوی ؤ ۔ نن يوه جرګه سبا بله وعده ۔ زۀ بهر نۀ شومه تللی کاروبار خوتګ راتګ غواړي او زۀ وم چي جرګې ته ناست وم .
زۀ منم چي جرګه د پښتنو د کلچر حصه ده او د پښتنو ښائست دی خو داسي خو هم نۀ وي چي سړی ښې توخي نه اوباسي. په دې لږ وخت کښي مي ډېري جرګې وکړې، فيصلې ئې هم وشوې. تاوانونه مي وکړو خو ځان مي جرګو نه خلاص کړو، خو داسي جرګه لکه چي زۀ ئې دا ځل کوم داسي جرګه ما نۀ ده لېدلي. ما خو اول دې سړي سره د جرګې کول نۀ غوښتو خو د مشرانو په خُلې چي بيا سړی ملامت شي ما جرګې ته غاړه ايښې ده. مياشت وشوه چي خبري نۀ کېږي، جرګه ماران نۀ کښېني چي خبره خلاصه شي ګنې زۀ پوهېږم چي ليبجو ګرم دی هيڅ بې هيڅه ئې په ما دعوه کړې ده. نورو کسانو سره ئې هم دعوې جرګې شته تحصيل کچېرۍ کښي ئې هم دعوې معاملې روانې دي. اوس ئې په ما هيڅ بې هيڅه دعوه کړې ده . منصفان هم پرې پوئ دي. د کلي ټولو مشرانو ته پته ده خو هيڅوک د ليبجو په خلاف ګواهي نۀ شي ورکولائ ۔ زورور دی ظالم دی هيڅوک ئې مخه نۀ ګوري- د کلي مشران خو د دې خلاف جرګې ته هم نۀ کښېني. بهر نه مي تکړه خُله ور منلي شوي منصفان دي، جرګې ته نيولي دي. خو منصفان دي چي کښېني د منصفي رقم واخلي په خپل منځ کښي ئې وېش کړي او جرګه بلي ورځي ته واړاوي. بس روپۍ دي چي اخلي ئې او وېشوي ئې.
ما جرګې ته د خپلو جرګه مارانو په خوښه ډېر تکړه وکيل نېولی دی هغه د پښتنو په نرخ او رواج ښۀ پوهېږي. هغه ماته سپين وئيلي دي چي دغه خبره به درته ګټم. خو چي کله جرګه کښېنسته او د ليبجو وکيل دعوه وکړه، نو زما وکيل نه ئې يو دوه خطا کړل. ماته ئې اووې چي دې ښامار خان وکيل ته لګي روپۍ ورکول غواړي چي لږه دعوه سمه کړي،ګنې د دې دعوې جواب خو د سرکار وکيلان هم نۀ شي کولائ. جرګه بلي ورځي ته ووايسته. ما هم ورته د روپو المارۍ خلاصه کړې وه. ورور به مي رالېږلې او ما به په وکيلانو او منصفانو خوړلې. ښه ډوډۍ به مي ورکوله. د تګ راتګ دپاره مي ورته ښۀ ګاډی ودرولې وه. ولي چي سيالي وه پښتو وه. ما وکيل ته اووې چي د ليبجو وکيل ته به روپۍ څنګه ورکوو ؟ او د چا په لاس به دغه روپۍ ورکوو.
خو جرګه ماران په دې چل پوهېږي ماته خپل وکيل اووې چي سبا به ګاډۍ راولې سړي به هم راواخلې روپـۍ به ما ته راکړې. دواړه به ګڅي خان ته ورشو،ګڅي خان پېژنې؟ تکړه سړی دی،ډېري دښمنۍ ئې دي، هر کار ډېر په اسانه کوی شي، هغه به څه چل جوړ کړي، لږي روپۍ خو به هغه هم واخلي خو د ليبجو وکيل سره به هم خبره وکړي خُله به ئې بنده کړي ۔ دا کار ګڅي خان نه بغېر بل څوک نۀ شي کولائ - دا خبره ځان سره ساته چي څوک خبر نۀ شي- ما سره لږي روپۍ وې زر مي راواخستې او سحر مي ګاډۍ په کرائې ونيوه او د ګڅي خان په حجرې ورننوتو. ګڅي خان د خپلو بړيڅو په منځ کښي ناست ؤ لوئ لوئ برېت ئې لرلو، خوا او شا ورته ټوپک ماران ولاړ وو. ما او زما وکيل سره ئې جوړ تازه وکړو کښېناستو چائ ئې راباندي وڅکلې. بيا زما وکيل سره بلي کمرې ته لاړو. ما خو خپل وکيل ته د ښامار د وکيل دپاره روپۍ مخکښي نه ورکړي وې، زۀ پرې خبر نۀ شوم چي وکيل مي ګڅي خان ته څومره روپۍ ورکړې او څۀ خبري ئې ورسره وکړې - ګڅي خان نه ئې اجازت واخستو. ګڅي خان ماته هم لاس راکړو او داسي موږ بيا ګاډۍ ته وختو او واپس راروان شو. ما په لار خپل وکيل نه تپوس وکړو چي څۀ وشو؟ هغۀ اووې چي بس کار به وشي لږي روپۍ به نوري هم ورکوو، دا سوړ مزل دی تادي به نۀ کوې.
زما وکيل په نورو جرګو کښي هم بوخت ؤ ځيني جرګو کښي به ئې وکالت کولو او په ځيني جرګو کښي به منصف هم ؤ. زما به ورسره هره ورځ په ټيلي فون خبري کېدې، کله کله به ئې په ټيلي فون ماته هم هدايات راکولو. کله کله به د ليبجو بل ځائ کښي جرګه وه يا به ئې کچېرۍ کښي پېشي وه.
زما کاروبار بند پروت ؤ او زۀ جرګې ته پروت وم . کله به وکيل نۀ ؤ اوزګار، او کله به منصف په بله جرګه کښي بوخت ؤ، کله به د ليبجو په بل ځائ کښي جرګه وه، تنګ شوم ، يوه ورځ مي ليبجو ته لار ونيوه ،او ځان مي ورنه خلاص کړو- ځان څۀ، چي ټول کلی مي ورنه خلاص کړو. خو نو اوس به دښمنۍ نه څنګه خلاصېږم . دکان نه خلاص شوم کور نه مي لاس اوينځلو. مشران دي، ننواتي دي، ملامتيا ده او زۀ يم.
خو د پير فقير دعا وه ساز مي ورکړو. دښمني خو خلاصه شوه خو زۀ هم د هر څۀ نه خلاص شوم. اراده مي وکړه چي کلي نه پښې اوباسم. هم داسي مي وکړو، زۀ اوس ښار کښي ښۀ خوشحال يم زۀ يم او زما کور دی. ايله د ژوند په خوږو پوه شوم. په لوئ بازار کښي مي کاروبار دی . نۀ زۀ څوک پېژنم او نۀ ما څوک پېژني. د هر سړي کار سره کار دی. دلته هم ښۀ ښکلي پښتانۀ اوسي ايله جرګو نه خلاص شوم . نۀ څوک جرګه پېژني او نۀ ټوپک نۀ جرګه ماران شته او نۀ د جرګو وکيلان ، دلته خو خلګو مزې وکړې.
يوه ورځ زۀ په بازار کښي روان وم چي يو سړی په زوره زوره په موبائل فون لګيا دی خبري کوي، وئيل ئې چي غنم خانه نن د ساډو ملک په ځائ جرګه ده درته ياده خو ده، سړو سره سره ښۀ ډک راشه چي و نۀ شرمېږو پښتو ده. چي ما ښۀ په ځير وليدو نو ماته داسي ښکاره شو لکه چي زما وکيل ماسره په ټيلي فون خبري کوي .