فېصل فاران
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
ايوب صابر د ګمنام سپاهي په سر ليک يو شاهکار ازاد نظم ليکي، خو نوم وروکي سپاهيان صرف په فوج او لښکرونو کښي نۀ وي۔ د خدا ئ دا مخلوق د ژوند په هر ډګر شتون لري، چي د خپل زړۀ په زور او همت لګيا وي۔ د ادارو تعمير او جوړښت کښي ځانونه خاوري کوي۔ انور خان لالا ته چي زۀ ګورم نو دا هم دغسي نوم وروکی سپاهي راته ښکاري چي خپل ژوند ئې د پښتو اکېډمۍ نه جار کړو۔
سمه خبره خو دا ده چي زۀ شايد د ډېرو کسانو نه لالا کم پېژنم او خاکه په هغه چا ليکلی کېږي چي ښۀ لاندي باندي پېژندلی شوی وي، خو د کرن خان او انور علي خان اورکزي دواړو ملګرو حکم دی چي په لالا باندي خاکه هم تۀ ليکې۔ ځکه دغه د لګي پېژندني نه به زۀ د هغه د شخصيت بنيادي کړۀ وړۀ راوباسلو هڅه کوم۔ لکه څنګه چي يو کارټونسټ په خپل کارټون کښي د پوره شخصيت مشابهت په دوه درې کرښو کښي رامنځ ته کړي، نو که زما دا خاکه هم سکېچ نه شوه نو کيري کيچر خو به شي۔ يا د پښتو په محاوره که ږغ نه شو نو ژغونډ خو به شي۔ هسي هم انور خان لالا نامي ګرامي شخصيت خو نۀ دی۔ نۀ پروفېسر ډائرېکټر دی چي د هغه سره د خپل شخصيت د حساسيت مسئله وي او زما دغه سکېچ باندي به بد وګڼي.
خو! انور خان لالا پښتنو کښي دوهم مشهور لالا دی چي يوه دنيا ئې پېژني۔ ړومبی لالا ، افضل خان لالا ؤ چي په وراثت کښي ورته خاني پاتي شوې وه۔ انورخان لالا خان نۀ دی خو وراثت کښي به د کتابونو سلطنت پرېږدي۔ افضل خان لالا ټول عمر د لر او بر پښتون د وحدت خبره کوله او انور خان لالا ټول عمر د کتابونو د لانديز بانديز او د کثرت خبره کوي۔ مجال دی که ړومبی لالا د پښتو وحدت د موقف نه چا په شا کړی ؤ او کمال دی که دوهم لالا د کتابونو په قيمت په اُف تُف باندي څوک په شا کړي۔ ړومبی لالا په درش خېله کښي ناست طالبانو سره جنګېدو او دوهم لالا په دکا ن کښي ناست د طالب علمانو سره جنګېږي۔
صاحبانو! پښتو زموږ د کور ژبه ده ۔ پښتانۀ وائي خوئ د بنيادم سېوری وي او د لالا سيوری د هغه شګفته او باغ و بهار خاوره ده۔ هغه ډېر خوندور ګپ لګوي۔ عامو حالاتو کښي مالګين او خاصو حالاتو کښي رنګين خو خدائ مۀ که، بيا مۀ که، د دغه مالګين او رنګين ګپ نه څه سنګين مطلب مه راوباسئ ۔ د مالګين مطلب دا دی چي کله دکان کښي نازک صنف وي نو د دوئ ګل افشاني د پښتو محاورې له مخه په پخه پټړۍ سفر کوي، خو چي کله صرف کرخت صنف وي، نو ډېر خو نۀ البته دا سي لږ لږ کچې ته د ښوېدو هڅه کوي۔ دغه هڅه دومره معصومانه وي چي بنيادم د خندا نه شين کړي۔ دغسي يوه هڅه ئې د يادونو کتاب کښي هم ليکلې۔ وائي چي کله مي د نواز طائر روهي متلونه کتاب ټائپ کولو نو مخي له مي يو متل راغی۔
اخوند ګرمولم خو زۀ نۀ ګرمېدم۔
چي کله مي دا متل وکتو نو ما وې دا څنګه متل دی۔ ( دلته تاسو خبر دار اوسئ او د څنګه دا لفظ انډر لائن کړئ۔ د انور خان لالا د رنګينۍ معصومه فلسفه پرته ده). خير خو وائي چي لاړم او انورالحق جېلاني نه مي پوښتنه وکړه چي د دې څۀ مطلب دی. هغه راته وې چي نالائقه مريده داسي به دي ګرم کړم چي ياد به ساتې۔ دا ګرمه ول نه ګرمول دي۔
هسي سمه خبره خو دا ده چي د لالا غوندي ماته هم دې متل کښي د ژمي قصه ښکاري او موسم چونکې ګرم دی ځکه د ژمي دې خبري ته به دوام ورکړو۔ لالا وائي چي کله ما پلار سره مزدوري کوله نو ژمي کښي مي ګوتي داسي زخمي شوي وې، چي خښته به مي نۀ شوه راخستی ۔ مور راته د کپړې کڅوړي جوړي کړي وې، چي ګوتو ته ئې واچوم۔ يوه ورځ د ګوتو نه دومره تنګ شوم چي خدائ ته مي زارۍ وکړه چي خدايه! ما د دې کړاو نه خلاص کړې ۔ خدائ د دۀ دعا قبوله کړه هم په هغه ورځ ورپسې د پښتو اکېډمۍ نه د ملازمت چيټۍ راغله۔ ګويا نن لالا سره زموږه ناسته او وياړنه د دې زړۀ نه د وتې دعا برکت دی۔ لالا نۀ يواځي دا چي پنځه پنځوس کاله د پښتو ژبي خدمت وکړو بلکې اوس هم لګيا دی لکه د ځوانانو څټک کارونه کوي۔ په دې عمر کښي دا سي زړۀ ستړی کا ر کول هله کېږي چي بنيادم د کار، د کار نه زيات خپل مشن وګڼي او دخپل شوق ټول حدونه پرې تمام کړي۔ د لالا کار د هغه مشن هم دی او مشغله هم ده چي هغه بوډاوالي ته نۀ پرېږدي۔ خو دې بوډاتوب کښي يو کمال د هغه رنګينو انچلونو هم دی چي روزانه ئې عکسونه د لالا د دکان په شيشو پرېځوي۔ چي داسي مشک باره امبر اميزه، عطر انګيزه، دل افروزه ماحول وي ، نو د کوم کافر زړۀ به وغواړي چي هغه دي بوډا شي ۔ بلکې د بشر نويد صېب خبره چي ډېر کافران خو د سپينو حورو په هوس کښي په سپينه ګيره مسلمان شي۔ زۀ لالا سره خاندم چي ستا نۀ بوډا کېدو کښي يوه برخه د دې ښکلو ښکلو ښاپېرو هم ده چي سحر ماښام ستا د دکان مخکښي روستو کېږي۔ لالا هغه د کاظم خان شېدا خبره چي هر وخت ئې تندی لکه د نمر شګفته وي۔ هغه ته غصه صرف په دې ورځي چي د دکان نه ئې څوک کتاب چپه کړي۔ زموږ ډاکټر عبدالوحيد صېب يوه خبره کوي چي يوه پېره ډېر په غصه زما دفتر ته راغی چي څه شو ستا هغه پروفېسر؟ بيا ئې زما د دکا ن نه کتاب پټ کړو۔ ما ورته وې چي تا ته څنګه پته ولګېده چي ستا کتاب به هغه پروفېسر پټ کړی وي۔ ما ته ئې وې چي دی هغه ورځ هم راغلی ؤ او دغه کتاب ئې راخستی ؤ۔ د قيمت تپوس ئې وکړو ۔ نن هم راغلی ؤ۔ کتا ب ئې واړوو او راواړوو، چي درنګ پس ما وکتو نو کتاب غائب ؤ۔ که وګورو نو د لالا دا خبره ډېره بې وزنه هم نۀ ده۔ ځکه چي ذکر شوي پروفېسر د ريټائرمنټ په وخت کښي د ډيپارټمنټ د کچن نه لوښي هم کور ته تښتولي وو۔ سره د دې چي ځان ډېر لوئ مذهبي او مسلکي عالم هم ګڼلو۔
دا خو د کتابونو د پټولو په هکله يوه واقعه وه۔ داسي ډېر واقعات هغه سره کېږي۔ يوه پېره ما ته وائي چي ما نه يو کس کتابونه پټوي۔ خو ما پيژندلی دی. جينۍ هم ورسره راځي۔ دلته ما ته نوموړی ترقي پسند شاعر قمر نړيوال راياد شو۔ يو پېره د وحدت اخبار دفتر کښي موږ ناست وو چي پروفېسر حنيف خليل چي د خپل خنده رويه طبيعت له رويه ترليري ليري شهرت لري۔ هغه نه پوښتنه وکړه که د مردان دا فلانی ليکوال د پړانګو په اديره کښي ستا مخي ته راغلو نو تۀ به ورسره څۀ کوې؟ نو هغه ورته ووې چي څۀ به ورسره کوم ۔ چي دا نور خلګ ورسره څۀ کوي هم هغه کار به ورسره کوم۔
سمه خبره خو دا ده که لالا خپل کار سره دومره مخلص نۀ ؤ نو نۀ پوهېږم چي زموږ غوندي زدکړه کونکو ته به څومره لويه مسئله وه۔ دا نن چي د پښتو په سر څومره ښاغلي، ښاغلي دي دغه ټول د لالا په همت او خپل کار سره د بې کچه شوق په وجي ښاغلي دي۔ لالا هغه سړی دی چي ړومبي ځل ئې د اباسين يوسفزي سره په ملګرتيا کښي د سي ايس ايس کلاسونه شروع کړي وو۔ اوس هم چي يو کتاب هيچرته نۀ ميلاوېږي، نو هغه به دی پيدا کوي او فوټو کاپي به ئې کوي۔ د هغه دکان يونيورسټي بک شاپ په اماکما مشهور دی۔
لالا د همت او حوصلې يوه ستره نمونه ده ځکه د شلو کالو په عمر کښي چي کله هغه نوکر شو نو پارټ ټائم کښي به ئې مشرق اخبار ته کار کولو ۔ چي هلته نه به وزګارشو نو پيپل منډۍ کښي به ئې سلطاني مصالحه جات کمپنۍ کښي خطونه ټائپ کول۔ دې سره سره به ټي وي ته هم ټائپنګ دپاره تلو۔ داسي ښکاري چي لالا کښي د چا زوړ انګرېز روح ننوتی وي۔ دا ممکنه ځکه ده چي پښتو اکېډمۍ کوم ځائ کښي جوړه ده. دلته د انګرېزانو د اسپو اصطبل ؤ۔ د پښتنو تاريخ سره د اسپو د نسبت اندازه دې نه هم کېدی شي چي کله بالاحصار قلعه سره د اسپ سوارۍ په وخت د وائسرائ لارډ ريډنګ ښځه راپرېوته او د دارو درملو څه ځائ ځائيګ ئې ونۀ موندو او سخت کړاو سره مخ شوه نو دې نه پس ئې دلته ليډي ريډنګ روغتون جوړ کړو۔ يو خوا اسپو ليډي ريډنګ هسپتال جوړ کړو او بل خوا د اسپو په ځائ پښتو اکېډمۍ جوړه شوه۔ لالا کښي به د انګرېز روح ځکه وي چې هغه عملي سړی دی او پښتانۀ متلي سړي دي۔ ځکه وائي چي هندو پيسه ګټي او پښتانۀ قصه ګټي۔ دوئ د رواني په ځائ په ولاړي، د ولاړي په ځائ په ناستي او د ناستي په ځائ په ملاستي خوشحاله وي۔ دا ځکه هم انګرېز بېنچ جوړ کړی او پښتون کټ جوړ کړی۔ د داسي ملاستي معاشرې کښي د لالا غوندي د ګړندي سړي وجود غنيمت دی. بلکې غنيمت نۀ مال غنيمت دی۔ او دغه مال غنيمت نن زموږ سره دی۔ پکار ده چي پښتو مينه وال د دوئ نه د خپلو مشرانو، اديبانو په هکله ډېري ډېري پښتني وکړي۔ چي يو وخت ورسره دوئ ناسته پاسته کړې او نن ئې د خاورو څادر اغوستی د خاورو په بستره پراته دي۔
که لالا نۀ وي نو موږ ته به چا وې چي مولانا عبدالقادرد ښاريانو د کام چورۍ په وجه د هغوئ سخت خلاف ؤ او چي د پوهنتون انتظاميه به ورته ښاري ملازمت دپاره رالېږلو نو هغه به ئې واپس ځغلولو۔ چي دا ټک کار نۀ کوي او هسي اخوا دېخوا کېږي۔ يوه ورځ چي نيمه ګنټه زيات کار وکړي، نو بله ورځ پخه چوټۍ کوي۔ چي ډېر ستړی شوی يم۔ هسي نن سبا خو موږ ټول ښاريان شوي يو۔ کار نه مو ملا ماته او نيت چپ وي۔ ځکه ښاريان اوس ګرمول نۀ دي پکار۔ زمانه بدله ده۔
هم د لالا نه موږ ته دا معلومات وشو چي په پخوا زمانه کښي به پوهنتونونو کښي د ادارې د مشرانو، دسخرانو کليزي هم نمانځل کېدې۔ لکه د سيد رسول رسا د سخر کليزه به باقاعده نمانځل کېده۔ خو افسوس د سخر پالني دا عظيم روايت جاري ونۀ ساتلی شو ګنې نن به ئې ډېره ګټه راوړې وه، ځکه چي زموږ اوسنی سياست هم د دريو عظيمو سخرانو بهټو، ګولډاسمتهـ او نوازشريف نه چاپېره چورلي۔ د سخرګنۍ سره تړلي د انورخان لالا دا واقعه هم د يادوني وړ ده۔ چي کله هغوئ د وادۀ چوټۍ واخسته نو دغه وخت ورسره د عربۍ څانګي چېرمين ډاکټر مير ولي خان محسود د پي ايچ ډي مسوده د ټائپنګ دپاره پرته وه چي دۀ ورته د خپل وادۀ عذر وړاندي کړو نو هغه ورته ووئيل چي ستا د وادۀ نه زما دا کار ضروري دی۔ دۀ ورته مسودۀ په ځائ پرېښوده چي بنيادم خو په ژوند کښي دومره منډي ترړې د وادۀ دپاره وهي او ورنه پاسېدو۔ دا هم د لالا د همت ناک شخصيت کارنامه ده چي کله هغه په خپله خبره ستومانه شو نو په دغه لسو ورځو چوټيانو کښي ئې د نوې نوزې ناوي د نازبردارۍ سره سره د هغه مسوده هم تياره کړه۔ او دا واقعه به د وادۀ د ټول عالمي تاريخ يو ناوياته واقعه وي، چي ناوک دي ټائپنګ هم کوي او ورسره ورسره دي ناوي سره د پيار و محبت لوظ نامې هم کوي۔
لالا نۀ يواځي دا چي د پښتو يو ژوندی تاريخ دی بلکې يو ليکوال هم دی۔ يو شمېر ليکونه ئې په خوږه پسته ژبه کښي د چاپه وتلي دي۔ موږ خوش قسمته يو چي نن د داسي کارنده او تاريخي سړي په وياړ جوړه نمانځ غونډه کښي ناست يو۔ دا غونډه د دې خبري ثبوت دی چي نن نوی نسل د نا مې جامې په ځائ کار و زيار ته هم ګوري او په خپلو داسي شخصيتونو وياړ کوي چي هغوئ د سکرين شاته خپلي هلي ځلي ترسره کوي۔