اسير منګل
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
د انسان ژوندی پاتي کېدو دپاره د هوا او د اوبو ډېر زيات ضرورت وي. دا ضرورت پرون هم ؤ او نن ئې هم اهميت کم شوی نۀ دی ولي دې سره سره يو بل ضرورت کوم چي بنيادي ګرځېدلی دی هغه د برېښنا يعني بجلۍ دی. دا ضرورت لکه د هوا او يا د اوبو ويړيا نۀ دی. که دغه د قدرت ډالۍ مفتې دي ولي دچاپېرچل د خيرن والي له کبله ئې هغه حېثيت نۀ دی پاتي شوی، خو د اوبو نعمت خدائ پاک په هر چا نۀ دی پيرزو کړی. هر څو که د اوبو د اهميت نه دخټکو دمروتو او يا د کاکړانو شګلني علاقې خبري دي خو کله کله د سوکړې دلاسه ډنډونه او چينې په وچېدو شي نو په خوند ئې داوبو خاوندان هم پوه شي. رحمان بابا هم خپل وخت كښي داوبو په ياد كښي يوه زبردسته سانده وئيلې ده، زما خيال دی يو دوه شعرونه به ئې دلته د خوند نه خالي نۀ وي.
داوبو ثواب ئې نۀ کېږي له لاسه
که په ګوټ اوبو ئې عين دحج ثواب وي
دباران اميد ئې نۀ کېږي له خدايه
که ئې شپه او ورځ په سر باندي سحاب وي
که سړی په دې لږ دفکر اس وځغلوي نو خبره خپله په ډاګه کېږي چي برېښنا څومره قيمتي ده، کومه چي په ډېره مشکله داوبو نه پېدا کولائ شي او هغه هم داسي په نول زول چي دملک ضرورت نۀ شي پوره کولائ او چي کله ګرمي او يا يخني زياته شي، نو بجلي لکه د بې وفا محبوبي غيبه شي او عاشقان ورپسې بر وهلي سر وهلي کوڅه په کوڅه در په در ګرځي.
چي کله دا ضرورت د هر کور ضرورت وګرځېدو نو اوس خلګ دا ټپه کوي " تارونه شته بجلۍ نشته" خو چي کله درنه درنه بېلونه ئې هر کلی وکړي نو بيا چغي کړي "وئ دا خو بجلۍ شته" هغه بېله خبره ده چي موږ ته نۀ ښکاري، يوه ورځ په يوه غونډه کښي يو سرکاري وزير تقرير کولو چي دې کښي برېښنا غيبه شوه، وزير خوار ګونګ سونګ ودرېدو خو برېښنا بي بي دعادت نه خلاف ډېر زر تشريف رواړو. ښاغلي وزير اوخندل او وئې فرمائيل، حيراني په دې خبره نۀ ده پکار چي بجلي لاړه، حيراني خو داده چي دا راغله څنګه؟
د بې وفا محبوبې ورکېدو ته چي عاشقان کومي اصطلاح ګاني ورکوي هغه دهغوئ کار دی ولي سرکار چي د برېښنا پټېدو ته کومه اصطلاح جوړه کړې ده هغې ته لوډشيډنګ، وئيلی شي خو اوس د ترقۍ زمانه ده لوډشيډنګ چي لږ مخ په وړاندي لاړو نونامه ئې لوډمنيجمنټ شوه هر څو که دغه توري د بهر نه راتپلي شوي دي ولي په دې به تندي نۀ ګونجي کوو ځکه چي که په دې خاوره کښي څه څيز زموږ خپل دی نو هغه صرف او صرف زموږ خپل ځان دی چي دهغه هم اوس د تره ګرۍ له كبله هغه حېثيت نۀ دی پاتي چي كوم ئې ؤ.
برېښنا پوره کولو دپاره يو وخت دکالا باغ ډيم ناره پورته شوه پښتنو اؤ سيندهيانو ئې سختۍ سره مخالفت وکړو او بيا دا يوه سياسي ستونزه جوړه شوه چا به وئيل ددې ډيم جوړېدل دقوم او دملت په ګټه کښي دی چا به وئيل نۀ، که چېري دا ډنډ جوړ شو نو پښتونخوا به يوه جبه او سيندهـ به يوه سپېره للمه وګرځي. کله کله به پکښي دا ټپه هم واورېدی شوه چي "برېښنا ټوله پښتونخوا پېدا کوي او فائده ترې پنجاب اخلي" داسي دا ډنډ به هم د دوئ په خېر ښېګړه راځي او بيا خبره تر دې راورسېده چي دا ستونزه ګنجله شوه او سياسي اتلانو ورله د مړاس نوم ورکړو، خو بيا هم کله نه کله دا مړاس لتي وهل شروع کړي او خلګ هيڅ بې هيڅه نا قلاره کړي.
ما يوه ورځ داسي وئيلي ؤ چي برېښنا فائدې سره سره ځيني نقصانات هم لري ولي زما يو ملګری چي د واپډا دفتر کښي کار کوي ورسره اتفاق نۀ ؤ کړی او ماته ئې دا خبره په ډاګه کړې وه چي د برېښنا په تاوان تر اوسه پوري زۀ نۀ يم پوه شوی، دې له کبله زۀ ورته دسرو زرو مرغۍ سره تشبيه ور کوم. ما چي داخبره واورېده نو دحيرانتيا نه نيم بې خوده لاړم، ولي په حقيقت هله خبرشوم چي کله زموږ علاقې ته ګيس(ګاز) راغی او موږ به ټول ددې ګيس لګولو دپاره لکه دلېونو ګرځېدو راګرځېدو. ولي دغه ملګری به ښۀ بې غمه ناست وو او موږ پوري به ئې خندل. يوه ورځ ما خپل ګاونډي ته په دې هکله ووې هغه ځواب راکړو، ساده سړيه! دهغه ټول کار يعني اخلی پخلی په برېښنا دی او خرڅ ورپسې دمياشتي صرف او صرف پنځه روپۍ راځي. زۀ ساده ايله اوس دسرو زرو مرغۍ په مفهوم ورسېدم او بيا هغه ورځ هم راته راياده شوه چي زموږ دې ملګري ته يو خپل د دوبۍ ويزه راوړه او دۀ په دې ورنه مخ واړولو چي ګنې زۀ اوس دبرېښنا په دفتر کښي نوکر شوی يم اؤ ماته هغه وخت دی يو غټ بې وقوف ښکاره شوی ؤ خو اوس ماته په خپل عقل پوري خندا راځي.
خبره يواځي تردې پوري نۀ ده تر څه وخته پوري زموږ قبائيلي وروڼه هم ډېر خوش قسمته وو هغوئ برېښنا ته دمرغۍ په ځائ دسرو زرو پسۀ سره تشبيه ورکوله يعني دوئ دملک هغه بختور اوسېدونکي وو چي د رڼاګانو ښاپېرۍ نه به ئې مزې اخيستې. ولي دميټر خپڅي نه بالکل خبر نۀ وو، هر درېيم څلورم کور کښي يو هيټر او يو ائير کنډيشن به ضرور ؤ، دلته خشاک که هر څومره ډېر وو ولي هغه بيا هم ډېر په کړاؤ به دغرۀ نه راوړلی شو او برېښنا خو به لکه دچينې داوبو ويړيا دتارونو نه راڅڅېده خو خدائ خبر چي دغه خواران چا دنظره کړل، ترهګرۍ داسي وځپل چي اوس هلته اول خو څوک وي نۀ، ټولو کډي کړي دي او که څوک وي نو دهغوئ کورونو کښي تش تارونه وي بجلي نۀ وي او دوئ ټول در په در خاوري په سر يو ځائ بل ځائ په خپله خاوره خېمو كښي اوسي.
دواپډا د نوکرانو د دې مزو نه زموږ دکلي کا کا لا نۀ دی خبر او پکار هم نۀ ده. دهغه ښېرو او ازار ته بيا څوک ټنګېدلائ شي، خو هر کله چي درته مخامخ شي نو بس برېښنا والاؤ پسې ښېرې او ازار شروع کړي. هغه وائي شپه ده او که ورځ، لوډشيډنګ، لوډشيډنګ، ولي کله چي اعمالنامه درته په ګس لاس راګزاره کړي، نو بس هغه ساعت دي جهنم ته رسوي، مطلب ئې دبرېښنا بل وي او هغه واقعه خو يقيناً دهېرېدو نۀ ده چي يوه ورځ دغه خوار دبجلو والاؤ دېرش زره روپۍ په دې جرمانه کړو چي ميټر كښي ئې څه خرابي وه، دۀ غريب نه څوک ممبر پرېښودو او نۀ ئې دکلي ملک، ولي خبره په دې رالنډه شوه چي دغه رقم به په قسطونو خلاصوي، کاکا په دې تر څه حده پوري مطمئن شو او خوشحاله خوشحاله را روان ؤ خو لاره کښي چا ورته ووې چي يه ظالمه! دا خو دي خپل ځان سره په خپله ظلم وکړو چي کله خبره قسطونو ته راغله نو ددې روپو به سود هم ورکوې. کاکا بيا لکه دلېونو د برېښنا په دفتر ورننوتو او صفائي ورته ووې چي يه ظالمانو! زۀ به کور ګاڼه کړم چانه به روپۍ راواخلم په يو ځائ به ئې داخلي کړم ولي دقسطونو په صورت کښي يوه کيسره هم زياته نۀ شم ورکولائ، زۀ ظلم دپاسه ظلم نۀ شم زغملائ د دفتر مشر صاحب کاکا ځان له کړو او ورته ئې ووې، توکلي لاڼي بېرته نۀ راګرځي، تۀ دغه روپۍ قسطونو کښي جمع کړه اوس دا هر څه په کاغذونو کښي ليکلي شوي دي. دمثال په توګه که اوس تۀ دا دېرش زره روپۍ په ځائ هم ورکړې بيا به هم درپسې قسطونه راځي، ستا کهاته ټوله کمپيوټر ته حواله شوې ده او کمپيوټر ماما په ټوقو نۀ پوهېږي—کاکا جي چي دا واورېدل نو دهغه ځائ نه ئې داسي ودانګل چي نن هم چا صحيح کړی نۀ دی خدائ خودي يو ځل راپېدا کړي چي موږ ته د بجلۍخپله نيمګړې کيسه پوره کړي.