زړګی عليخېل

 د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

هغه لېونۍ نۀ وه،نۀ هغې دا له قصده کولو او نۀ هغۀ روې "شيشکه" وه،خلګو په هغې د روي نوم ايښې ؤ، صرف په دې وجه چي هغه ډېره حياداره او پرده داره وه،په دومره کم عمرکښې هغه هم دومره ښائسته، پاکه او دکهول يواځينۍ پېغله وه، مور ئې د دې په ماشومتوب کښي له دې فاني دنيا څخه سترګي پټي کړي وې،پر پلار ئې ټوله ورځ د بل په مزدورۍ کښي ماښام کېدو، ګل مکۍ ته شپږ  مرکې ناستي وې،حال دا چي د ګل مکۍ عمر صرف ديارلس کاله وو. دا هم په دغۀ کال کښي پېغله شوې وه. ګل مکۍ پر پلار ډېره زياته ګرانه وه. ګرانه به ولي نۀ وه، دا خود زعفران اکا يواځينۍ لور وه چي په ډېر ناز او نخرو پېغلتوب ته رسېدلې وه.زعفران اکا د ګل مکۍ د مرکو څخه ډېر پرېشان ؤ. د کلي ښو ښو کورو مرکې ورته رالېږلي وې، ښۀ ښۀ ولورونه ئې ورکول خو زعفران اکا و هر يوه ته دا خبره کوله چي ګل مکۍ لا وړه ده، خو بيا هم زعفران اکا د لور په پېغلتوب ډېر پرېشان ؤ. يوه ورځ زعفران اکا چي ډېر ساده او په هر کار کښي به ئې د ملا څخه مشوره ضروري ګڼله د کلي و ملا ته چي په صوفي ملا مشهور ؤ ورغلی. هغۀ ته ئې خپله ستونزه بيان کړه، چي لور مي له خيره پېغله شوې ده، زۀ ټوله ورځ په کار پسې وتلی يم، و لوُر ته مي شپږ مرکې ناستي دي،هغۀ زما د اکا زوی خټو وائي چي بل وادۀ وکړه، تۀ يوه مشوره راکړه چي زۀ څه وکړم ډېره لويه پرېشاني ده.

ملا صوفي د دۀ خبره ډېر په غور سره واورېده. د ښۀ فکر کولو وروستو ئې ورته وويل چي ، زعفران اکا، خبره خو واقعي د پرېشانۍ ده، خو د الله فېصلې هم پر ځائ کول غواړي که نۀ؟ که نن ؤ که سبا، لور خو به وده وې، ټول عمر خودا په کور نۀ شې کښېنوی؟

ملا صاحب، زۀ خو هم دغي خبري ته راغلی يم، زما هيڅ سر نۀ خلاصېږي، تۀ راته ووايه چي زۀ کومه لاره خپله کړم، زۀ دوهم وادۀ وکړم که اول دالور چا ته ورکړم.

تۀ داسي وکړه چي سبا سهار له خېره راشه، زۀ به يوه نۀ يوه لار په لاس درکړم.

سمه ده ملا صاحب کور دي ودان نو بيا زۀ درڅخه ولاړم، د خدائ په امان.

ځۀ په مخه دي ښه، ملاصاحب هم په ځواب کښي ورته وويل. 

د ګل مکۍ پېغلتوب او ښائست په ټول کلي کښي مشهوره شوی ؤ. د کلي ځوانانو غوښت چي د ګل مکۍ يو ديد وکړي او د دې پر ښائست د خپلو سترګو تنده ماته کړي. د کلي نورو پېغلو بيا غوښت چي د ګل مکۍ سره ملګرتيا جوړه کړي. خو ګل مکۍ د هيچا پرواه نۀ درلوده. هغه د خپل پلار چي د بل په مزدورۍ کښي ئې ځان خوړلی ؤ په خدمت کښي مشغوله وه، ګل مکۍ ډېره هوښياره او حياداره وه. دا خپل د راتلونکي سباوون څخه بالکل نا خبره وه، دا به څنګه خبرېده؟ دا خو په هيڅ نۀ پوهېده. که پوهېده نو هغه هم په دې چي د پلار خدمت کول ډېر لوئ سعادت دی.

کله کله به ما خوستن چي د ګل مکۍ پلار زعفران اکا ويده شو نو ګل مکۍ به د مور هغه قصې په ياد کړې چي هغې به و دې ته کړي وې. يعني د يو شهزاده او ښاپېرۍ، د يوه توردېب ، د ګيدړي او زرندباز باچا او د روي . ګل مکۍ ته دا نکلونه ټول په ياد وو . د دې په فکر کښي به راتلل چي دا يوه شهزادګۍ ده، يا دا يوه ښاپېرۍ ده، او د تور دېب په قيد کښي ده. يو ورځ ناڅاپه يو شهزاده راشي، تور دېب مړ کړي او دا د ځان سره و يوې ښائستې ماڼۍ ته بوځي.  دغه سوچونه د دې د ژوند اثاثه وو. ګل مکۍ ډېره با حساسه وه، د هغې سره د پلار په هکله ډېر احساس ؤ. 

سهار وختي زعفران اکا ملا صاحب له ورغی. ملا صاحب هم ځان داسي جوړکړی ؤ لکه د شلو کالو ځوان. زعفران اکا چي ورته وکتل نو په خندا کښي ئې ورته وويل چي ملا صاحب، نن خو سم زلمی ښکارې.

ملا صاحب هم سم د لاسه په ځواب کښي ورته وويل چي زۀ خو يم ځوان، دغه مرات مړي نزلې مي يو څه وېښتان را سپين کړي دي، ګنې زما عمر خو تقريباً د دېرشو يا يو څه لږ بالا دی.

زعفران اکا هم لږ په سوچ کښي شو خو زر بېرته خپلي پوښتني ته راغی چي ملا صاحب زما کار څنګه شو؟

ياره که يوه نېکه مشوره درکړم نو بيا؟

نو بيا څۀ، د نېک کار پسې خو راغلی يم.

ګوره زعفران اکا، د نن سبا ځوانان خاص کر د ښوونځي والا  دا خو بېخي په هيڅ نۀ دي خبر. بد اخلاقه، بدعمله، ږيره او بېروتونه ئې خرئيلي، تر ځان تېري خبري کول، په هر شي کښي د دوئ کار، دا د دغو ځوانانو عادت جوړشوی دی. چېري زموږ رنګه عالمان، د خدائ په لار خبر، د مسجد سره مينه کول، د قرآن او حديث په لاره تلل، دا د نن سبا ځوانان چېري دا کولائ شي. زما نېکه مشوره دا ده چي ښۀ عالم سړي ته ئې ورکړه.

دا خو ښۀ خبره ده، خو دلته يوه مسئله بيا راپورته شوه.

هغه لکه څنګه ؟

هغه لکه دا چي زۀ به چېري د عالم پسې ګرځم، که تۀ دا کولائ شې نو زۀ دا کار تا ته سپارم، تۀ يو ښۀ د قرآن حافظ يا عالم پيدا کړه چي زۀ د لور بخت ورسره وتړم.

زعفران اکا تۀ ولاړ شه کورته،انشاء الله تر ماسپښينه حال درکوم.

زعفران اکا هم خوشحاله کورته راغی او د لور د نصيب په هکله ئې د سوچونو سيند جوړ کړو او په دې سيند کښي لاهو شو. 

وخت تېرېدو، ماسپښين شو، ګورم چي د زعفران اکا و کور ته دوه سپين ږيري راغلل. زعفران اکا هغه دواړه سپين ږيري د کور په يوه کوټه کښي کښېنول. په هغو کښي يوه سپين ږيري خپله خبره داسي پېل کړه چي ،

زعفران خانه، د چا په کور کښي چي لور يا خور وي د هغه و کور ته به د دوستی مرکې راځي،  موږ هم په دغه هکله راغلي يو، او ستا څخه ستا لور د ملا صوفي د پاره غواړو، ملا صوفي ډېر ښۀ عالم دی او ورسره هغه زموږ پېش امام هم دی.

هغه خو سمه ده خو ملا صاحب له اوله دوه ودونه لري او پنځه شپږ بچيان لري او د عمره هم ډېر مشر دی، غالباً تر ما به لا هم پنځه شپږ کاله مشر وي، زما لور دا وخت د ديارلسو کلو ده.

ګوره زعفران خانه، د نن سبا په ځوانانو باور کول کم عقلي ده، ملا صوفي ډېر ښه سړی دی.

کاکو ستا خبره په ګل بدله، زۀ خپله لور په اور کښي نۀ شم اچوی، زۀ خو ملا له د مشورې د پاره ورغلی وم زۀ نۀ پوهېدم چي ملا به خپله ورته اړولې وي. تاسو تلی شی زما له خوا ځواب ياست. 

دواړه سپين ږيري بې له څه خوراک او چښاک ولاړل. خدائ خبر چي هغو به ملا صوفي ته څۀ وئيلي وي.

څو ورځي پس ګل مکۍ ناروغه شوه. زعفران اکا د ښار و ښۀ ښۀ ډاکټرانو ته ښکاره کړه خو ناروغي ئې ورځ په ورځ زياتېده. ګل مکۍ ته د شپې خوب نۀ ورتلو. کله چي به دا پر بستره پرېوته نو ساه به ئې تنګه شوه، چيغي به ئې کړې. کور، ګاونډ ټول د دې د چيغو څخه په عذاب ؤ. داسي وخت هم راغی چي دا به د شپې د کوره ووته، زعفران اکا به پسې ولاړو او بيا به ئې په يوه کوڅه کښي را ګېره کړه. ګل مکۍ په کوڅو کښي چيغي وهلې. ټول کلی په خبر شو. د کلي خلګو دا څو واره د شپې ليدلې وه، هغه هم ببرسر، لڅي پښې. 

ګل مکۍ په ټول کلي کښي د روي په نامه مشهوره شوه. د کلي ځوانانو اوس د دې د ښائست خبري نۀ کولې، اوس ئې د دې د نامۀ يعني د روي په هکله  به مجلسونه کول. پېغلو د دې په هکله دا مشهوره کړې وه چي ګل مکۍ د شپې په اديره کښي ګرځي. خو دا ټولي خبري درواغ وې. که رښتيا ؤ نو هغه دا ؤ چي ګل مکۍ به د شپې ببرسر،لڅي پښې کړس کړس په خندا او کله  په  ژړا د ملا صوفي د کور په خوا ، خو د خپل خيالي شهزاده جمال په خاطر منډي وهلې............

 

FaLang translation system by Faboba