ذهین اپریدی
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
د جون میاشت وه، سترګه دوه نېزې راټيټه شوې وه، اسمان سور اور راورولو، هوا پاڼه قدرې هم نۀ رپوله، د ګرمۍ د زوره خړ دوند راخور شوی ؤ، داسي حبس جوړ شوی ؤ چي په سړي سر چورلېدۀ او داسي محسوسېدل لکه د سړي په سر کښي مازغۀ په ایشېدو وي، خوَلې وې چي په تنديو لکه د باران راورېدلې،زما هم په ټول وجود کښي چرته وچ ځائ نۀ ؤ پاتي شوی، سحر وختي د یو ضروري کار پسې راوتی وم، زما خیال ؤ چي لږ په سړزۍ کښي کارونه راټول کړم خو نن د سحر راسې ګرمۍ خُله لګوله، څه دپاسه لس بجې د کار نه فارغ شوم د کور په لور روان وم خو چي د بجلۍ پټ پټوڼی مي را یاد شو نو زړۀ مي کور ته تلۀ نۀ غوښتل خو بیا هم روان وم ولي چي بله څه لار نۀ وه.
په لاره کښي د سي، این، جي اچولو په غرض یو پمپ ته واوړېدم چي درې څلور نۀ ختمېدونکي قطارونه ورته ولاړ وو. نۀ په کښي د رکشو کمی ؤ، نۀ د موټرو او نۀ د بسونو....... د ګاډو د اينجنو نه یو تپ راختلو. د وجود د غوښو پوري لکه د تودو اوسپنو نښتلو. خدائ شته چي زما خو ورته وارخطا شو، د واپس تلو اراده مي وکړه خو چي په شیشه کښي مي شاته وکتل نو دومره ګاډۍ راپسې ولاړي وې چي د واپس وتلو هیڅ لار نۀ وه. زړۀ مي پښو ته پرېوتو. ما وې ځۀ اوس پرې واوړېدې" یو طرف ته ګړانګ دی او بل طرف پړانګ دی. " مرتا کیا نه کرتا" اوس پکښي ګېر وم. د کمپنۍ اېم، ډي ته مي په زړۀ زړۀ کښي یو څو کچه کچه کنځلي وکړې. که ماته ئې هم چرته نوی ماډل ائرکنډېشنډ ګاډۍ راکړې وائ نو څۀ کور خو ئې نۀ ورانېدو.
زما سره څنګ په څنګ تکه سپینه کروله ولاړه وه چي شیشو ئې نرۍ نرۍ پوّنه نیولې وه، یو نری نروچی بدرنګ غوندي سړی ئې سټېرنګ ته ناست ؤ، د پینټ شرټ رنګ ئې داسي خړبخن غوندي اوړېدلی ؤ، داسي ښکارېدو لکه په وینځلو وینځلو ئې ورته زړۀ شین کړی ؤ، د شرټ د کالرو پیڅکې ئې په شا ورټاټي شوي وې او ځائ په ځائ پکښي زېړ بخن بُکرم سترګکونه وهل، د کړۀ وړۀ نه بېخي د دې ګاډي مالک نۀ ښکارېدو خو بیا هم ماته د ځان نه لږ ښۀ ښکاره شو، کم ازکم په دې سور اور کښي خو ائرکنډېشنډ ته ناست ؤ.
ما یو سر سري نظر د هغه ګاډي په ډرائیور تېر کړه او د ډرائیور د خیال سره مي سمدستي په وروستو سیټ کښي ناستي جینۍ ته بې اختیاره سترګي راتاؤ شوې چي شیشه ئې مخ ته نیولې وه، دواړه شونډي ئې پیچي کړي وې، په نرو مهینو ګوتو کښي ئې د شونډو ګولۍ نیولې وه، د جهان نه بې نیازه لګیا وه شونډي ئې سرې کولې، د رنګه خو ډېره سپینه نۀ وه خو کړۀ وړۀ ئې ښۀ وو، نري نروچکې دنګه پوزه ئې وه، توري توري رڼۍ رڼۍ سترګې ئې وې، غټ غټ غوړ غوړ تور باڼۀ ئې په شا اوړېدلي وو، نرۍ غوندي ګلابي لوپټه ئې په اوږو پرته وه ، وېښته ئې بره په سر یو ځائ ته راټول کړي او د پرپراکي پشان کليپ کښي ئې بند کړي وو، وېښته ئې نور تک تور وو خو د وېښتو څوکي ئې د سرو زرو پشان تکي سرې ځلېدلې لکه تازه تازه ئې بلیج ورکړی وي. دواړه لاسونه ئې تر څنګلو پوري دومره ښکلي په نکریزو سرۀ کړي وو لکه چرته پارلر کښي پرې کومي هنرمندي ښۀ ډېره خواري کړې وي. شاید هم د دې نکريزو په وجه ئې تنګ چست بې لستوڼو قمیص اغوستی ؤ.
زۀ د هغې په کړۀ وړۀ کښي داسي ډوب شوی وم چي هډو فکر مي نۀ ؤ چي هغه هم ماته ځيره ده، خو چي د هغې د مخ د جائزې اخستو په نیت مي یو ځل بیا د هغې مخ ته سترګي ورپورته کړې نو د هغې د سترګو سره مي سترګي وجنګېدې او هغه داسي نرۍ غوندي مسکۍ شوه چي زما زړۀ په درزېدو شو او هغې زر اخبار را اوچت کړ زر زر ئې واړاوو راواړوو او بیا ئې داسي شیشې ته زما طرف ته ونیولو لکه ډېره زیاته شرمېدلې وي خو ما چي اخبار ته وکتل نو په ذهن کښي مي لکه د بجلۍ د هغې د اخبار د نیولو مقصد په زغلېدو شو دا خو واضحه اشاره وه په دې خو ماشوم هم پوهېدلو چي هغه څۀ وئیل غواړي، د اخبار په هغه مخ چي هغې زما طرف ته نیولی ؤ د "ګرین واټر پارک" اشتهار ؤ او د ګرین واټر پارک د ليدو سره زما په وجود نری نری غونی ځیږ شو.داسي راته محسوس شول لکه د ګرین واټر پارک د مصنوعي باران نرۍ نرۍ پوّنه زما په مخ راپرېوتې وي، سمدستي مي د جیب نه بټوه را وايسته ،پکښي د پرتو پيسو جائزه مي واخيسته نو زړۀ مي په زړۀ کښي شو او د ګرین واټر پارک نرۍ نرۍ یخه هوا او غټ غټ شنۀ شنۀ سويمنګ پولونه مي په ذهن کښي په چورلکونو شو. یو طرف ته که د یخو یخو شنو سويمنګ پولونو یخو اوبو او د مصنوعي باران یخي پوّني د ګرمۍ د عذاب نه وجود خلاصولو نو بل طرف ته د سترګو د یخولو منظرونه هم هلته پرېمانه په اتڼونو وي.
لنډه دا چي هغه مخکښي او زۀ ورپسې د ګرین واټر پارک په لور روان شو. هغې به ساعت په ساعت شاته کتل او د ځان سره به نرۍ نرۍ موسېدله، ان تر دې چي د هغې ګاډۍ په پارکنګ زون کښي د یوې وني لاندي ودرېدۀ او ما هم پسې شاته ګاډۍ پارک کړه. هغې یو ځل بیا زما په لور وکتل او په سترګو سترګو کښي نرۍ نرۍ مسکۍ شوه.
د هغې ډرائیور راکوز شو او د ټکټ اخيستو دپاره په قطار کښي ودرېدو. زۀ هم پسې شاته ودرېدم او هغې یو ځل بیا ائينه مخ ته ونيوه. د اتوار ورځ وه او بل د ګرمۍ شدت خلق لېوني کړي وو، نو دومره ګڼه ګوڼه وه تا به وې جوړې ټول ښار هم دلته راغلی دی، څۀ په مشکله مو ټکټونه تر لاسه کړل او د پارک په دروازه ورننوتو.
پارک ته د ننوتو سره یو داسي احساس مي په ذهن راخور شو لکه سړی د دوزخ نه څه ډېره موده پس جنت ته راغلی وي. چارچاپېره غټي غټي وني وې چي تور نري نري پائپونه پکښي لکه د تورو ښامارانو پېرلي شوي وي چي نرۍ نرۍ یخه یخه پوّنه ترې ورېدله، ټول پارک اوبه اوبه ؤ، تک شنه سويمنګ پولونه ړپېدل او په ځيني سويمنګ پولونو کښي خو داسي مشینونه لګېدلي وو چي د سمندر په شان چپې ئې وهلې، داسي ښکارېدل لکه په رښتیا ئې د سمندر نه یوه وړه غوندي لمن راشلولې وي او دلته ئې غوړولې وي. د هر یو سويمنګ پول دپاسه غټ واړه رنګ په رنګ اوچت اوچت "سلائیډونه" لکه د ښامارانو تاؤ راتاؤ لګېدلي وو.
ځائ په ځائ غټي غټي سپيکري لګېدلي وې چي په تیز اواز پکښي " آج بلیو هے پاني پاني" سندره غږېدله، ټولۍ ټولۍ هلکان، جینکۍ د قسمه قسم مصنوعي ابشارونو او فوارو لاندي ولاړ وو، لاسونه ئې پړقول، شپېلي ئې وهل او ځيني مستي پېغلوکي او هلکان په ملا ماتېدل راماتېدل. د آج بلیو هے پاني پاني د اواز سره به ټول پارک په چيغو شپېلو سر شو. چا په سویمنګ پولونو کښي لمبو وهله، څوک په سلائيډونو راخوئېدل، څوک د خپلي نازکي محبوبې سره لاس په لاس د مصنوعي ابشارونو لاندي ولاړ وو. چار چاپېره شنې سرې، توري سپيني، وړې، دنګي لمدې پېغلوکي د پنجو په سر لکه د خاروګانو ګرځېدلې.او څوک چي زما پشان یوازي راغلي وو نو هغوئ د پردو محبوبو په لمدو لمدو نرو ملاګانو چي د اکثر پوري نرۍ د کاټن جامې نښتي وې، ټولي ښکارېدې خپلي تږي سترګي یخولې.
زۀ د پارک په رنګينو کښي داسي ډوب وم چي د چا پسې راغلی وم هغۀ خو رانه بېخي هېره شوې وه او خدائ خبر چرته په کوم سويمنګ پول ورننوتې وه. یو ښۀ ساعت پس چي د هغې خیال راغی نو په پارک کښي پسې روان شوم. اول د "لېډیز چینجینګ روم" مخي ته په دې خیال ودرېدم چي ضرور به ئې د لمبلو دپاره بل سوټ راوړی وي، ولي چي کومي جامې ئې په غاړه وې هغه خو دومره نرۍ وې که لمدې شوې نو ټوله به په کښي ښکاري.یوه ښۀ شېبه مي هلته په ولاړه تېره کړه، د پیغلو، وړو زړو قطارونه ننوتل راوتل، څوک په اتظار ولاړي وې، چا تولئې په اوږه لمدې زلفي ږمنځولې، چا په مخ سن کریم او لوشني مښلې، چا د مخ نه اوبو وړی میک اپ بېرته تازه کولو او چا رنګ رنګ غټي چشمې په وېښتو کښي ورکړي، هینډ فري په غوږونو کښي ټومبلي، موبائل په لاس ولاړي وې. په یوې بلي ئې سوکنډاري لګولې.خو هغه چرته هم په نظر را نغله نو د "لاکر روم" په لور ور روان شوم چي کېدائ شی کپړې ئې چینج کړي وي نو ضرور به لاکر روم ته د خپل قیمتي سامان کېښودو دپاره تلې وي. هلته هم هغه حال ؤ، جوپۍ جوپۍ خلګ ننوتل راوتل، چا خپل د لاس بېګونه کېښودل او چا راخستل خو د هغې هیڅ پته نۀ وه نو ځکه زۀ هم ډېر ایسار نۀ شوم او د لېډیز سويمنګ پول په لور روان شوم. سويمنګ پول نه ګېر چاپېره د اوسپني جنګله تاؤ وه، په دروازه ئې غټ بورډ لګېدلی ؤ چي په سور رنګ ئې غټ غټ پرې لیکلي وو " مرد حضرات کا داخله سختي سے منع هے. منجانب: پارک انتظامیه" ما چي بورډ ته وکتل نو سخت مایوسه شوم خو چي د جنګلې د ننه منظر مي وکتلو نو نېغ ور روان شوم، د جینکو نه په کښي زیات هلکانو لامبل او د هلکانو نه پکښي زیاتي جینکۍ وې. پارک کښي خو هسې هم ډېر رش ؤ خو دلته بېخي د پښو لګولو ځائ هم نۀ ؤ. چارچاپېره په دنګو دنګو جنګلو کښي غټ غټ بالټۍ لګېدلي وې چي د اوبو پائپونه ورته راغلي وو او چي څنګه به ډک شو نو په خپله به اپوټه شو او ورته لاندي ولاړو هلکانو جینکو به د مستۍ نه یو کړیکه کړه.
چار چاپېره قسمه قسم فوارې لګېدلي وې. نرۍ نرۍ خوږې خوږې اوبه ئې شيندلې.چار چاپېره د سويمنګ پول په غاړه نیمه بربنډه دنیا ولاړه وه. نرو، مهینو، تورو، سپینو ملاګانو او خېټو پوري د ململ، جارجټ او کاټن جامې داسي لېوي شوي وې چي پوښتۍ پکښي په اسانه شمېرلي شوې د " انډر ګارمنټس" خدوخال او رنګونه پکښي څرکند ښکارېدل.
زما سره نزدې ولاړو یو څو هلکانو یو بل ته خپل خیالات څرګندول. " وه دیکھ یار ....... پوري دکهتی ہے." " ارے یہ تو کچھ بھی نہیں ........ وہ دیکھو .....سفید کپڑوں والی......اس نے اندر کچھ پہنا ہی نہیں ہے.....اف کتنے گورے گورے ہیں" او ما یې خبرو ته غوږ نیولے وۀ او چارچاپېره مې هغه لټوله خو دهغې هیڅ پته نۀ وه.
"آج بلو ہے پانی پانی" "بے بی ڈول میں سونے دی " میں ہوں تیرا میڈ میاں"بھیگے ہونٹ تیرے....پیاسہ دل میرا" او داسي نوري د انډیا سندري د یوې بلي پسې په اوچت سُر کښي غږېدلې، چيغې شپېلي ورو په ورو تېزېدل، په سلائیډونو نازکي نازکي ښاپېرۍ نیمي بربنډي راخوئېدلې، په سويمنګ پول کښي د پښې لګولو ځائ نۀ ؤ هلکان جینکۍ د یو بل سره اوږه په اوږه او ځیني خو پکښي سینه سینه په ولاړ وو خو چا هم بد نۀ منل، ډېر مي پکښي داسي هم وليدل چي د اوبو دننه ئې یو بل ته په لاس کښي لاس ورکړی ؤ او داسي د شهوت نه ډک ئې یو بل ته کتل که چرته یو ساعت هم سترګه تندر ونیسي او تیاره شي نو یو بل به په خُله وخوري.
زۀ یو طرف ته ولاړ وم، یو یو کس مي په نمبر نمبر د نظر نه تېرولو چي په لږه فاصله مي یو کس ماشوم په غېږ کښي نیولی وليدو چي د جامو رنګ ئې د هغه ډرائیور په رنګ ؤ نو زما پرې شک شو او چي لږ ورنزدې شوم نو د هغۀ د کالرو نه راوتي بوکرم مي شک په یقین بدل کړو او په خوا کښي ورسره ودرېدم چي ځه کار وشو که خیر وي هغه به هم، هم دلته چرته وي. په یوه سترګه مي د خپل یقین په خاطر د هغۀ مخ ته وکتل. هم هغه کس ؤ.
ما د هغې په تلاش کښي اخوا دې خوا کتل چي د هغه سړي اواز مي تر غوږ شو چي ماشوم ته یې وئیل " وه دیکهو ..... وه اوپر..... لال والی سلائیڈ پر........ وه آ رہی ہے...... ہاتھ ہلانا ....... شاباش......." او ما چي بره سور سلائیډ ته وکتل نو هغې دواړه لاسونه د سر د لاندي ایښي وو، سر ئې راوچت کړی ؤ، په سلائيډ پرته وه او د سويمنګ پول په لور لمده خوړیشته لکه د منګرۍ روانه وه، هلکانو چيغي شپېلي وهل، یو شړپ شو چي د سترګو په رپ کښي سويمنګ پول ته راپرېوته، لمن ئې تر مرۍ راټوله شوې وه او سپینه خېټه واړېده. د نوم نه چاپېره ئې داسي خاپونه وو لکه د کوچو په غټي پېړې د شودو پېروی بهېدلی وي. چيغي شپېلي نور هم تیز شو او ورپسې په یو ځائ د ټولو خلګو د خُلې نه بې اختیاره ووتل چي " او مائي ګاډ.....او مائي ګاډ" او بیا پسې لږه غوندي خاموشي داسي خوره شوه لکه ټولي سترګي د هغې په وجود ښخي شوي وي او ماشوم ورو غوندي هغه کس ته وې چي " پاپا ....پاپا دیکهو ......دیکهو .....مما کے دودھ نظر آرہے ہیں .....مما کو بولو چهپائے نہ ........ سب لوگ دیکھ رہے ہیں...." ما بې اختیاره د هغه ماشوم د پلار سترګو ته وکتل، هغۀ هم یو لحظې ته زما سترګو ته سترګي راپورته کړې....... او بیا ئې زر مخ په بله واړولو او په منډه منډه د پارک د ګیټ په لور روان شو. او زما په زړۀ کښي تېر شو چي نن به د دې کس په شان څومره خاوندان په منډه منډه ددې پارک نه ټيټي سترګي وتلي وي او څومره وروڼو، پلارانو به په زړۀ کښي د خودکشۍ کلکه اراده کړې وي؟؟؟؟؟