بارکوال مياخېل

 د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

په کوټه ښار کښي د لټانو کمى نۀ وو، خو له څه مودې راهيسې په دې ښار کښي يو څو داسي لټان پېدا شوي وو، چي هغوئ له نورو لټانو سره ډېر توپير درلود. په ظاهره دوئ هم د نورو لټانو غوندي خواري مزدوري نۀ کوله، خو دوئ داسي نۀ وو چي خواري مزدوري ئې نۀ شوائ کولائ، بلکې په دوئ کښي خو ځينو لټانو خپلي پخې نوکرۍ پرېښوولې او راغلو د ښار په يوه برخه کښي ئې د يوې کوټې په يوه کوشني کور کښي پښې ورته و غزولې او د دنيا له هري خوارۍ ئې لاس واخيستل. خلګ هم دغو لټانو ته حيران وو، چي دوئ چېري سره پېدا کړل او څنګه ئې خپل کورونه پرېيښي دي، د ښار په يوه کونج کښي د کرائې په کوټه کښي اوسېږي. که څۀ هم په لومړي سر کښي دوئ دوه درې کسان وو، خو سوکه- سوکه ئې شمېر زياتېده او هغه کسان هم د دوئ کوټې ته راتلل، چي په خوئ خصلت د دوئ غوندي لټان وو.

هيڅوک نۀ پوهېدل چي دغه لټان په دې کوټه کښي څۀ کوي، پټه خُله به راتلل، په ګهنټو- ګهنټو به ناست وو، کله- کله به په شپو- شپو په همدې کوټه کښي وو او خپل مجلسونه به ئې کول. شاوخوا اوسېدونکي څنګلوري ئې په دې هم ورته حيران وو، چي بېکاره بې روزګاره خلګ خو چي سره يو ځائ شي، مځکه پر سر اخلي، خو دا څنګه لټان دي، چي تر دروازې دباندې ئې څوک ږغ هم نۀ اوري.

يوه ورځ ماځيګر له دوئ څخه يو تن له کوټې را ووت، خړه خولۍ ئې پر سر وه، هوا سړه وه، خو د دۀ څپلۍ په پښو وې، څادر ئې له مټي واخست، سره خلاص ئې کړ او پر ځان ئې واچاوه،  د دوئ کوټې ته څېرمه د يوه کور يو ځوان چي هغه وليد، نو تر يو څۀ ځايه ورپسې شو، خو سړي ډېر ګړندي ګامونه اخيستل او ځوان بېرته د خپل کور خواته را وګرځېد، له ځانه سره ئې فکر وکړ، چي نن به ورته درېږي، چي دغه سړى له بازاره څۀ راوړي که نۀ. ماخوستن اذانونه به شوي وو، يخ هم وار په وار زياتېدۀ، د کور څنګ ته ئې د دېوال يو کونج نيولى ؤ او غلى پکښي ولاړ ؤ، چورت ور ولوېد چي کېدائ شي هغه هيڅ را نۀ شي، خو چي سر ئې پورته کړ، هغه مخامخ د لوئ جومات له کوڅې را جار ووت او په بېړه د خپلي کوټې خواته را روان ؤ. څادر ئې هماغسي پر ځان اچولى ؤ، خو په يوه لاس کښي ئې يوه کڅوړه ښکارېدۀ، ځوان فکر وکړ چي په څه چل دغه په کڅوړه کښي را اخيستي شيان وګوري، کله چي سړي د خپلي کوټې ور ټکاوه، نو په بل لاس کښي نيولې کڅوړه سمه ښکاره شوه، ځوان سترګي ځير ورته نيولي وې، ناببره ئې تر خُلې ږغ وخوت او له ځانه سره ئې وويل:

- پَو، دا خو کتابونه دي، کورخرابي هسي اندېښنه را واچوله

سړى چي کوټې ته ور ننوت، تيارۀ وه يواځي يوې شمعي کوټه لږ رڼا کړې وه، ملګرى ئې د کوټې په يوه کونج کښي ناست ؤ بوړ ئې پخاوه، دۀ ته ئې ور شا وه، په دېګ کښي ئې چمچه وهله، تر دېګ لوګى خوت:

- کلامه د تېلۍ سرپى اورم، لکه چي د کار کتابونه دي ميندلي دي؟

ملګري کلام خان ئې څادر د کوټې کړکۍ ته نيژدې د هواري بسترې پر بالښت کښېښوو، خولۍ ئې په کونج کښي د پرتو کتابونو پر سر کښېښوه، د کړکۍ څنګ ته ځړېدلي لالټين ته ئې تيلۍ ونيوله بل ئې کړ او سمدستي ئې له تېلۍ تازه راوړي کتابونه يو په يو را وکښل، لومړى کتاب ئې چي مخ ته ونيو، پر سره پوښتۍ ئې مور (Mother) ليکل شوي وو، د ښځي انځور پر جوړ شوى ؤ، لاندي په انګرېزي «مېکسم ګورکي» ورته ليکلى ؤ، کتاب ته په کتلو ئې خوشحالي احساس کړه. ملګري ئې هم په دېګ پسې سر بند کړ او په بېړه د دۀ خواته راغى:

- لکه چي بيا پر خزانه پېښ شوى ئې

- خزانه ئې مه کوه، وړيا سره زر مي پېدا کړل

کلام خان له تېلۍ بل کتاب را ويست، کتاب يو څۀ موښل شوى غوندي ؤ، نوم ئې سم نۀ ښکارېده، د يو سپين ږيري عکس پر جوړ ؤ، خو لاندي د نامه يوه برخه ئې ښکارېده، چي په انګرېزي (…nard Shaw) پر ليکلى ؤ، ګومان کېده چي د انګرېزي ژبي د مشهور ائيرلېنډي ليکوال جورج برناډشا کتاب به وي، ملګري ئې هغه کتاب دستي له لاسه وکيښ او له خندا په ډکو سترګو ئې ورته وکتل، بل د نسواري پوښتۍ کتاب د مشهور ليکوال برټنډرسل (د غربي فلسفې تاريخ) ؤ، بل په ژړه پوښتۍ کښي د فرانسې د نوميالي ليکوال والټېر مشهور اثر کېنډيډ (Candid) ؤ، دغسي څو نور انګرېزي، اردو او يو پښتو کتاب هم پکښي شامل ؤ. 

کلام خان کتابونه د خپل بالښت څنګ ته کښېښوول، د کوټې په کونج کښي پر تار ځړېدلي خپل خيرن  کالي ئې را واخستل، د دې يوې کوټې په تنګه جونګړه کښي ئې اوبه هم نۀ وې، له وره سره لګېدلې د اوبو نلکه به کله راغله او کله به ئې له څنګلوري کاله دوې بالټۍ اوبه راوړې، اوبه ئې ملګري د دۀ تر راتګ مخکښي په اور تودې کړي وې، دۀ هم صابن ور واخست، د کور د کوچنۍ برنډې پر څنډه کښېنوست، کالي ئې د اوسپني په تال کښي واچول، د بالټۍ له تودو اوبو توښ پورته کېدۀ، لوټه ئې ځني ور ډکه کړه، پر کاليو ئې واچوله  او په مينځلو ئې بوخت شو. 

کله چي ئې ډوډۍ وخوړه، نو دواړو پر خپلو بسترو پښې و غزولې، بالښتونو ته ئې تکئې ووهلې او کتابونه ئې مخ ته ونيول. لالټين ئې اوس له هغه ځايه لاندي په يوه بل ټکوهلي مېخ را وځړاوه، په ډېر لږ وخت کښي په کوټه کښي چوپه چوپتيا شوه، يواځي د کتاب د پاڼي اړولو ږغ به را پورته شو، نور نو دواړه د کتابونو په لوستلو کښي داسي ډوب ؤ، چي خوب ور په ياد هم نۀ ؤ، د شپې دوې- دوه نيمي بجې به وې، چي ميرګل خپل کتاب سره ونغښت، د بالښت څنګ ته ئې ورته کښېښوو او د ويدېدو تياري ئې وکړه، ملګري کلام خان ئې غوښتل چي کتاب ټول په يوه شپه ختم کړي، خو د ملګري خوب ئې نۀ خراباوه او لږ ګړۍ وروسته دۀ هم له جېبه د پينځو روپيو نوټ را وکيښ، د کتاب په هغه پاڼه کښي ئې د نخښې په توګه کښېښوو، چي تر کومه ځايه ئې لوستى ؤ او بيا دواړه ويده شول.

کلام خان او ميرګل به د ورځې هم اکثر پخپله کوټه کښي وو يا به ئې کتابونه لوستل يا به ئې پر کتابونو خبري کولې، ماځيګر مهال به کله ګډ او کله جلا- جلا بازار ته لاړل، خو ماخوستن به چي ځائ ته راتلل، نو بيا به ئې کله يو و نيم کتاب په تخرګ کښي ورسره را اخستى ؤ او تر خپلي کوټې به ئې را و رساوه. د دې کوچني کور کوټه ئې اخر له کتابونو دومره ډکه شوه، چي د دوئ د ناستې او ويدېدو ځائ به ئې هم نيولى ؤ. د دوئ د کتابونو د لوستلو او پر کتابونو د خبرو دې کار که نوره ګټه لرله که نۀ، خو دوئ به چي پر کوم هوټل کښېنستل او چائ به ئې کولې، نو نور ځوانان به ئې هم له خبرو اغېزمن شول او اخر به د دوئ په مجلس ور ګډ شول، په دې توګه د دوئ د ملګرو شمېر هم ورځ په ورځ زياتېدۀ او له هغه وروسته به ئې هغه ملګري کوټې ته هم ورته راتلل، بيا به نو د دوئ د خبرو او مجلسونو لړۍ دومره پسې اوږده شوه، چي تمام به ئې نۀ ؤ. که څۀ هم دوئ د عامو خلکو په نظر کښي ډېر نابلده وو، چي په خوارۍ مزدورۍ کښي لټان وو، خو داسي لټان نۀ وو، چي پخپل کار کښي دي ئې بل ته سترګي نيولي وي، ځکه نو عام خلګ د دوئ په خبرو هم ډېر نۀ پوهېدل.

يوه ورځ چي د دوئ ټول ملګري د خپل کوچني کور په کوټه کښي سره را ټول وو، نو د وطن د حالاتو په اړه ئې خبري کولې، د اولس تريخ ژوند اندېښمن کړي وو، چي څنګه خلګ له دې حالته را وباسي، يوه به ووئيل چي «دا يوه لوئ انقلاب ته اړتيا لري»، بل به وئيل «تر څو اولس سياسي واک تر لاسه نۀ کړي ژوند ئې نۀ شي ښۀ کېدائ»، بل به وئيل «تر څو چي په ټولنه کښي طبقات نۀ وي ختم شوي، انسانان به همداسي له تباهۍ سره مخامخ وي»، چا به څۀ وئيل چا څۀ، هر يوه خپل نظر ورکاوه، په همدې خبرو او بحثونو به ورځ ورباندي تېره شوه، ماښام به ځيني ملګري خپلو کورونو ته لاړل او د کومو ملګرو چي کورونه په ښار کښي نۀ وو هغه به همدلته له کلام خان او ميرګل سره پاته شول، ماخوستن له ډوډۍ وروسته به بيا دوئ وو او کتابونه به وو، په همدې روزګار کښي څو کاله ورباندي تېر شول

د دغو لټانو شمېر چي زيات شو، نو بيا به د خپل کوچني کور د کوټې پر ځائ اکثر د ماځيګر او ماښام تر منځ د ښار په يوه چائنکي هوټل کښي سره کښېنستل، د چايو په پلمه به ئې خپل مجلسونه تاوده ساتلي وو، دې هوټل ته به ځيني نور مسافر يا له کاره ستړي خلګ هم د چايو لپاره راتلل، خو هغوئ به چي څنګه چائ وڅيښې نو سمدستي به په خپلو کارونو پسې ووتل، خو دوئ به د هوټل په يوه څنډه کښي پر يوه مېز سره را غونډ وو او خپلي خبري به ئې کولې، د هوټل چلوونکى او مزدوران هم اخر ورسره بلد شول، کله- کله به ئې چي د دوئ خبري واورېدې، نو د هوټل کارکوونکي به د پختن په کوچنۍ خونه کښي ولاړ چائ پخوونکي ته په خندا ووئيل:

- تۀ اوس دغو د خدائ لټانو ته ګوره، پر دنيا يو روزګار نۀ کوي، خبري د انقلاب کوي.

حکومت هم اوس خبر شوى ؤ، چي په ښار کښي څۀ داسي کسان پېدا شوي دي، چي له څو کلونو راهيسې کار- روزګار نۀ کوي او په يوه بل ځائ کښي د حکومت د ظلم و استبداد په ضد خبري کوي، په ظاهر ساده کليوال خلګ ښکاري، خو په خبرو کښي هيڅوک نۀ شي ورته ټينګېدائ، حکومت هم په دغو لټانو پسې څرک واچاوه او دوئ به ئې څارل، چي آيا دوئ خو به د حکومت په ضد کوم اقدام نۀ کوي يا خو به د انقلاب لپاره عملي پاڅون نۀ کوي، خو د دوئ پاڅون او انقلاب د دوئ له خپلي کوټې تر هوټله ؤ، په همدې لنډه فاصله کښي دوئ دومره ملګري پېدا کړل، چي خلګ ورته حيران وو.

يوه ورځ چي دوئ په هوټل کښي سره ناست وو، نو کلام خان له خپل يوه ځوان ملګري ډاکټر تنها سره خبري کولې، د دوئ څنګ ته پر يوه بل مېز ناست سړي- چي ګومان کېده جاسوس به ؤ- غوږ ورته نيولى ؤ، کلام خان له هغه جلا خبري نۀ کولې، چي له څو کلونو به دۀ، ميرګل، الله داد او نورو ملګرو سره کولې:

- ښه ډاکټره نن سبا چيشی وائې (لولې)، څۀ نوى کتاب متاب؟

ملګري ئې چي د چايو پياله خولې ته نيولې وه، غوړپ ئې ځني وکړ او پياله ئې پر مېز کښېښووله:

- پرون مي پر «کاسي سړک» د کتابو په يوه دکان کښي د روسي لټرېچر خزانه پېدا کړه

د کلام خان کوچنۍ سترګي له خوشحالۍ وبرېښېدې، يو څۀ نور هم مېز ته ور وڅکېد:

- دغه څۀ وائې، چېري دي ايښي، زما ونډه کښېږده

- تاته مي د ټالسټائ او د چيخوف دوه د کار کتابونه پکښي موندلي دي

څنګ ته ناست سړي چائ وختي لا ختمي کړي وې، د دوئ خبري پر و غمېدې، داسي څۀ ئې ځني وا نۀ ورېدل، چي دى ئې د اورېدلو لپاره را لېږل شوى ؤ، څو مينټه نور هم کښېنوست او اخر ناهيلى را ولاړ شو او له هوټله را ووت. 

د دغو لټانو شمېر ورځ په ورځ پسې زياتېدۀ، اوس به نو چي د ښار په هره برخه کښي د چايو هوټل ؤ، مخته به ئې ماښام مهال په لسګونو ځوانان ناست وو او تر ناوخته به ئې خبري کولې، د دوئ په هره دوهمه خبره کښي به د همدغو لټانو يادونه کېدۀ، د دوئ خبري به هم د وطن د حالاتو، د انقلاب، سياست، ادب او کتابونو په اړه وې. که څۀ هم کلام خان او ميرګل اوس خپله هغه کوټه پرېيښې وه، ميرګل له خپلي سيمي له کورنۍ سره کوټې ښار ته را کډه شوى ؤ او کلام خان به چي له کلي ښار ته راغى، نو له خپل ډاکټر ملګري يا له يوه بل ملګري الله داد سره به ئې شپې کولې. 

د دوئ ناستو ولاړو دومره اغېز وکړ، چي کله به دوئ له ښاره لېري خپلو کليوالو سيمو ته لاړل، نو هلته به هم ډېر ځوانان ورباندي را ټول وو او په ګهنټو- ګهنټو به له دوئ سره ناست وو، خبري به ئې کولې، که څۀ هم د کليوالو سيمو ځوانانو ته به د دوئ خبري ډېري نوي وې او کله- کله خو به ئې داسي خبري هم ځني واورېدې، چي هغه به دوئ ته کفر ښکارېدې، خو دا چي د دوئ خبري به پر دليل ولاړې وې، کره معلومات به وو، د عقل په تالۀ به تللي وې، ځکه ئې نو پر هغو ځوانانو ډېر اغېز کاوه او په بېخي لږ وخت کښي په دغو سيمو کښي په سلګونو ځوانان دې ته تيار شول، چي له خپلو ذهنونو هغه پخوانۍ خبري وباسي، چي دوئ ته ئې تاوان رسولى دى.

په ډېر لږ وخت کښي په خلګو کښي ګنګوسې شوې، چي يو څۀ داسي خلګ پېدا شوي دي، چي د ځوانانو ذهنونه ور خرابوي، ملايانو هم د جمعې د ورځي په وېناوو کښي ورپسې ووئيل، چي دغه خلګ ځوانان بې لاري کوي او له اسلامه ئې اړوي، دا خبري به خپله دغو ځوانانو هم اورېدې، خو هغوئ به ليدل چي کلام خان او د هغه ملګري پينځه وخته لمونځ کوي او دوئ ته يواځي هغۀ خبري کوي، چي دوئ له پسماندګۍ په را ووزي. په دوئ پسې ډېري خبري وشوې، د کفر فتواوي پر ولګول شوې، خو دوئ بل روزګار ته لاس وانۀ چاوه او هماغسي د کتابونو د لوستلو، د خلګو د پوهولو او د وطن پر حالاتو د ګهنټو- ګهنټو خبرو لټۍ ته ئې دوام ورکړ.

يو وخت داسي راغى، چي دغه څو ملګري په اولس کښي ډېر مشهور شول، هغه څوک چي دوئ ئې له ځوانۍ پېژندل دې خبري ته حيران وو، چي په دې ښار کښي خو د لټانو کمى نۀ وو، په دغو لټانو کښي څۀ خبره وه، چي په کلونو- کلونو ئې نۀ خواري مزدوري وکړه، نۀ ئې د سرکار نوکري وکړه، نۀ خانان سرداران وو، نۀ شتمن او جاګيرداران وو، نو آيا له دوئ سره کومه داسي ګيدړسنګۍ وه، چي دوئ دومره مشهور شول، يو ماښام د دوئ د يوه ملګري په کور کښي يوه ساده سړي له کلام خانه ناببره وپوښتل:

- "ستا د شهرت وجه څۀ ده؟"

کلام خان چي په خپلو ملګرو کښي په ډېري حاضرځوابۍ مشهور ؤ، سړي ته ئې سمدستي ووئيل:

- "زما د شهرت وجه زما ناپوهي ده"

د هغه سړي دا پوښتنه هغه وخت حل شوه، چي په هر کور کښي داسي ځوانان پېدا شول، چي پخوا په کورونو کښي لټان وو او پر تعليم لرلو برسېره به د هغو خبرو منلو ته تيار وو، چي که څۀ هم تاواني وې، خو د دوئ د دود برخه ګرځېدلي وې، مګر اوس بېخي بدل شوي وو، هم ئې خپل کارونه پخپله کول او هم ئې د هر څۀ په اړه داسي خبري کولې، چي هغه به ډېري نوي وې او په کورونو کښي به ئې پخوا نۀ کېدلې.

کلام خان او د هغه ملګرو چي په وطن کښي د خپلي لټۍ زړي و کرل، بيا نو ارام ورته کښېنستل، د ژوند په وروستيو کښي دوئ بيا ډېر کم سره ليدل، خو بيا ئې هم د مځکي پر سر بل روزګار ته لاس ټيټ نۀ کړ او يواځي ئې د ذهنونو پر وچو مځکو د رڼا د زړيو د کرلو کار ته دوام ورکړ، دغه زړي که څۀ هم په وطن کښي د زهرجنو بادونو له امله ډېر په ځنډ را ټوکېدل او لا سمسوري ونې نۀ وې ترې جوړي شوي، چي دوئ درې واړو يو په يوه خپل څادرونه و څنډل او نوره ئې خپله لټي پائ ته و رسوله. کلام خان او ميرګل چي کله د خپلي خاوري په غېږه کښي په ابدي خوب ويدېدل، نو زرګونه لټان ئې وروستي ديدن ته راغلي وو. د دوئ پر قبرونو چي کله ګلونه پاشل کېدل، نو د خلګو په منځ کښي ولاړو خانانو، شتمنو او لويو افسرانو له ځانونو سره دا ارمان کاوه، چي کشکي دوئ هم داسي لټان وائ.

 

FaLang translation system by Faboba