ډاکټر نصيب الله سيماب 

 د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

د پښتو ليکلو او لوستولو سره زما شناسائي د اولس مجلې له لاري وشوه. زما مشر ورور په سکول کښي استاد ؤ، اولس مجله به هغه سکول ته راتله. بيا دۀ له اسکول څخه کورته راوړه. هلته به بيا ما لوستله خاص کر د شعرونو برخه به مي لوستله. دې برخي ماته زيات خوند راکاوئ، د اولس له لاري چي د پښتو ژبي سره پېژندګلوي وشوه ورسره سره مي د هغه ليکوالانو نومونه هم په ذهن کښي پاته شو چاچي به دې رسالې ته ليک کولو، د دې ليکوالانو نومونه مي هم په ذهن کښي پاته شو چاچي به دې رسالې ته ليک کولو. په دې ليکوالانو کښي يو نوم د صاحبزاده حميد الله صاحب ؤ، کله چي څوک د چا ليک ولولي يا ئې ږغ واوري هغه کس ئې پخپله نۀ وي ليدلی نو په ذهن کښي د هغه شخصيت يو خاکه جوړه شي. د صاحبزاده صاحب د شخصيت خاکه که څۀ هم زما په ذهن کښي نۀ وه، خو د يو اديب چي کومه خاکه په عمومي  توګه څرنګوي داسي يو خاکه زما په ذهن کښي هم وه، کله چي مي په ډګري کالج کوټه کښي په لومړي ځل داخله واخستله، هلته يوه ورځ د صاحبزاده صاحب سره مخامخ شوم. موږ درې څلور دوستان د کالج د کلاسو و مخ ته ناست ګپي مي کولې يو پر بل مي سره خندل چي ناڅاپه يو کس راته ودرېدی.

هلکه! ولي خاندې؟ ما چي ورته وکتل خيال مي دا شو لکه زما بابا چي د کلي راغلی  وي. د سړي ښۀ صابوني لنګوټه پر سر وه، ښۀ ښائسته نفيس لباس ئې په غاړه ؤ، پر سترګو ئې رڼې عينکي پرتې وې، ښائسته تار تار صفا ږيره ئې پر مخ وه. حيران شوم چي دا کليوال سړی دلته څۀ غواړي او زموږ په خندا ئې څۀ کار دی؟ يوار نوې ځواني شي او بيا د کالج لومړی کال شي او بيا دا رنګه سړی په کالج کښي په دا انداز پوښتنه وکړي نو بيا تاسو پوهېږي چي جواب به څنګه وي. ما ورته وويل. ولي نو و ژاړو.

څوک چي ډېر خاندي اخر به ژاړي. سړي دا خبره وکړه کالج ته ننوتی. ما د ملګرو څخه پوښتنه وکړه دا  څوک دی؟ دوئ راته وويل: چي دا خو استاد دی په دې کالج کښي، صاحبزاده حميد الله صاحب دی، د پښين. زما په ذهن کښي جوړه شوې خاکه يو دم راونړېدله کومه خاکه چي د ليکوالو زما په ذهن کښي وه، يا مي د کالج نور استادان ليدلي وو، د هغه ټولو څخه جلا يو سړی د خپلي ځانګړتيا سره زما په ذهن کښي ښخ شو. د فکر ستني مي هم داسي وښورېدې چي د کالج د نوي ژوند څهره کومه چي زما په ذهن کښي د جوړېدو پر مهال وه، چون پېدا کړو. پر خپل لباس او کلتور باندي ئې د اعتماد لومړی خښته کېښوده. 

د صاحبزاده صاحب شخصيت په سهېلي پښتونخوا کښي هغه شخصيت دی څوک چي په ځان کښي انجمن دی. د لوړ علمي شخصيت څښتن، پر خپله ژبه مئين، پر خپل دين مئين، پر خپل کلتور مئين، د هنداري په څېر صفا زړۀ لرونکی، ځکه د هر چا څهره او زړۀ هم ورته سپين صفا ښکاره کېدی. د چا کږه خبره ئې ډېره ژر پر زړۀ لګېدله. حمزه بابا د هم داسي خلګو په هکله وئيلي دي:

زود رنجي د ائينه زړونو صفت دی

صافي ډېره قبلونه د غبار که

دۀ دا خپل شخصيت د خپل فکر په ائينه کښي ساز کړی ؤ. د عصري علم سره سره په ديني علم هم منور سړی ؤ. پر عربي او فارسي ژبو ئې هم لاس بری درلود. جديد علوم ئې هم په خپله لمن کښي ځائ کړي وو. و جدت ته ئې د روايت په لمن کښي ځائ ورکړی ؤ، عالمان خلګ تل نور خلګ متاثره کوي، پخپله اثر تش حقيقي او دائمي اخلي، کوم چي د علم له لاري د دوئ د شخصيت برخه ګرځي. داسي خلګ تش د ظاهري ښکلا په فرېبي جال کښي نۀ کښېوځي. د معنوي ښکلا په پوښ پوښل شوي وي. د قال د حال نمائنده څوک وي. د قول فعل له تضاد څخه لېري ځان د نمونې په توګه وړاندي کوي. زما چي کله هم د صاحبزاده صاحب سره ملاقات شوی دی ما ئې له محفل څخه رڼا اخستې ده. ما ئې له کردار څخه اعتماد تر لاسه کړی دی. ما ئې په علم تنده ماته کړې ده. ما ئې له رويه څخه شفقت احساس کړی دی. ما ئې له خبرو څخه د خبرو کولو چل زده کړی دی. د صاحبزاده صاحب په محفل کښي به زۀ له يو داسي سپين ږيري سره مخامخ شوم چي هغه به زما همزولی هم ؤ، يو عالم به هم ؤ. د يو استاد په څېر به له ما سره زما د ذهني استعداد مطابق زما د فکري رجحاناتو سره سم اوږه په اوږه د  خبرو اترو سفر کاوئ. د مصنوعيت څخه خلاصه څهره هيڅ يو داسي شی ئې مانۀ دی محسوس کړی چي دا د دۀ اصلي څهره نۀ ده. د خوابدېدو اظهار ئې هم برملا ؤ او د خوشحالي اظهار ئې هم برملا کاوی. د مصنوعيت په دې نړۍ کښي چېري چي هري څهرې يوه نۀ يوه څهره داسي اغوستې وي چي له هغه څخه د اصلي څهرې پېژندل ګران څۀ چي ناممکن شي. صاحبزاده صېب د مصنوعيت له رنځ څخه خلاص سپين صفا سړی ؤ. زما خوش بختي دا ده چي د صاحبزاده صاحب سره مي تعلق ډېر پاته شوی دی. څۀ کورنۍ اړيکي مي هم پاته شوي دي. کوم صاحبزاده صاحب چي دباندي خلګو پېژندی هم دا صاحبزاده صاحب په کورنۍ کښي خلګو پېژندی. دوه رنګي ئې نۀ درلوده. کومه خبره چي ئې په زړۀ و هغه خبره به ئې په خُله درته کوله. په زړۀ کښي ئې عناد کله هم نۀ دی ساتلی. د ليک اسلوب ئې هم داسي ځانګړی ؤ لکه څنګه چي ئې شخصيت ؤ. کومو خلګو چي د صاحبزاده صاحب سره ناسته ولاړه کړې ده او بيا ئې د هغه ليک لوستلی دی هغوئ به پر دې خبره له ما سره اتفاق وکړی چي د صاحبزاده صاحب مجلس لکه د هغه کتاب چي لولي. د کتاب لوستل ئې دا رنګه دي لکه د هغه په محفل کښي چي ناست ئې. دۀ چي په لر و بر وطن کښي هر سړی خبر دی چي په سهېلي پښتونخوا کښي د دې سيمي په ادب کښي کوم کار کړی دی بل هيچا نۀ دی کړی. 

د تحقيق او تنقيد لومړي ګامونه دې سړي پورته کړي دي، د ادب په زياتره صنفو باندي ئې طبع ازمائي کړې ده. صاحبزاده صاحب د ادب په حواله يو ګڼ اړخيزه شخصيت ؤ. تحقيق، خاکه نګاري، تجزيه نګاري، تزکره نګاري، فولکلور، کالم نګاري، طنز و مزاح او تاريخ د سهېلي پښتونخوا د ادب پر بېلو بېلو موضوعاتو باندي چي کوم بنيادي کار صاحبزاده حميد الله صاحب کړی دی بل چا نۀ دی کړی. د مثال په توګه پښتانۀ شخصيات، پښتو ادب په سهېلي پښتونخوا کښي، غوره ادب، د کړک کښکی، د قلم څاڅکي، تور پر سپين، او داسي نور کتابونه چي په خپل ځان کښي د تحقيق د رنګ سره سره تجزياتي رنګ هم په کښي ښکاره کېږي، صاحبزاده صېب دا کارونه په داسي وخت کښي وکړل چي په پښتو ادب کښي په مجموعي ډول د سهېلي پښتونخوا په ادب کښي په خصوصي ډول دې خواته پام لر نه ډېره کمه شوې وه. د صاحبزاده صاحب پر مختلفو اصنافو او موضوعاتو باندي ليکل شو مقالو څخه د دې سيمي د ا دب لوستونکو ډېره ګټه تر لاسه کړې ده. دا جلا خبره ده چي په اعتراف کولو ئې عار محسوسوي. زموږ د نن د جديد محقيقنو د سهېلي پښتونخوا په حواله بنيادي ماخذ  د صاحبزاده صېب او يا د سيال کاکړ صاحب تحقيق دی. 

په درځنو کتابونه ئې ليکلي دي. هم دا رنګه ئې شاګردان روزلي دي. په سهيلي پښتونخوا کښي لومړی اديب دی چي په  ژوند کښي د اېم فل مقاله ورباندي ليکل شوې ده.

 

وئيل کېږي چي د عالِم مرګ د عالَم مرګ دی. په پښتو ادب کښي د صاحبزاده صاحب مرګ يو داسي خلا پېدا کړه چي د هغه د ډکېدو لپاره ښائي چي پېړۍ وغواړي. ځکه چي دا رنګه نابغه روز ګار خلګ په پېړيو کښي پېدا کېږي. په تېرو درې څلورو کلنو کښي د پښين زرخېزي خاوري چي کوم ګلان ټوکولي وو، هغه ئې  بېرته ځان له وبلل. د سهېلي پښتونخوا د ادب ستوري ئې په وجودي حواله له موږ څخه بېل کړو، چي په هغه کښي زما استاد پروفېسر راز محمد راز، عبدالباري اسير، سيد محمد رسول فريادي، او اوس صاحبزاده حميد الله صاحب. داسي ښکاره کېږي لکه پښين چي يتيم شي. خو بېرته مي زړونه په دې ډاډه شي چي د دوئ فکري ځلا به تل زموږ رهنمائي کوي او د ادب پر اسمان به لکه ستوري ځلېږي او موږ به ئې په رڼا کښي د ادب کوڅې څارو.

 

 

 

 

FaLang translation system by Faboba