پروفېسر لټون بری
د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
سړيتوب څۀ ته وائي؟ چېري موندل کېږي؟ ايا نن سبا سړيتوب شته هم که نۀ؟ دا داسي پوښتني دي چي څوک ورته ځير شي نو حق پک حېرانه پاته شي چي دا خو د وګړيځ شيان وو نن سبا څله له ټولني ورک شو. اخر ولي؟
سړيتوب چي يو وګړيځه خوئ دی او په انسانانو کښي شتون لري، داسي خاصه ده چي وګړي له خپلي هډاڼي راباسي او په چاپېريال ئې ننباسي. کله چي يو انسان د بل ورور په هکله څۀ نه څۀ اند وځغلوي او د خپل ورور په غم ښادي کښي ور ګډ شي او د بل خُوږ داسي محسوسوي لکه چي پر دۀ تېرېږي و دې درجې او پوډ ته سړيتوب وئيل کېږي.
خبره دا نۀ ده چي سړيتوب له ژونده کډه وکړه يا داسي نۀ ده. که موږ وګورو نو نن سبا هم داسي بې شمېره ادارې شته چي د سړيتوب په تالۀ پوره خېږي، او لګيا دي نېستمنو او خوارانو ضرورتونه پوره کوي او سړيتوب پر مخ بيائي. په دې لړ کښي ائي، ايم، ايف، ورلډ بينک امريکن ايډ، يورپي يونين کامن ويلتهـ او اېشيائي ډويلپمينټ بېنک دا ټولي بين الاقوامي ادارې لګيا دي شپه او ورځ د نېستمنو او خوارانو هېوادونو ستونزي او مصيبتونه لري کوي او په زخمونو ئې مرهمونه ايږدي، خو د اړو هېوادونو الميه دا ده چي واکداران مي ټوله غلۀ او کرپټ وګړي دي. د دوئ واک او اختيار ټوله د کرپټ انسانانو په لاس کښي دی، ځکه خو د وړاندي کړل شوو ادارو مرستي تر خوارانو او اړو وګړو پوري نۀ رسي. خوار، خوار پاتي شي او اړ ، اړ.
دا ولي؟ دا هغه سوال دی چي موږ د سړيتوب خواته خوځوي. او له ځانه مي را باسي او په چاپېريال مي ننباسي. که موږ ځير شو او وګورو چي انسان ولي دوني ځان خوښۍ دی چي هر وخت "اول ځان بيا جهان" په چکر کښي ورک دی او په خپل چارو کښي ګرځي نو دا به څرګند شي چي کله انسان ځان تر هر څه وړومبی وګرځوي نو دلته کړکېچن ژوند ئې شي او بيا هر وخت هر ځائ او د هر چا څخه د خپل ځان ګټه غواړي او ژوند ئې د خواهشاتو تابع وګرځي. دا رجحان ورکولو دپاره ضروري دی چي و ګړي دي خپله فلسفه بدله کړي او دا دي وسنجوي چي "اول جهان بيا ځان " نو هله به ټولنه ورنزدې شي او ځان به وروستی وګرځوي. دا سړيتوب دی او دا نن هم موندل کېدائ شي، خو که موږ په دې يقين ولرو چي "اول جهان بيا ځان".