محمد عيسی غريب  

د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

څومره والی که څۀ رنګوالی؟ دا هغه موضوع ده چي سپړني او موندني ته ئې زښته ډېره اړتيا ليدل کېږي. د پښتو ادب او پر مختيا د يوې بلي ځانګړي دورې په سر کښي د تېرو پنځلس کلونو يعني د ۲۱مي صدۍ په پېل کښي چي کومي ادبي هڅي رواني او ګړنديتوب ته رسېدلي دي رښتيا هم د يادوني او ستايني وړ دي. مګر يوه  ټکي ته که ځير شو نو د پښېمانۍ څه خبره هم تر سترګو کېږي. ځکه که له يوې خوا موږ ډېري شعري ليکني او نثري ليکني کړي دي يا مو په پښتو ادب کښي د تاريخ او کلتور له پلوه د چاپ او نثر په بڼه زياتوني کړي دي او د پښتو ژبي تشي ځوطه ته مو ډېر څه ور اچولي دي، خو له بلي خوا مو ورته زيان هم ارو مرو اړولی دی. ځکه خبره د ډېرښت نۀ بلکې د درنښت ده. د څومره والي نۀ ده د څۀ رنګوالي ده. په اړه ئې مولوي عصمت الله عزم صاحب څۀ داسي ليکي (کتاب د سعادت  لارښود) ګڼ شمېر ايتونه هم پر دې خبره دليل دي چي الله پاک به د بندګانو د عامالو حساب په تول سره کوي، په شمېر سره ئې نۀ کوي. يعني ډېرښت ته اعتبار نشته، درنښت ته کتل کېږي. او يو عبادت هغه وخت درنېږي کله چي په اخلاص سره وي. څومره چي په يوه کار کښي اخلاص موجود وي هغومره به دروند وي؟ له بده مرغه موږ ځيني داسي ليکوالان او شاعران لرو چي نثر او شعر خو ليکي لاکن د متن هنر او معيار ته نۀ ګوري. درنښت ئې په پام کښي نۀ نيسي، خو تر څنګ ئې ګڼ شمېر لاملونه هم لري. لکه يا خو علمي استعداد بېخي ورسره کم وي. د مطالعې او لوستني سره عادي نۀ وي، ځکه په ادب کښي تخليقي کمبُت که وګورو هم تر سترګو کېږي. ادب د کليشي په لور مخه کړې او پر تکرار ئې زور اچولی دی. که په ضمن کښي وګورو زموږ زياتره ليکوالان د علم له ستر نعمته محروم پاته شوي وي او زيات شمېر ليکوالان د هغه پر مختللو ژبو سره بلد نۀ دي په کومو ژبو کښي چي دا وخت عالي پر مختګونه شوي او روان دي. دا چي له يوې څنډي فکري ځواک کمزوری وي او بل اړخ ته علمي استعداد ټيټ وي هم دا لامل شو چي د هنر او ادب لمر به مو د لا عملۍ او بې خبرۍ په ورېځ پټ او پيکه غوندي وي. ځلا او ښکلا به ئې له منځه تللې وي. زما په اند لومړی خو د مطالعې او لوستني کمبُت دی چي زموږ په ليکوالانو کښي د مطالعې لوري ته رجوع که شوه نو ذهنونه ئې هم په مخصوصه دائره کښي بند پاته شول. خو ګڼ شمېر لاملونه او علتونه نور هم لري لکه سياسي ريښو چي هم دا وخت په ادب کښي تر ډېره غمځوني کړي دي. ښاغلی طاهر ځلاند ئې څه داسي ارزوي او لاس نيونه ورته کوي: په ادب کښي ناره بازي، هنګامو، شور او شعار ته خورا زور ورکول شوی دی. او ځلاند وائي دا راز زموږ د ليکوالانو اقتصادي مشکل هم دی. د اقتصادي ستونزو له عمله ليکوالان په ذهني اضطراب کښي داسي راګير شول چي د ليک او لوست دپاره ورته وخت په لاس ډېر کم ورځي. د اقتصادي مشکلاتو له وجي د ليکوالانو ذهنونه داسي منتشر شوي دي چي اوس ترې تخليقي لاري ورکي شوي دي. بل اړخ ته اوسني جنګونو، بد امنيو زموږ ادب ته هم ډېر زيان رسولی دی. هم دا رنګه زموږ په ادبي ډګر کښي د کره کتني د نېستوالي له کبله زموږ تخليقي ادب د تنزل ښکار شوی دی، نو کله چي زموږ ادب دا وخت د يو داسي غټ بحران سره مخ شوی دی. زموږ ليکوالي طبقې ته څۀ کول پکار دی؟ زما په اند لومړی بايد د ليکوالانو اقتصادي کچه ښۀ او لوړه شي او په دې برخه کښي دولت ښۀ رول لوبولائ شي، څو چي د ليکوالانو اقتصادي او مالي وضعه ښۀ شوې نۀ وي تر هغې به ئې ادب هم وروسته پاته وي. که وګورو هغه ملکونه چېرته چي اقتصاد پياوړی وي هم هلته کښي د ژوند په هره برخه کښي پر مختګونه تر سترګو کېږي. که سائنسي پر مختګونو ئې راتېر شو په ادبي ډګر کښي هم هغوئ زموږ نه ډېر مخکښي دي (د پښتو غزل تنقيدي جاج کتاب) دا خو هغه څه ؤ چي ځيني علتونه ؤ چي زموږ ادب ته ئې له هره پلوه مخنيونه کړې وه. د پورتنيو بېلګو سره سره راځم اړوند بحث ته د ډېرښت او کميت يا څومره والی او څۀ رنګوالي په لور چي توضيح او تشريح شي. د کتونکو او لوستونکو ذهنونو ته لاره پرانېزي پوښتنه دا کېږي چي ولي زموږ ځوانه طبقه ډېر څۀ ليکي او ټولني ته ئې وړاندي کوي. څومره والي ته ګوري خو څۀ رنګوالي ته هيڅ فکر نۀ کوي. د متن اړوند موضوع معيار هنر او کېفيت په پام کښي نۀ نيسي ځکه خو زيات شمېر ادب پوهان ليکوالان او شاعران بيا هم د څومره والي نه د څۀ رنګوالي د ډېرښت نۀ د کميت د وزن او درنښت خبره تکراروي او وائي ښاغلی واصل حسن يار د لرغوني او لوئ کندهار د اوسني ادب ستوری هم په خپله يوه کښلې مقاله کښي (د کوږک ګلونه) تر سر ليک لاندي دا خبره کوي او کاږي يو ځائ وائي د کوږک ګلونه د غريب شتمن لومړۍ شعري ټولګه ده که د څومره والي له مخه ئې وګورو وړه ټولګه ده خو د څۀ رنګوالي له مخه ډېره غني ټولګه ده.

 شعر

د خدائ د نازولو داستان وائي ورته ژاړي

يو څوک دی ترجمه د قرآن وائي ورته ژاړي

 

له ډېري مودې وروسته يو قيدي خپلو بچو ته

ويرجنه واقعه د زندان وائي ورته ژاړي

 

يو څو کډوالي پېغلي سره ناستي وي خپل منځ کښي

ټپې دا زار يا قربان وائي ورته ژاړي

 

د راقم الحروف پر لومړۍ شعري ټولګه د (کوږک ګلونه) په نامه کتاب د ښاغلي حسين يا د ليکنه ۱: عينو مجله کندهار ۲: پښتون مجله پښتنوخوا پېښور چاپ يا دا چي ولي ځيني وخت موږ وايو پلانی کس څومره ډېري خبري کوي پر سړي وغمېږي خو ځيني وخت بيا وايو ياره! پلانی ډېري ښې خبري کوي لږ کوي خو د کار وړ او ښې خبري کوي. دلته هم که وګورو تر لومړي چا دوهم څوک غوره ګڼل کېږي. ځانګړنه دا ده چي لږ څۀ وائي. په تول پوره په هنر سنګار شوي خبري کوي تر هغه ډېرو خبرو چي ښۀ پايله نۀ ورکوي يا هسي د چا خبره عقل خوري وخت ضائع کوي هغه لږ غوره خبري د اهميت وړ دي دلته که ځير شو بيا هم ډېرښت ته نۀ کمُبت ته وکتل شو. څومروالي ته نۀ څۀ رنګوالي ته اعتبار ورکول شو. تر څو زموږ اديبان هم که شاعر شعر ليکي او که ليکوال نثر ليکي بايد ډېر څه ونۀ ليکي چي بې خونده او بې رنګه وي پيکه والی ولري لږ څۀ دي وي ښۀ دي وي. لفظي ښکلا دي ولري، د لوړ خيال څرګندونه او د مثبت پېغام توان دي ولري. د تشبيهاتو استعارو علامت د کنايې رموز، خوږه ژبه دي ولري چي د کور دننه او بهر د ملتونو په زړونو کښي ځائ وموندي او د اولسونو د استفادې وړ  وګرځي. د څومره والي له مخه ئې ونۀ ليکو د څۀ رنګوالي له مخه ئې و ليکو. پورتني هغه توکي وو چي اشاره ورته وشوه د ډېرښت او څومره والي تر څنګ هر يو پر خپل خپل ځائ زموږ ادب ته خو زيان اړولی دی لکه جنګونه، سياسي بحران، ګوډ وړوند اقتصاد، داسي ګڼ شمېر نور لاملونه. خو يو څۀ چي موږ ئې په بشري ژوند او پر مختللې نړۍ کښي د تل دپاره د ناکامۍ، بد امنۍ، ورانۍ او هري پرېشانۍ سره مخ کړي يو او لاس وګرېوان يو هغه په پښتنه ټولنه کښي لا عملي او ناپوهي ده. بې سواده ورځي موږ له هري سيالۍ غورځولي يو. داسي چي په لوست ليک او زده کړو لاس پوري کړو تر څنګ ئې د لوستني او مطالعې ځان عادي جوړ کړو، تر څو مو د خپلي ټولني حقوق پر ځائ کړي د ژبي کلتور او وطن پالني اعزاز مو په برخه شي او ادب مو هم پر مختګ او وده وکړي، د ټيټي ورځي او بې علمۍ له تيارو ځانونه راوباسو،  د پر امن او ودان کور وګړي او د يوې سيالي ټولني په نوم يوار بيا راپورته شو تر څو پلار او نيکه پر قدم په نړۍ ځان ومنو او پښتني ټولني ته اوښکي د خوښيو په لمن ور پاکي کړو.

 

بېلتونه! دا ځل دي نو عمر دومره لنډ شه چي زۀ

په لمن اوښکي پاکوم او جانان بېرته راشي

 

دروېش درانی

 

FaLang translation system by Faboba