ليکوال نور احمد فطرت

مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

د پالني مجلې د کال ۲۰۰۳ په څلورمه ګڼه کښي احمد شاه اعظمي ښاغلي استاذ ارواښاد پروفېسر راز محمد راز سره "شاعري ته بايد د عقيدو په چوکاټ کښي و نۀ کتل شي" تر سر ليک لاندي يوه اوږده، په زړۀ پوري او معلوماتي مرکه کړې وه. مرکه کښي، اديب، شاعر او صحافي احمد شاه اعظمي له ارواښاد راز صاحب څخه پوښتنه کړ ې وه چي شعر څۀ ته وائي؟ د شعر تعريف تاسو څنګه کوئ؟ راز د دغه پوښتني په ځواب کښي وئيلي ؤ. " د انسان چي کوم احساسات او جذبات دي د هغو انځور ګري چي موږ په لفظونو سره کوو دې ته شعر وايم او شعر بيا په بنيادي توګه د جمالياتو سره تړلی بولم او د جمالياتو بيا ځانته يوه فلسفه ده هغه خونو هر چاته معلومه ده." پورتني عبارت ته په کتلو سره که چېري موږ شاعري د جمالياتو سره تړلي يو ستر عمل وبولو نو بيا خو پوښتنه دا راپېدا کېږي چي جماليات په اصل کښي څۀ ته وائي؟ اقبال نسيم خټک ليکي " انسان چي هر کله د دې مځکي په خاوره قدم کښېښود او د دنيا باد پرې ولګېدو نو هغه د  ګڼو مسئلو سره مخامخ شو په دغه مسئلو د ښۀ او بد مسئله د سود او زيان مسئله د ښۀ او خراب يا ښکلي او نا ښکلي مسئله د ده دپاره د فکر وړ شوه .خو بنيادم د وخت تېرېدو سره په ځينو مسئلو خو قابو وموندی خو ځيني مسئلې د دۀ له وس څخه وتلي وې. او دۀ سمدستي حل نۀ کړلائ شوې. په دغه مسئلو کښي يوه اهمه مسئله د جمالياتو هم وه.

د جمالياتو په تاريخ کښي بام ګاټن لومړی ليکوال دی چي هغۀ د فن او ښکلا د فلسفې دپاره د جمالياتو وراشې ته دود ورکړ او دا ئې د فلسفې يوه جلا څانګه وګرځوله. جماليات د علم په لحاظ د خپل نوم نه ډېر پخوانی دی. جماليات د لفظ "جمال" څخه مشتق دی، خو حقيقت دا دی چي په جمالياتو کښي صرف په جمال بحث نۀ کېږي، بلکې له فن څخه علاوه حسن او د دې سره تړلي نور اقدار هم زير بحث راځي. په انګرېزي کښي لفظ بيوټي (Beauty) په پراخ او محدود دوو مفهومو کښي استعمالېږي. په پراخ مفهوم کښي په دې کښي جمال او جلال دواړه راځي، حسن د عربي ژبي توری دی. نامتو عالم راغب اصفهاني ليکي. " حسن هغه شی دی چي خوشحالي بخښي". قرآن کريم هم د لفظ حسن د لغوي مفهوم پخلی کوي او د دې نه داسي څيز مراد اخلي چي د کتونکو دپاره د خوشحالۍ سوب وي. لَوْنُهَا تَسُرُّ النَّاظِرِينَ (چي د دې رنګ کتونکو ته خوشحالي بخښي). راز محمد راز صاحب په خپله يوه مقاله کښي زياتوي "ښائست يو معروضي حقيقت دی، له عرشه تر فرشه موجودګي لري. راز صاحب وائي: حسن خپله يوه فلسفه لري، حسن انسان و خير ته وربولي، زما په خيال تخليقي عمل دوه اړخيزه صفت لري. کله چي د لفظونو په توسط موږ جمالياتي احساس ته معروضي صورت ور وبخښونو هلته پر موږ باندي د خپل وجود ډېري نوي ګوښې هم ځان ښکاره کوي! شاعر يا فنکار د خپل ذات په وسعتونو او ا مکاناتو په حقيقتونو خبرېږي، بيا نو شاعري دا ټولنيزه وظيفه تر سره رسوي چي نور خلګ د دې په وجه خپل احساس وپېژني! ولي چي دا صلاحيت خدائ پاک هر چاته نۀ دی ورکړی! دغه مقام چي د شاعري رېښه د نفسياتو په مځکه کښي زرغونه وينو. (پالنه مجله دوهم کال درېيمه ګڼه).

به هر حال اقبال نسيم خټک د خپل کتاب "خوشحال او جماليت باندي مخته ليکي "جماليات يو پرله پسې عمل دی چي د ژوند ټولو قدرونو ته ښکلا بخښي. بې له جمالياتو ژوند معنی نۀ لري، موږ وينو چي که يو خوا فطرت د ښکلا عکاسي کوي، ښکلي ګلونه غرۀ ايز منظرونه، ابشارونه، ښکلي مرغۍ، ځناور، وني او بوټي موږ ته ښکلي ښکاري نو بل خوا موږ ته د خلګو په ناسته پاسته کښي هم ښکلا په نظر راځي. په خبرو کښي خپل حسن وي د خوراک په خوړلو کښي هم حسن وي تر دې چي د اوسېدو په ټولو طريقو کښي هم حسن وي بلکې تر دې پوري چي نيتونه او شرافت هم د حسن په تله تلل کېږي. هر هغه شی چي موږ ته ښۀ ښکاري هر هغه کار چي موږ ئې ښۀ ګڼو او هر هغه احساس چي موږ ته تسکين راکوي حسن دی! نو ځکه موږ وئيلائ شو چي ژوند په جمالياتو ولاړ دی، او جماليات د ژوند پرته څۀ معنی نۀ لري. 

ارواښاد قاضي ملا عبدالسلام اڅکزی که يوې خواته يو ستر مذهبي روڼ انده عالم ؤ. د سيمي، هېواد او د نړۍ پر ټولو چارو ئې نظر ؤ، د تحريک ازادي يو پر جوش کار کن ؤ او خپله يوه شخصي، سياسي او مذهبي نظريه ئې لرله. خو د دې هر څه سره دی يو رنګين مزاجه فطرت خوښونکی انسان او يو ښکلا پرست شاعر هم ؤ. موصوف ته او د دۀ د رڼې شاعري پانګي ته چي زۀ ګورم نو دی ماته د حسن او جمال د خيالاتو څخه برخه من ښکاري. د دۀ ضخيمي ټولګي د ښکلو اشعارو څخه ډکي دي. د خوشحال بابا، حميد بابا، کاظم خان شېدا، پير محمد کاکړ، رحمان بابا، ملا حنان بارکزی، علي خان، غني خان، علامه عبدالعلي اخوندزاده او نورو ډېرو شاعرانو غوندي دۀ هم د پښتو ژبي لمن د رنګارنګ ښکلو اشعارو څخه ډکه کړې ده، که د خوشحال بابا په ځان او په جهان کښي فقط دوه څيزه خوښ دي، په ځان کښي دوې سترګي او په جهان کښي واړه ښکلي خوښ دي. دا ځکه چي د ښکلا ادراک د سترګو له لاري کېږي. سترګي د ښکلا د کتلو دپاره دي او ښکلا د سترګو.  قاضي صاحب هم خپلي ليلیٰ ته په سترګو ګوري، دی هم خپلي محبوبې ته چي د غنچي عجيبه نوم ورته کاروي وائي: 

" زۀ چي کله غنچي ته وګورم نو د دې نېغ باڼه ما په نظري غشو وولي، او بيا وائي چي دا نو مۀ کوه چي يار يو وار پياله د سرو لبانو راته ډکه کړي او بيا ما د دغه کوثر څخه محرومه کړي او زۀ تږی پاته شم. "د طلب مذهب" لومړی ټوک زوړ چاپ دا غزل ئې خپله هم ولولئ چي څومره خوندوره ده لکه چي وائي:

 

غنچي ستا د ميني څومره تندي وړې ما

چي پټ خاندې په اغزي ولي داړې ما

 

يو وار ډکه کړې پياله د سرو لبانو 

بيا ناترسي د کوثره څه شړې ما

 

باڼوګانو کاري وويشتم په غشو

خويشي وکتل و تاته ګل بڼې ما

 

اجل مل عبدالسلام قبر ته بيائي

ستا په سېل نۀ کړې ښې سترګي سړې ما

 

(مخونه ۲۳۵ او ۲۳۶)

سلمیٰ شاهين ليکي " د دنيا د هري سيمي شاعر په هره ژبه کښي د حسن او د ښکلا د مظهر ستايني کړي دي او ډېر په خوند خوند ئې کړي دي. په دې ټولو شاعرانو کښي د ډېر و محبوب په روايتي معناوو هلک دی. دلته دا نکته واضح کول ضروري ګڼل کېږي، چي د پښتو او پښتنو شاعرانو په شاعري کښي د (مرد پرستي) ډېر شعرونه ليدل کېږي، په دې ټولو کښي خوشحال داسي شاعر دی چي د خپلي شاعري مخاطبه ئې جمال نسواں  ته کړې ده.

زۀ وايم ما چي کله د قاضي ملا عبدالسلام بابا پراخه، جاذبه، شاعري پرله واړوله نو ما هم د قاضي بابا په زرونو داسي ښکلي لونګين او زرين اشعار لاس ته راغلل چي هغه محبوب يا جانان ته نۀ بلکې محبوبي، ليلیٰ يا نازکو پېغلو ته ليکل شوي وو. د ګل خنداني په نوم د يوې ښائسته پېغلي اشعار ولولئ چي څومره خوند، مروت او ښکلا پکښي شته:

تا ساده مخلوق خطا يوست ګل خنداني

ولي ما په اور کښي سوځې مسلماني

 

باڼو ګان برابر ولي کاري غشي

تېرې توري چلوې کږې کماني

 

 

زړونه وړې او روحان کاږي ايمان اخلي

پښتني افضل نسبه پېغلي ځواني

 

(سوسن چمن مخ۳۲۵)

په "طلب مذهب" نوي چاپ کښي خو يو ځائ صنف نازک (يعني خپله غنچه) دومره ستائي چي اندازه لګول ئې هم ګران کار ښکاري. راځئ چي دغه لانديني اشعار ئې هم په غور سره ولولو چي پر (دۀ) باندي خپله محبوبه څومره ګرانه ده لکه چي وائي:

 

خُله په پاڼو، سرۀ لاسونه په نکريځي

زما بلبل د زړۀ پر شالتا څه نۀ ځي

 

روژه ووته کوي د اختر زېری

ستا د مخ پر اسمان مياشتي کږې ورځي

 

د مجنون لېوني نۀ سړوي مينه

بې ليلی چي د کلي نوري ښځي 

 

طلب مذهب دوهم ټوک نوی چاپ مخ (۷۸۳)

د پښتنو پېغلو حسن هم د قاضي صاحب دپاره جاذب ؤ، په تکرار سره دی يوار بيا خپله غنچه ته مخاطب دی:

 

زما د شناخته بېزاره شوې چي ولي

غنچي ګل د بل دپاره شوې چي ولي

 

طوطي والوتی د بخت و ماته شا شوه 

مينا پاته بوره وراره شوې چي ولي

 

زۀ د خپله هوډه نه يمه اوښتی

ته که ګل وې هم ګاځاره شوې چي ولي

 

پر تا نن لکه باران وراباڼي ژاړي

پښتنې ناوکۍ خواره شوې چي ولي

 

سوسن چمن دوهم چاپ مخ (۳۱۳) 

حتی قاضي بابا خو يو  ځائ په سوسن چمن مخ (۳۱۵) د زړۀ د ورکولو يا د دلاسې دپاره هم د جنتي حورو د راتلو خبره کوي چي ناشوده هم ده او يو ناولده ارمان هم دی لکه چي وائي:

 

دوباره به مي غم نۀ ووزي د کوره

جتني حوري که راشي ننواتي

 

د دنيا په غم لړلې وداني کښي

همېشه نښلي دغسي واقعاتي

 

ملا عبدالسلام بابا هم په خپله شاعري کښي يو جمالياتي تصور لري هغه هم د حسن او جمال پر ستار دی. دۀ په خپله شاعري کښي د جمالياتي احساس ښودنه کړې ده. د حسن او جمال اشعار ئې دومره ښکلي په زړۀ پوري او له خونده ډک دي چي لوستونکي ئې په وئيلو نۀ مړېږي. راځئ چي د ځينو اشعارو نمونې ئې ولولو:

 

نوخطان د دې جهانه په ځواني ځي

کوم يو ګل د باغ پر نوي بهار نۀ مري

 

ما وئيل مل به کل مزل راسره وکړي

دا يوه شمع به زما د بازار نۀ مري

قيامت وځنډېدی کله ديدار کېږي

اروحان ولي د غمه بل وار نۀ مري

 

په برزخ کښي به د کومه وخته پائي

ډېر عمرونه په اوږده انتظار نۀ مري

 

خضر پټ ګرځي له شرمه څه د دغه

چي دا نور همځولي ولاړو يو يار نۀ مري

 

دا جهان ګر سره زموږ په غم ودان دی

لکه دا په خپلو زهرو چي مار نۀ مري

 

سوسن چمن مخ (۲۹۸)

 

څو خالصي ويني اوړي اوښکي صافي

پر ليلی به لېونی نۀ شې په لافي

 

که موږ سم په حقيقي ساقي سلوک ځو

نرګس نۀ را اوړي سترګي خراپي

 

ګل مخان شونډي په پان لاس په نکرځو

شرمنده شوې زلېخا غوندي اشرافي 

 

سوسن چمن مخ (۲۹۲)

ملا عبدالسلام بابا هم لکه لوئ خوشحال خټک پر ګلونو مين دی، په پسرلي مين دی، په هوسۍ مين دی، په پتڼ مين دی، په باران مين دی، پر زلفو مين دی، پر هنداره مين دی، پر سپوږمۍ مين دی، پر ساقي مين دی، پر خوبانو مين دی، پر رباب مين دی، پر ګوهر مين دی او داسي نور نور. نو ځکه دی هم ټکي په خپله تلپاته شاعري کښي يادوي يو څو نمونې ئې د بېلګي په ډول ولولئ:

د مخ پاڼي پټوه نښلي ماښام يخ

پر تا زه ګلانو الوزي مدام يخ

 

د کوګل د تناره لمبې مي وژني

اوروي باران، د اوښکو ګل اندام يخ

 

چي په شونډو پټ ومسېږي لاندي

و غنچه ته دومره نۀ کوي ارام يخ

 

غمزده بهار له وار ورولې خدايه!

شور ګلشن کابل وهلی دی تمام يخ

 

(سوسن چمن مخ ۵۲- ۵۳)

د رباب اشعار

 

خدائ به تشه نافه ډکه کړي د مشکو

پر هوسيو د دۀ فضل دی پيرزو  پټ

 

غم د ساز په اواز خلګ وائي کمېږي

ږدمه سر لکه رباب پر ځنګنو پټ

 

(سوسن چمن ۴۵- ۴۶)

(د پتڼ اشعار)

که د چا ټينګه وله وعده هو ده

حلال عشق د خير برخه د هغو ده

 

زموږ د خټو څۀ رنګه ګلان غوړېږي

خوا خښلې خدائ د ميني په اوبو ده

 

هر پتڼ په زور د عشق په اور کښي نښلي

او که نۀ پر ځان د چا بده پيرزو ده

 

سوسن چمن مخ (۱۹۲)

(د هنداري اشعار)

 

په هنداره کښي ځان ووينه محبوبي!

سپوږمۍ ايسې ښائسته جنتي حوري!

 

پسرلني اشعار ئې هم په وئيلو ارزي:

 

دروازه باغوان راخلاصه کړه دننه

غمزده ګلانو بېرته وخندل 

 

د سوسن چمن د اوښکو شبنم اوري

لکه زرګوهر د ځانه ښندي خپل 

 

ځوان طالع لاس و عبدالسلام ته ورکړی

د پسرلي ورېځي ډېر اوري تل

 

سوسن چمن  مخ (۱۲۱)

ښاغلی ارواښاد قاضي ملا عبدالسلام بابا په پسرلي او پسرلني ټاپي دومره مين دی چي اندازه ئې نۀ کېږي. زۀ چي د دۀ پسرلني اشعار لولم نو دې ته حيرانېږم چي قاضي بابا په خپل طبعيت کښي څومره ظرافت درلود اشعار ئې ولولئ:

 

لويه  د استقلال موږ

په پسسرلي کوو سږ کال موږ

 

پر صحرا ووتې وراوي

د لاله ګېډۍ به راوړي

 

پېغلو ووهئ درياوي

سرۀ لاسنوه وځي ناوي

 

درپوښ ووتو ګلان لڅ

لکه ستاسو بارخوګان لڅ

 

(طلب مذهب لومړی ټوک زوړ چاپ مخ۱۹۳)

يا دغه ډول دا اشعار ئې هم د يادلو وړ دي لکه چي وائي"

چي ښکاره کړي ګل ګلاب رنګ

د سوسن درپاڼو صاف رنګ

 

په خوشحاله به بلبل شي

بېلتون ځي بهار به بل شي

 

مخ به لڅ کړي شګوفه هم

مشک به وپاشي نافه هم

 

صراحي به خاندي کلکه

شمع پټ د غر ېوه ډکه

 

(طلب مذهب لومړی ټوک زوړ چاپ مخ ۱۰۹ )

خالص جماليات ئې د لوستلو دپاره حاضر دي. دا لانديني خوئې داسي اشعار دي چي هم خوند لري او هم رنګ :

 

عاقبت اهاړ  وهي ستاسو ګلشن خپل

که فرصت وينې چابک کوه ديدن خپل

 

دګل پاڼي رژوي ساړۀ بادونه

دا جهان په مېلمنو وهي رخشن خپل

 

څو و ګران محبوب ته حال د زړګي وائي

دومره نۀ درته درېږي زکندن خپل 

 

سوسن چمن مخ (۱۲۱)

د قاضي صاحب د شاعري دا جمالياتي اړخ (د دۀ د لوړي شاعري رنګه) دومره ويړ او پراخ دی چي زۀ ئې په راټولولو ستړی شوم. دا وخت د دۀ د ښکلو اشعارو دومره زياتي نمونې زما مخ ته پرتې دي چي زۀ اوس حيران يم چي د دۀ د شعرونو کومه نمونه راواخلم او کومه ئې پرېږدم. ملا سلام په خپله شاعري کښي پر بېخي زياتو اړخونو لکه مذهب، سياست، ازادي، پښتونواله، عقائد، اخلاقياتو،جمالياتو بشر دوستي، انسان دوستي، مسلمان دوستي، افغان دوستي، اتفاق، وطن دوستي او داسي نورو موضوعاتو باندي کار کړی دی. ملا سلام بېخي زياتي څېړني ته اړتيا لري. زۀ وايم که پر دۀ باندي ليکوالان د سلو کتابونو په شا و خوا کښي تحقيقي کار وکړي هم به کم وي. دا ځکه چي ملا عبدالسلام خو يوه را خوټېدلې چينه ده چي کفايت په وشي بلکې موصوف يو درياب دی چي بهېږي مګر سر او پائ ئې نشته.

دومره غټ دی لکه د پښتو پلار لوئ خوشحال خټک دی هم يو ځائ دا دعوه کوي لکه چي وائي:

 

پښتنو لره عبدالسلام يواځي

ښۀ غم خور د زمانې خوشحال خټک شو

 

 

 

 

FaLang translation system by Faboba