ليکوال پروفېسر ډاکټر محمد زبير حسرت 

مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

 

 

محترم صدر صېب! جناب پروفېسر علي خېل درياب صېب، ميا فضل رحمان شاهد، قدرمنو پروفېسرانو، شاعرانو او راغلو مېلمنو سلامونه: موږ نن دلته دَ ښاغلي علي خېل درياب او دَ ښاغلي خيام يوسفزي دَ کتابونو  دَ مخ کتني په لړ کښي را يو ځائ شوي يو. دَ ليري ليري  سيمو دوستان او ليکونکي راغلي دي. پروګرام ډېر خوندور دی. اګر که موسم ډېر يخ دی. دَ يوهـ رخصتي ده او دَ ماه دَ مياشتي راتګ دی. خو دَ دوستانو ډېر  په مينه په غونډه کښي شرکت او جذبې دَ موسم په شدت کښي کمی راوستی دی. 

له ما وړاندي ډېرو ادبي دوستانو خپلي خپلي مقالې، مضامين او خوندور  کلامونه واورول او ستاسو دَ لاسونو په پړکار او واه واه او ډېر اعلى په رنګ کښي ئې ښۀ داد او ډاډ وصول کړو. زۀ دَ خپلو ملګريو تر ملازې نۀ شم تېرېدی. نو که هوا ډېره هم يخه وه او مزل هم اوږد ؤ خو لېونۍ جذبې په شوق راورسولم او تاسو ته معلومه ده چي دَ شوق او جذبې کمالات دا دي چي دا ډېري ګراني اسانوي. 

په هر حال ما چي څۀ بيانول غوښتل يا چي زما کوم مقصد ؤ هغه زما ورور او ملګري ډاکټر علي خېل درياب په ښۀ شان او ښائسته پېرايه کښي دَ کتاب دننه واضحه کړي دي. چي انداز ئې علمي، ادبي او تحقيقي دی. ژبه ئې سنجيده او لهجه ئې نرمه او پسته ده. 

ښاغلي فېروز اپريدي هم ښۀ ليکل کړي دي او دَ ادبي ليکني سره سره ئې دَ خيام يوسفزي دَ يارانې دوستانې حق هم ادا کړی دی. پروفېسر ډاکټر اقبال نسيم خټک چي پرې کومه رائې څرګنده کړې ده نو ذهن ئې اخلي. خو دغه خبره چي ښاغلي خټک صېب او ملګري درياب کړې ده چي خيام يوسفزي په وړومبي ځل دَ خوبونو  تعبيرونه موږ ته دَ شعر په ژپه په ورغوي کښي اېښي دي. دَ دغي سره اتفاق ګران دی. له دغي پرته زموږ په عصر کښي مشر ليکونکي قاضي عبدالعليم اثر افغاني هم يوه خواب نامه په شعرونو کښي ليکلې ده. او دغه شان په نزدې ماضي کښي مُلا نعمت الله او ځيني نورو اولسي داستان ګو شاعرانو هم دَ خواب نامو په پښتو ژبه  ليکلو  يا دَ فارسۍ نه په ترجمه کولو  هڅي کړي دي. چي دَ دواوې شبقدر سيد ابو علي شاه او دَ سپيني وړۍ  مولوي ګل احمد خليل نومونه په کښي ډېر ځلانده دي. 

ما خپلو نقطو کښي زياتره فائده دَ ډاکټر حزب الله (ګنډاپور) دَ کتاب "تحليل نفسي" او دَ ډاکټر يونس خان دَ اشنغر دَ نفسياتي کتاب " دَ ضمير غږ " څخه  اخستې ده. او دَ فرائد، ژونګ او نورو دانشورانو نه علاوه مي دَ علامه محمد ابنِ سيرين(رح) دَ "تعبير الرويا"  نه هم استفاده کړې ده. او دا شان دَ جليل القدر پېغمبرانو او صحابه کرامو(رض)  دَ حالاتو نه مي هم ډېره اخذونه   کړې ده. 

دَ "خوبونه په ورغوي " هئيتونه دَ غزل او مثنوي بڼه لري. سټائل ئې کلاسيکي شاعرانو ته نزدې دی. بلکې بېخي دَ پخوانو شاعرانو مينه پرې ماتېږي. طرز ادا ئې ښۀ ده . فصاحت او بلاغت لري. ولي په ځيني ځايونو کښي دَ عربۍ يا فارسۍ لفظونه دَ عام قاري دَ ذهني سطحې نه لوړ شي او دَ موضوع دَ ګران والي شدت په ګوته کوي. په صوري او معنوي لحاظ ښکلی او غوره کتاب دی.  دَ سر پاڼي او دننه پاڼو انځور ګري ئې ښه شوې ده. او خيام چي په خپله خپل کتاب کمپوز کړی دی نو په دغه هنر ئې دَ لوستونکو نظرونه، زړونه او ذهنونه ځان پله راښکلي دي. دَ فائن آرټ يا ارټ پېپر په استعمال ئې دَ کتاب ارزښت يو په دوه کړی دی. کتاب ښائسته خو ښکاري، ولي دَ خيام يوسفزي دَ مالدارۍ او غني توب نخښي  نخښانې هم په ګوته کوي. چي يو پله خو ئې ورته عام غريبانان شاعران پسخولي دي او بل طرف  ته ئې هغوئ ته ګرانه کړې هم ده. چي هغوئ به اوس خپل نګارشات په کوم پېراهن کښي خپلو لوستونکو ته وړاندي کوي. 

خوبونه ليدل يو حقيقت دی. دَ کتاب موضوع په دې هم اهمه ده چي خوبونه هر څوک ويني چي بنيادم وده وي نو که ورځ وي او که شپه خو کله کله خوب ضروري ويني. خلګ دَ  خوبونو دَ تعبير تعين دَ هغه دَ وخت سره تړي او دا هم ده چي کله دَ غوښتني په جذبه کښي شدت راشي او په ويښه ئې تکميل ناشونی ښکاري نو دَ ورځي هم دَ خوبونو په دنيا کښي بنده دَ مرام په لور تګ کوي. خو دا دَ هغوئ نا اسوده خواهشات وي. 

"خوبونه په ورغوي"  پښتو ژبه او ادب کښي يوه په زړۀ پوري  اضافه ده. چي خيام يوسفزی په کښي دَ خپلي پوره اسلامي او ادبي مطالعې، تجربې او مشاهدې سره  درې دېرش کلونو په عمر کښي دَ لوستونکيو مخي ته راغلی دی او په وړومبي کتاب ئې ګوئې له ميدانه دَ ادب په چوګان وړلی دی. 

پېغمبران عليهم السلام، صحابه کرام (رض)  او دَ دين بزرګان، نېکان او صالحان انسانان رويا ئې صادقه (ريښتوني خوبونه) ويني. دَ خوب سره تړلي ترواړو اهمه واقعه دَ حضرت يوسف عليه السلام ده. چي دَ قرآن عظيم په څوارلس دَ پاسه سل سورتونو کښي يو مفصل سورة ( سورة يوسف ) دی. چي "احسن القصص " ورته هم وئيلی شوي دي. قرآن مجيد اګرچي دَ قصو کتاب نۀ دی، صرف دَ عبرت او دَ اوامرو په ځائ راوړلو دَ پاره ئې اساطير الاولين (حالات او واقعات) بيان کړي دي او بنده ته دَ سوچ، فکر او تدبر دعوت ورکوي. خو دَ حضرت يوسف (ع) او دَ هغې سره تړلي واقعات يوه دَ عبرت نه ډکه لويه قصه ده. چي نۀ يواځي دَ يوسف(ع) دَ خوب تذکره په کښي شوې ده. بلکې دَ هغه دوو تنو بنديوانو چي يو دَ بادشاه ساقي او بل نانبائي وي.  دَ هغوئ دَ خوب تعبير هم يوسف عليه السلام ورکړی دی. او دَ هغوئ له  زندانه  په رهائي ئې ورته تاکيداً وئيلي دي چي بهر لاړ شئ نو دا زنداني ملګری مۀ هېروئ او بيا هر کله چي عزيز مصر خوب ليدلی دی او چا ئې صحيح تعبير نۀ دی ورکړی نو دَ يوسف(ع) زنداني ملګري ته حضرت يوسف(ع) ياد شوی دی. دَ دې دا مطلب شو چي خوبونه يواځي مومنان او مسلمانان نۀ ويني. دَ دنيا دَ نورو اديانو او مذاهبو وګړي هم  خوبونه ويني چي دَ هغوئ دَ خوبونو تعبيرونه به مسلمانان وي کۀ نۀ؟ او صحيح به وي کۀ غلط؟ ځکه چي خوبونه نۀ خو مسلمانان وي او نۀ کافران او څنګه چي دَ عزيز مصر چي مسلمان نۀ ؤ  خوب رښتيا شوی او تعبير ئې شوی دی. نو يقيناً چي دَ نورو اديانو او مذاهبو دَ پېروکارو خوبونه به هم ښۀ او بد تعبيرونه ضرور لري.

دَ حضرت دانيال (ع)، حضرت محمد صلى الله عليه وسلم، خلفاء راشدين، تابعين او دَ تبع تابعينو په واقعاتو کښي هم  دخوبونو ليدلو واقعات مخي ته راځي. 

دَ علامه محمد ابن سيرين(رح) تعبير الرويا ډېر مستند او غوره کتاب ګڼلی شي. په ډېرو ژبو کښي ئې ترجمې شوي دي او دَ خوبونو دَ تعبيرونو په اړه انفرادي شهرت لري. 

خيام يوسفزي چي په "سرچينې" کښي دَ قرآني تفاسيرو او احاديثو سره دَ نورو کتابونو نومونه درج  کړي دي. دا په دې مد کښي ډېر کارآمد کتابونه دي. چي دوئ ترې په ازاد مټ استفاده کړې ده. او خپل موقف ئې پرې قوي کړی او مضبوط کړی دی. 

په پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون کښي چي دَ "خواب نامې" دَ کومي مخطوطې فوټو کاپي موجوده ده. دَ هغې ملاحظاتو کښي ئې ليکلي دي چي دا يوه ناوياته مخطوطه ده چي په کښي ښکلې شاعري ده. دَ تعبير الرويا ( دَ خوبونو دَ تعبير په لړ کښي اشارې په کښي موندی شي.  دَ دې مخطوطې اخر ته دَ فارسۍ،  پښتو، کشميرۍ، هندۍ او انګرېزۍ لغت هم دی چي "افريدي نامه " لري او په ١٣٥ صفحو مشتمله ده. قاسم علي افريدی پخوانی کلاسيکل شاعر دی چي دَ اردو ديوان ئې پښتو اکېډمۍ پېښور پوهنتون چاپ کړی دی او دَ پښتو ديوان ترتيب، تدوين او تهذيب ئې دَ پښتونخوا مطالعاتي  مرکز باچا خان پوهنتون چارسدې لکچرار ښاغلي فقير محمد فقير دَ علامه اقبال اوپن يونيورسټۍ اسلام اباد نه دَ اېم فل په سطح کړی دی. ياد دي وي چي دَ قام علي خان دَ کلياتو يوه قلمي نسخه دَ اسلاميه کالج پوهنتون پېښور په کتابتون کښي محفوظ ده. 

بله کومه نسخه چي دَ پښتو اکېډمۍ کتابتون لري. دَ لنډۍ دَ اخون احمد او دَ نورو دَ وېنا په نامه پرته ده. چي  موضوع ئې  خوبونه او دَ هغې تعبيرونه دي. زۀ دَ خپل ځاني خيام يوسفزي ته په دې دومره اهم کتاب ليکلو داد، ډاډ او شاباسی ورکووم چي دَ عمر په دې رنګينه او روماني موده کښي په دې دومره غښتلې او کوټلې موضوع قلم پورته کړی دی. لوئ الله دي ئې په علم، پوهه او ژوند کښي برکت واچوي.    امين .

 

FaLang translation system by Faboba