ليکوال مير حسن اتل

مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

ښاغلی عبدالرحيم مجذوب د پښتو ژبي يو له هغو شاعرانو څخه ګڼل کېږي چي تخليقي افکار ئ/ې کابو ټول د شعوري رومانټيسزم پر اوبه خور د اوبو څيښلو او تندي ماتولو هڅه کوي، يعني که د هغه شعري تخليقات د ژورې مطالعې په تله و تلل شي نو دا خبره به ډېره په اسانه توګه ځيني حس شي چي هغه د پښتو ژبي يو داسي رومانوي شاعر دی چي د شعوري رومانټيسزم ټول اصول او قواعد ئې په پام کښي نيولي دي، هغه خپلو تخليقاتو ته ډېر په هنر او باکماله توګه د شعوري رومانيت جامې ور اغوستې دي، خو تردې له مخه چي  د هغه په شاعري کښي د شعوري رومانيت بېلا بېل اړخونو او جوت فکري لوازمات را وسپړو لومړی به د دې فکري تحريک په اړه لنډ بحث وکړو، او دا به وګورو چي د رومانيت د توري اصل رېښه څۀ ده؟. د دې فکري تحريک تاريخي شاليد (پس منظر) څۀ دی؟  يا دا چي بنيادي ځانګړتياوي ئې کومي کومي دي؟.

 ښاغلی عبدالرحيم مجذوب د پښتو ژبي يو له هغو شاعرانو څخه ګڼل کېږي چي تخليقي افکار ئ/ې کابو ټول د شعوري رومانټيسزم پر اوبه خور د اوبو څيښلو او تندي ماتولو هڅه کوي، يعني که د هغه شعري تخليقات د ژورې مطالعې په تله و تلل شي نو دا خبره به ډېره په اسانه توګه ځيني حس شي چي هغه د پښتو ژبي يو داسي رومانوي شاعر دی چي د شعوري رومانټيسزم ټول اصول او قواعد ئې په پام کښي نيولي دي، هغه خپلو تخليقاتو ته ډېر په هنر او باکماله توګه د شعوري رومانيت جامې ور اغوستې دي، خو تردې له مخه چي  د هغه په شاعري کښي د شعوري رومانيت بېلا بېل اړخونو او جوت فکري لوازمات را وسپړو لومړی به د دې فکري تحريک په اړه لنډ بحث وکړو، او دا به وګورو چي د رومانيت د توري اصل رېښه څۀ ده؟. د دې فکري تحريک تاريخي شاليد (پس منظر) څۀ دی؟  يا دا چي بنيادي ځانګړتياوي ئې کومي کومي دي؟.

د جديد يا شعوري رومانټيسزم د مکتب فکر د فکر زړی که څه هم لومړی وار د المان (جرمني) پر خاوره رازرغون شوی دی، خو د فرانس او امريکې  له اوښتونونو (انقلابونو) وروسته ئې تقريباً پر ټول لوېديځ په خصوص د انګلستان پر خاوره څانګي بډورې او وغوړېدې، البته وروسته ئې روس او د نړۍ نورو سيمو ته هم تناوونه و غزول، په انسائيکلو پېډيا اف رومانټيسزم کښي د رومانيت د خورېدو او اثر اخيستو خبري ته داسي اشاره شوې ده: 

"Romanticism was influenced by the ideals of the French and American revolutions, which sought to free man from a rigid autocratic society" (1)

ژباړه: د رومانيت تحريک د فرانس او امريکې له اوښتونونو (انقلابونو) د کومو مخکښانو چي دا هڅه او کوشش کړی وو چي خپل اولسونو د سخت ګير او مطلق العنان سماجيت له ولکې څخه دباندي را وباسي تر ژور اثر لاندي راغلي وو..

د رومانيټسزم د توري اصل رېښه يا کره معنا :

که څه هم د رومانيت يا رومانټيسزم د توري د اصل رېښې يا کره معنې پر سر د محققينو ترمنځ لا تر اوسه ژور اختلافات موجود دي، يعني څوک ئې يو او څوک ئې بل لور ته کښوي، خو د زياترو محققينو دا خيال دی چي د دې کلمې اصل ار يا رېښه د لاطيني ژبي د رومانيس (Romanius)  له توري څخه را ټوکېدلې ده، د پښتو ژبي محقق او ليکوال ښاغلی عبدالمالک همت په خپل کتاب (ادب او ادبي کره کتنه) کښي په دې اړه داسي وائي:

"دغه لفظ د (Romanius)  له کلمې څخه مشتق دی کوم چي پر هغه ژبو او ادبو اطلاقېږي چي له لرغوني لاطينې ژبي څخه را وتلي دي، په منځنيو پېړيو کښي د پخواني روم د ژبي د لاطينې ژبي عامې لهجې بلل کېدې"(۲)

دې فکري تحريک ته د رومانټيسزم نوم څلۀ ور کړل شو؟ يا دا چي د رومانټيسزم کلمه په لومړي وار د چا لخوا و کارول شوه؟ دا هم هغه پوښتنه ده چي په ځواب کښي ئې کوم اوډولي او متفقه دلائل نۀ لرو، البته دا خبره د ډېرو محققينو لخوا شوې ده چی دا کلمه په لومړي وار د کلاسيکيانو له لخوا و کارول شوه او وروسته بيا رومانټيکانو هم د ځان لپاره دغه نوم غوره کړ، عبدالمالک همت په خپل ياد شوي کتاب  کښي د يوه بل محقق  محمد مندور له خُلې  وائي: 

"رومانټيکانو په خپل اختيار دغه لفظ د خپل ښوونځي د عنوان لپاره غوره کړ"(۳)  

د رومانټيسزم د اصطلاحي معنې له پلوه: 

د اصطلاحي معنې له پلوه رومانټيسزم يا رومانيت د اتلسمي پېړۍ هغه ادبي او فکري تحريک ته وئيل کېږي چي د بنياد خښتي ئې د کلاسيکيت ضد افکارو په بټۍ کښي پخې شوي دي، په انسائيکلو پيډيا اف رومانټيسزم کښي د رومانيت د تعريف په برخه کښي داسي وئيل شوي دي: 

"A literary artistic and philosophical movement origination in the 18th century characterized chiefly by reaction against neoclassicism and emphasis on the imagination and emotions " (4)

ژباړه: د اتلسمي پېړۍ د اوستريو لسيزو هغه ادبي، فني او فلسفيانه تحريک چي بنيادي خصوصيات ئې د نو زائده کلاسيکي اصولو ضد او د انسان پر تخيل او جذباتو ئې د زور اچولو هڅه وکړه.

يو بل ځائ ئې هم د تعريف په اړه دې ته ورته او نزدې خبري شوي دي: 

"A movement in the arts and literature which originated in the late 18th century emphasizing inspiration, subjectivity and the primacy of the individual" (5)

ژباړه: د فن او ادبياتو په برخه کښي هغه تحريک چي د اتلسمي ميلادي پېړۍ په اوستريو لسيزو کښي ئې زړی را و ټوکېدی، او پردې خبره ئې زور واچولی چي د کېفيت او شخصي ازادي دي بايد حوصله افزائي و شي.

د پښتو ژبي نامتو محقق او اديب ارواښاد راج ولي شاه خټک هم په خپل مضمون (رومانيت او پښتو نظم) کښي لوړو تعريفونو ته نزدې خبره کړې ده، هغه وائي:

"په ارټ يا فنونو کښي عموماً او په فلسفه کښي خصوصاً رومانيت د يو منفرد رجحان په حېث اول په يورپ او بيا په روس کښي خور شو، د دې شروعات د اتلسمي صدۍ په اخر کښي او د نولسمي صدۍ په شروع کښي شوی دی، د يو تحريک په صورت کښي رومانيت د نيو کلاسيزم په مقابله کښي مخي ته راغلی دی"(۶)  

د رومانټيسزم د مکتب فکر منونکي يا لاروي عموماً په دې باور وي چي د انساني تخيل په دائره کښي راګير د انسان خيال دا اهليت او صلاحيت لري چي انسان د هغه په مرسته ځان له حقيقت سره اشنا کړي، دوئ وائي چي انساني تصور عموماً پردې خبره يقين کوي چي فطرت يو بې حسه او ساکن شی دی، حالانکې داسي نۀ ده، بلکې فطرت د يو باقاعده نشوونما صلاحيت او وس لرونکی دی، ځکه انسانانو ته پکار دي چي هغه د يو ژوندي شي په حېث و ارزوي، رومانيان  وائي چي فطرت هم لکه انسان د جمالياتي حس او خيره قدرنو امين او ساتونکی دی، خبره يواځي د انسانانو په خپل ذهنيت او حس پوري اړه لري، که چېري کوم انسان احساس، ذهن او ژوندی حس ولري نو دا هيڅ ګرانه او ناممکنه خبره نۀ ده چي هغه دي د فطرت له بېلابېلو برخو او مظهرونو سره مخامخ خبري نۀ وکړلائ شي، ځکه انسانانو ته پکار دي چي د خارجيت پر ځائ ډېر انحصار پر داخليت وکړي، ارواښاد راج ولي شاه خټک په خپل ياد شوي مضمون کښي پر مخ وائي: 

"رومانيت په لنډو ټکو کښي فطرت ته د ستنېدو تحريک دی، بنيادم مشين نۀ دی او نۀ عقليت د بنيادم د جذباتو دنيا چي خپل تسکين په څه کښي لټوي هغه د عقل په پېمانه تلل ممکن نۀ دی" (۷)

 شيکسپير هم يو ځائ دې نظرئې ته نزدې خبره کړې ده:

"Earth is music for those who listen "

ژباړه: فطرت يا (مځکه) موسيقي ده، د هغو لپاره چي د اورېدلو حس لري.

د پراخي (وسيع) معني له رويه که څۀ هم د رومانټيسزم په پراخه لمن کښي د انساني شعور سره اړوند ډېر څه را نغښتل شوي دي، خو له کلاسيکيت څخه بغاوت، پر داخليت او روحانيت زور اچول، پر مافوق الفطرت شيانو باندي يقين کول، له فطرت او فطرتي مظاهرو سره مينه کول، حسن پرستي، له ټولنيزو او مذهبي قدغنونه څخه سرغړونه، ازاد خيالي، د کليوال ژوند ستاينه  او له ښاري او صنعتي ژوند بدغوني، د نوي خيال منځ ته راوړولو هڅه، د بې وزلو حمايت، له ظالم څخه کرکه  او داسي نور، دا هغه او اصول او ځانګړتياوي دي چي د رومانټيسزم د تحريک بنيادي نقاط ګڼل کېږي، د پښتو ژبي نامتو محقق او اديب ښاغلی ډاکټر سيد څراغ حسين په خپل يوه مضمون  کښي د دې فکري تحريک د بنيادي اصولو په اړه وائي: 

"رومانيت يوه وسيع مفهوم لرونکې اصطلاح ده، چي پکښي هغه ټوله شاعري راځي چي د روايتي شاعري ضد ده، پخواني رواياتو نه بغاوت دی، د بادشاه په ځائ اولس سره همدردي لري، او د دربار په ځائ د نادار ستاينه کوي، پکښي نوي الفاظ، نوی طرز، نوی جوړښت او جديد بحرونو وي، او زوړ خيال په عجوبه ډول پېش کوي، حسن او د عشق او د فطرت منظر کشي، صحرائي او بېديائي ژوند بيان کوي،مافوق الفطرت څيزونو په دې انداز ذکر کوي چي فطري معلومېږي، يا د فطري څيزونو داسي ذکر کوي چي مافوق الفطرت معلومېږي، بعض پکښي ديومالائي تصورات ځائ کړل شوي دي"(۸) 

رومانيان له نورو نظرياتو سره سره د شخصي ازادۍ په اړه هم  خپل بېل نظر او عقيده لري، دوئ وائي چي  و هر چا ته په خصوص و يوه ارټسټ يا اديب ته بايد هر وخت دا حق تر لاسه وي چي د خپلو احساساتو او جذباتو اظهار په خلاسه خُله او ډاډمن زړۀ وکړي، د دې تحريک په نوموړو خلګو کښي د ويليم ورډز ورتهـ،ټېلر کالريج،  جان کېټس، جارج ګورډن بايرن، شيلې، ويليم بلېک، رابرټ برنز، الان، جهون جيوت،والټير سکاټ، ويکټر هوګو، ايملي ډيکنسن، الګزنډر پوشکن، رابرټ سوهتي او نورو نومونه د يادوني وړ دي.

دا وو د رومانوي فکري تحريک په اړه څو لنډي خبري، اوس به راشو خپلي اصلي موضوع ته او دابه وګورو چي د پښتو ژبي رومانوي ښاغلي عبدالرحيم مجذوب د رومانيت د ذکر شوو خصوصياتو او بنيادي نظرياتو تر کومه بريده خيال  ساتلی دی، د دې خبري ذکر مخکښي هم و شو چي ښاغلی عبدالرحيم مجذوب د پښتو ژبي يو داسي شاعر ګڼل کېږي چي نۀ يواځي ئې د رومانوي تحريک ژوره مطالعه کړې ده بلکې د هغه ټول اصول او قواعد ئې د خپلي شاعرۍ په رګونو کښي ډېر په هنر او د اړتيا مطابق بهولي دي، نامتو  غزل ګو شاعر ارواښاد رحمت الله درد په خپله يوه ليکنه  کښي په دې اړه وائي: 

"مجذوب د ادب او بيا د انګرېزي شعري ادب ډېره وسيع او ژوره مطالعه کړې ده، ښکاري چي دوی د انګرېزي رومانوي شاعرانو نه اثر قبول کړی دی، او زۀ چي مجذوب ته روماني يا د پښتو کېټس وايم نو زما په ذهن کښي هم د رومان هغه وسيع مطلب دی کوم چي د انګرېزي شاعرانو د شاعرۍ خاصه ده"(۹) 

د عبدالرحيم مجدوب په شاعري کښي د رومانيت جوت خصوصيات

 له کلاسيکيت څخه بغاوت او روايت ضد شاعري

په دې خبره کښي هيڅ شک نشته چي جديد او شعوري رومانيت د پېل نخښي هغه وخت  راڅرګندي شوې چي کله د يو څو انسانانو شعوري استعدادونه په دې و توانېدل چي نور په ادب  او د فنون لطيفه په نورو ژانرونو کښي د ټاکلو او معزئين شده اصولونو او قوانينو پالنه او ساتنه  نۀ کوو، ادبي تخليق بايد نور دې ته ازاد کړل شي چي اديب ئې د خپلي خوښي او رضا مطابق تخليق او تر خلګو پوري  ورسوي، يعني يو تخليق کار يا اديب ته بايد د هر هغه څه ليکلو او وئيلو اجازه وي چي زړۀ او خيال ته ئې ور شي، د دنيا هيڅ قانون او اصول دا حق نۀ لري چي د کلاسيکيت يا اعلي معيار په نوم  انساني تخليق او خيال ته د غلامۍ او محدوديت زنځيرونه  ور واچوي، که څوک  هم داسي کوي نو دا به د ظلم او بې ځايه پاپندي په زمره کښي راځي، ارواښاد راج ولي شاه خټک هم په خپل يوه مضمون کښي د رومانيانو دا نظريه تر بحث لاندي راوستې ده او وائي:

"رومانيت د کلاسيکيت په ضد راوتی دی، د تړلو قاعدو قوانينو نه بغاوت او د خپل ذات د دنيا ځان ته ځان پېژندل، ازادي، د فکر ازادي، انفراديت لذت او سرور خپل نفسياتي ضرورت د رومانيت يا روماني انداز خبره و شي"(۱۰)

د رومانيانو له کلاسيکيت څخه د بغاوت يوه بله بنيادي وجه دا هم وه چي دوئ نور نۀ غوښتل چي د هغو ټاکلو اصولونو او قوانينو پېروي وکړي کوم چي پېړۍ پېړۍ پخوا په لرغوني يونان کښي ټاکل شوي او وضع شوي وو، په  خصوص د فلسفې او ادبياتو په برخه کښي، د دې نظرئې د سر سرګاټو (مشرانو) به دا هم وئيل چي دا لازمه نۀ ده چي موږ به تر ابده د يوناني او رومي نظرياتو پېروي او ملاتړ  کوو، بلکې موږ خپل هم ډېر څۀ لرو او بايد هغو ته هم په شعوري توګه رجوع وکړو، ښاغلي عبدالرحيم مجذوب هم په خپله شاعري کښي په شعوري توګه دا هڅه کړې ده چي له کلاسيکيت څخه د بغاوت لاره خپله کړي، او روايت ضد شعرونه وليکي،دلته ئې له اشعارو څخه څو داسي بېلګي را اخلو چي له موضوعاتي پلوه روايت ضد بڼه لري:

"ما د تصور په دنياګۍ کښي شنې زرغونې د کيکر ښائښته وني

اېشمه د خزان دي لګي مۀ شه په لمني 

د کيکر ښائښته وني ستا په زېړو ګلو د بلبلو نشته ساز

ستا په شنو ښاخونو مرغۍ نۀ کاندي اواز

تۀ يوه ګنبده د زاړه تهذيب اعجاز 

خوشي په ظاهره او اباد دي د زړۀ  راز

د کيکر ښائسته وني"(۱۱)

 

يا دا شعر 

"شاهو ګله چي سر تروه وه دلې پسې روانه

ګرځېدله په صحرا کښي وچي شونډي پرېشانه

دواړه پښې ئې وې تڼاکي زياتي وه ستړې ستومانه

ناګهانه ئې تۀ پورته په فضا کښي وليدلې

د اوبو تپوس ئې وکړو تا اوبه ور وښودلې 

دا دروغ دي که رښتيا دي ټوپيوري سندرغاړي

راته وايه خړي خراړي"(۱۲)

 

په کلاسيکي يا روايتي شاعري کښي عموماً دا روايت پاته شوی دی چي د شاعر يا اديب لخوا هر هغه شی ستائيل کېږي چي يا خو ئې انسانانو ته ګټه ډېره وي او يا ئې بيا ظاهري شکل او صورت اعلی او د خلګو له خوښۍ سره سم وي، خو روايت ضد يا رومانوي فکر لرونکي اديبان بيا دا نۀ مني او وائي چي د فطرت هر هغه شی يا مظهر د ستائيني او قدر وړ دی چي د فطرت برخه او يا د هغه په تشکيل کښي کوم رول لوبولائ شي، د عبدالرحيم مجذوب په شاعرانه تخليقاتو کښي هم روايت ضد افکار زښته ډېر موجود دي، د هغه لوړو اشعارو ته که په ژور فکر وکتل شي نو يو ځائ ئې د کيکر د وني ستائينه کړې ده، او بل ځائ ئې بيا د خړي خراړي  يعني سپېرې مرغۍ په اړه خبري کړي دي، حالانکې دا دواړه داسي شيان دي چي نۀ يواځي د شکل او صورت له رويه کمتره ګڼل کېږي بلکې نور ارزښت ئې هم دومره زيات د توجو وړ نۀ دی، د ښاغلي مجذوب په نوره شاعري کښي هم  داسي ډېر موضوعات تر بحث لاندي راوړل شوي دي چي له هره پلوه روايت ضد او له کلاسيکيت څخه د بغاوت لاره ګڼل کېږي.

 

داخليت باندي زور اچول:

ادب له داخليت سره تړون لري او که له معروضيت سره؟ د دې بحث پېل کابو له هغه وخت  شوی دی چي کله د نړۍ لومړي شاعر او اديب هومر خپلي اولسي سندري ساز کړې او بيا ئې د هغو په اړه ووئيل، هغه مقدس ډېوډوکس راوله، څله چي هغه ته خدائ د سندري د وئيلو صلاحيت ورکړی دی، دا صلاحيت د هر چا په لاس نشته، دی چي څنګه رنګه غواړي سندري وئيلائ شي، او خلګ خوشحالوي، د هومر پورتنۍ نظريه ادب بغير له کومه شکه د انسان له داخليت او د هغه له جذباتي هويت سره نښلوي، خو له دۀ وروسته د يونان يو بل نامتو فلسفي افلاطون بيا دا خبره نۀ مني او وائي چي ادب بايد له معروضيت سره و تړل شي، افلاطون له ادب او شاعري څخه د اخلاقو د سمولو کار اخيستل غواړي، خو شاګرد ارسطو چي پردې موضوع ئې د (بوطيقا) په نوم روغ کتاب  هم ليکلی دی بيا د دۀ له دې نظر سره اتفاق نۀ کوي او بېرته د هومر نظرئې ته ورته خيالات وړاندي کوي، ارسطو هم وائي چي ادب د انسان له داخليت سره تړلی شی دی ځکه له دې څخه د انسان د خوشحالۍ کار اخيستل پکار دی، دا هغه فکري بحث ؤ چي د ادب په اړه ئې د داخليت او معروضيت نظريات را منځ ته کړل، رومانيان هم د هومر او ارسطو په څېر ادب له داخليت او انساني جذباتو سره تړلی شی مني، او وائي چي ادب يواځي او يواځي د انسان د جذباتو او داخليت عکاسي کوي، ځکه ئې له معروض سره تړل سم کار نۀ دی، د رومانيت د پراخي معنې په تناظر کښي دې خبري ته داسي اشاره شوې ده: 

"Romanticism was considering idealistic a belief in greater ideal than materialism and rationalism and the potential beauty of nature and mystical experience" (13)

ژباړه: رومانټيسزم هغه فکري تحريک دی چي تل ئې د معروضيت (ماده پرستي) او عقليت پر ځائ پر مثاليت، داخليت او  فطرتي ښائست او له هغه سره د نزدې والي پر خبره زور ورکړی دی. 

د عبدالرحيم مجذوب په شاعري کښي که څۀ هم د داخليت سره سره د معروضيت نخښي هم تر سترګو کېږي خو زما په اند د داخليت اثرات ئې د معروضيت په پرتله له هره پلوه په ژوره پېمانه زغملي دي، دلته ئې د داسي اشعارو څو بېلګي رانقل کوو: 

" ديد و د يار په جدائي کښي ځان ته اور ورته کړو

د سوځونکي محبت لمبې ئې لېري ښکاري

 

خو زۀ د تا په جدائي کښي پټه خوله سوځمه

زما په زړۀ کښي اتشينه اور دی سرې ښکاري"(۱۴) 

 

يا دا اشعار:

" نرمه رڼا ترې نه خورېږي شپه مهينه ښکاري 

خدائي د ميني د دنيا واړه رنګينه ښکاري

 

بويه چي وصل شي مئين د زړۀ ارمان و باسي 

بېخي خوندونه شي ور ختم بېخ دځان وباسي"(۱۵) 

 

 

له فطرت او فطرتي مظاهرو سره مينه: 

له فطرت او فطرتي مظاهرو سره مينه هم د رومانيت له بنيادي اصولو څخه يو ډېر اهم او بنيادي اصول ګڼل کېږي، رومانيان د فطرت له هر ډول مظاهرو سره د زښتي زياتي ميني او علاقې څرګندونه کوي، يعني د فطرت يو مظهر هم د دوئ په فکر داسي نۀ شته چي د انساني فطرت د کرکي او نفرت سوب و ګرځي، هم دا وجه ده چي دوئ د فطرت له ښو او ګټورو مظاهرو سره سره د فطرت  هغه اجزاء هم چي په عادي او عام حالت کښي ئې څوک په باک کښي نۀ راولي يا په بله معنا کرکه او نفرت ځيني کوي هم ډېر په مينه او خوندور ډول ستائي، د هغو په صفت او ستائينه کښي بلا بلا خبري سره پېي، کله کله خو ډېر تاواني او مضر اجزاء لکه مار، لړم، مچ، تياره، اغزي او نور هم په داسي تورو و ستائي چي د نۀ غوښتلو باوجود لوستونکی دې ته اړ کړي چي له هغه شي سره د ميني او خواخوږۍ اظهار وکړي، د رومانټيسزم په وسيع تعريف کښي دې خبري ته داسي اشاره شوې ده: 

"Romanticism gave great value to nature and an artist’s experience within nature" (16)

ژباړه:  رومانوي نظريات فطرت او له هغه د سره د انساني جذباتو د تړون او تجربې عمل ته ډېر د قدر په نظر ګوري، 

 مجذوب صاحب هم په خپلو اشعارو کښي د رومانيت دا بنيادي اصول ښۀ په کلکه په پام کښي نيولي دي، او د فطرت ډېر داسي مظاهر او اجزاء ئې د خپلو اشعارو موضوع ګرځولې ده  چي په روايتي ادب کښي ئې هر وخت له يادوني يا ستائينې څخه ډډه شوې ده، لکه په خپل يوه نظم (راته وايه خړي خراړي) کښي چي له يوې ډېري خواري او بې رنګه مرغۍ سره د زړۀ خواله کوي او وائي: 

"بې له سپينو ستورو چي د شپې له خوبه پاڅي

پرخي پرخي اوښکي به ئې سترګو ځيني څاڅي

يا خړه خراړه چي سهار وي پاڅېدلې

پورته په تربت به ئې نارې وي لګولي"(۱۷)

 

د ښاغلي مجذوب صاحب په شاعري کښي نور هم د فطرت داسي ډېر اجزاء ستائيل شوي دي لکه مچ، شپون، د کيکر  ونه او نور چي په عام ژوند کښي ئې هر وخت له اهميت څخه انکار شوی دی او کېږي.

مافوق الفطرت په فطرتي او فطرتي په مافوق الفطرت بڼه اړول. 

د رومانيانو يو بله ځانګړتيا دا ده چي دوئ عموماً فطرتي شيان په غير فطرتي او غير فطرتي شيان په فطرتي بڼه اړوي، او بيا له هغو سره په عادي ډول خبري کوي، خپل احساسات ورسره شريکوي، له هغو هم د څه کولو او څه حسولو هيله لري، دوئ د فطرت له هر شي سره هغه که بيا مادي وي او غير مادي خبري کوي، له هوا سره، له غرۀ سره، له مځکي سره له درختي سره، له ميني سره، له درد سره، له څړيکو سره، له شاپېريو سره، له دېبانو سره، له ديوتاګانو سره، له پېريانو سره او نورو سره خپل احساسات په داسي ډول شريکوي لکه هغه چي د دوئ هر څه اوري او په پوهېږي، دوئ په هر ډول مافوق الفطرت شيانو باندي  د باور اظهار کوي، د رومانيانو دا رويه په اصل کښي د هغې نظرئې سوډه (حمايت) او پر هغه اعتقاد معلومېږي د کومي له رويه چي دوئ مادي او غيرمادي دواړه شيان بااحساسه او د خيره اقدارو حامل او امين ګڼي، مجذوب صاحب  هم په خپله شاعري کښي په وار وار د مافوق الفطرت شيانو ذکر او يادونه کړې ده، دلته ئې يوه بېلګه را اخلو: 

""ګوره څه ډډې پستې وريځي ګړګوټې وريځي دي

چي له دنګو دنګو غرونو سره لوبي کوي

د کوه قاف د ښاپېريو مرمري خوبونه

د دې وېجاړي ارواحونو سره لوبي کوي"(۱۸)

 

"په دې ساوڼ کښي ټوکېدلي رنګارنګ ګلونه

لکه د چيتر ښاپېرۍ چي وي راغلې په غلا

داسي ځواني د ونو بوټو لازواله دلې

لکه ټوټه چي د ارم وي راوتلې په غلا"(۱۹) 

 

د کليوال ژوند انځور کشي او ستائينه: 

موږ چي کله هم رومانوي تخليقاتو مطالعه کوو نو د کليوال ژوند انځور کشي او ستائينه او داسي د ښاري ژوند په خصوص د انډسټرلائيزېشن غندنه او له هغه څخه د کرکي د اظهار څرګندونه به ارومرو په مخه راځي، ددې بنيادي وجه دا ده چي رومانيان تل دا غواړي چي انسان بايد د فطرت اصلي حالت ته رجوع و کړي، چونکې په کليو او کليوالو سيمو کښي فطرت په خپل اصلي حالت کښي موجود وي يا ډېر تاوان او تخريب ته مخامخ شوی وي، ځکه  دوئ تل کليوال ژوند او د کليو ماحول ستائي او د هغو په صفت کښي اشعار وائي، د ښاغلي عبدالرحيم مجذوب د شېخ مدين غرۀ ته خطاب، د خوب ديوتا ته، ارکېډيا، سپرلی راغلی،  بانوګۍ او نور ډېر هغه نظمونه او شاعري ده چي په هغو کښي له نورو خبرو سره سره د کليوال ژوند سره د ميني اظهار شوی دی، لکه لاندي اشعارو کښي چي ئې د يوه شپون د ژوند انځورګري څومره په هنر او کمال کړې ده: 

"د غټو  غټو غرونو غرقو غېږو کښي ګرځېږي

د تورو تور تيوزو ږميو کښي اوسېږي

يو زوړ غوندي اړبه ده ګوښي ګوښي له دوران

په لوګو لوګو غرونو کښي کوي هلته ګوزران

په پاکو پلوشو د نور سهار د خوبه پاڅي

له شپوله څرېدو له پنډي مېږي غوندي باسي 

په مېږو پسي مړ مړ په مزه مزه روان وي 

شنه مځکه ورته ښکته پاس ئې شين اسمان وي 

واړه واړه ګډوري ئې په خوا کښي وي نيولي 

د غرۀ په خوا کښي ناست وي غلې غلې خُلې ځيني اخلي"(۲۰) 

 

تلميحات:

په شعري اصطلاح کښي تلميح هغه څه ته وائي چي کله يو شاعر يا اديب په خپل شعر يا تخليق کښي د کومي تاريخي يا لرغوني واقع يادونه وکړي، د رومانوي مکتب فکر د لارويو يو خاصيت يا د ليک اسلوب دا هم دی چي دوئ په خپلو اشعارو او تخليقاتو کښي د تلميحاتو په خصوص د يوناني تلميحاتو کارونه ډېره په هنر او ښه توګه کوي، کېدائ شي د دې طرز د خپلولو نور هم ډېر وجوهات وي خو يوه بنيادي وجه ئې دا هم ده چي دوئ عموماً د براه راست خبرو پر ځائ بالواسطه خبري کول غواړي، تلميحات هم  دا خاصيت لري چي د يوې کوشنۍ واقعې په يادونه شاعر يا اديب يو لوئ پېغام تر  لوستونکو پوري رسولائ شي، عبدالرحيم مجذوب په خپله شاعري کښي ښه ډېر تلميحات په خصوص يوناني تلميحات کارولي دي، پروفېسر ډاکټر جاويد اقبال خټک په خپل يوه مضمون ( يوناني تلميحات او د مجذوب شاعري) کښي په دې اړه وائي:

"د مجذوب په دغه نوي رنګ او اسلوب کښي د هغه د يوناني تلميحاتو د استعمال ډېر لوی لاس دی، چي په مجموعي توګه ئې د هغه د شاعرۍ رومانوي رنګ ته نوره هم ځلا ور کړې ده"(۲۱)

ډاکټر جاويد اقبال بالکل سمه او پر ځائ خبره کړې ده، ځکه چي ښاغلي عبدالرحيم مجذوب په خپله شاعري کښي زښته زيات تلميحات کارولي دي ، دلته ئې يو څو داسي اشعار را اخلو چي د تلميحاتو بېلګي لري: 

" ما وې زرتښت دی چي ښکاره شو د سما په سيمه 

زۀ شوم خطا ما وې يزدان جوړې بيا و زېږېدو"(۲۲)

 

"د راختونکي نمر رڼا ده دنګو ونو په سر

لکه چي لاس وي د موسی شعله انګيزه غوندي

لکه رڼا چي د ګوتم د مصطفی وي لګيا 

د دې دنيا له ظلمتونو همستيزه غوندي"(۲۳)  

 

" ډېره موده و شوه چي نيت ئې شي د غوښو پېدا

همسا په لاس کاندي شرمخ درومي شپون جوړ شي

لکه موسی د کوه طور شوخي د نور يادوي

ورپسې قوم چي تقليد و کاندي قارون جوړ شي"(۲۴)

 

" د شيرينو شينکي خالونه ورته مخې ته کو

چي هرمن ئې زړۀ کښي شپې ورځي په لار يادوي"(۲۵)  

 

حسن پرستي :

د رومانيت د مکتب فکر يوه بنيادي ځانګړتيا دا هم ده چي دوئ ډېر حسن پرست او ښائست خوښونکی ذوق لري ، ځکه  رومانيان هر وخت په دې هڅه  او کوشش کښي وي چي د فطرت په هر ډول عناصرو کښي د حسن او ښائست نخښي و لټوي، د رومانيانو په نظر د انسان په شاوخوا کښي پراته ټول شيان په بله معنا د فطرت ټول عناصر ښائسته او حسين وي، عبدالرحيم مجذوب هم په خپله شاعرۍ کښي د رومانيانو د حسن پرستۍ د نظرئې کلک ملاتړ کړی دی،  هم دا وجه چي په شاعري کښي ئې داسي بېخي ډېري بېلګي تر سترګو کېږي چي د حسن پرستي د اعلی نمونو په توګه ئې وړاندي کولائ شو، لکه يو ځائ چي وائي:

"لکه د  انګلستان د پېغلو چتر چتر ښکلې زلفي

چي ستا هوا کښي به په مخ ئې لوبېدلې زلفي

ستا په غونډيو به څۀ غونډي غونډي دوئ ښکارېدې

لکه رمې به د هوسيو پنډي دوئ ښکارېدې"(۲۶)

 

" د غرۀ په خوا کښي د لاله د زړګي داغ وځليد

د صحرا کور کښي زېړ ګلی لکه څراغ وځليد

اور اورکی بيا په اطرافو کښي د باغ وځليد

شوخي د حسن سېوا شوې يو په دوه ښکاري

جذبه د ميني لمبه کېږي لولپه ښکاري"(۲۷)  

 

منظر کشي :

منظرکشي عموماً د انسان له جذباتو، احساساتو او داخلي کېفيت سره نېغ په نېغه  (براه راست) ځان نښولي، ځکه د يوې ادبي فن پارې يا شعري تخليق يوه ښۀ ځانګړتيا دا هم ارزول کېږي چي په  هغه کښي منظرکشي د لوړ معيار و کړلائ شي. په رومانوي طرز تحرير کښي هم  په شعوري توګه دا هڅه کېږي چي فن پاره يا ادبي تخليق له ښې منظر کشۍ څخه برخمن وي، مجذوب صاحب هم دا کار ته په درنه سترګه کتلي دي او په خپلو  اشعارو کښي ئې د لوړ معيار منظر کشي کړې ده، د هغه د لوړ معيار د منظر کشۍ څو بېلګي را  اخلو: 

"لمر خو لاړو مازيګر شو لوګه درګه وران ګودر شو

د رڼا پاڼه زېړېږي ورځ مرګونې معلومېږي"(۲۸) 

يا دا شعر

" د څيلو کرنګه شپه ده 

څه سړه سړه سيلۍ ده 

جمجکړ اخته ږلۍ ده

سره ځائ په ځائ دلۍ ده

څه سړه سړه سيلۍ ده "(۲۹) 

 

 

نوی خيال:

د دې خبري يادونه مخکښي هم و شوه چي د رومانټيسزم فکري تحريک تل پر روايت ضد نظرياتو او خيالاتو تکيه کوي، زړو او پخوانيو خيالاتو ته په درنه سترګه نۀ ګوري، هم دا وجه ده چي رومانيان هر وخت په دې هڅه او کوشش کښي پاته شوي دي چي له نوي خيال سره سره نوی طرز تحرير هم متعارف کړي، که  خبره يا خيال چرته زوړ هم وي خو دوی ئې په رومانوي طرزانداز او طرز تحرير کښي په نوې بڼه او نوي انداز منځ ته راوړي، مجذوب صاحب هم ډېري زړې خبري او زاړه خيالات په نوي طرز کښي د را اړولو هڅه کړې ده، او په دې هڅه کښي تر ډېره بريده کامياب او بريالی هم ښکاري، دلته ئې يوه بېلګه را اخلو:.

"راغی اواز وائي د مري په مال روډ مسته

لشکې په خوا پوري ميدان د کربلا و ګوره 

داشب و روز د هرمن او د يزدان جګړه

دا زور او زير يزيد حسين د نن  سبا وګوره"(۳۰) 

 

بالواسطه  خو مقصدي ليک:

رومانوي طرز تحرير يا اسلوب عموماً خوږ، پوست او نرم وي، هغه په دې چي په دې طرز تحرير يا اسلوب کښي خبره نېغ په نېغه نۀ بلکې په بالواسطه توګه کېږي، يعني رومانانيان له شډلو او ستوغو الفاظو څخه تر ډېره بريده ځانونه ساتي، که څه هم دوئ د  ساده او عام فهمه  ژبي پر کارولو هم زور ورکوي، خو له دې سره سره په خپلو تحريرونو کښي له اشارو، کنعايو او تشبيهاتو څخه هم کار اخلي، او مقصد ئې دا وي چي تخليق ئې د لوستونکو  پر مغزو دروند او بوج وزمه غوندي نۀ شي ثابت، هم دا وجه ده چي مجذوب صاحب ډېري درنې خبري په ډېره هوسا او پوست انداز کړي دي، لکه يو ځائ چي وائي: 

"د لاوډ سپيکر څۀ خبري کړې زما شيرينه

څوک لېوني د شهيدانو څلوېښتمه ژاړي

د کربلا ميدان د مري له مال روډ جوړوي

حق و باطل سره نښتلي بيا له سره غواړي"(۳۱)

جج

له مظلوم او نادار سره همدردي:

د رومانټيسزم د مکتب فکر يو جوت خاصيت دا هم دی چي په افکارو کښي ئې هر وخت له مظلوم  سره د ملګرتيا او له ظالم يا بډايانو څخه د نفرت اظهار موجود وي، که څه هم له ظلم او استحصال څخه نفرت د نړۍ د هر شعوري تحريک برخه ګرځېدلې ده، خو رومانيان دا اظهار په  يوه بېل انداز چي عموماً ډېر نرم او د اسلوب له رويه  پوست وي کوي،  عبدالرحيم مجذوب هم په خپله شاعرۍ کښي د رومانيت دا اصول په شعوري توګه خپل کړی دی، او په خپلو تخليقاتو کښي ئې ځائ په ځائ د مظلوم حمايت او له ظالم څخه د کرکي اظهار کړی دی، لکه په (کوه مري) نومي نظم کښي چي ئې د سرمايه دارانو د اسرتمن (باسهولت) ژوند انځورکشي ډېره په نوې او زړۀ راکښونکي انداز کړې ده، دوه درې بنده ئې د بېلګي په توګه را اخلو: 

 

 

"لېري جونګړه د غريب د غرۀ د غېږي کونډه

له ابادۍ نه مروره ده پخلا به نۀ شي 

که  ارمانونه مي د زړۀ ورته جولۍ اچوي 

په منتونه د مال روډ  سيمې له را به نۀ شي"(۳۲) 

 

په يوه بل بند کښي وائي: 

" د مال روډ سيمي رنګيني مستي پېغلي رمې

چي په جامو کښي د تهذيب نوې عرياني ګرځي

چي په ديدن ئې ګناهګاري سترګي نه مړېږي 

د چا شولنګم په تلاش کښي سرګرداني ګرځي"(۳۳)

يا بيا دا شعر:

"هغه رکشه او په رکشه کښي غوړه پړه بېګم

چي څلور تنه مزدوران ئې په سړک ګړوي

چي څلو پونډه ئې په ورځي کښي زياتېږي غوښي 

څلور قدمه تګ ئې پښو باندي وجود زړوي"(۳۴) 

له ټولنيزو او مذهبي اقدارو يا قدغونو څخه بغاوت: 

د دې لپاره چي انسانانو له يوه بل سره ګډ او په ارام ژوند تېر کړي، انسانانو وخت په وخت  ټولنيز قوانين وضع کړي دي او لا ئې د وضع کېدو لړۍ روانه ساتلې ده. داسي د نړۍ هر مذهب هغه که بيا الهامي وي او که بيا د انسانو خپل تخليق، خپل اصول او قوانين تعين کړي دي. که څه هم په يوه ټولنه کښي د ټولنيزو او مذهبي قوانينو او قدغونو و نۀ منلو ته په بده سترګه کتل کېږي، يعني دا بد او ناوړه کار ګڼل کېږي، خو د رومانټيسزم منونکي او لاروي بيا د هر ډول ټولنيزو او مذهبي قدغونو او قوانينو څخه سرغړونه کوي، او وائي چي دا لازمه نۀ ده چي انسان دي ټول ټولنيز او مذهبي قوانين ومني، هم داوجه ده چي په  رومانوي افکارو کښي داسي نخښي هر وخت تر سترګو کېږي چي له ټولنيزو او مذهبي قوانينو څخه د تېښتي و لور ته اشاره کوي، د ښاغلي مجذوب په شاعري کښي هم ځائ په ځائ له ټولنيزو او مذهبي قوانينو څخه د نفرت اظهار شوی دی. که خبره رالنډه کړو نو دا په لوئ زړۀ وئيلائ شو چي عبدالرحيم مجذوب د پښتو ژبي هغه رومانوي شاعر دی چي په شعوري توګه ئې د جديد او شعوري رومانټيسزم ټول اصول او نظريات په پام کښي نيولي دي، او خپل ټول شاعرانه تخليقات ئې د دې فکري تحريک د ټاکلو حدودو په موقعيت کښي دننه د تخليق تر ټاکه رسولي دي.

(پائ)

 

 

اخځليکونه

(۱) https\en.wikipdai.org.romanticism

(۲) همت، عبدالمالک،ادب او ادبي کره کتنه،۔، ج- اول،۱۳۳۹ ل، مخ (۲۲۱)

(۳) هم دغه، (مخ  (۲۲۲) 

(۴) https\en.wikipdai.org.romanticism 

(۵) https\en.wikipdai.org.romanticism 

(۶) خټک، راجولي شاه، رومانيت او پښتو نظم، مشموله، درې مياشتنۍ جرس ، نظم نمبر، مدير اعلی، طاهر اپريدی، جنوري تا مارچ ۲۰۰۲م  مخ ۱۷۸.

(۷) هم دغه مخ  ۱۷۹ 

(۸) ډاکټر، سيد چراغ حسين شاه، د مجذوب رومانوي تصوف، مشموله، درې مياشتنۍ جرس ، نظم نمبر، مدير اعلی، طاهر اپريدی، جنوري تا مارچ ۲۰۰۲م  مخ ۵۲۵. 

(۹) درد، رحمت الله، د مجذوب کليات، چاپ ځائ، دانش کتاب پلورنځی. ج، اول. کال ۱۹۹۹م، مخ  ط

(۱۰) خټک، راجولي شاه، رومانيت او پښتو نظم، مشموله، درې مياشتنۍ جرس ، نظم نمبر، مدير اعلی، طاهر اپريدی، جنوري تا مارچ ۲۰۰۲م  مخ ۱۷۸.

(۱۱) مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کليات، چاپ ځائ، دانش کتاب پلورنځی. ج، اول. کال ۱۹۹۹، مخ  ۳۹

(۱۲) هم دغه، مخ  ۶۸

(۱۳) https\en.wikipdai.org.romanticism

(۱۴) مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کليات، چاپ ځائ، دانش کتاب پلورنځی. چ، اول. کال ۱۹۹۹، مخ  ۲۸

(۱۵) هم دغه، مخ ۲۰.

(۱۶) https\en.wikipdai.org.romanticism

(۱۷) مجذوب، عبدالرحیم، د مجذوب کليات، چاپ ځائ، دانش کتاب پلورنځی. چ، اول. کال ۱۹۹۹، مخ  ۹۳.

(۱۸) هم دغه، مخ  ۲۲ .

(۱۹) هم دغه، مخ  ۲۲.

(۲۰) هم دغه، مخ ۷۲.

(۲۱) خټک، جاويد اقبال، يوناني تلميحات او مجذوب شاعري، مشموله، شپز مياشتنۍ تکتو پښتو، مدير، جاويد اقبال خټک، جنوري تا جون، ۲۰۱۱م  مخ ۱۲۵. 

(۲۲) مجذوب، عبدالرحيم، د مجذوب کليات، چاپ ځائ، دانش کتاب پلورنځی. چ، اول. کال ۱۹۹۹، مخ  ۸۴. 

(۲۳) هم دغه، مخ  ۲۳.

(۲۴) هم دغه، مخ ۳۲.

(۲۵) هم دغه، مخ ۵۴.

(۲۶) هم دغه، مخ ۵۸.

(۲۷) هم دغه، مخ ۶۲ .

(۲۸) هم دغه، مخ  ۶۲.

(۲۹) هم دغه، مخ  ۴۵.

(۳۰) هم دغه، مخ ۴۷.

(۳۱) هم دغه، مخ  ۲۶.

(۳۲) هم دغه، مخ  ۲۳.

(۳۳) هم دغه، مخ ۲۴.

(۳۴) هم دغه، مخ  ۲۴.

 

FaLang translation system by Faboba