ليکوال محمود اياز

مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶

پير محمد کاروان  د شعر وئيلو د ابتدا نه د ښاپېريو په جنت کښي د اوسېدلو يا متدار پاته شوی دی. بلکې دا وئيل به زيات مناسب وي چي د زندګۍ دې ستړي مسافر د عشق او لېونتوب په ابتدائي ځلو کښي لا د جانان عبادت د پرخو په تسپو کاوه. خو د ښکلا او ښائست د تندي له دغه مقدس احساس سره چا اشنا کړی؟ هم دغه په اصل کښي د دې ټرېجډي مهمه پوښتنه ده. د ژوند د ويړ بيابان دې ستړي مسافر ته د ښکلا او جمال دغه ناتمامه تنده، د دۀ مور او پلار د يو عظيم سوغات په توګه ډالۍ کړې ده. دغي ټرېجډي ته يوه مقدسمه ټرېجډي وئيل ځکه مبالغه نۀ ده. ولي چي د دغي المئې مقصد او مرام، په ژغل کښي د محبت پلونه لټول دي. د دغي سپېڅلي ټرېجډي قصه له ماشومتوبه شروع کېږي، دغه تکړه او نوموړی شاعر چي لا ډېر وړوکی وو، نو مور به ورته کله د خپلو وروڼو د مرګ قصې کولې او کله به ئې نور نکلونه او د ښاپېريو د استانونه ورته اورول. او له دې وروسته به بيا د دواړو له سترګو د اوښکو چينې ناګهانه راوبهېدې. شايد په هم دغه سوب د کاروان له المئې سره فطري مينه پېدا شوې ده. ګوا دغه بې پروا ماشوم په کمکي عمر کښي خپلي مور له المئې سره اشنا کړ او پلار د شاتو له شېرينۍ او له محبت او عقيدت سره بلد کړ. ولي پير محمد کاروان خپله وائي چي:

"پلار مي ډېر دينداره او امانت داره سړی دی. ډېر وخت به په نيمه شپه کښي د تهجد نمانځه ته پاڅېدو. کله کله به ئې زۀ هم له ځان سره پاڅولم. د نيمي شپې چوپتيا او ځلا ډېره ښه راباندي لګېده. کله کله به ئې په اسمان کښي دوه سره نږدې شوي ستوري راوښوول. يو ستوری به غټ تک سپين ؤ، پلار به مي وئيل چي دا ليلا ده. بل ستوری به د غټ سپين ستوري نه وړوکی ؤ، او سور بخون رنګ ئې ؤ پلار به مي وئيل چي دا مجنون دی. دوئ دواړه يو پر بل مئين وو، او دواړه د خدائ په قدرتونو اسمان ته ختلي وو، دوئ په کال کښي يو ځل غېږي سره ورکوي. او که چا غېږ په غېږ سره وليدله؟ چي هر سوال ئې د خدائ نه وکړ سوال ئې قبلوي. ما به وئيل کاشکي زۀ ئې غېږ په غېږ سره ووينم او بيا به مي په زړۀ کښي وئيل چي ښۀ که غېږ په غېږ ئې ووينم نو کوم سوال به د خدائ نه کوم سوال به مي نۀ خوښېدۀ او په دې سوچو کښي به خوب وړی وم. "

ګوا په  په کمکي عمر کښي د هغه په وړوکي سپېڅلي ذهن کښي د عشق، ښکلا او لېونتوب له هوس څخه ډکه يوه سپېڅلې اسطوره جوړه شوې وه. په هم دغه اسطوره کښي د هغه دا خوب او خيال بدمستي لېونۍ او بې پروا ښاپېرياني اوسېدلې، غالب ګمان مي دا دی چي له هم دغه ځايه د دغي المئې باقاعده پېل شوی دی. او له هم دغو لمحو دې شاعر د محبت د کتاب بالاستعياب تلاوت کړی لکه وائي چي؛

 

کتاب مو نه زده خو د ميني ايتونه وايو

د اوښکو توري لولو څيري ګرېوانونه وايو

 

پټ پکښي د حسن ايتونه ژړېدلي دي

ښکل ئې کړه په ورو ورو سيپارې د ګل تڼاکي دي

 

شايد هم هغه نيمه شپه د هغه لپاره د بشارت شپه وه کله چي کاروان ته د هغه پلار په اسمان کښي د محبت دوه لېوني په ګوته کړي وو او له هم هغه شپې راوروسته کاروان خپل وجود نيمګړی بولي او تر اوسه پوري د زندګۍ په دې ويړ دښت کښي پخپل (Second half) پسې ګرځي. خو تا حال د حقيقت او عدم حقيقت په ګڼ لوګي کښي لا حاصلي منډي وهي. د دې باوجود چي اوس هغه هره شپه د خپلي ميني ښاپېرۍ په خوبو کښي ويني. خو دا خوبونه د هغه د عشق تنده نوره نوره زياتوي. ولي چي هغه دحافظ شيرازي غوندي صرف په خوبونو کښي نشي کولائ. لکه حافظ ئې وائي؛

بیدار در زمانہ نہ دیدے کسے مرا

در خوب اگر خیال تو گشتے مصورم

 

او پير محمد کاروان د محبت ائينه رو برو ليدل غواړي او وائي؛

ځان راباندي و پېژنه ړوند يمه

ښکليه! ائينه مي شه تصوير مي شه

يو داسي لېونی چي د خپل محبوب او جانان نه بغير ځان نابينا ګڼي او د بينائي راز ئې د جانان د وصال سره تړلی وي، د الهام او الهام د داسي تصور او وتعقل شرحه ما غوندي کم قامته څوک چېرته کولائ شي؟ زۀ خو صرف دومره ويلائ شم چي هم دغسي نابينا لېونی د خدائ جله شانه ته ورنزدې او محبوب وي د خود کلامۍ له لېونتوب سره له ماشومتوب نه اشنا شوی کاروان مدام له خپل ذات سره هم کلام وي او خپل ځان ته مدام کله د عرفي په لانديني شعر تسلي ورکوي او کله د خليل جبران لانديني نقل شوی قول؛

زہ نقص تشنہ بی دان بہ عقل خویش مہ ناز           دلت فریب زگرجلوہ سراب نہ خور د

"د بنيادم قدر و قيمت په هغه څيز کښي نۀ وي کوم څيز چي هغه تر لاسه کړي، بلکې په هغه څيز کښي د هغه د عظمت راز پټ وي. د کوم د حصول لپاره چي هغه مضطرب او بې کراره وي."

نو ځکه دغه شعرونه يا دغه سندري او زمزمې د کاروان له شعور څخه نۀ بلکې د هغه د وجودي کرب او اضطراب څخه رازېږدېدلي دي ځکه د شاتو نه هم دوه چنده شېريني لري. د جدائي او فراق دغه تور او ترنګلی ماښام به کله په سحار بدلېږي. هم دغه ناواړه انتظار د هغه د وجود چنار د وينه غوندي خوري. او د زړۀ په غولي ئې ناګهانه داسي لولپه زمزمې د ناګل شويو غوټيو په څېر وغوړېږي.

 

ستا د مخ دا سپين سبا به کله پکښي ووينم

څومره دي اوږده د تورو زلفو ماښامونه دي

 

تنده د ديدن مي په لېمو لېمو کښي ونغاړه

راشه دا د ژوند ماښام په دوو ډېوو کښي ونغاړه

 

خو کله چي د جدائي د ماښام دغه لوګی نور ګڼ شي نو د وصل د شيرين سحار لپاره د کاروان بله تږې ارزو د شعر په صورت کښي داسي زمزمه شي.

 

څڼو ته څنډ ورکړه چي خلګ په رڼا پسې مري

د کلي لمر تندر نېولی دی سحار نۀ لري

 

د کاروان د شاعري د کوټلې مطالعې پس زۀ په لوئ زړۀ دا ويلائ شم چي په دغه شاعري کښي د شاعري روح له بلا لېونتوب سره په وجد او نڅا ښکاري. دا سندري په يوې نا اشنا معلومېږي. داسي ښکاري لکه د زبور نه چي ئې ترنم مستعار اخستی وي. او نغمګي ئې د ټېګور د ګيتانجلي نه راچور کړې وي. نغمې خو هم هغه نغمې بلل کېدائ شي چي د زمان او مکان له قيد و بند څخه يو مخ ازادي وي. کله کله مي دا شک په يقين بدل شي چي کاروان په هغه ورځ سترګي غړولې دي په کومه ورځ چي د مستۍ او بدمستۍ زمزمه زېږېدلې ده. ځکه خو د ابتدا نه د کاروان په هوش او حواس د ټېګور مايه مسلط پاته شوې ده. په هم دغه تناظر کښي زۀ د هغه له اولنۍ شعري مجموعې "له ماښامه تر ماښامه" د يو نظم کړۍ دلته د مثال په توګه راوړم.

د ژوند پردېس او د اسمان ښاپېرۍ

خدايه! زما د زړۀ په وچه دښته

تا خو باران د عشق راووراوۀ

دا وچه دښته شوه په ګلو پټه

ما د دې دښتي د ګلونو منځ کښي

د ژوند پردېس ته له غونچو نه کړه جونګړه جوړه

ددغه نظم يو څو نوري کړۍ د بلا غور او فکر وړ دي

ته به خبر وې خدايه!

ستا د فردوس نه به راتله يو ښائسته ښاپېرۍ

چي لمبېدلې به تازه وه د کوثر په ميو

په سپينه غاړه ئې امېل د جنتي غميو

د نور پټو کښي ګرځېده په ناز د ګلو منځ کښي

د شيطانانو له تهمت نه ياغي

د پېغلتوب نشو کښي ډوبه ډوبه

د ژوند پردېس ته مچکې ورکړې

يو څو مصرعې د هم دغه نظم نوري دلته راوړم

خو دا تنکۍ مينه پخه لا نۀ وه

چي شيطاني خزان د للمي ګلان ورېژول

د ژوند پردېس مي د ګلونو پر ځائ

اوس د ازغيو په کوډل کښي اوسي

او هره شپه په ښاپېرۍ پسې اسمان ته خېزي

د شنه اسمان په چړپېدلي سيند کښي

د سپينو ستورو د سپين کاڼو په سر

په يبلو پښو ګرځي د ښکلي ښاپېرۍ په لټون

ذکر شوی نظم زما په شخصي فکر صرف يو نظم نۀ دی بلکې د تخيل د ارټ ګېلري يوه ښکلې تخليق شوې دنيا ده، يوه داسي دنيا چي هغه د شاعر د احساساتو په تول پوره ختلی شي. ولي چي د اوسېدلو لپاره يا خو دغو پخو نه جوړ شوي جونګړه د هغه شايان شان ده، يا د ازغيو کوډل که ګرسره په تمثالونو جوړه شوې دغه تصوراتي منظر نامه په يو ځېر نظر وګورو نو د خوب او خيال يوه نابلده فضا او ماحول پکښي په نڅا او غورځنګ ښکاري او که ئې د تراکيبو په فرېم ورک باندي يو ځغلند نظر واچوو. نو تراکيب ئې هم د شعر له فطري ژبي نه مستعار راخستل شوي دي. لکه وچه دښته، د عشق باران، د غو پخو جونګړه، د جنتي غميو امېل، د نور پټي، طلائي څڼي، شيطاني خزان، د ازغيو کوډل، د شپې ښاپېرۍ، د ستورو سپين کاڼي، د شپو دېوان، ځولۍ د څراغونو او دغه حال د دغي شاعرۍ د استعارو دی. له دغو تمثالونو، تراکيبو او استعارو نه چي د عشق او لېونتوب کومه ژبه جوړه شوې ده. هغه ژبه له شکه ماورا د عشق د يو بدمست لېوني کېدائ شي. او دا لېونی نن په لره بره پښتونخوا کښي خلګ د پير محمد کاروان په نوم پېژني. 

د کاروان په علامتي او نيم علامتي شاعرانه اظهار کښي چي کوم الهام موږ محسوسوو په اصل کښي د دغي شاعري د ښکلا راز په هم دغه الهام کښي پټ دی. پير محمد کاروان د قال د جهنم په يوه ستړې زندان کښي بنديوان دی او له يو داسي کرښاک ماحول سره مخامخ دی چي د خپلو چيغو د اورېدلو توان لا هم نۀ لري. خو په دې غير يقيني صورت حال لا هم د محبت له ديوتا نه د رحم او کرم تودې تودې غوښتني کوي؛

زۀ د قال په جهنم کښي لولپه يم

د خدائ دوسته! په ما وکړه د حال سېوری

خدايه! لاسونه د زرينو ستورو و رپوې

په مسافر ماښام چي وښيندې زريني اوبه

د شاعر د تخيل ذالجناح له څومره کرب او دړدنه ډکه ده. د دې تخليقي عمل او روئې د نابلده کرب او دړد اندازه شايد چي لوستونکی هم په حقه معنا نۀ شي کولائ. ولي چي د ستړي تنهائي وحشتناکه سايه شپه او ورځ د هغه سره ملګرې وي خو د تنهائي دغه خچنه او بې لحاظه توره سايه هغه د خوب او خيال له بدمستي او مينه ناکي جزيرې نۀ شي راګرځولی، ولي چي هغه په تصور کښي کله د سپينو لېڅو له امېلونو خوندونه اخلي، کله د ژوند و مرور چنار ته د خپلي ميني ستړی داستان اوروي. کله د داودي بلبلو له سېل سره ملګری وي او کله د هندارو په کاروان پسي په يبلو پښو منډي وهي. کله د نغمو و ښاپېرۍ ته خپلي سندري او ټپې وائي. او کله د غزل د نوح په بېړۍ کښي سپور د خپل نامعلوم منزل په لور روان وي. کله و زېړو زېړو پاڼو ته د خپلو زېړو ورځو داستان بيانوي. او کله خپل ذات ته د ماښام مړاوي مړاوي او ستومانه غزلي اوروي. شايد د شاعر د دغه لېونتوب او مستۍ په سوب د هغه تنهائي خپله له عجبه اضطراب او کرب سره مخامخ وي، ولي چي شاعر دا يقين لري چي هغه د شپې په دې تور ځنګل کښي د خپل جانان سترګي ليدلائ شي.

د جديد حسيت او د شعر د نوي روايت په اساس په دغه شاعري کښي داسي کوم شواهد په ګوته کېدائ شي چي د کاروان د شعر د لوړ والي اثبات ورباندي وشي. په دې شاعري کښي ما کومه روح او کوم ژوند په شدت سره محسوس کړی. هغه دا چي دغه شاعري د يو لوړ شاعرانه شعور او بصيرت غمازي کوي. لب و لهجه ئې د شعري جماليات په اړه خپل تاثير او تاثر لري. ژبه ئې د شاتو نه شيرينه، او لهجه ئې د شعر د فرښتې غوندي لطيفه او پسته ده. داسي ښکاري لکه د شعر وئيلو په وخت چي د شاعر په ذات کښي يو غير مرئي قوت د هغه برابر مرستيال پاته شوی وي. زما د دې د عمومي د اثبات د هغه خپل شعرونه ګواهي کوي.

 

شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدائ

موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدائ

 

تصوير پسې دي ښکليه! بې کراري ګرځېدې

د کاڼو په رګونو کښي هنداري ګرځېدې

 

د تندي شپه او د ژوندون دا تکي سپيني اوبه

دا کوم حسين راکړې په لپو کښي د ميني اوبه

 

د دغي شاعرۍ د لوړوالي او معيار د اثبات په توګه زۀ د کاروان د نظمونو څخه ځيني کړۍ او د نظمونو او غزلو نه ئې ځيني مصرعې دلته نقل کوم؛

(۱) نظم امتي

پرون دي سترګي داسي

خوږې راواړولې

لکه چي دوه پېغمبران

د خدائ له لوري راشي

پر تن ئې توري او ورېښمني جامې

په تکو سپينو براقونو سپاره

لکه د سپيني رڼا سيوري راشي

(۲)نظم چنار خبر ي کوي

زۀ د بر کلي د ګودر د غاړي

يو شين چنار وم، چنار

هر مازديګر به راته سلو نجونو

په سرو منګولو سلامونه کول

سحر وختي به مستانه پېغلوټو

زما په ټيټو او خورو څانګو اوبه شيندلې

زۀ به په ناز لکه خوب وړی زلمی

څۀ غلی غلی غوندي وبوزنېدم

له شينکي خوب نه به د پېغلو په خندا ويښېدم

له ساړه باد سره به اخوا دې خوا

لکه د ټال زنګېدم

(۳)نظم درې سوالئې ؟؟؟

ما د بېلتون د شپې په لويه دښته

د عشق او درد سندري وکرلې

دې کروندې ته مي د ستورو له کوچنيو چينو

او د سپوږمۍ له ښا لستوکي ډنډي

د نور  وياله راوسته

د عشق او درد د شنو سندرو فصل

پوخ شو او د زرو په شان وځلېده

داسي نور هم ځيني نظمونه شته چي هم دغه رنګه خواږه احساسات لري خو د دې مضمون د خامخا طوالت له ډاره په هم دغو درو نمونو اکتفا کوم خو اوس ځيني مصرعې د مثال په  توګه دلته راوړم. چي د شعر د معيار له اتم اسمان سره څنګ وهي.

د مازديګر په زېړه وينه ئې داستان ليکلی

خدايه! لاسونه د زرينو ستورو ورپوې

خدائ د يار په سترګو کښي مسکۍ شي رانه پټ شي

ايتونه دي په سترګو کښي مسکي دي

د نغمو د ښاپېريو پښې په وينو تکي سرې شوې

بيا به ملغلري د فرعون له ږيري وشکوي

وزرونه توتکيو وو مينځلي په اوبو کښي

د ګل په لپه کښي به تږي دعا لولپه شي

په دې وېرېږم چي کوتري به يو ورکي جزيرې ته يوسي

او اوس د يو نظم څخه د درو مصرعو يوه کړۍ

ستا د فردوس نه به راتله يوه ښائسته ښاپېرۍ

چي لمبېدلې به تازه وه د کوثر په ميو

په سپينه غاړه ئې امېل د جنتي غميو

زما په شخصي فکر د ذکر شويو نظمونو دغه څو کړۍ او د پورتنيو نقل شويو مصرعو دغه څو نمونې د شعر د معيار په هره پېمانه کښي موږ په لوئ زړۀ اېښوولی شو بلکې دا شعري نمونې را اخلو، درېيمي نړۍ له اوچت شعري معيار سره خلګ وهي خو په ذکر شويو مصرعو کښي ځيني داسي مصرعې لا هم شته چي هغه هره مصرع په خپل ځائ يو مکمل معياري نظم ګرځېدلی شي. لکه دغه مصرعې:

(۱)خدائ د يار په سترګو کښي مسکی شي رانه پټ شي

(۲)د مازديګر په زېړه وينه ئې داستان ليکلی

په دې وېرېزم چي کوتري به يو ورکې جزيرې ته يوسي.

له ذکر شويو مثالونو سره يو بل نظم په هم دغه تناظر دلته وړاندي کوم د دې نظم عنوان دی "د شعر د اسمان يوې پروين ته" دا حقيقت پخپل ځائ چي دغه نظم په دوولس مصرعو باندي مشتمل دی خو زما په شخصي فکر که هم دغه نظم صرف په دې يوه لاندينۍ مصرع باندي هم مشتمل وائ نو هم به يو مکمل او معياري نظم وائ هيله کوم چي پروين ملال خور به هم له ما سره زما په دې نظر اتفاق وکړي.

د غزل د ښکلي مصر مقدسه زلېخا ده

د تخليقي تجربو نور بلا مثالونه موږ د دې نوموړي تکړه شاعر په شاعري کښي په ګوته کولائ شو. خو په دې شاعري کښي ځيني نيمګړتياوي هم شته. په مجموعي لحاظ ما د کاروان د يوې شعري مجموعې "چنار خبر ي کوي" تنقيدي جاج اخستی دی. خو د دې تر څنګ ما د هغه نوري دوې مجموعې هم پاڼه په پاڼه په ژور نظر په خپل پام کښي نيولی دی. د "چنار خبري کوي" لويه خامي دا ده چي په دې شاعري کښي د کوټلي انتخاب کښي په شدت سره محسوسېږي. زما په شخصي فکر هره تخليقي تجربه د دې وړ نۀ وي چي چاپ ته ورسپارل شي. خصوصاً هغه شعرونه چي ليکل شوي وي. ولي چي مؤثره شاعري هغه وي چي هغه وئيل شوې وي. د مثال په توګه ځيني داسي پيکه او عاميانه شعرونه دلته ستاسي د پاملرني لپاره راوړم.

 

عشقه! ژوندون راکړه نيم ژوندی يم

له زنده باد او مرده باد راغلم

 

زۀ د وطن د مهاجرو کاروان

هم له ملا هم له الحاد راغلم

 

ذکر شوي دواړه شعرونه د (Production) په زمره کښي راځي. و دې ته (Creation) وئيل زما په شخصي فکر لوئ تنقيدي جرم دی داسي عاميانه شعرونه د کاروان و خپل ټاکل شوي معيار ته تاوان رسوي. 

کله چي ليکي خپل صنم ته صوفيانه غزله

قلم ته واچوي کاروان د نيلو فرو اوبه

چي بيا د ښکليو په خُله هيڅ رانۀ شي

وژنم ئې توري د انکار پسې ځم

پر مخ ۳۲ او ۳۴ دوې غزلي چي مدار هيڅ نۀ لري يار هيڅ نۀ لري او ښامار نۀ لري وار نۀ لري دواړي غزلي د دروېش دراني تر تاثير لاندي ليکل شوي دي. سوال دا پېدا کېږي چي يو څوک چي خپله دومره ښه شاعر دی هغه ته د بل ښه شاعر د طرز يا سبک خپلولو څه ضرورت دی؟

دزړګي جام به نذرانه کړم ورته

د مرګ په سترګو کښي نشې به مړې شي

 

لکه دعا به مي تر عرشه رسي

ستا د سرکو شونډو ښېرې به مړې شي

 

ذکر شوي دواړه شعرونه بېخي عاميانه او روايتي غوندي ښکاري د وجودي کرب هغه تاؤ او دړد نۀ پکښي محسوسېږي کوم چي د کاروان د خپل ټاکل شوي معيار په تول پوره خيزي. دغه رنګه دا شعر؛

 

د سهېل ستوري يو ړانده خونه يو

د سترګو رپ کښي کابل جان ته رسو

 

په لاندينۍ مصرع کښي د کابل جان غير ضروري استعمال د شعر شعريت او ښکلا زخمي کوي. زما په شخصي فکر شعر او پروپېګنډه له يوه بله ډېر ليري شيان دي. اوس به يوه مطلع راواخلو. چي بېخي کمزورې مطلع ده دواړه مصرعې ئې جلا جلا دي. د شعري تخيل يو وجود نه ځيني جوړېږي.

 

په هر کاروان کښي مي څاروان لټاوه

په هر جانان کښي مي جانان لټاوه

 

دغه رنګه د کاروان په شاعري کښي ځيني نظمونه د غير ضروري طوالت ښکار شوي دي ځيني پيکه نظمونه هم په دې شعري مجموعه کښي ځائ لري خو په مجموعي لحاظ دغه شاعري د بلا ستايني حق لري. د ستايني په توګه به دومره ووايم چي کاروان شايد خدائ پېدا کړی د شاعري لپاره دی. ځکه نن هغه د لري او بري پښتونخواه په يو څو نومياتو شاعرانو کښي شمېرل کېږي. هغه له شعر سره د لېونتوب تر حده عشق او مينه لري هم دغه عشق هغه ته نن دومره لوړ مقام وربخښلی دی دلته دا وئيل پکار دي، چي دغه وياړ او افتخار په رښتيا د هغه حق جوړېږي.

په مجموعي تناظر کښي د دې تخليقي روايت او تجربې په اړه په يو څو تورو کښي خپل تنقيدي بحث که راونغاړم نو لا محاله به دا وايم چي دغه شعري روايت د تخليقي تجربو يو اوچت او بې بها هنري انځور دی. کاروان د تخيل د دنيا يو داسي تخليق کار دی چي شعر په کاغذ نۀ بلکې د ښاپېرۍ په ورغوي يا د فرښتې په وزر باندي د ليکلو مقدسه جذبه لري. او يا ئې د سپوږمۍ په مقدسه پاڼه ليکل غواړي. 

زما په خيال هم دغه ارټ دی هم دغه د ارټ ګيلري د حقيقي وژن اصل معيار دی. د کاروان د تخيل دنيا په درې ستينو باندي ولاړه ده لکه الهام، ابهام او اليهام. زما په خيال الهام د دغي شاعري ښکلا ده او ابهام ئې نور او سرور دغه رنګه اليهام د دۀ د شاعرانه بصيرت او هنر غمازي کوي او په هم دغو درو منارو شا او خوا د دۀ عرفان او آګهي په کوټلې لېونتوب سره په ګډا او نڅا ښکاري او کله کله چي په دغه شاعري کښي دغه درې توري له يوه بل سره هم آهنګ شي نو د تخيل د ارټ يوه نادره نمونه ځيني وزېږي. او د موناليزه د ژوندي تبسم غوندي ښکلا پکښي پېدا شي. دا حقيقت به دلته ناست شاعران شايد چي ټول راسره ومني چي د الهام، ابهام او اليهام په ګويائي کښي چي کومه فطري ښکلاوي د داسي فطري ښکلا شرحه صرف او صرف د بصيرت او بصارت خاوندان کولائ شي. پخوا به الهام او اليهام د شعر لپاره خامياني ګڼل کېدې خو د نن په جديد شعري هنر کښي دا د شاعري د ښکلا او معيار  اهمي وسيلې بلل کېږي. بلکې د تخيل د ديو مالائي ښکلا اصل راز په هم دغو دوو تورو ابهام او اليهام کښي پټ دی او دغه توري په شاعري کښي بلا زور او تاثير پېدا کوي. زما په شخصي فکر او نظر يو ژور شعر ته شعر وئيل پکار دی. ولي چي په هغه کښي د معناوو يو لوئ جهان موجود وي او داسي شعر د ارټ او تخليق په زمره کښي راځي او د کاروان په شاعري کښي داسي يو شمېر شعرونه شته چي د الهام، ابهام او اليهام په دولت مالا مال دي. هم دغسي شعري هنر د عالمګير شهرت شومه ګرځېدلی شي. زۀ صرف کاروان ته په دې لوړ شعري هنر دا د ورکولائ شم او دا حقيقت هم تسليموم چي زما دغه تجزيه د ارټ ګيلري د دې ستر فنکار حق نۀ شي ادا کولائ خو په لنډ ګنډ وخت کښي هم دغومره ممکن وو. په اخر کښي د خپلي سپېڅلي ژبي و دې تکړه شاعر ته د تبريک په خيال دا خپل يو شعر د يوه وړوکي سوغات په توګه ډالۍ کوم.

 

خدائ مي پېدا نکړ، په لاره کښي راګير کړم ښکليو

سفر د خيال هم د بتانو په صحبت کښي شو تېر

 

FaLang translation system by Faboba