ليکوال در محمد کاسی

  1. د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶ 

ښاغلی William Dalr mple په خپل کتاب د يو باچا بېرته راتګ او د افغانستان دپاره جنګ

The return of the king and 

“The battle for Afghanistan”

نومي کتاب کښي وائي" چي د شاه شجاع الملک د خپل تخت د نيولو ته برطانوي تاريخ دانان د لومړي افغان جنګ اغاز هم وائي، دا زيار په ډېره بې ترتيبي شروع شو.

په اصولي ډول دا ښه منصوبه وه، په افغانستان باندي به د شاه شجاع په بهانه له دوو جانبه حمله کېدله. د يوه فوج برابري به د شجاع مشر زوئ او جاه نشين شهزاده تېمور کوله او د هغه فوجي دستې مشر کرنل ويډ ؤ. او په دې کښي به د پنجاب مسلمان فوج هم شرکت کوی چي د راجه رنجيت سنګهـ  ذمه واري وه. دا فوج به د شمال په خوا له پېښور څه د دره خيبر په لار جلال اباد ته او بيا کابل ته تلی.

او د فوج اصل لويه برخه به تش د نامه د شاه شجاع په سربراهي کښي د دره بولان او کوټي په لاره کندهار ته تله. د دې لوئ فوج سربراهي په اصل کښي ميکناګټن کوله او په دې فوج کښي د بنګال او بمبئ فوج ؤ. دې فوج به د دره بولان او خوجک درې په لاره په جنوبي افغانستان باندي حمله کوله. يعني اول په کندهار او بيا په غزني او کابل، دا دواړه فوجونه به په کابل کښي يو ځائ کېدل او د بالا حصار په محل کښي به ئې باچا شاه شجاع په  تخت کښېنوي.

په دې انډس فوج کښي د زر انګرېز افسرانو علاوه څوارلس زره د ايسټ انډيا کمپنۍ عسکر وو. د دې علاوه د شاه شجاع غير روايتي فوج شپږ زره کسان وو او له دې فوج سره ۳۸۰۰۰ انډين خدمت ګاران وو. دا ډول دا ټول فوج ۴۵۰۰۰ ؤ. د دې فوج سامان په دېرش زره اوښانو بار کړل شوی ؤ.

په فروري ۱۸۳۹ کښي دا برطانوي فوج په ښکارپور کښي سره يو ځائ شو، څو کاله وروسته د هېواد په رزميه شاعري کښي د دې عظيم فوج داسي ذکر شوی دی.

په يوه خاص ورځ او خاص وخت

يو بې شمېره فوج و کابل ته را روان ؤ

مځکه شورېدله، زلزله ورباندي راغله

د بولان په لار دوئ باچا راروان کړی

دا يو نيم لکهـ  عسکر وو راروان وو

دوه دريابه، له دوو خواوو راروان وو

په خولو کښي غرق لکه اوښان وو

د خيبر بولان په غريزه سيمه په تازيله

هم توپونه هم پيلان وو راروان وو

لکه غر چي وښورېږي له خپل ځايه

 

چي کله دا فوج له ښکار پور راتېر شو او د ۱۵۰ ميله اوږد وچ او ناوړه ميدان پټ فيډر ته را داخل شو چي د بولان درې پوري اوږد ؤ نو هله و انګرېز سفير ميکناګټن او د هغه و فوجي جرنېلانو ته معلومه شوه چي دا څومره ګران سفر دی دا يو جارح خشک تود د څۀ نښان او نخښې بغير يو معمولي لاره وه چېرته چي شا و خوا بې باوره او جنګيالي قبائل هم وو، ځکه دغه سفر د دوئ دپاره سخت ازمائش ؤ.

دا وخت ګرمي پېل شوې وه ځکه دوئ خپل سفر د شپې په تياره کښي کوی. و دوئ ته نۀ معلومېده چي اوبه به چېرته وي او دا هم نۀ وه معلومه چي و دوئ ته د څومره خوراک او اوبو حاجت دی. دوئ و دې ناوړه ګرمي ته هم تيار نۀ وو، څنګه چي دوئ و دې ناوړه صحرا ته را داخل شو نو تنده او ګرمه هوا پېل شوه. دا خاوره دومره نرۍ وه لکه پاوډر، د عسکرو په سترګو او وسله داسي ننوتله چي ځان بچ کول ګران ؤ.

عسکرو چي درانۀ توپکان ۶۰ ګولۍ او د ژمي درنې فوجي جامې او د ضرورت نور شيان را اخستي وو په دې "لو" يعني ګرمه هوا کښي ډېر بې توانه وو او هره لمحه د دوئ مشکلات نور هم زياتېدل. د دوئ د اوبو لوشي ډېر زر خالي شول او د نورو اوبو غوښتنه او چغاري پېل شوې. يو فوجي افسر مسټر سيتن Seaton وئيل چي "يو سپاهي خو په داسي بد حال کښي ؤ چي ما خبري ورسره کولې نو له ډېره تندي د هغه ژبه وچه وه او خبري ئې نشوائ کولائ." 

له کومو خدمتګارانو سره چي ښځي او ماشومان وو د هغو حال نور زيات بد وو، ماشومانو به ژړل، او تکړه ځوانان هم د کار وړ نۀ وو پاته شوي، له ډېري ستړيا به په مځکه پراته خپل سرونه به ئې وهل.

د اوبو دپاره دې فوج په پټ فيډر کښي ۳۲ څاهان وکيندل خو يواځي په شپږ ۶ څاهانو کښي اوبه را ووتلې خو دا هم د زېم  ترخې اوبه وې چي د څښلو وړ نۀ وې.

بيا د شپې د ځائي قبائلو د  حملو خطره هم پېدا شوه، قبائلو به کله کله په غير محفوظه عسکري برخو تېری کوی، او هره ورځ به لوټ مار او قتل و غارت ګري کېدله.

دوئ په لاره کښي ځائ په ځائ له لوږي، تندي مړۀ شوي خلګ ليدل چي وراسته شوي وو. په دې پراخه صحرا کښي نۀ څۀ ونه وه او نۀ بوټي د څۀ حيوان يا مرغه ږغ لا نۀ اورېدل کېدی، تر دې حده چي ګيدړي او چغالان لا نۀ وو، کنې دوئ به دا مړۀ شوي انسانان او اوښان ضرور خوړلي وائ، د اوښانو او اسانو دپاره هيڅ واښه نۀ وو، ځکه په يوه شپه کښي ۴۵ اوښان مړۀ شو.

شاه شجاع په ښکاره خو ډېر ښۀ ښکارېدی لاکن دی هم د نورو په شان ډېر زيات فکر مند ؤ، ولي چي مسائل زيات وو او بيا د قبائلو حملې هم ورځ په ورځ زياتېدلې.

د ډېرو مرګ ژوبلي او مسائلو پس دا فوج اوس د بولان و غريځه سيمي ته را ورسېدی. سحار د غرونو په پس منظر کښي نوی لمر را وختی، دا د جنوبي افغانستان عظيم غرونه وو، خو دا غرونه هم له ډېري ګرمي او توش څه سوځېدلي او وچ ښکارېدۀ او بيا د بولان دَرې خپل ور را خلاص کړ، اوس لاره دومره تنګه شوه چي په يو وخت يواځي يو اوښ تېرېدی. د تنګي لاري او د غرۀ له سره څه را ايله کېدونکي کاڼو په سوب حادثات پېل شول. د ژمي د يونيفارم او دروند سامان په سوب په دې غريځه لار سفر کول ډېر ګران کار ؤ، د دې په سوب د عسکرو مخونه داسي شوي وو لکه تنور، د ورځي د ګرمي درجه ۱۱۹ °F درجې وه.

په بولان کښي د لاري هيچا جاج نۀ ؤ اخستی او نۀ د فوج اينجنئيرانو د دې لاري څه مرمت کړی ؤ، ځکه په دې دره کښي توپ خانه تېرول ډېر ګران کار ؤ. ځکه دوئ به له هر توپ سره اتۀ اسان وتړل خو د دې باوجود به بې شمېره عسکرو د رسيانو په مرسته دا توپونه کښول. څۀ وخت چي بلندي او چړهائي نوره زياته شوه نو بيا دوئ توپونه خلاص کړل او جدا جدا برخي به ئې مخ په وړاندي وړلې. هرتوپ هره ګاډۍ جدا جدا کېدۀ، د بولان لاره دومره تنګه او چړائي دومره زياته وه چي په دې باندي ختل ډېر ګران ؤ، اوښان به غوځار شول او لاره به بنده شوه.

په بولان کښي يوه سنګينه مسئله دا هم وه چي بلوڅ او پښتنو قبائلو هم په شدت حملې پېل کړې. د درې په اول سر کښي په غله باندي بار ۴۹ اوښان قبائلو له ځانه سره يووړل او بې شمېره عسکر په لاره کښي مړۀ پراته وو.

د خوراک د کمي په سوب اوس و عسکرو ته د دوئ د ضرورت څلورمه برخه خوراک ورکول کېدۀ، تر دې حده چي د کېمپ نوکرانو به د پسو پوستونه او واښۀ خوړل. په بولان کښي دې فوج هغه ټوله سامان وسوځۍ چي دوئ له ځانه سره نۀ شو وړلائ، ولي چي دوئ دا سامان و قبائلو ته پرېښودل نۀ غوښت.

سيتا رام سپاهي دا وئيل چي دا تنګه دره د جهنم خُله وه، اوبه تروې وې د اور دپاره لرګي موږ له لېري لېري ځايو څه راوړل او قبائلو به په موږ ناترسه حملې کولې. زموږ بې شمېره خلګ مړۀ شو، په يوه شپه ۳۵ عسکر مړۀ شو، تر دې حده چي ډېرو عسکرو بېرته د انډيا و خواته د واپسي اراده وکړه. په فوج کښي د بغاوت خطره پېدا شوه خو د قبائلو له ډاره دوئ واپس هم نۀ شو تللائ. قبائلو بې شمېره عسکر مړۀ کړل او د غرو له سرو به ئې لوئ لوئ کاڼي راغورځول. د دې په سوب به د مرګ ژوبلي علاوه لاره هم بنده شوه.

دا ډېره سخته ډبرينه او تنګه دره وه او د غرو سرونه اسمان ته رسېدل، شاه شجاع او ملګري له ډېره ښۀ نصيبه بچ شول، د پاسه پښتنو او بلوڅو ګولۍ او کاڼي ورولې او دوئ د غرۀ په ترڅ کښي ځان بچ کړ. د فوج ډېر اوښان غوائي او عسکر مړۀ شو. ډېر فوجي سامان هم لوټ شو، خو اخر د يوولس ورځو د مشکلاتو او ژوبلي پس دوئ له بولان درې څه را ووتل. د بولان پس د کوټي ښائسته او خنک ښار ؤ. دا هغه وخت يو وړوکی ښار ؤ چېرته چي د اميري قلعې شا و خوا ځيني کلي اباد وو او له دې پس بيا دوهمه ګرانه دره د خوجک دره وه. دا سيمه زرغونه وه، واښه ډېر وو او اوبه پرېوانه وې. د کوږک (خوجک) له درې څه دوئ د کندهار و سيمي ته روان شو چي يو ميداني او اسانه لاره وه.

د انګرېزانو و افغانستان ته په دومره فوجي قوت تګ نۀ خو د شاه شجاع دپاره ؤ او نۀ د افغانستان د ميني دپاره، بلکې دوئ د شجاع په بهانه او نامه باندي په افغانستان باندي د همېشه دپاره قبضه کول غوښت. که څۀ هم دوئ د دې په نتيجه کښي په اول افغان جنګ کښي د تباهي او رسوائي سوا بل هيڅ مقصد حاصل نۀ کړ خو دوئ د افغانستان د قبضې خيال او مقصد همېش درلودی.

په بلوچستان، بولان او کوږک کښي چي دوئ له کومو مشکلاتو تاوانونو او سخت ترو سره مخامخ شو، نو دوئ د مستقبل د مقصد دپاره منصوبه جوړه کړه او د دې منصوبو د کاميابۍ دپاره دوئ دا فېصله وکړه چي له جېکب اباد څه تر کندهار پوري رېلوې لائن او سړک جوړ کړي. دا ډول به دوئ د خپل فوجي مقاصدو دپاره اسانتياوي پېدا کړې.

چي کله انګرېزانو په ناروا ډول په کوټه، بولان او سيوۍ باندي قبضه وکړه او جنوبي پښتونخوا چي اول د کندهار برخه وه هغه ئې په برټش بلوچستان ګډه کړه، نو بيا دوئ په ۱۸۷۸ کښي په کوټي ښار کښي يوه لويه چهاوڼۍ جوړه کړه.

دا ښار د افغانستان او ايران په سرحد تر ټولو اهم چهاوڼۍ جوړه کړل شوه، د کوټي ښار د غرونو په منځ کښي په يوه پراخ ميدان کښي دی چي له سمندر څه ۱۸۰۰ ميټره اوچت دی ځکه نو دلته په ژمي کښي ډېره يخني وي او ښۀ ډېره واوره کېږي.

په ۱۸۳۹ کښي د اول افغان جنګ او د شاه شجاع د نام نهاد تخت نشيني په غرض دوئ په کوټه قبضه وکړه، او بيا هم د دې اهم ښار اوچهاوڼۍ په غرض دوئ له جېکب اباد څه تر کندهار پوري د سړکونو او رېلوې نظام شروع وکړه.

انګرېزانو له کوټي څه تر کول پُور بولان پوري ۲۵ کلو ميټره ميدان ته دشتِ بې دولت وئيل، ولي چي دلته اوبه نۀ وې ځکه په دشت کښي تش باراني کشت کېدائ، لاکن اوس د بجلۍ او نوي ټېکنالوجي په سوب دلته بې شمېره باغونه دي.

کله چي انګرېزانو له جېکب اباد څه د کندهار و خوا ته د رېلوې نظام جوړېدل شروع کړ نو د بولان درې ډبرينه، تنګه او غريزه لار د دې ماهرينو دپاره تر ټولو سخت چيلنج ثابت شو، دوئ له سيوۍ څه تر کوټي پوري ۱۶۰ کلو ميټره رېلوې ټرېک له کال ۱۸۸۴ څخه تر ۱۸۹۴ پوري  په لس کلو کښي پوره کړ.

له کوټي څه و دره بولان ته د  داخلېدلو لومړۍ دروازه او لومړی رېلوې سټېشن کول پُور نومېږي. دا ځائ د بولان تر ټولو اوچت ځائ دی او دا له سمندر څخه ۲۰۰۰ ميټره اوچت دی. وکول پور ته پخوا کوتل دروازه وئيل کېده  او انګرېزانو د دې نوم په کول پُور بدل کړ.

د دې رېلوې ټرېک تر څنګه دوئ پوخ سړک هم جوړ کړ چي په سخت غريزه لاره کښي جوړ کړل شوی دی. د سيوۍ ميداني علاقه له سمندر څخه ۱۵۰ ميټره اوچته ده ځکه له سيوۍ څه تر کول پُور پوري رېلوې  لائن ۱۸۵۰ ميټره پورته خېږي، ځکه د دې سختي بلندي په سوب د ټرېن مخ او شاته دوه انجنه لګول کېږي.

په دې رېلوې لائن باندي ۳۹۶ لوئ او وړوکي پلونه جوړ کړل شوي دي، په اوږدو پلونو کښي ځيني خو تر ۲۰۰ ميټره لا زيات اوږده دي او ځائ په ځائ غرونه د رېلوې نظام دپاره پرې کړل شوي دي. د ۷۵ کلو ميټره بولان دره کښي ۲۰ سرنګونه هم جوړ کړل شوي دي. تر ټولو اوږد سرنګ د پنيرPanir سرنګ دی چي تر يو کلو ميټره لږ زيات دی. دا ټول پلونه او سرنګونه د خپل فن تعمير او ښائست له لحاظه ډېر پائيداره او ښکلي دي.

په اول سر کښي د انګرېزانو منصوبه دا وه چي په بولان کښي وړوکې پټړۍ Narrow Gage واچول شي، ولي چي اصل پراخ رېلوې لائن له سيوۍ څه د هرنائي، شاهرګ، کچ او بوستان په لاره جوړ کړل شوی ؤ لاکن په دې لاره پښتنو قبائلو د انګرېزانو خلاف سخت مزاحمت کوی ځکه انګرېزانو د بولان و لاري ته ترجيح ورکړه، ولي چي دا سخته غريزه لاره وه او د رېلوې نظام د پائيداري دپاره هم د دغسي سيمي ضرورت وي.

دا ټول رېلوې لائن برطانوي حکومت تش د فوجي مقاصدو دپاره جوړ کړ چي د دوئ د طويل المعياد فوجي حکمت عملي او دفاعي نظام ډېره اهمه برخه وه، ځکه په دوهم افغان جنګ کښي دغه نظام د دوئ دپاره ډېر فائده مند ثابت شو. ولي چي يوه ټرېن له کوټي څه تر افغان سرحد پوري په ۱۵ ساعتونو کښي چي څومره عسکر او فوجي شيان وړلائ شو هغه په ۳۰۰۰ اوښانو په پنځلس ورځو کښي هم نۀ شو رسېدلائ. 

د دره بولان په مرکز کښي  له کوټي څخه ۷۵  کلو ميټره لېري د مچ رېلوې سټيشن دی. دا د بولان تر ټولو لوئ سټېشن او کلی دی. په دې ځائ کښي اکثر ساتکزي او کرد قبائل استوګن دي. د مچ په غرو کښي بې شماره کوئله پېدا کېږي ځکه دلته د کان کنانو لويه ابادي هم شته. مچ کښي د پاکستان ډېر لوئ او بدنامه جيل خانه هم ده چي انګرېزانو په خپل وخت کښي جوړه کړې وه.

د مچ له سټېشن څه د آب ګُم په لاره رېلوې لائن له سړک څه جدا شي. دا لاره د سرنګونو او غرو ښائست لري، او سړک د کهجوري په لاره د ډهاډر و خواته روان شي دا سيمه ډېره زرغونه او ښائسته ده، ولي چي د کوټي او قلات له غرو څه ټولي باراني اوبه په دغه لار تېرېږي. د دې بولان په غاړه ځائ په ځائ فصلونه او د پکنک ځايونه دي ځکه له ليري ليري ځايونو خلګ او سېلانيان د لته راځي. د مچ سټېشن څه په ۲۰ کلو ميټره فاصله باندي د پير غائب ښائسته ابشاري چشمې او تالابونه دي.

د بولان درياب اوبۀ د ډهاډر، کچي او مير ګړهـ ميدانونه اوبوي شايد هم دغه سوب دی چي په مهرګړهـ او نوشيرو کښي له پنځه زره کاله قبل مسيح څه د انسان قديم ترين ابادياني شوي وې او دا د نړۍ تر ټولو قديم اثار قديمه ده.

تر ډهاډر څه وړاندي د سيوۍ تاريخي ښار دی، دا سيمه د پاکستان تر ټولو توده سيمه ده چېرته چي په دوبي کښي درجه حرارت اکثر تر پنځوس ډګري سينټي ګريډ پوري ورسېږي.

د سيوۍ رېلوې جنکشن څه يو رېلوې لائن د جېکب اباد و خواته ځي چېرته چي ۱۵۰ کلو ميټره اوږد او تود د پټ فيډر ميدان او د شمال و خواته د ناړي ګاج په څنګ د هرنائي و خواته رېلوې لائن روان دی. د اوبو په څنګ څنګ دا ډېره ښائسته لاره ده چېرته چي بې شمېره سرنګان او پلان جوړ شوي دي. په اول سر کښي انګرېزانو هم دغه رېلوې لائن له سيوۍ، هرنائي، شاهرګ بوستان او پښين پوري جوړ کړی ؤ. هم په دغه لاره کښي د چپرليټ سرنګ دی چي په خپل وخت کښي په ټوله نړۍ کښي د انجينئيرنګ يو اعلی  شاهکار ؤ.

لاکن د دې لاري اکثر غرونه داسي مټ او خاوره لري چي د بارانو په موسم کښي به ئې رېلوي لائن لاندي کړ او ټرېفک به بند شو او بله دا چي د دې علاقې مري، ترين، پانېزي او نور پښتني قبائلو به د انګرېزانو لاره نيوله او حملې به ئې کولې. د بې شمېره تاوانو پس انګرېزانو د بولان لاره جوړه کړه، ولي چي په دې لاره کښي ابادي نۀ وه ځکه د مزاحمت کم امکانات وو او بله دا چي د بولان غريزه دره که څه هم ډېره سخته وه خو د لينډ سلاډنګ هيڅ خطره نۀ وه، دا ډول انګرېزانو د خپل جنګي مقاصدو او د عسکرو د تيز تر سيل دپاره تر افغانستان او ايران پوري رېلوې لائنونه جوړ کړل.

يو رېلوې ټريک له کوټي څه تر چمن پوري دوهم له بوستان څه تر ژوب پوري او درېيم له کوټي څه تر ايراني سرحد پوري وغزول شو.

کوټه  د افغانستان له سرحد څه ۱۲۰ کلو ميټره لېري يو اهم تاريخي ښار دی او د برصغير په چاوڼيانو کښي يوه غټه چاوڼۍ ده چي انګرېزانو په کال ۱۸۷۸ کښي جوړه کړه. په اصل کښي کوټه او ټوله جنوبي پښتونخوا د کندهار يعني افغانستان برخه وه چي په دې باندي انګرېزانو اول ځل په عارضي توګه په کال ۴۰- ۱۸۳۹ کښي قبضه وکړه او بيا په ۷۸- ۱۸۷۷ کښي دا قبضه مستقل شوه. د معاهده ګندهمک او ډيورنډ لائن د ناروا کرښي په سوب دا سيمه په برټش انډيا کښي شامله کړل شوه او و دې ته نوی نوم برټش بلوچستان ورکړل شو.

په افغانستان او سينټرل ايشيا باندي د انګرېزانو د قبضې خواهش دوئ مجبوره کړل چي دلته لويه چهاوڼۍ او د افغانستان او ايران تر سرحدونو پوري پاخه سړکونه او رېلوې لائن جوړ کري. دا ډول به د دوئ قبضه ګري د تل دپاره مضبوطه او جاري وي.

د اول افغان جنګ په وخت انګرېزانو دا محسوسه کړه چي بايد له دوئ سره له برطانوي هند څه د افغانستان تر سرحدونو پوري تيز رفتاره  رسل و رسائل وي ولي چي کوم انګرېز فوج چي له هند څه د شاه شجاع د تخت نشيني په بهانه د بولان په دره کښي را داخل شو نو د ډېر زحمت او مزاحمت په سوب سخت تاواني شو ځکه دوئ د فوجي مقاصدو دپاره له سندهـ څه تر کوټي او بيا تر کندهار پوري د پاخه سړکونو او رېلوې لائن منصوبې جوړي کړې، ولي چي په هغه وخت رېلوې د تيز رفتاره نقل و حرکت بهترينه ذريعه ګڼل کېده. دا ډېره محفوظه طريقه هم وه دا ډول دوئ په تيز رفتاري او حفاظت خپل عسکر او عسکري شيان تر افغانستان پوري رسولي شوائ.

په سيوۍ، هرنائي رېلوې لائن باندي په کال ۱۸۷۶ کښي د کار اغاز اوشو. دغه ډول له کوټې څه تر کول پُور بولان پوري د رېلوې لائن کار په کال ۱۸۸۶ کښي شروع کړل شو او له سيوۍ څه تر هرنائي بوستان او پښين رېلوې نظام اغاز په مارچ ۱۸۸۷ کښي وکړل شو. د کوټې رېلوې سټېشن په کال ۸۵- ۱۸۸۴ کښي جوړ کړل شو. له دې پس بيا د کوټي، کندهار رېلوې تعمير اغاز وشو. دا رېلوې لائن به د کوږک درې په لاره تلی.

د برصغير پاک و هند نامتو شاعر او ناول نګار ښاغلی مرزا هادي رسوا په دغه وخت په کوټه کښي د رېلوې انجينئير په توګه ملازمت کوی وئيل کېږي چي هم په ورځو کښي دۀ خپل مشهور ناول "امراؤ جان ادا" په کوټه کښي وليکل دۀ د رېلوې نظام په جوړښت کښي ډېر اهم کردار ادا کړ.

د کوټي، چمن رېلوې نظام په کال ۱۸۹۱ کښي مکمل شو او ټرانسپورټ جاري شو او له هغه وخته تر ننه پوري له کوټي څه تر چمن پوري هره ورځ يوه ګاډۍ ځي بله راځي. خو له بده مرغه د دې ډبې انجن او نور سهوليات دومره ناقص دي چي دا رېلوې د ځائي اولس دپاره فائده منده نۀ ده. په دې رېلوې لائن باندي د کوږک شانداره سرنګ هم دی چي له شيله باغ څه د چمن و خواته وزي او د پاکستان د پنځۀ روپو په کرنسي نوټ باندي د دې سرنګ عکس ليدل کېدائ شي.

د دې رېلوې لائن له څنګه انګرېزانو يو پوخ روډ هم جوړ کړ چي اوس د بين الاقوامي معيار مطابق پراخ او نوی کړل شوی دی. که څه هم چمن له کوټي څه د ۱۲۰ کلو ميټره په فاصله دی خو د ناقص نظام او غريزه سيمي په سوب دا فاصله په څلور پنځه ساعتونو کښي پوره کېږي، حالانکې دا د پاکستان څخه و مرکزي آسيا ته ډېره اهمه لاره ده او په راتلونکي وخت کښي د دې په اهميت کښي نوره اضافه کېدونکې ده خصوصاً د CPEC د منصوبو او اغراضو په حواله د دې له اهميت څخه انکار ممکن نۀ دی. ولي چي دا د پاکستان د تجارتي سامان د ترسيل ډېره ښه ذريعه ده.

له کوټي څخه د شمال و خواته د شل کلو ميټره په فاصله د کچلاغ رېلوې سټېشن دی. کچلاغ د کاريزاتو او باغاتو زرعي مځکه ده چېرته چي بې شمېره باغونه دي او د هر ډول زرعي پېداوار دپاره شهرت لري. هم له دې ځايه څه د زيارت لورالائي او ږوب لاره بېله شي. د کاريزاتو د ختمېدلو سره اوس اکثر کښت و کرونده په ټيوب وېلانو کېږي.

په کال ۱۸۸۶ کښي د بوستان سټېشن له کوټي سره رابطه جوړه کړل شوه. د بوستان  د رېلوې جنکشن يو خصوصيت دا دی چي له دې ځايه د ږوب رېلوې وړوکي رېلوې لائن Narrow gage هم شروع کېږي او د چمن د خوا پراخ رېلوې لائن هم. له بوستان څخه د کاڼ مهترزۍ، مسلم باغ او ږوب پوري رېلوې لائن جوړ کړل شوی دی. هم په دغه لاره د کاڼ مهترزۍ رېلوې سټېشن دی چي له سمندر څخه تقريبا ۹ زره فټه اوچت دی. ځکه وئيل کېږي چي دا په برصغير کښي تر ټولو اوچت رېلوې سټېشن دی.

د وړوکي رېلوې لائن دا نظام تر ۱۹۸۸ پوري سل کاله چلېدی او بيا په دغه کال حکومت دا ختم کړ، حالانکې حق دا ؤ چي و دې ته ترقي ورکړل شوې وائ، ولي چي د رېلوې ټول نظام انګرېزانو تر ږوب پوري جوړ کړی ؤ. او د خېبر پښتونخوا له جانبه له پېښور څه تر بنو  پوري رېلوې نظام شته، بايد چي له بنو څه تر ږوب پوري نوی لائن جوړ کړل شي. هم دغه به د CPEC د غربي لاري مرستيال وي.

زۀ چي کله له کال ۱۹۹۰ څه تر کال ۱۹۹۵ پوري په پېښور ټيلي ويژن کښي وم نو په دغه وخت د ANP غلام احمد بلور د رېلوې وزير ؤ. ما خپله څو څو ځله د هغه پاملرنه و دې خواته راواړوله، لاکن دۀ و دې معاملې ته هيڅ توجه نۀ کوله، چي د خپلو دا حال شي نو له پرديو څۀ ګله ده.

له بوستان څه د يارو رېلوې سټېشن پوري د سرې او ژړي خاوري ښائسته غونډۍ دي چي د خپل خصوصيت په سوب ښائسته منظرونه لري، د ماهرين ارضيات مطابق دا په  لکونوکلونو وړاندي جوړي شوي دي. د يارو سټېشن څه په ۱۰ کلو ميټره فاصله باندي د پښين تاريخي ښار دی چېرته چي بند خوشدل خان تړل شوی دی، چي ښۀ بارانونه اوشي نو دا ډيم له اوبو ډک شي او رنګ په رنګ مرغان پکښي ښکاري. دا د دې سيمي د کښت دپاره هم خپل اهميت لري.

د کوټي چمن په دې لاره له پېړيو پېړيو، انسانان، پاونده قافلې، او عسکري فوجونه و هند او افغانستان ته تلې راتلې، ځکه دا د ډېرو فوجي حمله کونکو ګواهي ورکوي. 

له ډېره وخته هم دغه لار د پاوندو لار وه چي په مني کښي به د هند و تودو سيمو ته تلې او بيا په سپرلي کښي به بېرته د افغانستان و خوا ته روان شول، د څاروو تجارت د دوئ تر ټولو لويه پېشه وه، د پاوندو هر وګړی که نر دی او که زناني ډېر خواري کښه خلګ دي. دوئ د خپل حاجت مطابق چېرته ليږ چېرته زياتي ورځي تېروي، خو سفر د دوئ د ژوند لويه برخه ده. هر څوک چي په دې لاره تېرېږي هغه په مني او پسرلي کښي دا قافلې ليدلائ شي.

له سرانان پس د ګلستان زرغونه او ښائسته سيمه راځي. دلته يو وړوکی سټېشن شته، ګلستان د کښت او باغونو علاقه ده چېرته چي هري خواته د سرو سېبونو باغونه ښکاري.

دلته د اڅکزي او کاکړ قبائلو ابادي ده د ګلستان د شهرت يو لوی سوب د لوئ مبارز او قامي شخصيت خان عبدالصمد خان اڅکزي شهيد هم دی. ولي چي هغه هم د دې کلي د اڅکزي حميد زۍ قبيلې وګړی ؤ. دلته پېدا شو، د انګرېز قبضه ګرو خلاف د ازادۍ د مجاهد په توګه ئې بې شمېره زيار وکړ او په کلو کلو ئې په دغه زيار کښي د قيد و بند مشکلات يوړل. خو اخر ئې د ا زادۍ مقصد حاصل کړ، او بيا ئې د دې ازادۍ د مقاصدو دپاره زيار شروع کړ، خان شهيد د ازادۍ هيرو او مخلص مبارز ؤ.

تر ګلستان څه وړاندي يو بل تاريخي سټېشن د قلعه عبدالله خان کلي دی. غازي عبدالله خان هم د اڅکزو سردار او مشر ؤ. د خان شهيد نيکه ؤ، د افغانستان په تاريخ کښي د دۀ نوم په  حېث د غازي مجاهد او شهيد و هر چاته معلوم دی. خان عبدالله خان هغه مجاهد ؤ چي په کال ۱۸۴۱ کښي دۀ د برطانوي نائب سفير اليګزنډر برنز او نورو ډېرو قبضه ګر انګرېزانو په چهاوڼۍ قبضه کوله نو انګرېزانو په مکارانه ډول د خپل يو ايجنټ په ذريعه دی د شالخوا په ګولۍ او ويشتئ او شهيد شو. د عبدالله خان شهيد پس د امير دوست محمد ښاغلی زوی اکبر خان د ازادۍ د جنګ کمانډر شو او ټول انګرېزي فوج ئې په افغانسستان کښي تباه کړ. په دې ټول انګرېزي فوج کښي يواځي يو سړی ډاکټر برائيډن د جلال اباد قلعې ته ژوندی ورسېدی. د هېواد د ازادۍ او مزاحمت لومړی کمانډر خان عبدالله خان شهيد ؤ.

د دې سيمي يو بل اعزاز دا هم ؤ چي په قلعه عبدالله کښي د پښتو ژبي مجاهد شاعر ملا عبدالسلام اشېزی هم زېږېدلی او لوئ شوی ؤ. دۀ د قام د بيدارۍ او د ازادۍ دپاره بې شمېره شاعري وکړه. انګرېزانو د دۀ کتابونه قبضه کړل او وئې سوځل خو ملا سلام د قام د بيدارۍ او ازادۍ زيار تر مرګه جاري ساتلی ؤ. د دۀ زوئ و ماته وئيل چي ملا عبدالسلام تر مرګه پوري په رېل ګاډۍ کښي سفر ونۀ کړ، ولي چي دۀ دا د انګرېز سامراج د قبضه ګری علامت ګڼی. هري خواته چي به تلی نو په اس يا اوښ به ئې سفر کوی. حالانکې د دوئ کور د عبدالله خان رېلوې سټېشن ته ډېر نزدې ؤ.

له عبدالله خان سټېشن څه د خواجه عمران غريزه سيمه شروع شي او د کوږک درې په لاره دغه رېلوې لائن چمن ته رسېږي.

دا ډېره سخته لاره ده ځکه انګرېزانو په ډېره ګرانه او لوئ خرڅ د کوږک په دره کښي د پنځه کلو په زيار رېلوې لائن مکمل کړ. د دې غرۀ بلندي دومره وه چي په يوه ميټره لاره کښي به د ۲۵ فټه بلندي راتله، دوئ له کوټي څه تر کوږک پوري درې سوه غټ او واړه پُلان جوړ کړه او پنځه سرنګونه ئې وايستل او په دې سرنګونو کښي تر ټولو اوچت او شانداره اوږد سرنګ د شيله باغ له څنګه د کوږک سرنګ دی.

     له کوټي ښار څخه د شمال په خوا د قلعه عبدالله خان په څنګ کښي د خواجه عمران عظيم او ښائسته غر ولاړ دی. چي د موجوده پاکستان او افغانستان تر منځ يو قدرتي حصار دی. هم په دغه غرۀ کښي د کوږک وړوکې دره ده، چي په تاريخي ډول د دې دواړو هېوادونو تر منځ له پېړيو پېړيو راسې د عسکري، تجارتي او پاوندو لاره ده. ولي چي په توبه کاکړي غرۀ کښي بله داسي اسانه او لنډه لاره نشته چي له قندهار څخه تر کوټي پوري راشي. په اصل کښي د دې درې نوم کوږک دی چي په پښتو ژبه کښي و کږې وږې لاري ته وئيل کېږي، خو انګرېزانو و دې ته خوجک Khojak وئيل. داسي بې شمېره نومونه انګرېزانو په ناوړه طريقه واړول.

څه وخت چي د برطانوي سامراج او روس تر منځ د سوړ جنګ Cold War سلسله اغاز شوه نو د برطانوي وسعت پسندي  پاليسي سره سم انګرېزانو د روسي خطرې په بهانه په افغانستان باندي لښکر کشي او قبضه اوکړه که څۀ هم دوئ د افغانانو د مزاحمت په سوب تباه او بې عزته شول خو د دې باوجود هم دوئ هيڅ کله د افغانستان د قبضې هيله او زيار پرې نۀ شوه او هم د دغه سوړ جنګ په پلمه دوئ د ډيورنډ لائن ناروا او غېر فطري کرښه وايستله.

د خپل طويل المعياد  توسيع پسنده منصوبو دپاره دوئ ډېري چاري اوکړې. هم په دغه چارو کښي يوه دا وه چي له سندهـ څخه د بولان په لاره تر کوټي پوري او بيا د افغانستان تر سرحدونو پوري د فوجي مقاصدو دپاره رېلوې لائن جوړ کړل شو. چي و يوې خواته له کوټي څخه تر چمن پوري او دوهمي خواته له پېښور څخه تر لنډي کوتل پوري ورسول شو.

دا ټوله پښتونخوا يو غريزه سيمه ده ځکه په دې ټوله رېلوې نظام دپاره په دره خېبر او دره بولان کښي بې شمېره سرنګونه Tunnals جوړ کړل شو.

د سيوۍ څخه تر هرنائي او شارګي پوري هم دغه رېلوې نظام لا تر اوسه پوري قائم دی. لاکن له زردالو څخه نيولې  تر بوستان پوري دا نظام ترک کړل شو، لاکن اوس هم چي له کڅو څه تر بوستان پوري کوم سړک جوړ شوی دی هغه هم د دغه رېلوې پر ټريک باندي جوړ شوی دی. په دې لاره باندي د پخواني رېلوې نظام پلونه او وران سټېشنونه د دې ثبوت دی.

د کوټي او چمن تر منځ په کوږک دره کښي هم يو شانداره سرنګ Tunnal جوړ کړل شو. هم د دې کوږک سرنګ عکس د پاکستان د پنځه روپۍ په کرنسي نوټ باندي لګول شوی ؤ.

اوس د پنځه روپۍ دغه نوټ منسوخ او ترک کړل شو او  ځکه دا قومي علامت د همېش دپاره ختم کړل شو. د پاکستان په کرنسي نوټونو د هېواد د ډېرو اهمو ځايونو عکسونه د علامت په توګه لګول شوي دي لکه دا چي د لس روپۍ په نوټ باندي د خېبر، د شل روپو په نوټ باندي موهنجوډارو، د پنځوس روپۍ په نوټ باندي د K2 ، د سل روپو په نوټ باندي د زيارت ريزيډنسي، د پنځه سوه روپو په نوټ باندي د شاهي مسجد لاهور او د زر روپو په نوټ باندي د ا سلاميه کالج پېښور عکسونه لګول شوي دي.

زما دا ډېره خوښ بختي ده چي ما دا ټول ځايونه په ډېر تفصيل سره خپله ليدلي دي په دې مي تحقيق کړی دی او ډاکومنټرياني مي جوړي کړي دي.

د کوږک سرنګ له کوټي ښار څخه د پاکستان سرحدي وېش چمن په لاره کښي تقريبا ۱۲۰ کلو ميټره لېري د شمال و خواته دی. د  دې سرنګ په لومړي شرقي سر  يا دروازه کښي د شيله باغ وړوکې او ښائسته دره ده او هم دلته يو وړوکی رېلوې سټېشن دی.

په حقيقت کښي لويه لوبه Great Game د هغه وخت د دوو عالمي قوتونو برطانيه او روس تر منځ په افغانستان او مرکزي اسيا باندي د خپل دسترس حاصلولو لوبه وه، ولي چي دوئ د دې پراخي سيمي په قدرتي وسائلو باندي قبضه کول غوښت. انګرېزانو په وار  وار خپل جاسوسان لکه اليګزنډر برنز او موهن لال افغانستان او بخارا ته ولېږل، ولي چي د نولسمي پېړۍ په هندوستان کښي برطانوي سامراج په دې امر فکر مند ؤ چي روس په مرکزي اسيا او افغانستان کښي خپل سياسي اثرات زياتول. څۀ وخت چي روس خپل استازی او سفير مسټر ويټکووچ د امير دوست محمد و دربار ته راواستوی نو برطانيه ډېر و ډارېدی، ولي چي داسي نۀ وي چي روس د ايران په مرسته د هرات قندهار او کوټي په لاره په هند کښي را داخل نۀ شي. ځکه دوئ د روسي خطرې د مخنوي دپاره دا فېصله وکړه چي له کوټي څخه تر قندهار پوري تش د فوجي او دفاعي مقاصدو دپاره رېلوې لائن جوړ کړي. دا ډول به دوئ په اساني خپل فوج د روس او ايران د مخنوي دپاره مخ په وړاندي استولائ شي.

د دې دپاره ضروري ؤ چي دوئ به له ۲۲۹۰ ميټره اوچت غرۀ او خوجک درې څخه رېلوې لائن تېروي چي په تکنيکي توګه ډېر ګران کار ؤ. حالانکې هم په دغه دره کښي له پېړيو پېړيو عسکري او تجارتي قافلې تېرېدې خو انګرېزانو د خپل قبضه ګري او وسعت پسندي د اسانتياؤ دپاره په دې دره کښي د شيله باغ له څنګه تقريباً څلور کلو ميټره اوږد سرنګ جوړول پېل کړ. دا کار له ۱۸۸۸ څخه تر ۱۸۹۱ پوري تقريباً په درې کلو کښي په لوئ خرڅ سر ته ورسول شو. او هم د دغه درې له مناسبته د دې سرنګ نوم هم کوږک ټنل کښېښول شو. دا ډول اوس دا رېلوې لائن د کوټي څخه تر سرحدي ښار چمن پوري  وغزول شو چي د افغانستان په سرحد باندي يو وړوکی ښار  دی. له چمن څخه بيا د افغانستان سرحدي حدود شروع کېدل ځکه انګرېزان مخ په وړاندي د کندهار و خواته نۀ شو تللائ. 

د دې سرنګ په خُله کښي په يوه ښائسته او تاريخي کتبه باندي د دې سرنګ نوم د تعمير وخت او نور تفصيلات کنده کړی شوي وو. دا سرنګ له سمندر څخه ۱۹۴۰ ميټره اوچت جوړ کړل شوی دی او دا د شيله باغ په دره کښي د سړک په غاړه دی. دا يوه وړوکې لاکن ښائسته دره ده.

شيله په پښتنو کښي و وړې درې ته وئيل کېږي، لاکن د انګرېزي ژبي په سوب خلګو له دې توري "شيله" څخه هم ډېري افسانې جوړي کړې لکه دا چي شيله يوه ښائسته هندي يا انګرېزه رقاصه وه چي د دې سرنګ د تعمير په وخت به ئې انګرېز افسران په خپل رقص او نازو ادا خوشحالول.

دوهمه افسانوي خبره دا هم کېږي چي د دې سرنګ انګرېز چيف انجينئير د سرنګ تر مکمل کېدو وړاندي خود کشي اوکړه ولي چي د دې سرنګ ستړی کار ډېر  وځنډېدی او د کاميابۍ امکانات ئې ډېر کم ښکارېدې ځکه هغه ډېر مايوسه شوی ؤ لاکن د دۀ د مرګ څو ورځي پس د سرنګ دواړه سرونه سره يو شول.

د سرنګ د مکمل کېدو پس بيا په شيله باغ کښي يو وړوکی او ښائسته رېلوې سټېشن هم جوړ کړل شو، چېرته چي د دې رېلوې نظام ډېر تفصيلات او اثار خوندي پراته دي. د سرنګ په خُله يا سر کښي دوه ښائسته او بالا مينارونه هم جوړ شوي وو خو له بده مرغه د کال ۱۹۳۵ په تباه کن زلزله کښي دا دواړه مينارونه ړنګ شول.

د تعمير او انجينئيرنګ د دې شانداره سرنګ تصوير  پاکستان سټيټ بينک په کال ۱۹۷۶ کښي د پنځه روپو په کرنسي نوټ باندي چاپ کړ، او دا نوټ دېرش کاله يعني تر ۲۰۰۵ پوري مروج ؤ، لاکن بيا حکومت دا فېصله وکړه چي د پنځه روپو نوټ پر ځائ باندي د پنځه روپو سکه را اوباسي دا ډول د پښتونخوا د سيمي دا تاريخي علامت ختم کړل شو او اوس د لس روپۍ په نوټ باندي د خېبر عکس هم د همېش دپاره ختمېدونکی دی،ولي چي سټيټ بينک د لس روپو نوټ هم ختمول غواړي.

د خوجک درې په شمالي برخه کښي د فوجي مقاصدو دپاره ځائ په ځائ بې شمېره عسکري سنګرونه او مورچي هم جوړي کړل شوې چي تر اوسه پوري قائمي دي او له  ورايه ښکاري.

له دې څه دا حقيقت هم له ورايه ښکاري چي په ټول هند کښي د سړکونو، پُلانو او رېلوې نظام جوړول او پراخول د دې وطن د اولس دپاره نۀ ؤ بلکې تش د برطانوي سامراجيت د وسعت او مضبوتيا دپاره ؤ.

د کوږک سرنګ څخه چي تېر شې نو بيا ډېره سخته شېوائي ده، ځکه چي ټرېن ډېر په احتياط رو رو چمن رېلوې سټېشن ته رسېږي. چمن د افغانستان په سرحد باندي يوه لويه تجارتي منډۍ ده  او د ټولو سرحدي ښارونو په ډول د نړۍ هر شی په ارزانه بيه را نيول کېدائ شي. دا ښار او مځکه هم د اڅکزي قبائلو مځکه ده چي د سرحد و دواړو خواؤ ته په لوئ شمېر اباد دي. د دې ځائ خلګ د تجارت په حواله دومره شهرت لري چي په ټوله نړۍ کښي اباد دي. دوئ د پښتني غيرت او همت روښانه مثال دي.   

 

 

FaLang translation system by Faboba