ليکوال سيد خير محمد عارف

  1. د مجلې ګڼه:۱۱مه

 د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶  

کله چي موږ د اسمان د ستورو او موسمونو په اړه و پښتني رواياتو، او له ستورو سره د دوئ د ژوند و نږدو اړيکو ته پاملرنه وکړو، نو هلته د مځکي د ګردش، د اجرام فلکي، د  تلو راتلو، سره سم هغه غاړي، اشعار، کوچاني ژوند د کښت و کروندې، حساب، بېل بېل موسمونه او له هغه سره سره په پښتو ادب کښي زموږ د اسلافو له خوا د هغو يادونه راپه زړۀ شي، کوم چي زموږ پخوانيو مشرانو له هم دې اجرام فلکي سره تړلي دي. له دې علاوه د ماشوموالي، په نکلونو، علم نجوم، او د بخت د ستورو، پر ستورو کمند اچول، په کوچاني ژوند کښي د ستورو په ترتيب لار او ليکه ټاکل او له قطبي ستورو څخه مدد اخستل ټولي هغه سلسلې دي، چي له پخوا څه تر دې وخته پوري دوام لري. زما په خيال د ستورو دغه منزل هغه منزل دی په کوم منزل چي لوئ څښن د سوره واقعه په (۷۵ م) ايت کښي فرمائي:

 فَلَا أُقْسِمُ بِمَوَاقِعِ النُّجُومِ 

ژباړه: چي زما دي د ستورو په منزلونو قسم وي، 

هم دغه د ستورو منزلونه زموږ د اسلافو په هغه ژوند کښي چي دوئ پاوال وو، او يا په هغه دور کښي چي دوئ د کښت و کروندې، د کرلو او رېبلو کار ترې اخستلو، له ورايه برېښي.

له دې علاوه زموږ په فوکلوري ادب کښي، کله کله د ستورو جلا جلا ذکر وينو او له هغه سره د تندر، برېښنا، تالندۀ، او د ډول ډول بادونو او بيا د هغه سره د موسم په اړه حساب، چي پر څلورو موسمونو يعني اوړی ، منی ، ژمی، څرموڼی، يا پسرلی، او پر دوولسو مياشتو باندي مشتمل دی. دا هر موسم ځان له خاصيت لري، خوشحال بابا ئې په خپله شاعري کښي د شمسي حساب په مناسبت داسي ذکر کوي.

 

په دوولس برجه ګرځي لمر پوره په دوولس مياشتي

په دا خبردار نۀ دی چي صېفي دی که شتائي

 

خوشحال بابا صفي اوړی او شتائي زمی بولي، پښتانۀ هم دغه څلور موسمونه د بېلو بېلو اثراتو په اړه داسي يادوي. دوئ وائي دوبی تنور دی، منی رنځور دی، ژمی ضرور دی، پسرلی معمور دی. بعينه خوشحال خټک هم پخپله شاعري کښي د پښتنو د دې مثال په مصداق و دغه موسمونو ته په خپل نظر ګوري. د مثال په توګه هغه وائي

په څلور فصله کښي ښۀ فصل بهار دی

تابستان سړی کم خور کاندي لاغر

 

او بيا د مني په باره کښي وائي؛

 

ډېر زحمت په وخت د مني پېدا کېږي

لکه سِل، تبه، قولنج بلا بتر

 

او بيا د زمستان يعني ژمي په باره کښي وائي؛ 

 

رنځ، زحمت د زمستان په فصل لږ وي

د ساړۀ نه ځان ساته په اور په لمر

 

ولي له دې علاوه هغۀ د اهاړ او بشکال ذکر هم پخپل انداز سره په دا ډول کوي

 

په څِله پسې ګلونه د بهار دي

په اهاړ پسې رادرومي بشکال

 

 او يو بل ځائ پخپله شاعري کښي وائي

 

چي تاويل شي د ميزان

توغ څرګند که زمستان

 

توغ يې څۀ د سهېل ستوری

چي ښکاره شي پر اسمان

 

د غازمه په رنځ رنځور وي

بيا تندرست شي دا جهان

 

بهر حال له دې حسابه سره سم پښتنو چي د پېرمنګي په مناسبت کوم حساب وضح کړی دی د هغه  کلني حساب سره د پېرمنګي تقسيم يو داسي موضوع دی چي په دې واړه مضمون کښي ئې احاطه کول ګران کار دی، خو زۀ به دا وس وکړم چي څومره ممکن وي يا ما له خلګو څخه څومره استفاده کړې ده  د هغۀ په رڼا کښي به رڼا ورباندي واچوو. او له دې سره سره به د کوچاني ژوند هغه منظر کشي هم وړاندي کړم چي له بوټو او موسمونو سره ئې تعلق دی. 

 

لکه څنګه چي د شمسي کال حساب کونکي ځان له داسي حساب اټکلوي چي لمر په وسه کښي زموږ و خوا ته د سرطان تر ليکي پوري راورسېږي نو په ۲۱م جون باندي لمر او سرطان ځله ونيسي، بيا له ۲۲م جون څخه لمر بېرته د سرطان څخه د خط استوا و لور ته روان شي. په ۲۱م ستمبر باندي و خط استوا ته ورسېږي. ګوا په دې درې مياشتو کښي و خط استوا(Equiter) ته رسي. تر دا وروسته په درې مياشتي کښي و خط جدي (Capricorn) ته ځان رسوي.

د دسمبر په ۲۱مه نېټه بېرته د خط استوا په خوا روان شي، پر ۲۱م مارچ باندي و خط استوا ته ورسېږي.

په ۲۱م مارچ باندي بېرته د خپل سفر له اغازه سره په ۲۱م جون باندي و خط سرطان ته رارسي. دا رنګه دا ټول سفر په يوه کال کښي يعني ۳۶۵ ورځي کښي و سر ته رسوي، د طوالت له امله نور تفصيل بل وخت ته پرېږدم.

د نمونې په توګه مي د شمسي کال دغه ګردش ځکه وړاندي کړ چي زموږ د سيمي خلګ دغه ډول حساب د سپوږمۍ سره د نورو مياشتو په اړوند، خصوصاً پر "پېرمنګه" باندي کوي خو دا حساب بشپړه د کال بڼه نۀ لري. ولي د دې باوجود، غواړم چي دا حساب هم د خپلو پښتنو وروڼو و مخ ته کښېږدم. ممکنه ده چي څوک دغه نيمګړې خواري ته بشپړه بڼه ورکړي او دا حساب محفوظ شي او يا مکمل ډول پکار راوستل شي، خو اول به دې ته راشو چي "پېرمنګه" وائي و څۀ ته؟ پېرمنګې يا پېرمن، د هغه اوو ستورو ښائسته او ښکلې غوټه ده چي "عقدثريا" هم ورته وئيل کېږي. "پروين" هم ورته وائي باالخصوص د سهېلي پښتونخوا ځيني پښتانۀ ورته پېرمنګې يا پېرمن وائي. په اردو، پښتو او فارسي شاعرۍ کښي ئې په ډول ډول انداز سره ذکر راغلی دی. 

يو فارسي شاعر وائي:

؃ چوں نہدخشت اول معمار کج

               تاثریا میرود دیوار کج

 

د علامه اقبال د اردو شعر دی:

؃ گنوا دی ہم نے جو اسلاف سے میراث پائی تھی

               ثریا سے زمین پر آسمان نے ہم کو دے مارا

 

د پښتو نازک خياله شاعر کاظم خان شيدا وائي:

 

ما په وضع د پروين کړه

دلجمعي زما ائين کړه

 

 د کاظم خان شيدا د شعر په باره کښي حمزه صاحب ليکي چي صفات ثبوتيه اووه دي، او د عقد پروين دغه ستوري هم اووه دي. دغه ستوري که څۀ هم جلا جلا وجود لري، لاکن د دوئ دغه اجتماع د وحدت ترجماني کوي. دغه رنګه په يوه غاړه کښي د پېرمنګي ذکر داسي خوندي شوی دی:

بوره، نۀ ده، راوتلګي

 په ورو ورو، راځه، پرمنګي

 

په دې باره کښي د اتڼ يوه ناره هم شته چي د پېرمنګي ذکر پکښي خوندي شوی دی:

دا د سپوږمۍ دا ده ـــــــــــــــ چي راوخته پېرمنګي وارخطا ده

ما و۱ جانان جار کې ــــــــــــــــ پر دا نيمه شپه ئې څۀ وړه خندا ده

 د اتڼ يوه بله ناره ده چي د تندر ذکر پکښي شوی دی:

راوخته پېرمنګي ـــــــــــــــــــــ   پر اړمي ماښام سپوږمۍ تندر نيولګي

په نجونو کښي ټالې۲ ده ـــــــــــ او په ستورو کښي ښکاره ده درې شلنګي

درې شلنګي هم د يوه ستوري نوم دی چي د پښتنو له حسابه سره ئې خاص تعلق دی. ذکر به ئې وروسته وکړو. 

بهر کېف خبره مي د پېرمنګي د حساب کوله، د نورو حسابونو په رنګه د پېرمنګي کال هم پر دوولس پېرمنګو مشتمل دی. هره پېرمن په تاک ورځو کښي راځي او د اکثره پېرمنګو په مابېن کښي فاصله (۲۸) ورځي وي، او په حساب کښي له قمري حساب سره پنځلس ورځي توپير لري، چي حساب ګر دغه حساب سره شا و مخ ته کړي. لکه څنګه چي د شمسي کال يا قمري کال فرق، يعني د قمري کال کموالی په چونګي چونګي و سر ته باسي هم دا ډول دغه د پېرمنګي حساب ګر، د کال پر سر ورځي، چي زياتي و کمي وي په دې لږ لږ وخت بچت سره پوره کوي. 

د خدائ بخښلي مولوي رحمت الله مندوخېل په خپل تاليف رحمت بيان کښي دغه دوولس پېرمني يا پېرمنګي يادوي او بيا ئې د شمسي کال له برجونو يا عيسوي کال له مياشتو سره مقائسه کوي، چي وروسته به ئې تفصيل وړاندي کړو خو د مزې خبره دا ده چي دلته په سهېلي پښتونخوا کښي د کارېزونو، د اوبو تقسيم، هور (۱۲) ګهنټې، نيم هور (۶) ګهنټې، چريک (۳) ګهنټې، نيم چريک (½۱) ګهنټې هم پخوا پر ستورو کېدې.

 بيا د پاوالو د کډو د بارولو، يا د تګ او راتګ حساب او د کروندې د کرلو حساب د پېرمنګو په اساس، له پاسه، نۀ، بلکې له کشې شروع کېږي. يعني لکه جنوري چي له سره شروع ده نو پېرمنګي به له پايه شروع کېږي. لکه چي پورته مو وضاحت وکړو، چي په کال کښي دوولس پېرمنګي دي، په دې کښي اوله پېرمنګ ته پټه پېرمن وائي. 

او دا نوري پېرمنګي له ۲۳م- بيا ۲۱م- بيا – ۱۹م بيا – ۱۷م – بيا – ۱۵م بيا د ديارلسم (۱۳) بيا د يوولسم (۱۱) بيا د نهم (۹) بيا د اووم (۷) بيا د پنځم (۵) بيا د (درېيم) (۳) او ورپسې پټه پېرمنګ يا د يکم (۱) پېرمنګه راځي. د پېرمنګي دغه حساب له مياشتي سره داسي تړون لري، چي کله په تاک ورځو کښي سپوږمۍ او دغه عقد ثريا، يعني د پېرمنګي اووه ستوري،په اسمان کښي يو له بله سره په سيدهـ کښي يا برابر شي نو د پېرمني حساب شروع کېږي. سپوږمۍ او پېرمنګ چي په ديارلسمه سره برابر شي، نو د ديارلسم او چي په يوولسمه په يوه برابري باندي شي نو د يوولسم پېرمنګ شمېرل کېږي. علیٰ هذا القياس.

بل دا چي د دې حساب له رويه، حساب ګر، د موسم په اعتبار له ديارلسم  پېرمنګي څخه نېولې بيا د يکم و پېرمنګي ته خاص ترجيح ورکوي. مطلب دا چي دغه د پېرمنګو شمېر په داسي ترتيب باندي راځي.

۲۳- ۲۱- ۱۹- ۱۷- ۱۵- ۱۳ – ۱۱- ۹- ۷- ۵- ۳- ۱

زموږ په دې سيمه کښي د ديارلسم  د پېرمنګي په اړه حساب ګر وائي چي دا مياشت د ژمي ابتدا وي، د مياشتي پر ديارلسمه (۱۳) باندي سپوږمۍ او پېرمن سره څنګ پر څنګ شي، نو دا د ديارلسم پېرمنګ يا پېرمن ده، دا وخت سپينه څيله په دوو مياشتو کښي راځي، يعني د دغه ديارلسمي پېرمني د مياشتي پاته (۱۷) ورځي او ورپسې د راتلونکي مياشتي (۸) ورځي را اخلي، دغه ۱۷+۸=۲۵ ورځي سپينه څيله يا سپېنکی ژمی وي.

 په دې پسې توره څيله راځي. د توري څيلې عمر څلوېښت ورځي او شپې اټکل کېږي. په اول وار دا په اولو دوو مياشتو کښي په دا ترتيب وي، چي د تېري مياشتي پاته (۲۲) ورځي چي اتۀ (۸) ورځي سپيني څيلې ته ځني تللې وې، او اتلس شپې د راځي راتلونکي مياشتي سره يو ځائ کوي نو دا ډول ۲۲+۱۸=۴۰ شپې پوره کوي. خو په دې پسې راتلونکو دوو ۲ کلونو کښي دغه توره څيله درې مياشتي نيسي. هغه داسي چي کال (۱۲) ورځي ګرځي. نو په دغه راځي دوو (۲) کلونو کښي زمی تر ديارلسمي ۱۳ پېرمنګي له مخه کښېوزي. هلته چي سپينه څيله يا سپينکی زمی خپلي ۲۵ شپې پوره کړي نو تقريبا پنځه شپې يا څلور شپې ئې په توره څيله کښي راځي، ورپسې بشپړه مياشت هم دغه څيله نيسي او د راتلونکي مياشتي څخه پنځه شپې را اخلي. ګوا په اصطلاح د درو ۳ مياشتو څکه کوي او خپلي څلوېښت شپې پوره کوي. دلته حساب ګر، د دغه توري څيلې په څلوېښتو ۴۰ شپو کښي يو خاص بېل ستوری د اوويشتم (۲۷) د ستوري په نامۀ يادوي. دغه د اوويشتم ستوری، د ديارلسمي پېرمنګي په اوله شپه له سپوږمۍ او پېرمنګي سره پر څنګ روان وي، چي د ډېر يخ باران او واوري پېلامه وي. يو روايت دا دی چي د ديارلسم پېرمنګي په اوله شپه د غرۀ هوسۍ ( هغه وخت د بوري په رغونو کښي هوسۍ، بېخي ډېري وې، او ښکاريانو په دغه خاص وخت کښي ځکه له ښکار کولو څخه ډډه کوله چي د هوسۍ بچيان خوارېږي. خو اوسني انسانانو په دې سيمه کښي تقريباً د هوسيو دومره نسل کشي وکړه چي دا وخت ئې نسل تقريباً ناپېد دی ) پرله ګډي شي او په پنځمه پېرمنه کښي هوسۍ بچيان راوړي، دا د فطرت عجيبه قانون دی چي په دغه وخت د هوسيو بچيان د موسم له يخنۍ څخه نۀ مري، او بيا د پسرلي په وجه په نس هم ماړه وي او څر وهلی شي.

د يوولسم پرمنګه: لکه چي وړاندي وضاحت وشو د مياشتي پر يوولسمه سپوږمۍ باندي چي کله پروين له سپوږمۍ سره يو شي يعني ورسره برابره شي نو ورته د يوولسم پېرمنګ وائي په دغه پېرمنګه کښي هم پخوا د بارانونو، او ورېځو ګڼه ګوڼه وه، خو اوس په موسمونو کښي د تغير او تبدل په وجه، هغه پخواني بارانونه او ورېځي نشته، په دغه پېرمنګي کښي د پښين او کندهار د حساب ګرو په حساب له سپوږمۍ او پرمنګي سره چي کوم ستوری پر څنګ کېږي و هغه ته د ۲۵م ستوری وائي.

د نهم پېرمنګه: دا پېرمن د ژمي زړۀ ګڼل کېږي، د دغه پېرمنګي په هکله ډول ډول روايات موجود دي، وجه تسميه خو ئې هم هغه ده چي سپوږمۍ او پېرمنګي سره يو ځائ شي، د پښين او کندهار خلګ وائي چي ورسره د درويشتم ستوری هم راځي، ځار ځنډ (زهرخنډ) په هم دغه پېرمنه کښي وي. بې انتها واوري، يخونه او بارانونه د نهم د پېرمني برخه وي. روايت دی چي غزنی د واوري په وجه په هم دې پېرمنه کښي دوه واره غرق شوی دی. د نهم د پېرمني په وجه ورته ځيني خلګ د نم ستوری هم وائي يو متل دی:

 سرليه هوس د نيمه خوا دی ـــــــــــــ د نهم ستوری دي پخوا دی

دغه رنګه په يوه غاړه کښي د نهم د ستوري ذکر داسي خوندي شوی دی، چي د واوري د اورېدلو په وجه د لاري د بندېدو خطر دی

ليار بندېږي څۀ شوې تۀ  ــــــــــــــــ   ستوری د نم دی زر راځه

د دې سيمي په پښتنو کښي د نم د ستوري يعني د نهمي پېرمنګي د واوري او بارانونو څخه د محطاط نۀ اوسېدلو  په باره کښي دا متل ډېر مشهور دی چي:  له نمه نۀ وېرېږي، هغه له خدايه نۀ وېرېږي

د نهم د پېرمني په باره کښي په فارسي ژبه کښي هم دا روايت خوندي دی:

نو آمد ۔ کوہ آمد۔ہفت آمد۔ رفت آمد۔ پنج آمد۔ گنج آمد۔ 

په دغه   متل کښي د درو يعني د نهم د پېرمنګي په راتګ سره د واوري غرونه راغلو، د اووم د پېرمنګي په راتګ سره تګ يا د يخ تګ راغلو او د پنځم د پېرمنګي په راتګ سره خزانه يا بهار راغی. يعني په دغه پنځمه پېرمنګه کښي د مارچ پر (۲۱مه) نوروز وي. چي د خوشحالۍ د اظهار دپاره به پکښي په ايران او افغانستان کښي د ميلو انعقاد هم کېدو. او که چېرته ډوکلي وي نو د نم په باره کښي وائي:

 کاله په خدائ خواره  ــــــــــــــــــ  د نم ټاکی د تېر شو بې بارانه

د اووم پېرمن: د ځينو حساب ګرو د تحقيق مطابق د ژمي په اخري مياشت مارچ کښي راځي. د دغي مياشتي يعني مارچ پر ديارلسمه ۱۳ د هندوانو مذهبي تهوار هولۍ راځي. د هولۍ په باره کښي د پښتنو متل دی:

د هندوانو پر هولۍ  ـــــــــــــــــــــ    لا به خوپ وي لا سېلۍ

دهم دغه مياشتي مارچ پر يوويشتمه نېټه باندي، نوروز وي، پښتانۀ د سرې څيلې راتګ هم په دغه مياشت کښي بولي چي حساب ئې په دا ډول کوي. له هولۍ څه يعني د مارچ له ديارلسمي څه پسرلی شروع کېږي. د دغه هولۍ څه د مياشتي تر اخره پوري پاته اوولس ورځي را اخلي. 

ورپسې د پنځم د پېرمنګي بشپړه مياشت ۳۰ ورځي هم ورسره ګډوي. اوپه پنځم پسې چي کومه درېيمه پېرمن يادوي ۱۳ ورځي و پسرلي ته ورکوي، 

دغه ګړدي ۹۰ ورځي جوړېږي، ګوا دا ډول پسرلی هم د نورو موسمونو په شان درې مياشتي ګڼل کېږي.

ګوا ــــــ   د اووم پېرمنګي                  ۱۷ ورځي

د پنځم پېرمنګي بشپړه مياشت     ۳۰

د درېيم پېرمنګي                              ۳۰

او د يکم يا اولي پېرمنګي                     ۱۳

                                                                                                                                                                               ۹۰                                                   

 

دلته بائد ووايو چي په پښين او شا و خوا سيمو کښي په اهاړ کښي، ځوزان، ګلان يا کوڼۍ کوي،پر دغه وخت تاوده تاوده بادونه را الوزي، د دغه موسم په باره کښي حمزه بابا وائي:

 

ګرمۍ د بېلتانه مي غم افزون کړ اسوېلي کړم

ورېځ د اوړي راشي ترې بادونه پېدا کېږي

 

ځيني حساب ګر وائي چي د اووم پېرمنګي د راغورځېدلو سره کوچنی تاؤ راګرځي.

د پنځم پېرمنګه: پنځمه پېرمنګه د مياشتي پر پنځمه له مياشتي سره برابرېږي، دا د څرموڼي يعني د پسرلي وخت وي، له مخه مي ووئيل چي د روايت مطابق په ديارلسمه پېرمنه کښي هم مياشت او پېرمنه سره برابرېږي، لکه چي وړاندي مو ذکر وکړو چي په ديارلسمه پېرمنه کښي د غرۀ نر او ماده پسونه اختلاط کوي، په پنځمه پېرمن کښي د غرۀ پسونه بچيان راوړي، شا و  خوا وطن زرغون وي، واښۀ شوي وي، پسونه ماړۀ وي. په دا سبب ځيني خلګ د پسرلي د غټو څاڅکو و باران ته د کبليانو باران وائي. د روايت مطابق پخوانيو خلګوبه وئيل چي په دغه پېرمن کښي " سوری" او "پيتاوی" يو بل ته نارې وهي، يو وائي زۀ شين يم، بل وائي زۀ شين يم.

د دې حساب محققين دا هم وائي چي لوئ تاؤ د پنځم په پېرونه کښي راګرځي، او د وخت نولسم ستوری وي.

د درېيم پېرمنګه: کله چي د مياشتي په درېيمه باندي مياشت او پېرمن سره برابر شي نو هغه وخت د پسرلي بارانونه وي او دا اوولسم ستوری وي.

د يو کم يا يکم پېرمنه: دغه وخت د اوربشو لو شروع وي. د پسرلي وتل (تګ) وي. او د دوبي ابتدا وي، سپوږمۍ و لمر ته پاته شي چي پښتانۀ وائي. سپوږمۍ له لمره شي، يا د لمر په رڼا کښي ورکه شي، نو تر دې وروسته، د بل کال تر ديارلسمي پوري د پېرمنګي او سپوږمۍ جوت والی نۀ سره راځي.

ستوري: له يکم پس پېرمنګه څلوېښت شپې يا يوه څيله پټه وي، نو حساب ګر پر ډم ستوري باندي حساب کوي، ډم، ځکه ورته وائي، چي د دغه ستوري په وخت کښي يو دم ورېځ راوګرځي، خُپ شي، شور شي، د تناګانو دربهار (غټ اوازونه) او پرله ګډ موسم وي، هغه د اردو مثال کوم چي وائي جو گرجتے ہیں  وہ برستے نہیں. کټ مټ پر ډم ستوري باندي جوړ دی. بيا چي کله پېرمنګه راوخېږي نو لس شپې پس ورپسې ډم ستوری راخېږي، دا ډول دا لس د ډم او څلوېښت د پېرمنګي شپې ۱۰+۴۰=۵۰ شپې جوړېږي، وائي د ډم ستوری د وسي زېری دی، د وسي د باران په باره کښي وئيل کېږي چي د وسي باران د غوائي پر يوه ښکر وي او پر دا بل ښکر ئې نۀ وي.

ځرېښ، يا، زرېښ: دا په اصل کښي اتۀ ستوري وي چي ترتيب ئې غالباً په دا ډول وي. دغه اتۀ ستوري يو په بل پسې راوخېږي. دغه اول يوه راختلي ستوري ته ځرېښ وائي، و دې ته ور نږدې لږ کاږه درې ستوري د ځرېښ بدن بلل کېږي، او له بدنه څخه کښته پرله پسې درې ستوري د ځرېښ پښه او له هغه څخه لږ ځنګېدلی د سائيډ ستوري ته د ځرېښ لاس وائي. دا ستوری هم د پېرمنګي په شان څلوېښت شپې پټ وي. دا ستوري هم په دغه سېزن کښي څلوېښت شپې پوره کوي نو دا شان د ډم لس د پېرمنګي څلوېښت او د ځرېښ څلوېښت شپې ګردي نوي (۹۰) شپې جوړېږي چي يو پار پېر (موسم) پوره کوي، د حساب ګرو د وېنا مطابق ځرېښ د اګست پر نهمه نېټه باندي راخېږي.

سهېل: دا د يوه روښانه ستوري نوم دی، ځيني ډکشنرياني ئې د مبارک ستوري په نامه هم يادوي ځيني لغات ليکونکي وائي چي د سهېل په راختو حشرات الارض مړه شي، پښتانۀ و جنوب ته د هم دغه ستوري په مناسبت سهېل وائي. دا ستوری دستمبر پر نهم تاريخ باندي راخېږي خو د دې ستوري اول ختل په ګړزونو کښي وي، نۀ معلومېږي خلګ ئې د اوبو پر سړ والي معلوموي ځکه وائي سهېل اول پر اوبو معلومېږي، د سهېل شل شپې په وسه او شل شپې ئې په مني کښي ګڼل کېږي. خوشحال خان خټک وائي ؛

چي تحويل شي د ميزان

توغ څرګند کا زمستان

توغ هي څه د سهېل ستوری

چي ښکاره شي په اسمان

 

د سهېل په وخت کښي اکثره باران نۀ وي، او که چېرته اوشي نو وائي سهېل سر مينځلی دی، سهېل په راختلو سره اکثره بوټي او شنېزه يخ ووهي. روايت دی چي د چرسي کرلي چرس يخ ووهلو نو دۀ وئيل که مي اسمان ته څه وئيل چي سهېل درڅخه هېر نۀ شي. د سهېل دغه د يخ وهلو پاڼو، په اړه د پښتو نوموړی شاعر پير محمد کاکړ وائي.

هسي کار مي يار په غوټه دتندي کا

لکه کار په پاڼو ستوری د سهېل کا

وائي دا ستوری چي د سحار په مهال راخېږي نو يخ وي، د کوچيانو کډي يو بل ته نږدې د کلي په شان پرتې وي، تګ راتګ ديدن او ليدل کتل، ټول ممکن وي خو کله چي دغه سهېل د ماښام پر مهال راخېزي نو پسرلی وي، کوچيان د مال څَرَولو دپاره ليري ليري ځله پراته وي، هغه تګ راتګ، ديدن او ليدل کتل نۀ کېږي، هم دغه منظر کشي د اتڼ په يوه ناره کښي داسي خوندي شوې ده:

هېله هېله هېله     ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ  پر اړمي ماښام راوختې سهېله

پرون لا راسره وې ـــــــــــــــــــــــــــــــ    نن به چېري ئې د شنو کوترو سېله

هم دغه ډول خيال په يوه غاړه کښي په مخه راځي او هغه د خپلي ميني تودې لمبې د سهېل په اساس داسي بيانوي: 

ژمی رالی سهېل ګرځي ــــــــــــــــــــــــــــ       ستا لمبې بېرته راګرځي

وائي سهېل د مارچ پر (۲۱) مه لوېږي هغه وخت اوبه تودوالی شروع کړي.

درې ښلنګې: چي ځيني پښتانۀ ورته درې ښلمي هم وائي. د اتڼ د يوې ناري په مناسبت مي د دغه ستوري ذکر وړاندي هم وکړ، لکه چي ووئيل شو دا هم د ختيځ د لوري يو مشهور ستورۍ دی. د پښتنو د رواياتو مطابق مي د دغه ستوري سره د ارتباط لرونکو نورو ستورو  ذکر د درې ښلنګي د اندامونو په حېث وکړ.  دا خبره هم له درې ښلنګي سره تړل شوې ده چي هغه خلګ به ډېر بدبخته وي چي درې ښلنګي ورباندي بې بارانه تېر شي. لکه چي وړاندي ووئيل شو چي په ځرېښ ستوري پسې چي کوم ستوری راخېږي هغه هم دغه ستوری دی.  چي درې ستوري ئې بدن درې ستوري ئې پښې  او پر اړخونو باندي ورسره يو ، يو روڼ ستوری هم وي.  په پښتنو کښي دا يو حکايت د دغه ستورو په باره کښي شتون لري چي دا درې ښلنګي ميزان يا تول دی، او يا د تول ترازو لکړي دي. په دې به د قيامت په ورځ عمل تلل کېږي.

جوتکي: په درې ښلنګي پسې چي کوم دوه څنګ پر څنګ ستوري راخېزي هغه ته جوتکي وائي. دغه ستوری هم لکه په پېرمني پسې چي کوم ستوري ذکر شو، دا په هغو پسې راغورځي او په هغو پسې پرېوزي. دغه ستوري هم پوره څلوېښت شپې په کال کښي پټ وي، دې ستورو ته د کندهار خلګ "سيله کښ" وائي. دغه ستوري د "کاذب" پر وخت ډوبېږي، او د پېرمنګي پسې د پسرلي علامت ګڼل کېږي.

د سحار سترګه: دا هم هغه زهره ستوری دی، چي تر لمر ختو له مخه پر افق باندي ځل بل کېږي. له لمر سره خپل سفر د لوېديځ په لور جاري ساتي، او ماښام تر لمر لوېدلو وروسته پر شفق باندي پاته شي، د سحار و کېفيت ته ئې ځيني خلګ د سحار سترګه وائي يوه غاړه ده:

په رضا د نه يم وزرګه پرې• چي سم د سحار سترګه

دا غاړه   د بدنامۍ يا رسوائي د ښېرا په مناسبت ده، دا ښېرا په ښځو کښي عامه ده وائي، د سحار سترګه شې، ګوا رسوا شې، کله چي هم دغه روښان ستوری د ماښام پر شفق پاته شي، نو پښتانۀ ورته د مېلمانۀ سترګه هم وائي، د مېلمانۀ سترګه په دې اساس ورته وائي، چي پخوانيو پښتنو به د دې سترګي د پرېوتلو تر وخته د مېلمانۀ انتظار کولو. کله چي به د مېلمانۀ سترګه پرېوته نو د مېلمنو د راتګ انتظار به هم ختم شو، يوه غاړه ده:

ګران به کله را ورسېږي        ــــــــــــــــــــ       د ماښام سترګه، پرېوزي

په پېرمنګه پسې راختونکې دا اخري سترګه يا اخري ستوری دی

د قطب ستوری: دا هم د سهېل د سهېليځ په شان پر خپل نامۀ باندي قطبيځ لوری لري. قطب په عربي ژبه کښي و منځ ته وائي. په بله معنی ولاړ ستوری د شپې د حساب معلومولو ذريعه وي. علما وائي چي د شپې په وخت چي د شمال يا د قطب پر ستوري ښۍ اوږه برابره کړې، نو دا د کعبې يا قبلې صحيح سمت دی.

د دې ستوري په باره کښي کامګار خټک وائي:

 

قطب طور ثابت مقام نۀ يم سائر لکه قمر يم

يوه سرته مناسب دی چي مکان کاندي استان يو

 

د قطب له لوري چي کوم اووه ستوري راخېږي هغه ته نبات النعش وائي، رشاد مرحوم د لغوي څېړني په (۳۶۹م ) مخ باندي د دغه ستورو تفصيل د سها (SUHA) تر عنوان لاندي داسي بيانوي. چي پښتانۀ دغه ستوري د زړې کټ بولي، و دغه ستورو ته عربي منجميان نعش وائي، په عربي کښي نعش د مړي و لاش ته هم وائي. فارسيان ئې هفت او رنګ بولي چي د مړي د کټ په معنا کارول کېږي. د بوډۍ د کټ د يوې پښې پر برابري باندي درو ستورو يوه ليکه جوړه کړې ده، عربيان دغه ستوري نبات النعش بولي، فارسيان ئې سه خواهران بولي. په افغان قاموس کښي ورته درې خوېندي وئيل شوي دي. د نبات النعش هغه ستوري چي د کټ و پښې ته تر نورو نزدې دي عربيان ئې " حور" بولي، په حور پسې ستوری عناق نومېږي چي په پښتو کښي د بوډۍ د سپي په معنا شهرت لري. په عناق پسې ستوری عربيان  " قائد " بولي او پښتانۀ ورته لېوه وائي. خو پښتنو ورته خپل نومونه ټاکلي دي چي (۱) دوه ستوري د مخ مږويان (۲) دوه ستوري، د شا مږويان، موږک (۳) پېښور، (۴) مېږ (۵) وری (۶) لېوه. دغه ستوري پر قطب ستوري باندي شا و خوا ګرځي، په کال کښي څو ځله پر قطب ستوري باندي بالا ليدل کېږي. له دې ستورو سره د دې علاقې پښتنو يو کهاوت  تړلی دی. کوم اول دوه ستوري د مخ مږويان راخېزي ورپسي دوه ستوري د شامږويان راخېزي. چي ځيني خلګ و دغه سره برابر ستورو ته کټ وائي. او په دې باره کښي د دې ځائ  پښتانۀ ورته د پېښور "کڼی" وائي. پېښور و هغه کسب کونکي ته وئيل کېږي چي په کڼي باندي کمبلي جوړوي.خو دلته  د کټ سره نږدې په يوه سائيډ کښي، يو جلا ستوری دی، هغه ته موږک وائي. د کټ په برابري پېښور دی چي په مابېن کښي راځي. ورپسې "مېږ"  "وری"  او په اخر کښي " لېوه" دی. پېښور که يوې خواته کڼی، له موږک څخه ګوري نو هلته لېوه، مېږ،  او، وری، خوري او که مېږ او وری له لېوه ګوري، نو موږک، کڼی، خوري، ځکه دی په دوو کښي حيران دی چي څۀ وکړم؟  

دلته پخوا د دومړو قبائلو د کارېزونو د اوبو حساب د قطب پر ستوري داسي برابر کړی ؤ، هغوئ شپه هم څلور ځايه کړې وه او ورځ ئې هم څلور ځايه کړې وه، دغسي هري برخي ته ئې د چريک نامه ورکړې وه. چريک په اصل کښي د فارسي له چهار يک، ¾ څخه وتلی دی. يعني څلور چريکه ورځ او څلور چريکه شپه وه د ورځي څلور چريکه ئې د لرګي په سايه معلومول چي د ولاړ لرګي سايه به د لرګي هومره شوه، نو به يو چريک، پوره چي شو سايه به د لرګي بېخ ته راغله نو دوه چريکه چي سايه به د لمر ګرځېدو سره بېرته د لرګي برابر شوه نو درې چريکه او وروسته به تر لمر لوېدو څلورم چريک پوره شو دا وو د ورځي څلور چريکه.

د شپې حساب ئې د قطب په مدار کښي د ګرځېدونکو مږويانو چي وړاندي ئې په نبات النعش کښي ذکر وشو تر ميان دائره د څلورو فرضي نقطو څه جوړي کړې وه داهره نقطه به يو چريک وه پر نيمه شپې به دوې نقطې، دوه چريکه پوره شو له نيمي شپې څه تر سحاره هم دوې نقطې دوه چريکه پوره کېدل. نيمه شپه به د مياشتي پر (۲۷) پر څلوارلسمه (۱۴ مه) او يوويشتمه (۲۱مه) باندي معلومېده. هغه داسي چي د اووم سپوږمۍ پر پرېوتو يو چريک د څوارلسم د سپوږمۍ پر نيمي اسمان راتګ دويم چريک يعني نيمه شپه د يوويشتم د سپوږمۍ په راختلو درېيم چريک او د مياشتي پر اخري باندي څلورم چريک دغه حساب چي تجربه کار خلګو کولو نو د سپوږمۍ و حساب ته ئې حاجت نۀ لرلو.

له دې سره سره په دې پوري اړه لرونکي د ځيني نورو موجوداتو، ذکر، او له ذکره سره تړلي حکايات به د طوالت سوب وي، البته له ځينو کېفياتو سره تړلي غاړي ليکل ضروري بولم. د مثال په توګه کله چي سپوږمۍ د لمر او د مځکي تر منځ راځي نو دومره نرۍ شي چي موږ ورته مياشت وايو، د مياشتي په باره کښي يوه غاړه ده.

مياشت رانوګي سوله نه ئې ـــــــــــــــــ     په سفر د بېلتانه ئې

د ورېځ د برېښنا او تنا ذکر او د باران حالت او بيا دا هم. چي اول برېښنا وروسته تنا يا تالِندۀ وي .دغه منظر کشي په غاړو کښي داسي خوندي شوې ده

لوړ اوورله کښې، برښني      ــــــــــــــــــــــــــ        ما په رود، وړې سروبني

مخ د سپين ښکاره برښنا شي ــــــــــــــــــــــ       ستا بېلتون، په کښي تنا سي

قوس و قزح : قوس و قزح چي پښتانۀ ورته سرۀ وشنه وائي، کومه چي د محققينو په خيال د لمر له اوو رنګونو څخه وجود مومي خو هغه وخت چي د اسمان يوه خوا ورېځ او بله ئې شنه وي. نو قوس قزح پکښي ښکاره شي. خو د غاړو، د ناخبرو شاعرانو خيالات داسي ورسره برابر شي، لکه دا غاړه:

پر صورت مه سره لمبه شوه ــــــــــــــــ     بوره •  سره وشنه ښکاره شوه

رب نواز مائل پخپل يو شعر کښي ورته داسي اشاره کوي

موسمونه زر بدل بوله مائله

را ښکاره چي سره و شنه  شوه په اسمان کښي

بادونه يا هواګاني:لکه څنګه چي الله تعالی په قرآن مجيد سورة  الفرقان کښي فرمائي

وَهُوَ الَّذِي أَرْسَلَ الرِّيَاحَ بُشْرًا بَيْنَ يَدَيهِ (۴۸)

ژباړه: او هغه ، هغه الله دی چي د خپل رحمت (باران) له مخه مخه زېری کونکي هواګاني رالېږي.

 هم دغه رنګه مولانا ابوالکلام ازاد، د ترجمان القرآن په درېيم جلد کښي، د سوره المرسلات دا متن راوړي. 

وَالْمُرْسَلَاتِ عُرْفًا  فَالْعَاصِفَاتِ عَصْفًا  وَالنَّاشِرَاتِ نَشْرًا  فَالْفَارِقَاتِ فَرْقًا  فَالْمُلْقِيَاتِ ذِكْرًا (۱-۲-۳-۴-۵) 

ژباړه: قسم دی په هغه هواګانو، چي په سرکي ورو ورور وي او ږوږ پکښي پېدا شي تېزوالی پکښي راشي. څلور خواووته ورېځي خورې کړي. او بيا هغه ځله پرې کړي، يو له بله ئې جلا کړي.

مولانا ليکي چي په عربي ژبه کښي د هواګانو بېل بېل اقسام او حالتونه، نومونه او صفتونه دي، په پورتني ايت کښي چي کوم د زاريات، مرسلات، عاصفات ناشرات، زاريات، معصرات ذکر راغلو دا د هواګانو نومونه دي. په دا پسې هغه اووه بادونه يا دوي او د هغوئ کېفيات په ګوته کوي.

(۱) صبا، د هوا معتدل مفرح، په خرام روان ډول (۲) د سهېل هوا له دې جلا وي(۳) سموم، د تودو هواګانو يو ډول (۴) خازم، د يخنۍ د هواګانو، له، نو، ډولونو څخه يو ډول، جي ډېره يخه وي (۵) سهام، ډېره ګرمه هوا (۶) شمال، ډېره سړه او خنکه هوا چي و شام ته ئې منسوبوي (۷) نسيم، د هواګانو ډېره نرمه او خوندور او د خوند غېر محسوساتي ډول.

د مولانا ابوالکلام ازاد له دې حوالې ورکولو څخه مي مطلب دا ؤ چي پښتانۀ هم پخپل وطن کښي د بادونو په هکله ډول ډول نامې او ضرب الامثال لري. 

لکه "پرخو"  "برهو"  " پړنګهو"    " ښاريلی" 

او دا رنګه د بادونو نور نومونه هم شته. چي تفصل به ئې بيا وړاندي کړو. 

البته له دا بادونو سره د خواوو يا طريفېنو ذکر هم بايد وړاندي کړم.

برهو: د لوېديځ له خوا باد پښتانۀ د دغه باد په ژبه داسي مثال راوړي چي له موسم سره ئې تعلق څرګندېږي. برهو باد وائي، که، پرخو، باد مۀ وائ نو ما به د شپانۀ په لاس کښي هما، (لَوَړ) شنه کړې وائ، د دغه باد په اړه يوه غاړه ده:

ستا بېلتون د اور لمبې

په برهو باد، نۀ سړېدې

هم دغه شان د پرخو باد په هکله مثال دی پرخو، پرخو باد وائ که برهو باد مۀ وائ، ما به د مځکي پر سر شين بوټی نۀ وائ پر اېښی 

له دا سره سره  پړنګهو د باران د ورېدلو له مخه هغه باد چي لږ د باران بوئ هم پکښي ښکاري په دې باره کښي يوه غاړه ده:

ستا پېکی له خوبه واوړي

ما لې بوئ پړنګهو راوړي

ښارېلی دا بيا هغه باد دئ چي کله به غنم مېده شو او زمينداران به واڼه بادوله. نو و هغه باد ته ئې د ښارېلي باد نوم ورکړی ؤ.

هم دغه رنګه يو څو مسجمع مثالونه دي.

(۱) چي باد شي له سهېله او وره تښتي سېل په سېله

(۲) چي باد شي له خارانه اوس نو تۀ اوره بارانه

(۳) چي باد شي له قطبه اوورۀ ونيسي په تبه

(۴) چي باد شي له قبلې اووره تښتي لکه وزې

دا وو دستورو او د پښتنو د وطن د موسمياتو په اړه د دوئ ځانګړی حساب او د فوکلوري ادب څرک، دلته چي کوم کتابونه يا حوالې په لاس راغلي وې د هغو ذکر مي اوکړو، خو له بده مرغه په دغه پخواني ليکلي مضمون کښي  د کتابونو د صفحاتو نمبرونه راڅخه پاته شوي دي.

له دې علاوه ما په ليکنه کښي چاپ د مالک ظهير له مضمونه څخه د پېرمنګو په حواله ښۀ ډېره استفاده وکړه. کوم چي په  ليکنه  جنوري تا مارچ ۲۰۱۴ کښي چهاپ شوی ؤ.

 ولي چي دا ډېر ګران او پېچلی موضوع دی. لهذا د تېروتنو احتمال به پکښي لا محاله وي. نو د هغه تېروتنو دپاره پېشګي معذرت او دا هم چي د مضمون د طوالت له جهته مي د کوچاني ژوند د انځور ګرۍ جائزه بل وخت ته پرېښوده. ښۀ به وي که چرته زموږ نور پښتانۀ ليکوال وروڼه هم په دې حواله خپل زيار له موږ سره د " ليکني " په پاڼو کښي شريک کړي. دا به زموږ د اسلافو له ژوند او کلتور سره ، د تړلو معلوماتو زېرمه وي. 

 

 

FaLang translation system by Faboba