- ليکوال: ډاکټرباقي درانی
- د مجلې ګڼه:۱۱مه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي- ستمبر۲۰۱۶
تر زوكړي وروسته هر ماشوم د ژبي د زدكړي تر بېلا بېلو مرحلو تېرېږي لګيا وي- خندا او ژړا ئې ښائي چي له ازله دځان سره د جبلت په توګه راوړي وي خو بيا ټول عمر د ژبي پر لوَړو او ځوَړو خپل سفر جاري ساتي لګيا وي- پېل له وړو وړو لفظونو وكړي او بيا ورو ورو د ژبي تر تخليقي حدونو ځان رسوي- موږ ئې وينو چي ماشومان اول اول واړۀ واړۀ لفظونه هم په مات مات انداز وائي لګيا وي خو بيا ئې په هر څۀ سرخلاص شي او و نورو ته لا هم ښووني كوي لګيا وي- داسي برېښي چي انسانيت د ژبي په رڼا لار وړي او لفظونه د تفهيم د دنيا ستوري دي چي برېښي- لكه چي په ستورو اسمان ښائسته ايسي همدغه شان په لفظونو ژبه ښكلې ښكاري- ښكلا د تخليق د دنيا محور ده او دا په تخليقي ژبه ممكنه ده چي لمن ئې له رنګارنګ لفظونو او تركيبونو ډكه وي.
يوه ژبه هم له لويه سره نۀ تخليقي وي او نۀ غېر تخليقي- دا د ژبي د ويونكو، ليكونكو او لوستونكو په محنت پوري اړه لري چي خپله ژبه په كوم صف كښي دروي- هره ژبه تخليقي ژبه ده كه ئې چېري ويونكي په خپل فكر، احساس او ليك لوست ښائسته كړي- كه ديوۀ كس د ذهن پر اسمان د ښكلي خيال ورېځ را ښكاره شي او دی ئې د ښۀ ليك په توګه پر كاغذ ونۀ څڅوي نو بيا ظاهره ده چي د ښۀ فصل توقع هم نۀ شي ترې كېدائ- كه د خيالونو او احساساتو ډك لاشعور را و ايشېږي او څوك د ژبي تش جام هم ترې ډك نۀ كړي نو بيا ژبه كله تخليقي مقام ته رسېدائ شي.
د نفسياتي اړخه ژبه يو ستر ذهني صلاحيت دی چي پر عمومي سطحه په ياداښت او فكر پوري اړه لري او ظاهره خبره ده چي ياداښت د هغۀ د تېري تجربې او تعليم سره هم تړاو لري- ژبه چونكې يواځي تر ويلو، اورېدلو، ليكلو او لوستلو پوري محدوده نۀ ده بلكې د خوبونو، تصوراتو او اوږدو خيالونو هر لړ په لفظونو ښائسته دی، ځكه نو د ژبي بره سطحه تخليقي ده چي تړاو ئې د ياداښت سره سره د فكر او احساس سره هم دی- احساس د خارجي ماحول تر اثر لاندي راپاڅېږي او بيا د ياداښت او تجربې پر بنسټ انساني فكري نظام ته د تخليق بلنه وركوي- لكه چي لاندي ئې څرګندونه شوې ده ، تخليق تر يوه خاص احساس وروسته د انسان د تخيل او تصوّر پر بنسټ كېږي- تعليم او تجربه ئې بيا د معيار سره تړاو لري:
دغه تجربه د دۀ په ياداښت کښي تر ډېره خوندي وي-په همدغو عواملو عامه ژبه هم تخليقي ژبه جوړېږي.
د دنيا د هري ژبي ويُونكي، ليكونكي او لوستونكي د انسانانو په حېث يو رنګه ذهنونه لري، يو قسم خوبونه ويني او يو شانتي خيالونه ئې دي- فرق ئې تش دومره دی چي ځينو په پېوسته هلوځلو خپلي ژبي د كمال تر حده رسولي دي او ځيني لا تر اوسه د غفلت په خوب ويده پاته دي- كوم خلګ چي د دنيا د بدلونونو څخه بې خبره پاته دي او خواوشا ته ئې هيڅ پام نشته د هغوئ ژبي ښائي چي په مستقبل كښي د رابطې ژبي هم پاته نۀ شي، تخليقي حېثيت خو ئې ډېره لېري خبره ده- ولي چي اوس دنيا په ډېره تېزي سره بدلېږي لګيا ده او لوئ شمېر ژبي د بقا په هلو ځلو دي- كله چي په فرانس كښي په شلمه پېړۍ كښي د تخليقي كلتور پېل وشو نو فلسفې هم د سائنسي استدلال په پرته د دغه كلتور د يوې څانګي په توګه پر مختګ وكړ- تخليق كوونكو ئې حقيقت ته تر فكشن زيات اهميت وركړ- د دوئ ادب يا لېټرېچر پر هغو كرښو روان شو چي ترې راوتلو پايلو به ئې د عملي کېدلو امكان هم درلود- د دغه دور د يوه فلاسفر ماريس مرليو پونټي1 قول دی چي:
The world is not what I think, but what I live through"
معنا دا چي جهان هغه نۀ دی كوم چي زۀ ئې فكر كوم بلكې هغه دی په كوم كښي چي زۀ اوسم.
د دۀ په فكر "خيال" هماغه معقول ګڼل كېدائ شي چي حقيقت ته نزدې وي- كه څوك وائي چي دا ژبه خوږه ده او هغه ژبه زيږه، نو د دې مطلب دا دی چي دلومړۍ ژبي ويونكو په شعوري زيار دخپلي ژبي تراخه مينځلي دي او د نورو ژبو خواږه ئې هم په خپله ژبه راګډ كړي دي، او د دوهمي ډلي ژبه تر اوسه لا په هماغه ځائ پرته ده چرته چي وه- څه ليكوال ښائي په بله ژبه ليك ځكه كول غواړي چي مطالعه ئې يواځي تر هماغې ژبي محدوده وي او مورنۍ ژبه په څۀ نه څۀ وجه ترې ګډه وډه شوې وي- كه د چا خيال وي چي په مورنۍ ژبه كښي ئې لفظونه كم دي او د اظهار ضرورت نۀ پوره كوي، نو د دې دا مطلب هم كېدائ شي چي په خپله ژبه كښي به ئې كله دليك لوست كوشش نۀ وي كړی
د نورو ژبو په شان پښتو هم بېله څۀ شكه يوه تخليقي ژبه ده ولي چي دا د خاص سيمي د يوه مهم قام د اظهار، ابلاغ او تحقيق ژوندۍ ژبه ده- دا يو قديم تاريخ لري او د نورو تخليقي ژبو په شان د زرګونو كلونو د يوه بېل كلتور نمائنده ژبه ده- دا ژوندۍ ژبه ځكه ګڼل كېږي چي د وخت سره بدلون پكښي راځي لګيا دی او د زمانې په ګام روانه اوسي- دقام تخليقي ميراث، اخلاقي ارزښتونه، كلتوري مېلانونه، جمالياتي معيار او روحاني الوتني د ژبي سره تړاو لري او ژبه د خپل تهذيب نمائندګي كوي- ژبه د ټول قام د يګانګۍ مظهر وي او د قام شناخت په كېږي- د نورو ژبو سره سمه دا ژبه هم د نړۍ د لوئ شمېر هېوادونو په پوهنتونونو كښي د تعليم او تدريس ژبه ده- د پښتو شعبه د آسيا، يورپ او امريكا په سترو پوهنتونونو كښي شتون لري او خپل واضح نصاب ئې هم شته.
كه څه هم رسمونو، رواجونو، مسلكونو او نورو ډېرو غېر منطقي رويو د دې سيمي د بېلا بېلو ژبو د تخليقي عمل رفتار سست ساتلی دی، خو دا هم يو حقيقت دی چي په تېره نيمه پېړۍ كښي لوئ شمېر معياري تخليقونه هم پكښي شوي دي- د اجتماعي لاشعور ريښې ئې په تاريخ، جغرافيه، كلتور او تهذيب كښي دي- ځكه نو اجتماعي علامتونه له همدغو څخه را ځبېښي لګيا ده چي تخليقي عمل وده په كوي مخ په وړاندي ځي- د ژبي خوش قسمتي دا وي چي په ريښو كښي ئې عظيم تاريخ، واضح جغرافيه، ښكلی كلتور او ستر تهذيب وي- اجتماعي علامتونه ئې په همدغه حساب مزي ګڼل كېږي- د مثال په توګه دغني خان۲ د نظم ”ځوانه“ په دې لاندي بند كښي چي كوم علامتونه په كار راوستل شوي دي په هغو كښي د قام د تاريخ، جغرافيه او كلتور رنګ له ورا ښكاري: په جنډول کښي په تيرا کښي زمالال پټ په ايرو کښي
اې د زرکو په خندا کښي د تن زرو په نارو کښي
د شېرشاه نازبينه زويه تۀ ئې پروت تورو تيارو کښي
کړه دغم تيارې را غونډي ترې دميني داستان جوړکړه
ددې باغ خاوري راواخله ترې نه نوی بوستان جوړ کړه
د دې سيمي تاريخ د مېړنو تاريخ دی او تاريخي علامتونه ئې ژوندي دي، ځكه نو د فارسي، عربي، هندي او اردو په شان پښتو هم يوه ژوندى ژبه ده او په تخليقي توګه د پائېدو پوره پوره صلاحيت لري- زموږ تاريخ يواځي دباچاهانو تذكرې نۀ دي بلكې د نړۍ تر ټولو زوړ سماجي، ثقافتي او تخليقي ميراث هم ګڼل كېږي- آزاد ليكوال په تخليقي عمل كښي په خپله ژبه د ښكلاوو تشكيل او تعمير كوي لګيا وي- په بنسټ كښي ئې د خپل تاريخ، جغرافيه، كلتور او تهذيب مزي علامتونه په كار راولي- كه نثر وي او كه نظم ښائست ئې په همدغو علامتونو پوري اړه لري- دا صحيح ده چي يوې خواته څو كم عقلان په هر تخليق كښي فحاشي او عرياني ويني او بلي خوا ته دمغربي ميډيا تر اثر لاندي د كلتور پر نامۀ څو نور كم عقلان د خپلي ټولني سره لوبي كوي لګيا دي- د دغو دواړو ډلو مرام د قام او ژبي پرمختګ نۀ دی بلكې خپلي خپلي اېجنډې ئې په مخه راخستي دي- د هري ژبي خپل جدا او منفرد كلتور وي او دا د هغې د تخليقي تاريخ سره تړاو لري. نۀ چي د ميډيا د ضرورتونو سره- د دې دا مطلب هم نۀ دی چي ژبه دي د تخليقي تاريخ په دائره كښي شكېل كړله شي بلكې موخه دا ده چي كوم څيز ورسره سمون لري هغه دي پكښي ځائ شي او چي ئې نۀ لري په جبر دي نۀ پكښي څيخل كېږي
د نوښتونو په نامۀ كله كله داسي ناشولټي هم مخي ته راشي چي لوستونكی پرې حېران شي- د پردۍ ژبي زياتره علامتونه او تركيبونه په تحرير كښي پردي پردي ښكاري، ځكه نو د ميني د اسلوب تعين يواځي په خپله ژبه كښي ممكن دی- خوبونه ځكه يواځي پخپله ژبه كښي ليدل كېږي چي د لاشعور په بنسټ كښي د خپلو قريبانو او عزيزانو د خويونو (رويو) زياته برخه وي- كوم ماشوم چي له خپلي مور نه "الاهو للو خوبانه راشه“ اورېدلې وي هغه په همدغه الاهو ويدېږي- يو لوستونكی چي پركوم تحرير خوند اخستائ شي هغه به لازمي د دۀ د كلتور سره سمون لري، كنې د پردي او نوي تر منځ به ښائي څه ډېر توپير پاته نۀ شي- پر خپله ژبه مئين ليکوال دا وېره لري چي كه په ټينګه د ليك لوست هلي ځلي ونۀ شي نو ورو ورو به خپله ژبه د خلګو هېره شي او ځائ به ئې نوري علمي ژبي ونيسي- ولي چي خلګ په خپلو بچيانو په هرحال اعلىٰ تعليم كول غواړي او دغه كه په خپله ژبه كښي نۀ وي نو به ئې په منطقي توګه په بله ژبه كوي- په دغه حقله دروېش۳ وائي
راســـره وي تــل دا وېـــره
هسي نـۀ تـۀ مي شې هېره
پخوا هم پـه دې جهان كښي
مينه وه خو موږ كړه ډېـره
د عربي، فارسي او هندي په شان پښتو هم له پخوا څخه يوه تخليقي ژبه را روانه ده- تر تحرير لمخه هم په دې كښي د متلونو، غاړو، نارو، لنډيو، داستانونو، نكلونو، كيسيو او سندرو ډېره لويه زخيره موجوده وه- بيا د فارسي او عربي ژبو څۀ نا څۀ اثرات ورباندي وشول او نوي اصناف هم ورو ورو پکښي را داخل شول- كله چي انګرېزي ژبه پر عالمي سطح د تعليم ژبه شوه نو د نورو ژبو په شان پښتو هم څۀ نا څۀ اثرات ترې واخستل، خو اوس هم دا فقط هغه اثرات قبلوي كومو ته چي اړتيا لري- دا ځكه چي مغربي قامونه په سائنس او ټېكنالوجي كښي تر نورو قامونو ډېر مخته لاړل او په دغو علومو كښي د زدكړي دپاره د انګرېزي ژبي څخه استفاده ضروري شوه.
تخليقي ژبه د قام تعليمي نظام لره هم لازمي ده، ولي چي تعليمي نظام يوې خواته د قام د آ رزوګانو ترجمان وي او بلي خوا ته د كلتوري ارزښتونو مظهر هم وي- كه يوې خواته په سكولونو كښي د تعليم ژبه انګرېزي وي، بلي خوا ته په مدرسو كښي تعليم په عربي يا فارسي ژبه وي او درېيمي خوا ته دفتري ژبه هم بله وي نو بيا پر مورنۍ ژبه دا الزام د منلو وړ نۀ دی چي دا تخليقي ژبه نۀ ده او يا د كاظم خان شېدا په قول بې نظمه بې نظامه ده۴ - د دغو درو واړو طبقو ذهني او جذباتي سطحې چونكې بېلي دي ځكه ئې په فكرونو كښي توپير منطقي دی او هم دغه ئې ترمنځ شك پېدا كوي او قامي وحدت ته ئې زيان رسوي- هسي هم موږ اوس د منافقت په دنيا كښي اوسو، نۀ مو قول قول دی نۀ تخليق تخليق- د ژبي او د زړۀ لاري مو جدا جدا دي- احساسات مو دقلم او عمل سره سمون نۀ لري- د پُولي يوې خواته مو خبره يوه ده او بلي خواته بله- يوې خواته تعليم بد بولو بلي خواته خپل بچيان د تعليم دپاره نورو هېوادونو ته لېږل غواړو- دبل بچيان د جنګ اور ته ور غورځوو او خپل بچيان ترې لېري ساتل غوا ړو- يو عجب غوندي منطق دی، عجبه فلسفه ده، نۀ ئې هدف شته نۀ موخه- كه څه هم دغه حالات د پېوسته بهرني مداخلتونو او بېلا بېلو دسيسو په وجه دي خو كه مورنۍژبه د دفتري ژبي سره سره د تعليم ، تدريس او تخليق ژبه هم شي نو بيا يو قام هم د تعليم او ترقۍ په منډه كښي شاته نۀ شي پاتېدائ- د منافقت په دغه دنيا كښي هم د نېك مرغۍ زېری دادی چي ورو ورو په خلګو كښي د خپل تشخص شعور را وپاڅېد او دوئ اوس د پرَديو د بې شمېره دسيسو مخنيوی كوي لګيا دي- كه په راتلونكي وخت كښي په دې سيمه كښي د سكول، مدرسې او دفتر درو واړو ژبه مورنۍ ژبه شي او يا پکښي مورنۍ ژبه هم شامله شي نو به د دغو درو واړو طبقو ذهني او جذباتي سطحې سره نزدې شي، دنظر زاويه به ئې سمه شي او په فكرونو كښي كرلی دغه توپير به ئې له منځه ولاړ شي- هره ژبه يوه علمي او تخليقي ژبه ده- پرمختګ ئې تر ډېره حده د وَيونکو، لوستونکو او ليکونکو په شعوري هلوځلو پوري اړه لري- همدغه شعوري هلي ځلي ئې د بقا او قامي وحدت ضمانت وركولائ شي. د قامونو لېټرېچر۵ په دوو بېلا بېلو توكو كښي ليدل كېږي. يو توكی ئې ژبنی لېټرېچر دی چي خلګ ئې په ياد ساتي او له يوه نسل څخه وبل نسل ته ورپاتېږي او بل توكی ليكلی لېټرېچر دی- ژبنی لېټرېچر ئې كړۍ په كړۍ له پېړيو راروانه يوه سلسله ده چي دغه زوړ لېټرېچر تر نوو نسلونو پوري رارسوي لګيا وي- نكلونه، كيسۍ، داستانونه، غاړي، ناري، لنډۍ او نور ډېر څۀ ژبنی لېټرېچر دی چي په هره سيمه كښي لا تر اوسه شتون لري- د لېټرېچر دغه بل توكی يعني ليكلی لېټرېچر له بده مرغه د دې سيمي په يو شمېر ژبو كښي بېخي كم دی- د دې سيمي قامونه هرڅۀ ويلاى شي او ډېرڅۀ وائي هم، د دښمن ځواب كولائ شي او دوست ته ښۀ راغلی هم وائي، خو نۀ څۀ ليكي او نۀ ئې د لوست فكر كوي- د قامونو د پرمختګ يواځينۍ لاره د ليك او لوست ده- ليكنه آسانه نۀ ده او تر ليكلو لمخه لوستل بېخي لازمي څيز دی، ځكه نو د ترقۍ لاره د تعليم ده چي هم لوست دی او هم ليك- كه څۀ هم پښتو ژبه خپل زوړ فكشن لري او دا د ډېرو نورو ژبو په شان له اوله سره په څۀ ليكلي شكل كښي نۀ ؤ بلكې يو له بله اورېدل كېدۀ لګيا ؤ- داشان له يوه پېر څخه بل پېر ته، دڅۀ نۀ څۀ بدلون سره منتقل كېږي راروان دی- اوس لا هم د دې سيمي زياتره اولسي لېټرېچر په ليكلي شكل كښي نۀ دی بلكې په هماغه زاړۀ انداز د غرنو، رېګونو او ځنګلونو د اوسېدونكو په زړونو كښي خوندي دی- دغه اولسي ادب كه د ادب په اوسنۍ ګچه هر څومره دی خو د وړو قامونو د پېژندګلوۍ او د ټولني د جوړښت پوره پوره احاطه كوي- نن هم دغه پخوانی ژبَنی لېټرېچر د خلګو په زړونو كښي خوندي دی او په زړۀ پوري موسيقي ئې نۀ يواځي ژوندی دی بلكې په ټولنيزه سطح تر هر جديد موسيقي ډېر خوښېږي
د نړۍ نورو قامونو ورو ورو خپل ټول لېټرېچر د زباني شكل څخه و ليكلي صورت ته راواړاؤ خو د دې سيمي وړو وړو قامونوته لا دا كار اوس هم ګوري- دنورو ژونديو قامونو په شان د دوئ ليكلي آثار هم خپل تاريخ، مذهب، قوميت، دود او مېړانه ستائي- په وړو ژبو كښي دغه كم كم ليك هم د خپل خپل قام ځانګړی غږ دی چي د نړۍ په بېلا بېلو بې شمېره آوازونو كښي د دوئ تشخص څرګندوي- د دوئ ليكلی لېټرېچر زياتره د شاعرۍ په شكل كښي دی- نثر خال خال پكښي ښكاري- زوړ تاريخ ئې نورو قامونو ليكلی دی اومذهبي ليكني ئې هم زياتره د بهرنيو قامونو تر اثر لاندي شوي دي- سياسي ليكني ئې ځكه مهمي دي چي د سياست سره سره د ټولني د بېلا بېلو شخړو عكاسي هم پكښي شوې ده- د صحافت تاريخ ئې ډېر اوږد نۀ دی بلكې صحافت د دې سيمي د سياست همزولی ښكاري، ځكه نو زياتره سياسي ليكني هم په اصل كښي صحافت بلل كېږي
د دې سيمي د وړو وړو ژبو د پرمختګ سفر كه څۀ هم د نړۍد نورو قامونو په ګام نۀ دی خو بيا هم نړۍ ورته په درانۀ نظر ګوري- د پښتو ژبي دلُغاتو يا ډكشنرۍ ضرورت په کال ١٨۵۶كښي راورټي۶ محسوس كړی ؤ او په كال١٨۶٠ كښي ئې پښتو انګرېزي ډكشنري چاپ كړې وه- وروسته خو بيا نور لغات هم پكښي وليكل شول او د ژبي لمن په پراخه شوه- د ژبي د پرمختګ د پاره دا لازمي ګڼل كېږي چي وګړي به ئې په شعوري توګه ليك او لوست پكښي كوي- ليكنه ځكه پكښي ضروري ده چي يوې خواته پر عالمي سطحه د قام پېژندګلوي په كېږي او بلي خوا ته د نوي نسل رهنمائي هم كوي- په خپله مورنۍ ژبه تعليم، تدريس او تخليق تر نورو ژبو ډېر په اسانۍ سره كېدلائ شي- دقام ترقي د ژبي سره تړلې ده او د ژبي پرمختګ د قام د وګړو په معياري څېړنو او تخليقونو پوري اړه لري- په تخليقي ژبه د تاريخ، كلتور، آزادۍ، وطنيّت، سياست، نېشنليزم، رومنټيزم، رئيليزم، فطرت پرستي، حقيقت پرستي، جديديت، نفسياتي او سماجي حقيقت پسندۍ بشپړ اظهار كېدائ شي او د تخليقي تندي تسكين هم په كېږي - ځكه خو احمد شاه بابا۷ وائي چي
كه د زړۀ زخم لرې دارو طلب كړه
د احمد وئيَل دخوږو زړومرهم دی
اخځليك
۱- موريس مرليو پونټي ،
د احساس كړۀ وړۀ-
The phenomenology of Perception
روټلېج پېپر بېك ١٩۴۵ -
۲- خان عبدالغني خان ، ځوانه،
د غني خان کليات،
خپروونکی د قومونو او قبايلو وزارت
د نشرياتو رياست ۱۳۶۴ ش / ۱۹۸۵ ع
۳- دروېش درانى ، كر د ګلو
صحاف نشرياتي موسسه كاسي روډ
كوټه ، ٢٠٠٧
۴- كا ظم خان شېدا، د پښتو د شعر حسب حال
د كاظم خان شېدا دېوان
دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور ٢٠٠۵
كا مري برنارډ، د نړۍ لويي ژبي ۵-
(The World's Major Languages)
آكسفورډ يونيورستۍ پرېس ۱۹۹۶ کېپټن ايچ جي راورټي،
د پښتو، پشتو يا د اافغانانو د ژبي ډيكشنري
A Dictionary of the Pukhto, Pushto, or language of the Afghans
لانګ مېن ، ګرين، لندن ١٨۶٠
او بيا سنګ ميل پبليكاشنز،٢۵ شا هراه پاكستان لور مال لاهور ٢٠٠١
۷- حمد شاه بابا،
دلوى احمد شاه بابا دېوان ، دېوانِ هرا تر تيب د معصوم هوتك،
صحاف نشرياتي موسسه ،
كاسي روډ كوټه ، ٢٠٠٩