شاهده بابر ملاله

 

ما بايد چي تار لېږلى وائ، ځكه چي رابعې ماته په اخيري وخت کښي د يو تار لېږلو ذمه واري راکړې وه. كله چي د هغې د ژوند وروستۍ شيبې وې، له ما هم دا كمزوري وشوه چي له رابعې مي پوښتنه كړې وائ چي تار چا ته لېږې؟ په تار کښي د ليکلو خبره دا وه "ستا چال صحيح ثابت شو مبارک دي شه" د دې خبري خواست ما ته رابعه كړى ؤ، خو تار مي چاته استولى وائ، د هغه په نوم زۀ نۀ وم خبره ولي چي د هغې له مخه رابعه ساه ورکړه.

 رابعه خو د ژوند دپاره وه خو دا زندګي ته به زۀ څۀ ووايم چي د دې بوج ئې نۀ شو اخستلائ، يو واره ما يو نظم ليکلی ؤ.

 موږ خو د ژوند مېلمستيا وليدله

 راشه چي اوس د مرګ خوند هم وګورو

زما خوري رابعې! ماته داسي ښكاري چي دا نظم خو تر ما زيات له تا سره ښائي ځكه چي ژوند په رښتيا هم ستا مېلمستيا هېره كړه.

نن وګوره رابعه خوري! زۀ ستا وعده د تار په لار نۀ شم پوره کولائ، دا زما مجبوري ده خو زۀ ستا قصه ليکم او ستا وعده پوره کوم د هغې زما د شاعري سره مينه وه او زما د هغې د اواز سره مينه وه كله چي به هغې زما ليکلي سندري وئيلې نو زۀ پوهېدم چي زما د سندرو قيمت زيات شو، دا يوازي زما د سندرو مسئله نۀ وه بلكې چي دې به د كوم چا سندري وئيلې نو د هغې سندري به قيمت زيات شو. د رابعه سره د اواز داسي دولت ؤ چي په دنيا کښي ئې هيڅ قېمت نۀ شته، د هغې د دغه دولت په لګولو سره نور هم قيمت زياتېدی. رابعه په دا کم عمري کښي پر مخ  د بزرګۍ يو انداز ؤ، د ډيوټۍ د ختمېدو وروسته به موږ ملګري سره يو ځاى شو، په هغه کښي به رابعه هم راسره وه، د ډېرو خلګو دا خواهش ؤ چي د رابعه کره وخت تېر کړي ولي چي هر وخت به د دې له خُلې څخه داسي خبره راوتله چي د هغې د لاسه به زموږ ماښام رنګين شو. د ښو عادتونو خاونده وه. په ټوكو کښي ئې هم سارى نۀ ؤ، يوه روځ په چوک يوه ګامېښه ناسته وه، د موټر ډرائيور په هارن وهلو ستړی شو خو هغه نۀ ولاړېده، رابعه وئيل چي نن زما په خيال چي يو سپاهي په خپل ځائ دا ګامېښه کښېنولې ده، موږ ټولو وخندل. يو بل وار د سائيکل والا د بس مخ ته روان ؤ د شا موټرانو والا هارن ورته واهۀ او دی نۀ شو ايسته. رابعه وخندل او وئيل ئې چي: "دى خو داسي روان دی ته به وائې يوه پښه ئې په امريکه کښي ده او دا بله ئې په پاکستان کښې. خو دوه کاله کېږي چي د  رابعه فن او د هغې شخصيت ورځ په ورځ د ناروغۍ له كبله د كمزورۍ خوا ته روان دى چي كومه ځلا د دې پر مخ خوره وه د هغې ځلا پر ځائ د غم سايه ښکارېدله او د ژوند ټوله رنګونه ئې يو په بل پسې روان او په پناه كېدو وو. هيڅ ډول دارو او دوا ورباندي اثر نۀ كاوه. 

تېره مياشت زۀ او د افس ټولي ملګري د دې پوښتني ته ولاړو، ډاکټر د دې ايکسرې رپورټ راوړ ډاکټر ورته وئيل چي ټوله هډونه دي سلامت دي. موږ تر خپله وسه كوو چي خداى پاك دي بېرته د ژوند په لاره سمه كړي.

تېره هفته زۀ د دې سره وم او ما خپله نوې غزل ورښکاره کړه د رابعه په سترګو کښي اوښکي راغلي، دې وئيل چي کله هم ستا نوې غزل واورم نو زما زړۀ غواړي چي ستا غزله ووايم خو زما همت راسره ملګري نۀ كوي.... او يو وار ئې په سترګو کښي غټي غټي د ملغلرو غوندي اوښكي و ځلېدې، او موږ هم ورسره د اوښكو تروۀ څاڅكي تېر كړل. 

زما زړۀ صبر و نۀ كړ او ورته مي ووئيل چي : "ستا دي په هغو خوږو سندرو قسم وي لږ مي په حال خبره كړه، څۀ قيصه ده. هر څۀ سم دي نو بيا تۀ ولي داسي ورځ په ورځ د نارنج ګل غوندي ژړېږي. ډاکټر ته هم هيڅ علت نۀ معلومېږي، هر ډول معاينې ئې هم وكړې، خو هيڅ ناروغي نۀ معلومېږي.

رابعې داسي په ژړغوني ږغ کښي ووئيل: "ماته د سندرو قسم مۀ راکوه.

ما وئيل: "سمه ده قسم نۀ درکوم خو د هغو سندرو منت ومنه چي کومي سندري تا وئيلې دي. رابعه په خبرو اخته شوه او وئيل ئې دوه کاله له مخه زۀ د کېلې په خور وشوئېدم، او بيا ئې په خپل ښائسته انداز کښي وخندل.

ځه لېونۍ! داسي خو كله كله يو معمولي زخم انسان ته ډېر لوئ زخم ورکړي. نو ستا يو هډ خو خوږ نۀ شو.

هډونه خو مي نۀ شو خوږ خو زما ډېر څۀ خوږ شو، زما زړۀ خوږ شو. رابعه.........؟ 

هغه د کېلې پوستکی نۀ ؤ يوه نجلۍ وه.

نجلۍ؟ كومه نجلۍ؟

کومه نجلۍ چي ستا په لار کښي راغله.

هغه زما په لار کښي راغله کۀ زۀ د هغې په لاره کښي راغلم، ماته دا ووئيل شو چي زۀ د هغې د لاري چپه شم.

دا تۀ څه وائې؟

رابعې راته وئيل چي زۀ په ځان اعتماد او يقين لرم ځكه په هر چا باندي د اعتماد كولو عادت لرم، كله چي هغې ماته خط راولېږی چي يو چا ستا تصوير اخستی دی او په رشوت کښي ئې زما څخه روپۍ غوښتلې خو ما ور نۀ كړې، دې راته وئيل چي زۀ دا تصوير ستا د کور والا ته ښکاره کوم، ما چورت ووهلی چي زما تصوير به ولي چا اخستی؟ ما د خپل كور والا ته دا خبره وکړه، زما دا يقين ؤ چي اول خو داسي کېدائ نۀ شي چي ما خپل تصوير چاته ورکړی وي که چا زما تصوير اخستی وي نو بايد چي زما د کور والا خبر وي، زۀ ئې په يو عجبه پريشاني کښي ګرفتاره کړم. کله چي به کور ته ډاکي راغلی نو زما به لاس او پښې ساړۀ نګاړۀ شو، ما چي له چا سره مينه کوله هغۀ ته مي هم ما دا خبره وکړه، زما يقين ؤ چي هغه به زما په رښتيا بدګوماني نۀ كوي، يوه  ورځ هم داسي نۀ وه چي دۀ دي د دا تصوير په باره کښي خبره نۀ وي کړې، په لومړي سر کښي خو لا څۀ ښۀ ؤ وروسته د هغۀ خبري هم د نورو په شان شوې، څۀ خبره خو شته چي دا خبره وشوه. 

اوبۀ راکړه......... 

ما اوبۀ ورکړې ما د هغې لاسونه په خپلو لاسونو کښي ونيول، دې وئيل زما لاسونه داسي مه نيسه، له داسي لاسو نيولو څخه زما له زړۀ خبري راوزي، زۀ ناروغه شوم هغه به هره ورځ زما پوښتني ته هسپتال ته راتله. د ډاکټر څخه به ئې زما د ناروغي پوښتنه کوله.

هغې به زما لاسونه داسي په مينه ټنګ کړل اوس چي څوک زما لاسونه په داسي مينه ونيسي لکه زما په زړۀ چي نشتر ښخ كړي، نو دې تاته څنګه خبري کولې، څنګه څنګه چي زما ناروغي په زياتېدو شوه د دې دهمکياني او خطونه زياتېدل، د دې دا خيال ؤ چي زۀ به يوه ورځ ضرور مرم، د يو چا د وژلو دا څومره اسانه لاره ده.

د مرګ په راتلو زۀ هيڅ پرېشانه نۀ يم، خو چي څوك له چا سره مينه كوي د هغۀ په مخ کښي مړۀ كېدل ډېر او بېخي ډېر زور غواړي، د دې اندازه شايد تا غوندي نۀ زما غوندي ښځي ته كېدائ شي.

خوري! څلور هفتې کېږي له دې ځوانيمرګي ناروغۍ سره مخامخ يم خو په يوه خبره مي زړۀ ډېر په سكون دى چي د ټولو په نظر کښي كه زۀ هر څنګه يم او څنګه مرم خو په خپل نظر کښي له اوله سره سرخرو يم او سرخرو مرم، دا دوه کاله څومره ګران وو چي د چا سره ما مينه کوله هغه هم زۀ د زړۀ څخه وايستم، د خپل مرګ دپاره ما څومره دعاوي كړي دي، دا دعاوي قبولي شوې اوس  زۀ نۀ د ژوند خواهش لرم او نۀ ما ته ژوند معنا لري. 

ما ورته وئيل چي: رابعه! ستا د وژلو څخه نو چا ته څۀ رسېږي. تۀ خو هم يوه ښځه ئې بيا څنګه دا خبره کوې.

ددې خبره چي مي واورېدله نو مي بېرته خبري ونيولې. د ښځي دا رعب  خو ما يو ځائ هم نۀ دی ليدلی خوري! بس زما دپاره دا خبره ډېره ده چي زۀ سرخرو يم.

خو تۀ څنګه خبره شوې چي دا چال د چا دی؟

چال خو ډېر مهم ؤ، دا هم يوه داسي خبره ده د لس روپۍ بچت ټوله خبره ښکاره کړه.

دې ماته خط رالېږلی ؤ او زما خيريت ئې پوښتی او د لفافې په بله خوا ئې  زما پته ليکلې وه، بيا چي ما په غور ورته وکتل نو دا رامعلومه شوه چي دا د چا د لاس وه، او تاته چي ووايم دا خبره احساسوم چي دا ليک د پېشرو والا خط رنګه ؤ. 

اف زما خدايه! نو دا شرارت ستا د هغې خوندکۍ ؤ.

ما خط ورولېږی او هغه مي راوغوښتله بيا چي ما دا لفافه د هغې و مخ ته کښېښوله نو دې ټول رښتيا راته ووئيل. 

خبره داسي وه چي هغه هم له هغۀ سره مينه كوي چي ما له چا سره مينه کوله.

رابعه تۀ نۀ شې مړه کېدلائ چي چا دا اور لګولی دی هغه به په دا اور کښي سوځي. 

يا، خوري! اوس ډېر ناوخته شو اوس که زۀ مړه هم شم نو هيڅ غم نۀ دی د دوو کالو څخه چي زما روح بې قراره ؤ اوس به په سکون شي خو تۀ يو کار وکړه.

چي زۀ مړه شم نو هغې ته يو تار ولېږه چي ستا دي مبارک شي او په خپل پلان کښي بريالۍ شوې.

په هغه ورځ نو زۀ په لندو سترګو له رابعه څخه کور ته راغلم زما دا ګومان هم نۀ ؤ چي په دا شپه به رابعه مري. د رابعه د دماغ رګ وچاودی چي کومي نجلۍ دا چال رسولی ؤ هغې ته به هم د رابعه د مرګ خبره رسېدلې وي. ماته د هغې نوم او پته معلومه نۀ ده په دا خاطر زۀ و هغې ته تار نۀ شم لېږلی نو زۀ په صادق زړۀ دا قصه ليکم چي چېري بيا يوه معصومه  نجلۍ  د کېلې په خوروکي ونۀ  ښوېږي. 

 

FaLang translation system by Faboba