زيتون بانو
د اوړي غرمه وه، بره د چت پکي تاوېدو، رضا خان قميص ويستلی په کټ کښي ستوني ستغ غږېدلی ؤ، ورسره خوا کښي روشنه په اړخ پرته وه، د هغۀ پر سينه دوېښتو ځنګل کښي ئې ګوتي وهلې. کله کله به ورته بوغه شوه. ښکارېده چي څه وئيل غواړي، خو زړۀ نۀ شي کولائ.
رضا خان دا هر څۀ محسوس کړي وو. يو ځل دوه ئې ورته د سترګو په ګروتونو کښي کتلي هم ؤ خو په ځکه چپ ؤ. روشني هسي غاړه تازه کړه........... "ما وئيل که تۀ خفه کېږې نۀ نو ........ درته بيا وايمه چي ....... تۀ بل وادۀ اوکړه." دومره ساعت کښي هغه په اړخ شوی ؤ روشني ته په برندو ؤ....... "ايني!! ما خو درته ووئيل کنه چي که تۀ خفه کېږې نا نو...... هله !! ...... روشني په دوباره ووئيل.
رضا خان د تندي ګنجي هواري کړلې او لږ مسکی شو. "دا فرمايش به دي پوره کړم خو زما به هم هغه يو شرط وي چي دا دوهم وادۀ به راله تۀ پخپله کوې!!. او جينۍ به تانه زياته ښکلې وي!!. "روشني شونډي بړوسي کړې، په کټ کښي نېغه کښېناستله. "مړه! بيا دي خبره ګرانه کړله کنه!! . زۀ څۀ خبره يمه چي ستا په نظر کښي زۀ څومره ښکلې يمه؟؟ ..... نو بيا څرنګه درله د ځان نه زياته ښکلې جينۍ لټولې شمه؟؟"
روشني په ناز خو د خفګان په لهجه کښي ووئيل.
"تا خو دا اورېدلي دي کنه چي تل به خوارو زار وي د دوو ښارونو خاوند؟.... نو څه له راله د قلاري دا ښکلی ژوند په عذاب کوې ؟..... رضا خان د څنګلي په زور په بالښت ډډه ووهله ........ " نو بيا خو هم ...... څه خو کول پکار دي کنه !! تۀ خو سحرکار له لاړ شې ....... ناوخته ماځيګر چېرته دومره کورته راشې چي جامې بدلي کړې. چائ زر زر اوڅښې بيا په يوه منډه بهرته دوو کړې!. اوځې. او چېرته ماسخوتن ناوخته کورته رانه وځي، دا دومره وخت زۀ په کور کښي يوازي تېره وم........ د روشني په رښتيا دسترګو اوښکي په اننګو رارواني شوي وې.
"نو څۀ وکړم زۀ؟ ........ په کور درسره کښېنم؟ ........ ډېر به ښۀ ښکارم ......
"دا نۀ وايمه ......... ښۀ ځه ....... نو داسي به اوکړو چي د چا زوئ لور به خپل کړو .........
"ګوره! زما د کور رڼا!......... زما د زړۀ د تيارې دنيا بلي شمعي! ...... خپل زوئ خو به درته هيڅوک در اونۀ بخښي ځکه چي زوئ د مور ايمان وي او د پلار د ملا تير........ او پاتي شوه لور ........ نو ما خو تاته په کرانو کرانو وئيلي دي چي زما لور نۀ لګي........ نا ..... لور بالکل نا ...... نو دا خيالونه دي د زړۀ نه اوباسه نۀ بل وادۀ کوم او پردي بچي خپلوم داخو مني کنه چي اولاد د سړي په قسمت کښي ليک وي. زما په نصيب کښي به نۀ وي ليک....... د رضا خان د زړۀ يو شوی پتوي سوړ اسوئيلي اووتو. هغه په ډک غريو د روشني اوښکي په خپلو شونډو راټولي کړې. اړخ ئې رواړولو. روشني ته ئې شا کړه. هغې محسوس کړه لکه چي د هغې خاوند د هغې اوښکي په شونډو راټولي کړي وي او په خپلو سترګو کښي ئې ځائ کړي وي. څه لږه شېبه پس هغه هم خپل کټ ته واوړېده او څملاسته د هغې اوښکي بيا رارواني شوي وې خو دا وار د سترګو راولوېدې او په بالښت کښي ځائ دې. هغه په چپه خُله الله ته په زارو شوه .......... يا بې پرواه ربه! يا پاکه پرور دګاره ! زموږ دواړو ښځه خاوند خو هغه ډاکټري هم شوې ده........ وايه چي د دۀ خو دوه واري ټېسټونه اوشول ډاکټر وائي چي دواړه روغ جوړ يو.... لا ځوانان يو ....... يا الله ! ......... که يو وارث راکړې نو ستا په در کښي به څۀ کم شي؟....... زموږه دواړو ګناه معاف کړې ربه!! په موږه اورحمېږې يا الله! او يو نارينه اولاد راکړې!... او روشنه ډوبو سلګو اونيوله.
رضا خان ته د پلار نيکه ډېر څۀ پاتي وو. درې واړه خوېندي ئې د لېري نږدو په تربورانو وادۀ وې. ښې خوشحاله وې. دوهم ورور ئې بل ؤ نۀ، نو ځکه نيازبين هم ډېر ؤ. روشنه ئې د وړوکوالي نه ډېره خوښه وه. هغه د يوې شريفي کورنۍ يوه ښکلې او قابله لور وه. د رضا خان د مور او خوېندو هم په نظر کښي وه، ډېر په درناوي خوشحاليو او ډمامو ئې را وادۀ کړه.
څه د بره شپږ کاله ګاهو چي د روشني ډولۍ دې کورته راننوتې وه او هغه د دې ټبر يوه وګړې ګرځېدلې وه نو هغې هم څه فطري ارمانونه لرل کوم چي کم و زيات د هري پېغلي په زړۀ، ذهن کښي پټ پناه خوندي پراته وي. يعني يو ښکلی ځوان د ژوند ملګری ګلونه ګلونه بچي ډېر کالي جامې، ښۀ ډېره پېسه ټکه بې غمه ژوند او که ټول نۀ وي نو څه لږ ډېر خپل واک اختيار هم..........
او شيريني ته الله پاک ډېر څۀ ورکړه خو د هغې غېږه لا د اولاد د نعمت نه تشه وه......... د هغې مهربانه، مينه ناکه خواښې مرحومه يو دوه کاله به ئې کېږي چي په سا لنډي رنځ خاورو ته سپارلې شوې وه او شيرينه په رښتياؤ يوازي شوې وه. هسي خو بې ايندروريانو خبر اخستو کله به يوه ايندرور سره د بچو څۀ ګړۍ شپې له راغله يا ئې چېرته شپه نيمه تېره کړه او کله بله خو د هغوئ هم وداني خوني وې، پسته نه په خپلو کورونو ته لاړلې دا به بيا په کور ايکي يوازي پاتي شوه. جبينو ترور چي د مودو راسې د دوئ په کنډرو کښي ډېره وه. چي غوښي له به روزانه راتله، چېرته ناولي لوښي دوه به ئې اووينځل د کلي اولس څۀ سوال جواب بې ورله اوکړل، څه پاتي راپاتي چي ډوډۍ به ئې واخستل او جبينو ترور به کالۀ ته روانه شوه او روشنه به چي يوازي شوه نو ګاونډۍ کدهاني کره به ئې تمبړې ور واوړېده. د دواړو پخه خورنګي وه، بله د ر وشني خپله غېږه خالي وه نو د کدهاني ماشومانو سره به مشغوله وه.
رضا خان لا وړوکی ؤ چي پلار ورله بې ګناه چا ويشتی ؤ. د جان ولي عاجز د چاسره هيڅ دښمني نۀ وه. په قاتل ټول کلی خبر وو، خو ګواهي ته چا غاړه کېښوده؟..... د جان ولي کونډي مرحومي ته هم خپل دښمن معلوم ؤ خو هغه چپ پاتي شوه دا هوښيارتيا ئې ضرور اوکړه چي لوڼه ئې هم هغو کښي ورکړلې څوک چي د جان ولي دولت جائيداد ته ګوښېدل. مرحومه وه خو نالوستي خو د عقل و شعور ټولي غوټۍ ئې سپړېدلي ساتلي وې چي د ژوند سره سخته کښي بې ترې کار اخستو. بل کار ئې دا وکړو چي رضا خان ئې خپل پلار کره لاهور ته اولېږلو د مرحومي پلار ګنې په لوئ لاهور کښي ميشته ؤ.
د مرحومي پلار صادق بابا او د رضا خان پلار جان ولي په شريکه د قالينونو کاروبار کولو خو چي جان ولي ته د صادق بابا لور مرحومه راواده شوه نو څه موده پس د سخر په صلاح او مشوره ئې پېښور کښي خپل بېل کاروبار شروع کړو خو ژوند ورسره وفا اونکړه او د پلار کاروبار رضا خان ته پاتي شو.
بل خوا رضا خان په لاهور کښي د نيا و نيکه او ماماګانو د سوري لاندي لوئ شوی ؤ بي اې ئې په ښو نمبرو پاس کړې وه، نو هغه خپله ټوله توجو کاروبار ته اوګرځوله او اوس يو لوئ بزنس مين ګڼلی شو.
رضا خان ښه خواري کښ لوستي او محنتي کسان ځان سره ساتلي وو، ټول ترې ښه خوشحاله وو خو......... هغه پخپله نۀ ؤ خوشحال. هغۀ به شپه ورځي سوچونو وړی ؤ. ....... "زۀ دا دومره محنت چا له کوم؟ ....... نۀ په خوا لرم نۀ په شا........" د خپل تن د ننه دنيا ورته ړنګه ښکارېده چي لاوارث ؤ ميرات ؤ.
د کدهاني څښتن برکت الله د بجلۍ په دفتر کښي نوکر ؤ. ميټر ريډر ؤ، کورته د راتلو وخت ئې نۀ ؤ معلوم. خو چي رابه غلو نو د خپل کور په کوڅه کښي به ئې په چغه اووئيل ...... " يا بردي خو څوک کور کښي نشته ؟؟؟" ....... که روشنه به د هغو کره وه نو په يوه دوو به خپل کورته راواوړېدله او تمبړۍ بې زنځير کړه.
د رضا خان او برکت الله دوئ د نزدو خپلوانو هسي ډېرخواږه تعلقات وو، بيا هم د دواړو کورونو تر منځه که دېوال وهلی شوی ؤ خو د ستر پړدې دېوال هم تر منځه ښه مضبوطه ولاړ ؤ. ځکه چي روشنه که په خپل ښائست غاوره نۀ وه خو آګاه ضرور وه، نو د هر چانه به ئې سترکوو او ....... برکت الله به چي کله کور ؤ نو روشنه به د تمبړۍ نه هم په ډډه ډډه ګرځېده........... بل خواته د برکت الله په زړۀ به شيطان هغه وخت سکونډاري لږولې کله به ئې چي ښځه بچي کور کښي لږ آ خوا دې خوا شول. زر به ئې ځان تمبړۍ ته رانږدې کړو چواندي به ئې پکښي لټول چي له روشنه سمه اوويني. او .......... يوه ورځ چي کدهانه سره د بچو د ورور په وادۀ پلار کره تللې وه نو د برکت الله د ګوتو د صبر مزی اووتو او هغه په دېوال رضا خان کره ورټوپ کړو. روشنه حسب معمول کور کښي يوازي وه او چي په ځان پوهېده پوهېده د هغې عزت بيا دړي وړي شوی ؤ. غل پيشي خپل ښکار د کومي نه لواړ تېر کړو او بېرته خپل کورته ور اودانګل.........
روشنه تر ډېرو شپو پوري د خزان وهلي پاڼي هسي په کټ بې دمه پرته وه، هغې خپلي تيت په تيت جامې په ريږدېدلو لاسونو د راغونډولو هڅه اوکړه، اوچته پاسېده، د ميز په دراز کښي آ خوا دې خوا ګوتي ووهلې، بهر غولي ته ووتله او زنځير شوې تمبړۍ ته ئې کلکه تاله ور واچوله، لکه چي د خپله انده هغې ځان محفوظ کړی وي ............. هغه هم هغلته د قلف شوې تمبړۍ سره په ځمکه پرلته اوغزوله چي اوس هغې کښي د خپله ځايه د خوځېدو نور توان نۀ ؤ پاتي ........ د هغې په سترګو تياره وه. په خُله ګونګه په غوږونو تپه وه، لکه د مړي تر ډېره وخته پوري په خاورو کښي نيمه ناسته نيمه ملاسته غزېدلې وه . دغه مال جبينو ترور هم کار له راغله، د کوڅې ور ئې ډېر ووهلو خو روشنه پرې هيڅ پوهی نۀ شوه....... "ځه نو! چي ورنه بيرته کوي نو بي بي به اودۀ وي، نو کدهاني دوئ خو هم کور نشته، د ورور وادۀ ئې دی چي ګنې هغلته به ور اوختېدلی وي !....... څۀ اوکړمه؟ پستنه به شمه نو !! داسي خو چېري مخکښي نۀ دي شوي. که چېرته وروڼو خوېندو يا پلار کره ځي نو ښاده ښه ما د آګاهونه خبره وي....... ترور د ځان سره په ګڼېدو ګڼېدو واپس شوه او چي مضبوطه شېبه پس روشنه راپه خود شوه نو په ځمکه خورې ورې پرتې پښې ئې په هېبت راغوندي کړې، لږ ساعت له هم دغسي راغونډه ناسته وه، تمړۍ ته لګېدلي تالې ته په ځير شوه بيا ئې په ګوتو ځان طرف ته راښکله او چي باور ئې اوشو چي تاله ښه کلکه قلف شوې ده نو د يوې پخې ارادې سره د ځمکي نه پورته شوه، کوټې ته روانه شوه، په وېره وېره وردننه شوه، خپله يوه استري کړې جوړه ئې راواخستله او غسلخانې ته لاړه............
کوز ماځيګر رضا خان حسب معمول کورته چي راننوتو نو مسکی شو. "واه! نن خو لکه د څوارلسمي سپوږمۍ سمه ځلېږې!...... مړې! هم دغسي جوړه کړې سنبال کړې راته اوړه راوړه!.... او هغه روشنه ځان ته راغاړې ايسته ....... "څومره ښکلې ښکاري!!. خو ...... دا رنګ دي ولي داسي زېړ تختېدلی دی ؟..... روشني زر خپل دواړه لاسه په مخ راښکل....." نا نا هيڅ نشته ...... هسې ..... نشته ...... هسي ...... هسي طبعيت مي راته لږ دروند ښکاري! ..... په سر مي دړد هم دی ..... " په سر به دي دړد ولي نۀ وي؟ تۀ د برکت الله د بچو د شور زوږ اموخته چي ئې! ...... او هغوئ چي د څو ورځو راهيسې درته کور خوشي کړی دی. ما خو ګڼلې وه چي ګنې يوازي برکت الله ته کور خوښي شوی دی. دا خو نۀ ښکاري چي تاته هم ...." رضا خان د روشني مخ ته په ځير شو او په کړس کړس په خندا شو.
روشنه او بوږنېدله د هغۀ د غېږي نه ئې ځان راخلاص کړو، کچن ته لاړه، زر زر ئې چېنک، پيالې، پتنوس کښي سم راسم کړل، دالان پلو ور روانه شوه. په دالان کښي په پروت مېز ئې لا ايله چېنک، پيالې ايښي وو چي رضا خان زر را وړاندي شو، دوه پيالې ئې ډکي کړې يوه پياله ئې اوچته کړه او يو څو غټ ګوټونه ئې په غړت غړت د حلقه تېر کړل، د هغۀ په داسي حرکت به اکثر روشني له خندا ورتله خو....... هغه نن خاموشه وه .... "څۀ چل دی؟. طبعيت دي جوړي ډېر خراب دی؟ ښکاري چي....." هغه په فکر مندۍ اووئيل ....... نا! ...... دا خبره نۀ ده ...... ما وئيل که څه نور مصروفيت دي نۀ وي ما مي بابا دوئ کره لږه اورسوه صرف يو دوه شپو له ځمه، شبينه هم ډېره موده پس کراچۍ نه راغلې ده." رضا خان ښځي ته لاندي باندي وکتل "ښه!! دا تۀ ځکه داسي سنګار کړې استري کړې تياره ناسته ئې؟...... ښه بيا راځه چي ځو! شبينه راغلې ده شېبه نيمه به زۀ هم ايسار شم، ګپ به اولګوو، پړوني دي را اخله، کمرې ټولي تاله کړه، هغه برکت الله دوئ هم کور نشته دی. دواړه کورونه خوشي دي که چېرته څوک راواوړېدل نو!.... او روشنه د سر نه تر پښو ټوله اورپېدله.
د روشني د دوو شپو په ځائ نن پلار کره څلورمه شپه وه خو ...... هغه په کوم غرض چي دلته راغلی وه چي ګنې مور به د هغه قيامت نه خبره وي کوم چي په هغې په خپل کور دننه تېر شوی دی خو چي که خبره ئې خُلې له راغله نو د شرم او حيا ناليدلي لوپټه به ئې په مخ راخوره شوه سترګي به ئې پخپله ښکته شوې او په خُله به ئې مهر اولګېدو که بابا او وروڼه مي خبر شول که چېرته هغه ته پته اولګي.
او بيا؟ ...... بيا ...... نۀ نۀ ..... بس غوټه ورکه خُله پرې پټه ..... چپ کښي خير دی....." هغه ډک زړۀ د رضاخان سره بېرته خپل کورته راغله.
ورځي تېرېدې، ورځي په هفتو کښي او هفتې په مياشتو کښي بدلي شوې چي د روشني رنګ خپلځائ له رانغلو حالانکې رضا خان پرې د لويو مشهورو ډاکټرانو ګولۍ، داروګان او ټانِکونه خوړول، د هر قسم زېړي ټېسټونه ئې هم صفا ختلي وو. صحت ئې بيا هم ورځ تر ورځه غورځېدو، څه به ئې چي خوړل سره د داروګانو ئې پستنه راڅرخول ...... او هم دغه ورځو شپو کښي يوه ورځ ماځيګر رضاخان کورته راغلی ؤ او په غولي کښي په پرته کرسۍ لا ايله ناست ؤ چي دې کښي د هغۀ مشره خور فاطمه ساه نيولې راننوته، راتلو سره ئې په ورور، ورېنداري اله باش جوړ کړو...... " وي مو دښمنان شه!...... لا هم هغسي په قلاري ناست ئې؟ ما نن دپاره روشني له د صدف ډاکتري نمبر اخستی دی شابۍ راپاڅۍ چي ځو ډاکټري له ......... هله کښي مړو ؤ ناوخته کېږي راباندي!...... په ډاکټري د ښځو څومره بېړه وي! زر شئ راپاڅېږئ..... شا به ورور جانه ګاډۍ دي را اوباسه!.......
روشنه خو د واده پاسېدله خو رضا خان په کرسۍ په ناستي ناستي خورته اووئيل. " ګوره بې بې! مادرته په بيا بيا وئيلي دي چي دا د ليډي ډاکټرانو کار نۀ دی دواياني خوري خو چي هاضمه ئې راشي نو پخپله به ښه شي...... فاطمه غصه شوه خپل پړونی ئې د سوخته په يوه پرته کرسۍ ورلړه کړو او په درب پرې کښېناسته.......... " اې رضاګيه! دا خو ستا شک ويستلو له ستا ښځه ډاکټري له بوزمه!! ګنې که خير وي څو مياشتو کښي به پلار شې!!!....... دا زما زېری په ځان اومنه!!..... د سرو زرو والۍ او يوه د سرو غټه ګوتمه مي درباندي..... فاطمه په خندا خندا د کرسۍ نه پاسېدله او رضا خان په مات زړۀ روشنه او فاطمه د ډاکټري کلينک ته ور اورسولې او پخپله ئې موټريوې ډډي ته اودرولو.
ښه مضبوطه شېبه پس فاطمه څۀ کاغذونه په لاس په تادي ساه ساه راښکاره شوه .......... يا رضاګيه!...... يه په امبارکو دي امبارک شه! يا الله شکر!....... يه خانې!...... ما نۀ وئيل چي لږه موده کښي به د يو ښکلي زوئ پلار شې؟....... د خيره درېيمه مياشت ئې ده!...... تاسو ښځه خاوند دومره نۀ پوهېدی؟؟ مړو!. واړه خو نۀ ئې...... بيا دي امبارک شه! ماته هم امبارکي راکړه کنه!.... فاطمې په ګيله منه لهجه کښي اووئيل.
رضا خان په رپېدونکي اواز کښي خور له امبارکي ورکړه ...... خو ګوره في الحال چي درنه دا خبرکلي کښي خوره نۀ شي!...... اوګاډی کلي طرف ته روان شو. رضاخان نه ساګ سيلۍ اوړی ؤ. په ټوله لاره په سوچونو کښي ډوب ؤ. د ډاکټر طارق خبره رښتيا ده او که د ليډي ډاکټري خبره اومنم؟.......
ډاکټر طارق د رضاخان دوست هم ؤ او د هغه فېملي ډاکټر هم ؤ......... څو کاله آګاهو ئې د دې دواړو ښځه، خاوند ټېسټونه کړي وو، بلکې رضاخان خو د دې مرحلې نه دوه واره تېر شوی ؤ.......... د هغه نه رؤ ګودر خطا وو، اخير په درېيم وار بيا د يوې غټي طمعې او اميدونو په اسره د طارق کلينک ته راغلو. روشنه هم ورسره وه چي دا قسم ته ټېسټونو دپاره ښځه هم پکاروي...........
کلينک ته دننه ورتلو سره ئې د ډاکتړ صدف کړي ټېسټونه ډاکټر طارق ته په ميز مخامخ کېښودل ......... دا د بابي ټېسټونه دي...... ډاکټر په هېبت د خپله ځايه پاسېدو هغه په بقو سترګو په ميز پرتو کاغذونو ته په ځير ؤ........... هو کنه!! زما دي څه؟ رضاخان اوخندل. دا د بابي دي هم راسره راغلې ده، زۀ په درېيم ځل ټېسټ ته هم تيار يم اوس به دي دروغ رښتيا معلوم شي........
او ښه وخت پس لېب بوائ يو ټائيپ شوي کاغذ ډاکټر طارق ته حواله کړو. د هغه نظر په کاغذ ور خښ شو.... بابي! تاسو لږه زنانه کمرې ته لاړ شی! يو نارينه مريض راځي... رضاخان هم پاسېدو...... تۀ مۀ ځه، ناست اوسه...... ګوره وروريه!! تا دپاره زۀ د ډاکټر نه زيات يو دوست هم يم........نننی سائنس ډېر کم دروغ وائي........ زۀ هم خپل مريض ته چېري د دروغو جوټې نۀ ورکوم. زما اومنه او نور ...... ډاکټر وړاندي چپ شو. رضا خان ورته په وازو سترګو نېغ نېغ کتل. ډاکټر راپاسېدو، د رضاخان په اوږو ئې دواړه لاسه کښېښودل ........ د لېډي ډاکټر صدف رپورټ رښتيا وائي..... او ...... لکه ستا د هغه تېرو دوو رپورټونو دا درېيم رپورټ هم دروغ نۀ وائي......." ډاکټر مسکی شو...... او هن رښتيا!.... بابي له چي الله زوئ ورکړي کنه!....... نو زما شېريني ياده لره..... هغه چي دا خبره کوله نو د رضاخان سترګو کښي خپل نظر ورخښ کړی ؤ، زوئ که د هر چا نوم پرې د باچا د ډاکټر په زړۀ زړۀ کښي تېر شو او خټ خټ په خندا شو او رضاخان ته داسي اولګېده لکه چي ډاکټر ورله په مخ يوه تتوړه راخلاصه کړې وي ....... سرپرې اوګرځېدو. سترګي پرې توري شوې. ټول کلينک سره د رضاخانه لکه د برندي تاوېدو او هغه داسي محسوس کړه لکه چي سره د کرسۍ په ځمکه ورننوتی وي.