ارزو زيارتواله

سپېلني يو داسي خود رو او عام بوټي دی، چي موږ ئې تل په خپلو رغونو او بيدياګانو کښي وينو، دغه خود رو بوټي ته سپاندي وئيل کېږي، خو دغه خود رو بوټی د نورو بوټو په شان په پسرلي کښي راټوکېږي، خو د سپاندي پر څرک وهلو باندي د سپرلي ابتدا او د ژمي د وتلو حساب هم کېږي، پخوانو خلګو به وئيل چي سپاندي څرک وهلی دی نو ژمي ووتی.

د سپاندي په بوټي کښي الله تعالٰی ډول ډول خاصيتونه ايښي دي. د دغه بوټي تخم چي ورته سپېلني وئيل کېږي که يوې خوا ته په طب کښي د بېلو بېلو مرضونو دپاره پکار راوستل کېږي نو بلي خوا له دغه تخم د ښۀ شګون علامت هم ګڼل کېږي نن هم ډېر داسي ملنګيان د پښتني سيمو په بازارونو کښي ګرځي، خيرات ټولوي، چي يوه داسي آله جوړه کړې وي چي په يوه خوا کښي ئې اور وي او په دا بله خوا کښي ئې سپېلني وي چي څنګه و دکان ته ننوزي نو سپېلني پر اور واچوي د سپېلني له لوګېدلو سره سم د خيرات غوښتلو ږغ کوي.

د سپاندي دغه بوټی د مني د موسم تر پېل پوري زرغون وي. دغه وړوکی غوندي بوټی تک سپين ګل وکړي هغه ګل په رژېدلو سره د غوټۍ شکل اختيار کړي دغه د نخود په رنګ غوټۍ په مابين کښي نسواري تخم ونيسي هم دغه تخم ته څوک سپېلني او څوک سپېلنی وائي.

سپېلني او شګون:

د سپېلني په اړه به پخوا ډول ډول روايات خلګو بيانول چي په هغو کښي يو حکايت ما په  کچنوالي اورېدلی ؤ. د هغه حکايت لب لباب دا ؤ چي سپېلني د بلاګانو د شړلو يا د نۀ راتللو پېلامه وي. هغه حکايت داسي ؤ چي کله دسپرلي په پهر کښي پاوال خلګ د مال د څرولو دپاره ځکه خواره واره شي نو چي په دا مابين کښي د کوچ په وخت چي چېرته هم شپه ورا شي نو هلته کډه واړوي او د شپې تېرولو پس بيا سحارځي کوچ کوي. يو وخت چي کډه واړول شوه نو د اور بلېدلو حاجت پېښ شو، لهذا د اور د بلولو دپاره دغه کډي والا د سپاندو ګڼ شمېر بوټي وشکول او د اور د بلېدلو انتظام ئې وکړو.

 د ويدېدلو پر وخت نوره ټوله کورنۍ ويده شوه خو د دغه کهاله يوه ناروغه مېرمن د سپاندو  دغه اور ته ناسته وه، په دغه حال کښي د حکايت مطابق يوه غټه توره بلا راغله، د کږدۍ شا و خوا وګرځېده او بيا دغه رنځوري مېرمن ته ګويا شوه چي بخت مو برابر دی چي دغه د سپېلنو د بوټو لوخړي درباندي جار وتلي دي او له سپېلنو څه ډکي د دغه بوټي لوګی ما ستا و خواته نۀ در پرېږدي که چېرته دا نۀ وائ نو له ما نه نۀ شوائ بچ کېدلای .

کله چي سحار شو دغه ناروغي مېرمني دا واقعه بيان کړه نو دوئ دغه سپېلني بيا هر وخت د دودولو(لوګی کولو) دپاره له ځانه سره ګرځول.

په ډېرو پښتنو کښي اوس هم دا رواج موجود دی چي کله د چا په کور کښي بچی و زو کېږي نو د هغه کهاله ښځي و دې بچي او مور ته سپېلني دودوي، دا په دې چي دوئ په دا عقيده دي چي د سپېلنو له دودولو څخه بلاګاني تښتي او دا د نظرمات دپاره تر ټولو مهمه نسخه ده.

له دې علاوه چي کله وادۀ وي، وراباڼي ولاړ شي، ماښام يا ماځيګر چي له وراباڼو سره (واده ناوکۍ راورسېږي، نو و دغه نوي ناوکۍ ته هم د نظرمات او و کورته له بلاګانو څه د تحفظ دپاره سپېلني دودول کېږي. 

بهر حال که څۀ هم په اسلام کښي شګون ناروا دی خو زما په فکر دا ځيني د شګون خويونه په پښتنو کښي له ډېره پخوا راروان دي. چونکه پښتانۀ په بنيادي توګه ارين دي او شايد دا ډول شيان له هغه پخواني دور سره تړون لري. د مثال په توګه پښتني مېرمني ماځيګر  چاته مالګه نۀ ورکوي، په ماځيګر کښي د مالګي ورکول بد شګون ګڼي. هم دغه رنګه نن هم ډېر پښتانۀ د انجونو د ودغل پر وخت چي کله سېنځه ورکاږي نو په سېنځه کښي سندور ور اچوي، په دغه مناسبت که ووايو نو دغه سپېلني دودول هم شايد سابقه ولري.

ځيني خلګ وائي چي سپېلني دودول هم د هندوانو رواج دی، خو دلته هم هغه خبره مابين ته راځي چي د دغو دودونو تر شا د ارينو هغه پنځۀ زره کلن تاريخ دی کوم چي لکه پورته چي ذکر وشو. له ډېر پخوا څۀ له پښتنو سره ګډ را روان تر اوسه ئې هيڅ تغير او تبدل نۀ دی موندلی. که څه هم په ښکاره ور کښي هيڅ مادي او معنوي ګټه يا سود ورکښي نۀ برېښي خو دغه دودونو په پښتني معاشره کښي دومره ټينګ مقام حاصل کړی دی چي بې دا ئې ژوند بېخي نيمګړی ښکاري. چونکه پښتون يو اريائي ټبر دی نو دغه دودونه ئې هم اريائي رېښه لري، ځکه موږ وئيلائ شو زموږ دا دودونه د ويدي دور نخښه ګڼل کېږي.

د مثال په توګه په پښتو فوکلوري اصنافو کښي غاړي يو داسي فوکلوري صنف دی چي محققين ئې د جوړښت په اعتبار رېښې د ريګ ويد تر سرودونو پوري رسوي. په دې صنف کښي هم د سپېلنو ذکر ډېر ځايونه شوی لکه:

ګرانه! مرم نه درپاتږم سپېلني غوندي دودېږم

سپېلني شوم وکړم څۀ ګرانه! و خپل کورته راځه

هم دغه رنګه د سپېلنو ذکر په پښتو ټپو کښي هم خوندي شوی دی بائد ياد ولرو چي د ټپو عمر هم په زرګونو کاله شمېرل کېږي. محمد نواز طاهر د خپل ټپو په کتاب کښي ليکلي دي چي دغه ټپه:

سپوږميه کړنګ وهه راخېزه - يار د لونګو لو کوي ګوتي رېبينه

هغه که زۀ غلطه نۀ وم دا ليکلي وو چي کله به ارينو د خپل ديوتا دپاره له سوما (اوما) څۀ د سپوږمۍ په شپه  خپل ديوتا ته شراب کشيد کول دا ټپه له هغه ر واج سره متعلق ده. په هم دغه ذکر شوي پښتو اولسي شاعرۍ کښي د سپېلنو ذکر داسي راغلی دی.

د زړۀ اميره رارسېږه -   د سپېلني په شان مي واخستل اورونه

تا مي احوال اخستی نۀ دی -  زۀ سپېلنی شوم ستا و سرته دودېدمه

له دې سره سره په پښتو شاعري کښي هم د سپېلني ذکر په ډول ډول طريقو شوی دی چېرته د استعارې په ډول چېرته د تشبيه په ډول چېرته ئې د علامت په توګه کارول شوی دی چي دلته په دې حواله څۀ شعرونه رانقل کړم:

بيا به هله په ښکاره باندي سړی شي

چي په در کښي ئې په ډاګه سپېلنی شي

 

خاطره! يار دي په خېبر کښي اوسي

ټوله دره له سپېلنو ډکه شه

 

زمونګه نصيبونه د صحرا د سپېلنو دي

په دښتو کښي را لوئ شو په ښارونو کښي لوګېږو

 

سپېلني غوندي مي ځان درته لوګی کړ

ما و خپلو تورو سترګو ته نږدې کړه

 

سپېلنی شوم ستا و سرته د زړۀ سره

يو وجود ؤ ما هغه هم تر تا جار کړ

 

تپوس مي ترې نه اوکړو چي عاشق څنګه سوځېږي

راټول ئې سپېلني کړل بيا ئې وسوځل چي داسي

دا وې په پښتنو کښي د سپېلني د دودولو په باره کښي يو څه خبري يقيناً سپېلنی هغه ملنګي بوټی دی چي ځانله ئې پخپله دنيا کښي خپل ارزښت دی او نن هم د ملنګيانو له کچکول سره د سپېلني د لوګيانو زينت نور زيات شي.

 

FaLang translation system by Faboba