شفا٫ کاکړه

له ماشمتوبه څخه تر اوسه پوري دا يوه خوږه چيغه همېشه اورو چي موږ پخپل دې ښائسته هېواد کښي امن او سوله غواړو. پخپل دې وطن کښي قراري او سکون غواړو. هر سړی نارې وهي، چي په دې بل شوي سرۀ اور کښي امن زموږ د قام او وطن ضرورت دی، د دې دپاره موږ و هري قربانۍ ورکولو ته تيار يو، ولي د دې معنا دا نۀ ده، چي موږ د بل کمه غواړو. په دغه نارو نارو کښي زموږ کورونه وسوځل شو. ځوانان مي غوښي غوښي، او خڅ خڅ شول. په لکونو خلګ مي بې کوره شو. عزتونه مي خرڅ شو. هغه ښو مشرانو په کډه کډه کښي تر دې ځايه ورسېدو. چي د احتياج سترګي ئې د بل پر لور کږې شوې. چا په کډو کښي د بډو کاروبار جاري وساتی او چا په زار زار نارې وهلې:

په پخوانو سترګو مي ګوره           نن مي جامې د ملنګۍ اغوستې دينه

رښتيا خبره دا ده چي که موږ د امن حساب د کور له احتسابه شروع کړو. نو شايد امن راوستونکی يا د امن خدائ له موږه راضي شي. خو احتساب بايد هر اړخيزه وي.

زموږ د زړ شينۍ اندازه له دې کېدائ شي چي موږ يو د بل دپاره نۀ د  زړۀ خواله لرو، نۀ ښه نيت. هر سړی د خپلي ساه غوټې اخستی دی. ورور و ورور ته سمه لار نۀ ورښئي. تربور تربور ته ولاړ دی نوړ ئې ورته اخستی دی. فرقه واريت مو دې ځائ ته رسېدلی دی چي ملا د ملا خلاف ولاړ دی. ملنګ مو په ملنګ پسې ډبري اخستي وي. له ښاره ئې باسي. وروڼه د خوېندو له اسلامي روحاني او مادي حق څخه ځان سپموي. پلار د ښځي له حقه بېزاره دی. سرکاري افسران پرسنټېج خپل اسلامي حق بولي. ټهېکدار خو داسي لا هم شوي دي په جوړ پخېر کښي بې له څه کاره بل سره نيمۍ کړي. ماسټرانو و خپله ماسټري ته عوضي نيولی دی. په نۀ څه تنخواه باندي له عوضي څه کار اخلي. د غريب قابل ترين زوئ ځکه له نوکرۍ او سيټ څخه محروم وي. چي نوکري اول د افسر د زوئ حق ده، ورپسې ئې سرمايه داران په پيسو اخلي. د خوار زوئ دي ګوتي ترَچوي يعني دوئ خو له موره دوزخيان پېدا دي.

څوک چي واقعي امن غواړي موږ د هغو غوښي په خاورو لړلې دي. ځکه موږ له مځکني حقائقو څه سترګي پټوو. او هغه د خپلو بچيانو غوښي راټولوي.

که دا بلي خوا ته پام اوکړو نو د مدرسو بې شمېره تعداد موجود دی، استاذان غريبان خو هر رنګه چي وي د اوسېدلو او خورک انتظام ورته کوي. خو دغه دومره  تعداد چي رافارغ شي نو د دوئ د روز ګار او نان و نفقې بندوبست به څۀ وي؟

زموږ روايات او ثقافت د مسز او مسټر په را تګ سره تر پښو لاندي کېږي. زموږ د کلچر هره برخه د اجتماعي او اولسي خوشحاليو زېری ګڼل کېدلو. اوس دا هر څۀ په داسي انداز راڅخه اخستل کېږي چي تر شائې د بل او تپل شوي منفي روئې پرتې دي. زموږ جامې زموږ د کلچر نمائندګي نۀ کوي، زموږ په پښتو کښي په شلو کښي دوه توري پښتو وي نور ګرد په يس او نو کښي سره خلاصه شي. زموږ قامي سياست د خپلولۍ، خود غرضۍ دروغو يو ناورين ګرځېدلی دی.

مکتبونه او سکولونه که جوړ شي نو د وئيلو دپاره که هلکان وراشي هم ماسټران کم دي، سرکاري سکولونه لا څۀ کوې پرائيوټ سکولونه مي د تجارت څانګي دي. نور خو لا  څه کوې د ژمي درې مياشتي چي چوټۍ وي هم د هلکانو څخه پېشګي فيس اخلي، که ئې نۀ ورکوي، نو و کوچني ته سرټيفيکټ نۀ ورکوي. 

اول خو نشته که چېري بيا هم د غريبانو دپاره څۀ سکيم راغی يا يو کار اوشو نو په کښي به هم اول هغه وډايه طبقه وي چي لاس ور رسولائ شي، غريبان مسکينان او خواران دي  خاوري وخوري.

د هسپتالونو، دواياني، په ميډيکل سټورونو کښي خرڅېږي ډاکټران چي هر يو د قام مسيحا ګڼل کېږي تا له سرکاري هسپتال څخه خپل پرائيوټ ځائ ته ور غواړي هلته چي ور شې نو ۴۶م نمبردرکړي، تۀ به دې ته اريانه ئې چي پنځۀ سوه فيس شپږ څلوېښتم نمبر. د دۀ ۲۳۰۰۰ زره او ستا تر پېشلمي پوري انتظار.

پر دا ټولو خبرو برسېره که چا ناروا کول هغه ښۀ مېړه دی موږ ئې ملا تړ کوو. کومه کومه خبره وکړم چي هغه به د امن او سوکالۍ دپاره وي. دا انتشار، افتراق يو د بل پښې کښل ايا دا ګرد دامن دپاره کېږي؟ زۀ خو څۀ نۀ شم وئيلائ. ځکه چي زما په غوږو کښي اوس هم هغه زړې ازانګې دي. 

څو مي په تن کښي ساه غړېږي

وطنه! تا به له دښمنه خلاصومه

زۀ دا منم چي پښتانۀ له وطنه سره مينه لري، د پښتنو مړي چي هر چېري وي وس کوي چي خپل وطن ته ئې راورسوي، پښتنو په وار وار د خپل قام وطن او تاريخ دفاع کړې ده. پښتانۀ انتقام هم نۀ پرېږدي، د وطن مينه هم نۀ پرېږدي. خو دغه مينه ئې تر شعور زياته له جذباتو سره تړلې وي، ځکه خو پښتنې مېرمني هم په دغه جذباتو کښي پېغور هم ورکوي، بې ننګي ته ئې هم نۀ پرېږدي، او د شا پاله ورپسې نارې وهي.

په تور توپک وېشتلی راشې

د بې ننګۍ احوال دي مۀ راځه مينه

په وينو رنګ توره دي راوړه

په سرو شونډانو به ئې زۀ در پاکومه

جانان مي ننګ پر وطن وکړ

په تار د زلفو به کفن ورله ګنډمه

توپک درواخله غليم مړ که

د وطن جنګ زلمي مورچل ته خېږوينه

 

زۀ پخپله يوه زنانه يم ماته پته ده چي د خور، مور، لور او ترلې ګانو جذبات په نارينوو کښي څومره اثر پېدا کوي. په زياته هغه وخت چي يو څۀ جذباتي ماحول هم وي، لاکن يو فرق چي په موږ او هغه پخوانيو زنانو کښي ؤ، هغه دا دی چي د هغوئ سره تعليم نۀ ؤ او هغوئ د هر څۀ علاج په زور او جنګ کښي غوښت، کله به ئې وروڼه او زامن انتقام ته رابلل، کله به ئې پېغورونه ورکول. او له دغه پېغورونو څخه چي به بدي جوړه شوه نو هغه په سوونو کلونو روانه وه. زۀ دا هم منم چي هغه وخت به دغه پښتنو مېرمنو و خپلو لښکرو ته په ګوډو کښي اوبه رسولې، هغوئ به ئې ډاډه کول چي همت وکړي دښمن مات کړي او خپل مقصد وګټي او کله کله خو به داسي هم اوشو چي يوې ښځي به د جنګ نقشه بدله کړه او ماته به ئې په فتحه بدله کړه، لکه د مېوند په جنګ کښي چي ملالي پښتانۀ په دغه يوه ناره راوپارول.

که په مېوند کښي شهيد نۀ شوې

زما لاليه! بې ننګۍ له دي ساتينه

زما په ګايونو کښي شايد ربط نۀ وي، خو زۀ خپل موضوع په نظر کښي لرم خبره دا کوم چي په دغه وطن کښي ښځو او ځوانانو د قام په لښکر کښي هر ځائ په ګډه موقع وهلې ده، هر يوه خپل خپل فرض ادا کړی دی. هر چا د وطن درملنه غوښتې ده، وطن ئې تر خپله چاته په لاس نۀ دی ورکړی. او دا خبره هر چا منلې ده. چي د قام ناتار په قام راګرځي يو لاس نۀ ټکېږي. په قام کښي نر او ښځی دواړه شمار دي.

زما مطلب دا دی چي دغه تُوره، انتقام، تربورګلوي، بې ځايه مېړاني و موږ ته څۀ راکړل. هغه وخت سم ؤ چي ګرده نړۍ په  تُوره وهل کېده. او پښتنو به وئيل زور چي زورور شي عقل مرور شي، خو اوس موږ نۀ ګرده نړۍ د تُوري له زوره وتلې ده، اوس د زورور له مخه هم عقل تر ټولو غټ هتيار دی او عقل د شعور سره شعور له تعليم سره تړلی دی. نو موږ چي ښۀ خلګ يو امن غواړو خو زموږ سر زورۍ زموږ بې ځايه ټينګ غل او زموږ د مېړاني تکبر موږ ته څۀ راکړي دي. هغه پخوانی پټکی مي له سره لوېدلی دی، خلګ راته دهشت ګرد وائي. خو له موږه لاره ورکه ده، په ښۀ والي او مېړانه باندي هم نۀ يو خلاص شوي. خوېندي مي وراري دي، مېندي مي بوري، په هدېرو کښي مي څېرګۍ راټال دي، عزتونه مي بې ځايه شوي دي. هغه سر لوړي، غرور چي نيکه ګانو راګټلی ؤ هغه نشته. ښځي مي کچکاله ته اړي دي اوس مي له سترګو د عزت او وقار خوبونه الوتي دي، هغه د محمد رسول فريادي خبره يو خوب ښکارېږي چي وئيلي ئې وو.

پښتنې ستا د عصمت پر پاک پړوني

د خلوت د زاهدانو لمونځ روا دی

نن څۀ دي؟ څۀ راپاته دي؟ يو بل ته رښتيا نۀ شو وئيلائ کله کله خو رښتيا وئيل د مرګ زېری وي، چي د بل دپاره مي  توري اخستي وي. څوني مي پرايښي وي هغه مي ټول له غاړي دي. موږ د انسانانو په ښکار کښي د امن نارې وهو. او دا هم وايو چي د وطن مينه د ځان وينه خو د وطنوالو غوښي په هر در و ګودر کښي غواړو.

زۀ وايم که چېرته موږ د امن غوښتلو دپاره سنجيده يو نو بايد دغه عمل اول له کوره شروع کړو د امن اول زېری خود کفالت دی، د معاشي بد حاليو څخه ځان خلاصول دي، د بې روزګاري خاتمه ده او تر ټولو له تعليمه سره سره د شعور خورېدل دي. مخ کښي مي ذکر اوکړ چي تعليم او شعور لازم او ملزوم دي، که دا نۀ وي نو د معاشرې اصلاح به څنګه اوشي. زۀ چي هر څو چرت ووهم نو پښې، لکه ما چي ئې ذکر اوکړو بېخي ډېري دي. په دې کښي يقيناً د نۀ وحدت سلسله هم وي. لکه چي د غاړو د ادبي څېړني څخه دغه معني خېزه غاړه

په هيه ارمان به مړۀ شو - که په ګډ په پښتانۀ شو.

خو زۀ وايم اصل مسئله بيا هم معاشي ده، بې روز ګاري انسانان هره انتها ته رسوي. موږ نۀ خو له وحدت څخه بېزاره يو نو ويوه صحيح کاز ته بد وايو، تشخص صحيح او ښه ګڼو، لاکن هلته هم شايد د برابري اساس، زموږ د مخ ضرورت وي. نو که دلته هم له نۀ برابرۍ څه ژاړو او هلته هم دا راپېښه وي نو بيا به څۀ کوو؟ زۀ پوهېږم چي يو لاس نۀ ټکېږي.

که څۀ هم دا له دړده ډک اوازونه اورم. چي پښتنو ځان وپېژنئ خو موږ تر اوسه په دغه ټولنه کښي د نارو بغارو باوجود هم د امن پر ځائ بد امني ليدلې، دننه هر څوک چي دي خو دباندي مور خوړلي پښتانۀ دي.

زۀ خو چي په کوم ټاټوبي کښي وخت تېروم هغه کوټه ده. پخوا به مي د افغانستان، وزيرستان او پېښور کښي د بد امنۍ خبرونه اورېدل. دلې مي ژړل د امن دعاګاني به مي کولې. خو اوس دغه کربلا زما پخپل کور کوټه کښي هم جوړه ده. ښځي ماشومان او بې ګناه انسانان خو په بمونو کښي الوزول کېدل. اوس خو وکيلان او شعور ورکونکي تعليمي ادارې هم د دغه دهشت ګردۍ ښکار دي. خو د يوې پښتنې ليکوالي په حېث زۀ دا نۀ شم وئيلائ چي دا څوک کوي؟ ولي ئې کوي؟ کومه ګټه ئې پکښي ده؟ دا اندازه خو به هغه خلګ کوي څوک چي ذمه واري په غاړه لري زۀ خو صرف دومره قدر وايم چي موږ ته د امن ضرورت دی.

دا وخت له رسم و رواج څخه ونيسې تر مذهب، معيشت او روزګار پوري مي ټولي سلسلې وراني دي او د دې سره چي دهشت ګردۍ غرق کړو اوس هم د خپلو بچيانو نومونه صوبيدار خان، سالار خان وغيره ايږدو، بلکې د ذرائع ابلاغ له  خوا څه هم دغه تلقين راکول کېږي. چي توپک زما قانون دی، خود کش او داسي نور. حالانکې پکار دا وه چي موږ له شعوره او ميني څه ډک فلمونه وړاندي کولائ، خو شايد دلته موږ ته د قلم پر ځائ د توپک تعليم راکول کېږي.

يوه بله بد مرغي بيا دا ده چي زموږ په دې وطن کښي داسي شاعران او ليکوال هم شته چي د ځان د شهرت او څرلولو دپاره د تشدد پر چار کوي. وائي چي تۀ قام بچی ئې، تکړه زمری ئې، د غيرت نخښه د تُوري وښی ئې. نو په دغه حال کښي دغه د غيرت سورنا چي خلګ په قلم او علم و اسمان ته وخوت او زۀ هغه ډمامې ږغوم.

دلته چي د روس په نامه جنګ مسلط کړل شو نو دا جهاد ؤ. په دې کښي  تشدد پېل اوشو، په دا نامه ئې زموږ د کور ور و هر پرېدي بدي دار ته خلاص کړ او هر چا پخپل وطن کښي اسلام نۀ غوښت. خو موږ ئې مسلمانان کولو، دا ؤ. چي ميزائل، کلاشنکوف، کلاکوف او ډول ډول شيان ئې تر موږه راورسول.

او موږ هم په غير شعوري ډول پر پرېدي ډول باندي اتڼ کولو. دا مرحله مي تېره کړه، بيا غازيان او غازيان سره مخامخ شو، دا مرحله هم تېره شوه. هغه غازيان بېرته دهشت ګرد شو، دا مرحله نۀ وه تېره چي پر بې ګناه انسانانو مي مخ راوګرځاوه.

خبري مي ډېري اوکړې د يوې  پښتنې ليکوالي په حېث دا خبره په ډېر ادب سره خپلو پښتنو وروڼو او ليکوالانو ته کول غواړم، راشئ د امن دپاره لاس سره ورکړو، زموږ بد قسمتي دا ده چي کوم پر کرسۍ ناست وي هغۀ ته د صحيح لاري د ښودولو يا ور په ګوته کولو پر ځائ ښکنځا کوو او دغه ښکنځا د امن دپاره نۀ بلکې د ځان ښکاره کولو دپاره کوو. افسوس خو دا دی چي کله کله په دې کښي د زئي او خېلۍ عصبيت هم ورګډوو. حال دا چي د دغه بلا ګانو مخ په يو والي نيولی شو. د شخصيت پرستۍ او د پلار زنګ خوړلې توره پرېږدو. خپلي ټولني ښار او بچيانو ته د امن لار او چل ور وښيو. د بچيانو تعليم خيال ساتل او د شعور د وړانګو خپرولو دپاره په ټولنه کښي د شعور او تعليم تبليغ شروع کړو. د مذکوره ټولو بديو د اصلاح دپاره اصلاحي کارونو ته مخ ور وګرځوو. نو بيا شايد يو څه د بچاؤ کار وشي.

خدائ دي اوکړي چي زموږ پر دې وران وطن باندي د امن او شعور سائې خورې شي لکه دروېش درانی چي وائي:

چي بيا نۀ تُوره پورته شي نۀ سر په وينو رنګ شي

باداره! دغه جنګ دي د وطن اخيري جنګ شي

او يا د شاعر امن پير ګوهر دغه پيغام :

امريکه دي جار له روسه شي 

او روس دي جار له چينه شي

موږ غواړو چي ټوله دنيا مينه مينه شي

 

په اخير کښي يو ځل بيا د خپل وطن دپاره د امن دعا کوم. خدائ دي موږ د وينو او غوښو له دې بارانه په امان کړي. خپله دا وينا پر دا شعر ختموم:

مخامخ راته د سر دښمن ولاړ دی

خو انسان دی پرې ګزار کولائ نۀ شم

 

FaLang translation system by Faboba