بهار ناصر
په تاريخ ليکلو يا بيانولو کښي د کتاب يا کتابونو او نورو شواهدو حواله ورکول ضروري وي خو له هري خبري کولو يا ليکلو سره د کتاب حواله ضروري نۀ ده. څوک که له پنځه حسه سره سره شپږم حس هم خاشه قدرې ولري نو هغه په بېلا بېلو موضوعاتو خپله ړنده ګوډه رايه وړاندي کولائ شي. ولي چي د علم حاصلولو او علم رازېږولو هم دغه شپږ ذريعې دي. کتاب د علم بنيادي نۀ ده بلکې بنيادي اولنۍ) ذريعه) دغه شپږ حسه دي. بېشکه کتاب په دوهمه ذريعه کښي شمېرلی شو. د ادبي او کامرېډي ملګرو رنځ څه دا رنګي دی.
مثلاً!
که تۀ ووائې چي "لنډه قصه پنځه جزيات لري. هغه پنځه جزيات دا دي. اول........." نو ملګری به لکه د ګوړي مچ پکښي در ودانګي "پلانکی صاحب بخښنه غواړم دا تۀ د کوم کتاب په حواله وائې چي د لنډي قصې پنځه جزيات دي"
"ولي ملګرې طبيعت دي پرې خراب شو؟"
" نۀ بس هسي"
" بيا هم! ولي تۀ ئې زيات يا کم ګڼې؟"
" نۀ، بس، هسي ما وئيل چي د کتاب حواله رامنځ ته شي نو ښه به وي"
"نو ښه ملګرې که له ما سره د کتاب حواله نشته، ولي بيا زۀ حق نۀ لرم چي جزيات ئې وښايم ؟"
" د کتاب حواله خو ضروري ده نو!"
"هغه لکه څنګه ضروري؟"" نه هسي سوال مي په دې وکړ چي ارواښاد پلانکي صاحب په خپل کتاب پلانکي کښي د لنډي قصې څلور جزيات بيان کړي دي. نو ما وئيل......"
" نو تا څۀ وئيل که څوک پنځه ترې راوباسي بيا کفر وشو که څنګه؟"
......................... ښه .........................
نو اوس د دې ملګري د مداخلت يوه معنا راوځي هغه دا ده چي تۀ يوازي هغه خبره کولائ شې چي هغه تر له مخه د يوه چا په کتاب کښي راغلې وي.
ځئ که دا اصول ومنو نو بيا پکارده چي د ارواښاد پلانکي صاحب کتاب هم وګورو که هغه چېري دا خبره د يو چا د کتاب په حواله سره ليکلې وي چي د لنډي قصې څلور جزيات دي نو بيا ئې ورسره منو که ئې د کوم کتاب حواله نۀ وي نو بيا ئې له ارواښاد صاحب سره هم نۀ منو. راځئ د ارواښاد صاحب په کتاب کښي هم د کوم بل کتاب حواله نۀ وموندل شوه ځکه د ارواښاد د کتاب څلور جزيات هم په منلو نۀ ارزي.
اوس بيا مسئله شوه چي پنځه جزيات ئې هم نۀ دي او څلور جزيات ئې هم نۀ دي نو بيا راځئ پخپله معلوم کړو چي د لنډي قصې څو جزيات دي.
اوس ئې پخپله زۀ او تۀ معلوموو، خو دا راته ووايه چي معلوم شي نو بيا به حواله د چا د کتاب ورسره وايو يا ليکو؟ سوال دا دی چي د کتاب حواله خو ضروري ده نو................
په دې کشمکش کښي زۀ شکي يم چي د انسان د وجود څو جزيات دي؟
ګل خان فکري صاحب په خپل کتاب (رقصونه حوسونه) مخ نمبر ۷ کښي ليکي. سر، پښې، لاسونه، او تن.... يعني ټول څلور جزيات دي.
مير عالم حق پرست صاحب په خپله مقاله (سرتور سرونه) کښي ليکي چي! پښې او لاسونه جلا جلا حسابل کېږي . ځکه په اصل کښي ټول شپږ جوړېږي.
دادالله فقير په خپل کتاب (باغات او کارېزات) مخ نمبر ۱۱ کښي د انسان د وجود جزيات شپږويشت ليکلي دي. هغه د لاسونو او پښو ګوتي هم جلا جلا د شمېر وړ بولي.
عصمت الله دانش په خپل کتاب (د کوترو غومبر) کښي دغه شمېره دوه دېرش ليکي او له ښاغلي دادالله فقير صاحب سره په دې اختلاف لري چي هغه سر ولي په جم حساب کړی دی. په سر کښي دوه غوږونه جلا جلا ، دوه سترګي جلا جلا او دا رنګه پوزه او خُله هم په دې جزياتو کښي شمېري.
ارواښاد دولت خان فريادي صاحب په (د يارانې قسمونه) نومي کتاب کښي دغه شمېره د بالغ انسان د پاره څلور شپېته او د نابالغ انسان د پاره دوه شپېته ښودلې ده. ځکه چي هغه د بالغ دودېرش غاښونه او دوې سپېږمې او د نابالغ دېرش غاښونه او دوې سپېږمې هم جلا جلا حسابلي دي.
امين عبدالله خېل صاحب (چنار او منګی) کښي د ارواښاد دولت خان فريادي صاحب شمېره نامکمله ګڼي او څلور نيوکي پرې لري ليکي چي
۱) فريادي صاحب چي د غاښونو په شمېرلو پسې خُلې ته ننوتی دی خو دباندي ئې دوه يا بلکې درې اندامه له شمېرلو هېر کړي دي. دا رنګه د نر او ښځي وجود د جزياتو جلا جلا حساب جوړېږي خو فريادي صاحب واضح کړی نۀ دی.
۲) فريادي صاحب چي غاښونه حسابي، د غاښونو په بنياد ئې د بالغ حساب جلا او د نا بالغ حساب جلا معلوم کړ. مګر د پيو خور ماشوم او دا رنګه د دريو کالو، پنځو ښپږو او اووه کالو د ماشومانو حساب ئې واضح نۀ کړ.
۳) که فريادي صاحب دننه اندامونه لکه غاښونه هم جلا جلا حسابي نو بايد د خُلې نور هم د خيټي په خوا دننه شي او د اندروني اندامونو حساب هم راوباسي.
۴) که غاښونه په شمېرلو ارزي نو بيا بايد د بدن هر وېښته هم جلا جلا حساب شي.
نو ملګرې! ځکه وايم چي که تۀ د لنډي قصې پنځه جزيات اورېدل نۀ زغمې او د کتابونو حوالې ضروري ګڼې نو بيا د لنډي قصې جزيات هم څه دا رنګه راځي.