ممتاز علي خان خټک

ما خو زړۀ کښي وې چي که دا مسئله صرف ما سره ده چي نۀ په ډاډه زړۀ کورته کتاب وړلائ شم او نۀ ئې  په څرګنده لوستلائ شم خو په هغه ورځ مي زړۀ ښۀ شو او لږه تسلي مي اوشوه. چي شکر دی دا قدغن صرف په مانۀ دی زما نور اديبان، شاعران، ليکوالان او د کتاب شوقيان ملګري هم دغه مشکل سره مخ دي، چي کله مي مجله "ليکني" کښي د ګل محمدبېتاب سفر نامه د قيصه خوانۍ نه تر خېبر بازاره" ولوستله هغه ليکلي ؤ. چي يوه ورځ موږ يو څو تنه ليکوال ملګري ناست وو، هر يوه دا خبره کوله چي موږ کله نومي کتاب يا کتابونه کورته يو سو نو د کور والا ؤ رويه مو څۀ وي او  هغوئ  څنګه تبصره پرې کوي. هر چا خپله خپله خبره وکړه د هر چا خبري نه دا معلومېده چي کتاب د چا د کور وداني ته هم ښۀ نۀ لګي. ستر ليکوال حبيب الله رفيع صاحب خو داسي ووئيل چي زۀ کله کتاب کورته يو سم نو کور ودانه مي راته وائي   چي بيا دي راته نوې بن کورته راوسته. کله چي راته د نورو ليکوالانو دغه راز پته ولګېده نو پوهه شوم چي کتاب سره د کور وداني نۀ لګېدل صرف زما مسئله  نۀ ده دا د ټولو ليکوالانو اجتماعي مسئله ده. هر څوک دې کشالې سره مخ دی چي کور والا ؤ باندي کتاب ښه نۀ لګي، خو څوک حال نۀ وائي. زما ځاني تعلق يوې کلي والي علاقې کښي زمينداري کورنۍ سره دی. يعني کرکېلا مي ابائي پېشه ده. د بده ساعته ليک لوست هم خوند راکوي. کتاب سره مي هم مينه ده خو دا مينه ماته هغه وخت ډېره ګرانه پرېوزي چي زۀ کله نوی کتاب واخلم او کورته يوسم يا کور کښي بل کتاب راواخلم او لوست ئې  شروع کړم. يوه ورځ مي کتاب  را اخستی ؤ په برنډه کښي ورته ناست وم چي زموږ ګاونډۍ خيال مرجانه راغله، زما ورته پام ؤ، خو په کتاب مشغول وم. ځان مي ورته بې پامه کړو. زما کوروداني سره جوخته کېنسته، ماته ئې  پام شو. کوروداني ته مي وائي. لېور خو مي کتاب ګوري لګيا دی. کور ودانه مي ورته په جواب کښي وائي   هو خوري! دۀ بل څه کار کسب نشته هر وخت ئې  کتاب ميرات مړی را اخستی وي. نۀ پوهېږم چي څۀ ئې  پکښي ليدلي دي. بيا مي کتو چي دواړي ماته ګوري هم. او خاندي هم. زۀ پوهه شوم چي زما کتاب لوستل ورته څه ناديده غوندي کار ليدۀ شي ځکه لګيا دي ما پوري خاندي.

داسي ډېري موقعې راغلي دي چي زما کور وداني کله زۀ په کتاب مشغول ليدلی يم. نو هغې ته به دا يو ډېر فضول کار ليدلی شو. هغې ته به سمدستي څه کار راياد شو. ماته به حکم اوکړو. دا کتابونه متابونه دي بند کړه. هغه فلانی کار اوکړه. مثال به داسي در کړم چي يوه ورځ مي کتاب را اخستی ؤ، دوې پاڼي مي سمي نۀ وې لوستلي چي کوروداني راته پام شو سړيه! بيا دي فضول کار شروع کړی دی. دا پرېږده پټي ته لاړ شه باجرې پخې دي، چارچنې به ټول وېږي ورنه تش کړې، هلته نارې مارې اووهه چي مرغۍ اوشړې. ما به ورته اووې چي زما خو غاړه ناسته ده نارې نۀ شم وهلی. که نارې نۀ شې وهلی که دا مغژي (موګي) کښي مچوغنه رويړ رنده ده دا درسره يوسه په دې کاڼي ماڼي اووله، پخپله به لاړي شي. بيا به ما کتاب بند کړو. مچوغنه به مي راواخسته پټي ته به لاړم د ښځي خبره به رښتيا وه مرغۍ به واقعي په وېږو راپنډي وې ما به اول اوچتي اوچتي نارې ووهلې. هوا، هوا، هوا، لوګي شی ورکي شی، پرتي شی، خو مرغيو به زما په اوازونو هيڅ پروا نۀ کوله. بيا به ماته ډېر قار راغلو. مچوغي ته به کاڼي ور واچولو په چارچڼو به مي ګذارونه شروع کړو چارچڼي ډېري بې شرمي دي لا به وي. خو ساعت پس به بيا راغلې زما ډيوټي به بيا شروع شوه، بيا بيا نارې به مي وهلې، لګا تار به مي د کاڼو ګذارونه کولو، مرغۍ ځه، او بيا راځه، زۀ به ئې  ښه ستړی کړم کورته به راغلم. "چارچڼي دي اوشړلې؟" راتلو سره سم دم به کور وداني رانه پوښتنه اوکړه. "هو اومي شړلې". زما به ځواب ؤ. لږ ساعت به ورته نور هم ايسار شوی وې کنه. هغه خو به بيا راشي. ماته به په دې خبره غصه راغله زۀ اوس پټي کښي ورته دېره شوې خو نۀ وې، ما به کتاب راواخستو هغې به راته پام شو هن! دغه ته دي بيړه وه کنه، ځکه دومره زر راغلې، په دې خبره به زۀ په زړۀ زړۀ کښي اوسېدم خو چپ به پاتي شوم. 

بله ورځ به ئې  چي بيا په کتاب اوليدم راته به ئې  اووې، نن دي بيا زړۀ صبر نۀ شو، بيا دي راخستی، وې په دې غوا خو دي زړۀ نه سوځي چي کور کښي نهاره ولاړه ده. لږه ئې  پټي ته بوځه چي اوڅري، شودې،مستې خو ئې  خوند درکوي. ما به چي دومره ډېري خبري واورېدې کتاب به مي بند کړو د ناکامه به مي غوا د مغژي (موګي) نه راخلاصه کړه. پټي ته به مي بوتله. غوا به پټي کښي ښۀ ماړه شوه چي څه وخت به مي کورته راوسته ما به زړۀ کښي وې چي کورودانه به مي نن رانه خوشحاله شي شاباسی به راکړي، خو هغې به راته داسي اووې. تا به بيا کتاب په زړۀ کښي غړېدو ځکه دي دومره زر راوسته، که لږه دي نوره ايساره کړې وائ  ښۀ به ماړه شوې وائ. داسي نوري دوې موقعې راغلي دي چي کله به هغې زما په لاس کښي کتاب اوليدو داسي به پر لګېدو. لکه چي يوې ښځي ته خپله بن ښه نۀ لګي. بل طرف ته کتاب زما يوه داسي نشه جوړه شوې وه، چي په هيڅ توک ورنه منع کېدی نۀ شوه. خو اوس به مي کوشش دا کولو چي داسي وخت کښي ئې  اوګورم چي هغه به يا خوبولي وي يا به چرته غم ښادۍ کښي چا کره لاړه وي. د کتاب نشه مي ورو ورو زياتېده، اوس خو مي د يوه کتاب په ليک هم لاس پوري کړی ؤ. اګر چي ښه راته پته ده چي زموږ په معاشره کښي د کتاب هيڅ قدر نشته خو بيا مي هم زړۀ صبر نشو. يو کتاب مي چاپ کړو ډېر کتابونه خو مي ښار کښي د کتابونو په لويو دکانونو کښي خرڅ دپاره کېښو يو بنډل مي د ځان سره راواخستو چي يارانو دوستانو ته به ډالۍ کړم.  هغوئ  به خوشحال هم شي. او دلته به هم ورته اولګي چي زۀ اوس صاحب کتاب هم شوم. کتابونو بنډل مي ګاډۍ کښي خپل مخ ته ايښی ؤ، کله کله به مي ورنه يو کتاب راواخستو پاڼي به مي اړولې را اړولې چي چاته ورته پام شي ګاډۍ کښي ګڼ خلګ ناست وو، څومره خُلې هغومره خبري. په مختلفو موضوعاتو خلګو خبري کولې. چا په سياست خبري کولې، چا په معيشت خبري کولې، چا په موسم خبري کولې، چا په چائنا پاکستان راهداري خبري کولې. چي چېرته به جوړېږي ځيني ځيني کسان په خپلو موبائلو چا سره لګيا وو، چا به سګريټ لګولی ؤ، چا به نسوار خپلي شونډي نه رابهر کړو کړکۍ نه به ئې  بهر اوغورځولو، خو نۀ چا په کتاب څه خبره کوله او نۀ زما کتابونو ته چا څۀ پام کولو. ما کله يو کتاب بنډل نه راخستی لاس کښي اړولی راوړلی، کله بل کتاب رابرسېره کړی، د هغه پاڼي په دې خيال اړولې راوړلې چي چا خو ورته پام شي. او په کتاب هم څوک څۀ خبري اوکړي.

اخير ما سره سيټ کښي ناست يوه سړي زما کتابونو بنډل ته پام شو. مانه ئې  پوښتنه اوکړه. کاکا! تۀ دکاندار ئې؟ نا . ولي دکاندار درته ښکارم که؟ ما په جواب کښي ورته ووئيل. هسي دا دومره ډېر کتابونه دي اخستي دي. ما وئيل چي د کتابونو دکان به دي وي، خرڅون دپاره به دي اخستي وي. زۀ د هغه په خبري موسکی غوندي شوم، چي دکاندار نه ئې  بيا دي دومره ډېر کتابونه څه له اخستو. يو کتاب به دي اخستلی وي لوستلو دپاره خو دي يو هم ډېر وو. ما ورته ووئيل. چي دا کتابونه چي اخستي نۀ دي دا مي خپل کتاب کړو. دا هغه کتابونه دي چي کتاب دي چاپ کړو. اوس به څۀ پرې کوې؟ سړي رانه په تجسس کښي پوښتني شروع کړې. ورته مي ووئيل، چي کټ کټ په خندا شو دا ماګله د کتاب هم شوق وي که؟ شوق دپاره خو سړی چېرته بټيران اوساتي چېرته څخځري يا زرکان اوساتي چېرته ښۀ غوندي سپي اوساتي موږ خو دا دو شيانو شوق نه اورېدلي وو د کتاب شوق نه مو کله نۀ ؤ اورېدلي. خو دا راته اووايه چي د شوق نه علاوه ئې  څۀ بلا فائده هم شته؟ هغه سړي ما نه باقاعده انټرويو شروع کړه ما ورته ووئيل چي بلا فائده ئې  دا ده چي ډېر کتابونه مي ښار کښي د کتابونو په دکانونو کښي کېښوو. هغه به خرڅ شي پيسې به لاس ته راته شي دا کوم کتابونه مي چي ځان سره راخستي دي دا به يارانو دوستانو ته ډالۍ کړم.  هغوئ  به ورته خوشحال شي. هغه سړي لږ سنجيده شو بيا ئې  راته ئې  ووئيل ماما! دا کوم کتابونه دي چي دکانانو کښي کېښو چي خرڅ به شي. هغو نه بې غمه شه چي خرڅېږي به. کتابونه نن سبا څوک نۀ اخلي که نسوار دي اخستلي وي خرڅ شوي به وي. که ګاجري مولۍ دي اخستلي وي خرڅ شوي به وي. پاتي شوه دا خبره چي يار دوست ته به ئې  ډالۍ ورکړې، يار دوست ته چي مفت ورکوې ورنه په ښې طبع به ئې  واخلي، ستا شکريه به هم ادا کړي، خو ګوره لولي به هغه هم نۀ. چېرته المارۍ کښي به ئې  کېږدي. د دا سړي خبري خو په ما ښې اونۀ لګېدې چي کتاب دومره سپک ګڼي خو څه چي ورته وئيلي وي يو شپږ مياشتو پس مي ښار ته چکر اولګولو چي پته اوکړم چي زما کتابونه خرڅ دي که نۀ. هر يو دکاندار راته ووئيل صاحب! کتابونه دي يو هم نۀ دی خرڅ. څوک ئې  هډو تپوس نۀ کوي. بيا به ئې  ورپسې زياته کړه داسي اوکړه چي تۀ کتابونه درسره يو سه دلته ئې  ماته دکان کښي ځائ تنګ کړی ده او چي کله به مي هغه يارانو دوستانو نه تپوس اوکړو چاته مي ما ډالۍ کړي وو چي يار زما کتاب دي خوښ شو؟ نو هر يو به راته اوخندېدو ياره! موقع راته نۀ ده ملاؤ شوې. لا خومي نۀ ده لوستلی ماته په ګاډۍ کښي سفر کوونکي سړي خبري رايادي شوې بلکې دا ګمان چي راغلو چي هغه څوک هسي داسي سړی نۀ ؤ خامخا څوک بزرګ يا ولي ؤ، ولي چي هغه راته کومي خبري کړي وې هغه سل صحيح ثابتي شوي وې.

 

 

 

FaLang translation system by Faboba