مزاح

ډاکټر برکت شاه کاکړ

د دوبي ټکنده غرمه ده. تور خوارځواکي سړي له دروازې سر راښکاره کړ.  زړه توره قره قولۍ ئې پر سر، د بوسکۍ کالي ئې په غاړه ، لوئي بلوڅي څپلۍ ئې په پښو، په نيم زړۀ ئې د ادبي سرچينې د دفتر ور خلاص کړ او ورو ئې ږغ وکړ.  صاحبه ! ته وا ، دلکباب صاحب به نۀ وي؟؟.هيڅ ځواب ئې وا نۀ ورېد. په ماتو ګامو، ورو ورو  خونې ته ننوت. 

 هغه خونه چی ورته د يوې ادبي ټولني دفتر وئيل کېږی په اوږدوالۀ بېخې  اوږد دی خو پسور ئې  د بس يا مزدا څخه نۀ دی زيات. پرته له وره (دروازې) پر خونه بل هيڅ يو سوری نشته. په ميان کښي ئې يو کټ پروت دی چي تر سر ئې کوزه  او د هغه سره څنګ ته د نسوارو دبلی پروت دی. د خوني په يوه کونج کښي يو پنچر سائيکل ولاړ دی، د ټاير د ټوب يو څو ټکړې، د پنچر نيولو او جوړولو سامان، دانګېټۍ دوه زاړۀ  پايپونه،  او د هغۀ سره د خاورو  يو  اخور جوړ دی چي ښکاري يو وخت غسل خانه وه خو داوخت پکښي دوه خالي منګيان، يو څو ګټکې او ګرګي  پرتې دي. چېري چی پخوا د هوا خورۍ لپاره دربچه وه، اوس ورڅخه په خامو خښتو يوه طاخچه جوړه شوې ده. په طاخچه کښي يو څو زاړه کتابونه او ورسره په تورو چايو لړلي پيالې پرتې دي.  د پلاسټک په لوته کښي لوړه دګوړي يو څو خڅکي راټال دي او دهغه څخه لږ لوړ ترسوټي (چت) رالاندي دغالبوزو (لوغزو) ګربينی جوړ دی چي ورباندي ژړي غالبوزي په بې غمي بڼېږي.

مېلمه  ورو  ورو د خوني منځ ته راغلی،  د کټ د پښې سره هسکه غاړه ولاړه  کوزه ئې تر نظر شوه. سودا ئې شوه چي تنده ماته کړي. کوزه ئې  راواخيسته، شا و خوا ئې وکتل، بې واره ئې کوزه پر غاړ پورته کړه. دوه غوړپه ئې لا نۀ وو تر ستوني تېر کړي، چي اوبه ئې په ساه ووهلې . ټوخي شين کړی، تر ستر ګو او پزه ئې اوبه راغلې او څلور وستخه پر شا و پر زېدی.  

په دې محال کښي يو جګ توربخون سړی، پرنري مخ ئې لويه خوارځواکه ږيره، د پلني پوزي و دواړو خواو ته بې توقع لوئي توري رعبداره سترګي، چي له اودس کولو پس خالي بدنۍ(لوټه) په لاس کښي، لېڅي لندې خوني ته راغلی.  يو دم ئې دغه تږی شاعر له لانده  غولي راپورته کړ، د هغۀ سا چپه شوې وه. هغه ټوخي لا دوام درلود، ډېر وخت وروسته ئې سا سمه شوه. کالي ئې له خاورو وڅنډل. کوربه بې د څۀ  وئيلو اورېدلو ئې  دهغه توره کارکولۍ له غولي راپورته کړه ، پر ګونډه ئې دوه  واره کلکه اووهله او بيا ئې په ډېر ناز  مېلمه ته ونيوله ...  

دمېلمه ټول بدن رېږدېدی، خولې ئې پر بدن راماتي وې.کوربه کټ پورته کړ، چټائي  ئې په پټو  و ټکوله، دنسوارو دبلی ئې دمخ و جېب ته واچولی. چېري چی اوبه توی شوي وې له هغه ځايه ئې چټائي دخوني وبل کونج ته وڅکوله. ګول بالښت ئې کښېښود او بيا ئې په سترګو سترګو کښي ومېلمه ته د کښېنستلواشاره وکړه. نېغ ولاړی توره چاينکه ئې راډکه کړه د ګاسليټو پر لوغړن اسټوپ ئې کښي ښووله. نيت ئې وتړلی او دماپښين پر لمانځه ودرېدی. 

تر څۀ وخت چي کوربه له لمانځه څخه را خلاصېدی، مېلمه شاعر د واسکټ له جېبه يوه کوچنۍ هنداره  را وايستله. توتتوتوتو ..د هندارې مخ  ئې په لاړو لوند کړ او بيا ئې د لمني په چپه خوا کلکه پاکه کړه، نېغ ئې و مخته ونيوله. د کارکولۍ اوربوز ئې لږ غوندي تندي ته را کوږ کړ. له جېبه ئې مشدی دسمال را ويوست، کيڼ کولک چي په خاورو سپېره وو په دسمال سپا کړ. ببري  ورځي چي د يادي شوي پېښي په ترڅ کښي را ځوړندي شوي وې، بېرته پورته کړلې او احتراماً چپ چاپ، ځړيدلی سر د تشهد په انداز کښي کښېنستی.        

څنګه راغلی ئې؟؟، نا ګهانه د کوربه  کړکداره ږغ د دوبي د غرمې سکوت مات کړ. هغه لمونځ  لوستی ؤ، د چټائي مصله ئې په دېوال را ټال کړه، چاينکه ئې راوړه ، دوې پيالې ئې ورڅخه ډکي کړې او بيا ئې ورته غوږ و نيو. 

صاحبه ! دلکباب صاحب به چېري و ميندم ؟ .مېلمه په ډېره عاجزۍ ګوياند شو. هغه ځوړند سر  د سترګو تر کونجو کتل. 

کوربه له جېبه د نسوارو دبلی راوکيښ ، د دبلي هنداره ئې په ګوته وټکوله، سر ئې ور خلاص کړ، دوه  سوغه  ئې پر ورغوي واچول او بيا ئې خُله وازه کړه اوتر ژبه لاندي ئې دنسوارو ذخيره خوندي کړه. . له توقفه وروسته ئې ووئيل.... ام م ممم جيلکباب دي څۀ کاوۀ؟ 

 زما صاحبه!  ګل ماد بڅرکي صاحب را استولی يم،  غزل مي راوړې ده،  د اصلاح دپاره.

  راغلي شاعر د آخري جملې سره خپلي سترګي ټيټي کړې او ورو له ځانه سره و  مسېدی. دسمال ئې لکه  زوم په شرمېدونکي انداز ئې پر پوزه و نيوی او له ځانه سره  ورو  ورو مسېدی. 

''بس نو که لائق وو نو اورې بې!''  له دې سره د کوربه شاعر پر پنډو شونډو د رياکارۍ تبسم خپور شو. 

مېلمه شاعر په يوه ټوپ له ځايه پورته شو. 

باداره ، نو اول به دي راته وئيل زما خيال شو چي تۀ دلته د ادبي کوټې منشي ميشي ئې. بيا ئې د دلکباب لاس ټينګ کړ او نور ور نزدې شو . دلکباب صاحب  خدائ به کوي تۀ به کوې، ما په خپله شاګردۍ کښي قبول کړه  نور مي نو هيڅ ارمان پر دې نابوده دنيا نشته.

امم  شاګردي څۀ آسانه کار خو نۀ ده،  او زۀ هر غوږ په ځان نۀ پسې کوم خو تۀ له چال چلن، زوق وشوق،  څخه راته اديب  ښکارې! دلکباب صاحب چي دا مهال پر کټ نيم دراز پر اړخ پروت وو، په يوۀ لاس کښي د شنو چايو پياله په بل کښي ئې د نسوارو دبلی سره اړوی، سترګي پر مېلمه شاعرپر مخ ښخي کړي وې. بيا ئې په رمز کښي پوښتنه و رڅخه وکړه .

نوم دي څه دی، منقوط تخلص دي څۀ دی، غېر منقوط تخلص لرې که بس په دغه يوه دي ګزاره ده؟ 

مېلمه شاعر سر زړولی مځکه ګروهي!!په نيمه خُله ګويان شو.  صاحبه نوم مي ښادمحمد، په ساده مسما يم، قلمي نوم مي ښادوخان د زمرۍ زوئ دی. په يخ کښي په زاړه بازار کښي د کولچوپه  دکان کښي مزدوري کوم او په ګرميو کښي د شير يخ رېړهۍ چلوم، د سائيکل پنچري هم نيولی شم، زين هم ور ټينګولی شم، له دې سره ئې سم په کونج کښي ولاړ د دلکباب صاحب و سائيکل ته په مسيحائي نظر وکتل او ومسېدی.  

دلکباب صاحب ته ئې لکه چي ډېر خوند ور نۀ کړ. د خبرو په ميان کښي پر ږغ کړ. تخلص دي يوار بيا را وښيه !

صاحبه ساده خان د زمرۍ زوئ ! 

د زمرۍ زوئ! دلکباب صاحب دوه واره تکرار کړ .ساده خان د زمرۍ زوئ. بيا ئې دوه ځله ئې پر ګوتو حساب و کړ . د زمرۍ زوۍ پر دوو تلو غلی ناست په ډېره حېراني و دلکباب صاحب ته ګوري. هغه ته لکه هغه مداري و رياد شو چي د نامه پوښتلو وروسته د قسمت حال بيانوي. ساده خان ناڅاپه ورباندي  ږغ کړ. د ادې نوم مي در وښيم؟ 

نه نه ... دلکباب صاحب په رعبداره انداز خپلي سترګي د زمرۍ پر زوئ مرکوزه کړلې هغۀ ژر سر کوز کړ او  پټه خُله شو.   

هلکه ته و ګوره دغه منقوط تخلص دی که غېر منقوط؟ استاد دلکباب صاحب پوښتنه و رڅخه و کړه. 

ساده خان له ځانه سره پر ګوتو هم هغه کلمه درې واره  تکرار کړه  بيا ئې  ور ته ووئيل؛

 استاد  دا خو منتوق دی!

هو  هو ډېر ښه زما هم داغه خيال دی. تخلص دي بد نۀ دی. که د ي چېري شاعري بوږ و نيولی او د ښار په کوڅوکښې دي نوم پېدا کړی نو دغه تخلص چي خُلې ئې و وهي پخپله ځان سموي. البت  خو په غزل کښي ئې څه ډول تړې دا پر خپل ځائ يوه بېله ستونزه ده.  ولي چي غزل لکه کبرجنه انجلۍ داسي شوخه او  شنګه وي.  د سينې او نيت له خوا هم  تنګه نازک  صنف وي. دلکباب صاحب داسي به سم دم په چورت کښي شو، لکه چي واقعي د دغه نومولود شاعر په ادبي مستقبل چي ډېره خواشينی وي. بيا يو دم په کټ کښي سم دم کښېنستی.  ښه  د زمرۍ  زو  دا راته  ووايه چي څۀ غزل يا نظم يو شی دی راوړی دی که هسې خالي لاس راغلی ئې؟.  

مېلمه شاعر  چي په کيڼ لاس کښي خپل پټو نېولی ؤ، په ښي لاس خپله کارکولۍ سمه کړه،ولاړ شو،  دسدرۍ (واسکټ) له جېبه ئې د کېپسټن سګرېټ جېب وهلی زوړ کاغذ را ويوست.  غاړي ئې تازه کړې، ستونی ئې پاک کړ اوغوږ لره ئې ګوته وروړه.استاذ  دلکباب باندي ږغ کړ  نه نه نه !  لاليه په وزم نۀ ،په ناستي او  دغسی ئې راته ووايه ! 

ساده خان د غزلي په وئيلو پېل وکړ. 

ستا د شونډو پر پېزوان مي زړګی ټال دی

  راته ګوره پر ما هسي جوړ جنجال دی!

ا مم ...استاذ  دلکباب پر اړخ پروت، يوه سترګه پټه کړه ، سر ئې و ښوراوۀ، يوار ئې بيا ووايه او لږ داسي سوکه چي د شعر يوه کړۍ ختمه شي لږ توقف کوه،  ګوره داسي ! استاذ دلکباب په کټ کښي را کښېناست.ما مرئی کړه!   لکه بس ! يا مازدا  چي يو سواري کښته کړي نو ورو شي يا ودرېږي د هغه پس بيا  ورو ورو  روانېږي. د غزلي شاعر بايد د تازيل من ډلېور (ډرايور) غوندي د  شعر پښې د بس تر پېچو ور لاندي نۀ کړي. ګنې نو ډلېور خو به په تاڼه کښي وي او شاعر به په کوڅو کښي په پټ مخ ګرځي.  ...  اوس ئې سم  ووايه 

ستا د شونډو پر پېزوان مي زړګی ټال دی

راته ګوره پر ما هسي جوړ جنجال دی

 

دا وار ساده خان په ښه توګه ادائيګي و کړه.

دلکباب صاحب !! لږ توقف و کړ .. خپله د تشهد ګوته ئې پر پنډو شوڼدو کښېښوده! يوه سترګه ئې پټه کړه. بيا ئې  يو دم پوښتنه ور څخه وکړه. 

 هلکه دا مځکه دي خپله ده؟ ماته داسي د اخندزاده بديع الدين بېواني د مځکي بوئ ځيني راځي، ګوره که دي دغه مځکه د هغه د ديوان څخه راخيستې ده نو اوس لا راته ووايه ګنې که هغه خبر شو او په دې چي ستا د غزلي اصلاح د هغۀ اذلي دښمن دلکباب کړې ده نو و منه چي،د  زور ئې نۀ يم، لکه بېلتون ننواتي هغه مني نۀ،  نو له دې ښاره به بې له کډي بله چاره و نۀ موندم.

مېلمه شاعرته لکه چي پر خپلو غوږو باور نۀ ورتلی. صاحبه دا تۀ څۀ وائې، ولي دي راباندي د غلۀ شک شوی دی، اوس خو دي لا راته ښه ډاډ را کاوه او بيا خو نو مځکه د غلا شی ده هم نۀ! زما د چا په مځکو څۀ اړه شي. زۀ خدائ پر خپله مځکه آباد کړی يم پدري مځکي لرو شکر دی.

دلکباب صاحب خبره و زړۀ ته ولوېده ! !  ښه ښه يوار ئې بيا ووايه 

ساده خان د غزل مطلع بيا ووئيله:

ستا د شونډو پر پېزوان مي زړګی ټال دی

راته ګوره پر ما هسي جوړ جنجال دی

 

معلم صاحب له کټه را کښته شو. او په خونه کښي ئې د غزلي د دغه شعر تکرار څو واره وکړی. ښه! ښه! شعر بد نۀ دی!!  خو داسي  لږ راته بې مالګي غوندي ښکاري. په دې شعر کښي د صنايع او بدايع سخته کمبوت دی، که دي چېري پکښي د مجاذ مرسل يا مرات النظير ترکيب تړلی وائ نو بيا خبره پر مخ تله، خو في الحال به موږ داسي وکړو يو څۀ لاسي کاروائي  به ورسره وکړو. خو تۀ د غزلي نور شعرونه ووايه بيا به ديوۀ يوۀ شعر اسکينده  وکړو.    

ساده خان له ځانه سره مسکی شو، لکه چی پر خپلو غوږو يقين نۀ ورتلی په ډېر ډاډه  زړه ئې د غزلي دوهم بيت په  وړاندي کولو خُله پوري کړه. 

ستا خولګۍ هسي نبات دی که شکري

ستا په هجر کښي مي زړۀ لکه مشال دی 

دلکباب صاب پر تندي د تشويش او تفکر ګونځي لکه د بډۍ ټال را څرګندي شوې.ګوتي به ئې سره وښورولې.  ټال، مشال، جنجال ،،، ام اممممم  شعر بد نۀ دی! مخ ته ځه. ښۀ روان ئې!

ساده  خان لکه چي ساه ئې خلاصه شوه ! ګويان شو، صاحبه  وروستی  بيت درته اوروم!

 

چي تۀ ناست ئې ټوله ورځ مي ښه شي تېره

چي  تۀ نۀ ئې يو ساعت راته لوئ کال دی

 

ښه ښه اوس نو راشه چي ګز پر کښېږدو. اول خو په دې غزله کښي ترنم او تغزل بېخي نشته. سېلابونه ئې هم کم دي. چي څوک ئې وائي خُله نۀ په ډکېږي، نو تا ته ښۀ در معلومه ده چي د غزلي ملا دمخملو جوړه وي. نو په دې کښي خو د ګل کارۍ ضرورت دی، هنر مندي ډېره در څخه غواړي.  اول به داسي وکړو چي د سېلابو پر کشاله به ئې کار وکړو.

 د لکباب صاحب د صدرۍ له جېبه پنسل را وکيښ. او بيا ئې پر ګوتو حساب و کړ !! سترګي پټي کړې لکه چي د شعر د غېبي شاپېرۍ څخه مرسته غواړي. ښّه ډېر ساعت وروسته هغه ناره کړه ! پېدا مي کړه پېدا مي کړه!!  واخله دا قلم ، وليکه!

د هر شعر د کړۍ ،روسته وليکه. ''وائ ، وائ''  

ساده  خان چی د قلم په کار کښي غښتلی ؤ  ژر ئې دغه ترميم پکښي اصلاح کړ. 

اوس يوار بيا غزل ووايه،  دلکباب صاحب  په شفيقانه ډول امر باندي وکړ.

ستا د شونډو پر پېزوان مي زړګی ټال دی  وائ وائ

راته ګوره پر ما هسي جوړ جنجال دی وائ وائ

ستا خولګۍ هسي نبات دی که شکري وائ وائ

ستا په هجر کښي مي زړۀ لکه مشال دی وائ وائ

چي تۀ ناست ئې ټوله ورځ مي ښه شي تېره وائ وائ

چي  تۀ نۀ ئې يو ساعت راته لوئ کال دی وائ وائ

 

اوس دي خوند په وکړ! اوس دي نوڅوک د موري زوئ ستا پر دې غزله د څه وئيلو جسارت وکړي. هاها  خو هغه د تخلص ستونزه لا اوس هم پکښي پاتي ده. دلکباب صاحب په برېتو کښي وخندل.

هغه يوار بيا په لړز اخته شو خو دا وار ئې ژر سکوت مات کړ. اوس داسي و کړه  دغه د شعر په آخري کړۍ کښي داسي وليکه !  

چي تۀ نۀ ئې د مزرۍ پر زوئ  يو ساعت هم کال دی وائ وائ ....

ها ها . اوبل دا چي  دغه وائ وائ  نۀ  وآی ،وآی! په ډکه خُله او واز کومی ئې وايه چي خُله ئې ووهي که يو دوه سېلابه پکښي کم وزيات وي هغه جول ئې هم وځي. دا شعر ګوئي داسي کار دی لکه ګوډی الوزول، ستا به ياد وي چي کله د ګوډی پر يوه خوا کوږ  وي نو بيا ئې موږ د مېزان برابرولو لپاره پر هغه بل غوږ يو شی ور وتړو. او که چېري ګوډی سپک وي او داسي شا وخوا سره څرخي لکه سپي چي لکۍ په خُله کښي نيولې وي نو بيا موږ په ګوډي باندي لکۍ پوري کړو. د لکۍ وروسته ګوډی سم دم داسي شريفه او بې زرره غوندي ښکاري او چي هر څومري مانجه پسي ايله کوې ګوډی دي پورته کېږي ها دا دی چي د لکۍ والا ګوډی نو بايد د چا سره  ونۀ جنګوې. 

ساده  خان د ټولي خبري ليکل غوښتې خو د سګرېټ د کاغذ تندی هم د غزلي د سينې غوندي تنګ ؤ ځکه نو بس هم هغه کاغذ د صدرۍ و جېب ته واچولی. 

دلکباب صاحب ئې لاس په لاس کښي و نيو او بيا ئې ورته ووئيل چي! بختوره !! په شاګردي کښي خو مي قبول کړې اوس به ښه همت کوې. خواري به باسې. ګوره د غزل لمن ډېره صفا وي،د لږ غوندي  تحريف سره سړی د خاورو شومه کړي، او دغزل پر مځکه چي څۀ وخت قدمونه ږدې نو ګوره په ډېر احتياط به باندي يون کوې. که پل صراط نۀ دی نو تر پل صراط کم هم نۀ دی. د سترګو حفاظت به کوې، په زړۀ کښي به نېک خيالونه راولې، شيطان مردود به له ځانه چغه کوې ولي چي شاعرۍته علما وادي پر خار يعني د اغزو ډکه وادي وائي. دلته چي مزل کوې نو پاسه به هم ګورې او کښته  پښو ته هم.  او بيا به د خيال پر نيلي د دې وادی پرخار مزل کوې. د لته به د ذات د تنهائۍ په توره بډه کښي د  خيال د شاپېرۍ اتنظار کوې او چي کله درباندي د خيال شاپېرۍمينه شوه، نو ومنه چي څوارلس تبخه دي روښانه شول. بيا به لکه لمر پاس به د خوشحال بابا او رحمان بابا غوندي د پښتو د شعر و ادب پر آسمانو بريخمين را زړېږې او موږ به دي له مځکي نندارې کوو، لائقه.    

د استاد دلکباب په آخري خبرو او په وړمبيو خبرو د ساده  خان ډېر سر نۀ شو خلاص،  د ماځيګر لمونځ پر قضاکېدو ؤ دواړو لمنځونه وکړل او بيا دواړه د استاد دلکباب پر تور سوراب بائيسکل د ښار و لورته ستانه  شول .   

 

FaLang translation system by Faboba