ليکوال: ډاکټر مبارک علي
ژباړه: بارکوال مياخېل
د کتابتونونو جوړښت د تمدن د پرمختګ ښکارندوي کوي، ځکه چي دا د ټولنيزو، سياسي، تاريخي او کلتوري معلوماتو خزانه ده، چي د کتابونو، اسنادو او ليکلو نسخو په بڼه خوندي ساتل کېږي. په هر تمدن کښي واکمنو، اشرافو او عالمانو په ډېر زيار ارزښتمني قلمي نسخې د دې د پاره را غونډي کړې، چي د تېر وخت علمي روايت خوندي او ژوندى وساتي. د کتابتون جوړولو دود د ژړو (Bronze ) د زمانې په تمدن کښي پېل شو، چي په لومړي ځل د خبرو ژبه د متن په بڼه وليکل شوه. د ليک له برکته شفاهي معلومات وليکل شول او د راتلونکو نسلونو د پاره خوندي کړائ شول. لرغونپوهانو لومړى لوئ کتابتون د آشوري باچا اشوربانيپال (ژ.٦٦٨- ٦٢٧ م.م) په ماڼۍ کښي کيندلى او موندلى دى، چي د ګلګمېش د داستان په شمول پر خاورينو تختو ليکلي دېرش زره کتابونه ئې لرل.
که څه هم يوې خواته کتابتونونه جوړېدل، چي علمي خزانه پکښي خوندي شي او ماضي له نن سره وتړل شي، خو بلي خواته فاتحينو، متعصبو مذهبيانو او د ځينو نظريو پيروانو کتابتونونه وسوځول. د کتابتونونو د سوځېدو تر شا انګېزه دا وه، چي فاتحينو غوښتل ماته خوړلي خلګ له پوهي بې برخي کړي، د دې د پاره چي تر خپل واک لاندي ئې راولي او د دوئ د سياسي بادارۍ په ضد هر ډول پاڅون ئې ور ختم کړي. مذهبي لېونو او متعصبينو چي پر بشپړ واقعيت ئې باور درلود، د نورو له عقايدو سره دښمني وپاللـه او په ډېري توندۍ سره ئې د خپل سيال مذهب هره نخښه له منځه يوړه. د يوې نظرئې پيروانو هم د چېلنجونو له ډاره د خپلي مخالفي نظرئې هره رېښه له بېخه و ايستله، ځکه نو په تاريخ کښي وينو، چي دغه عناصر کتابتونونه سوځوي او کتابونو، قلمي نسخو، اسنادو او پاڼو ته اور اچوي.
په تاريخ کښي دا شوي دي، چي کله کتابتونونه سوځول شوي دي، نو په نتيجه کښي ئې اغيزمني شوي ټولني هغه را غونډه کړې علمي خزانه بائيللې ده، چي پخوانيو نسلونو ورته پنځولې او پرېيښې وه. د اغيزمني ټولني خلګو ته کله- کله دا ناممکنه شوې ده، چي خپله بائيللې علمي خزانه بېرته لاس ته راوړي او کله- کله چي په ټولنه کښي به علمي تومنه او خوځښت ؤ، نو هڅه ئې کړې چي خپل بائيللى علم بېرته وپنځوي او له سره ئې وليکي او خپل علمي روايت بېرته را ژوندى کړي. په دې مقاله کښي به د هغو کتابتونونو تفصيل وړاندي کړو، چي د سياسي، مذهبي او نظرياتي علتونو په اساس اور ور اچول شوى دى او په نتيجه کښي ئې د نړۍ تمدن د بېلابېلو کلتورونو د ګډي پوهي د ورکاوي زښته لوئ تاوان وړى دى.
په لرغوني چين کښي د کنفيوشس (٥٥١- ٤٧٩م.م) فلسفي د مملکت په اداري چارو کښي ډېر ښه رول تر سره کړ. يو داسي وخت هم ؤ، چي "د سلو فلسفيانو زمانه" نومېدله او دا دود ؤ چي فلسفيان به له يوه هېواده بل هېواد ته تلل، واکمنو ته به ئې زدکړه ورکوله، چي څنګه حکومت وکړي او خپلي چاري څنګه تر سره کړي. واکمن به هم خپلو حکومتي چارو او خپلو ګومارليو مورخينو ته ډېر متوجه وو، چي د واکمنۍ حالات او پېښي ئې وليکي، چي په نتيجه کښي ئې چينائي تمدن پر سياسي، ټولنيزو، کلتوري او اقتصادي موضوعاتو ګڼ شمېر کتابونه توليد کړل. د دغو کتابونو لوستلو واکمنو او اشرافو ته لارښوونه وکړه، چي له خلګو سره څه ډول چلند وکړي او څنګه خپل حېثيت او واک ژوندى وساتي.
کله چي د چين شاهي کورنۍ واکمن چين شي هوانګ (٢٤٧- ٢٢٠م.م) د واک پر ګدۍ کښېنوست، نو کوشنيو دولتونو ته په ماتي ورکولو سره ئې چين د يوه استعماري ځواک په توګه متحد کړ. کله چي خپل دې هدف ته ورسېد، بيا ئې له خپل ځانګړي سلاکار سره پرېکړه وکړه، چي د هغو دولتونو د تاريخ او ادب د رېښو په له منځه وړلو پېل وکړي، چي له دوئ ئې ماته خوړلې وه او دا کار ئې د دې لپاره کاوه، چي د هغوئ اصلي پېژندنه او هويت ختم کړي او د چين د شاهي کورنۍ برخه ئې کړي، ځکه نو حکومت يو شاهي فرمان خپور کړ او خلکو ته ئې خبرداري ورکړه، چي خپل ټول کتابونه او قلمي نسخې ور وسپاري، که چا له دې فرمانه سرغړونه وکړه، نو د مرګ سزا به ورکړل شي. کله چي کتابونه را غونډ کړل شول، د حکومت خلګو د هر کتاب دوې- دوې دانې د شاهي کتابتون لپاره وساتل او د کرهني، درملو، ځنګلپوهني او ستورپوهني په اړه کتابونه هم ځني جلا کړائ شول، پاته نور ټول کتابونه وسوځول شول او ايره شول. د واکمن چين شي هوانګ ځانګړي سلاکار لي سي (٢٨٠- ٢٠٨م.م) د کتابونو سوځول توجيه کړل او وئې وئيل، چي دا کتابونه د چين شاهي کورنۍ لپاره تاواني وو، په ځانګړي توګه تاريخي کتابونه چي د ماضي په اړه معلومات پکښي شامل وو او د چين د شاهي کورنۍ له واکمنۍ سره په ټکر کښي وو او د دوئ په مخ کښي خنډ کېدائ شوائ، نو دا ضروري وه چي داسي کتابونه بايد له منځه يووړل شي او د متحد چين جوړېدو ته لاره هواره شي، دا کار به د خلګو د سيمه ايزي وفادارۍ او پېژندني تر ورکولو وروسته هغوئ په سياسي او کلتوري لحاظ سره يو کړي.
د سکندرئې کتابتون دويم بطليموس فيلادلفوس (٢٨٣- ٢٤٦م.م) جوړ کړى ؤ، چي ډېري نايابه قلمي نسخې او کتابونه ئې- چي هر ځائ ئې موندل- پکښي را غونډ کړي وو، دا کتابونه ئې په يوه پراخه ودانۍ کښي ساتل، د کتابونو لپاره ئې ښې پراخي تاخچې لرلې، چي عالمان او لوستونکي ګټه ورنه واخلي. اکثر کتابونه د پاپيروس پر کاغذي پاڼو په لاس کښل شوي او د څېړونکيو د استفادې لپاره ساتل شوي وو. د دې کتابتون کتابپال يو نوميالى فلسفي او پر کتاب مين کس ؤ. کله چي رومي امپراتور جوليس سيزار (١٠٠- ٤٤م.م) پر سکندريه يرغل وکړ، نو د اور له امله دې کتابتون ته برسېرن زيان ورسېد او وروسته ئې تاوان بېرته جبران شو.
په دويم ځل متعصبو عيسويانو کتابتون وروسته له هغه وسوځاوه، چي له مسيحي عقيدې سره په ټکر کښي د غيرمسيحي فلسفې او علم کتابونه او قلمي نسخې ئې پکښي وموندل. د مذهبي افراطيانو هجوم نۀ يوازي کتابتون ته اور واچاوه، بلکې يونانۍ کتابپاله هيپاشيه Hypatia (٣٧٠- ٤١٥م)- چي د نوافلاطونۍ فلسفې وروستۍ ستره غيرمسيحي فلسفۍ وه- ئې هم په ډبرو و وژله. دوئ نۀ يوازي هغه و وژله، بلکې د خپل مذهبي غيرت د سړولو لپاره ئې د هغې جسد هم په اور وسوځاوه.
ځينو مورخينو پر عربو يرغلګرو هم تور پوري کړى، چي وائي په ٦٤٠م کال د مصر د نيولو په وخت همدوئ د هغه ځائ د کتابتون د سوځېدو سبب شول، خو په دې اړه کافي او کره شواهد نه شته. دا يوه غميزه ده چي نړۍ- تر مسيحي فلسفيانو او پوهانو وړاندي تخليق شوې- د پېړيو ګډه او را غونډه کړل شوې علمي پانګه وبائيلله. مذهبي متعصبينو هيڅ داسي نظريه او فکر نۀ شو زغملائ، چي د دوى د عقيدې ريښتينوالى او باور پکښي تر پوښتني لاندي راغلى وائ، ځکه ئې دغه کتابونه وسوځول. له دې څرګندېږي چي مذهبي افراطيت څنګه په بشپړه توګه ټولنه په تيارۀ کښي ساتل غواړي او نۀ ئې پرېږدي چي له متبادل واقعيته خبر شي.
د مذهبي تعصب شومه شوى بل کتابتون د نالندا پوهنتون کتابتون ؤ. دغه پوهنتون د ګوپتا کورنۍ (٣٢٠م) د واکمنۍ په زمانه کښي د هند د ختيځ ايالت بيهار په راجګړ ښار کښي جوړ شوى ؤ. دا د بودائي دين د زدکړو او علم مرکز ؤ، ځکه له هند او چينه زيات شمېر زده کوونکي ورته را مات شول. وئيل کېږي چي کابو لس زره زده کوونکي په دې پوهنتون کښي د بودائي دين او فلسفې د زدکړي لپاره شامل شول. د پوهنتون د کتابتون ودانۍ درې برخي لرلې، چي د "دهرم ګنج" (د علم پانګه) په نامه مشهور ؤ. د محمد غوري له غلامانو څخه بختيارالدين خلجي چي په ١١٩٣م کال پر بنګال يرغل کاوه، نو پوهنتون او کتابتون دواړه ئې وسوځول او تباه ئې کړل. وئيل کېږي چي دغه اور څو مياشتي لګېدلى ؤ، چي د پوهنتون ودانۍ او کتابونه ټول په بشپړه توګه پکښي وسوځېدل. نتيجه دا شوه چي نايابه علمي خزانه او د پوهنتون وجود پکښي له منځه ولاړل، د علم تږي ئې د زدکړي او څېړني له مرکزه بې برخي کړل. د هند حکومت په دې وروستيو کښي هلي ځلي پېل کړي، چي نالندا پوهنتون بېرته و رغوي او د هغه بائيللى برم بېرته را ژوندى کړي.
په نورو کتابتونونو کښي چي يا چپاولګرو، مذهبي متعصبينو يا فاتحينو سوځولي دي- يو له هغو څخه فاطمي خليفه، الحاکم (٩٩٦- ١٠٢١م) جوړ کړى ؤ، دۀ له ټولي اسلامي نړۍ څخه ډېري نايابه قلمي نسخې را ټولي کړې او د علم د مينانو لپاره ئې د زدکړي مرکز جوړ کړ. په ١٠٦٨م کال کښي کله چي فاطمي خلافت مخ پر ځوړ (زوال) شو او حکومت خپلو مامورينو ته په تنخا ورکولو کښي ناکامه شو، نو مرورو او قهرجنو خلګو د کتابتون په شمول پر حکومتي ودانيو هجوم ورووړ او لوټ ئې کړل. د بربرو د قبيلې خلګو چي کله د دې کتابتون کتابونه لوټ کړل، نو په دې نيت- چي ګوا کفري ادبيات دي- وئې سوځول او په ايرو ئې بدل کړل، حتٰى نن هم هغه ځائ- چي دغه کتابونه پکښي سوځول شوي وو- د «طلال الکتب» يا «د کتابونو تپه» په نامه مشهور دى.
کله چي صليبيانو په يوولسمه ميلادي پېړۍ کښي د يروشلم (بيت المقدس) د بېرته نيولو لپاره پر منځني ختيځ يرغل وکړ، نۀ يوازي ئې د نيول شويو ښارونو خلګ په ډله ايزه توګه ووژل، بلکې په لبنان کښي ئې د طرابلس کتابتون هم وسوځاوه.
مغولي يرغلګرو په ديارلسمه ميلادي پېړۍ کښي د منځنۍ اسيا او منځني ختيځ ښارونه ويجاړ کړل. هلاکو خان (١٢١٨- ١٢٦٥م) لومړى د بخارا ښار او په هغه کښي موجود کتابتونونه په بشپړه توګه ويجاړ کړل، بيا ئې د اسماعيليانو پر «الَموت کلا» بريد وکړ، چي يو ډېر ښه کتابتون ئې درلود او د دې کتابتون کتابپال يو اسماعيلي امام ؤ. تاريخ ليکونکي عطا ملک جويني (١٢٢٦- ١٢٨٣م)- چي د هلاکو خان ملګرى ؤ- پخپل تاريخ «جهانګشاى» کښي د مغولي پوځ له خوا د ورانيو ذکر کړى دى. دۀ د کتابتون تر سوځول کېدو مخکښي د هلاکوخان په اجازه څو کتابونه د خپلي مطالعې لپاره را اخستي وو. تر بخارا وروسته ئې په ١٢٥٨م کال پر بغداد يرغل وکړ او هلته ئې د عباسي خليفه اتم «المعتصم بالله» تر وژلو وروسته د ښار لوئ کتابتون «بيت الحکمت» يا «د فلسفې کور» وسوځاوه، چي زرګونه کتابونه او قلمي نسخې پکښي پرتې وې. سوځېدلي کتابونه وروسته د دجلې سيند ته وغورځول شول، چي اوبه ئې د قلمي نسخو په رنګ (سياهۍ) توري شوې. د بخارا د «الَموت کلا» او د بغداد د «بيت الحکمت» د کتابتونونو ويجاړېدل يو نۀ را ګرځېدونکى زيان ؤ او اسلامي نړۍ د خپلو تېرو نسلونو له پېړيو- پېړيو پخواني علمي ميراثه بې برخي شوه.
په ١٤٩٢م کال کښي چي عيسويانو تر يرغل وروسته د اندلس ښار ونيو، يهوديان او مسلمانان ئې له هسپانيې وايستل، نو هڅي ئې پېل کړې چي ټول هسپانويان عيسويان کړي او د مسلمانانو د شتون يوه نخښه هم پرې نۀ ږدي. د کليسا چارواکيو ټول عربي کتابونه را غونډ کړل او د ښار پر څلورلارو ئې وسوځول. هغه مسلمان اندلس- چي د خپلي واکمنۍ په مهال د اروپا د روشنفکرۍ سرچينه شو- د خپل علمي ميراث تر بائيللو وروسته تيارو ته ور پوري وهل شو.
په ١٨٥٧م کال د هند د خپلواکۍ د جګړې په مهال چي انګرېزانو ډيلي ونيو، پوځونو ئې د يوه منظم پلان له مخي په دې ښار کښي چور او تالان ګډ کړ. دوئ د اشرافو، عالمانو او د مغولو د شاهي کورنۍ شخصي کتابتونونه په نخښه کړل، ډېري نايابه قلمي نسخې ئې ځني يووړې. د کتاب پېژندني او توضيح پاڼي ئې وساتلې، پاته قلمي نسخې ئې ويجاړي کړې او وئې غورځولې. نوميالي شاعر ميرزا غالب (١٧٩٧- ١٨٦٩م) پخپل يوه ليک کښي هم د نواب ضياءالدين د شخصي کتابتون پر ويجاړۍ خفګان څرګند کړى دى.
د کتابتونونو د سوځولو دود لا هم دوام لري او په وروستيو وختونو کښي هم ګڼ شمېر داسي پېښي شوې دي، له دې معلومېږي چي له کتابتونونو سره دښمني او کرکه لا هم ژوندۍ ده او هڅي کېږي چي د خپلو سيالانو، مخالفينو او دښمنانو علمي او ادبي ميراث تباه کړل شي.
په ١٩٨١م کال د سري لنکا په جفنا ښار کښي سنهاليانو د تاميل ولس کتابتون وسوځاوه، چي د ٩٧٠٠٠ کتابونو او قلمي نسخو په درلودلو مشهور ؤ.
په ١٩٨٢م کال چي اسرائيلي پوځونو پر بېروت يرغل وکړ، نو د فلسطين د څېړني مرکز (فلسطين ريسرچ انسټيټيوټ) ئې تباه کړ، چي د اسرائيلو په خلاف د فلسطينيانو د پاڅون په اړه ګڼ شمېر اسناد او ليکلي مواد پکښي پراته وو، اسرائيلو غوښتل چي د فلسطينيانو په ضد د خپل جبر او بې عدالتيو ټول ثبوتونه له منځه يوسي. د فلسطينيانو د خپلواکۍ سازمان (پي ايل او) بيا د دې څېړنيز مرکز پر هغسي بيارغونه ونۀ توانېد، چي د دوى په مبارزه کښي ئې ډېر ارزښتمن رول تر سره کړ.
د ١٩٩٠م کال په لسيزه کښي سربيانو د منظم پلان له مخي د کروشيا اولسي او شخصي کتابتونونه د دې لپاره وسوځول، چي هغوئ له خپل غني علمي ميراثه بې برخي کړي.
په ٢٠٠٣م کال کښي چي امريکايانو پر عراق بريد وکړ او بغداد ئې ونيو، د دې ښار کتابتون او نايابه زېرمتون (Archive) ته پکښي زيات زيان ورسېد. انګرېز خبريال رابرټ فيسک پخپل يوه رپوټ کښي ورته اشاره کړې ده، چي وائي د عثماني خلافت په اړه ليکلي مواد او اسناد پر مځکه پاشلي پراته وو او هيچا ئې د خوندي کولو غم نۀ کاوه. په ٢٠٠٤م کال کښي د توندلاري هندو مذهبي ډلي شيوسينا متعصبو کسانو د هند په پونا ايالت کښي د نوميالي عالم راما کريشنا ګوپال بنډارکر (١٨٣٧- ١٩٢٥م) په نامه جوړ شوى «د بنډارکر د ختيځو څېړنو د مرکز» کتابتون تباه کړ، چي د سنسکريت ژبي د نايابه قلمي نسخو په درلودلو مشهور ؤ. د قهرېدليو هندوانو د غصې علت دا ؤ، چي وائي د جېمزلېنګ په نامه يوه امريکائي مورخ پخپل کتاب کښي چي ماخذ ئې د دې کتابتون يوه قلمي نسخه ده- د مرهټه هندوانو د کورنۍ د واکمن شيواجي (١٦٣٠- ١٦٨٠م) په اړه له دښمنۍ ډکي څرګندوني کړي دي. مذهبي افراطيان د خپلي عقيدې د حق ګڼلو په ملاتړ د کتابتونونو د سوځولو د روايت پلوي کوي او په همدې لړۍ کښي اسلامي افراطيانو په ٢٠١٣م کال د لوېديځې افريقا د مالي هېواد د ټمبکټو ښار کتابتون وسوځاوه او دې ته ورته پېښي په افغانستان، مصر، سوريه، عراق او پاکستان کښي شوي دي.
له بده مرغه په اکثرو اسلامي هېوادونو کښي کتابتونونه خوندي نۀ دي، فرقه ايز او مذهبي توپيرونه او مخالفتونه د خلګو جذبات را پاروي، چي کتابتونونه ويجاړ کړي او وئې سوځوي. نتيجه ئې دا ده چي مسلماني ټولني دا موقع بائيللې ده، چي د نويو علومو په مرسته له نورو ملتونو سره سيالي وکړي.
ماخذ:
پاکستان ټوډې انګلش ورځپاڼه
http://www.pakistantoday.com.pk/