سليم بنګښ
د بدلي دا ټکی د پښتو په کلاسيکي ادب کښي شته لکه خوشحال بابا وائي چي
ګل چي شګفته شي عندليب باندي نارې که
نشته دی يو ښکلی چي پرې وبـــولــم بــدلــي
پښتو ادب کښي بدله هغي شعري صنف ته هم وئيلائ شي چي دَ هر شعر قافيه رديف وزن او بحر ئې يو شان وي. دَ مثنوي رنګ لري . په داسي نظمونو کښي واقعات بيانېږي او اوږدې اوږدې قصې هم په کښي بيانېدائ شي، دَ پښتو عشقيه قصې په همدغه شان دَ مثنوي په شکل کښي ليکلې شوي دي. خو دَ ټل پخوا او شا کښي بدله يو بل صنف ته وئيلی شي . يو قصه ګو قصه اوروي او بيا په قصې کښي ځائ په ځائ قصې سره سمي نارې وي، غږونه وي ( په سهېلي پښتونخوا کښي هم داسي قصې شته چي هغۀ ته نکل وائي خو په نکل کښي موسيقي نۀ وي ) قصه خو ساده بيانېږي خو نارو سره دغه قصه ويونکي موسيقي غږوي، لکه څنګه چي قصه اولسي وي. زۀ خو نور نۀ پوهېږم خو دغه موسيقي هم اولسي موسيقي وي، خو ډېره خوندوره موسيقي وي دَ دغي خاوري خپله موسيقي وي. يقينًا چي اورېدونکي ئې په خوند نۀ مړېږي . قصه ويونکي روغه شپه دغه قصه بيانوي. يقين وکړئ چي يو کس ورنه رپ نۀ شي وهلی، ټول ورته غوږ غوږ ناست وي، دې ته بدله وئيلې شي. دغه بدلي به مخکښي ډېرو کسانو اورولې، خو دَ يو څو کسانو نومونه ډېر څرګند وو. په دوئ کښي يو کس خواجو هم ؤ. چي خواجو به په کوم شکل کښي دغه بدلي اورولې چا نۀ دي اورولي. نۀ يم خبر چي دَ خواجو اصل نوم څۀ ؤ خو چي موږ په ښو بدو پوهه شوي يو او موږ ليدلی دی نو موږ دَ خواجو په نوم پېژندلی دی. خواجو دَ کرمې اوسېدونکی ؤ. په قوم نائي ؤ. دوئ به په ودونو او نورو ښاديو کښي بدلي وئيلې. بدله به ئې داسي بيانوله چي اورېدونکي به داسي محسوسوله چي زۀ پخپله دلته کښي موجود يم او دا هر څه په خپله ګورم. خواجو به قصه بيانوله او بيا به ئې په قصه کښي کله کله په ترنم سره غږونه يا نارې کولې . چي دا به دراصل دَ کردارونو مکالمې وې . بدله څه وه خو يوه قصه به وه او خواجو سره صرف ديارلس بدلي وې. څلوېښت کاله صرف خواجو په دغو ديارلسو بدلو خلګ مشغول کړي دي. خواجو دَ بدلي وئيلو په چل پوهېدو، دَ خبري کولو په چل پوهه ؤ چي په کوم ځائ کښي به خبره څرنګه کوې، کوم ځائ به اوچت وائې او کوم ځائ کښي به خبره لږه په دمه کوې. خواجو به اوزګار نۀ ؤ. کله به په يو کلي کښي وادۀ ؤ. کله به په بل کلي کښي سنت، کله کله به هيڅ بې هيڅه ملګرو راوستو خلګ به خبر شو ټول به دَ خواجو مجلس ته راغلل هر چا به کورونو نه کټونه راوړل، د کلي جامو ( مشترکه حجرې چي ډېر لوئي لوئي کټونه به په کښي وو ) ټول خلګ به په کټونو کښېناستل . مشران به وو که کشران دَ خواجو بدله به ئې ضرور اورېده. ما ليدلي دي چي ډېر درانۀ مشران به دَ خواجو بدلي اورېدو ته راتلو. بهرحال خواجو به اوزګار نۀ ؤ. هغه به هم هرځائ ته نۀ تلو چي پېژندګلو کسان به ؤ نو خواجو به ورسره مجلس ته تلو . دغه بدلي دَ آدم خان او دَ درخانۍ بدلي وې. او دَ هغو بدلو نومونه څه دارنګه وو. يوه بدله دَ ترينې وه چي دَ ميروګي ښځه وه . بله دَ آدم خان دَ مرګ بدله وه. درېيمه دَ طوطيا بدله وه. څلورمه بدله دَ مير باشي وه . پنځمه بدله دَ جهانګير بادشاه بدله وه . شپږمه بدله دَ دلي او دَ شهي وه. يوه دَ نال بدله هم وه . يوه بدله دَ سړي خورو بدله وه، يوه بدله دَ آدم خان دَ ملنګۍ بدله وه، يوه بدله د ګل صنمي وه، بله د دوولسو اميرانو بدله وه. ټولي همدا بدلي وې خو خواجو ته داسي يادي وې لکه چي سړی کتاب نۀ قصه بيانوي. ټکی به وړاندي ورستو نۀ ؤ. خواجو به چي کله مجلس ته راتلو نو يوازي به راتلو يوه باجه (هارمونيم ) به ورسره وه، دَ دوکړې دَ پاره به ورسره په هر کلي کښي نايان وو. هغوئ به عام ډول غږولو خو داسي ډول به ئې غږولو چي هيڅ قسمه دوکړه به ورپسې نۀ رسېده. خواجو به دَ خپل مجلس شروع لوګري ساز نه کوله . کله به چي ساز ګرم شو نو خواجو به اوچت شو باجه به ئې غاړي ته واچوله او په اوچت اواز به ئې دَ کرمې سندره (لکه دَ ګل بادشاه سندره، دَ ګل علي سندره، دَ موسم سندره، دَ دوست علي سندره، دَ ګل صنمې سندره د کودې سندره ) شروع کړه . دَ خواجو داسي نری او اوچت اواز ؤ چي داسي اواز موږ دَ بل سړي نۀ دی اورېدلي او داسي باجه به ئې غږوله تا به وې چي باجه ئې خبري کوي. دَ خواجو باجه هم ډېره نادره او ډېره زړه باجه وه. په پردو به ئې ګوتي داسي تېزي ګرځېدې چي ډېر موسيقاران به ورته حېران وو. خواجو اوږده ساه لرله او همدغه دَ دوئ دَ اواز خوبي وه . دَ دې اوږدې سا په برکت به دۀ په اواز کښي هغه لوبي کولې چي اورېدونکي به ئې ځان سره مدهوشه کړي وو. دغه سندري به نورو کسانو هم وئيلې لکه دَ کاهي دَ درړيو کلي يو نائي ؤ چي نوم ئې شېر بهادر ؤ دَ هغه دومره اوچت او خوږ اواز ؤ چي لېري لېري دَ کليو خلګو به دَ اوړي په موسم کښي به چي کوم خلګ کوټو نه بهر پراته ؤ هغوئ به دَ شېر بهادر سندره داسي اورېده لکه چي مخامخ ورته ناست وي. انګرېزانو نه ئې ډېر نغد انعامونه اخستي وو. چي کله به سندره ختمه شوه نو خواجو به کښېناستو باجه به ئې کوزه کړه، خلګ به هم په کټونو کښي سم شو نو خلګو نه به ئې تپوس وکړه. چي کومه بدله واوروم . اورېدونکو به ورته يوه بدله خوښه کړه او خواجو به دَ اورېدونکيو په خوښه بدله شروع کړه . عمومًا به خواجو نه دَ آدم خان دَ مرګ دَ بدلي غوښتنه ډېره کېده . خو چي خواجو به پرله پسې څو ورځي ايسار ؤ نو هره شپه به ئې نوې بدله اوروله.
خواجو به بدلي نه مخکښي يوه لوبه وئيله، هغه به يا خو مصرع ايزه وه يا به چا اولسي شاعر وئيلې وه . چي کله به لوبه ختمه شوه نو خواجو به په بدلي شروع وکړه. دَ مرګ بدلي شروع به ئې داسي کوله چي آدم خان کټ کښي اوړي راوړي، خوب نۀ ورځي يارانو ته راغی چي نن خو مي درخو ډېره په زړۀ ورېږي يوه ناره کوي چي؛
کـــــــه وايږي نـــــــــن زما زړګی وايږي
زۀ ئـــــې وايم تاسو ئې اورۍ شپېتو يارانو
ډېـــــــــــره ډېـــــره مي درخو جله يادېږي
دغو نارو پسې به خواجو نيمه مصرع بله هم وئيله
لکه
سپيني خُلې کښي دَ ورتې بټېري خوند دی
يا .... مېړني ورګډوي اسرا په خدائ ده
يا .....ډېر هوډيان دَ هوډه ولوېدو زاده شو
يا ....د کاږو پګړيوځائ شوې هندوستانه
چي کله منظر ښکاره کوي نو بيا داسي وائي چي آدم خان دَ زربفتو په بسترې پروت دی، کوټې کښي ئې رامبېل چمبېل ګلونه پراته دي، رات کي راني خپله خوشبو خوروي، په خواږه خوب اودۀ دی، درې پهره شپه تېره ده، يو پهر پاتي ده چي خوب ګوري چي دَ زرغونو طوطيانو سېل روان دی يو طوطي دَ ورنه پرېوځي. دَ خواجو بدله به داسي روانه شوه . او غږونه به شروع شو . دغو غږونو کښي به شاعري خو داسي نۀ وه خو چي کومه موسيقي به پکښي غږېده هغه دَ خواجو انفراديت ؤ. هر چا داسي موسيقي نۀ شوه غږولی او نۀ دَ هر چا په خُله کښي داسي خوند يا تاثير ؤ، ګنې دغه بدلي خو نورو کسانو هم وئيلې خو دَ خواجو دَ بدلي انداز جدا ؤ. دوئ به دَ هغو ځايونو ذکر ډېر عجيبه کولو چي په کومو علاقو کښي به دغه واقعات تېرېدو. دَ هرځائ خپل خپل نوم به ئې اخستو. لکه يو پکښي دَ کړامان غر په نوم يو غر ؤ. يوځائ په کښي منځي کنډاؤ، ډنډوکي چينه شايد دغه چينه د الله ډنډ چينه وي، خادي غونډۍ ، په دې بدلو کښي يوځائ بي بي درګه هم يادوي چي مېرو ورته اور ورته کړی ؤ او بيا آدم خان سوال کوي غږ څه داسي دی
که مــــــــــنۀ کړې دا زما سوال به منۀ کړې
که دا سوال مي دَ څښتن په در قبلېږي
دا بـــــــي بي درګه دَ بېخه زرغونه کړې
دا بدلي دَ يوسف زو وې نو دَ سوات دَ کلو دَ بانډو ذکر به پکښي ؤ لکه کوزه بازدره، بره بازدري او دَ يوسفزو ثقافت به هم پکښي ؤ. زۀ دې ته حېران يم چي دا بدلي په يوسفزو کښي نشته دا سهېلي سيمي ته څرنګه راغلي دي. خواجو ژوره مشاهده لرله. دۀ به چي کله دَ چا ذکر کولو نو داسي به ئې کولو چي اورېدونکي به داسي محسوسوله لکه چي بېخي دا کس مخامخ ناست وي لکه دَ يوې بوډۍ ښځي ذکر کوي چي (دومره زړه وه چي خُله کښي ئې يو غاښ نۀ ؤ او چي کله به وخندېده نو کمکۍ ژبه به ئې داسي ښکارېده لکه سرۀ کُرخه) . دې نه علاوه به ئې منظر داسي بيانولو لکه چي اورېدونکي په دې ځائ کښي په خپله موجود وي. لکه وائي چي دَ آدم خان اس مخکښي پښې نه نال پرېوتلی دی اس په درو پښو ولاړ دی نو آدم خان دَ کاريګر دوکان ته ورغلی دی. کاريګر سره دَ بنۍ دَ وهلو کس نشته ميرو ورته بنۍ شروع کړه تور ماښام دی آدم خان په کټ کښي ناست دی مخامخ دوه چته کور دی کور کښي کړکۍ ده په هغه کړکۍ کښي درخو ولاړه ده سېل کوي چي آدم خان سره ئې سترګي څلور شوې آدم خان خود نه اوتو غږ دَ آدم خان ته چي ميروګي ته کوکې وهي.
بيا لکه دَ درخو ذکر کوي چي داسي ښکلې وه چي مثال ئې نۀ ؤ دا تکي سرې سترګي لکه دَ خاونه ( زېتون ) سکروټي دا دوه ژنګي زنه لکه دَ بلخي وري لمډانډي دا تک سپين غاښونه لکه د صدفو هډوکي ملغلري دا تکي سرې شونډي لکه ملتاني رېښم يا دَ ګلابو پاڼي چي خبري به کولې تا به وې چي ګلونه تويوي . بيا چي دَ آدم خان دَ اس ذکر کوي نو وائي چي نوم ئې مجنون ؤ او دَ ميرو دَ اس نوم ملنګ ؤ . بيا چي په بدلو کښي دَ جنګونو ذکر کوي نو سړی داسي محسوسوي چي زۀ په دې جنګ کښي موجود يم . په بلي بدلي کښي آدم خان مړ دی، درخانۍ مړه ده، ملګري تار په تار شوي دي، نو پياوي چي په دې بدلو کښي سردار دی، هغه غواړي چي دَ آدم خان کونډه طوطيا ځان ته وادۀ کړي نو جرګه ورولېږي. په جرګې کښي دوولس اميران وي، دلته اوس هغه دَ ميروګي چي يو ډېر فعال او دَ آدم خان تکړه ملګری دی حال داسي ښائي چي بوډا شوی دی اوږده ږيره ئې پرېښې ده، ژمی دی، دَ اور په لوګو ئې ږيره توره شوې ده، دَ نغري غاړي ته ناست دی چي خبر شو چي طوطيا پسې جرګه راغلې ده، نو ږيره ئې وخريله، جامې ئې بدلي کړې، زغره او توره ئې راواخسته، په ملنګ کوږ سور شو چي په هغې جامې (حجرې ) ورغی چي په کومي کښي دَ پياوي جرګه ناسته وه، نو هغوئ چي وليدو نو ئې او وې چي دلته اوس هم سوارۀ شته دي. په دې بدلو کښي دَ مغلو دَ جنګونو ذکر هم شته دی. لکه يو کردار دی مټا مغل او يو د هغه ملګری منځلي خان دی چي دومره غټ دی چي ورباندي څادر نۀ تاوېږي، آدم خان او دَ هغوئ ملګري ورسره جنګېږي او هغه وژني شايد چي دا بيربل وي چي کوم يوسفزو سره په جنګ کښي وژل شوی دی. دا ټول کردارونه آدم خان نه تاوېږي راتاوېږي. کېدائ شي چي دغو واقعاتو دَ ژوندي ساتلو دَ پاره ورسره دَ ميني دغه قصې تړلي شوي وي خو دا قصې زړۀ په زړۀ راغلي دي. کېدائ شي چي ډېر واقعات پکښي دَ خوند زياتولو دَ پاره نور ګډ کړی شوي وي . خرابي شوي هم وي. دَ آدم خان دَ مرګ په بدلي کښي دَ يوسفزو دَ ډېرو رسمونو ذکر کېږي. د آدم خان ميرمامي سره چي ترۀ ئې ؤ دښمني جوړه شوې وه . آدم خان درخو سره دَ ميرمامي کور ته لاړو چي روغه وکړي، ظاهره خو ورسره ميرمامي روغه وکړه خو خواجو په بدله کښي وائي چي ميرمامي پياوي سره څوک چي دَ آدم خان دښمن ؤ صلاح وکړه، شپه په شپه دَ پياوي لښکري راغلې چي سحر درخو پاسېده نو دوهم چت نه ئې خېمې وليدې آدم خان ته غږ کوي .
چي که سرې دي دَ اسمان لمني سرې دي
کــــــــه خبر نــــــــۀ وې خبر شه شاهي آدمه
پياوي درته وهــــــلي ســــــــرې خېمې دي
دلته اوس آدم خان نه صبر نۀ کېږي هغي کمرې ته کوزېږي چي په کومي کښي ئې زغري پرتې وې اووه زغري وې، آدم خان اول دَ زندان زغره اچوي خو دلته ئې ورته زغري بدلي کړي وې. آدم خان تيارۀ وي زغري نۀ ګوري، اول نوري واچوي بيا اخر کښي دَ زندان زغره اچوي هغه تنګه وي آدم خان کښي زغره ښخه شي . په کمرې کښي دَ پياوي ملګري چي يروني نومېږي چي دَ لسو پهلوانانو زور پکښې وي بل پهلوان ملګري سره په کوټه کښي موجود وي . دلته ورته اوس ميرمامي غږ کوي
آدم خان مي دَ زندان زغري کښي ګېر دی که درنه خلاص شو بيا ئې نۀ شې نيوی.
آدم خان چي غږ واوري زور وکړي زغره ماته کړي خو دَ دې زور سره سږي پرې شي دَ وينو قې وکړي.
لا ژوندی وي نغارې وغږېږي دَ آدم خان دَ مرګ اعلان وشي اوس پياوي درخو بيائي نوچي کله درخو په هغې حجرې تېروي چي کومي کښي ئې آدم خان نيولی وي، نو درخو عزت خان ته اووائي ( عزت خان متعلق خواجو په بدلي کښي وائي چي قندهاری ؤ ) چي لږ صبر وکړئ ما دَ آدم خان کوټې ته ودروئ . درخو ودروي دَ آدم خان مخ دېوال ته وي په کمرې کښي تيارۀ وي، درخو ئې و نۀ ګوري او نۀ آدم خان درخو وګوري. په دې کښي ميرمامي اس ته ګزار ورکړي، اس ټوپ او وهي درخو خبره نۀ وي کوکه (چغه) وکړي نو آدم غږ کوي
چي درخــــــو ئې تېروله
مــــا ئې واورېــــــدله کوکه
مړ به نۀ وم اوس به مړ شم
اوس به مړ شم لويه خدايـه
زنکدن وينه مي راغله تر مخوکه
دلته يو غږ بل هم کوي زوئ ئې ياد شوی وي د اوو کالو وي.
که بيايه نن د ما خاطره بيايه
زۀ ئې وايم تۀ ئې واوره د سحر باده
مير باشي باندي مي ډېر ډېر سلام يايه
دلته يو سوال بل کوي د دې چي کوم دېوال ته مخ دی، په هغه کښي يو سوری دی خو کاڼي په کښي دی نو آدم خان وائي چي که دغه کاڼي نۀ وائ نو ما به درخو ليدلې وائ.
که منۀ کړې نن زما زړګی منۀ کړې
که دا سوال مي د څښتن په در قبلېږي
لويه خدايه دغه تيږه دوه نيمۀ کړې
کاڼی مات شي او آدم خان درخو عزت خان سره په اس سواره وګوري
دې سره آدم خان پور پرې کړي. چي کله به آدم خان په بدلي کښي مړ شو نو وړو سره سره به مشرانو هم ژړل. خواجو به دا خبره کوله چي کله کله زۀ هم وژاړم . دَ آدم خان لاش بيا ياران دَ تاڼې کلي په کټ کښي هم نۀ وړي، نېزو نه ورته کټ جوړوي او وړي ئې. دلته به خواجو يوه ډېره ښکلې مصرع ايزه وئيله چي ډېره غمجنه لوبه به وه .
هی هی لونګينه
تا سو کره غونډه منډه تلم درباله شومه
آدم ئې مړ درخو ئې بوتله
هی هی لونګينه
نا مېرو به وچي شونډي ګرځي مړ به شينه
خوشه مرګيه کور دَ ړنګ شه
هی هی لونګينه
نا په ټکولو برېتو ژڼي لټوينه
توري خاوري ماړه نۀ شوې
هی هی لونګينه
ځوانان خوندي کړې رستوې تش پلنګونه
هی هی لونګينه
تاسو کره غونډه منډه تلم درباله شومه
بيا دغه ياران درخو ته خبر ورلېږي چي آدم خان مړ شوی دی، د درخو پياوي سره دَ وادۀ تياري شروع وي، په دروازې کښي ئې يو امبړ پوش پروت وي. نائي ورشي نائيڼي دَ درخو په جوړولو لګيا وي چي قاصد ورته دَ آدم خان دَ مرګ خبر واوروي، نو درخو سهېليو ته او وائي چي زۀ ارام کوم نن تا سو کورونو ته لاړي شئ. درخو يوازي پاتي شي او غږ کوي
نۀ به بيا پسرلی ګل شي
نۀ به چاټه په اوربل شي
نۀ به بيا درخانه جونو سره جل شي
ځان سره نوري ډېري ناري وکړي، زړۀ ئې چاود شي او په ټکي مړۀ شي .
دَ دوئ دغه مرګ ټول اورېدونکي ژړوي . يو مشر بدله واورېده او کور ته روان دی په لاري داسي ژاړي لکه ماشوم چي سلګيو نيولی وي، نو دَ دوکانونو چوکيدار ورنه تپوس وکړو چي فلاني بدله ختمه شوه ؟ نو مشر نه اوښکي هم بهېږي سلګۍ هم کوي او جواب ورکوي چي آدم خان ئې اُمېند (اعتبار ) کښي مړ کړو. يعني په اعتبار کښي ئې ووژلو . داسي واقعات هم پېښ شوي دي چي يو کس چي کور ته لاړ دی نو کور والا ورته چائ راوړي دي نو هغوئ چائ په لته توئ کړي دي چي آدم خان غوندي ځلمی به توري خاوري خوري او زۀ به چائ څکم . ډېرو کسانو په ځانونو يا په زامنو دَ بَدلي دَ کردارونو نومونه ايښي وو . لکه آدم خان، ميروګی، بيلوګی، مير باشی وغېره . ډېرو کسانو نه دغو بدلو تکړه کسان جوړ کړي دي چي ورستو بيا په دښمنيو کښي نښتي دي. دوئ دغو کردارونو زړۀ ور کړي وو. آدم خان يوازي نۀ ؤ دوئ شپېته ياران وو . چي په هغوئ کښي تکړه کس ميروګی ؤ. ميروګی دَ خېشکو ؤ او دَ مومن خان سردار زوئ ؤ . ډېر زړۀ ور جنګيالی ؤ . هرځائ کښي ئې توره ښائيلې ده . موږ خواجو نه دَ ميروګي دَ بدلي پوښتنه کړې وه خو هغۀ وې چي دَ ميروګي بدله تر اوسه نايانو نۀ ده وئيلې.
دَ آدم خان قصه صدر خان خټک ليکلې ده کومه چي هغۀ دَ ميرو دَ زوئ دَ خُلې نه اورېدلې وه . صدر خان د يوسفزو خوريی دی. دغه قصه ډېره بدله نۀ ده، دې نه علاوه يو کتاب " دَ ملي هنداره " په نوم محمد ګل نوري هم ليکلی دی چي په هغه کښي هم دَ آدم خان او دَ درخانۍ په قصې خبري شوي دي . دَ خواجو په بدلي کښي دا هر څه موجود دي. بدله چي کومه موږ اورېدلې ده په دې کښي به ضرور بدلون راغلی وي، هر ويونکي به قصې ته دَ ښکلا ورکولو دَ پاره ډېر څه ورګډ کړي وي چي صحيح به نۀ وي، خو دې نه هم انکار نۀ شي کېدائ چي دا قصه موجوده وه. دَ ميني دغه داستان دغه واقعات په څۀ نه څۀ ډول تېر شوي دي . هر څو که دَ خواجو بدله دغي قصې نه لږه بدله ده، خو په دې بدلي کښي ځيني خبري پښتو سره سمون خوري. لکه د پياوي او د آدم خان تر منځه دښمني په درخو وه. وجه دا وه چي درخو آدم خان ته ياده وه او پياوي ځکه ورسره وادۀ کولو چي د هاغه ترله وه . دا ذکر د جهانګير په بدله کښي شوی دی. د پياوي وياند لاټ امير دا خبره د جهانګير بادشاه کسانو ته کړې ده. دې بدلو کښي نور ډېر کردارونه دي، لکه شوتا لنګ فقير، صالح ملنګ، شېخ پرانګ ، ګلاپی ، همداسي نور. د خواجو بدله به دَ ماسخوتن مانځه نه پس شروع کېده او دَ سحر بانګه پوري به روانه وه. دَ بدلي په منځ کښي به چائ هم راتلې او ولسي شاعرانو به پکښي خپله شاعرۍ هم اوروله . په دغو شاعرانو کښي خوژاجان ، جان ميا ، بختي استاد ، قدم ، شېرجان استاد او دَ علاقې نورو شاعرانو به هم خپل کلامونه په ترنم اورول او خواجو به دَ دوئ په روپو کښي حصه اخسته . دا بدلي اوس څوک نۀ وائي او دغه خوږ مجلس اوس خواجو سره سم ختم شوی دی.