اسيرمنګل
د وجود په دريڅه كښي، د اتل افغان د شعر دوهمه ټولګه ده. دې نه وړاندي ئې '' سترګي د نوي كائنات په لوري، خپره شوې ده چي په ادبي دنيا کښي ئې د شاعر مقام په ګوته كړی دی او محققينو ئې شمار په جديد غزلګو شاعرانو کښي كړی دی او دې دوهمي مجموعې ئې ورباندي د ريښتنولۍ ښه پوخ مهر وهلی دی چي ښاغلی نۀ يوازي د ځوانو ولولو شاعر دی بلكې دخپل دړدېدلي او غم ځپلي اولس د دنني كېفياتو Internal urge داسي انځور ګر دی چي ورته رسائي د ډېره سترو سترو ليكوالانو هم ډېر په مشكله كېږي. زۀ خپله خبره د شاعر د دوهمي ټولګي په حواله كول غواړم چي كومه دا وخت زما په مخكښي پرته ده.
د انسان طبيعت د ازل نه مترقي دی، هغه د زړو څيزونو په ځائ نوو څيزونو ته پام لرنه كوي. دا د ادب وظيفه هم ده، خو دا څۀ اسان كار نۀ دی. شاعري د لفظونو جادو ګري ضرور ده، ولي دا جادو دي داسي وي چي خپلو لوستونكو اورېدونكو ته يو نوی سوچ او نوی فكر وركړي. په مړ وجود کښي سا پوكل د رجحان سازه شخصيتونو كار وي او د رحمان بابا په وينا به موږ ورته اجتهاد ووايو.
اجتهاد د هغه ليكوالانو كار دی چي ژوند په بشپړ توګه د هغه مخ ته ولاړ وي او رنګونه ئې په خپل ليك کښي په اصلي معنو کښي ځلولی شي او چي څوک د ژوند سره مينه كوي او فطرت ئې د نزدې نه لوستی وي نو زړۀ ئې د مينې نه ډک وي او دۀ نه چي ټولني كومي غير ضروري دائرې راتاو كړي وي د هغوئ نه با غي وي. وخت يو شان نۀ پاتي كېږي. د هر وخت خپلي خپلي غوښتني وي. نماينده ليكوال ئې په اوږه لاس ايښی وي. شپاړسمه صدۍ د روښانيانو صدۍ ده چي كله د مغلو دلاسه په هند کښي په پښتنو بده ورځ راغله او جوپې جوپې كډوال پښتونخوا ته را روان شول نو روښانيانو په اولس کښي د عالي قدرونو ژوندي كولو دپاره دتصوف بڼه خپله كړه. اولسمه صدۍ ستر خوشحال په خپل نامه كړه. د روښانيانو پاڅون كه هر څو په مذهبي رنګ کښي رنګ ؤ ولي خوشحال د هغه وخت تر مخه خپل شعر ته قامي رنګ وركړو. اتلسمه صدۍ د چا ربيتي شاعرانو ده چي كله دستر احمد شاه بابا بچوړو لوئ افغانستان راټينګ نۀ كړی شو هر خوا ګډ وډي شوه نو د موقعې نه ګټه سيكانو پورته كړه او چاربيتي شاعرانو د دوئ مظالم په چاربيتو کښي بيان كړل. دغه دوره تر نولسمي صدۍ پوري غزېږي. شلمه صدۍ کښي دفرنګي خلاف د خدائي خدمتګارانو تحريک مخي له راځي چي په اخر کښي ئې ثور انقلاب راځي او اوس يويشتمه صدۍ ده چي په شروع کښي ئې موږِ يو بل ناورين يولسم ستمبر ١١/٩سره مخ كېږو. دې سره اولس ته نوري ستونزي راپېدا شوې او ددې له كبله چي كومو نوو رجحاناتو ځائ ونيوو، نور تخليقي صلاحيتونه وځلېدل، په ژبه کښي معنوي ارتوالی راغی، بنيادي شعري روئې وخوځېدې، جمالياتي ذوق په اصلي معنو کښي ځان ښكاره كړو او شعري روايت کښي نوی تفكر راغی. ددې حالاتو په نتيجه کښي چي كوم نوي فكرونه وغزېدل او كوم نوي غږونه پورته شول چي ازانګې ئې اوس هم خورې دي په دې کښي يو نوی غږ د اتل افغان هم دی.
ډک چي له ښائست دی هغه باب خلكو شكولی دی
ژونده ستا له څانګو نه ګلاب خلكو شكولی دی
دې تنكي لاسونو اوس د اور بېرغ نيولی دی
دې تنكي لاسونو نه كتاب خلكو شكولی دی
اوس مو د سر سړي نۀ شور كوي نۀ شر چا سره
غلي اوس ناست دي دخپل قام خاموشۍ ووېرول
موږ به دا خپلي قافلې رواني دهٴ پسې كړو
خو كه معلوم شي چرته مير ديويشتمې صدۍ
هغه خوره وره دنيا مي ځان ته نۀ راغواړي
ژوند مو محدود شو د بازار اود دكانه پوري
زهٴ به ترهغې په دې دښتو كښي نارې وهمه
غږ مي چي نۀ وي رسېدلى تر انسانه پوري
موږ كه د قتل له فتوٰی نه لږ انكار كړی وائ
داسي غلطه نظريه به ورنه نۀ جوړېده
موږ كه د خپلي زمانې سره يو ځائ تللي وائ
هغه د كاڼو زمانه به ورنه نۀ جوړېده
د تاريخ د مېړنو كتاب دي بند كړه
د خپل دور د عذابونو نه راتېر شه
خدايه توبه، يوه ورځ قتل ته تيار ومه زهٴ
يو وخت د ژوند داسي تودو سړو اخستی ومه
په افغانستان چي څومره يرغلګر راغلي دي هغه هسي نۀ دي راغلي. دلته كه سكندر حمله كړې ده، كه مغل او فرنګ بلوڅېدلي دي. روسيانو او كه امريكايانو پېښه كړې ده، دا ټول خپل مطلب لېوني كړي وو او خپلو ګتو په لټون کښي ئې بې ګنا پښتانۀ په وينوسرۀ لړلي او لړي ئې هم. دالوبه نن هم روانه ده، د شاعردا بيت ئې ډېره ښه انځور ګري كوي.
زما د وران وطن سينه کښي خزانې پرتې دي
ګنې د توري شپې غلو هيڅ كله كنډر نۀ وهه
خو موږ دومره بې هنره يو چي د خپلو خزانو هيڅ احساس راسره نشته. يا خو بد قسمته يو او يا د يو سازش لاندي بې علمه او بې هنره ساتلي شوي يو. نن سبا وخت کښي علم او هنر نه بغير د اولسونو هغه حال وي كوم چي زموږ دی. د يوې بدي ورځي نه خلاص نۀ وو چي بلي راته خُله وازه نيولې وي او ددې وجه شاعر دا بيانوي.
لمر نۀ يم سپوږمۍ نۀ يم اسمان سره نزدې نۀ يم
زهٴ ددغې ځمكي د ښائست حصه په دې نۀ يم
ولي دپښتنو ماضي دا ښائي چي په دې قوم کښي زبردست صلاحيتونه موجود دي، خو كه چېري ئې لږ دې اړخ ته پام شه يوه خُله شول او يو څوك داسي پېدا شو چي د دوئ دا پټ صلاحيتونه ئې را برسيره كړل او دوئ د وخت ضرورتونه وپېژندل، ځانونه ئې بدل كړل، نو بيا به دا لمر او ستوري ټول زموږ وي لكه څنګه چي د شاعر خيال دی.
ستوري څه كوئ چي لمر به هم زما وي
خو چي يو ځل د هنر اسمان ته لاړشم
او اوس خو پښتانۀ چي كوم صورت حال سره مخ دي دې نه خو هغه د ځنګل ژوند به هم ښه ؤ چي كله انسان تهذيب يافته نۀ ؤ. شاعر د زمانې نه ګيله كوي چي موږ دي يو ځلي چي د وحشت نه راوويستو نو بيا واپس دي ولي د غار ژوند ته ور ديكه كړو. بيا رانه ولي وحشيان جوړ شو او موږ انسانان ولي نۀ شو.
چي بيا دي راته ژوند كړلو د تور ځنګل په شان
نو ولي دي راوويستم له غاره زمانې
د جهالت نشه خو هم ډېره درنه نشه وي چي سړی د تباهۍ لور ته روان وي او په هغې باندي خوشحاله هم وي او وياړي هم. په برني شعر کښي كه د زمانې نه يو سوال شوی دی ولي دلته شاعر زمانې ته خواست كوي چي زموږ د بې حسۍ دا حال به تر كومي برقرار وي.
تر څو پوري به مست يو په نشه د جهالت
را وموباسه نور له دې خماره زمانې
اوس هم وخت تېر نۀ دی. كاش چي پښتانۀ د خپلي تباهۍ په هکله سوچ اوكړي يوه كړنلاره وټاكي او ځانونه په دې پوهی كړي چي موږ خپلو کښي پرديو اخته كړي يو. اوس وخت دی چي موږ په خپلو او پرديو کښي تميز اوكړو او په دې ورسو چي،خپل خپل دي مغل مغل دي، لكه شاعر چي وائي حقيقت دا دی.
داوړه د يو بل مرګ ته پرديو لمسولي دي
دواړه دي اوس يو بل ته دمرګ په اراده کښي ناست
الله تعالٰی چي كله دا نړۍ وپنځوله، انسان ئې پېدا كړو، عقل او شعور ئې دومره پوخ وركړو چي فرښتو ورته سجدې وكړې، دا كائنات كله وجود کښي راغی، د انسان ظهور كله وشو دا يو ډېر ګنجلک او خور ور مضمون دی. په دې لړ کښي بلها څېړني شوي دي. د لوئ درزBig Bang نه رواخله تردې وخته پوري سائنس دانان خپل نظريات وړاندي كوي. دمذهب خپل نظر دی. دفلسفې بېله لار ده. شاعر چي د اولس سترګي وي نو هغه كله په دې هکله چپ پاتي كېدائ شي. ستر خوشحال وائي.
جهان يو كټوری شو زهٴ پهٴ مثل د ميږي يم
حيران پكښي جاروزم لاس او پښې پكښي وهم
او يا ئې دا شعر
د عالم ريګ روان دی كه ئې ګورې
خو هم هسې سره اوړي لاندي باندي
اتل افغان هم ديو دانشور په حېث د كائنات او د كائنات د خالق او دمخلوق په هکله خپله ژوره حيراني لري. لكه چي وئيلی شي، كائنات اول د يوې نقطې په څير ؤ. يعني وحدت ؤ. د لوى درز نه پس دا نقطه خوره شوه، نو په كثرت کښي بدله شوه او لا لګيا ده خورېږي او اخر کښي به بيا هر څه دې يوې نقطې ته بېرته راګرځي. موږ ګورو چي د اتل غزل کښي د سړي او د وجود ټكي بيا بيا راوړي شوي دي اوپه مخلتفو معنو کښي ئې كارولي دي. ولي بيا هم معمه په معمه او حيراني په حيراني پاتي ده
خالقه ستا د راز هره ادا را ټولوم
تا خپل وجود شيندلی او زۀ تا را ټولوم
خدايه د رازونو خزانې دي څومره ډېري دي
يو صورت چي خاوري شي نو بل صورت پېدا شي
دا زما د وجود سوری دی په شپه کښي
كه نۀ ديو دی په ډيوه باندي ولاړ دی
كله په كعبه کښي ناست او كله مېخانه کښي ناست
دا سړی د ذات په يوه داسي دائره کښي ناست
درې واړه يو ځائ په خپلو غېږو کښي نيولی وم
شپه وه تنهائي وه او باران ؤ زهٴ حيران وم
دومره تنها ؤ چي خپل ځان ته به ولاړ ؤ سړی
اور ئې اخستی ؤ باران ته به ولاړ ؤ سړی
زما د وجود دښته کښي ئې نۀ كېږي ګزران
زما سايه خفه مانه بهر ولاړه ده
شاعر په دې ښه پوهی دی چي د ادب د ټولو نه اول كار زړو څيزونو ته نوی ژوند وركول دي او د جدت معنا هم دا ده چي د مښلي شوي او سولېدلي څيزونو په ځائ نوي تازه څيزونه مخي ته راشي. نن سبا د هنر او د منډي دور دی ټيكنالوجي چي په دې وخت کښي څومره وړاندي تللې ده او يا څومره په تېزۍ سره مخكښي روانه ده. د بد قسمتۍ نه هم دومره موږ په شا راغلي يو او يا روان يو، خو بيا هم ځيني سترګور اديبان شته چي هغوئ د وخت دې زغل سره سره اوږه په اوږه تګ كوي او دا ډېره د وياړ خبره ده. دا وخت كه هر څومره مخ په وړاندي لاړ دی چي د ارتقا پړاونه ئې وهلي دي. ولي سوال دادی چي بې قراره انسان ته ئې څه وركړل د نړۍ انسان خو نن هم سرګردانه دی او بيا وروستو پاتې غريب هېوادونه د كوم كرب او درد نه تېرېږي د هغې نه څوک خبر دي او بيا خبره چي پښتنو ته راشي نو تيارې نوري هم ګورې شي. زموږ شاعر د وخت دې منافقت نه هم ډېر ښه خبر دی. هغه د ميني او د قرار په لټه کښي دی. په تيارو کښي د رڼا په هيله دی. د نوي دور دې ستونزي ته په دې نظر ګوري.
يه زمانې په ما احسان كوې د څه خبري
ستا ارتقا خو زۀ تر اوسه پوري ښاد نۀ كړمه
وخت كه په رښتيا د ارتقا په مرحله کښي دی
ګټه ئې د دې دور انسان ته ولي نۀ رسي
زۀ د هغۀ، هغه له مانه مطمئنه نۀ دی
هيڅوک د وخت له ارتقا نه مطمئنه نۀ دی
زموږ د ذهني غريبۍ دا حال دی چي اوس هم په مختلفو دائرو کښي بند پراته يو، كه څوک راته ووائي چي غوږ دي سپي يوړو، موږ په سپي پسې منډي وهو او خپل غوږ ته نۀ ګورو چي ايا رښتيا غوږ رانه سپي وړی دی او كه نۀ څوک موږ دخپلو ګټو دپاره په كار راولي. دا هغه ستونزه ده چي موږ ئې ړانده ،كاڼه اوشل كړي يو او چي كومي يوې نقطې پوري نښتي يو د هغې نه اخوا دې خوا نۀ كېږو. د مثال په توګه ږيره پرې ښودل سنت نبوي دی، هر سړی دا خبره كوي، ولي تر اوسه چا دا ونۀ وې چي ښه خبره كول برداښت كول او حلاله ګټه كول هم په سنتو کښي راځي د ټولني دغه دوه رنګي ښاغلی اتل داسي انځوروي.
د ښار د فريبونو نه هيڅ نۀ كړې شكايت
او مخ دي اړولی دی مُلا ته ليونيه
كله نه كله انسان هم قتل كړم
پښتون يم دومره په ثواب مئين يم
قتل د يوه انسان د ټول انسانيت نۀ دی؟
دا خو تۀ او خدائ يو مسلمان سړي ته ووايه
چي خپلي توري او ټوپک باندي به فخر كوي
د پښتنو نه دي نور دغه جهالت پاتي شي
په دې كتاب کښي دوه نظمونه هم شامل دي، نوري ټولي غزلي دي. زۀ نۀ پوهېږم چي اتل خو نور نظمونه هم ليكلي دي دلته ئې ولي دچاپولو نه ډډه كړې ده. مطلب دا چي ،د وجود په دريڅه كښي،د غزلونو ټولګه ده. د غزل رنګ كه هر څو موضوعي دی ولي دخپل معروض نه په يو حال کښي هم ځان نۀ شي خلاصولائ. موجوده وخت چي په كوم ډګر روان دی اود بې وسه اولس وينه چي په كومي بې دردۍ تووېږي د هغې څاڅكي به خامخا په شاعر پرېوځي. هغه مجبوره دی چي موږ ته هغه تصويرونه مخي ته كښېږدي. كوم چي د وخت ټيټوجګو نه راتېر وي دلته هم موږ دغه څه وينو، ولي د شاعركمال دادی چي په غزل کښي ئې د وخت ترخو سره سره د فن او هنرخواږۀ هم شته. يعني د تغزل مزې ئې د لاسو نه ښويدلی نۀ دی او د قلبي وارداتو ئې په زړۀ پوري انداز کښي ترجماني كړې ده. يو څو نمونې ئې دادي.
ډېر پكښي مۀ ګوره د خپل حسن ساده لاليه
هسي نۀ وا دي ړوي چرته په جنجال ائينه
بيا ئې نو دا ښكلي ښكلي ولي پېدا كړي دي
پرېږده مړه دا څه شو سزا ته به بيا ګورمه
ستا ديادونو ډيوګۍ به مسلسل بلېده
هوا به هم زما د زړۀ د غولي ور نۀ وهه
دنيا دي لاړه شي پروا نۀ كوي
خو تۀ زما له خوا نه لرې مۀ ځه
تهٴ به د منګي اوبه په جام کښي راته ونيسې
زۀ به دومره تږی وم درياب به درنه وغواړم
نن سبا چي د وخت غوښتنو سره دپښتو شاعري څنګه په بره روانه ده غزل او نظم چي د كومو تجربو نه تېرېږي او څنګه چي زلمي شاعران پكښي لګيا دي زغل كوي، دا يوه ډېره حوصله افزا خبره ده. دا حقيقت هر چا منلی دی چي شعر تش د لفظونو ډېری نۀ وي. نوی خيال نوی فكر اصل مقصد پكار دی. او دې هر څۀ دپاره د زړۀ سترګي پكار دي او په دې وخت کښي چي د شاعر كومه ذمه واري جوړېږي لوستونكي د هغې هيله كوي. د بابو لالو وخت تېر دی او نۀ په دې د نن لوستونكی غولېدلی شي. شاعر مجبور دی چي د معيار لمنه ونيسي.
اوس د هغو بابو لالو دور تېر دی
اوس دي خلګ د معيار سندري وائي
د اتل افغان غزل د سپرلي خوږه او پسته اېشمه ده چي په لوستو ئې زړۀ او دماغ تازه كېږي. دخپل چاپېرچل بلها موده ئې په روماني بڼه کښي داسي وړاندي كړي دي چي په اورېدو بد نۀ لګي. دې ته فن وائي او دا هنر دی. د نوو تركيباتو، تشبيهاتو، تمثالونو او كنايو نه پرته ئې په ځيني نوو زړۀ راښكونكو ځمكو باندي هم دخپل نوي خيال كرونده كړې ده او د محققينو هغه زړه پلټنه ئې رد كړې ده چي بره پښتونخوا کښي دتخليق چينې دومره پياوړي نۀ دي لكه څومره چي د تحقيق تېزي او بهاندي دي " د وجود په دريڅه كښي" چي كوم غزل موږ لولو هغه د فن او هنر په جامه کښي ټولنيز دردونه او غمونه رانغښتي دي او خپله لهجه ئې هم سپوره نۀ ده ساتلې. په خپلي دې دعوې کښي ريښتنی دی چي؛
څه خو پروت پكښي زما د وطن درد دی
څه خوږه خوږه زما د شعر لهجه ده
لنډه دا ده اتل افغان غزل چي د تخيل كومه دنيا سازوي او لفظونه ئې چي د محكات نګارى Image كوم مثالونه وړاندي كوي په هغې ډېري خبري كېدائ شي او د دۀ هر شعر د خپل وخت او د ټولني يو لوئ شاليد لري او غزل ئې په اصلي معنو کښي د حسي تجربو يوه ښكلې ټولګه ده چي پكښي ئې په نوي پېرايه د اولس اجتماعي درد او كرب انځور كړی دی دنن لوستونكي او د پرون لوستونكي تر منځه بلها توپير دی. زما باور دی چي څوك هم د ادب په روان بهير کښي د پښتو غزل لولي نو اتل افغان ته به هركلی وائي. ځكه چي دی د خپل وخت يو زورور غږ دی چي دغزل په ارته سينه کښي دژوندون بې شماره تجربو نه راتېر شوی دی ولي بيا هم مطمئن نۀ دی.
لا خو دغزل ارته سينه کښي مزل پاتي دی
لا خو راتېر شوى د ژوندون له تجربو نۀ يم
هم دغه د دهٴ د ژوندي شاعر په حېث يو ژوندی ثبوت دی چي څوک ئې په يو صورت کښي هم په ډډه كولائ نۀ شي او د زړۀ د اخلاصه به د ښاغلي د ژوندي غزل اعتراف كوي چي هغه نۀ يوازي د وخت په غږ کښي خپل غږ ګډ كړی دی بلكې د فني او هنري غوښتنو خيال ئې هم ساتلی دی.