رشيد احمد
دبابو جان شعري مجموعه په وړومبي ځل پښتو اکېډمۍ کوټي چاپ کړې ده او دغه نسخه ښاغلي سليم بنګښ څېړلې ده او اوږده دقيقه سريزه ئې پرې ليکلې چي د بابو جان دفکر،فن او ژوند نه ئې پرده پورته کړې ده او دپوهانو اومحققينو دتحقيق په رڼا کښي اولس ته وړاندي کړې ده. په دې مضمون کښي موږ دغه زيار ته يوه کتنه کړې ده.
پښتو ژبه کښي څېړني.
اکېډمۍ او داسي نوري تحقيقي ادارې ددې دپاره په وجود کښي راوستلی شي چي ژور تحقيقي کار پکښي اوشي او د کوم مقصد دپاره چي جوړولی هغه په ښه ډول سر ته او رسوي. ولي دغه تحقيقونه په ځانګړي ډول په شخصي توګه هم کولی شي. دپښتو ژبي او ادب دتحقيق دپاره په پېښور پوهنتون کښي د پښتونخوا دليکوالو، شاعرانو اودانشورانو د ډېرو مطالبو اوقراردادونو نه وروستو پښتو اکېډمۍ قائمه کړلی شوه. او بيا دغه خلګو دا غوښتني کولې چي دغه دپېښور پوهنتون پښتو اکېډمۍ دي په سائنسي او جديدو خطونو تحقيق ته دوام ورکړي. د دې نه وروستو په کوټه کښي دپښتو اکېډمۍ قيام هم دداسي ضرورتونو نتيجه ده. پښتو اکېډمۍ کوټي او دهغې سره تړلو څېړنکارو،دانشورانو او ليکوالو تر خپله وسه هم په دې ميدان کښي خپل وس کړی دی او د پښتو ژبي دې دواړو اکېډميو د تحقيق په ميدان کښي ډېر زيات کار کړی دی او ښۀ پوره څېړني ئې کړي دي. خو کار اودرېږي نۀ، دوخت سره ترقي کوي او دوام مومي.
په پښتو ژبه او ادب باندي په ځانګړې توګه شخصي تحقيق اوڅېړني هم ډېري اوپه زړۀ شوي دي. لکه دمثال په توګه ښاغلی همېش خليل او ښاغلی دوست محمد خان کامل به واخلو. دې دواړو ښاغليو پښتو ادب ته داسي پيرزويني کړي دي چي مثال ئې نشته. ښاغلي همېش خليل دپښتو د زړو شاعرانو ديوانونه اولټول، و ئې څېړل،تحقيق ئې پرې اوکړو اواولس ته ئې وړاندي کړل. محترم دوست محمدخان کامل چي د پېشې په لحاظ وکيل ؤ، ولي پښتو ادب ته ئې داسي پيرزويني اوکړې چي تر قيامته پښتو ويونکي وي نو ياد به ئې ساتي. هم دغه رنګه محترم علامه عبدالحئ حبيبي صاحب په کابل کښي پښتو ادب و روزلو او او پانګه ئې ورله پراخه کړه او دپښتو ادب بنيادونه ئې پاخۀ اومضبوط کړل. دغه ځانګړي او شخصي تحقيقونه اوس هم دوام لري.
د ښاغلي سليم بنګښ کارنامه.
په دې وروستو وختونو کښي داسی کارنامه ښاغلي سليم بنګښ هم کړې ده او هغه داسي چي د محترم بابو جان مجموعه ئې راپېدا کړه. د هغې څېړنه ئې اوکړه او دخپل يو اوږد بحث سره ئې اولس او د پښتو ادب مئينانو ته دپښتو اکېډمۍ کوټي په تعاون او مرستي سره وړاندي کړه.
دپښتو اکېډمۍ کوټي پيرزويني.
دپښتو اکېډمۍ کوټي قيام هم دپښتو ژبي او ادب د پياوړتيا لپاره د سهېلي پښتونخوا دپښتنو ارمان او د قدرت يوه لويه پيرزوينه ده. پښتو اکېډمۍ کوټي د شاعرانو، اديبانو او ليکوالو دشعري ټولګو سره سره تحقيقي کتابونه هم پښتو ادب ته پېرزو کړي دي او د پښتو ادب روزنه کوي. پښتو اکېډمۍ کوټه نۀ يوازي کتابونه چاپ کوي بلکې د پښتو ادب اومحققينو مقالو چاپ کولو دپاره درې مياشتنۍ مجله " ليکني" هم دا اوس په باقاعدګۍ سره چاپوي.
د بابو جان د دې مجموعې دچاپ نه اګاهو، پښتو اکېډمۍ کوټي د محترم حنان بارکزي ديوان هم چاپ کړی دی. ښاغلي سليم بنګښ په دې مجموعه محترم سيدخيرمحمد عارف "د بابو جان دا مجموعه" سرخط لاندي ليکل کړي دي او محترم ډاکټر عبدالرؤف رفيقي د "بابوجان دغه ديوان" د سر خط لاندي ليکل کړي. دواړو ښاغليو ادب پوهانو پرې لنډي خو جامع تبصرې کړي دي.
دبابو جان د دې شعري مجموعې موندنه.
ښاغلي سليم بنګښ ته ددې کتاب ترلاسه کېدل يو اتفاق دی. د هغۀ وېنا ده چي يو ځل زما يو دوست راغلو اوماته ئې دبابو جان دا نسخه راکړه او وئې وئيل چي دا په پښتو کښي ده که نۀ؟ نو ماورته اووې چي هو. او دائې هم ووئيل چي دا نسخه دکرک ديو کلي په جمات کښي د زړو قرآن شريفونو سره پرته وه. نو ما ووئيل چي تاسو خو په پښتو پوهېږی. نو ځکه مي تاسو ته راوړه. ښاغلی سليم بنګښ وائي چي د دې نه وروستو ما په دې تحقيق شروع کړو او د بابو جان په هکله مي معلومات راټول کړل. لکه پټه خزانه، پښتانۀ شعراء، د راورټي ،ډورن او شمس العلماء مير احمد شاه رضواني کتابونه ټول ئې اولټول او يوه په زړۀ پوري دقيقه سريزه ئې ورله اوليکله. د دغه ټولو کتابونو اومعلومو ذريعو په حواله ئې د بابو جان دکلي، وطن، زدکړو او وفات په هکله ټول حقائق اوڅېړل او لوستونکو ته ئې وړاندي کړل۔
بابوجان د پښتو تذکرو په پاڼو کښي.
د نورو پښتنو ليکوالو شاعرانو په شان د محترم بابو جان ژوند هم دوخت په ګردونو کښي پټ دی او ډېر کم معلومات موږ ته په لاس راغلي دي. دا ځانله خبره ده چي چرته د رحمان بابا کتاب موندی شو نو هلته د بابوجان د ديوان قلمي نسخه هم موجوده وي. ولي چا ئې د څېړلو اوچاپ کولو هڅه نۀ وه کړې. مستشرقينو لکه ډورن او راورټي د بابوجان کلام مسجع اومقفع نثر بللی دی. له دې کبله چي د بابو جان کلام لکه د نثر ليکلی شوی دی او په وړومبي ځل محترم عبدالشکور رشاد د بابو جان کلام اوڅېړلو او دا ئې اوښودل چي دا مسجع اومقفع نثر نۀ بلکې د هغه منظوم کلام دی او شعرونه ئې ورله بېل کړل. محترم زلمی هېواد مل وائي چی بابوجان د اورنګزيب عالمګير په دور کښي ژوند کولو. محترم صديق الله رښتين ئې د خيرالبيان او مخزن د ليک پيرو يادوي. شمس العلماء مير احمد شاه رضواني ئې د پښتو د سر اتۀ شاعرانو کښي يادوي. ښاغلی همېش خليل ئې په خپلو تذکرو کښي ياد کړی دی او دهغه نه وروستو د بابو جان مجموعه ښاغلي سليم بنګښ په وړومبي ځل اوڅېړله، برابره ئې کړه او پښتو اکېډمۍ کوټي ورله چاپ کړه.
دبابوجان د ديوان وړومبی اشاعت.
د بابو جان د مجموعې او ديوان سره د پښتو ادب مينه وال په وړومبي ځل اشنا شول. د دې نه اګاهو د بابوجان ديوان اوکلام دمجموعې په ډول نۀ دي چاپ شوي. د پښتو اکېډمۍ کوټي لويو ادب پوهانو لکه محترم خيرمحمدعارف صاحب او محترم ډاکټر عبدالرؤف رفيقي صاحب يوه کميټۍ ته دغه دسليم بنګښ زيار وړاندي کړو او د دغه لويو پوهانو دليکونو او سند سره دبابو جان دا مجموعه په وړومبي ځل شائع کړه او اولس ته ئې وړاندي کړه. پښتو اکېډمۍ کوټي دغه مجموعه په ښائسته کاغذ په رنګين جلد کښي چاپ کړې ده او بايد دپښتو هره لا ئبريرۍ ئې ولري.
دبابو جان د ژوند او فن په هکله.
ښاغلي سليم بنګښ د بابو جان د ژوند او فن په اسانو ټکو کښي د بيانولو دپاره په سريزه کښي بلها تفصيل بيان کړی دی. د ليکوال دژوند فن دپاره ئې هغه ټولي حوالې لټولي دي دچرته نه چي د بابو جان دفن اوشخصيت په هکله څۀ معلومات تر لاسه کېدائ شول. تردې چي دهغۀ دقبر په لټون کښي ئې تکليفونه تېر کړي دي او د هغې تعين ئې کړی دی او دکتاب په شا ټائټل يعني وروستۍ شا پاڼه ئې دبابو جان دقبر عکس ورکړی دی.
ښاغلي سليم بنګښ بابو جان ته منسوب ټول واقعات او قصې نقل کړي،څېړلي او خپل خيال او رائ ئې پرې ورکړې ده.
دبابوجان دا ديوان.
دبابوجان داشعري مجموعه د حمدونو، نعتونو، شرعي احکامو، ځيني يوناني نظرياتو لکه د انسان جوړښت د عناصر اربعه،قصص القرآن،واقعاتو، قرآني ايتونو او احاديثو د تشريح، مناقبو او نصيحتونو يوه پنګه ده.
د کتاب شروع د حمد نه شوې ده،بيا ورپسې نورحمدونه ،نعتونه او الف نامه راغلې ده. دشرعي احکامو اونصيحت نه وروستو د انسان دتخليق په هکله دايوناني نظريه(مخ ۳۸۰) چي انسان د څلورو عنصرونو نه جوړ دی او چي کوم عنصر زيات او غالب شي نو د نورو خوبۍ پټي کړي لکه چي وائي(مخ ۳۸۰)
چي هريو پکښي غالب شي
کل هستۍ واخلي له نوره
ددې نه وروستو د دنيا د پېدا کېدلو ذکر دی او د مختلفو دورونو حال ئې بيان کړی دی لکه د واورو دور ، دځناورو دور، د پيريانو او ديوانو دور او بيا دانسان دور. ارواحانو پېدائښت، يوم الست، د هغې نه وروستو دانسان دنيا ته راتلل. ددې نه وروستو قصص الانبياء دی او په ترتيب کښي تر اخري نبې صلی الله عليه وسلم ذکر دی او سيرت ئې بيان کړی دی.
دپيغمبرانو اکثر حالات ئې په پوره تفصيل سره بيان کړي دي او ځيني معلومات ئې راوړي دي. د دې نه علاوه يوه قصيده ثرياني ده، وعظ ونصيحت او دغور وفکر دعوت دی.
دبابوجان دا ديوان د پند ونصيحت نه ډک دی. د ښو انسانانو خوبۍ او ښۀ اعمال ئې ستائيلي دي او بدکردارانو ته ئې پکښي تنبيه ورکړې ده.
دلته ما ځان د ځيني تفصيل نه ژغورلی دی او دکتاب ځيني عنوانونه او مضامين مي ليکلي دي چي داسي لوستونکي اصل عبارت وګوري او خوند ترېنه واخلي.