خليل باور
اديب، ليکوال، شاعر هم د دغي ټولني يو معقول غړی دی. په هم دغه ټولنه کښي ژوند کوي، خو د دۀ په سوچ کښي د ټولني د نورو وګړو پر تله پراخوالی ليدل کېږي، په تخيل کښي ئې ژورتيا په شعور کښي ئې بيداري او احساس کښي ئې شدت وي. که د ټولني يو عام وګړی د خپلي ټولني د شخړو او مشکلاتو د حل هواري په فکر کښي کېدائ شي نو يو ليکوال شاعر چي تر ټولو زيات حساس وي څنګه غافل پاته کېدائ شي. هغه خو له ډېرو زاويو د ټولني د کتلو صلاحيت لري هغه يوازي پر دې باندي اکتفا نۀ شي کولائ چي فقط د ټولني له وګړو سره د همدردۍ پر بنياد د هغو د جذباتو او احساساتو ترجماني وکړي يا دا وخت چي ټولنه په کوم کېفيت کښي وي د هغو کېفياتو يو خاکه وړاندي کړي بلکې د هغۀ هڅه دا وي چي د ټولني له وګړو سره داسي هم کلام شي چي هغوئ د خپل ژوند په هکله شعور پېدا کړي، د خپلي ټولني په لوړو ژورو خبر شي. که په ټولنه کښي څۀ ناهمواري څۀ کمي کمزوري وي د هغو د لېري کولو فکر وکړي او د ټولني په بد لولو کښي خپل رول ولوبوي. د يو ليکوال و شاعر د شخصيت د دريافت او انکشاف هم دغه يوه تله ده. هغه که د ژوند ژواک شعور لري. د نړۍ پر معاملا تو ئې نظر وي. د قامي پېښو په هکله په درست زاويه نظر غور و فکر کولائ شي نو دی د لوړ شخصيت څښتن دی د دۀ دپاره بيا لازمي ده چي د داسي خيالاتو څرګندونه په داسي فني پېرايه کښي وکړي چي د دۀ سامعين يا لوستونکي د دۀ د احساساتو او جذباتو په کچه د ټولني په وده و ورداشت کښي خپل رول لوبولو ته تيار شي. دا رنګه اديب شاعر چي د ټولني له کلتوري ګلدستې څخه کوم رس اخلي د شاتو په شکل ئې بېرته ور غبرګ کړي.او له خپل مسؤليت څخه بري الزمه شي.
خو دا پرېکړه به څوک کوي؟ چي ليکوال شاعر له خپلي ذمه وارۍ څخه تر څو حده بري شوی دی. يو زمانه هغه وه چي د کره کتني مرکز ليکوال و شاعر ؤ. د يو فنپارې د ډي کوډ کولو دپاره يا په بله معنا د تشريح کولو دپاره به د ليکونکي ژوند ليک بنيادي کليدګڼل کېده. هغه به ښه تشريح و توضيح ګڼل کېده کومه چي به د ليکوال د ژوند ليک په رڼا کښي شوې وه. خو هغه انداز بيا په دې مطعون وګرځېدۀ چي معنا د يوه شخصيت تابع نۀ شي کېدائ. په دې نظر کښي څۀ سياست هم ور ګډ ؤ. فکر دا کېدۀ چي مقتدر قوتونه ژبه د خپلو مقاصدو د پره کولو دپاره کاروي. هر لفظ او هري اصطلاح ته خپلي معناوي ور اغوندي او ساده يا بې سواده اولس تر خپل تسلط لاندي راولي. د شلمي ميلادي پېړۍ له نيمائي راوروسته لوستونکي د دې معيار وګرځول شول. ولي چي تر څو لوستونکي فنپاره ونۀ لولي د هغې فنپارې وجود په نۀ حساب وي. خو په دې طرز کښي بيا قباحت دا ؤ چي د لوستونکي استعداد به متفرق ؤ، چا به زيات استعداد درلود چا به کم، ځکه دا ميزان هم ښه ميزان نۀ شو ثابت، ولي چي دا دواړي انتهاوي وې. د اعتدال نکته امتزاج دی. د تنقيد طواف همېشه پر دې مثلت باندي دی چي فنپاره ده پر يوه سر ئې ليکوال دی او پر بل ئې قاري يا لوستونکی. څومري چي د يو فنپارې د ليکوال دپاره د ليکونکي سوانح لا زمي دی دغومري د فنپارې داخلي ساخت هم د اهميت وړ دی ځکه خو د داسي سيمنارونو عنوان "فن او شخصيت" وي.
فن او شخصيت د يوې پاڼي دوه مخونه دي چي شمارل کېږي خو جلا جلا مګر سره جلا کېدائ نۀ شي. که د فن او شخصيت د تقدم او تاخُر سوال راشي نو د ټولني د عام غړو دپاره فن مهم دی. خو د تجزيه نګار يا مترشح دپاره د ليکونکي د شخصيت اهميت تر فن په کمه نۀ دی.
ښاغلي معذوريار چي کله د دۀ پر شاعري د ليکلو دپاره بلنه راکړه نو ئې دا تاکيد هم راته کړی ؤ چي د دۀ د شخصيت په باب هم څه وليکم.
ښاغلی پروفېسر احمد لاري وائي چي د انسان د شخصيت په جوړولو کښي دوه شيان بنيادي رول لري. يو د دۀ جبلت يعني د دۀ د حياتياتي وجود غوښتني ضرورتونه او تقاضې. او بل د تهذيب و تمدن اثرات. انسان چي څومري باشعوره وي د تهذيب و تمدن اثرات دغومري ورباندي زيات وي. دا دواړه بالعکس متناسب دي چي يو زياتېږي بل هم ورسره زياتېږي، هم دغه اثرات د دۀ عقيدې، نظرئې او اخلاقي تصورات تشکيلوي.
د شخصيت يوه عوامي سطح وي. د يو انسان کړۀ وړۀ لباس په عامو حالا تو کښي د يوه و قوعې و خواته د دۀ پاملرنه او رد عمل، خو چي کله فن ورسره وتړل شي نو مراد ئې د شخصيت مباديات نۀ وي بلکې د شخصيت ژورتيا ته کوزېدل وي. د کوم دپاره چي د ډېري مطالعې مشاهدې او تجربې ضرورت وي چي زه ئې نۀ لرم خو چي هر څه مي ليکلي دي هغه ستاسو په وړاندي ږدم.
د نفسياتو معالجين د يو چا باطن ته د کوزېدو دپاره چي کومي طريقې استعمالوي له هغو څخه يو د Free Assoceation ازاد تلازم ده. په دې طريقه کښي معالج خپل معمول( د چا علاج چي روان وي) ته وائي چي څۀ په ذهن کښي درځي هغه وايه وېره، خوف، شرم وحيا ادب و اداب له خيال وباسه، د لفظونو د انتخاب يا جملو د ساخت فکر هم مۀ کوه، دغه ازادي خبري معالج پر ريکارډ راولي بيا د هغو په شننه وڅېړنه د مريض د نفسياتي کيفياتو تشخيص کوي. د يو ليکوال او شاعر دغه ازادي خبري د دۀ کلام دی چي د هغۀ په شننه وڅېړنه ئې شخصيت ته د رسېدو لار جوړېدائ شي.
ښاغلی شفيق العالم معذوريار چي په کوم محيط کښي زېږېدلی دی، په کوم ماحول کښي د دۀ د شخصيت بنيادي خښته ايښولې شوې ده او بيا په کوم چاپېريال کښي د دۀ د شخصيت تعمير شوی دی، هغه ټول زما او ستاسو مخته دي. دی خپله د دې چاپېريال نقشه داسي جوړوي.
حفاظت به مي څوک وکړي بې له تا لويه څښتنه!
چي شپانۀ مي هم دښمن شو چرموښانو ته مي سپاري
دلته بل رنګه قانون دی دلته بل رنګه رواج دی
ګيدړان مو دلته ګوره د زمريانو سره ساري
رښتيا هم دلته هر وګړی د عدم تحفظ ښکار دی. بې له لويه خدايه بله اسره د چا نشته، يوازي د سر غم خو نۀ دی د مال د تحفظ هم هيڅ ضمانت نشته، د عزت د تحفظ هم ضمانت نشته، د منسب د تحفظ هم ضمانت نشته، شپون خو د رمې محافظ وي، هغۀ چي له چرموښانو سره يوه خُله شي نو د رمې به څۀ حال وي. د دغسي شپون لاس چي د هر چا پر سر پروت وي هغه که ګيدړ وي نو هم د زمريانو خو ئې کوي. زموږ په شا و خوا کښي ئې موږ وينو هغه څوک چي تر پرونه ئې اوړه په پور اخستل نن د تورو شيشو په ګاډيو کښي ګرځي او د هر چا د وږني او بې ابه کولو لا ئسنسونه ورسره دي. اوس د منسب دپاره اهليت شرط نۀ دی، بلکې د شپانه ملګرتيا کافي ده. اهليت د ښۀ و بد تميز د موقع و محل د ادابو احترام، حکمت او پوهه، عقل شعور مينه دا ټول د رجعت و پسماندګۍ علامات ګڼل کېږي.
افسوس په دې چي ټپوس ځان تېر کړ د باز په نامه
په حېراني مي پر دستور د دې دنيا وژړل
مينه، شعور، عقل، تميز دا خلګ ټوقي ګڼي
دغه ګناه بولي که چا پر حال د چا وژړل
د لوئي معيار دنيا ده، دولت دی، منصب دی. ځکه هر انسان دغه معيار ته د رسېدلو دپاره هره جائزه و ناجائزه ذريعه استعمالوي:
چا راته ونۀ کتل کله د انسان په نظر
ګوره چي څۀ بده بلا يم د جهان په نظر
خان و سردار نواب خو پرېږده پر خپل ځائ هلته
بايد چي ورشي هر غريب ته غريبان په نظر
د ځان ځاني او ځان خوښۍ انتها ده. خان، سردار او نواب له خپلي ټولني او خپل رعايا څخه بېګانه شوی دی. دا خو لا هلته پرېږده دا نور پاته انسانان داسي د نفسا نفسي ښکار دي چي يو د بل دپاره نرمه ګوشه نۀ لري. د ټولني روايتي ساخت له شکست و ريخت سره مخامخ دي. پخوا به د ټولني غړي د سپېڅلو اقدارو په تار سره تړلي وو هغه اوس د لباس مصنوعيت او ظاهري راسي پاسي په تار تړلي دي:
زړګی خو مي موم نۀ دی چي په اور د لباس وئيلي شي
خلوص و محبت دلته د چا په سترګو نۀ وينم
ظاهري همدردياني خو د هر چا راسره دي
د ځان پر حال زۀ هيڅوک په ژړا په سترګو نۀ وينم
يا دا شعر
دهوکه او مکر وينم نن له ورور سره د ورور
په داسي حال کښي څنګه زړۀ صفا کړم زندګي!
د خپل او بل تميز به څنګه وکړم دلته زۀ
نظر چي پر حالاتو د دنيا کړم زندګي!
د ټولني وګړو چي په کوم اميد او کومه اسره ژوند کاوه هغو ټولو نن اعتبار بائللی دی. د ټولني مشر، خان، نواب، سردار، مخکښ، راهنما دا ټول په خپلو خپلو کښتيو کښي سپارۀ پر جلا جلا لارو د خپل منزل و خوا ته سفر کوي. د هر يوۀ پر خپلو مفاداتو نظر دی. د خپلو مفاداتو د تحفظ په خاطر د بل د مفاداتو دپاره خطره جوړ شوي دي. تر ټولو لويه اسره د سپېڅلي دين وه، د دين له مبليغينو دا طمع کېده چي هغۀ د ټولني د مفاداتو تحفظ وکړي. هغه هم موږ وينو په ډلو کښي وېښلي دي. د فروعي اختلافاتو پر بنياد يو بل د مسلمانۍ له دائرې باسي. حتٰی چي د مرګ او ژوبلي له فساده هم مخ نۀ اړوي. دنياوي ګټي د دين تر لېبل لاندي تر لاسه کوي د قرآن پاک له دې ايت مبارک څخه سراسر "انحراف کوي". " وَلَا تَلْبِسُوا الْحَقَّ بِالْبَاطِلِ البقرة:۴۲ " د دوئ د دې ناروا روئې له کبله حق و باطل سره جلا کول ناممکن شوي دي. ځکه ښاغلی معذوريار پر دې وئيلو باندي مجبور شوی دی.
علم دي څۀ شو اې طالبه! کتابونه څۀ شو
نن په ګناه ولي اخته شوې ثوابونه څۀ شو
تر امامت چي دي کرسۍ د وزارت خوښه کره
ناست په کرسۍ کښي ئې مسجد و محرابونه څۀ شو
نن چي د سياست کوم انداز او کوم معيار دی چوکۍ چي په کومو ذريعو ګټل کېږي، فنډونه څنګه کارېږي، حق حقدار ته څنګه رسېږي، په حيث د ټولني د يو حساس غړی معذوريار پر دې باندي څنګه پټه خُله شي.
ليډره! ستا خو وي کرسۍ د وزارت لوئ ارمان
تۀ دمظلوم د فريادونو قصې څۀ له کوې؟
دا د ټولني هغه مصنوعي ساخت دی چي د سراب رنګه ساده لوح انسانان ئې په ظاهري صورت غولېږي، خو معذوريار د دې حقيقت ته رسېدلی دی چي دا ټولنه د دوزخ مترادف ده.
په جهنم کښي د جنت خبري څنګه وکړم
وېرېږم ډېر د حقيقت خبري څنګه وکړم
چي رښتيا وايم هغه وخت شم زۀ په ژبه ګونګی
پټ مي په زړۀ کښي دی هېبت خبري څنګه وکړم
دلته د دروېش دراني هم يو شعر ورياد شو وائي
رښتيا هم وايم خوشحالي د ملت هم غواړمه
عجب ساده يم چي سر سلامت هم غواړمه
معذوريار باوجود له دې چي وېرېږي حقيقت نۀ شي وئيلائ هېبت ئې په زړۀ کښي پروت دی، خو بيا ئې هم ډېر حقيقتونه لڅ کړي دي.
په تېره نيمه صدۍ کښي چي پر دې خاوره کوم ناورين تېر شو لا تېرېږي د هغه اغيز د دې خاوري د وګړو پر ذهنونو باندي څنګه کېږي، د اشرف المخلوقاتو د شرف ګرېوان تر لمني پوري پاره شو هغه وحشت و بربريت چي چا ئې تصور هم نۀ شو کولائ. نۀ د ژوند ئې د عزت نفس خيال وساتل شو، نۀ د مړي د احترام خيال. فرشتو چي الله پاک ته وئيل چي: د انسان پر مځکه باندي خپل نائب ټاکي؟ دا به هلته فساد کوي ويني به تويوي.
قَالُوا أَتَجْعَلُ فِيهَا مَنْ يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاءَ (البقرة: ۳۰)
هغه اشاره شايد دې زمانې ته وه. انسان ووژني د موټر دپاټ پرزو رنګه ئې ټول اندامونه سره جلا کړي سر ئې له تنه پرې کړي او د فټ بال رنګه ئې په کيکانو وهي. يا ئې د ډول رنګه په نرۍ لښته ټکوي.
مېندي شوې بوري، خوندي وراري، ناوياني کونډي
د ماشومانو له سلګيو سره څۀ وکړمه
له پردو نۀ کوم ګيله راسره نۀ ځي پر لار
له خپلو وروڼو سکنيو سره څۀ وکړمه
دا د الميه چي ورور د ورور په سينه کښي توره ورماته کړي، ورور د ورور په وينو لمن داغداره کړي دروېش درانی وائي:
ما خپله توره کړه د ورور په زړۀ کښي ماته خدايه!
چي دښمن راغی زۀ په دوه لاسه وم پاته خدايه!
دا دی د وطن صورت حال دا د هغه وطن نقشه ده چي معذوريار پکښي زېږېدلی دی او د دۀ د شخصيت تعمير پکښي شوی دی. اوس تاسو وواياست چي له هغه تاسو د څنګه شاعرۍ توقع ساتئ. په داسي ماحول کښي خو د ضد، انا پرستۍ، نټي، انتقام، تخريب، مايوسي، سر د مهرۍ، تهنائي او محرومۍ پرورش کېدی شي. دا ماحول د ميني محبت، همدردۍ، روا دارۍ، انسان دوستۍ، صله رحمۍ، ورور ولۍ غوندي جذباتو د فصل دپاره يوه خاشه زرخېزي هم نۀ لري. په داسي حال کښي چي هره اسره ودرېږي، هر اعتماد و اعتبار او سپردګي ختمه شي نو حساس انسان بيا له هجوم څخه دباندي راووځي تنها شي، ځان ته ئې پام شي له معروض څخه له خارج څخه ځان راټول کړي، خپل اندرون ته سفر شروع کړي، بيا په يو داسي خول کښي بند شي چي بيا هري خواته ګوري نو يوازي خپل ځان په نظر ورځي.
د بشرياتو استاد او د نفسياتو ماهر يونګ د انسان شخصيت په دوو اصنا فو کښي ويښلی دی يوۀ ته Extroversion او بل ته Introversion وائي. موږ اول الذکر ته بهرون بين اور اخير الزاکر ته درونا بين وئيلائ شو. بهرون بين هغه شخصيت وي چي هغه په خارجي دنيا کښي دلچسپي لري. د دۀ خواهش وي چي دنيا اباده وي خوشحاله وي عملي مزاج لري. د خلګو په هجوم کښي، په رش کش کښي ډېر خوشحاله وي. ټوکي ټکالي او مسخرې خوښوي د جاه و منسب شوق لري. کاروبار سياست شر و شور يي خوښ وي، لاکن درون بين د دې اپوټه تنهائي خوښوي په سوچ و فکر او باطني دنيا کښي ورک وي له عمله تښتي ګوښه نشين وي د جذباتو او تخيلا تو شغل ئې خوښ وي د داسي ماحول پېدا وار هم دغه درون بين شخصيات وي.
اوس د ښاغلي معذوريار د کتاب د غزلو له برخي څخه په فال يا په قرعه باندي د لسو غزلو مطلعې را اخلم اوګورم چي دی په دې مطلعو کښي خپل شخصيت څنګه وړاندي کوي.
۱: وير کوم ژړا کوم په تا پسي
نۀ يم سر ګردانه په بل چا پسي
۲: په کور او کلي کښي مي شور شو ولي
دا خپل ژوندون راته پېغور شو ولي
۳: سا مي شوه تنګه دلته نن له دې نړۍ وځم
زۀ نابينا يم د بيناوو له ټولۍ وځم
۴: راکړه د فرياد لپاره ما لره نی راکړه
نن يم خماري ياره! ساقي راله می راکړه
۵: ظالمه! نن مي د دړدونو قصې څله څېړې
د سوو سوو ارمانونو قصې څله څېړې
۶: دا چا وئيل زما په باب چي زۀ بهار څارمه
زۀ خو انګار کښي خوږ زړګي لره قرار څارمه
۷: ژوند تېروم خدايه! په ژوند کښي د بل چا په اختيار
د ژوند يوه چاره تر سره نۀ کړه ما په اختيار
۸: دوئ د لمني دی له زړۀ مي د زړۀ رنګه ووځه
زړۀ مي قرار غواړي ورځه ترې نۀ غورځنګه ووځه
۹: ځکه نړۍ کښي مي وقار نشته
چي مي پر سر باندي دستار نشته
۱۰: تۀ پټوې له مانه نن د قدمونو سکاسه
زۀ اورېدی شم د زړۀ په غوږ د زړونو سکاسه
اوس به په دغه ترتيب د هر شعر مرکزي خيال راواخلو او وبه ګورو چي څۀ رنګه جذبات پکښې دي:
۱: وير، ژړا، سر ګرداني (غمګين جذبات)
۲: احساس کمتري، تشويش (// // //)
۳: سا تنګي، فرار، فرياد (// // //)
۴: فرار، فرياد، بې خودي (// // //)
۵: بېزاري، فرياد، زودرنجي (// // //)
۶: انتقام، ضد، خود ازيتي (// // //)
۷: جبريت، مايوسي، همدردي غوښتل(////)
۸: بېزاري، فرار، خود کشي ته ميلان (// //)
۹:محرومي، بې توقيري، قناعت نه کول (// //)
۱۰: شک مزاجي، عدم تحفظ، برتري ثابتول (// //)
له دې نکتو څخه په مجموعي توګه موږ يوه نتيجه اخذ کولائ شو چي معذوريار درون بين، جذباتي، ضدي، نفس تنګی تر جبر لاندي ازيت خوښونکی او خوابدی شاعر دی. داسي ولي دی د دې وجوهات مي مخکښي در وښودل. يو قدم نور مخته ځم او تاسو د څو لمحو دپاره ماضي ته بيايم او د نړۍ له تاريخ څخه (بالخصوص د يورپ له تاريخ څخه) يو څو پېښي زموږ د اوس له حالاتو سره موازنه کوم او بيا د ښاغلي معذوريار شاعري ته راځم.
انسان ته چي حقيقت وئيل څومره ګران دی حقيقت اورېدل تر هغه هم ورته ګران دی. ولي چي انسان په نيم خوابيده حالت کښي ډېر سکون محسوسوي. په هر دور کښي انسان د هغه دور د Myths په خمار کښي لذت اخلي. هغه متهـ که مات شي نو انسان له يو قسم اضطراب او بې چينې سره مخامخ شي. داسي لکه يو څوک چي په خواږۀ خوب بيده وي او يو ښۀ خوندور خوب ويني. که څوک هغه وښوروي له خوبه ئې راويښ کړي د حقيقت دنيا ته ئې راولي نو هغه به ډېر سخت خوابدی شي. هغه ته به د ډېر تاوان احساس وشي. ولي چي په هغه خواب کښي چي څومري خوند شته هغه په حقيقي دنيا يا حقيقي و منطقي ژوند کښي نشته.
تر شپاړسمه ميلادي پېړۍ مخکښي انسان د خپل ذات او دې کائنات په اړه يو خاص تصور درلود. انسان د خدائ يو حسين شاهکار وو پر دا مځکه دخدائ خليفه ؤ. د کائنات د تکوين په هکله ئې هم يو زاويه نظر ؤ. مځکه ولاړه وه، لمر به شا و خوا باندي څرخېده. سم دم روان ژوند ؤ چي کوپرنيکس دې خاموش او ولاړ ډم ته کاڼی ورګزار کړ او وئې وئيل چي زما په خيال لمر ولاړ دی او مځکه ورباندي راڅرخي په دې ولاړو اوبو کښي څۀ لهرونه پېدا شول پر چرچ باندي دا خبره ډېره بده ولګېده. اولس سر خلاص نۀ کړ خاموشي شوه بيا دوه سوه کاله پس ګليلو دا خاموشي ماته کړه او په استقرائي دلا ئلو ئې دا ثابته کړه چي واقعي لمر ولاړ دی. شمسي نظام مرکز دی مځکه او نوري سيارې ورباندي راڅرخي. دا ځلي چرچ ډېره خوابده کړه ولي چي د ګليلو دا دريافت يا انکشاف د بائبل د تعلمياتو ضد ؤ. په سپينه ږيره ئې ګليلو ګرفتاره کړ او معافي ئې په واخسته. خو دا يو داسي حقيقت ؤ چي چا نظر اندازه کولائ نۀ شو. لږ موده پس ئې له بده مرغه "ډارون" هم د دغه ډم اوبو پر غاړه تېر شو او يو بل کاڼی ئې راګزار کړ. هغه ووئيل چي دا انسان جلا مقدس يا مشرف مخلوق نۀ دی دا د دغو حيواناتو د ارتقائي تسلسل اخيري کړۍ پړاؤ دی. له دې انکشاف سره په دې اوبو کښي ډېر هلچل پېدا شو. ځيني ئې پر کنارو واوښتې. انسان چي د پرواز پر کوم مقام قدم ايښی ؤ د زينې پر کوم پشلګي يا Step باندي ولاړ ؤ هغه زينه راچپه شوه. دی لاندي راولوېد هک پک شو چي دا له ما سره څۀ وشو؟ چرچ څۀ وائي؟ بائبل څۀ وائي؟ او حقيقت څۀ دی؟ د چرچ خلاف د عدم اعمتاد فضا خوره شوه، پکار دا ؤ چي اصلاحات شوي وائ. خلګ ئې مطمئن کړي وائ. خو چرچ پر ضد باندي ودرېد. دلته د چرچ په ضد مزاحمتي تحريک پېدا شو، هلته زرعي نظام چي انسان ته ئې ټولنيز مخلوط ژوند ورکړی ؤ، ژبه ئې ورکړې وه، اوزار ئې ورکړي وو، برابري وه، خپلواکي وه، هغه نظام پر ماتېدو شو. د صنعتي دور اغاز وشو د پېداوار کېفيت او کميت دواړه د انسان تر اختيار لاندي شول اوس د خدائي د اسرې يا سپردګۍ د مذهبي يا ټولنيز واقدارو څۀ احتياج پاته نۀ شو. سله رحمي، وسيله، همدردي د رواياتو احترام د ټولنيز و رشتو احترام ، د انسان ارزښت دا ټول بې معنا بې مقصده او لغو شول. بېرون بين شخصيات د صنعت خواته ولاړل. درون بين شخصيات د اقدارو د رواياتو احترام ته پاته شول. د ټولني يوه طبقه د قدرت دولت او اسائشونو خواته ولاړه. بله د هغوئ خدمت ته پاته شوه علم و هنر د بازار شی ؤ. اخستل او خرڅول ئې پېل شول. يوې خواته د ارباب اختيار ارباب اقتدار، استعمارګر طبقه پېدا شوه. د اصطلاحاتو معنا ګاني بدلي شوې اوس نعوذ بالله " علیٰ کل شی قدير " سرمايه دار دی. " ارحم الرٰحمين" کارخانه دار دی. لاندي طبقه د ځان د تحفظ په جدو جهد کښي لګيا ده. زړه ټولنه ختمه شوه زړې رشتې ختمي شوې د نفسا نفسي دور دی.
يوه طبقه لا اوس هم پر انسانيت باندي يقين لري. پر روا داري باندي يقين لري. په روايت پوري ئې لاسونه نيولي دي اقتدار پالي. د انسان د عظمت شرافت او تقدس ستوری لا نۀ دی پټ شوی لا ځلېږي. چي دوه نړيوال جنګونه کېږي د انسان خونخواره څهره رامخته کېږي. اقتدار جاګير او دولت چي د چا چا تر ميان مشترک قدر دی هغه يوې خواته ځي. او مايوسۍ تنهائي احساس کمتري اضطراب او افسردګۍ چي د چا مشترک قدر دی، هغه بلي خواته. زموږ د نن ټولنه او هغه ټولنه په کلتوري لحاظ به مختلف وي لاکن ذهني کېفيت ئې يو دی.
د هغه وخت د اثراتو لاندي چي په يورپ کښي کوم ادب تخليق شوی دی کوم ته چي جديد ادب وائي.
ډاکټر وحيد اختر د هغه اظهار داسي کوي.
"جديد شاعر چي د کومي تنهائي نوحه وائي هغه د دۀ ذاتي تنهائي يا مهرومي نۀ ده بلکې په يو رياکاره او بې ضميره ټولنه کښي د هر حساس فرد تنهائي و محرومي ده. د تنهائي دغه احساس د غصې او بغاوت جذبات پېدا کوي".
ځکه نو ښاغلی معذوريار چي د خپلي هري جذبې څرګندونه کوي په هغه کښي دغه د مايوسۍ او تنهائي عنصر ښکاره وي بلکې غالب وي.
د معذوريار د کتاب له مخ ۷۴۵ څخه پر مخ د لس غزلو شننه کوم او ګورم چي دا مفروضه تر کومه حده قابل اعتبار ده په دې غزلو کښي ټول اسمونه او فعلونه ۵۵۰ راغلي دي. په دې کښي ۱۶۳ توري داسي دي.
جرم، سزا، اور، جدا، اوسېدل ګران دي، پټه خُله، پېغور، له کوره وځم، بيابان ته، په بل ولات کښي، بېلتون، شړلی تر اور وتلی کاڼی، پور، جامې مي اور اخلي، لمبې، شر و شور، فرقه، جنګ، چور، چپاول، خانان، سرداران، نوابان، مالونه خوري، فخر، سوځم، ايمان، شړل، ډاکوګان، حکومتونه، وطن، وژني، باچا د سر زيان، وژني چراغان، جوړوي تيارې نۀ مني رڼا، پر سر اوري کاڼي، وطن سلامت نۀ دی، رشوت ، ملامتيا، اغيار، ډيو رنډ کرښه، سپېرې دوړي، تاتمول، ګونتانامو، شک، پښتني غرور، اېجنسو طابع، لاس دي مات، ژبه ګونګه، سپين سترګي، د مستقبل فېصلې، اسائش، قاتل، خلاف، جاهل، چاپلوسان، ناقابل، دلا ئل، اوخوړلو. مفاد، ډېر ګران دی، نۀ منو، پارلمان، د حق نعره، پر موږ باندي تېل، باطل، باغي، ظالم، خاموش، زغم، ملازم، مجبوري، خادم، حاجت نۀ لرو، ګناه، تېښته، لېوني، مجرمان، سزا، ميراث، مست اوښ، اغزن تار، يرغل، يرغلګرو، بارګېننګ، د کاڼو، سترګي، قاتل، کمزو دی او نور.
په دغه تورو کښي ډېر توري داسي دي چي هغه څو واره غبرګ شوي دي هغه ۱۶۱ دي. او له دغو څخه ۸۸ نور توري هغه دي چي په مغيره شکل استعمال شوي دي دا ټول ۳۱۲ شول پاته ۲۳۱ هغه توري داسي دي.
زړګی، محبت، خدمت، مېړانه، سينه، نصيب، عظمت، ځلا، رنګيني، جانان، حالات، محفل، مشر، روشن، مسلمان، تجربه، مومن، موضوع، پسول، پېغله، قلم، مخاطب، پښتون، وطن او نور، که د دغو تورو في صدي وګورو نو داسي ده. د اول قسم توري ۵۶.۷۲ في صده او دوهم قسم توري ۴۲ في صده. د اول قسم تورو في صدي پر زياته ده. ځکه د ښاغلي معذوريار پر ټوله شاعري باندي افسردګي مايوسي، تنهائي او احساس کمتري خوره ده له دې څخه مراد دا نۀ دی چي شاعري خرابه يا کمزورې ده. دا دشعر مزاج دی. د شعر اصل شی پېشکش دی. په دې لحاظ معذوريار په ټوله علاقه کښي تر چا کم نۀ دی.
تخليق کول په خاصه توګه شعر جوړول د لفظونو بازيګيري ده لفظ د ژبي دپاره هم د خام مواد کار کوي او د شعر دپاره هم فرق ئې فقط دا دی چي په ژبه کښي لفظ د ترسيل او بلاغ زيات صلاحيت لري په تخليق کښي دا صلاحيت خام شی تراکيب د ابهام او تجسس خواته زيات مائل وي. په ساده ټکو کښي وئيلائ شو چي د ژبي دوې سطحي وي لومړۍ سطح د توري د لغوي او حقيقي معنٰی استعمال ته ترجيح ورکوي. دوهمه سطح يا لوړه سطح ئې د لغوي يا حقيقي معنٰی له سطحي انحراف کوي. مجازي او استعاراتي بڼه لري د لومړۍ سطحي جوهر ابلاغ و ترسيل وي د دوهمي سطحي جوهر رعايت ، رمزيت او ابهام دی. په لومړۍ سطح کښي ژبه لکه شيشه شفافيت لري نظر پوري وري تروځي خو دوهمه سطح الوده ده شفافيت نۀ لري د سامع يا قاري نظر راګرځوي. شکيل کوي ئې. د اولي سطحي معنٰی ګاني وحدت لري. د دوهمي سطحي معنٰي ګاني کثرت د اولي سطحي معناوي يک طرفه دي. د دوهمي سطحي معناوي ډېر اطراف لري. په اصل کښي د شاعر معلوماتو او د ذهانت لېول ته نۀ کتل کېږي، بلکې دغه سطحي کتل کېږي دغه دوهمه سطح چي څومري افقي پراخوالی او عمودي ژوروالی لري هغه ښۀ تخليق ګڼل کېږي. خو دلته يوه خبره د ترجيح هم ده که ترجيح يوازي جمالياتي خط ته ورکول وي نو دوهمه سطح زيات کار امد ده او که منشا پند و نصحيت يا تبليغ ده نو دوهمه سطح ښه کار کوي. ترقي پسندو اديبانو هم دغه دوهمه سطح زياته په کار راوستلې ده. معذوريار هم شعر له زمريت او ابهام څخه خوندي ساتلی دی. دی خپله وائي:
په اشارو د شاعرۍ مي خلګ نه پوهېدۀ
نو مي شروع په دا سبب کړلو مبين شعرونه
د دۀ ژبه ساده، سوچه، روانه او شيرينه ده د داسي مزاج شاعري عموماً د خطابت بڼه لري. لاکن معذوريار چونکه درون بين دی خلګ رش کش او هجوم ئې نۀ دی خوښ، ځکه ئې شعر خود کلامي ته زيات نزدې دی. هم دغه علت دی چي د دۀ په شعر کښي زۀ، زما، ما، له ما، په ما، مانه، رنګه د متکلم ضميرونه زيات راغلي دي. که هغه د پېل مطلعې وګورو نو اندازه به در ته وشي چي دا خبره تر کومه حده سمه ده.