ډاکټرعبدالرحيم جلالزی
ډاکټر عبدالرحيم ته يو وخت ما وئيلي ؤ چي که چېرته د کوټي لورالائي يا ږوب په باره کښي خپل ياداښتونه راوليکي نو کېدائ شي چي زموږ د لوستونکو دپاره د دلچسپۍ وړ وګرځي. ډاکټر صاحب دا وخت په نيو جرسي امريکه کښي استوګن دی. کله نا کله دې خواته هم راستون شي. هغه د ډېري زَرَوي باوجود هم دا څو کرښي ليکلي دي چي موږ ئې د دۀ په انداز کښي چاپوو زما يادېږي چي ډېر پخوا ډاکټرعبدالرحيم د کوټي و ګلستان رسالې ته هم يو څۀ ور ليکلي ؤ او په اردو کښي ئې هم يو ناول په ۱۹۶۹ کال کښي د مجسمه سنګ په نامه ليکلی ؤ هغه هم د اوږدې مسافرۍ په دوران کښي ترې نه ورک شو. دلته يوازي د هغه ځيني ياداښت او خبري هو بهو د هغه په انداز کښي د دلچسپۍ برقرار ساتلو دپاره په دغه ګڼه کښي چاپوو، هغه د چا خبره ده:
يـــو ځـلې بيــا پـردې لار راشــه
په پخوانيو پلو دي پرېوتل ګړځونه
عارفؔ
ډېر وختونه تېر شو ما د خپل يوه مړۀ ملګري سره دا لوظ کړی ؤ چي پر کوم ځائ چي کوم نوم له سره ايښول شوی دی زۀ به هغۀ په هغۀ نامه يادوم. نۀ به فورټ سنډېمن ته ږوب وايم نۀ به هندو باغ ته مسلم باغ وايم او نۀ به د کوټي و روډونه په دا نوي نومونو يادوم.
دا ځکه چي له زړو نومونو سره زاړۀ اقدار تړلي دي. که چېرته انټر نيټ ته رسائي لرو نو د ۱۹۳۵ کال د زلزلې په عکسونو کښي د بروس روډ ننداره َوکَوئ. ويړ پراخ او ځلانده بازار، چي په قطبي سرکښي ئې د کوئټه سټېشنري مارټ نوم په ډېر امتياز ښکاره دی. بيا که مي په څلوېښتم (۱۹۴۰) عيسوي کال کښي دا سړک ليدلائ وائ د ښار ډېر په نام سړک ؤ، په سهېلي سر کښي ئې د حاجي فتح خان مشهور چاپ ؤ. په سهېلي سرکښي ئې د روډ پر دا بله خوا يو ايرانی هوټل ؤ چي د کالج والا استوګه به تر کالج هم زياته په کښي کېده. پراخ ښائسته او روښان سړک، چي يو دوه موټران به سوکه سوکه په درانوي کښي بهېدل لکه اوبه.
يو د کاکا محمد جان د زوئ موټر ؤ، يو د اسمعيل دراني د زوئ اوپل ايکارډ ؤ. د سړک په قطبي سرکښي د پټرول پمپ والا ډاج ډارټ ؤ. نۀ د خرۀ رېړۍ وې، نۀ دودونه(لوګي)، نۀ تنګ او تاريکي پلازې او مارکېټونه ؤ، نۀ پر فټ پات باندي ناجائز تجاوزات وو. ( ايا تاسو تر اوسه جائز تجاوزات هم ليدلي دي ). په دې خوشګواره او پر امن فضا کښي به هر ماځيګر د کالج ځوانانو، سياستدانانو او پنشن يافته اهلکارانو حاضري ورکوله او چا به د خپل معمول مطابق وخت په کافي هاؤس او سټينلې هوټل ريسټورنټ کښي په ګپ شپ تېرولو. چا به د زړو يارانو او همځولو سره د ناسټيلجيا خوندونه اخستو او چا به مازي Ogling کاوه. د دې پښتو نعم البدل و ماته نۀ دی معلوم.
بيا د سړک په سرکښي بائيسکوپ ؤ چي ښه معياري د اردو فلمونه ئې ښکاره کول، لکه (آګ، سزا، انداز) هغه د ساحر لدهيانوي وئيل راياد شو.
تم نہ جانے کس دنیا میں کھو گئے
ہم بھری دنیا میں تنہا ہو گئے
پر دا بله خوا د انګرېزي بائيسکوپ ؤ. خاموش پر امن او Serene جالي ځکه مي قصد کړی ؤ چي زوړ نوم به نۀ بدلوم، زوړ روډ به په زاړۀ نامه يادوم.
خو چي وخت بدل شو هر چا موټر واخست، د رشوت په موټر کښي به د مخ له شيشې سره دا ايت ټال ؤ (هذا من فضل ربی) او بيا ورسره ورسره د موټر نوم په ګاډۍ بدل شو، دلته و ماته د پهاړلي سانيال (څومره رومانوي نوم دی) هغه ګيت ر ا په ياد شو
چھٹے اسیر تو بدلا ہوا زمانہ تھا
نہ پھول تھے نہ چمن تھا نہ آشیانہ تھا
خو اوس چي کله پر اخباراتو پېښ شو نو ګورو جناح روډ میں مین ہول کی خرابی سے گندے پانی کا سیلاب په روډ کښي ګنده اوبه او پر څنډه دموټرانو قطارونه يو قيامت دی چي هر وخت ئې نوی نوی شکل وي.
بيا يو دم له غيب څخه (نوائے سروش) راغی چي هلکه! خپه مۀ شې اوس که هر څۀ ورته وائې وايه! ولي دا نوم اوس هم اسم با مسمٰی دی.
ولي قصد کړی دی چي د خپل مړۀ ملګري بغير اجازت نه زۀ نوم نۀ بدلوم، هغه که له خوبه يا په استخاره کښي راته ووائي نو سمه ده.
يو وخت له اسلام اباد څخه په موټر کښي راروان وم چي يو ګېټ مي وليدی ورباندي ليک ؤ، " باب ږوب". حيران شوم چي ږوب چېري دی باب ئې چېري دی. څرګنده دي وي، دا ځائ چي اوس ږوب بلل کېږي خپل پخوانی نوم هم لري ښائسته او سپين (اپوزۍ) په قول د پاڼي والا.
د شلمي عيسوي صدۍ په اخيري لسمه کښي رابرټ سنډېمن يوه لويه قبائلي جرګه راوغوښته. په دا زمانه کښي په علاقه کښي زور تر زوره چلېدی. مکمل طوائف الملوکي وه چي د چا خوښه وه هغه به هغه وخت پر کمزوري قام يا پر بل قام باندي لښکر کشي وکړه، شا و خوا بدياني وې. فسادونه وو، غلاوي او شکېدني وې.
په دې جرګه کښي د بوري او ږوب ګردو قامونو ګډون اوکړو. په دې جرګه کښي سنډېمن ډېري مرکې اوکړې چي په کښي يوه ډېره مهمه مرکه د ږوب د رشيد کهول او د سهاک کهول تر ميان وه. تر دې وروسته تر ډېره حده امن راغی. سنډېمن يوه لويه کلا پر غونډۍ جوړه کړه او نوم ئې فورټ سنډېمن ورباندي کښېښو.
رابرټ سنډېمن عجبه سړی ؤ، د مرګ پر وخت ئې هم دا اخيري حکم ؤ چي ما دلې پټ کړی بس دا زما کور دی.
په دې کښي شک نشته چي انګرېزانو زموږ له ملک څخه ډېري فائدې واخستې خو د انګريزانو له ځيني ښو کارونو څخه انکار هم نۀ شي کېدائ، لکه د نظم و نسق راوستل. تعليمي ادارې پرانستل امن و امان ساتل او مذهبي رواداري.
خو موږ ورته ځکه بد وايو چي موږ ئې غلامان کړي وو او دوئ راباندي حکومت کولو. دا خبره ئې هم ده، چي هيڅ خپلواکه قام د بل غلامي نۀ قبلوي او پښتون خو له غلامۍ په ضد ټول عمر مبارزه کړې ده.
خو ما هغه څو خبري ځکه اوکړې چي دلته کله د سکهانو حکومت راغی نو په لاهور کښي ئې پر اذان بنديز ولګولو. د لاهور په شاهي مسجد کښي ئې اسونه تړل.
کله کله زۀ پخپله د خپل ځان سره حساب وکړم چي که د دوئ دغه تعليمي ادارې نۀ وائ نو ما به تر اوسه په خيساره کښي مېږي پو وې، د تعليم انتهائي حد به مي رشيد بيان او پنج ګنج وائ.
نو خبره د فورټ سنډېمن وه خو کله چي بهټو راغی نو فورټ سنډېمن نوم ئې ږوب کښېښو حال دا چي لکه ما چي ووئيل دا سپين اپوزی ؤ. پښتنو له پېړيو پېړيو څخه دا نوم ورکړی ؤ.
ښکاره خبره ده چي که د فورټ سنډېمن نوم نۀ پرېږدي، خاوري ايرې پکښي واچوئ، د ږوب نوم خو هيڅ معنٰی نۀ لري، دغه ښار خپل نوم لري او له نامه سره ئې خپل تاريخي اقدار تړلي دي.
د عبدالله زۍ له سيمي پس په تاريخي اعتبار ږوب ختم دی. ږوب خو ګرد بالا پروت دی چي زموږ په فوکلوري ادب کښي ئې ذکر په وار وار خوندي شوی دی. غواړم چي دلته يو څۀ غاړي د ږوب په اړه وړاندي کړم.
د نازک • پر مرګ به ويني اورېدې
پر ږوب باران په ورَزې اوري
زۀ ژړۍ پاتو له ځم
د ږؤب لوړې له د ليار راکه
خوپ دی که باران دی
که ږوبی سيف الله خان دی
کټا به يوځائ ناست وي
ګرده ږوبه در جارږم
پر کړنګ ور وختم
د ږؤب په ديد نۀ مړېدم
ما پر لاکۍ برامت (برحمت) يار کی
ږوب له دی نۀ شي راتللائ
زۀ په تل کښي ګران په ږوب کښي
په پښو تګ چېري کېدائ شي
رنجو کابل ته راسه
ما پر ږوب کاکړان وژني
د هندو باغ وجه تسميه بېخي ښکاره ده. هند په زړه پښتو کښي اوبو ته وائي. لکه هنده، اوبه ورکونکي، هندو کش، هندوانه، هنده کول په يوه وار څيښل او باغ د ژړدالو و يوه درخته ته وائي. ډېر پخوا ئې په بوري کښي هم د ژړدالو و يوه درخته ته باغ وئيل کېدۀ، خو دا نوم سوکه سوکه متروک شو، البته په سنځاوۍ کښي اوس هم د ژړدالو يوه درخته ته باغ وئيل کېږي. ګوا د هندوباغ معنٰی د اوبو درخته، نۀ يم خبر چي يارانو د کوم علم په بنياد ورته د مسلم باغ نامه ورکړه، خو زۀ ئې مسلم باغ ګرسره نۀ بولم که څۀ هم حافظ شېرازي تور خال ته هندو خال وئيلي دي.
اگر آں ترک شیرازی بدست آ رد دل مارا
بہ خال ہندو اش بخشم سمر قند و بخارا را
بهرحال دا زما خپل فکر دی، د نومونو په دې معنوي شکل باندي صرف د مشت از نمونہ خروار په توګه دا څو توري درته وليکل.