قيوم مروت

زۀ تر اوسه پوري په دې خبره پوهه نۀ شوم چي زموږ افغاني ليکوال روڼه د مروجه پښتو الفاظ د بدلون په نامې   زياتی ولي کوي؟

د دې سره يو مثال د افغانيانو "لنډه کيسه" ده. لفظ قصه د پښتو، اردو، فارسي او عربي کښي عام مستعمل دی او د دې توري او تلفظ هم دغه دي. ولي افغانيان ئې  په کيسه بدلوي ولي؟ د دې ځواب هيچا سره نشته؟ برطانئې انسائيکلو پيډيا د لفظ(fiction) معنٰی ډېري ليکلي دي خو يوې معني يعني (short story) سره ئې  زۀ متفق نۀ يم. د دې خبري به لږ تفصيلي جاج واخلو. 

Story يا قصه د ر اصل هغې قصې يا قصۍ ته وائي   کومه به چي وړاندي زمانه کښي خلقو حجرو کوټو کښي اورولې. چي بعضي به لنډي وې يعني په يو ناستي کښي به ختم شوې. د دې لنډو قصو کردارونه واقعات حالات او نتائج به  اکثر ماورائي او غير منطقي وو. دغه شان به اوږدې اوږدې قصې هم وې چي هره شپه به قسط وار چلېدې خو دلته زموږ بحث په افسانه يا لنډه قصه دی. د افسانې او لنډي قصې فرق سيف الرحمن سيد په کتاب "انګازې" صفحه ۱۲ باندي ډېر په واضح ټکو شوی دی. هغه ليکي " په افسانه او قصه کښي چي کوم غټ فرق دی چي قصه محض د دروغو واقعاتو بيانولو نوم دی. داسي دروغ چي په انساني ژوند کښي د کېدو امکان قدري هم نۀ لري. ولي افسانه داسي قصه وي که هر څو د ځانه جوړه وي خو په انساني ژوند کښي د کېدو امکان لري. د دې نه علاوه د قصې په واقعاتو کښي ترتيب نۀ وي. د قصې کردارونه د هر قسم قيد و بند نه ازاد په خل سر مخ لګيا وي خو په افسانه واقعات په يو خاص ترتيب سره روان وي.

د اقدار په پړي کلک تړلی وي.

ما چي د برطانيه انسائيکلو پيډيا سره اتفاق ښکاره نۀ کړو د دې مطلب هرګز دا نۀ دی چي ګنې هغوئ د افسانې (Fiction) معنو کښي (Short Story) غلط ليکلې ده. بلکې زما موقف دا دی چي فکشن کښي چونکه لنډه قصه وي او افسانه هم دغسي لنډه وي چي په يو ناستي کښي ئې سړی لوستی شي نو د هيئت لحاظ سره خو دا Short Story ده. ولي بل پله موږ دې انسائيکلو پيډيا او نورو لغاتو کښي لفظ Fiction بېله ګورو. که چېرته شارټ سټوري (لنډه قصه) او فکشن (افسانه) کښي توپير نۀ وي نو  هغوئ  به د فکشن لفظ بېله ولي ليکلو. هم دې ځائ کښي ئې فرق واضح شي او لکه څنګه سيف الرحمان سليم ليکلي دي دغه فرق د افسانې او لنډي قصې دی.

بله دا چي قيصه په کيسه بدلول او ليکل څۀ معنٰی لري؟ د دې خو دا مطلب شو چي د افغانستان ليکوال دې لړ کښي سکوټ ازاد دي چي کوم لفظ کوم ټکی استعمالوي مرضي ئې  ده. داسي قطعاً نۀ ده او بعضي وخت خو داسي ټکي بدلولو کښي معنوي لحاظ سره ډېر نقصان ولاړېږي چي په پښتو ليک دود او لاسليک ډېر غلط فهمي اچوي. 

د مثال په توګه لفظ ناقص به واخلو چي د پښتو نۀ دی ولي پښتو کښي عام مستعمل دی، که يو افغانی ليکوال د املا د جدت په شوق کښي د دې تلفظ ناکس اوليکي نو ايا دا به صحيح وي؟

د خپل علميت څرګندوني په شوق کښي افغاني روڼه يوه بله لوبه کوي. د مثال په توګه د انګرېزي يو لفظ دی جرنليزم (journalism) دې ټکي سره افغاني ليکوال دا کبډي کوي چي لفظ ئې  بدل کړو او اوس دا ټکی دوني به  را ژور نالزم ليکي حالانکې د دې ترجمه شوې لفظ موږ سره صحافت موجود دی کوم چي د لري پښتونخوا کښي عام مستعمل دی. املاً صحافت د عربي ټکی دی چي د فارسي په لار اردو او بيا پښتو ته راغلی دی. تر اوسه پوري د افغانستان په پښتو کښي هم صحافت استعمالېدو. خو نن سبا جدت خوښو ورته " ژور نالزم" نامه ورکړه. دلته يو سوال پېدا کېږي. هغه دا چي که دوئ صحافت يا جرنلزم دپاره داسي ټکي ايجاد کړي وي چي خپله معنٰی پخپله ورکولائ لکه جهاز دپاره الوتکه. کالج دپاره "پوهنځۍ" وغيره بيا په تر څه حده قابل قبول ؤ خو دوئ غټ املا ئي  کفر دا کوي چي نيم لفظ ئې  پښتو کړو او نيم ئې معنٰی انګرېزي کښي پرېښود.

دغسي نور ډېر الفاظ دي چي افغانيان روڼه ئې په خپله مرضي بدلوي لګيا دي.

لنډه قصه په " لنډه کيسه" بدلونکو ته خواست دی چي د دې بدلون دي څۀ جواز خو وړاندي کړي، کنه بيا به موږ سوچ ورباندي اوکړو.

که داسي ازادي هر پښتون ليکوال ته ورکړی شي نو بيا به د پښتو املا او ليک دود څۀ حال شي؟

داسي دوستانو ته خواست دی چي د پښتو ليک دود کښي دي نوي نوي تجربې نۀ کوي او دې خواري ژبي سره دي دا ټوقي ملنډي نۀ کوي.

د پښتو املا باره کښي د باړه ګلۍ په سيمنار کښي د افغانستان د سر پوهان موجود وو.  هغوئ  په املا متفق شوي وو، خو زۀ نۀ پوهېږم چي دې پوهانو سره افغانستان ليکوال متفق نۀ شول او که دې پوهانو روستو بيا لار بدله کړه؟

بيا هم که دې لړ کښي پوهه او اطمينان غواړي نو هغه دي د لري پښتونخوا معروف ليکوال منتظر بيټنی دا دوه کتابونه ولولي "پنځه توري او ديارلس اوازونه"  او بل " پښتو املا " کوم چي محب وزير د منتظر صاحب د مرګ نه پس چاپ کړو. او يا دي په املا باندي راته  مستند کتاب را ته اوښائي.

 

 

FaLang translation system by Faboba