نور احمد فطرت اڅکزی
شعر نۀ دی دا خوناب د زخمي زړۀ دی
يا دستي وتلی دم له خُلې د مړۀ دی
يا د وينو اباسين وهلی موج دی
يا له ښاره د حيرت وتلی فوج دی
د سيمي د يو شاعر يا ليکوال په حېث ډېر ځلي زۀ د پښتون افغان ملت په ماجت، هجره، بازار، او تړه کښي (په تکراري ډول) له ځينو پوښتونو سره مخامخ شوی يم. دغه علمي او معلوماتي پوښتني يو ځل نۀ بلکې څو څو واره زما څخه شوي دي. د بېلګي په ډول قرآن په سوره شعرا کښي ولي د شاعر او شعر غندنه کړې ده؟ حضرت محمدﷺ او د دۀ يارانو (صحابه کرام) ښه شاعري خوښه کړې ده او که نۀ؟ ايا پخپله حضرت محمدﷺ شعر لوستلی، اورېدلې او ليکلی دی او که نۀ؟ پيغمبر حضرت محمدﷺ د شاعري څخه منع کړې ده او که چي د ښې شاعري د کولو امر کړی دی؟ يا دا چي د حضور اکرمﷺ په نبوي دربار کښي شاعرانو ته درناوی ورکړل شوی دی او که نۀ؟ او داسي نور ... نور
نن غواړم چي دغه پورتني پوښتونو ته ځواب ووايم. په دغه مقاله کښي د خپل ټاکل شوي سر ليک (شعر د اسلام له نظره) سره سم زۀ دوو سکالوو (Topics) ته ځانګړې کتنه کوم چي يو دی اسلام او بل دی ښه شعر. ښاغلی ارواښاد ابوالخير ځلاند صاحب د اسلام په هکله په خپل کتاب انګۍ د نيمي نړۍ فرياد کښي ليکي اسلام يو افاقي او عالمګير دين دی چي يو مکمل ضابطه حيات دی او د هر دور او زمانې لپاره دی. د هري طبقې او هر سړي د لار ښووني لپاره د رڼا د منارې حېثيت لري. د دې ټول اصولونه پر داسي نسبت ولاړ دي چي د انساني ټولني د ټولو فطري غوښتونو ځواب وئيلائ شي، بلکې په هره زمانه کښي د ژوند د مادي او روحاني ترقي ملا تړ په کېدلائ شي. همدغه کتاب مخ (۳۹)
اسلام د " سلم " څخه وتلی هغه ټکی دی چي پوره معنا او مفهوم ئې سلامتي ده. اسلام د امن سلامتي بشر دوستي او وفا دارۍ مذهب دی. په اسلام کښي ورور ولي، سولي، اخلاقو او ميني ته اوليت ورکړل شوی دی. په اسلام کښي زور، جبر، کبر، ځان ستاينه په ځانګړي ډول وينه تويونه قطعاً روا نۀ دي. په قرآن کښي دخدائ پاک په ډېرو نومونو کښي يو نوم "السلام" يعني امن (سلامتي ورکونکی) ښودل شوي دي (الحشر ۲۳ وګورئ) دغه رنګه په قرآن کريم کښي د رب تعالٰی مطلوب دين ته "سبل السلام" يعني دامن لاره خطاب کول شوی دی (وګورئ مايده ۱۴ ) جنت چي د رب تعالٰی د خوښ کړل شوي ټولني وروستی مقام دی د دارالسلام په نامه نومول شوی دی چي معنا ئې د امن کور دی( وګورئ سوره انعام (۱۲۷) ا وداسي نور.
د اسلام د لنډي پېژندګلو وړاندي کولو وروسته راځم د ښۀ شعر تاريخ ابلاغ او تاثير ته.......... که ادب هغه پوهنه ده چي انسان پخپله وينا او بيان کښي له خطا (تېروتني) څخه ساتي نو په قول د ارواښاد ګل پاچا الفت چي شعر بيا هغه موزون کلام دی چي د انسان په احساساتو او عواطفو کښي تحريک پېدا کوي. دی پر مخ زياتوي هر هغه څۀ چي په زړۀ اثر کوي چي په انسان کښي تعجب يا جوش او جذبه پېدا کوي هغه ښۀ شعر دی.الفت نثري کليات مخ (۲۵۰)
څوک وائي چي د فطرت ترجماني په ښۀ شعر سره کېدلائ شي، لاکن ځيني بيا شاعري ژوند ته د کتلو نوم ورکوي. کار لا ئل د شاعري په تعريف کښي دې حد ته رسېدلی دی، دی ليکي چي شاعر هغه سړی دی چي د فطرت د پټو رازونو څخه خبر دی او په نړۍ کښي د خدائ پاک د ذات مظاهر هم دۀ ته ښۀ ښکاري څوک بيا شعر او مذهب په دې دليل يو ګڼي چي مذهب په وجيو سره قوت پېدا کوي او شعر په الهام سره صحت پېدا کوي. خير د شعر د ماهيت او اهميت بېخي ډېر تعريفونه وړاندي شوي دي خو يو پېژند ئې داسي نشته چي د بهرني دخل پرته دي وي يا د ټولو لپاره دي جامع او پوره وي. البته د شعر په باب لارډ ميکالې يوه ډېره ښه خبره کړې ده. دی وائي شاعري لکه چي دوه زره کاله پخوا وئيل شوې يوه نقالي ده چي اکثر د مصوري، بت تراشي او ناټک سره ورته والی لري. خو د مصور، بت تراش او ناټک کونکي نقل د شعر په نسبت څۀ قدر کامل او پوره دی. بت تراش صرف د وجود نقل جوړولائ شي او مصور د وجود سره رنګ هم ښکاره کړي او ناټکي په دې شرط چي شاعر ورته الفاظ يا توری ورکړی دی د شکل او رنګ سره حرکت هم پېدا کړي. خو شاعري سره د دې چي د خارجي شيانو په نقل کښي د دې درې واړو فنونو کار کوي په دې درې واړو باندي فوقيت هم لري. يو بل غربي محقق ښه شعر تعريف بيا څۀ په داسي انداز کوي " کوم خيال چي په يوه عامه او عجبه طريقه د لفظونو په ذريعه داسي بيان شي چي د اورېدونکي زړه ئې په اورېدو خوشحاله شي يا متاثره شي هغه شعر دی خو که هغه په نظم کښي وي که په نثر کښي وي او داسي نور" ...........
د اسلام او شعر د لنډو تعريفونو او جامع تاريخونو تر وړاندي کېدلو وروسته اوس غواړم چي هغو ځانګړو پوښتنو ته ځوابونه ووايم چي د مقالې په پيل کښي ئې يادونه ورته شوې وه. د هغو ډېرو پوښتنو څخه يوه پوښتنه دا وه چي په سوره شعرا کښي له ۲۲۴ ايت څخه ۲۲۶ ايت پوري تکرار يا بيان شوی دی. رب تعالٰی په دغه دوو ايتونو کښي د ګمرهانو شاعرانو غندنه کړې ده حضرت محمدﷺ ته خدائ پاک په روښانه ټکو خبر ورکوي ژباړه: " او د شاعرانو پيژندګلوي ګمراه خلګ کوي تاسو نۀ وينئ چي هغوئ په هره شيله يا ناوه کښي سر وهلي ګرځي او وائي هغه چي کوي ئې نۀ. دې ايت تفسير څۀ دی؟ او دا کوم شاعران او ګمراهان خلګ يادوي؟ د قرآن دا دوه ايته په اصل کښي د کفارو او منکرينو د دې وينا په ترديد کښي دي چي حضور اکرم ﷺ هم شاعر دی دا ايتونه هيڅکله د ښې شاعري مذمت يا نفي نۀ کوي بلکې د هغه شاعري انکار يا ترديد کوي چي د حق او حقيقت خلاف لګيا مذموم سفلي ناوړه خيالات او جذباتو ته تحريک ورکوي. د جاهليت د ورځو شپو زياتره شاعري د شراب و شباب په شيانو ډکه ده. په هغه کښي به د تهذيب خلاف مضامين، ناښائسته جنسي او عشقي حالات د رندي هوسناکۍ او خمرياتو تعريفونه په قام نام و نسب افتخار د خپلو ترلو (د اکا لور) او نور خوښو پېغلو او د هغو سره د تړاو او تعلق بربنډ اظهار، هجويه، مضحکه او لوېدلی انداز بې هوده سپک او په خرافاتو ډک موضوعات پکښي زښت زيات وو. ارواښاد سعيد ګوهر صاحب ليکي " په دې کښي شک نشته چي د فن ژبي کمال صلاحيت او اسلوب په لحاظ هغه شاعري يو اوچت مقام او معيار درلود، خو د مضمون او موضوع په اړه هغه د انسان د کردار سيرت لپاره د زهرو په خيال وه، ځکه نو په همدې سبب قرآن دا اعلان وکړئ او موږ نۀ پېغمبرﷺ ته شعر ګوئي ورښودلې ده او نۀ شاعري د دۀ سره ښائي."
د حضورﷺ بعثت خود انسانيت اصلاح او فلاح لپاره شوی ؤ. هغه د داسي شاعرانو په مصداق کله کېدائ شو چي د قول و عمل ظاهر او باطن کښي ئې تضاد ؤ. د حضور اکرم ﷺ پر نور سيرت دا ثابتوي چي هغه په ټول عمر داسي هيڅ کار نۀ دی کړی چي د هغه څخه د بشريت د ذهني ګمراهي او د نړۍ د اخلاقي تباهي څه امکان مخ ته راشي. د حضرت محمد ﷺ عمل او ارشادات د اسلام د تعليماتو عين مطابق ؤ او اسلام چي د علم کوم تصور وړاندي کړی دی د هغه تعلق صرف د ژوند د لوازماتو سره نۀ دی، د ژوند د مقاصدو سره هم دی. ځکه د مقصديت پېغام د اسلام خاص او بنيادي پېغام دی. هغه نړۍ اسان او ژوند هر څه مقصديت لپاره پکار راولي او هيڅ داسي فکر هيڅ داسي علم هيڅ داسي عمل هيڅ داسي کار نۀ خوښوي چي د اخلاقياتو په رښتين معيار پوره نۀ وي. هماغه معيار د شعر او ادب لپاره هم دی او داسي نور نور.
دوهمه پوښتنه: شعر د اسلام له نظره جواز لري. او که نۀ؟ که شاعري و علم حکم خير و فلاح تهذيب سمون اخلاق و کردار ته تقويت ورکوي مقصود بالذات نۀ وي بلکې د ژوند داعلٰی او ارفع مقصد د حصول يوه ذريعه وي نو اعلانيه وايم داسي شاعري د قرآن د ښووني سره سم پوره او معياري شاعري ده داسي شاعري پخپله حضور اکرمﷺ په وار وار اورېدلې ده او خوښه کړې ئې ده.
درېيمه پوښتنه: درېيمه پوښتنه د شاعرانو د بد عملي ده، لکه قرآن کريم چي وائي، دوئ هغه (څۀ) وائي چي کوي ئې نۀ، قرآن کريم د شاعرانو يعني د غير مهذبو او لار ورکو (شاعرانو) متابعت کونکو مثال د هغه خلګو سره کړی دی څوک چي په هره کنده ګودر او شيله کښي سر وهلی ګرځي. لار ور معلومېږي نۀ) کله يوه خواته منډه کړي کله بل خواته ګمراه شي او ظاهره خبره ده هغه څوک چي پخپله وار خطا په ګړنګونو کښي اوتر اوتر ګرځي هغه به بل چاته څۀ لاره وښئي. نو د قرآن کريم مطابق هغه د (فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ الشعراء: ۲۲۵) (په هره شيله کښي سر وهلی ګرځي) په زمره کښي راځي بيا هم په وضاحت سره وايم که د بې عملي د امکان غالب ګمان د شاعر د عمل څخه لري کړل شي نو د شاعر ښه شعر بيا (ان من البيان لحر) په دائره کښي راځي حقيقي شاعري د فنون لطيفه تر ټولو زيات جاذب فن دی. د فن د تعريف په لړ کښ ارواښاد اشرف مفتون د "څړيکي" په سريزه کښي د فن تر عنوان لاندي ليکي " شاعري په ښائسته فنونو کښي يو فن دی. د انساني تجربې اظهار ته فن وئيل کېږي د اظهار هم په رنګونو کښي کېدلائ شي هم په جسماني حرکاتو کښي هم په کاڼي کښي به ګټه او خټه کښي او هم په لفظونو کښي د اظهار دغه مختلفو شکلونو ته فنون لطيفه وئيل کېږي". (د فن نظريه مقاله) کتاب ائينې مخ (۱۸۰)
څلورمه پوښتنه: ايا حضرت محمدﷺ پخپله شاعري خوښه کړې ده او که نۀ؟ په ترمذي کښي حضرت جابر بن سمره روايت کوي چي د حضور ﷺ په مجلس کښي به زياتره ښه شعرونه وئيل کېدل. دا روايت هم شتون لري چي حضور اکرم ﷺ به د ښې شاعري سماعت په ډېر اهتمام او توجه کوی. څه وخت چي به حضرت حسان بن ثابت خپل اشعار وړاندي کول هغه به د تاجدار عالمﷺ په حکم پاس پر منبر ناست ؤ او انحضرتﷺ به لاندي پر فرش ورته ناست ؤ. بېلابېل کتابونه دا تذکره هم کوي چي د حضرت کعب بن زهير څخه به حضرت محمد ﷺ) د هغه پوره قصيده اورېدله او هم هغه ته ئې په انعام کښي څادر هم ورکړی ؤ. حضرت ابو بکر صديق فرمائي چي يو ځل زۀ ماجت نبوي ته داخل شوم نو حضرت محمدﷺ له حسان بن ثابت څخه شعرونه اورېدل ما عرض وکړ چي (الشعر والقرآن ) ژباړه (شاعري او قرآن) نو دۀ مبارک ځواب راکړی (هذا مرة و هذا مرة) اې ابو بکره "کله دا او کله دا" امر القيس د دور جاهليت منلی شاعر ؤ. د هغه په هکله د حضرت محمد ﷺ دا ارشاد هم شته (اشعر الشعر و قائد هم الی النار) ژباړه: هغه د شاعرانو سرتاج خو دی لاکن د دوزخ په لور د دوئ قايد هم دی) يو ځل ئې د قبيله بنو لجس د مشهور بت پرست شاعر عنتره دا شعر واوريدی. "ما ډېري ورځي شپې په محنت او مشقت تېر کړي دي. د دې لپاره چي د حلال رزق جوګه شم."
د دې شعر په اورېدو نبي کريم ﷺ ډېر محفوظه شو او صحابه کرامو ته مخاطب شو چي د هيڅ عرب ستايني زما په زړۀ کښي د هغه د ملاقات شوق پېدا کړی نۀ دی خو په رښتيا د دې شعر د ليکونکي ديد ته زما زړۀ کېږي. دا ټول مندرجات د نبي ﷺ اخر زمان په طبعي موزونيت شعر فهمي تنقيدي بصيرت او حقيقت خوښوني باندي واضح دليل ګرځي او دغسي دا حديث ئې هم موجود دی کله چي فرمائي (وان من الشعر لحکمه) ژباړه: څه شعرونه د حکمته ډک دي ورسره ورسره په ډېرو شعرونو کښي پخپله پېغمبر حضرت محمد ﷺ پر خپل خوږ ديانتداره او دينداره صحابي عبدالله بن رواحه باندي ږغ کړی دی چي حضرت رواحه يوار خو په خپلو اشعار سره دا روانه قافله ګرمه کړه.
(وګورئ د مفتي تقي عثماني سفر نامه." بيس (۲۰) ملکو کا سفر نامه"
په ډېرو ځايونو کښي له حضرت رواحه څخه سردار کونين ﷺ د شعر قصيدو وئيلو او وړاندي کولو فرمائشونه کړي دي چي په وار وار سره حضرت عبدالله بن رواحه دا فرمائشونه خپل پېغمبر ﷺ ور پوره کړي دي. ښه شاعري که د کافر وي که د مومن مسلمان پوره پوره تاثر په يوه ټولنه کښي شندي. محمد ګل بيتاب د عربو د يوه نوماند شاعر ميمون بن قيس قصه (Story) په خپل کتاب کښي کړي ده. دی ليکي ميمون بن قيس ړوند (نابينا) ؤ، ځکه دا عشٰی په نوم يادېدی. د هغه دا تاثر د متل په ډول مشهوره شوی ؤ چي د چامدح يا صفت وکړي نو هغه نيک نام او د عزت والا شي او چي د چا بد ووائي نو هغه سپک او رسوا شي. يو ځل يوه ښځه هغۀ له راغله او دۀ ته ئې ووئيل چي زما ډېري لوڼي دي خو څوک ئې نۀ غواړي تۀ دا کولائ شې چي د خپل (زورور) شعر په زور زموږ خاندان ته د خلګو پاملرنه راوګرځوې. دغه نابينا شاعر د هغه د لوڼو د ښائست او نيک خوئي په تعريف کښي يوه قصيده ووئيله او د هغه په برکت د هغه ښځي د لوڼو د ښائست اوازه خوره شوه او د هري خوا ئې تپوسونه پېل شول ان تر دې چي امراو هم ورله درانه درانه مهرونه مقرر کړل او واده ئې کړې. په هره صورت بلکې خو ډېري دي چي زۀ ئې د طوالت له سوبه پرېږدم البته دا ضروري بولم چي ووايم چي پخپله حضرت ابو بکرصديق حضرت عمر فاروق حضرت عثمان (ذالنورين) حضرت علي مرتضٰی، حضرت فاطمه حضرت عائشه او نور په زرونو صحابه کرام او صحابه ښځي د نوماندو شاعرانو په نوم معروف او متعارفه دي پخپله د پيغمبر حضرت محمدﷺ په اکاګانو کښي د دۀ خوږ او تريالی اکا حضرت ابو طالب ډېره ښه شاعري کوله. دۀ د خپل وراره په صفت کښي ډېر اشعار وئيلي دي يقيناً دا د دې دعوٰی پخلی کوي چي د مقصده ډک د هيڅ ژبي شعر او ادب د اسلام په نظر کښي مذموم، ملعون او ممنوع نۀ دی بلکې ښۀ شعر او ادب د عبادت درجه لري. له دې وضاحته سره چي د اسلام په ټاکلي معيار پوره شعر او ادب هرګز مذهبي شعر او ادب نۀ دی. بلکې د انساني شعور، وجدان، بصيرت، جمالياتي حس او فطري وديعت يو داسي اعلٰی او ارفع اظهار دی چي د ژوند او د ټولني مقاصد هم تر سره کوي او د حکمت او ا خلاق تقاضې هم. ځکه خو ارواښاد علي خان د عالمانو څخه د شعر په ژبه د شعر په اړه پوښتنه کوي لکه چي وائي:
عالمان شعر په څۀ ګڼي ممنوع
ډېر ابيات له انحضرته دي مسموع
عنوانات دي د ابيات معنو د حکم
ښه بد ګوره د محمول او د موضوع
لهذا ښه شاعري (د اسلام په درشل کښي دننه) بالکل جائزه ده. ښه شاعري لکه څنګه چي انساني جذبات په تحريک راولي همداسي روحاني خوشحالي هم راژوندۍ کوي. اصل انسان خو د روحاني (پاکو جذباتو) او اخلاقو سره ښکاره تړاؤ لري. شعر که څه هم نېغ په نېغه د علم او اخلاق په شان وعظ او تربيت نۀ کوي خو د انصاف له رويه دۀ ته د علم الاخلاق نايب او قايم مقام وئيل شوي دي. د ښۀ شعر اثر صرف او صرف د عقل په ذريعه نۀ بلکې زيات د ذهن او ادراک په ذريعه په اخلاقو کېږي. ښه شاعري د يوه ملت هېواد او خلګو ګډه سرمايه ده. د تاريخ انساني د ابتدائي دور څخه واخله ان تر ننني ورځي پوري د هر قام يا ملت په مادي او معنوي پر مختګ کښي د شعر و شاعري غونډه مونډه برخه شته. پکار ده چي په بې ځايه ديني فتواوو دا ستره سرمايه ضائع نۀ کړو. بايدد ښې او ښېرازي شاعري حوصله افزائي وشي. ښه شاعري هم کمال دی هم تاريخ دی او هم دولت دی او داسي نور ...... دانساني تخيل دغه توازن په الفاظو کښي د فطرت او انسانيت ترجماني کوي. تخيل توازن او جذبه چي درې واړه سره يوځائ شي نو شاعر حسن حقيقي وويني. روح او تن ئې دواړه يو شي او داسي ښکاره شي چي شاعر ته الهام کېږي. ښه شاعران تل يو پېغام په خپله شاعري کښي ملت او هېواد ته وړاندي کوي. د خپلي زمانې د ماحول او ضرورياتو مطابق د هر شاعر پېغام (Message) بېل بېل وي. ښه شاعري دخدائ پاک د خوا څخه خپل بنده ته يو بخشش يا يو ستر سوغات دی. شاعري په هيڅ شان هم بې فائدې او بيکاره شی نۀ دی. خلګو ته پکار ده چي ښه شاعري وپېژني. شاعر او ګلو کار يا فن کا سره وپېژني. څوک چي ښۀ شعر ليکي دا شاعر دی او دغه شعر د شاعر ورثه ده. شعر ليکونکي ته موږ شاعر وئيلائ شو څوک چي شعر د موسيقي سره زمزمه کوي دې ته موږ بايد شاعر و نۀ وايو. دغه کس شاعر نۀ بلکې فن کار يا ګلوکار دی او بس. ښه شاعر د قام او ملت پېژندګلوي د شاعر د قام او ملت استازی دی. ښه شاعري د اسلام له نظره نۀ صرف جائزه ده بلکې يو ډېر ښه عمل هم دی. ښه شاعري جهاد باالقلم دی. ښه شاعري د قام او ملت يا هېواد لپاره د خوراک لباس اوبو او هوا حېثيت لري. د يو قام او ملت مزاج او تاريخ له ښې شاعري څخه معلومېدلائ شي.
ښه شعر د خوشحال بابا په نظر کښي:
لکه غشي لره بويه تير انداز
هسي شعر لره بويه سحر ساز
همېشه د زړۀ په لاس تله د وزن
زيات و کم له وزنه يو توري غماز
په تور اس د حقيقت ناوې سپره کا
په سپين مخ پلو نيولی د مجاز
سل جلوې سل کرشمې سل مکېزونه
په نظر کښي ئې ښکاره د سترګو ناز
د صفت زېور په څو رنګه ور پوري
د تشبيح چندڼ چوه باندي طراز
د مضمون د نزاکت غمزه ور څخۀ
سر تر پايه درست صورت سره يو راز
که په نظم کښي کارګه او ټپوس راوړې
هم د زړونو په ښکار ګرځي لکه باز
چي يوه وينا ئې وکړه هوښيار هغه
عاقلان به وئيل کاندي په اعجاز
ښۀ شعر د حميد بابا په نظر کښي
شعر نۀ دی دا خوناب د زخمي زړۀ دی
يا دستي وتلی دم د خُلې د مړۀ دی
يا د وينو اباسين وهلی موج دی
يا د ښاره د حيرت وتلی فوج دی
شعر د کاظم خان شيدا په نظر کښي
مضمون د شعر لکه پېکر دی
رنګين الفاظ ئې رخت و زېور دی
ورته ضرور دي دا دواړه څيزه
پېکر که هر څو دلربا تر دی
شعر د رحمان بابا په نظر کښي: رحمان بابا چي د شعر او ادب په مقام کښي لوړځائ لري او سړی يقين کولائ شي چي د دۀ له نظره د (ښه) شعر حقيقت پټ نۀ دی پاته، خو ما ته ئې په ديوان کښي کوم شعر مخ ته نۀ دی راغلی چي د دۀ د شعر په نسبت خپله نظر يه پکښي ښکاره کړې وي او موږ پوهه شو چي شعر د دۀ په نظر کښي څۀ راز ؤ؟ مګر چي د شعر رنګ و صورت ته ئې ګورو او دا هم په نظر کښي نيسو چي دی خپل شعر په ساده انشا او سوزان شعر ستائي پوهېږو چي دی په شعر کښي معنوي حقيقت او سوز خوښوي او ساده جمال ورته ښه ښکاره کېږي. (د الفت کليات مخ (۲۵۷)
په ژوند کښي د ښۀ شعر اغيزه: کله چي موږ خفه يو او خفګان راپېښ شوي وي يا کوم مصيبت او بدبختي ر اغلې وي نو په ادبي ويناوو خپله تسلي کوو او په ښو شعرونو غم غلطوو. ګل باچا الفت پر مخ ليکي که چېري کوم د ښادي مجلس وي يا د دوو تنو د پخُلا کولو او نږدې کولو لپاره کوم مجلس منعقد شوی وي هلته هم ادبي منطق او ادبي استدلال د خوشحالي شعرونه ډېر کار کوي. دغه راز حياتي جريانات چي په نظر کښي ونيسو نو وئيلائ شو چي شعر زموږ هغه ملګری دی چي په غم او ښادي کښي راسره دی او يوه خوږه يارانه راسره لري. کله چي تياره او تور تم له هري خوا زموږ په ژوند احاطه وکړي او د علم د عقل زېری راکوي په هم دومره وينا (هم) د ادب يا شعر تعريف نۀ تمامېږي بايد ووايو چي ادب يا شعر په جګړو او دعوو کښي شايد او حکيم هم دی په قول د ګل باچا الفت دی ليکي کله چي د وطن او ملت د ناموس ساتلو وخت راشي نو هم دغه شعر او ادب داسي سندري بوغوي چي د تورياليو ننګياليو ويني په جوش راولي. دغه خلګ په دغه وخت کښي (د ښه شعر په ځواک) ځانونه اورته غورځوي دا ځکه چي شعر و ادب د ژوند په هره خوا کښي کار لري او داسي نور نور نور. اوس خپله دغه مقاله د خوشحال بابا په دغه تلپاتو شعرونو سره پائ ته رسوم. لکه چي وائي:
مخ د هغو تور شه چي ئې ميني نفساني دي
يوه مينه باقي ده نور ئې کل ميني فاني دي
کر د بدو مکړه بد کاران د بدو کار کا
هر چي نيکو کار دي د نيکي په دهقاني دي
اخذ ليکونه:
۱: د الفت نثري کليات
۲: تنقيدي ادب ايم اې پښتو کتاب
۳: مضمون نګاري فصاحت و بلاغت
ايم اې پښتو کتابيات
۴: پښتو ژبه او ادبيات د يويښتمي پېړۍ په درشل کښي
۵: مطالعه سيرت (مولانا وحيد الدين خان)
۶: سوسن چمن (قاضي ملا عبدالسلام بابا)
۷: انګۍ د نيمي نړۍ فرياد (ابوالخير ځلاند)
۸: جهان ديدن (اردو سفر نامه) مفتي محمد تقي عثماني
۹: تفسير ابن کثير (څلورم ټوک)