د ليکلو تاريخ
ارباب محمدعثمان کاسی
لوئ خدائ و انسانانو ته بې شمېره نعمتونه ورکړي دي چي په هغو کښي د کتلو او اورېدلو علاوه تر ټولو غوره جز د انسان ذهن دی. کوم چي له غوروفکر وروسته دغه فکر ته د ژبي جامه ور اغوندي. خو په دې کښي ژبه يو عظيم الشان تخليق ګڼل کېږي. او دغه تخليق انسان ته په هره حواله ډېري دروازې خلاصي کړي دي.
د ليکلو تر تاريخ له مخه په قديم دور کښي ځينو خلګو د قام تاريخ ، فوکلوري قصې، روايات، شاعري او د مذهب په اړه ټول معلومات په ياد ساتل، خو په دغه ياد ساتلو، معلوماتو کښي به دا ستونزه پېښه شوه چي له يوه نسله څخه و دابل نسل ته چي به دا خُله په خُله رامنتقل شوی مواد رسېدلو، نو د صداقت به پکښي کم شو. ولي، چي په داسي معلوماتو کښي به خپل جذبات او خواهشات هم ورګډ شول او دا ډول به په دغه معلوماتو کښي د صداقت لمن رالنډه شوه. بلکې په دغه مبالغه آمېزي باندي له يوه نسله څخه تر دا بله نسله پوري له هغه اصل حقائقو څخه بل څه جوړ شو. بله دوهمه لو وجه ئې دا وه چي دغه سينه په سينه راغلي رواياتو هيڅ تاريخ او سند نۀ لرله. په دا سوب به د صحيح وخت تعين نۀ شو کېدلائ او نۀ دا د تاريخ په زمره کښي راتلو.
د تهذهب او تمدن له ارتقا سره سره و ليکلو ته ځکه مرکزي حېثيت ورپه برخه شو چي د يو قام د طبعي رجحاناتو، معاشرتي نظام، اخلاق، ادب، تاريخ او د عادي ژوند په باره کښي د معلوماتو د پاره د تحرير ضرورت يو په سله زيات شو.که څه هم تعليم په اول سر کښي د ټولني د ترقۍ د پاره نه ؤ بلکې د تعليم مقصد د يو مخصوص ډلي (طبقې) او د حکمرانانو د ضرورت پوره کولو ذريعه ؤَ خو په دې کښي يوه لويه پېښه دا وشوه چي د عوامو او خواصو تر منځ توپير پېدا شو. ځکه چي د ليکلو دغه فن تر اميرانو او حکمرانانو پوري محدود پاته شو، هغوئ به په دې ډول له دغه صورت حال څخه د ګټي اخستلو د پاره ځيني باصلاحيته او ذهين خلګ منځ ته راوستل او د ليکلو په اړه ئې زيار په کار راوستل. خو تر دا وخته پوري چي کوم معلومات په لاس کښي لرو له هغو څه دا څرګندېږي چي د ليک ارتقا٫ له بېلوبېلو ادوارو څخه را پېل شوې ده او تر دغه موجوده ( Alphabet) پوري رارسېدلې ده. محققين وائي چي دا يو حقيقت دی چي يکي يو رسم الخط يعني د ليکلو طرز تر دا بل نۀ دی غوره. ځکه چي خامياني او ښېګړي په هر رسم الخط کښي شته. له کله چي د تاريخ د علم پېل اوشو او انسانانو پخپله خوښه خپلو يادونو ته په بېل بېل انداز سره د خوندي کېدو بڼه ورکړه، نو د دغه معاشرتي ترقۍ او زيارو په وجه د پېغام رسانۍ د پاره ډول ډول ازمويني وشوې. د محققينو په خيال هم دا هغه دور دی چي د تهذيب او ارتقا٫ ابتدا په کښي وشوه. او د ليکلو د پاره تصويري علامتونه پکار راوستل شو. د ليکلو د تاريخ موثره طريقه هم دغه تصويري علامتونه وو چي ورته (Pieto Gram) وئيل کېږي. په دا ډول به کنده کار ، دا ډول اشکال جوړ کړو چي کتونکي به د اشکالو له نوعيت څخه پېژندګلو کولائ شوه. يعني که به چرته د يو څاروي بت کنده کړل شو نو له هغه څخه به مراد هم هغه څاروی ؤ. لکه په دې دور کښي چي په بېلو بېلو ځايونو باندي بېل بيل بوډونه لګېدلي وي چي له هغه څه د سکول، مدرسو يا نورو ادارو پېژندنه کېږي. بلکې په دغه ترقي يافته دور کښي خو يو نوې طريقه ايډيو ګرام (Ideograms)منځ ته راغلې ده. په دغه طريقه کښي تصوير د ټکو (الفاظو) په معنا وړاندي کېږي. کله خو د تصوير په ځائ علامت وي. د مثال په توګه دا علامت (-)وي نو د منفي معنا ترې اخستل کېږي. او که (٪) دا علامت وي نو د فيصد معنا ورکوي. مطلب دا چي پورته ذکر شوي دواړه توکي د ايډيو ګرام تصويري او د علامت له يوځائ کېدو څخه رسم الخط دوام اوموندلو. يا رسم الخط ته ترتيب ورکړل شو.
په ځيني قامونو کښي دا علامتونه يا نشانات بېخي په ډېر لوئ تعداد سره کارول کېږي. د مثال په توګه په چيني ژبه کښي دا ډول اويازره (۷۰۰۰۰) علامتونه وجود لري. چي هغه ته چينايانو د (Chinese Character) نامه ورکړې ده. په دغه اويازره علامتونو کښي د يوه تعليم يافته سړي د پاره درې زره کرېکټرز، يادول لازمي وي. خو د ايډيوګرام ښېګړه دا ده چي دا و هيڅ ژبه ته اړتيا نۀ لري. يعني که چرته د غوا تصوير وي نو د عربي مطلب بقره، د انګرېزي مطلب (Cow) او د فرانسيسي (Vache) و هر چا ته په خپله ژبه کښي څرګندوي. ګوا په دا ډول د ليکلو د فن سره يو بېخي نوي نظام پېژندګلو پېدا کړه کوم چي د Phonetic system په نامه يادېږي، د دې ګټه دا ده چي د هري ژبي د تلفظ او د حروفو ادائيګي په هم هغه لب و لهجه کښي بې له څه توپيره کولائ شي، د مثال په توګه د فيروز اللغات (اردو جديد) پر ۸۸م مخ باندي يو ټکی انجينئير (Engineer) ان جي ني ير د تعميراتو يا د مشينانو کار پوهه دهم دغه نظام په ترڅ کښي د الفاظو و تلفظ ته تار برقي Tekegraph او د تار خبر ته Telegram لاسکي Wireless Telegraphy ووئيل شو.
تر دغه وروسته بل پر مخ تګ دا اوشو چي ايډيسن فوټو ګراف يا ګراموفون ايجاد کړ، کوم ته چي نورو خلګو د کيلۍ يا د چابي والا باچي نوم ورکړ.
تر دې وروسته په علاماتو او اشاراتو کښي د نور اختصار راوستلو دپاره په حروف تهجي کښي Alphabetic System رائج کړل شو، د دغه سسټم مطابق د علاماتو شمېر له (۲۰) څخه تر ۴۰ پوري راورسېدو په عربي ژبه کښي د دې شمېر له الف ب ت څخه تر (ی) پوري (۲۸) تورو پوري راورسېدو په اردو کښي دغه شمار (۳۵) په فارسي کښي دغه شمار (۳۲) او په انګرېزي کښي له A څخه تر Z پوري ۲۶ تورو ته راورسېدو.
د ليکلو دغه تاريخ په سلونو نۀ بلکې تر زرونو کلونو پوري رسي، په دغه اوږده موده کښي ډېرو قامونو د نورو قامونو د ليکلو دود خپل کړ. تر ټولو له مخه د بابل ښار خلګو په ۲۰۰۰ ق م کښي د نورو قامونو سره رابطې دپاره Conce Form رسم الخط خپل کړو. په دغه نظام کښي علاماتو ته معناوي ورکړل شوې، دا نۀ صرف د سمېر قام دپاره بلکې د نورو سامي النسل خلګو دپاره يو ډېر ګران رسم الخط ؤ ولي له وخت سره سره تحرير ته اړتيا زياته شوه. د زمانې د خلګو يو له بل سره تعلق او روابط هم په زياتېدو شو، ځکه د يوه او بل د رسم الخط د خپلولو تلوسه هم زياته شوه. د مثال په توګه جاپانيانو د چين رسم الخط خپل کړو، حال دا چي په دغه خپلولو کښي جاپانيانو ته ډېري ستونزي پېښي شوې. تر دې حده چي جاپانی هلک د نورو په نسبت ولوستلو ته دوه کاله زيات عمر ورکوي.
که څۀ هم د ليکلو انداز په بېل بېل ډول رائج ؤ خو په دې کښي هيڅ يو چا ته پر بل باندي فوقيت نۀ ؤ حاصل او دا لا هم ؤ چي مغربي هېوادونه د خپل تحرير ليکل د کيڼ لاس څخه د ښي لاس و خواته کوي او له پورته څخه و کښته خواته راځي.
خو سامي النسل خلګ او څه د نورو بېلو بېلو ژبو خاوندان لکه عبراني، حبشي، شامي، ارمينائي او له دې علاوه فارسي او اردو ليکونکي له ښي لاسه د کيڼ لاس و خواته ليک کوي خو د چينايانو او جاپانيانو تحرير له پاسه څخه کښته خواته راکېږي. البته قديم يوناني تحرير اول له کيڼي خوا څه و ښي لاس ته او بيا له ښي لاس څخه د کيڼ لاس وخواته کېږي. و دغه طرز ته Boustrophodon وئيل کېږي.
هم دغه رنګه چي په سوډان کښي کومي کتبې لاس ته راغلي دي په هغو کښي د ټکو (نقطو) او د ليکلو استعمال هم ليدل کېږي. د اثار قديمه ماهرين په دې عقيده دي چي د پخوانيو کتبو له تحرير څخه د تاريخ اوسنی اټکل هم کېدائ شي. اکثره ماهرين پر دې اتفاق لري چي د پخواني رسم الخط ابتدا له ۵۵۰۰ ق م څخه ۶۰۰۰ م پوري شوې ده. دا هم وئيل کېږي چي په ميسو پو ټيمه (عراق) کښي د فرات سيند پر غاړه د ابيد (Ubaid) په نامه يو کلی ؤ، د دغه کلي کورونه په اومو خښتو او سرکنډونو باندي جوړ وو، د دغه کلي له اثارو څخه چي کوم مهر (Stamp Seal) و ماهرينو ته په لاس ورغلي دي هغه د يو معتبر شخصيت د استعمالو مهر ؤ او دلته پر څه نورو شيانو باندي هم د مهرونو نقش معلومېږي.
هم دغه رنګه د فرات سيند پر غاړه باندي د پخواني اباد ښار اړک په هکله هم ماهرين پر دې متفق دي چي دلته په هينه نومي مندر کښي کومي کتبې موندل شوي دي هغه د ۳۲۰۰ ق م، سره تعلق لري. دا ډول ليکونه د هغه دور په مروجه رسم الخط کښي ليکل شوي دي. په دې کښي د زياتو کتبو تعلق د مندر د مالي معاملاتو سره دی. پرته له دې څه داسي تحريرونه هم شته چي د هغه وخت د باچا او اهلکارانو تر منځ د اشاراتو د ژبي کار ورکوي. دا ډول نشانات پنځلس وو چي په هغه کښي د قانون ښار فوځ او کښتګرو دپاره د استعمال هل او د مذهبي اهلکارانو او نورو کارونو سره د تړون لرونکو خلګو لکه لوهار، سنار شپنو او د ډنډوره وهونکو دپاره مخصوص ؤ.
له هغه مندر څخه چي کومي تختياني لاس ته راغلي دي د هغو شمېر دوه زره ته قريب شکلونه لري. په دې زياتره ډېري درنې بلکې ځيني خو دوولس پونډه ته قريب وزن لري. په دغه تختيانو باندي د اشکالو په پرته د اشاراتو معناوي ورکړل شوي دي. يعني د Euneiform طرز ئې اختيار کړی دی چي څه نوره ترقي ئې پسې کړې ده، نو په ۲۹۰۰ ق م کښي ئې د فرات سيند پر غاړه د دوهم ښار ار (Ur) پر تختيانو باندي ئې هم ليکونه کنده کړي دي. تر دغه وروسته په دا درې سوه کاله کښي دا ډول ليکونه يوازي د مذهبي او شاهي مقاصدو دپاره پر تختيو باندي تراشلي دي. له دې پس د سوونو کلونو په دورانيه کښي پر تختيو باندي قوانين کنده کړي دي. ورو ورو د ليکلو دغه رواج وده موندلې ده او دا سلسله تر نورو هېوادونو پوري رسېدلې ده. بيا په ايران کښي تر ايلم او شام پوري رارسېدلې ده.
په مصر کښي به ليکل پر کتبو باندي کنده کېدل دغه رسم الخط ته د Hiero Glyphic نامه ورکړل شوې ده. د ليکلو دوهم ډول ته Hieratic وئيل کېدۀ دا د عمومي روز مره د استعمال دپاره ؤ. په مصر کښي د فراعانه په ادوارو کښي دا ډول ليکلو ته خاص اهميت حاصل ؤ. ولي په دې باندي به هغوئ خپل مذهبي عقايد خپل عظمت او د لويي څرګندولو سوا فرمانونه هم جاري کول او پر شاهي قبرونو باندي به ئې هم دا ډول ليکني ثبت کولې.
په سندهـ کښي هم د پخواني ليکلو ځيني نمونې موندل شوي دي، خو د دې پر لوستلو او سنجولو باندي لاپوره کار نۀ دی شوی، ځکه په زياتره علاماتو او اشاراتو څوک نۀ پوهېږي، د ځينو ماهرينو په خيال دا هم هغه د ميسو پوټيمه (عراق) تر اثر لاندي ليکل شوي دي ولي چي هغه وخت د دواړو تهذيبونو تر منځ تجارتي روابط هم ؤ. يوه رايه دا هم ده چي د سندهـ د ناوې دا ليکني د وخت د حاکمانو او خاص طبقې دپاره وې چي خلګ ورباندي پوهه نۀ شي او د حاکم خود مختاري جاري وي. دغه رنګه د هند د مشهور راجه اشوک د دور کتبې په پراګرت ژبه کښي وې چي دا شوک هدايات او احکامات به ورباندي ليکلي وو. په دوهمي عيسوي صدۍ کښي د سنسکرت ليکل شروع شو، بيا په نهمه اولسمه صدۍ کښي په تهامي ژبه کښي د ليکلو اغاز اوشو.
په پخوانيو ادوارو کښي د ليکلو دا طريقه د درختو پر پوټکو او د خرما د درختي پر پاڼو باندي هم په لاس وليکل شو. په هند کښي دا ډول کتابونه په لاس ليکل شوي خو د مذهبي عقائدو رسوماتو او رواياتو باندي منحصر وو. په دې کښي ويد، رامائن، مهابهارت او پران د ذکر وړ دي. پرته له دې په ارتو شاستر کښي د حکومت ائين او ضوابط رقم دي او د کالي داس په ډرامو کښي د ګپت دور پر ټولنيز ژوند باندي رڼا اچول شوې ده. راج ترن ګيني په سنسکرته ژبه کښي د هندوستان اولنی کتاب دی چي له ۱۱۴۸ څخه نيولې تر ۱۱۸۴ ق م پوري د کشمير حالات په کښي ليکل شوي دي.
بله خبره دا کول غواړم چي د نړۍ په زياتره ليکونو کښي د نورو ژبو توري شتون لري،کومه ژبه چي د لښکري ژبي په نامه شهرت لري. هغه د پاکستان او هندوستان مشهوره ژبه ده خو بيا هم د نورو ژبو تر اثر لاندي ئې خپل وجود ثابت کړی دی. هم دغه رنګه د هري همسايه ژبي اثر پر نورو ژبو باندي مرتب کېږي. له دې علاوه په انګرېزي کښي هم د فرانسيسي، جرمني، لاطيني ژبي الفاظ ليدل کېږي، حتٰی چي ځيني وخت د ژبو دا غزوني دې ځائ ته ور سي چي د عربي امير البحر په ايډميرل Admiral باندي بدل شي. خو دا يو حقيقت دی چي يکي يوه ژبه هم پر خپل حال باندي نۀ پاتېږي. د وخت له تېرېدو سره سره د بېلو بېلو وجوهاتو په بنا باندي دا تغير او تبدل لا محاله راځي.
خو خبره بېرته هم د ليکلو ده، دا پر ليکونکي منحصره ده چي هغه څۀ ډول ليکل کوي. زما په خيال د ليکلو په ذريعه د ميني خپلوي او ورورلۍ پېغام خورول د عبادت کولو حېثيت لري.
ماخذونه:
۱: ورلڈ ہسٹری ، ۱۰۷۔ ۱۰۲ کلائیو پونٹنگ
۲: قدیم ہندوستان ۱۸۔ ۱۷ ڈاکٹر مبارک علی
۳: تاریخ اور فلسفہ تاریخ ۹۹ ، ڈاکٹر مبارک علی