د پښتنو ناوړه دودونه

داؤدبخت مندوخېل

تر دې له مخه مي هم د ځيني ناوړه دودونو په باره کښي يو څو کرښي ليکلي وې. دا دی دا ځل هم يو څه، داسي دودونه او ګايونه په ګوته کوم چي په پښتني ټولنه کښي يې تل بدبختۍ رامنځ ته کړي دي.  او دغه  قام يې له ډېرو درپه دريو سره مخامخ کړی دی. لاندي به څو داسي بدمرغه دودونه په ګوته کړم چي د نفاق او بدبختيو پېلامه ګرځېدلي دي. 

۱:بې ځايه پېغور:

په پښتنو کښي يوه بده خبره دا هم ده،چي کله د يو چا سره په جنګ او دعوه شي نو سم دستي و يو بل ته د خپلو کمزوريو پېغور ورکوي. يو له ناپوهۍ پېغور ورکوي او بل بياله ناپوهۍ عمل پر کوي.په پائ کښي دوې ، درې کورنۍ تباه يا له منځه ورکي شي.او ډېر وخت ئې تر منځ خوابدي او دښمني روانه وي. ډېر کله داسي هم وشي، چي په پېغور دنيکه د غلطۍ سزا په ناحقه و لمسي ته ورکول شي. نوره نړۍ سپوږمۍ ته ختلې ده ،ئي به ، خو پښتانۀ لا تر اوسه  د يوه بل د کور په نغري ورانولو لګيا دي چي تر څو د بل د کور نغری وران نۀ کړي او اور ئې ورمړ نۀ کړي او د خپل نيکه پور وانخلي نو تر هغو به کټ او ساله هم جوړه نۀ کړي. دا وخت خو پښتانۀ د پېغور په نۀ ختمېدونکي جنګ کښي اخته دي، په وده، رڼا، ښۀ ژوند، حتٰی د مړۍ په خوند لا نۀ دي خبر.سائل صاحب ډېر ښۀ وائي.،،،،،دا خو پښتانۀ دي چي مړه شو خو پوهه نۀ شو،،،،،،

ددې پېغور د شر په کار کښي د پښتنو ښځو هم خپله برخه ده. ښځي کله، کله خپل ورور،پلار، او مېړه ته په خپل کور کښي د جنګ او بدۍ بلنه د پېغور په ژبه ورکوي. او کله، کله پر اوبو يا بل ځائ د نورو ښځو په مدد د دوو وروڼو پښتنو په  منځ کښي د دښمنۍ و اور ته هوا ورکوي.او دا وائي،

خدايه دوه پله ګنده کړې، زما مړۍ په رالنده کړې.

او چي کله ددې اور په بلولو او تودولو کښي بريالۍ شي نو بيا داسي وائي، پردی غم خو نيم اختر دی او دا دپېغور جنګ د ختمېدو نوم نۀ اخلي او منځني خلګ ئې نندارې کوي، هم پر خاندي او هم ډاډ ورکوي، بعينيه د دغه شعر په مصداق چي:

          داسي کېږي ،داسي شوي په جهان کښي

           يو انسان ئې ننداره کړي بل ژړا کړي

 

نو يو له غمه ژاړي او بل له مستۍ پر خاندي، بس دپښتنو دا د ژړا او خندا دوران به تر هغو پوري وي تر څو پښتنو پوهه نۀ وي تر لاسه کړې،او د خپلي پوهي په رڼا کښي ئې اول ځان نۀ وي پېژندلی او بيا ئې نور جهان ته سم کتلي نۀ وي، 

۲:دمور او پلار د خوښي واده:

مور او پلار د زوی او لور لپاره  ښۀ ژوند،خير او آرام  غواړي خو خليل جبران په خپل کتاب کښي وائي • چي تاسو خپلو بچيانو ته خوراک او پوښاک ورکولای شی خو خپل خيال نۀ، معنا دا چي د اولاد او او مور پلار په خيال کښي د مځکي او اسمان فرق وي.تاوان ئې هم دا وي چي کله مور او پلار و زوی ته واده غواړي نو د زروارۍ  له کبله يا د زوی د ناخوښۍ ښځه ورته وغواړي  نو خپل کور د کلونو کلونو لپاره د اور سکروټه جوړه کړي د خپل زوی سره ټول کور و اور ته واچوي، بيا پر کړي کار يا د پښېمانۍ اوښکي توَيوي او يا خپله ناپوهي په قسمت پوري تړي. واده خو د اويا کلو مزل دی، سړی چي هر څومره وسداره شي نو په ژوند کښي يو واده کولای شي او چي اول واده ئې سم نۀ وي نو بيا بل هم سم واده نۀ شي موندلائ. نو ځکه په اول واده کښي ډېر احتياط او سوچ په کار دی ، که څوک هندوانه اخلي هم ئې  په کاټ اخلي، د بل هر شي خوند يو وار ګوري بيا ئې اخلي خو يو واده داسي شی دی چي پښتانۀ ئې بې کتلو او بې ليدلو غواړي. ناخوښه واده خو د ټول ژوند پښېمانۍ، تباهي او ټولنيزو ستونزو ته لاره هواروي. نو بيا ولي سړی د مور او پلار په خوښه له هغه چاسره واده وکړي چي هم د ده خوښه وي هم ئې  مور او پلار په خوشحاله وي نو دا رنګه به ئې ژوند په خوشحالۍ او آرام ورسره تېر ېږي. د اسلام په سپېڅلي دين کښي هم د مېړه او ښځي د کتلو اجازت شته، خوشحال بابا پښتنو زلميو له څنګه ښځو سره د واده کولو نصيحت کوي هغه وائي:

 

 

 

 له لسو پورته تر شلو پوري

ښځي دغه دي که ئې څوګوري

 

له شلو پورته تر دېرشو پوري

 دغه هم ښې دي که نۀ وي نوري

 

له دېرشو پورته څلوېښتو پوري

 زهر قاتل دي که ځان ترې ژغوري

 

له پنځوست پورته درته انا ده

 ور د لحد کړه ورپسې پوري

 

که په مذهب د خوشحال خټک ئې

 کښېنه د تورو زلفو په سيوري

 

۳:د بدل يا د سرۍ واده:

دا د پښتنو په ټولنيز ژوند کښي د واده په اړه يوداسي ناوړه او بې خونده دود دی چي په اسلام کښي هم منع دی (لا شغاره فی الاسلام) او په پښتنو کښي بې ګټي دی. بې ګټي ځکه چي کله يوه نجلۍ د بلي نجلۍ په بدل کښي واده شي نو دا دواړه يو په بله پوري وتړل شي هغه داسي که يوې سره په کور کښي د خوسرګنۍ له خو بد کېږي نو په ځواب کښي به له دا بلي خواري سره هم بد کېږي.  ډېر کله خبره صرف تر ښځو پوري پاته نۀ شي او مېړونه يا دا دواړي کورنۍ په جنګ کښي سره ولوېږي. ښځي په منځ کښي شيطانۍ کوي او دروغونه وائي او دا رنګه دا خوږې کورنۍ په خپلو کښي هم سره خفه شي او د دواړه مړۍ ترخه شي. او په  غم او جنګ کښي خواږه عمرونه تباه کړي او ماندور لا هم نۀ وي، هر څوک بد رد ورته وائي؛

   پښتانۀ هر څه ته سوچ کوي خو يو واده ته سوچ نۀ کوي. د هلک او هلکۍ کوزده پر قسمت اړوي، جنګونه دوی سره کوي او قصور پر قسمت اړوي. چي کله هلک له ناليدلې لېونۍ او بد زباني نجلۍ سره يا نجلۍ له زاړه،لېوني او کونډ سره واده وکړي ددې پړه هم پر قسمت اچوي، بس په شپېته اوويا کاله کښې يوه ورځ اسراحت او خندا نۀ وويني او خوږه مړۍ پر ځان په خپله ترخه کړي. هره ورځ په جنګ او زړۀ شيني کښي د ژوند شپې ورځي تېروي تر څو د مرګ و ژامو ته لوېږي. په بله معنا پښتانۀ خپل ځان ته غم او بدي هم په پيسو اخلي ځکه خو دا متل په پښتنو کښي منځ ته راغلی دی وائي، فلانی بدي ته سنتور وهي، يعني په بدۍ خوشحالېږي. ستاسي څۀ خيال دی په غم او جنګ به څوک هوښيار سړی خوشحال وي نو دا ئې هم د ناپوهۍ له کبله وي ،يو چا خو دا هم وئيلي دي ، پښتون چي پيدا شي په سرئې کفن تړلی وي، معنا دا چي تر مرګ له مخه ځان ته مرګ غواړي  بې ځايه ننګ، جنګ، ّهوډ، ضد او خواشيني تل د  داسي پښتنو په برخه وينو ځکه خو ئې په ژوند کښي ښۀ ورځ ليدلې نۀ وي لکه شاعر چي وائي؛

يو پښتون دی چي په جنګ کښي ئې بائيللی

د بابا د سر پټکی، د ادې شال دی

 

په نړۍ کښي ئې بس دا رنګه ژوندون دی

يا کچکول په څنګ لري يا ټوپک ټال دی

 

۴:قبيله پرستي(خېلي،زئی)

قبيله پرستي هم د ناپوهي او ځان خوښۍ يو بله ناوړه او خوړجنه ستونزه ده. ددغي ناپوهي او بدمرغۍ له کبله پښتون قام په سلګونو وړو،وړو قبيلو ووېشل شو، او دغه قبيلې ورځ په ورځ رواني دي او په نورو قبيلو بدلېږي. دا ټولي وړې، وړې قبيلې و ځان ته د قام نوم ورکوي چي هيڅکله د قام په معنا او نامه نۀ ارزي. د اسلام سپېڅلی دين خو د عرب او عجم توپير هم نۀ مني خو يو موږ يو چي د عجم له يوه واړه  قامه مو سلګونه قامونه جوړ کړل. 

 

 

           دغه د خېلۍ ، زئي د کرکي زهر ورکړو چا

            مخکښي يو پښتون ؤ خو نن واړه دي جلا،جلا

          موږ د بل د کور د جوړوني د ژغورني يو

        خپل مو يو د بل په لاس ويجاړه دي جلا،جلا

 

که په ځيرکتيا و دې ته پام وکړل شي نو د پښتنو دغه ناپوهي او ځانځانۍ جنګ به تر  قيامته روان وي او ورځ په ورځ به يو له  بله جلا،جلا ژوند تېرول غواړي، د بل پر قبيله خندل او د ځان  قبيله غوره ګڼل کمال نۀ دی بلکې تباهي او ناپوهي ده، د بل نيمګړتياوي لټول او خپلي ښېګړي بيانول هوښياري او ترقي نۀ ده. دا به موږ نور د تباهي وکندي ته غورزار کړي. دا د خېلي او زئي جنګ نۀ ختمېدونکی جنګ دی لکه شاعر چي وائي؛

           داسي جنګ ئې پر اوږو باندي اخستی

          ختمېده ئې په قيامت هم نۀ ښکارېږي

 

 د دې قبيله پرستۍ له کبله خو هر وخت د پښتنو دښمنانو ګټه اخستې ده، ولي د دغو دښمنانو د شيطانيو له کبله دوی هر وخت په خپلو کښي يو له بل سره لاس او ګرېوان دي او دښمنان ئې د خير پر غونډس ورته ناست وي او نندارې ئې کوي او يا ئې پر شا ټپوي او نور جنګ ته ئې هم هڅوي. پښتانۀ هغه ښاغلي او غښتلي پهلوانان دي چي د  سر په سترګو ړانده دي او له عقله هم خالي دي هر څه پرديو د دوی د جنګ له کبله ځيني وړي دي خو دوی پر نۀ څۀ په خپلو کښي په مرګ او ژوبله کښي نۀ ماتېدونکي ښاغلي جګړن دي او دخپلو ورورڼو په سپکه او ورکه کښي پياوړي دي.

 

يو وار که بې علمه، بې هنره سترګي نۀ لري

بيا نو پښتانۀ خواران اکثره سترګي نۀ لري

 

 

FaLang translation system by Faboba