د صوفي يا د تصوف ټکی (رېښه)
ميرحسن خان اتل
انسان د خپل فطرتي جوړښت او ذهني غوښتنو له کبله تل په دې هڅه او کوشش کښي پاته شوی دی چي د هغۀ کائنات د کوم دی چي په حېث د يوې برخي يا جز منځ ته راغلی دی د اصل جوړونکي يا خالق له حقيقته ځان خبر او هغۀ تر يوه څه بريده و پېژني. هم د دې خواهش او ارمان د پوره کولو لپاره حضرت انسان د تاريخ په بېلابېلو پړاونو کښي د بېلابېلو لارو له لاري د پلټنو او ګروېږنو په لاره شعوري او فکري قدمونه اخستي دي، چي په نتيجه کښي ئې بېلا بېل فکري او شعوري مکتبونه منځ ته راوړي او متعارف کړي دي. د دې فکري او شعوري مکتبونو له لاړ څخه يو مکتب فکر د تصوف په نوم هم موږ پېژنو.
تصوف په اصطلاح کښي هغه مکتب فکر يا روحاني مسلک ارزول کېږي چي لارويان يا منونکي ئې عموما ً د ټاکلو اصولونو او رياضتونو په مرسته ځانونه نۀ يوازي له روحاني پلوه بلکې په له بدني پلوه هم تر بېلابېلو مرحلو او مقاماتو تېروي. بنيادي مقصد ئې دا وي چي دخدائ له پېژندني او هغه ته د نږدېوالي له وسيلې څخه برخمن شي. خپل نفس پاک او د پاکۍ تر بېلابېلو مرحلو تېر کړي. هغه ناروا خواهشات او مزمومي غوښتني چي په پوره کولو ئې الهامي اصولونو او قوانينو ته زيان رسېږي يو مخ له منځ څخه يو سي. خپل نفس قابو او د ځان تابع کړي. د تصوف د لاري لارويانو ته په اصطلاح کښي (صوفي) وئيل کېږي. صوفي ته صوفي څله وئيل شوي دی؟ د صوفي د کلمې (ار) يا (اصل رېښه) څۀ ده..؟ په دې ليکنه کښي هڅه کوو چي د بېلابېلو حوالو او تاريخي اسنادو په مرسته د يادو شوو پوښتنو د ځوابونو د لټولو کوشش وکړو.
خدايه! تا نۀ شي پېژندی زموږ قليل علم
دا په علت معلول ولاړ زموږ عليل علم
د تصوف د توري د اصلي ريښې او سوچه معنې پر سر د مورخينو، لغت پوهانو، ژبپوهانو او علماوو تر منځ له لومړۍ ورځي د رايو اختلافات ډېر مضبوط او ژور پاته شوی دی. هر چا هڅه کړې ده چي د خپلي مفکورې په سواډه (حمايت) کښي دلا ئل ووائي، څوک وائي د دې توري اصل ناغ (رېښه) د (صوف) توری دی، څوک بيا په دې عقيده دي چي د دې توري اصل د ( صفا) توری دی، يوه ډله بيا د دې توري رېښه د يونان له ( سوفيه ) نومي ښار سره چي لغوي معنا ئې د پوهي او حکمت ده، نښلوي، ځيني مؤرخين ئې د (صف) په معنا را اخلي، لنډه دا چي څوک ئې ناغ څه او څوک ئې بيا څه بولي، د دې اختلافاتو لامل او وجوهات کېدائ شي ډېر وي، خو زما په اند يو بنيادي وجه ئې دا هم ده چي د دې مکتب فکر د تاريخ په اړه په الهامي کتابونو کښي کوم تفصيلي ذکر نۀ دی راغلی. نۀ بل کوم داسي مذهبي او مستند کتاب شته چي ټولو خلګو ته په يوه څېر قابل قبول وي،حالانکې حافظ محمد بن طاهر المقدسي (۱) په خپل کتاب کښي د دې خبري د سپيناوي ښه هڅه کړې ده چي د تصوف د مکتب فکر يا صوفي ازم ريښې تر اسلام ډېري لرغوني او پخوانۍ ښئي، په دې اړه يوځائ وائي:
"د کوفې له يوه محدث وليد بن قاسم (۸۳ ه) څخه يو چا د صوفي دتوري د نسبت په اړه پوښتنه وکړه نو هغه په ځواب کښي ورته ووئيل"
"قوم في الجاهليته يقال اهم صوفه انقطعوالي الله مزوجل و قطنو الکعبته فمن تشبه بهم فهم الصفيه. "
ژباړه: "د جاهليت په زمانه کښي يعني د اسلام تر راتګ له مخه د صوفه په نوم يو قبيله وه،چي ځانونه ئې الله تعالٰی او د خانه کعبې چوپړ ته وقف کړي وو، وروسته چي کومو خلګو هم د دې قوم عادات او خصلتونه خپل کړل يا ئې ځانونه د دوئ په څېر واړول نو هغو ته به صوفه يا صوفيان وئيل کېده"
د وليد بن قاسم له پورتني خبري څخه دا اندازه په اسانه کېدائ شي چي د جهالت په زمانه کښي هم صوفي نومي قبيله يا قوم په خانه کعبه کښي په حېث د مجاورو دنده تر سره کوله، يا وئيلائ شو چي هغو ټولو خلګو ته صوفيان وئيل کېدۀ کومو چي په خانه کعبه کښي خدمتونه تر سره کول، په دې اړه نامتو ليکوال او محقق ښاغلی ډاکټر غلام قادر لون (۲) په خپل کتاب (مطالعه تصوف) کښي وائي:
"د صوفه د قوم په اړه وئيل کېږي چي دا هغه خلګ وو کومو چي د خانه کعبې د مجاورانو په حېث کار کاوۀ، دې خلګو به د هغو حاجيانو يا زائرينو چي وخت په وخت به د خانه کعبې زيارت او د عبادت لپاره راتلل د خورک څيښک، ارام او نورو ضرورتونو انتظام کاوۀ."
اوس به راشو د دې پوښتني ځواب ته چي د دې قبيلې وګړو ته د کومو خصوصياتو او ځانګړتياؤ پر بنياد د "صوفه" نوم ور کړل شو، يا هغه کوم وجوهات وو چي د خانه کعبې مجاورو ته به "صوفه" يا (صوفيان) وئيل کېدۀ، دلته هم د رايو اختلاف ښه په زور سرونه راپورته کوي، خو دا يوه خبره د زياترو مؤرخينو له خوا منل شوې ده چي د دې قبيلې مشر چي (غوث بن مر) نومېده نوم صوفه شو، په دې اړه ښاغلي ډاکټر غلام قادر لون په خپل کتاب (مطالعه تصوف) کښي وائي:
"په دې خلګو کښي تر ټولو لومړی د غوث بن مر، بن طانجه، بن الياس، بن مصر نومی سړی نوم صوفه شو، چي وروسته ئې ټوله قبيله خلګو د صوفيانو په نوم و نوموله".
نوموړی ليکوال پر مخ زياتوي:
"د غوث مور بې اولاده وه. هغې دا ښونه (نذر) کښېښوده که خدائ زوئ ور کړ نو د خانه کعبې خدمت ته به ئې سپاري، چي کله ئې زوئ و زېږېد نو له وعدې سره سم ئې خپل زوئ د خانه کعبې مجاورتوب ته وقف کړ، دغه غوث وروسته په " صوفه" ونومول شو، بيا ئې اولادونه هم په "صوفه" ياد شول ".
د بېلابېلو روايتونو له مخي صوفه يا صوفيان هغه قبيله يا خلګو ته وئيل کېده چي د اسلام تر راتګ له مخه به ئې د حج نغاره ږغوله، او خلګو ته به ئې حج د کولو اجازت ورکولو، دوئ به په مخه او حاجيان به پسې وو، يا وئيلائ شو چي د حاجيانو د لارښوني کار به د دوئ په غاړه وو، زائرين به تر هغه وخته د عرفات له ميدان څخه نۀ را روانېدل تر څو چي به د صوفي يا د صوفيانو د قبيلې کېږدۍ نۀ وې پورته شوي.
خو علامه جوزي (۵۰۸-۵۹۷) هجري (۳) بيا د "صوفه" د ټکي د ار او اصل رېښې په اړه لږ بېل نظر لري، بلکې نوموړي مؤرخ دا وجوهات هم په ګوته کړي دي، چي غوث بن مر ته په کوم بنياد د "صوفه" يا "صوفي" نوم ور کړل شو، علامه جوزي وائي:
" د غوث بن مر د مور اولاد نۀ پائېدلی (نۀ پاته کېدل)، هغې دا ښوانه (نذر) کښېښوله که ئې اولاد ژوندی پاته شو نو پر سر به ئې وړۍ تړي، چي کله خدائ زوئ ور کړ، نو دې هم خپله ښوانه (نذر) په ځائ کړه، او د خپل زوئ پر سر ئې وړۍ وتړلې، هم دا وجه وه چي د دې هلک نوم "صوفه" شو او وروسته ئې اولادونه (قبيله) خلګو په "صوفه" و نومول".
د تصوف يا صوفي د توري په هکله د تاريخ په کتابونو کښي لوړو دوو روايتونو ته نږدې يو بل روايت چي ډاکټر غلام قادر لون په خپل کتاب (مطالعه تصوف) کښي رانقل کړی دی هم موجود دی، ښاغلی ليکوال وائي:
"د غوث بن مر د مور نارينه اولاد نۀ ؤ، هغې دا ښوانه کښېښوله که خدائ زوئ ورکړ نو د خانه کعبې چوپړ (خدمت) ته به ئې سپاري، چي کله له نارينه اولاد څخه برخمنه شوه، نو دې د خپلي کړي وعدې مطابق خپل زوئ د خانه کعبې سره نږدې و تړلی، چی کله لمر تود شو او زوئ ئې له ګرمۍ راچپه شو او دې چي په داسي حال کښي وليد نو ئې له خُلې ناڅاپه دا ناره "(هيه خو ها دی صوفه شو)" ووتله ، هم دا هغه ناره وه چي د زوئ نوم ئې په صوفه ونومولی، او وروسته ئې د زوئ اولادونه (قبيله) هم په دې نوم مشهور شول. "
د غوث بن مر اولادونو يا قبيله به خلګو د (ال صوفان) او (ال صفوان) په نوم هم بلله، خو د تاريخ تصوف يو بل لوئ مؤرخ او فاضل ليکوال ابو عبيده (۴) چي نسلاً د فارس ؤ خو استوګنه ئې د بصرې په ښار کښي کوله، يادي شوي ټولي ادعاوي او روايات ردوي او وائي چي يوازي د غوث بن مر اولادونو يا د قبيلې وګړو ته صوفان يا صوفيان نۀ وئيل کېده، بلکې هغو ټولو خلګو ته چي د خانه کعبې په چوپړ (خدمت) کښي به لګيا وو يا به ئې هلته کومه زمه واري په غاړه لرله خلګو صوفان يا صوفيان وئيل، دی وائي:
"هر هغه سړي ته "صوفي" يا "صوفان" وئيل کېده کوم چي به د بيت الله شريف سره د نۀ تعلق لرلو باجود هلته په کوم خدمت يا کار بوخت ؤ، د حج د مناسکو ادا کولو پر وخت به ئې کومه زمه واري تر سره کوله."
د ښاغلي مؤرخ او محقق پردې وېنا که لږ غور وکړل شي نو د " صوفه " يا صوفي توري د لغوي معنٰی په اړه زړې ټولي مفکورې او قياسونه يو مخ له منځه ځي، هغه په دې چي د ښاغلي ابو عبېده له قياسه دا اندازه کول ډېر اسان او په واضع توګه کېدائ شي چي نۀ يوازي د غوث بن مر و اولادونو يا قبيلې ته به "صوفي" يا "صوفه" وئيل کېده، بلکې هغه ټول خلګ يا مجاور چي په خانه کعبه کښي به ئې په کوم خدمت يا کار ته ملا تړلې وه صوفه يا صوفيان بلل کېدۀ، د علامه جوزي رايه او نظر هم کابو د نوموړي مؤرخ او ليکوال له رائ سره نږدې او تر يو څۀ بريده اړخ لګوي.
اوس به راشو دې خبري ته چي ايا د "صوفي" ټکی واقعي د "صوفه" ټکي مشتق دی او له هغه څخه جوړ شوی دی؟ دلته هم د عربي ژبي ژبپوهان پر دوو ډلو وېشلي شوي دي، لومړۍ ډله دا دليل وائي چي د عربي ژبي د قواعدو او ګرائمري اصولونو له مخې د "صوفه" له ټکي څخه د "صوفي" نۀ بلکې د "صوفاني" ټکی جوړېږي، ځکه چي د صوفي مشتق صوفه نۀ ده او نۀ دا کېدائ شي، خو دوهمه ډله بيا له دې خبري سره اتفاق نۀ لري او وائي که يوار د عربي ژبي قواعد او ګرائمري اصولونه د دې اجازت نۀ ورکوي چي د صوفه له ټکي دي د صوفي ټکی جوړ شي نو بيا د کوفې له اشتقاق څخه د کوفي ټکی هم غلط او د ګرائمري اصولو خلاف دی، ځکه چي له کوفې څخه بيا بايد د "کوفاني" توری وتلائ وائ.
اوس راځو يوې بلي داسي رائ ته چي د صوفي د ټکي د ار او سر چينې په اړه له دې نورو رايو سره بنسټيزه توپير لري. هغه دا چي د تاريخ تصوف څه مؤرخين بيا په دې عقيده دي چي دا ټکی د صوف له کلمې سره هيڅ ډول اړيکي او تعلق نۀ لري، دا هسې افسانوي قصې او له حقيقته لري خبري دي. دا ټکی په اصل کښي له صوف څخه نۀ دی ماخذ شوی، بلکې د صوفي ټکی په اصل کښي د "صف" له ټکي څخه راوتلی دی، د دې نظرئې منونکي په دې نظر دي چي له صوفيانو څخه مراد هغه خلګ يا طبقه ده کوم چي دخدائ و مخ ته په لومړي صف کښي ولاړ وي، يعني د دې مکتب فکر لاروي هغه خلګ دي کوم چي د رياضتونو او عبادتونو له لاري الله پاک ته ځانونه ډېر نږدې کړي او پر الله پاک هم دا خلګ ډېر ګران وي.
د پورتنۍ مفکورې په حمايت کښي کېدائ شي نورو هم ډېرو مؤرخينو او پوهانو د خپلو پوهو او علمي استعدادونو په رڼا کښي دليلونه وئيلي وي، خو زۀ دلته د عربي نړۍ د يو نامتو عالم او صوفي مؤرخ شيخ ابوالحسين نوري (۲۹۵ه) (۵) هغۀ خبره (قول) چي د دې نظرئې د بنياد د کاڼي حېثيت لري را اخلم. ښاغلی مؤرخ وائي:
""الصوفيته الذي اروا د هم قصاروا في الصف الاول بين بدي الحق"
ژباړه: صوفيان هغه خلګو ته وئيل کېږي کوم چي خپل ارواحونه ووينځي او د الله تعالٰی و مخ ته په لومړي صف کښي ودرېږي.
د تصوف يو بل مؤرخ شيخ بشير بن حارث (۱۵۰-۲۲۷ه) (۷) بيا په دې اړه وائي چي د صوفي ټکی په اصل کښي د هغو خلګو لپاره کارول کېږي کوم چي په دې کښي بريالي شي چي خپل زړونه صفا کړي.
شيخ زکريا انصاري (۸) هم کابو د شيخ بشير بن حارث له رائ سره متفق ښکاري او وائي چي د تصوف ټکی په اصل کښي د "صفا" له ټکي څخه اخستل شوی دی.
په فارسي ادبياتو کښي په خصوص په فارسي شاعري کښي هم تصوفي افکار تر ابسو اودول شوي، خو دلته چي کله هم د "صوفي" يا "تصوف" د ټکي د لغوي معنٰی په هکله د اظهارځائ راغلی دی نو کابو له لوړي معنې يعني د (صفا) له ټکي سره اتفاق شوی دی، د فارسي ژبي نامتو شاعر حافظ شيرازي (۷۲۰-۹۷۲ه) (۹) يوځائ وائي:
صوفي بيا که ائينه صافست جام را
تا بنګري صفائي می لعل فام را
ژباړه: راشه صوفي و ګوره چي ائينه د جام څومره صفا او روښانه ده، چي ښايسته سرۀ او رنګين شراب پکښي ووينې
خو د عربي ژبي ځيني ژبپوهان بيا دا ادعا ردوي او وائي که واقعي د صوفي ټکی د صفا له ټکي څخه اخذ شوی وائ نو بيا به ئې مشتق صوفي نۀ بلکې "صفائيه" يا "صوفيه" ؤ.
علامه ابو ريحان البېروني (۳۶۳-۴۴۰ه) (۱۰) بيا په دې برخه کښي له سره بېل نظر لري. هغه د صوفي يا تصوف د ټکي ار يا اصل رېښه له سره پر بل لوري څکولې ده. د ښاغلي علامه د نظر له رويه پورتني ټول نظريات بې ځايه او بې دليله دي، البېروني وائي:
"صوف په اصل کښي د يونان د سوفيا (Sopia)څخه چي معنا د "حکمت" او "پوهي" ده اخستل شوی دی. سوفيا په اصل کښي د لرغوني يونان د يو ښار نوم هم ؤ، کوم چي د حکمت او پوهي ښار ګڼل کېده، وروسته "س" په "ص" واوښتی. (ا) ځني لېري شو او داسي د "صوفي" ټکی منځ ته راغلی"
د تصوف د ار او اصل رېښې په اړه د علامه ريحان البېروني دا خبره پردې بنياد درنه او نسبتاً مودليله ښکاري چی کله هم د بېلابېلو علومو د اصليت او ار په اړه د تاريخي شواهدو څېړنه وشي، نو قصه به ارومرو تر لرغوني يونان پوري رسېږي. يعني چي تر اوسه چي کوم علوم هم منځ ته راغلي دي د ټولو د زېږېدني او وروسته د خورېدني علامې د لرغوني يونان پر تاريخي خاوره څرکېدلي او هم هلته ئې وده کړې ده، چي يوه ښه بېلګه ئې د فلسفې د علومو د ودې او پرمختګ هم ده. بله خبره دا ده چي د تصوف په مکتب فکر يا هغه افکار چي تناونه ئې د صوفي ازم د ټاکونو (حدونو) په اطرافو کښي تاو را تاو دي غور او فکر وکړل شي نو د علم تصوف او علم فلسفې ترمنځ په ډېرو برخو کښي نږدېوالی او له يوه بل سره اړيکي هم تر سترګو کېږي، علامه ريحان البېروني چي پر کوم بنياد دا دعویٰ کوي کېدائ شي هغه سمه ا و پرځائ وي، خو بايد بيا د دې خبري وضاحت وشي چي د تصوف د مکتب فکر دا موجوده تصور له هغو تاريخي شواهدو سره وتړل شي کوم د اسلام تر راتګ ډېر پخوا لا موجود ؤ. ځکه چي د اسلامي تصوف د پېل (ابتداء) کال ۱۹۱ هـ دی.
له دې علاوه ځيني هغه مؤرخين او ليکوالان چي د صوفي د ټکي ار يا ماخذ" صوف" نۀ مني هم دا خبره تسليموي چي ډېرو انبياوو کرامو، صحاباوو او اولياوو به د وړيو جامې اغوستلې، او به ئې عموماً د خوښي لباس ګڼل کېده.
د يو بل نامتو صوفي مؤرخ شهاب الدين سهروردي (۱۱) نظر هم دې ته ورته او نږدې دی، هغه وائي:
"ذاهدانو، عبادت ګزارانو او مصلحينو تل له وړيو "صوف" څخه جوړي جامې خوښي کړي دي".
نوموړي مؤرخ په دې اړه يوه بله قصه هم را نقل کړې ده، او وائي چي حضرت محمدص به د لاندي يا ځپلو خلګو دعوت قبولوئ، پر خرۀ به ئې سواري کوله، او له صوف څخه جوړي يعني د وړيو جامې به ئې اغوستلې.
د حضرت عبدالله ابن معسود له خُلې ئې دا روايت هم را نقل کوي:
"چي کومه ورځ الله تعالٰی حضرت موسٰی عليه السلام د همکلامۍ له شرف څخه برخمن کولی نو هغه د وړيو جامې اغوستي وې".
اوس راځو د صوفي د ټکي د ار يا اصل رېښې په اړه يوې داسي رائ او مفکورې ته چي له تېرو ټولو رايو او دليلونو سره له هر پلوه توپير او فرق لري. هغه دا چي د تصوف د مکتب فکر څۀ مؤرخين له پورتنيو رايو او قياسونو سره اتفاق نۀ لري او وائي چي د صوفي د ټکي ار يا اصل رېښه د عربي ژبي د "صفه" له ټکي سره چي د چوترې (چبوترې)يا د دالان معنا ورکوي نښلي. په دې اړه ډاکټر غلام قادر لون په خپل کتاب (مطالعه تصوف) کښي يوځائ وائي:
"د څه علماوو دا دعویٰ ده چی د صوفي د ټکي ار يا اصل "صفه" چي په عربي ژبه کښي چوترې (چبوترې) يا دالان ته وائي. د عهد رسالت په زمانه کښي هغه خلګ چي له مکې څخه به ئې مدينې ته هجرت راکولی د مسجد نبوي و شمالي لور ته به کښېنستل، دې اصحابانو ته به ئې "اصحاب صفه" وئيل."
د نوموړي ليکوال له خبري څخه دا پوښته رازېږي چي په اصحابه کرامو کښي واقعي څۀ خلګ داسي هم وو چي په مسجد نبوي کښي به ئې سکونت درلود يا د تل لپاره به هلته اوسېدل. د دې پوښتني په ځواب کښي د شيخ علي هجويري (۱۲) دا وېنا را نقل کوو، هغه وائي:
""په اصحابه کرامو کښي څۀ خلګ د تل لپاره په مسجد نبوي کښي اوسېدل، او دا هغۀ خلګ وو چي تل به په عبادت کښي مشغول وو، د ژوند له کارونو سره به ئې هيڅ ډول اړيکي او سروکار نۀ درلود، د ترک دنيا د لاري لارويان وو، د خورک څيښک يا څۀ ګټلو په چارو به ئې هم ډېره نۀ وه مانده"
شيخ علي هجويري د خپلي دې خبري د لا پياوړتيا لپاره د دې لاندني ايات حواله ور کړې ده.
¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬¬
" وَلَا تَطْرُدِ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ (الانعام- ۵۲) . "
ژباړه: هغه خلګه مۀ باسه، کوم چي سهار ماښام د خپل رب عبادت کوي، او مقصد ئې خاص د هغه رضا تر لاسه کول وي.
شيخ شهاب الدين سهروردي (۵۳۹-۶۳۲) هـ هم په دې عقيده دی چي پورتنی ايات کريمه د "اصحاب صفه" په اړه نازل شوی دی، ځکه وائي که څه هم د لغوي معنٰی له پلوه د صفه ټکي د صوفي اشتقاق نۀ شي کېدائ خو د اصطلاحي معنٰی له رويه دا بالکل سم او صحيح دی.
د دې مفکورې د لا روښانه کولو په خاطر د يو څو نورو نامتو مؤرخينو او علماوو رائ او دليلونه هم را اخلو او دا ګورو چي هغه د دې ټکي د اصل ناغ په اړه څۀ نظر لري.
ابو نصر سراج طوسي وائي:
" ما دا خبره له ظاهري لباس سره و تړله، ځکه چي د وړيو جامې د انبياوو طريقه او د اولياوو شعار پاته شوی دی"
امام بن تيميه بيا وائي:
" صوفيه له صوف څخه ماخوذ دی، ځکه چي د ذاهدانو جامې زياتره دغه وي".
د علم تاريخ او علم عمرانياتو مستند نوم او د اسلامي نړۍ نامتو پوهه ابن خلدون (۱۳) چي زياتره علمي خدمات ئې د تصديق او باور په ټاپو (مهرونو) نماځل شوي دي هم په دې عقيده دی چي د تصوف ټکی په اصل کښي له هغه "صوف" څخه چي په عربي ژبه کښي وړۍ ته وائي، را وتلی دی. دی وائي:
"د وړيو (اون) څخه جوړي جامې د اهل تصوف لپاره ځانګړي شوي دي، هم له دې کبله چي دوئ د وړيو جامې اغوندي دوئ ته صوفيان وئيل کېږي، د وړيو جامې پخوانيو بزرګانو ډېري خوښولې، هغه په دې چي دا جامې ذهد او تقوی ته نږدې وي، له دې کبله به د پېغمبرانو هم دا لباس ؤ. "
شيخ هجويري د خپل دې دليل چي صوفيه له صوف څخه وتلی دی په حمايت کښي دا لاندنی حديث را نقل کوي:
" تۀ وړين لباس ارومرو ونيسه، په زړۀ کښي به د ايمان حالاوت و مومې"
حسن بصري (۲۱-۱۱۰) (۱۴) وائي چي ما ډېر اصحابه وليدل چي په وړينو جامو کښي ملبوس وو.
څۀ ختيځ پوهان (مستشرقين) چي له لاړه ئې اليني نکلسن (۱۸۶۸-۱۹۴۵م)، ايډورډ براؤن (۱۸۶۲-۱۹۲۹م)، لوئ ماسينون (۱۸۶۸-۱۹۶۲م) او نور دي هم د دې مفکورې پلويان او ملګري دي چي د صوفي د ټکي ار له صوف څخه وتلی.
له دې علاوه نورو ډېرو مؤرخينو او علماوو هم پردې خبره دليلونه وئيلي دي چي د صوفي د ټکي ار يا اصل رېښه د "صوف" کلمه ده، خو زۀ دلته په دې خاطر چي بحث بې ځايه اوږد نۀ شي يا د تکراري خبرو له کبله ئې پر صحت د پېچلتيا بدي اغيزې نۀ وغورځي يوازي د حضرت جنېد بغدادي (۶۱۰-۶۹۷) (۱۵) هجري هغه قول چي د صوفي د ټکي ار يا اصل ناغ و لور ته هم اشاره پکښي موجوده ده راخلم، حضرت جنېد وائي:
" تصوف پر اتو ۸ خصايلو سخاوت، رضا، صبر، اشاره، عزيه، وړيني جامې په غاړه کول، سياحت، او فقر باندي تکيه کوي"
پر مخ زياتوي:
" سخاوت د حضرت ابراهيم عليه السلام، رضا د حضرت اسحاق عليه السلام، صبر د حضرت ايوب عليه السلام، عزيه د حضرت يحیٰ عليه السلام، اشاره د حضرت زکريا عليه السلام، د وړيو جامې اغوستل د حضرت موسیٰ عليه السلام او فقر د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم شېوه پاته شوي دي"
موږ په تېر بحث کښي دا خبره وفهموله چي د صوفي د ټکي د ار يا اصل رېښې په اړه هر چا د خپلي پوهي او علمي استعداد پر بنياد خپل خپل دليلونه او رائ وړاندي کړي دي، او هر چا دا هڅه کړې ده چي دليل ئې مغزن وي او خبره ئې و منل شي. خو دلته کتل دا پکار دي موږ ته په لاس څه راغلل يا څۀ راځي...؟ ايا له دې اوږده بحث وروسته موږ کومي خاص نتيجې ته رسېږو او که نۀ..؟ موږ اوس په لوئ زړۀ دا وئيلائ شو چي د صوفي د ټکي ار يا اصل رېښه دا ده يا ها ده ..؟دا دليل قوي او ها بل د باور پر غولي کډه نۀ اړوي...؟، دا هغه پوښتني دي د ځواب په برخه کښي ئې لا تر اوسه د تندي او نيمګړتيا احساس احساسوو، البته که د دې ليکني په پايله کښي د يوې رائ درول اړين او ضروري وي نو بيا وئيلائ شو چي د تېرو دليلونو په رڼا کښي زيات مؤرخين او علماء د دې خبري ملګري او حمايتي ښکاري چي د صوفي د ټکي ار يا اصل رېښه هغه صوف دی چي معنا ئې وړۍ يا اون دی.
له وهم و خياله او د عقل تصور نه بهر
چېرته چي نۀ رسېږي هيڅکله د علم نظر
له دې عالمه ماوراء زمان مکان جلا
ټولو رنګونو صورتونو کم و کيف نه سېوا
ماخوذونه او حوالې:
۱. ډاکټر لون غلام قادر، مطالعه تصوف
۲. اسحاق زی اورنګ زېب، عرفان او ادب
۳. انسائکلوپيډيا اف تصوف، انټر نېټ تصوف ويکي پيډيا
۴. ډاکټر سيماب نصيب الله، ليکچرز