قبيله پرستي
استاد پوهنمل اجمل ښکلى
له پانيني نه روايت شوی، چي پښتانۀ يو قوم نۀ دی، بلکې د قومونو ګډوله ده. دا خبره به سمه نۀ وي، خو د قومي يووالي پر وړاندي د پښتنو سخت قبيلوي غبرګون دا مبالغه امېزه خبره واقعيت ډوله کوي.
هر کله چي د پښتنو دغه قبيلې د قوميت په تار کښي سره پئيل شوي، نو په سيمه کښي ئې بدلونونه راوستی. په اسيا کښي اروپائي کلونليزم له همدې وېري دا قبائل خپاره واره ساتل او هڅه دا وه، چي قبيلويت پکښي نوري جرړي هم وغځوي، چي د پښتون نشنليزم په نامه سره راټول نۀ شي.
دا د قبيله پرستۍ بهرنی لامل دی، خو په درون کښي د پښتنو جغرافئې هم د دوئ له قبيله پرستۍ سره مرسته کړې. د تعليم نشت، د بېلابېلو پښتني سيمو ترمنځ د لويو لارو او ټرانسپورټ د نشت له امله د تګ راتګ او د تجارت فقدان هم پښتانۀ قبيله پرست ساتلي دي. که د يوې سيمي توليدات په اسانه بلي سيمي ته ورسي او يوه سيمه له اقتصادي پلوه په بلي پوري غوټه شي، نو دا به له قبيله پرستۍ نه د ژغور اغيزناکه لار وي.
خو يو بل مهم لامل په ټولو پښتني سيمو کښي د دولت نشت دی. پښتنو چي له اوله ازاد قبايلي ژوند کړی، له مرکزيت او مرکزي دولت سره ئې مخالفت ښودلی. همدا علت دی، چي کله ناکله د امير عبدالرحمن خان غوندي مستبد مرکزيتپال واکمن په زور د مرکز تابع کړي.
ازاد ژوند په پښتنو کښي د ازادۍ روحيه توده ساتلې ده او د همدې روحئې له مخي که کوم يرغلګر د دوئ د تابع کولو هڅه کړې، دوئ ورسره سخت جنګونه کړي او دا جنګونه ئې د خپل ازاد قبيلوي ژوند د حفاظت په نامه کړي. دا ازاد قبايلي ژوند دوئ ته د نيکونو د لاس نښه پاتي ده، چي معمولي سازشت هم پرې نۀ شي کولی او که وئې کړي، دا به ئې له خپل تاريخ او خپلو اسلافو سره جفا وي. ښايي، د دې سازشت په نۀ کولو دوئ له ترخو واقعيتونو سره مخ شي او له ژونده پکښي لاس ووينځي؛ خو تاريخ ورته تل په غوږ کښي د بې ثمره جګړو سندري غږولي دي.
پښتنو د ازادۍ زياتره جګړې د يوه مستحکم سياسي نظام د جوړولو لپاره نۀ، بلکې د ازاد قبايلي ژوند لپاره کړي دي. دا جګړې د بهرني يرغلګر پر وړاندي څۀ چي د داخلي مرکزيت پر وړاندي هم شوي دي.
قبيلوي ژوند په پښتنو کښي لرغونی تاريخ لري او دا تاريخ هله بدلېدائ شي، چي موثري اقتصادي او سياسي لاري چاري ورته وکتل شي.
د يوه مستحکم سياسي نظام پر وړاندي سخت قبيله پرست غبرګون له خپلو نيکونو سره د خيانت او له نويو بدلونونو نه د دوئ وېره هم ښئي. د نوي سياسي نظام په منلو بايد دوئ ډېر قبيلوي او قومي ارزښتونه وبائلي، خو دوئ دې ته حاضر نۀ دي.
د نويو سياسي نظامونو کار له قبيلو او قومونو سره نۀ وي. د دوئ کار له فرد سره دی. د دوئ په کتاب کښي جرم فردي دی او هر پرمختګ د فرد د خپل فکر محصول دی.
د يوه مستحکم سياسي نظام نشت په ټولنو کښي د بقا٫ وېره پېدا کوي او له دې وېري قبيلوي ټولني پخپله ځان ته اصول ټاکي. دې اصولو ته دوئ نرخونه وائي. دا اصول له فرده د خپلو فردي غوښتنو قرباني غواړي. دلته فرد د ټولني په خدمت کښي وي او بايد ځان له ټولنيز چوکاټ سره عيار کړي. که ئې نۀ کړي، نو د ټولني د بقا٫ سوال مطرح کېږي.
په قبائلي ټولنو کښي فرد بالعموم په درو لومو کښي ښکېل وي. لومړۍ لومه کورنۍ ده. هر فرد بايد د خپلي کورنۍ د عزت لپاره خپل ځان د خپلو مشرانو تابع کړي. قبايلي ټولني چي نارينواکه ټولني وي، پلار پکښي مهم نقش لوبوي. هره لور او زوئ د پلار، ترۀ، ماما او مشر ورور هوکړي ته اړ دي.
دوهمه لومه قبيله ده. د کورني ژوند حفاظت د قبيلوي اصولو پر غاړه دی. هره قبيله له کورنيو جوړه ده. دا قبيله له نورو قبيلو سره بالعموم منفي سيالي کوي. دا منفي سيالي کله جګړه ايزه وي او کله په نورو بڼو راڅرګندېږي. درېيمه لومه قوم دی. قوم له قبيلو نه جوړ دی، خو د قومي يووالي اړتيا او جذبه ايله هله ښکاره شي، چي له بهر نه درېيم کس مداخله وکړي، ګنې په قبيلوي ټولنو کښي قبيله پرستي په دې هم پياوړې وي، چي د سيالۍ لپاره او د کمترۍ د احساس د کمولو لپاره بله لاره نۀ وي.
په قبايلي ټولنو کښي مشران او سپين ږيري مهم نقش لري. مشران د ارزښتونو امانتګر، باتجربه او هوښيار خلک ګڼل کېږي، چي ټولي پرېکړي ئې د قبيلې په خير او تعقل ولاړي وي.
د مشرانو دې نقش په قبايلو کښي د دوئ د احترام حس پېدا کړی، نو که مشر پر خپل کشر فرد باندي ښکاره ظلم هم کوي، مطلب د دۀ ښه غواړي او په هر حال کښي ئې احترام کېږي او د هري ناروا پر وړاندي ئې کشر له خپلو معقولو خواهشاتو تېرېږي، خو مهذبو ټولنو درک کړي، چي احترام د اړتيا له مخي نۀ، د عاطفې او ترحم له مخي وي. په مهذبو ټولنو کښي د مشرانو له ډېرو نظرونو سره مخالفت کېږي او دا يوازي له يوه فرد سره د بل فرد مخالفت ګڼل کېږي.
په قبايلي ټولنو کښي قبيلوي سيالۍ په افرادو کښي قبيلوي تفاخر پياوړی کوي. دا تفاخر بيا د قبيلې په دننه کښي د کورنيو د سيالۍ په بڼه راښکاره کېږي. په يوه قبيله کښي يوه کورنۍ د ښۀ اقتصاد يا نفوذ له امله پر نورو ځان غوره ګڼي.
قبيلوي وياړ يا تفاخر کوم واقعي اساس نۀ لري او زياتره پر احساساتو ولاړ وي. د پښتنو په جغرافيه کښي د بېلابېلو سيمو او قبيلو ترمنځ د مدنيت توپير کم وينو او په هرځائ کښي له يو رنګه خلکو سره مخېږو.
د مدنيت او قبايليتوب دا توپير په پښتني قبيلو کښي خپور وور دی. د هري سيمي خلګ چي ښارونو ته راغلي، په ژوند کښي ئې بدلون حس کړی ، خو دې مدني بدلون په دوئ کښي بيا هم د قبيلوي تفاخر جرړي نۀ دي وچي کړي او دا بدلون ئې قبيلوي ګڼلی او پر همدې بنسټ ئې نور پښتانۀ قبايل کږلي. د قبيلوي تفاخر بل علت خپلو ارزښتونو ته شديده وفاداري هم ده.
د ناواقعي قبيلوي تفاخر له مخي د يوې قبيلې يا سيمي خلګ د بلي قبيلې يا سيمي خلکو ته په ټيټه سترګه ګوري او دومره پکښي قبايلي تناظر پياوړی وي، چي که د يوې سيمي يا يوې قبيلې يو فرد ورسره بد وکړي، نو هغې ټولي سيمي او هغې ټولي قبيلې ته په بده سترګه ګوري، خو موږ وينو، چي پښتانۀ ټول يو شان بېوزله، ناپوهه او پاتي دي.
د قبيلوي تفاخر ښکارندوي هغه ټوکي هم کوي، چي په ټولو پښتني قبيلو پوري کېږي.
د همدې افراطي قبيله پرستۍ له امله د يوې سيمي يا يوې قبيلې خلګ له بلي قبيلې يا د بلي سيمي له خلګو سره په اسانه اړيکه نۀ غځوي، ځکه د دوئ ژوند د خپلي قبيلې تر وګړيو محدود پاتي شوی دی او له نورو قبيلو نه وېرېږي. په پرمختللو ټولنو کښي حساب په فرد کېږي. که يو فرد د اړيکو ساتلو وړتيا ولري، د هغه قبيلې او کورنۍ ته نۀ کتل کېږي، خو پښتانۀ د خپلي قبيلې کمزوری کس د بلي قبيلې په ممتاز وګړي نۀ ورکوي او هغوئ ورته پست خلګ ښکاري.
دا قبيله پرستي هن په لوستو وګړو او علمي مرکزونو کښي هم وينو، چي د فردي استعداد پرځائ قبيله او سيمه پالي. دا خلګ په نورو کښي هم د قبيله پرستۍ حس پياوړی کوي.
په لوېديځ کښي چي نظام د هر څه لپاره قوانين جوړ کړي، قومي او قبائلي نرخونه له منځه تللي دي او پر فرد باندي هن د کورنۍ تسلط هم ختم شوی. هلته عاقل او بالغ فرد يوازي قانون ته مسؤل دی.
ښائي د لوېديځ له هغومره فردي ازادۍ سره د مخالفت جواز د کورنۍ د تاوان په نامه وښودل شي، خو په پښتني ټولنه کښي تر حده زيات قبائلي او کورني تسلط فرد له کماله غورځولی دی.