زموږ تهذيب، کلتور او اليکټرانک ميډيا

در محمد کاسی

انسان فطرتا په خپله ژبه، تهذيب، کلتور او په پخواني تهذيبي اثارو هم خوند اخلي او هم په دې باندي وياړي. ولي چي انسان په خپل تهذيبي هنداره کتلو نۀ مړېږي، دا دغسي مثال لري لکه يو وګړی که نارينه وي که زنانه چي څۀ وخت په هنداره کښي  ځان ته ګوري نو خپل ځان او پوشاک ډېر ښائسته ورته ښکاري او په خپل ديدن نۀ مړېږي. ځکه په وار وار ځان ته ګوري او خوشحالېږي او غواړي چي کله هم دا نظاره ختمه نۀ شي.

د نن په ترقي يافته نړۍ کښي د تهذيبي او کلتوري ورثې اهميت نور هم سوا شوی دی. د ترقي يافته نړۍ په هر هېواد او هر ښار کښي بې شمېره ميوزيمز MUSIAMSجوړ کړل شوي دي. چي د دې اقوامو د تهذيبي او کلتوري اثارو نمائش کوي او دا قومونه په خپل خپل تهذيب باندي وياړ کوي.

زۀ په ۱۹۷۸ کښي په هالينډ کښي وم، نو هلته ما دوه وړوکي ميوزيمز وليدل او حيران پاته شوم. په اول ميوزيم کښي  تش د ولنديزي پوشاکو نمائش ؤ او دا ښکاره شوي ؤ چي ۵۰۰ کاله وړاندي د دوئ د زنانو، نرانو او ماشومانو، عسکرو او سمندري جهازونو د وګړو پوشاک څنګه ؤ. او بيا درجه به درجه له ۵۰۰ کلو څه تر اوسني وخته پوري په دې لباس او پوشاک کښي په زيوراتو او په وسله کښي له وخته سره کوم کوم بدلون راغلی دی دا هر څه د زمانې په لحاظ ترتيب شوی ؤ. 

او په دوهم ميوزيم کښي تش دا ښکاره کړل شوي ؤ چي څو پېړۍ وړاندي په ولنديزي سمندري بېړه کښي څۀ ډول مړۍ يا ډوډۍ پخېدله او خوړل کېده چي دې خلګو به د خپل اوږد سمندري سفر او مهماتو په وخت خوړله او بيا په دې کښي له وخته سره سره څنګه او څومره بدلون راغلی.

په ظاهره خو دا دواړي خبري ډېري معمولي ښکاري، لاکن له دې څه دا اندازه ضرور کېږي چي  اقوام په خپل تهذيب او کلتور څومره ناز کوي. نو څۀ موږ په حېث د پښتون قام په دې حقيقت خبر يو چي پنځوس سل يا زر کاله وړاندي زموږ لباس پوشاک، لوبي، موسيقي، د کرکروندې او زار او جنګي هتيار څۀ ډول وو؟ ما  چي به کله په ټيلي ويژن کښي په تاريخي حواله ډاکومنټري، ډرامه يا فيچر جوړاوۀ نو معلومات به مي کول، خو تر اخره مي يو داسي سړی پېدا نۀ کړ چي  ماته دا صحيح صحيح معلومات راکړي چي زموږ پخوانی لباس څنګه ؤ، څۀ ډول پګړۍ تړل کېده، د زنانو په پوشاک کومه کشيده کاري او ګل کاري کېده، زموږ مړۍ په تبخي، تبۍ يا تنور کښي پخېدله که په ايرو او سکروټو کښي د کاک په ډول پخېدله، زموږ د زنانو زيورات څۀ ډول وو، څۀ دا د سپينو او سرو زرو زيورات وو که له قدرتي کاڼو او پخې خاوري جوړ کړل شوي زيورات وو؟ دا او دغه ډول بې شمېره سوالونه مخي ته راتلل او هيڅ صحيح او مصدقه معلومات نۀ وو.

له بده مرغه زموږ په دې ټوله پښتونخوا سيمه کښي يو هم کلتوري ميوزيم نشته. ما يو د پېښور ميوزيم او يو د مېنګورې ميوزيم ليدلی دی. دا دواړه په بنيادي ډول د ګندهارا ارټ ميوزيمز دي او موږ دا ګندهارا ارټ کله هم خپل ارټ نۀ دی ګڼلی. ولي چي اوس موږ مسلمانان يو او تر اسلام وړاندي په دې هېواد او قام چي هر څه تېر شوي دي هغه غلط، کافرانه او خپل نۀ بلکې بېګانه ګڼو، او د هغه غندنه کوو.

ما يو ځل د تخت بهائي په اثارو باندي ډاکمومنټري جوړوله، نو هلته په يوه تاخچه کښي د ماتما بدهـ يوه غټه او ښائسته مجسمه ولاړه وه ما د دې اثارو له انچارج عبدالوکيل صاحب څه تپوس وکړ چي څۀ دا مجسمه اصلي ده که تش د نمائش دپاره جوړه کړل شوې نقلي Replica ده؟ نو هغۀ په غصه کښي راته ووئيل چي وروره! هر څۀ چي ده خو په دې دي دخدائ لعنت وي.

ما وئيل ــــــ ولي ـــــــ خير خو دی ـــــــ نو دۀ جواب راکړ.

"کاسی صاحب! تۀ خبر ئې  چي موږ مسلمانان شوي يو، ځکه موږ د جهاد فرض داسي پوره کوو چي له کاڼو جوړي شوي دا مجسمې ماتي او خرابي کړو او موږ د دې د بچ کولو په زيار ستړي شوي يو موږ په اوچتو غرونو او اثار قديمه کښي د خپل تاريخي ورثې د اثارو په حفاظت باندي حيران او پرېشانه يو، ما په خپلو سترګو په سوات کښي ځائ په ځائ پر غرونو او شاهراؤ باندي بې شمېره د ګندهارا ارټ عظيمي مجسمې او نور اثار تباه کړل شوي وليدلې. د باميانو د ګندهارا ارټ عظيمي  مجسمې د جهاد په دوړه کښي دوړه شوي او دا ننداره هر چا وليدله.

په دې جديد دورکښي د اثار قديمه اهميت او ارزښت ورځ په ورځ زياتېږي. ټولي نړۍ هم د دې تهذيبي ورثې په ذريعه  خپل معيشت تجارت او سياحت ته داسي ترقي ورکړې ده چي دوئ هر کال په اربونو ډالر تش د سيلانيانو په سوب  خپلو هېوادونو ته ګټه راوړي. او دغه سياحت د بينکنګ او وسلې پس د نړۍ تر ټولو زيات ګټور صنعت ګرځېدلی دی.

پښتانۀ په دې لحاظ ډېر خوش قسمته دي. موږ د زرګونو کلو د وياړ وړ کلتوري او تهذيبي ورثه لرو، خو د دې په قدر نۀ يو خبر او نۀ کله حکومت  دې خواته څۀ پاملرنه کړې ده. هم دغه حال د  ټول پاکستان د اثار قديمه دی. د هړپه او موهنجو ډارو اثار هم انګرېزانو دريافت کړي وو، لاکن له دې پس چا هيڅ قابل ذکر څېړنه او تحقيق ونۀ کړ.

زۀ چي ماشوم هلک وم نو هغه وخت به په مالي باغ کښي په هر اختر باندي درې څلور ورځي ثقافتي مېلې کېدلې او دا روايت له ډېر پخوا  را شروع ؤ. د موسيقي محفلونه به کېدل او په دې کښي به د ټولي پښتونخوا او افغانستان  سندر غاړي او فنکاران راتلۀ، د غېږ مقابلې به کېدلې او باقاعده انعامونه به ورکول کېدل. او بيا اولسي اتڼونه به ټوله ورځ کېدل. په دې کښي ناصري اتڼ، کاکړي اتڼ، د بړيڅانو او اڅکزيانو اتڼونه، غرض دا چي د هري قبيلې او سيمي خپل خپل ښائسته رنګونه او انګونه وو، د چا به تُوري په لاس کښي وې او چا به د اتڼ ټپې په ګډه کښي وئيلې او ځيني خلګو به له ډول، سُرنا سره  ارمونيم هم ږغوی او ټپې او غاړي به ئې  وئيلې، او په لاس کښي به ئې  رنيګن دسملونه وو. دا يوازي په کوټه کښي نۀ ؤ بلکې په بليلي، کچلاغ، ګلستان، چمن، پښين، لورالائي او ټوله پښتونخوا کښي نۀ يوازي په اخترونو بلکې په ودونو او نورو خوشحاليانو کښي کېدلې.

هم دغه مېلې او خوشحالياني زموږ د ثقافت هنداره وه او هم د فنکارانو د روزني او روز ګار نرسري وه، خو له بده مرغه د روا او ناروا په توره موږ خپل د پېړيو پېړيو کلتور ختم کړ، ولي چي موږ تش په دغه ډول د خپلي اسلامي جزبې اظهار مناسب ګڼو.

په ۱۹۸۱ کښي زۀ پوره يو کال په سعودي عرب کښي وم. هلته هم ما د رياض ټيلي ويژن دپاره دستاويزي پروګرامونه جوړول، چي د روزې مبارکي مياشت تېره شوه نو د اختر په شپه د رياض ښار په پراخو ميدانو او اوچتو محلونو کښي ښائسته ښائسته تمبوګان  ولګول شول، او هر امير شېخ ځان لره مېله جوړه کړه. په دې مېلو کښي د خوراک چښاک هيڅ کمي نۀ وه، عربيانو به په خپل مخصوص عربي لباس او چلتار کښي بې شمېره تُوري په لاس کښي اولسي اتڼونه کول. د دوئ سپين او ښائسته لباس، پخواني زريني تُوري او خنجران په زرينه پټه کښي تر ملا تړلي او درياوي په لاسو کښي په اتڼونو بوخت وو او خپلي پخوانۍ عربي ټپې او غزلي به ئې  د جوابي کورس په انداز کښي وئيلې. د اتڼ يوې ډلي به يو شعر ووائي   او دوهمي ډلي به جوابي شعرونه وئيل. په دې اتڼونو کښي نۀ خو د امير او غريب توپير ؤ او نۀ د عمر څه قيد ؤ. په دې اتڼونو او پشتني اتڼونو کښي تش د پوشاک او ژبي فرق ؤ.

ما لس دوولس ميلې وليدلې او شوټنګ مي وکړ، چي هره ورځ به په رياض ټيلي ويژن ښکاره کېدل. لاکن د دې باوجود چي هغه خلګو په خپل دې پخواني ثقافتي ورثې فخر کوي. له دې ميلو څخه و اسلام ته هيڅ خطره ور پېشه نۀ شوه، نن هم دغه ثقافتي مېلې په دغسي ملي جوش و جذبه رواني دياو عربيان په خپل کلتور نازېږي.

د جرمني په ښار ميونخ کښي په يو شانداره شاهي محل کښي د هېواد تر ټولو ښائسته ثقافتي او تاريخي عجائب ګهر جوړ کړل شوی دی. دا دومره پراخ او ښائسته ميوزيم دی چي په يوه يا دوو ورځو کښي ئې کتل ممکنه نۀ دی دلته به څو څو ځله ورځې. په ملائيشيا، تهائي لينډ، تهائي وان، کوريا، جاپان او چين کښي د ميوزيمز شمېر کول ممکنه نۀ ده. د لويو ښارونو علاوه په وړوکي کلو کښي لا هم کلتوري عجائب ګهرونه شته او د دې تعميرات هم هغه په پخواني طرز تعمير شوي دي. او دلته کار کونکي انجونو په خصوصيت سره پخواني کلتوري او روايتي پوشاک اغوستی وي. چي خپله د عجائباتو منظر وړاندي کوي، دا هر څۀ ځکه چي قامونه په خپل کلتور فخر کوي. او د دې په قدر خبر دي او موږ  خپل پخواني کلتور ته د جهالت او پسماندګي نوم ورکوو. حالانکې زموږ تش د لونګۍ او پګړۍ دومره زيات قسمونه او طرزونه دي چي که  دې ته په غور وکتل شي نو د حيرت مقام دی. د هري سيمي او هري قبيلې د پګړۍ تړلو انداز خپل خپل دی او د پګړۍ له هر بل او ول څخه موږ په يوه نظر په اساني دا وئيلائ شو چي دا وګړی څوک دی، دا د کومي علاقې او کومي قبيلي سړی دی.

هم دغه ډول د زنانو پوشاک دومره زياته ورائټي لري چي شايد چي په نړۍ کښي به بل چېرته  نۀ وي. د پښين د زنانو قميصونه کشيده کاري او زرين ځيګرونه او ښائست، ثاني نۀ لري. دغه ډول د اڅکزو، کاکړانو، بړېڅانو، ترينانو او کاسيانو زنانو د کشيده کارۍ د دې زنانو په حسن و جمال کښي بې حسابه زياتوب کوي او د حيرت خبره دا ده چي دا هر څۀ دا زناني په خپله په خپل لاسونو جوړوي، نۀ څوک ډيزائينر شته او نۀ څۀ کاريګر دغه ثقافتي رنګونه په جديد ډيزائين کښي جوړ کړل شي. ولي چي د لباس او پوشاک نوي نوي ډيزائننګ او نمائش کول اوس په ټوله نړۍ کښي يو باقاعده صنعت دی. او دا صنعت د نوي ډيزائنونو حاجت لري.

دغه ډول د زيوراتو بې شمېره اقسام او ورائټي شته چي له بد قسمتي څه د جديديت او دولت په سيلاب کښي رو رو په ختمېدو دی په کار دا دی چي د سپينو زرو روايتي زيورات او د هغو ډيزائين خوندي کړل شي. ولي چي هم دغه زموږ روايتي ثقافتي ورثه ده، بايد چي موږ د دې په قدر ځان خبر کړو. په جامشورو سندهـ کښي د سنديالوجي ميوزيم د دې يو شانداره مثال دی.

چېرته چي د سرکاري ادارو پاملرنه او زيار نۀ وي او په اولس کښي د خپل تاريخي وراثت قدر نۀ وي. نو بيا په داسي حال کښي يوازي د اميد يوه لاره اليکټرانک ميډيا جوړېږي او د دې له اهميت څه داسي اندازه کېدائ شي چي انډيا په ټوله اليکټرانک ميډيا باندي مکمله قبضه کړې ده. د عام فلمونو او ټي وي ډرامو علاوه په بين الاقوامي ډاکومنټري چينلز لکه History Channal TLC,   NET GEO WILD , NATIOL GEOGRAPHIC ,DISCOVERY SCIENCE , ANIMAl PLANT او کارټون نيټ ورک دې خلګو له بې عقلي څه نۀ دي اخستي بلکې هم په دغه ذريعه خپل قامي مقاصد مخ په وړاندي بيائي. 

د دې سوا خپل په سوونو چينلز لري. هم په دغه لاره د خپل مذهب، مېلو، ثقافت، تهذيب، تاريخ، رواياتو د هندي ژبي او د انډيا د ترقي او عظمت نغارې شپه او ورځ ژغوي. هم د دې په ذريعه دوئ د خپل کلتور او سياسي اهميت په ډېره کاميابي اظهار کوي، او د دې ميډيا دومره ژور اثرات دي چي زموږ نوی نسل هم په دغه کلتوري لاره روان دی، زموږ ځواني ښځي او سړي هم هندي لباس اغوندي او د رام رام غزلي وائي.

بل اړخ ته د پاکستان اليکټرانک ميډيا که څه هم تر ډېره حده مخ ته تللې ده او بې شمېره نوي نوي چينلز راوتلي دي، خو که په غور وکتل شي نو د کراچي څه چي کومي ډرامې راځي نو هغه اکثره د لکهنوي، هندي او دهلوي تهذيب هنداره ده. د دوئ پوشاک، انداز، کورونه، ودونه، رسم و رواج او بود و باش ټول د هندي او لکهنوي طرز دی ولي چي د کراچۍ مهاجران خپل څه مخصوص تهذيب نۀ لري او نۀ د پاکستان د نورو تهذيبونو په قدر و قيمت خبرېدل غواړي.

دغه ډول د لاهور او اسلام اباد مراکز په بنيادي ډول د مسخ شوي پنجابي تهذيبي هنداره ده که د دوئ سټېج شوز دي که ډرامې ټوله د مخصوص پنجابي ثقافت ننداره ده.

تر دې حده چي د حالات حاضره سنجيده موضوعات هم په ناوړه تمسخر او پنجابي مسخراچيانو په بې هودګي جوړول کېږي. د اردو ژبي هره خپرونه سم په نيمي پنجابي ژبه وي.

په دې ټوله پاکستان اليکټرانک ميډيا کښي د پښتنو کردار تش د چوکيدار د جاهله د ملا او د دهشتګر دی. او پښتانۀ د جهالت علامت ګڼل کېږي، او د پښتنو فلمونه د مخصوص لاهوري سرمايه داره ټولۍ په لاس کښي ده، چېرته چي لغړ رقصونه، دښمن داري او د توپک زما قانون عمل داري ده. نۀ خو پښتو شته او نۀ د پښتون تهذيب نظاره شته، له دې فلمو څه د پښتنو د  تحقير سوا بله هيڅ نتيجه نۀ را اوځي.

که موږ په غور اوګورو نو دا وخت د سټلائټ په ذريعه باندي په ټوله نړۍ کښي تقريباً تر پنځه زره څه زيات ټي وي چينلز شپه او ورځ را روان دی او په دې کښي د پښتو ژبي برخه د نيست برابره ده. په پاکستان کښي د پېښور او کوټي سينټرز تش د دوو ګهنټو پښتو نشريات کوي. او اوس له ډېره وخته د مالي مشکلاتو په سوب نوي خپروني نابوده شوي دي. د اي، وي، ټي، خيبر چينل د اغيارو په لاس کښي دی. په افغانستان کښي د طالبانو د ماتي پس ځيني نيمګړي پښتو چينلز جوړ کړل شو، خو په  هغو باندي هم د فارسي بانانو سايه غوړېدلې ده او د هغو په پاکستان کښي په نشرياتو باندي د پېمرا  له خوا بنديځ لګول شوی دی. ځکه موږ د دې نشرياتو څه هم محرومه کړل شوي يو. د کوټي غوندي پښتني ښار کښي تش يو يا دوه پښتو چينلز دي او د سندهي ژبي څلور پنځه چينلز نشريات کوي او په دې ښار کښي د سندهي ژبي يو فيصد خلګ هم نشته. خو بيا هم څلور، پنځه چينله چلېږي. 

په داسي صورت حال کښي په کار دا دی چي زموږ سرمايه داران او سياسي واکدران د خالص پښتو چينلز  خواته پام لرنه وکړي او دغه ميډيم چي د نن تر ټولو اهم ګټور او مهم ميډيم دی د خپل قامي مقاصدو، ثقافتي ورثې، ادب او بيدارۍ دپاره په شعوري توګه استعمال کړي او په خپل ثقافتي او کلتوري پنګه باندي په جديد ټيکنالوجي د ايچ، ډي کوالټي دستاويزي پروګرامونه جوړ کړل شي. چي د مستقبل د پاره يو ښائسته ريکارډ جوړ شي، دا د وخت تقاضه ده. موږ اوس هم ډېر ځنډېدلي يو، ټول ناظرين په خپلو روڼو سترګو ويني چي د الطاف حسين له لندن څه تقرير د پاکستان شل چينلز په ګهنټو ښکاره کوي. د عمران خان  دهرنې Coverage څلوېښت ورځي پله پسې کېدی او اوس هم کېږي، او زموږ د قام په نصيب تش د دهشتګردي، سمنګلنګ، جهالت، چوکيداري او مسخراچي توب ناوړه تهمتونه دي.  د څلور کروړه پښتنو په دې ميدان کښي هيڅ برخه او حق نشته.

په پښتون قام کښي نۀ خو د تحقيقي صلاحيت کمی شته او نۀ د تهذيبي او کلتوري ورثې، خو د دې صلاحيت له پخې او سوچه قامي جذبې سره استعمال د وخت تقاضا ده.

 

FaLang translation system by Faboba