علم، تجربـه، ياداښت،ادراک او تخليق
ډاکټرباقي درانی
ʼعلمʻ هغه زدكړه ده چي انسان ئې د فكر او احساس په موجودګۍ كښي د خپلو حواسو په ذريعه د ماحول څخه ترلاسه كوي- دغه زدكړه چي په وارو وارو عملي كړله شي او د انسان تر داخلي تنقيدي شعور هم تېره شي نو بيا ʼتجربهʻ بلله كېږي- مطلب دا چي تجربه هغه څۀ ده چي يو كس ئې له مخه علم لري او په وارو وارو ورسره مخامخ شوی وي- دا په تواتر سره دانسان په ياداښت كښي جمع كېږي لګيا وي- ځکه نو ʼياداښت‘ د ټول عمر پر زدکړه، علم او تجربه مشتمل دی- ʼ ادراکʻ يعني انساني فکري نظام د همدغي تجربې پر بنسټ جوړېږي لګيا وي ولي چي دا د دۀ تر داخلي تنقيدي شعور تېره شوې وي او دی بشپړ يقين ورباندي لري- تخليقي تنده يو احساس دی او تخليقي عمل د تخليقي روئې په نتيجه کښي ترسره کېږي- تخليقي رويه بيا د فکر او احساس تر اثر لاندي په علم، تجربه، ياداښت او ادراک پوري اړه لري-
كوم څۀ چي د انسان په تجربه كښي راځي هماغه ئې په ياداښت كښي پراته وي چي ورو ورو د دۀ د شعور برخه ګرځي- په ياداښت كښي د دۀ د فكرونو او احساساتو سره سره، يو شمېر تصورات او خيالات هم موجود وي- د ژوندانه بېلا بېل ارمانونه، خواهشونه، وسوسې، جذبې، اميدونه، غمونه، خوشحالۍ او نور ډېر څۀ ورو ورو د دۀ په ياداښت كښي خوندي كېږي او پر دغه بنسټ ئې د شعور او لاشعور دواړو تشكيل كېږي لګيا وي- تر عيسىٰ عليه السلام تقريباً پنځه سوه كاله مخكښي، يعني د سقراط تر دور هم له مخه اېمپيډوكلس1 Empedocles دا وئيلي ؤ چي :
”Each man believes only his experience”
مطلب دا چي: هر سړی يوازي پر خپله تجربه يقين كوي لګيا وي- اوسنی دور په اصل كښي د تعليم، تجربې او ټېكنالوجۍ پر تمبو ولاړ دی- تعليم پخپله يو داسي عمل دی چي د علم سره سره تجربه هم پكښې حاصلېږي لګيا وي- د هري نظرئې درې بېخكي اجزا يقين، طاقت او علم وي- چونكې تجربه د علم او زدكړي عملي شكل دی او په وارو وارو د فرد تر داخلي تنقيدي شعور هم تېرېږي لګيا وي ځكه نو واقعي هم يقين ورباندي كېدلاى شي-
په اوسني دور كښي د علم او تجربې ضرورت په ډېر شِدت سره محسوسېږي ولي چي همدغه د فرد اصل طاقت دی- د قامونو د ترقۍ زينه اوس د هغوى علمي سائنسي او تخليقي قوت ګڼل كېږي- اقتصادي ګټي ئې هم نن سبا ټولي پر علمي بنيادونو كېږي لګيادي- د علم سره سره د انفرادي او اجتماعي ګټو اړه په حكمت پوري هم وي او د حكمت تړاو د تجربې پر بنسټ د انساني فكر سره دی چي تخليق کوونکی ئې په تخليقي عمل کښي په کار راوړي -
عـلـم كه څه هم په ظاهره يو ساده او صفا لار ښكاري خو په حقيقت كښي بې شمېره لوړي او ژوري لري- د علم دنيا دومره پراخه ده چي اِحاطه ئې نۀ شي كېدلاى- د سائنسدان علمي ميدان د ديني عالم څخه ډېر بېل دی او د فلاسفر بيا د علم خپله بېله دنيا ده- د هر يوه خپل بېل ميدان دی او دوى په ټولنه كښي د بدلون په اړه په خپل خپل انداز عِلمي او عملي اړخونه تر بحث لاندي راوړي لګيا وي- د علم په هکله بېلا بېلي فكري ډلي د معاشرې د نوي تشكيل په لار كښي په هيڅ توګه هم خنډ نۀ وي بلكې په ټولنه كښي اجتماعي شعور وده په كوي- د علم د وسعت سره دغه درې واړي ډلي يو بل ته نږدې كېږي لګيا وي او د يوه ʼ كُلʻ په توګه2 د ټولني د ښېګړي په هلو ځلو كښي برخه اخلي، مګر معقوليت او اعتدال ئې مهم شرطونه دي- ولي چي معقوليت د فطرت اصل جوهر دی او انسانيت په فطرتي توګه د فرد ومعقوليت ته وئيل كېږي- لكه چي تخليقي عمل په احساس، فكر، علم او تجربه پوري اړه لري همدغه شان د نظرئې تړاو په يقين، علم او طاقت پوري دی3- د انسان يقين د دۀ د نظرئې مزی عنصر دی چي نۀ ئې علم او نۀ طاقت مقابله كولاى شي- دا د انسان له ذهن څخه هره وېره تښتوي، داخلي عزم ئې ځوانوي او په رګونو كښي ئې بهېدونكې وينه ته جوش وركوي- په قام كښي يوه عجيبه غوندي مينه راخوځوي چي د وطن د بقا٫ بشپړ ضمانت وركولاى شي او هغي قربانۍ ته ئې تيار كاندي چي هيڅ يو قوت ئې هم مخه نۀ شي نيولاى- طاقت د نظرئې په جوړښت كښي دوهم مزی عنصر دی خو د زمه وارۍ د ژور احساس سره- ولي چي د طاقت استعمال كه په زمه واري سره نۀ وي نو بيا بربادۍ راوړي-
لكه چي فكر او احساس د انسان په داخل كښي وده كوي او د نظر زاويه په جوړېږي، همدغه راز علم د كس د خارجي دنيا په هکله بې شمېره معلومات ښندي لګيا وي- د عِلم په څراغ د خارجي دنيا د تور او سپين توپير ممكن دی ځكه خو د احمد شاه بابا دعا ده چي:
د احمد سترګي بينا كړه
تۀ د سترګو رهنمـا ئې
د علم پر بنسټ عملي تجربه د قام د تربيت يافته افرادي قوت په جوړښت كښي مدد كوي- دغه غوره افرادي قوت په اقتصادي، عسكري، ټېكنيكي، سائنسي، معاشي او معاشرتي توګه قام مخ په وړاندي بيايي- لكه چي يوې خوا ته علم خلګو لره د خارجي دنيا څخه معلومات راجمع كوي، همدغه شان بلي خوا ته د تجربې پر بنسټ ولاړ يقين هغه داخلي كېفيت دی چي د فرد وفكر او نظر ته يو بېل غېبي اعتماد او قوت وربخښي- افراد د قام د جوړښټ خښتي دي او د قام اصل طاقت په آزاد وطن، ژبه، نسل، كلتور او معاش پوري اړه لري- دغه طاقت كه په معقوليت استعمال نۀ شي نو جنګ او ورانۍ راوړي، او كه د امن دپاره پكار راووست شي نو ټولنه په جوړېږي- نتيجه دا چي په تخليقي عمل کښي د نظرئې د عملي كولو دپاره استدلال، اعتدال او معقوليت بهترين اوزار دي-
كوم څه صحيح دي او كوم غلط؟ د دغه سوال ځواب د تجربې پر بنسټ ممكن دی ولي چي تجربه د ادراك په تركيب كښي مهم رول لري- انسان لره هر هغه څۀ صحيح دي له كوم سره چي دی متفق وي او بشپړ ادراك ئې لري- او هر هغه څۀ ورلره غلط وي د كوم چي ادراك نۀ لري او ورسره متفق نۀ وي- ځكه نو تجربه د صحيح او غلط د ادراك يوه پېمانه ده- كه څۀ هم نيّت يا آزاده اراده هغه قوت دی چي انسان هر هغه څه په كولاى شي كوم چي ئې زړۀ و غواړي او د غوره انتخاب كولو اختيار ئې هم لري، خو دا هم ترځان پېژندنه وروسته امكان لرلائ شي- دغه ځان پېژندنه د پوهي او تجربې تر مرحلو وروسته ممكنه ده- نامتو انګرېز فلاسفر ډاكټر جان لاك4، چي د انګرېز باچا چارلس دوهم معالج يا فزيشن هم ؤ، په اولسمه پېړۍ كښي د انګرېزانو دخپل منځي جګړې په دور كښي دا وئيل چي:
No man's knowledge here can go beyond his experience
يعني د انسان علم د دۀ تر تجربې په آخوا نۀ شي تلاى-
موږ په تواتر سره له خپل ماحول څخه د خپلو حواسو په ذريعه خام معلومات اخلو- په كچنيوالي خو دا هم نۀ وي راته پته چي د خواوشا د څيزونو نومونه څۀ دي؟ مګر ورو ورو د تور او سپين، خوږ او تريخ، شين او سُور، يخ او ګرم، سخت او نرم، ښوی او ګرګن تر منځ د توپير تجربه راته كېږي- دعمر دغه تجربه په ‘ياداښت’ كښي ساتو لګيا يو او په راتلونكي وخت كښي د نوو نوو څيزونو پر همدغه بنسټ د پېژندني هلي ځلي كوو- دا عمل ټول عمر جاري وي، د زدكړي پر دغه بنسټ فكر كوو، نتيجې ترې راباسو او فېصلې ورباندي كوو- د علم او تجربې د زياتېدو سره سره د محسوسولو او فكر كولو صلاحيت هم زياتېږي لګيا وي تر څو چي د پوهي سطحه د دانشورۍ تر حده ورسېږي- تجربه انسان ته د قنديل په شان د ژوندانه د لوړو او ژورو درك وركوي- علم هيڅكله هم د تجربې بغېر نۀ شي عملي كېدلاى- په خپل داخل كښي د ځان پېژندني سفر هله امكان لري چي د تجربې قنديل بل وساتل شي- لكه مخكښي چي ئې ذكر وشو، تجربه له فطرت څخه اخسته كېږي او د فطرت جوهر معقوليت دی- ډاكټر جان لاك4 دا هم وائي چي :
Nature never makes things for mean or no use” “
مطلب دا چي فطرت بې مقصده او بې كاره څيزونه نۀ جوړوي-
په فطرتي څيزونو كښي هر كله معقوليت ښكاري او په مصنوعي څيزونو كښي پر ډېرو ځايونو تضاد ليدل كېږي- په طريقت كښي يوازي پر عقل اعتماد نۀ شي كېدلاى او په شريعت كښي د احساس پر صحت شك كېږي- په شعوري سترګه شاعري ټوله مبالغه ده مګر په تخليقي دنيا كښي ئې د معيارخپله بېله لاشعوري ګچه ده- د ښۀ او بد، نېكۍ او بدۍ اصل توپير په رَويه کښي ليدل کېږي- عمل په رَويه پوري اړه لري او دا په ياداښت کښي د تېري تجربې پر بنسټ سموالی مومي- ښائست د نظر په زاويه پوري اړه لري او دغه زاويه د فكر او احساس سره سره د تجربې په تالۀ تلل كېږي- ښكلا، خوند، درد، آواز او مينه په بېلا بېلو څيزونو كښي نۀ وي بلكې د علم او تجربې پر بنسټ په هر هغه كس كښي دننه موجود وي كوم چي ئې محسوسوي- د نامتو فلاسفر اومورِخ ډېويډ هم5 په قول:
“Beuty in things exists in mind which contemplates them”
يعني دڅيزونوښكلاپه هغه ذهن كښي وي كوم چي ورباندي غور كړي-
كه سترګي نۀ وي نو ښكلا به چرته وي- كه ژبه نۀ وي نو به دخوراك خوند څنګه وي- كه غوږونه نۀ وي نو آواز څۀ معنا لرلاى شي- كه ’حساس جسم‘ نۀ وي نو بيا دګرمۍ او يخ احساس څۀ رنګه كېداى شي- د دغه شان ټولو سوالونو ځوابونه په انساني ياداښت کښي د موجودي تجربې پر بنسټ امکان لري-
په انساني ذهن کښي د زياترو څيزونو علم بشپړ نۀ وي ځكه نو هيڅ هم حتمي نۀ شي ګڼل كېدلاى- ځيني څيزونه په فطري توګه په يوه نوع كښي زيات او په بل كښي كم وي، لكه د بوئ احساس چي په سپي او لېوه كښي تر انسان ډېر زيات دی- ډېر ځناوران د رنګ احساس نۀ لري، څيزونه واړه ورته تور او سپين ښكاري- ځكه د دغو ځناورانو تجربه د بوى او رنګ په اړه له انسان څخه بېله ده- تر ډېره حده د يوه انسان د خوند معيار له بله بېل وي ځكه خو ئې خوښ او نا خوښه هم يو شانتي نۀ ښكاري- هيڅ يو څيز هم حتمي نۀ دی- يوه پېغله ځكه ښائسته بلله كېږي چي دا تر هغو ټولو نورو پېغلو په رنګ اوكړۀ وړۀ بېله وي دكومو په منځ كښي چي دا مېشته وي- كه همدغه پېغله د نورو پېغلو په داسي ډله كښي ناسته وي كومي چي تر دې په كړۀ وړۀ غوره وي نو بيا به دا تر ټولو شاته پاته وي- همدغه شان په توره شپه كښي د ځلاندو ستورو ترمنځ د رڼا تر ټولو ښكلې ذريعه سپوږمۍ ښكاري، خو په سپينه ورځ ئې د لمر په مقابل كښي وجود هم د سترګو نه هوډر وي- ځكه نو دا واضحه شوه چي كوم څه موږ احساسوو هغه حتمي نۀ دي- په علمي توګه ئې پلټنه لازمي ده ځكه نو حتمي خبره داده چي يوه خبره هم حتمي نۀ ده-
معروضي حقيقت نۀ خو ښائسته دی نۀ بد رنګه، نۀ تور دی نۀ سپين ، نۀ روڼ دی نۀ تاريك، نۀ يخ دی او نۀ ګرم- په اصل كښي دا ټول خارجي څيزونه هم زموږ داخلي احساسات دي- دغه بېلا بېل احساسات موږ ته د حقيقت پته نۀ راكوي بلكې د نوو نوو خيالونو په تخليق كښي راسره مرسته كوي- موږ يوازي هغه خيالونه پېژنو كوم چي زموږ داخلي احساس د حواسو په مرسته پخپله تخليق كړي دي- دا د خوند خوند خوراكونه، دا خوشبو، دا ښكلي منظرونه، دا رڼا، دا خوږې خوږې سندري، دا لمس او ملګرتيا ټول د ذهن داخلي تخليقات دي- په خارجي دنيا كښي چي هر څۀ دي او چي موږ ئې زياتره دخپلو اوږدو خيالونو د پېل ذريعه او د تخليق د صحت ضامن ګڼو، په اصل كښي پخپله د ذهن تخليقونه دي- موږ هر وخت د پړكېدلو احساساتو په انتشار كښي د نوو نوو فكرونو او خيالونو په تشكيل كښي لګيا اوسو، ربط پكښي پېدا كوو او په خپل داخلي ماحول كښي نوي نوي تخليقونه ترې كوو-
اديبان وائي چي مينه په دليل شكېل نۀ ده، ولي چي دا يو داسي احساس دی چي د خلګو د خارجي دنيا په عېني ترديد ئې هيڅ تسل نۀ شي كېدلاى- دا د تېرو وختونو د اجتماعي لاشعور يو داسي مظهر دی چي د انساني نفس په ساخت كښي يو مستقل ځاى لري او په مادي منطقي استدلال ئې هيڅ اړه هم نشته- خو كه په ديانتداري سره ئې جاج واخستل شي نو دا حقيقت هم يو ښكلی خيال ښكاري ولي چي مينه د وخت په تېرېدو، د تجربې په زياتېدو او د علم تر اثر لاندي ورو ورو بدلېږي لګيا وي- خلګ دا هم وائي چي د شوق هيڅ قيمت نشته خو په حقيقت كښي دا خبره هم حتمي نۀ ده- هر شوق د قيمت يوه بره سطحه ضرور لري او دغه سطحه ئې د ميني په شان د وخت په تېرېدو، د علم په زياتېدو او د تجربې په رڼا كښي ورو ورو بدلېږي لګيا وي-
يوازي تجربه هم حتمي څيز نۀ ده، ولي چي د تجربې همېشه يو ماخذ وي- كه ماده د تجربې اصل ماخذ دی لكه چي د ډېرو پوهانو ورباندي اتفاق دی، نو بيا دمادې بشپړ علم پكار دی- يو ګرام سرۀ زر په تالۀ يو ګرام مادي څيز دی اوولس ګرامه مِّس په تالۀ ترې ډېر درانۀ دي خو د انساني تجربې پر بنسټ د دغه يوه ګرام ارزښت تر هغو لسو ګرامونو ډېر زيات دی- ځكه نو د مادې ارزښت په ګرام نۀ دی بلكي اصل پېمانه ئې د انسان خپله تجربه ده- همدغه شان لمر په انساني حواسو كوم څه ښكاري له هغه څخه په وزن، جسامت او جوړښت ډېر بېل دی- له ځمكي ئې فاصله چي په حواسو څومره محسوسېږي په اصل كښي تر هغه بېخي ډېره اوږده ده- ځكه نو د انسان تجربه هم حتمي نۀ شي ګڼله كېدلاى، علمي پلټني ته بيا هم اړتيا لري- كه د معروضي دُنيا نه هغه ټول ارزښتونه لېري كړو كوم چي موږ ئې د خپلي تجربې او مشاهدې په توګه پېژنو نو بيا به څۀ پكښي پاته نۀ شي- داسي برېښي چي ماده پخپله هم د انساني احساساتو يو تصوير دی چي په ذهن كښي وجود لري- كه د تجربې پر بنسټ څوك دا ګوري چي ملګری ئې تر دۀ مخكښي دی او يا شاته، نو دا د دۀ تر مشاهدې پورته نور هيڅ هم نۀ دي- كه غر لوړ دی او درياب كښته نو دا د انسان مشاهده ده چي د دۀ د رَوئې په تشكيل كښي ئې لاس دی كنې لوړ او ځوړ خو ځان لره څه خاص مطلب نۀ شي لرلاى-
فلسفيان,7,6 او صوفيان چي د كوم ’زمان و مكان ‘خبره كوي كه غور ورباندي وشي نو دا هم څۀ خارجي څيز نۀ ښكاري بلكې د مشاهدې يو بېل طرز دی- د طب په دنيا كښي خو دا معمول دی چي كه څوك پُوره په هوش كښي نۀ وي نو لومړۍ پوښتني دا ترې كېږي چي اوس څۀ وخت دی؟ تۀ دا وخت چېري ئې؟ دا كوم ځاى دی؟ كور دي چېري دی؟ عمر دي څو دی؟ او همدغه شان نور ډېر سوالونه- د دغو سوالونو ځوابونه دا پته وركوي چي دغه مريض د وخت او ځاى په هکله صحيح معلومات وركولاى شي او كه نۀ-
زمان’ د رَوان وخت دوهم نوم دی او د حركت سره ئې ټينګ تړاؤ دی - كه حركت نۀ وي نو بيا په جهان كښي د څۀ بدلون تصور نۀ شي كېدلاى- او كه بدلون نۀ وي نو وخت څۀ رنګه باقي باته كېدائ شي- ځكه نو وخت د يوه بهاؤ احساس دی او حېثيت ئې بلكل ’ اضافي‘ ښكاري چي انساني ذهن ئې و جهان ته وركوي- د زمان حقيقت د ʼبېګاʻ او ʼسباʻ تر احساس پورته نور څه نۀ ښكاري، ولي چي په ذهني بيماري كښي او يا د انساني ذهن په عدم موجودګي كښي د ʼبېګاʻ او ʼسباʻ احساس نۀ شي پاته كېدلاى- د زړۀ مريض ته تر روغ سړي زيات د وخت احساس وي ولي چي دی وخت كم ګڼي او په خپل ذهن كښي ئې د سفر كولو خيال ساتلی وي- د وخت احساس په عامو خلګو كښي هم يو رنګه نۀ وي- دا په بېلا بېلو خلګو كښي مختلف وي- د ماشوم، لوئ، ځوان او زاړۀ د وخت احساس بېل بېل وي- بدي داره سړي ته ښائي چي د وخت احساس تر عام فرد زيات وي، ولي چي د دۀ په خيال كښي وخت ورسره بېخي كم وي- بلي خوا ته د روژې مياشت تر نورو مياشتو ډېره اوږده محسوسېږي حالانكي ورځي پكښې هغومره وي لكه چي په نورو مياشتو كښي- د غم شپه تر نورو شپو ډېره اوږده وي ولي چي ګلَول ئې مشكل وي او دا د وخت احساس هم وربدل كړي- دا دليل هم پر خپل ځاى صحيح ښكاري چي د وخت حېثيت معروضي دی ولي چي بدلون او بهاؤ خو د انسان د موجودګۍ بغېر هم باقي پاته كېدلاى شي خو هلته به ئې د مشاهده كولو والا څوك نۀ وي- د مارغانو الوتني به وي، خزندګان به ګرځي راګرځي، سيندونه به بهېږي، واښه به را شنه كېږي، درختي به مېوې كوي او سمندر به څپې هم وهي خو د ليدلو كتلو د پاره به ئې انسان موجود نۀ وي- ځكه خو موږ دا يقين لرو چي په جهان كښي هر څۀ چي دي انسان لره پېدا كړل شوي دي- د جهان هرڅيز د انساني ذهن تخليق نۀ دی، لكه چي د عېنيت په جرمن فلسفه كښي ټينګار ورباندي كېږي-
موږ د زمان (Time) تقسيم پر بېلا بېل انداز كوو لګيا يو- دا يوې خواته پر ګړي، دقيقه او ساعت مشتمل ګڼو- بلي خواته ئې پر شپه او ورځ ځله وېشو- ورځ بيا پر سهار، غرمه، ماښام وېشلې راته ښكاري- همدغه راز ئې يو طرف ته پر مياشت، كال، پېړۍ او پېر تقسيمَوو او بل طرف ته ئې پر تېر ( ماضي) اوس (حال) او راتلونكي ( مستقبل) مشتمل بولو- د زمانې په اړه انسان د وخت د څه نۀ څه آګاهي دعوه كوي لګيا وي- د مكان Space) ( په هکله هم انسان اوس په ډېر څه خبر دی- د كائنات په ډېرو رازونو ئې اوس سر خلاص دی-
‘مكان’ د واټن د ګچي په توګه اخست كېږي- دا كله كله زمان هم بدل كړي لكه چي د شپې په سفر كښي او يا بيا د سفر په پائ کښي په بل ښار كښي زياتره دا پته نۀ لګېږي چي وخت څۀ دی او قبله په كومه خوا ده- نتيجه دا چي د زمان او مكان سلسله د ʼواټنʻ او ʼمقامʻ پېچلی بحث دی- دا هم څه خارجي څيز نۀ ښكاري بلكې د تجربې اومشاهدې يو بېل طرز دی- د مكان حېثيت د واټن د ګچي په توګه تر ډېره حده اضافي دی او د زمان تړاؤ كه څۀ هم د انسان سره اضافي غوندي ښكاري خو د معروضي حېثيت څخه ئې هم انكار نۀ شي كېدلاى- مكان چونكې د حركت د واړو خواوو پته وركوي ځكه نو د انسان له ذات څخه بې نيازه دی- انسان چي كله د ساكت پسِ منظر خلاف د روان څيز مشاهده كوي نو دی په اصل كښي د زمان و مكان مشاهده كوي- كه پخپله انسان نۀ وي نو به هم حركت او رواني وي خو مشاهده به ئې نۀ شي كېدلاى- داسي برېښي چي د زمان ومكان دا جهان د انساني فهم او فراست اصل مركز دی او انساني ذهن ترې بې شمېره اثرات اخلي- دا جهان د انسان د وجود سره مشروط دی او انساني ذهن د هر څه سر چينه ده- انساني ذهن وجهان ته معنا وركوي كنې د دې دنيا د بېلا بېلو څيزونو به هيڅ يو مطلب هم نۀ واى8- انساني ذهن د هر څه خالق نۀ دی بلكې د خالق وبېلا بېلو څيزونو ته مفهوم وركوي او په دا كار كښي لا دی تراوسه په زرګونو پېړۍ شاته دی- دا خالق په اصل كښي د ’ لامكان‘ تصوّر دی- چونكې فلسفه د كُل په رڼا كښي د جُز دمشاهدې او مطالعې نوم دی ځكه نو زما موخه همدغه ده- خو د لامكان په اړه لا تر اوسه انسان ړوند ښكاري- د زمان، مكان او لامكان بحث مولانا رومي9 په وارو وارو په خپل متصوّفانه انداز هم څېړلی دی او د لامكان تصوّر ئې په دې انداز بيان كړی دی:
لامكان كه اندران نورِ خداست
ماضي ومستقبل و حال كجاست
د عېنيت د فلسفې منونكي كه څۀ هم انساني ذهن د هرڅۀ دخالق په توګه وړاندي كوي خو د زياترو مطلب ښائي دا وي چي دوئ پرته له انسانه نوره ټوله خارجي دنيا حقيقي نۀ ګڼي- كه داسي نۀ وي او واقعي دوئ انساني ذهن د هرڅۀ خالق ګڼي نو بيا هم په انساني ذهن كښي خو د نامعقوله نظرياتو ګنجائش هر كله وي- حقيقت دا دی چي دوى په علم كښي دمشاهدې اهميت ډېر زيات كړ- پرته له دې چي د نظر زاويه مي په دې اړه بېخي بېله ده، زۀ دا اعتراف لازمي ګڼم چي دعېنيت د فلسفې منونكو د مشاهدې ارزښت دومره زيات كړ چي د ډېرو سائنسي ايجادونو پېل په وشو او دا د علم لوئ خدمت دی-
د علم په باب د پوهانو د نظر زاوئې يو رنګه نۀ وي- علم د سائنسدان په نظر مشاهده او تجربه ده، د دين د يوه عالم په نزد خداى او رسولؐ د اِرشاداتو په رڼا كښي د شرعي قوانينو مطالعه ده او د فلسفي په نظر د’ كُل’ په رڼا كښي د ’ جُز ‘ علمي، فكري او عقلي جاج دی- كه يوازي په انساني فكر د سمي لاري تعيُن نۀ شي كېداى او انساني حواس تر يوه حد په آ خوا كار نۀ كوي نو بيا يوه خبره هم حتمي نۀ شي ګڼل كېداى- ځكه نو دا وئيل غېر معقول نۀ ښكاري چي په فلسفه كښي حتمي خبره داده چي يوه خبره هم حتمي نۀ ده- د نظر د زاوئې د سموالي اړه د فكر او احساس سره سره په علم، مشاهده او تجربه پوري هم ده- كله خيال تر مشاهده لوئ حقيقت منل كېږي ولي چي خيال د مشاهدې څخه پر اخذ شوو معلوماتو محيط وي او كله بيا مشاهده د مدّلل حقيقت پته هم وركوي-
تجربه چونكې پر هغه څه مبني وي د كوم چي يو كس له مخه علم او مشاهده لري او په وارو وارو ورسره مخامخ شوی وي، ځكه نو دی يقين ورباندي كولاى شي او تر يوه حده ئې حتمي هم ګڼي- لكه چي مخكښي ئې ذكر وشو، د ژوندانه دغه تجربه د مطالعې او مشاهدې په شكل مسلسل د انسان په ياداښت كښي سره راټولېږي لګيا وي10- د همدغي تجربې پر بنسټ د دۀ د نظر زاويه جوړېږي او د عمر په تېرېدو سره دغه زاويه ورو ورو سمېږي هم- د ژوندانه د تجربې پر بنسټ ولاړ دغه عقل د بلوري عقل په نامه يادېږي- تجربه چونكې د انسان تر داخلي تنقيدي شعور تېره شوې وي ځكه نو د دۀ بشپړ يقين ورباندي وي- كوم څه چي د وخت او عمر په تېرېدو د انسان په تجربه كښي راځي لګيا وي هماغه ئې په ياداښت كښي سره يو ځاى كېږي او د شعور په يوه څنډه كښي تر ډېره پراته وي- په ياداښت كښي د انسان د مشاهدو او تجربو سره سره افكار، احساسات، تصوّرات او خيالات هم موجود وي- خواهشونه، ارمانونه، اميدونه، وسوسې، جذبې، غمونه او ښادۍ ټول د انسان په ياداښت كښي خوندي كېږي لګيا وي او پر همدغه بنسټ ئې د شعور او لاشعور تشكيل كېږي- احساس، فكر او تجربه هله د نظر زاويه سموي كله چي انسان دغه داخلي او خارجي عوامل واړه په نظر كښي وساتي-
پايله دا چي تخليقي تنده يو احساس دی چي د فکر او ادراک يا کوګنيشن تر نظام لاندي تخليقي رَويه وده په کوي- او د ادراک بنسټ پر ياداښت ولاړ دی چي د تجربې په شکل کښي په انساني ذهن کښي سره يوځائ کېږي- د ياداښت بيا درې بېلا بېلي برخي دي- لکه ‘محسوساتي ياداښت’ چي د خارجي ماحول څخه معلومات راټولوي او تر’پلټونكي ياداښت’ پوري ئې رسوي- هلته تر پلټني او ‘کوډ’ کېدلو وروسته بيا دغه معلومات د زدکړي او تجربې په شکل په درېيمه برخه يعني ‘پاخه ياداښت’ کښي سره جمع کېږي- او د ضرورت په وخت په فېصله کولو کښي مدد ترې اخست کېږي- که فېصله د تخليق کولو وي نو بيا له دغو معلوماتو څخه يوه حصه تر پلټني وروسته ‘ډي کوډ’ شي او له پاخه ياداښت څخه بېرته و پلټونکي ياداښت ته رامنتقله شي او په تخليقي عمل کښي په کار راوسته كېږي- ځکه نو ياداښت يواعلىٰ ذهني صلاحيت دی چي د فكري نظام يعني ادراک د يوه غړي په توګه د احساس او فکر په ګډون په تخليقي عمل کښي مهم رول لوبوي-
¬
اخځليك
1- براين مېګي، (The Story of philosophy)
‘د فلسفې نكل’ ډارلينګ كينډرسلې)ډي كې( كتابونه ، ٢٠٠١
2- كارلس لېمنټ، (The philosophy of Humanism) يعني
د انسان دوستۍ فلسفه اردو ترجمه امجد علي بهټي،
فكشن، مزنګ روډ لاهور، ٢٠٠،
3- ډاكټر باقي درانى ، ʼ دفكر ټالʻ
صحا ف نشرياتي موسسه كاسي روډ كوټه ، ٢٠١٣
4- جان لاك، An Essay Concerning Human Understanding
يعني ʼ د انسان پر دانش يو ه مقاله ʻ ،
آكسفورډ يونيورسټي پريس ، لندن –
5 - ډېويډهم ، A Treatise of Human Nature
آكسفورډ يونيورسټي پرېس ، (پېپر بېك ) د ليكني كال ١۷۴٠
6 - ډيورانټ وِل ، The Pleasures of Philosophy
يعني ʼ نشاطِ فلسفه ژباړن محمد اجمل، فيكشن هاؤس
مزنګ روډ، لاهور، ٢٠١٠ –
7- ډاكټرعلي شريعتي، ʼ افكارِ شريعتيʻ ترتيب شيما مجيد،
اداره منهاج الصالحين جناح ټاؤن ټهوكر نياز بېګ ،
لاهور، ٢٠٠١
8- اېنډرسن جان آر، Cognitive Psychology and its Implications
4th ed. Freeman, 1995
9- محمد عبدالسلام خان ، ʼ مولانا جلال الدين روميʻ
حيات و افكار ، سيټي بك پوائنټ اردو بازار كراچي،
د اشاعت كال ٢٠١٢
10 - Learning and Cognition'. 5th ed. Pearson, 2000.
A Comprehensive coverageing