مواليا
څېړندوی حبیب الله رفیع
( د عربي اولسي ادب هغه سندري چي لومړي ځل بر مکي پښتنو رانښلولي دي )
سريزه
موږ تر اوسه ډېر لوستي چي پښتو او دري ته له عربي څخه عروض راغلل، معاني، بيان او بديع را غلل، قصيده او نور راغلل او يا مو هم لوستي چي عربي خلافت ته زموږ ثروتونه او مالئې ولاړل. خو له داسي خبرو سره چي پر عربي ادب دي د پښتو او دري اغيز شوی وي او زموږ د ملي او اولسي اشعارو په تقليد دي په عربي ادب کښي څۀ رامنځ ته شوي وي، نۀ يو غږېدلي او که وي هم ډېر لږ غږېدلي يو.
په دې مقاله کښي هڅه شوې چي همداسي يوه موضوع روښانه شي او د عربي اسنادو په رڼا کښي زباته شي چي په دې ادبي راشو درشو او را کړو ورکړو کښي هم برخه لرو. پر عربي ادب مو اغېز شوی او په عربي ادب کښي د افغانانو له خوا نوي اصناف او ژانرونه رامنځ ته شوي دي.
دا ادبي پانګه د بلخي برمکيانو او د بغداد د خلافت تر منځ د اړيکو په ترڅ کښي رامنځ ته شوي نو ځکه په دې ليکنه کښي لومړی دا اړيکي لنډي څېړو او بيا نو د عربي اولسي ادب يو په زړۀ پوري صنف «مواليا» درپېژنو، په منځ ته راتګ ئې غږېږو او ورته نمونې ئې د پښتو او دري په اولسي ادب کښي لټوو.
برمکي کورنۍ:
افغانستان ته د اسلام له راتللو سره بلخي برمکيان د خراسان يوه د برم او جلال درلودونکې کورنۍ وه، له هغه وخته چي په آريانا کښي يما د اهوره مزدا په امر د بلخ واره جوړه کړه او بيا د آريانا د مدنيت د مرکز بلخ دا واره د سپين تمان زردشت د دين کانون وګرځېده او د اسلام تر راتلو وړاندي د بودائي دين مرکز وه او دا ډول ډېر معبدونه د نووهاره يا نوبهار په نامه په آريائي سيمه کښي جوړ شول، د دې کورنۍ نوم هم ورسره وتړل شو، د بلخ نوبهار د اسلام له راتګه سره يو بودائي معبدؤ چي ساتونکي ئې د بلخ يوه لرغونې کورنۍ وه او عربي مؤرخينو برامکه بللي چي د برمکيان عربي جمع ده. اسناد ښئي چي برمک د يوې لوئي کورنۍ نوم دی او هر يو به چي له دې کورنۍ څخه د نوبهار ساتني ته ټاکل کېده برمک به ئې باله او کله به چي د هند، چين او کابل واکمنان د نوبهار زيارت ته راتلل نو د برمک لاسونه به ئې ښکلول .
له بلي خوا د نظام الملک د وېنا له مخي د اردشېر د واکمنۍ له وخت څخه د دې کورنۍ پخواني پلرونه وزيران وو، وزارت ئې په ميراث رسېدلی ؤ، د وزيرولۍ په باب ئې کتابونه درلودل چي زامنو به ئې د ليک لوست تر زدکړي وروسته وئيل او په کسبي توګه به ئې د وزارت آداب زده کول. له همدې کبله په ۹۷هـ کال ددې کورنۍ يو فرد چي قاضي احمد ئې نوم جعفر برمک ليکلی دی د بني اميه د کورنۍ وزير هم شو.
د برمک د نامۀ په ارتباط د يادولو وړ ده چي دا يوه آريائي کلمه ده. ډاکټر زخاو عقيده لري چي برمک د سنسکريت له پرمک سره لنډه ده چي معنا ئې مشر، رئيس او د لوړي رتبې خاوند ده. بوستي بيا د برم لغت دري بولي چي معنا ئې پاچائي او لوئي ده. په پښتو کښي د برم کلمه اوس هم د لوئي، عظمت جلال او پرتم په معنا ژوندۍ ده. او په پائ کښي د ګرانښت او لويښت کاف په ډېرو نورو قومي نومونو کښي هم شته لکه: لويک، خټک، هوتک، اڅک، بارک اونور.
برمکيان او د خلافت دربار:
له امويانو سره د خالد برمکي د پلار تر پخوانو اړيکو چي راتېر شو کله چي د خراسان اموي حکمران اسد بن عبدالله بلخ ته راغی نو ابو خالد برمکي ته ئې امر وکړ چي د بلخ ښار بيا ودان کړي. دۀ د ښار د جوړولو د پاره د اشر په توګه خلګ راوغوښتل او په خاص تدبير ئې داسي ودان کړ چي د حکمران ټولو لښکريانو ته بېل بېل کورونه ورسېدل.
د برمکيانو او خلافت د اړيکو په دوران کښي روښانه څېره خالد برمکي دی چي په ۹۰ هـ کال زېږېدلی او په ۱۶۵هـ کښي وفات شوی دی. دۀ له امويانو نه عباسيانو ته د دولت د رالېږدولو په چار کښي لوئ لاس درلود او کله چي ابو مسلم خراساني له بني اميه ؤ سره جنګېده خالد برمکي ئې پياوړی او غښتلی سپه سالار ؤ چي له امويانو سره ئې ډېر بريالي جنګونه کړي دي.
تر بريو وروسته دی د عباسي خليفه المهدي په دربار کښي لوړ مقام لري، د دولت په مهمو چارو کښي مشورې ترې اخلي او په ۱۳۲هـ کښي د سفاح عباسي د ديوانِ خَراج مشر ؤ چي په اوسنۍ اصطلاح ئې د مالئې وزير بللائ شو او تر مړيني پوري ئې عباسيانو ته لوئ لوئ حربي او اداري خدمتونه وکړل. ورپسې ئې زوئ يحٰی برمکي چي پوهه او رسېدلی ځوان ؤ عباسی خلافت ته لوئ لوئ کارونه وکړل او د هارون په روزنه کښي ئې لوئ لاس درلود. د المهدي تر مړيني وروسته ئې د عسکرو لوئ پاڅون غلی کړ خود الهادي په خلافت کښي د هارون د طرفدارۍ له امله له نظره ولوېد او زندان ته واچول شو، د الهادي تر وژل کېدو وروسته چي هارون له زندانه خلاص او خلافت ته ورسېدی يحٰی ئې خپل وزير وټاکه، د دولت ټولي چاري ئې وروسپارلې، خپل مهر ئې ورکړ چي دا وخت ئې پر نورو خدمتونو سر بېره علم او فرهنګ ته هم زيات خدمتونه وکړل. په ۱۷۳ هـ کال کښي د ملکې خيزران تر مړيني وروسته د دولت ټولي چاري يحیٰ او د دۀ څلورو زامنو ته ورپاتي شوې چي په خپله خوښه ئې واکمني کوله او هارون الرشيد ته د امير المؤمنين تر نامۀ پرته نور څۀ ورپاتي نۀ شول. له دې امله په ۱۸۷هـ کال کښي هارون ورته بدورګی شو او د برمکيانو درالوېدو دوره پېل شوه، د همدې کال د محرم په وروستۍ شپه د يحیٰ نامتو زوئ جعفر برمکي د هارون الرشيد په امر ووژل شو، دی او نور زامن ئې بنديان او شته ئې مصادره شول.
د مواليا منځ ته راتګ:
د جعفر برمکي دې ظالمانه مړيني برمکي کورنۍ وپاروله ، د هارون په مقابل کښي ئې کرکه پېدا شوه او د دې وېره منځ ته راغله چي لوئ اړدوړ پېښ شي. د استاد رافعي په وېنا رشيد امر وکړ چي څوک دي په شعر باندي د جعفر ويرنه نۀ وائي نو ځکه د جعفر يوې مينځي په داسي لحن د دۀ ساندي ووئيلې چي د عربي په شعري وزنونو کښي نۀ راځي او څرنګه چي ددې ساندو تر هر سطر يعني مصرعۍ وروسته د «يا مواليا!» (اې زما باداره) کلمه راتله نو ځکه دې ساندوته «مواليا» نوم کېښودل شو او دا ساندي په خلګو کښي خُله په خُله شوې کله چي مصر ته ورسېدې نو هغوئ دا نوم په «موال» واړاوه او تر ننه پوري د موال او مواليا په نامه يادي شوې.
په دې توګه هغه څه چي هارون نۀ غوښتل تر هغه مهم شول ځکه د جعفر مرثيه که په عربي بحرونو کښي وئيله شوې وائ نو لکه د زرګونو نورو مرثيو غوندي به هېره شوې وه خو دې ډول ساندو ئې په عربي ادب کښي يو نوی عجمي فورم دود کړ او تر څو چي په مواليا خبري کېږي دا قصه به ورسره روانه وي او د هارون الرشيد دا ظلم به په خاطرو کښي ځائ نيسي.
همدا روايات د عربي څېړونکو ميلاد واصف، عبدالرزاق الحسني، عبدالکريم العلاف، سيد احمد الهاشمي او نورو ليکوالو په ليکنو کښي هم راغبرګ شوی او د جعفر د مينځي موضوع ته ئې نغوته کړې ده.
په همدې توګه عربي ليکوال د مواليا د پېدا کېدو لومړی ځائ د عراق واسط بولي چي بيا له دې ځايه نورو عربي سيمو ته خورې شوي دي.
د مواليا پرنامه هم تاوده بحثونه شوي او د ځينو رايه دا ده چي موال او مواليا يو نوم دی او دې شعري ډول ته زهيري هم وئيل کېږي اواب کرملي عقيده لري چي د عربي اولسي شعر اوسنۍ«ميمر» نومي سندرې د مواليا وروستنی شکل دی خو د نورو څېړونکو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی. ځکه چي د ميمر جوړښت له مواليا څخه بېل دی، د مواليا څلور واړه مصرعۍ په يوه قافيه وي خو د ميمر درې لومړۍ مصرعې يوه قافيه لري او څلورمه ئې معمولاً په بله قافيه وي.
د مواليا سکښت او جوړښت:
برمکيانو خپل خراساني سنتونه او ارزښتونه له ځانه سره وړي او کلک ساتلي وو، له همدې کبله عربي دربارونو په شک ورته کتل، دوئ نۀ يوازي دا چي خپل فرهنګي ارزښتونه ئې ساتلي وو بلکې د بغداد په دربار کښي ئې يو خاص فرهنګي او علمي چاپېر رامنځ ته کړی ؤ او د دربار رنګ ته ئې اساسي بدلون ورکړی ؤ، د خپلو نيکونو وياړونه او خراساني ارزښتونه ئې کلک ساتل او په دې برخه کښي دومره ټينګ وو چي د ابن نديم په قول زيات برمکيان زنديق وو او اصمعي د عربو متعصب شاعر دوئ مشرک بلل او وئيل به ئې چي د قرآني آيتونو په مقابل کښي د مزدک وېناوي دليل راوړي. او طبري په صراحت وائي چي د برمکيانو د رانسکورېدلو يو علت هم دا ؤ چي زنديقيانو ته ئې مېل درلود او وروستنيو مؤرخانو برمکي کورنۍ د اسلام په جامه کښي مجوسيان بللي او وائي چي دوئ هارون الرشيد ته ووئيل چي د بيت الله شريف په منځ کښي دي يو نغری جوړ شي څو تل عود په کښي وسوځول شي او له دې نه د دوئ هدف دا ؤ چي له کعبې شريفي نه د اور نمانځن ځائ جوړ کړي. خو هارون پرې پوهه شو او د دوئ له منځه وړلو اقدام ئې وکړ.
مطلب دا چي د برمکيانو له خوا د خراساني وياړونو د ساتلو په باب ډېر روايات موجود دي او چي په خپل کلتور دومره کلک وو نو ادبيات هم د کلتور مهم جز دی، ځکه به خراساني ادبيات هم د دوئ په نظر او خولو کښي وو.
کله چي هارون د جعفر برمکي تر وژلو وروسته په عربي وزنونو ددۀ د ساندو مخه ونيوله نو برمکيانو د خراساني ادب لحنونه، ږغونه يا نارې تيار درلودل دستي ئې عربي الفاظ دې چوکاټونو ته واچول او لکه د بغداد په دربار کښي ئې چي نوی کلتور رامنځ ته کړی ؤ همداسي ئې نوي ادبيات هم رامنځ ته کړل او د خراسان ياد عربو په اصطلاح د عجمو سېلابيک تونيک سيسټم ته ئې په عربي ادب کښي ځائ ورکړ، برمکيانو د خپلو مړو ساندي په خپله ملي او عنعنوي بڼه ووئيلې او په دې توګه ئې خپل ملي د زړۀ درد او دوک تسکين کړ.
د مواليا سکښت او جوړښت د عربي ادب له ټولو قالبونو څخه بېل دي، دا شعر څلور سره مساوي مصرعۍ لري چي د ټولو مصرعو قافيه يوه ده، سره له دې چي په عربي کښي داسي سکښت نشته، مثلاً د عربي رباعي سره له دې چي څلور مصرعۍ لري خو د جوړښت له مخي لومړۍ، دوهمه او ځلورمه مصرعۍ سره په يوه قافيه دي او درېيمي مصرعۍ آزاده ده، همدا راز د مربع هره کړۍ هم څلور مصرعۍ لري چي تر مطلع پرته نور ئې د هري کړۍ درې مصرعۍ په يوه قافيه او څلورمه ئې د مطلع په قافيه ده خو د خراساني ژبو په اولسي يا د عربو په اسطلاح لحني ادبياتو کښي دا ډول سکښتونه بيا ډېر دي چي موږ دلته په لنډ ډول پرې غږېږو او ژبپوهان ئې د پېدايښت زړه زانګو بلخ بولي.
له آريائي يا خراساني ژبو څخه يوه هم پښتو ده چي د اولسي سندرو جوړښت او سکښت ئې د اوستائي سرودونو په پله روان دی او ددې سندرو تاريخ ئې ډېر لرغونی دی، موږ اوس د پښتو د اولسي سندرو داسي نمونې موندلي چي زرګونه کلونه عمر لري او د دې د پاره چي خپل فکري اصالت وساتي نو د ځان د بقا د پاره ئې زيات لفظي بدلونونه منلي او خُله په خُله ئې تر موږ پوري ځان رارسولی دی، د نمونې په توګه دلته دوې لنډۍ يادوو.
لومړۍ لنډۍ دا ده:
سپوږميه سر وهه راخېژه
يار مي د ګلو لو کوي ګوتي رېبينه
ددې لنډۍ لفظونه ډېر نوي او وخت په وخت بدل شوي ښکاري او داسي نښه نشته په کښي چي سړی دي د زرګونو کلونو عمر درلودلو حکم پرې وکړي خو د فکر له پلوه ډېره زړه او لرغونې ده او له هغه وخت سره اړه لري چي د آريانا زلمو او نجونو به د سپوږمۍ په رڼا کښي د سوما بوټي لوکول او په خاصو مراسمو به ئې شيره ترې ايستله.
دوهمه لندۍ:
ماځيګری دی ښېرې مۀ کړه
تۀ به د ناز ښېرې کوې رښتيا به شينه
هم د لفظونو له مخي بېخي نوې ښکاري او زړې کلمې نۀ دي په کښي پاتي خو د فکر له پلوه له هغه وخت سره اړه لري چي په آريانا کښي له کابله تر زابله تر سګاوند او نورو سيمو پوري د لمر لمانځني آئين خور او معبدونه ئې جوړ وو.
په دې باب له تفصيلاتو څخه تېرېږم خو د دې ټکو په استناد وايم چي په خراسان کښي اولسي ادبيات له لرغونو زمانو څخه موجود وو او برمکيان هم چي د خراسان اصلي زامن وو خپل ادبي سوابق ئې له ځانه سره لرل نو ځکه د جعفر مينځي او د برمکيانو کورنۍ په دې برخه کښي مشکلات نۀ درلودل او د هارون له مخنيوي سره سم ئې په خراساني لحنونو د خپلو نازولو ساندې ووئيلې.
عربي ادب څېړونکي د مواليا ساندې لحنونه بولي، د پښتو په اولسي سندرو کښي ږغونه او نارې همدا معنا لري او په مړيو پسې ئې ښځي په زړۀ غوڅوونکي ډول وائي. همدا راز د پښتو د ملي قصو ږغونه او نارې، د اتڼ نارې، د ښادۍ نارې او نوري نارې شته چي ځيني ټوټې ئې کټ مټ د مواليا جوړښت لري يعني هره ټوټه ئې څلور مصرعۍ لري او څلور واړه مصرعۍ ئې په يوه قافيه دي.
د دري اولسي سندرو دوبيتي چي چاربيتي، چارپاره، سنګ ګردي او چاربيدي ئې هم بولي څلور مصرعيزي سندري دي خو جوړښت ئې معمولاً د رباعي غوندي دی. يعني لومړۍ، دوهمه او څلورمه مصرعۍ ئې يوه قافيه لري او د درېيمي مصرعۍ قافيه ئې آزاده ده خو ځيني داسي ټوټې هم په کښي موندلې کېږي چي څلور واړه مصرعې ئې لکه د مواليا غوندي يوه قافيه لري، په دې برخه کښي دا دوبيتۍ د لوستلو دي:
از آمدنت کاش که خبر ميداشتم
پيش قدمت کوچه ره گل ميکاشتم
گل میکاشتم گل گلاب ميکاشتم
خاک قدمت به ديده می ورداشتم
***
آسمان بلند و تخته سنگا سرم
از دستک پرسنده خونين جگرم
کو مادر و بابه؟ که بپرسن خبرم
غير از مگس و پشه نگيرد خبرم
***
نگار نازنين ريزه دندان
مرا از بار تو بردن به زندان
چرا غم مَيخوری ای يار نادان
دو تا گوشواره دارم خرچ زندان
***
نماز شامه خواندم داِ دالان
نشانی جيبکم افتاده پايان
تو دانی و خدايت ای پری جان
نشانی جيبکم ننمايی بيران
***
همدا راز د پښتو د اولسي سندرو د اتڼ نارې هم چي معمولاً درې مصرع ايزي وي کله کله څلور مصرعۍ هم لري او په څلور مصريو کښي ئې داسي نارې هم شته چي څلور واړه مصرعۍ ئې يوه قافيه ولري لکه دا څو نارې:
تور دي لونګ تور دي
شينخالۍ کالي مينځلي په بانور دي
دا کالي ليا جوړ دي
چي اورونه لګوی هغه ليا نور دي
سره ټکه غرمه ده
آدم، درخانۍ ناسته په سايه ده
په ښی لاس کښېده ده
په پېزوان کښي ئې لا چي لونګ دانه ده
***
-مرم چکنه مرمه
دا ستا ارمان به خاورو لره وړمه
-ولي به ئې وړمه
چکن په بازار ډېر دی رابی وړمه
خو داسي لحنونه او نارې چي له مواليا سره هم د موضوع له مخي او هم د جوړښت له مخي يو راز والی لري هغه د مړو ساندي او د ناويانو د ژړا نارې دي چي پر خپل مور او پلار ئې د غريو ناکې ژړا په ترڅ کښي کوي. موږ ووئيل چي د مواليا په هر لحن کښي تر هري مصرعۍ وروسته د«يا مواليا» جمله تکرارېدله او په دې وسيله ئې د ژړا غږ ورسره څکاوه، پښتو ساندي هم په همدې ترتيب دي او ښځي د مړي نوم يا لقب لکه «وئ پلاره!» «ګرانه وروره!» او نور همداسي د ژړا په ترڅ کښي ورسره څکوي او لکه څرنګه چي د جعفر برمکي ساندي ددۀ مينځي وئيلې په پښتو کښي هم د ساندو وئيل د ښځو کار دی. د ناويانو د ژړا ساندي هم همداسي دي او ناوې د ژړا په ترڅ کښي د پلار، مور، ورور او نورو نومونه اخلي او د ناورين ژړا کوي.
دا هم د ناويانو د ژړا څو نارې چي چغيان، چيغې او اوڼکی ئې هم بولي او همدا د لحن، ږغ او نارې معنا لري. او زما ګران دوست پروفېسر سيال کاکړ ئې په سوونو نمونې په خپل يوه ځانګړي کتاب کښي راغونډي کړي دي چي څو ئې سره لولو:
د سپيني خوني تر مخ ما خۍ
بابکه زهر دې سه زما روپۍ
پر سر به وړمه د غم ټوپۍ
په پښو به وړمه د وير کپۍ
***
ورا راښکاره سوه لوړ ماځيګر دی
د خواجه خدر پر غرۀ ژړ نمر دی
و پرېدي کور ته مي نن ګوزر دی
د بل په کور کښي مي کله اختر دی
***
دا د لاله د کوټې پر غوږي
دا لته د زرو بيالې بهږي
لائقي نجونه دي په نازه ږي
پر دېسي ځي تر ملک تره ږي
***
شينکۍ کوتره وم ښورېدمه
نۀ چا نيومه، نه چا کتمه
په هر يو ټکي به پر ېو تمه
نن ناولده ئې کښي ايستمه
***
زۀ په خپل کور کښي وم په راحت
بابک کړم خرڅه په ډېر دولت
په پرېدي کور کښي مي نشته عزت
خو د به ژړا کړم په هر ساعت
***
ورا سوه روانه له اپوزيه
زما په برخه ئې کښي خواريه
پا ته زړا سوه نسته ښاديه
يمه اريانه کور دی پرديه
او نور...
د مواليا ژبنی جوړښت:
د مواليا په ژبني جوړښت کښي هم ډېرې داسي خبرې شته چي په عربي ادب کښي له همدې نارو سره خاصي دي او عربي الفاظ داسي کاروي لکه په خراساني ژبو کښي چي دي، عربي محققينو د مواليا پر ژبني جوړښت اوږدې او پلني څېړني کړي چي دلته يوازي څو نمونې ترې راوړو:
په مُوَال کښي د عربي منځنۍ همزي په«ی» اوړي لکه سائل، مسائل، شوائد او نور چي سايل، مسايل، شوايد او نور وئيل کېږي چي دا کار په پښتو او دري کښي عام دی او ټولي منځنۍ عربي همزې په «ی» وائي.
په مواليا کښي ځيني غږونه په نورو غږونو اوړي لکه قاف په ګاف, حلق، خلق او داسي نور په حلګ، خلګ او نور اوړي. د کندهار په ګړ دود کښي همدا اوس هم د خلق کلمه خلګ ده او په اولسي سندرو کښي په همدې ډول کښله کېږي. د ناويانو په يوه ناره کښي ئې داسي اورو:
دا دورې پورته و با ياد ږي
په نوو ناوو دې ولګږي
پرنورو خلګو دې فضل کږي
دا سره کورونه دې نه پاتږي
کاف په «چ» په کښي اوړي: لکه لاچن چي د لکن په عوض راځي، د پښتو په ځيني لهجو کښي دا ډول بدلون اوس هم شته کښېنه ته چېنه وائي، مروت، ګنډاپور او نور.
عين په الف په کښي اوړي لکه« عهد» چي «اهد» کېږي په پښتو اودري کښي دا بدلونونه دود دی او په اولسي سندرو کښي په همدې بڼه کښل کېږي هم .
په دې توګه په مواليو کښي په لسهاوو داسي ژبني او ګړدودي خصوصيتونه وينو چي د پښتو او دري په بېلابېلو لهجو کښي شته.
د مواليا نمونې:
د مواليا نارې لومړی يوازي د ساندو په بڼه وي خو بيا ورو ورو دا شعري قالب د راز راز موضوعاتو د پاره وکارول شو او اوس ئې د يوه شعري صنف په توګه د هر راز موضوعاتو د پاره غېږه خلاصه ده.
عربي محققينو هغه لومړنۍ سانده چي د جعفر برمکي مينځي د دۀ په ياد کښي وئيلې داسي ثبت کړې ده:
يَا دَار اَينَ مُلِوکِ اّلاَرضِ اَيّنَ الّفُرّ سّ
اَيّنَ الَّذينَ حَمو هَا بِالّقَنَا وَالترس
قَالَت تَرَاهُم رِمَمُ تَحتَ الاَراضِیءَ الدُرس
سُکُوتُ بَعدَالفَصَاحَهِ اَلسِنَتُهُم خُرس
ترجمه :
اې کوره! چېري دي؟ پاچايان د ځمکي، چېري دي فارسيان؟ چېري دي هغه کسان؟ چي ساتله ئې (ځمکه) په مال او ډال؟
وئې وئيل:ومي ليدل دوړېدلي تر ځمکه لاندي، نښې ئې له منځه تللې! چو په چوپيا( خوره ده ) وروسته تر خوږې وېنا، ژبي ئې له خبرو څخه درېدلي دي!
دا څلور مصرعۍ د کميت په لحاظ لږ او مختصري دي خو د معنا په لحاظ ډېر څۀ لري، دوئ د ځمکي پاچاهان بلل شوي او دا سمه ده ځکه برمکيانو په خپل نامۀ سکې درلودې او د جعفر زريني سکې ډېري مشهوري دي، دوئ ته د سيمو حکومتونه سپارل کېدل او ډېر وخت داسي هم شوي چي مرکزي حکومت تش په نامه د عباسي خليفه ګانو ؤاو په عمل کښي هر څه د برامکه ؤ په لاس وواو له همدې کبله د برمکيانو قدرت په حکومت کښي دننه حکومت بلل کېږي.
برمکيانو ته د فارسيانو خطاب کول زما په نظر دوه د ليله لري. لومړی دا چي دا وخت خراسان او پارس (ايران) دواړه د بغداد د خلافت تر لاس لاندي وو او څرنګه چي پارس له عراق سره په پوله پروت ؤ نو ځکه ئې دا ټوله سيمه پارس بلله او د جعفر برمکي مينځي هم له دې عرف سره سم دا نوم ورته اخيستی دی.
او بل دليل ئې چي ارجح هم دی دا دی چي د برمکي کورنۍ بېلابېل افراد وخت په وخت د پارس په حکومت ټاکل شوي او هلته لېږل شوي وو نو ځکه داسي خطاب ورته شوی دی. خصوصاً د ملوک الارض مخکينۍ کلمه هم دا دليل ټينګوي، چي په دې اساس په دې مصرعۍ کښي د دوئ واکمنۍ او اداري تدبير ته نغوته ده.
په دوهمه مصرعۍ کښي د دوئ د زرښندني او تور کښۍ صفت ياد شوی او د دې کورنۍ دا دوه صفتونه هم الحق چي په تاريخ کښي مثال دي.
درېيمه مصرعۍ د داسي لوئ انساني هستۍ په تباه کېدلو، له منځه تللو او د دوئ د نښو او آثارو په محوه کېدلو اوښکي تويوي. او څلورمه مصرعۍ يو ځل بيا د برمکيانو يو بل لوئ صفت را په زړۀ کوي چي هغه د دوئ فصاحت او خوږه ژبه ده.
رښتيا هم چي دا کورنۍ له لرغون وخت څخه د علم او فضل کورنۍ وه او د افرادو فصاحت او بلاغت ئې دومره زيات ؤ چي له عربو سره نۀ پېژندل کېدل بلکې ترې فصيح او بليغ وو چي قصې ئې په تاريخ کښي مشهوري دي. د همدې مصرعۍ د خُرس په کلمه کښي د دې عظيم فقدان لويښت او درنښت ښئي. د خُرس کلمه دلته د السنتهم په ارتباط د ژبو له کاره لوېدلو معنٰی ورکوي خو دا کلمه د وړو او نا مهمو شيانو له کاره لوېدلو سره نۀ راځي بلکې داسي ځائ راځي چي يو شی خپل هغه جوهر له لاسه ورکړي چي دې شي ته ئې ارزښت ورکړی دی لکه د هغي ورېځي د صفت په توګه راځي چي له برېښنا او تنا څخه بې برخي وي، له هغو اوبو سره راځي چي شرهارونه لري له هغي ځمکي سره راځي چي د څۀ د شنه کولو نۀ وي. په ميزان الذهب کښي د خُرس وروستۍ توری«ص» کښل شوی چي سم نۀ دی او مطلوبه معنانۀ ښندي. په دې توګه دا يوه ناره د برمکيانو ټول صفتونه او ښېګڼي په خپله لمن کښي را نغاړي او د دې عظيم فقدان درنښت او لويښت په نښه کوي.
د بحث لنډيز:
په نتيجه کښي وئيلای شو چي برمکيان افغانستان ته د اسلام تر راتلو وړاندي هم د دې هېواد يوه وتلې او د عمل او سياست کورنۍ وه او د اسلام له راتللو سره هم دې کورنۍ خراسان او اسلام ته نۀ هېرويدونکي خدمتونه کړي دي.
عباسي خلافت د همدې کورنۍ د مټو په زور او د توري په برېښ ټينګ شو، خو عباسيانو په خلګو کښي د دوئ نفوذ او منښت ونۀ زغملی شو او په ډېره بې رحمۍ او سفاکۍ ئې مړۀ او بنديان کړل.
برمکيان د خراسان په علم او فرهنګ مئينه کورنۍ وه او بغداد ته ئې خپل فرهنګي او معنوي مواريث ورسره يوړل او تر پايه په خپل فرهنګ او خراسانيت ټينګ پاتي شول او په اولسي اصطلاح له کلي ووتل خو له نرخه نۀ! عربي متعصبين له دې پلوه هم له دوئ سره مخالف وو.
کله چي هارون الرشيد جعفر برمکي وواژه او د دۀ پلار او وروڼه ئې بنديان کړل نو ددۀ يوې مينځي د خراساني دود سره سم ددۀ ساندي ووئيلې او څرنګه چي هارون په عربي او زانو د جعفر ساندي بندي کړي وې نو دې له هغو لحن او نارو څخه کار واخيست چي په خراسان کښي دود وې، دا شعري نوعه چي په خراساني دود وئيله شوې وه، په عربي ادب کښي د اولسي شعر يو ځانګړی صنف وګرځېد او څرنګه چي مينځي له دې سوو ساندو سره د «يا مواليا» چيغه څکوله او په خپل بادار پسې ئې نارې کولې نو ځکه ئې نوم مواليا شو چي بيا وروسته مصريانو دا نوم لنډ او «موال» يا مُوَال کړ.
مواليا تر اوسه هم په عربي ادب کښي ديوه ځانګړي صنف په توګه پاتي دی او د هارون د ظالمۍ او جعفر د مظلوميت شاهدي ورکوي.
په دې توګه د خراساني ادب يوه طلائي کړۍ د عربي ادب زنځير ته ورلوېږي او د برمکيانو د ملي هويت ځلا په کښي ښکاري.
يادونه: دا ليکنه زما د هغي رسالې لنډيز دی چي په ۱۳۵۹ کال د خالد برمکي سيمينار ته چي په همدې موضوع کښي په همدې نامه کښله شوې او ټول مراجع، مآخذ او سندونه ئې په بشپړه توګه په کښي ښودل شوي دي.