ليکواله ارزو زيارتواله 

 د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶

پښتون قام پر دين او  رواياتو باندي ولاړ قام دی چي هر ځائ پښتون وي نو ارو مرو به هغه مسلمان هم وي خو رواج مطابق به  و ژوند تېرولو ته اهميت هم ورکوي. 

کله چي خبره د  رواج  شوه نو په جنوبي پښتونخوا کښي ښځو هم و خپل رواج ته دوام ورکړی دی. په دغه رواجونو کښي ځيني هغه  رواجونه او اقدار هم شته چي و دوی ته په ميراث کښي ورپاته شوي دي. دغه پښتنې مېرمني د هغو پالنه هم کوي. ولي د ښځي په فطرت کښي د ځان ښائسته کولو او سازولو عنصر هم شامل دی. خو د ځينو ماهرينو په خيال په دا  ارائش و زيبائش د انسان د شخصيت با وقاره پر کششه او جاذبِ نظر جوړولو کښي زيات نه زيات لس فيصده کردار ادا کوي، نور خويونه لکه خوښ اخلاقي، د  خبرو کولو ښائسته انداز، د ناستي ولاړي طور طريقې دا هغه نور عوامل دي چي د انسان په ښائست والي کښي اضافه کوي. تر کومه حده چي د زيوراتو او په  سنګهار سره دځان ښائسته کولو تعلق دی نو اسلام د ښځو د پاره پر ريشمين لباس اغوستلو او زيور اچولو باندي هيڅ پابندي نۀ ده ايښې. خو د لباس يا زيور انتخاب بائد ډېر ښه وشي.

نن سبا فيشنونه او ډيزائنونه دومره ډېر شوي دي چي له موږ څخه يې خپل کلتور، خپل شناخت وړی دی. د پښتني مېرمنو ځان ته جلا رنګ او زيورو او پښتنې خدائ پاک دومره ښائسته پيدا کړي دي چي د سنګهار ورته خو ضرورت هم نشته خو بيا هم زيور سنګهار د ښځي کمزوري ده.

که موږ پر تاريخ باندي نظر واچوو نو ښځو د سپيانو، د  فيل د غاښو، د لرګيو، کوټو او پيتلو زيورونه استعمالول خو بيا د سونې او سپينو زرو زيورات جوړېدل شروع شو نو د مړو(سرمايه دارو) خلګو ښځو به دا زيورات محض د دا خبري دپاره ډېر په استعمال کښي راوړل چي پر خلګو اثر واچوي او دوی دا ثابته کړي چي موږ د ډېري مړې کورنۍ سره تعلق دی. خو نن خلګ ډېر بدل شول. د موقعې په مناسبت سره سپک زيور يا ملغلري استعمالوي.

له زيور سره سره ښځي د خپل ځان پر دلکشي  هم ډېر پام کوي. پښتنو ښځو ځان تر يو حده له مصنوعيت څخه بچ ساتلی دی. نۀ خو ډېر ګران کريمان استعمالوي او نۀ ډېر ميکپونه کوي، نۀ پر مخ بې ځايه سرخي پوډر تهپي، بلکې دوی د قدرتي شيانو په طريقه په خپل حسن کښي نکهار راولي او خپل بېښتان هم په ډېره سليقه جوړوي. پښتنې ښځي تر وادۀ له مخه په ډېر ساده انداز کښي وخت تېروي. له وادۀ سره سم د دوی زيور او ارائش سلسله شروع شي چي تر يو مخصوصه عمره پوري وي. دلته زما موضوع ده د پښتنو ښځو پسول د سنګهار ځانګړي څيزونه او له هغه سره د فولکلوري ادب يادونه يعني که چرته د شنو خالونو ذکر وي نو د هغه ذکر په فولکلوري شاعري کښي څنګه خوندي شوی دی؟

ګوا له دا سره چي کوم داستانونه يا ټپې او غاړي تړلي دي؟ دا په دې موضوع کښي نور هم خوند سېوا کړی دی.

خالونه: د پښتنو مېرمنو خصوصاً د ږوب، قلعه سيف الله او لورلائي مېرمني پر مخ باندي شنه خالونه وي. دا خالونه دوی په خپل سنګهار کښي د زياتوالي باعث بولي او دا هغه وخت وهل کېږي چي کله يو نجلۍ پېغله شي نو و دې ته خپلي خوندکياني تروري ګاني يا مور پر مخ خصوصاً پر تندي او زنه شنه خالونه وروهي. دا خالونه يو يو يا څلور ټيکي او کله ګردي ګلان يا د سواستيکا نشان په ډيزائن کښي وهل کېږي. دې دپاره څلور پنځه نرمي ستني په يو ځائ سره وتړي او د کوئلې يعني تور سکور ميده کړي په هغه خال کښيږدي بيا په هغه کښي ستني وهي. يو څو ورځي زخم وي بيا چي خور يې واوړي لاندي تک شين خال معلوم شي. خال داري ته خلګ له نيازه شين خالۍ هم وايي او د خال د وهلو وجه دا هم وي چي ډېر ځوانان خالونه خوښوي او ډېر تعريفونه يې کوي په خپلو شعرو، غزلو، او ټپو او غاړو کښي يې ستائي، مثال لکه دا ټپه چي وايي:

شين خالۍ د راته هو کي

ګرده نۀ وړم په لاسو کښي

يا بيا 

شين خالۍ که ستا رضا ده

ستا د کام بدۍ پر ما ده

ځائ پر نشته د غاښو

خُله يې کرلګي په خالو

يا بيا دا ټپه

خالونه ټول واړه خالونه

د زني خاله غلامي به دي کومه

يا دا 

خال به د يار په وينو کښيږدم

چي شنکي باغ کښي ګل ګلاب وشرموينه

  د شنه خال که ډېر صفت کېږي خو ځيني ځايو کښي بيا خلګو غندلی هم دی. دوی دا وايي چي دا چي کمي نجونه لګوي هغه در حقيقت ښائسته نۀ وي ځان په خالو ښائسته کوي په دا هکله څه داسي وايي:

مخ دي بې خاله ښائسته دی

چي ښائسته نۀ وي هغه ډېر وهي خالونه

خال ځيني خلګ پر پال نسي مثال که يوه نجلۍ تر ډېره د پلار پر کور ناسته وي، کوزده يې نۀ کېږي نو دوی په يوه مستانه ښځه په تندي کښي خال ور ووهي او دا عقيده لري چي بيا بې قلم خلاص شي.

نکريځي: نکريځي نۀ يواځي زموږ د سيمي پښتنې ښځي پر لاسو لګوي بلکې ټولي مشرقي ښځي ډېري خوښه وي او د نکريځو لګول سنت هم دي. پر خصوصي موقو لکه وادۀ کوزده، د کچني زوکړه يا د حاجي له حجه راتللو پر وخت او يا چي کله ښځه د پلار کره په مېلمستيا ځي نو يې خامخا لګوي. دا د يوې درختي پاڼي دي چي ميده يې کړي په اوبو يې واغږيي بيا يې ولګوي. تر ډېره دا رنګ له لاسو نۀ ځي او خوشبوداره هم وي. و ناوې ته خو د وادۀ په شپه نکريځي خصوصي ور لګېږي. د زوم له کوره يو تهال راوړي او د نکريځو لګولو رسم ادا کوي. اکثره بيا د ناوې له خوا هم ښځي د زوم کره ورشي او هغه او د هغه و همزولو ته په نکريځو يوه ګوته ورسره کړي په دا شپه د نکريځو شپه بلل کېږي چي په پښتو شاعري کښي د نکريځو د شپې او بيا د نکريځو ذکر بار بار راغلی دی. مثلاً يوه فلمي سندره ده:

 

شپه ده د نکريځو جنکۍ تمبل وهينه

خلګ د هر خوا نه په وادۀ راغلي دينه

هم دغه رنګه يوه غاړه ده 

لاس يې سرۀ دي په نکريځي

شپه اوسترۍ ګرانو راوځي

نجونه لاسونه ورسره ټکوي، ټپې په پوري کوي، له وادۀ بعد ناوې تر ډېره پر لاسو نکريځي لګوي په سپينو لاسو نۀ ګرزي، دا بيا پېغوروي. زموږ د زيارت په علاقه کښي نکريځي ځواني نجونه او ښځي لګوي خو زړې ښځي يې نۀ لګوي. خو په پښين او چمن کوټه کښي سپين سري هم په ډېر شوق لګوي. بلکې د پښو پر تلو يې لا هم ايږدي اوس خو د نکريځو پر ځائ په مشينانو يو قسم عرق جوړېږي په هغه پر لاسو او پښو ډيزائنونه جوړوي خو دا ډېر پائيدار نۀ وي ډېر ژر واوړي.

سفيده: سفيده هم پر مخ باندي د لګولو يو ډول پوډر دی چي په يوه عوامي سندره کښي يې ذکر داسي خوندي شوی دی.

 

توري سترګي سره لاسونه، سپين مخ سفيده ګرځي

غم يې د لالي پر کور، مسته دي تازه ګرځي

 

 سفيده ښځي په کورو کښي پخپله جوړوي، دا يو قسم سپين پوډر وي چي په اوبو يې لنده کړي بيا يې پر مخ لګوي دا د ګرمي په موسم کښي ډېره لګوي وايي چي د ګرمي د دانو دپاره هم ښه وي. ورسره د مخ بڼه هم تکه سپينه کړي. دا لکه ديسي دوائي داسي ټوټکه ده. دا په بازار کښي د تولې او چټانګ په مقدار خرڅېږي، ډېره ناپيده وي.

مسواک: مسواک د جوز، يعني اخروټ د درختي خورونه وي، په دا باندي غاښونه او وورۍ وهي، غاښونه ښه صفا او چمکداره کړي او وورۍ،خُله او شونډان په سرۀ کوي. دا د ښار خلګ بېخي کم استعمالوي خو د صحرا خلګ يې همېشه استعمالوي. په دې باره کښي ټپه ده

خُله په مسواکو باندي سرۀ کړي

دا مرواري غاښ يې په زړۀ اور لګوينه

رانجه: دا يو متبرکه ډبره ده چي د کوه طور له غرۀ څه حاصلېږي. له سعودي عرب څخه راځي ښه يې ميده کړي دونه ميده کړي چي يو سفوف ځيني جوړ شي. بيا يې د سلائي په مدد سره په سترګو پوري کوي. يعني سترګي په توره وي سترګي تورول هم سنت دی او هم ميډيکلي فائدې لري. رانجه لړۍ هم اچه وي خو ډېر کم. البته ښځي ځواني او زړې ټولي په سترګو پوري کوي بازارو کښي د رانجو ځائ کاجل نيولی دی. د وړو ماشومانو سترګي پښتنې مېرمني هره روځ ورتوروي او ډېري بيا پر مخ خالونه هم په رنجو ووهي. په دې هم ډېري ټپې او غاړي غزلي ويل شوې دي. د تورو سترګو صفتونه، فائدې، تاوانونه کښي بيان شوي دي، د نمونې په توګه يو څو غاړي:

سترګي توري که نرۍ

اوبو له راسه د خيزۍ

 

سترګي توري کښي بيا راسي

موږ خواران له کاره باسي

کاکل: کاکل يوې خواته سر اړولو ته وايي. د ناصرانو نجونو تر وادۀ د مخه پيکی يوې خواته خوڅوي. په افغانستان خصوصاً قندهار خوا او شا کښي بيا ښځي له وادۀ بعد پيکی يوې خواته په غچي غوڅ کړي چي ورته کاکل وايي او له دوی څه دا رواج له پښينه تر کوټي راورسېدی. و دې ته چپه کاکل ويل کېږي.

تا په تور کاکل بندي کړم

بوري غرق د په ماڼي کړم

 

تور کاکل يې ولونه ولونه

ځي نرۍ پاته تور غرونه

کمڅۍ يا زلفي: څو کاله مخکښي پښتنو ښځو ډېري رواجي وې اوس هم په غريځه سيمه کښي ښځي زلفي جوړوي يعني سر وودي. اکثر سليمان خېل وردګ، ناصران، او د هرنائي ترينان لا تر اوسه دا رواج شته. په نورو علاقو کښي ځائ په ځائ صرف د وادۀ په ورځ ناوې له سر ور وودي او کمڅۍ ور جوړوي. د سر بيښتان هم نۀ خرابېږي، سر هم په څو طريقو اودل کېږي خو د پښين خلګ دې کښي ډېر ماهره وو.

پېکی: پېکی عموماً پېغلي نجونه جوړوي. پر مخ باندي د ورځو پر سر په غچي غوڅ کړي. اول دا په ساده طريقه وو خو اوس له وخته سره په دې کښي هم ډېر بدلون راغلی دی. نيمي په منځ کښي لاره وباسي او دواړو خواته يې واړوي. پېکی په هکله هم ډېره شاعري شوې ده يو څو نارې:

تور پېکی بې پرله واوړي

باد، برهو، دی بوی بې راوړي

 

چي راياد شي ستا پېکی

پر تن مي اور واخلي کالی

بوريا :دا د پښين او توبې په خلګو کښي رواج ده، هغه ځايي ښځو به بوريا اودله خاص کر ناويانو ته بې جوړولې. سر بې لکه چټايي له يوې خوا نرۍ نرۍ اووی داسي به سر راغلی لکه د مار ملا اوس دا رواج هم نشته ختم شو.

ګاوکۍ: دا په خالو او زېړو کلابتونو په ستن جلا جوړېدلې بيا په سر کښي پر مخ يوه خوا او بله خواته لګيدلې دا هم د پښين د خلګو تر ډېره رواج ؤ اوس دا هم له منځه تللی دی.

لټکڼ: دا د شاهرګي زيارت او هرنائي رواج ؤ په کونجکو يا دانو باندي شپږ غټ لاړونه د زړۀ له سره پر قميص وټوکي چي پر ټټر پراته وي دا وادۀ ښځو پر ګرېوانو ځړوي. دا رواج لا اوس هم دلته شته.

ږنګ: د لورالائي، ږوب، دکۍ خلګ رواج دی ښځي او پېغلي نجونه يې د  قميص پر لمن ځړوي. په زرګر يې له سپينو زرو جوړکړي بيا چي دوی رواني وي نو ښړنګار يې ځي. و ناويانو ته اوس هم پر لمن لګوي البته په پېغلو کښي رجحان کم شو ولي چي په دې قميص ډېر دروند شي او وړلی يې نۀ شي. يوه غاړه کښي يې ذکر داسي خوندي شوی دی

د لمني ږنګ مه جوړ کی

ما د ګران بې کتو زوړ کی

لونګين: لونګين د کليو بانډو د ښځو رواج دی. نجونه يې د وادۀ په شپه ناوې ته ور پيودي. لاچي په اوبو کښي خيشته کړي بيا له ملغلرو سره پېودي. ډېر ښه بوی ځيني ولاړېږي. د ناوې امېل ډېر په ډيزائن جوړوي و سر ته يې د ريښمو وټي ور اچوي. د لونګين په اړه مي دا غزل ډېره خوښه وه:

دانې دانې پر سينه پروت يې لونګينه

جوړ کړی ما يې بوی دي نورو ته ورځينه

دغه رنګه يوه خوندوره غاړه ده چي

چي ګران لاس ور وړي دی پرې شي

لونګين مه ده وارېث شي

پټيک: پخوا به يې و کچنۍ نجونو ته په سر ورځړوی يا به يې د ګرېوان تڼۍ په تړلې. دا رواج صرف تر پاونده عالم پوري محدوده پاتي شو اوس يې نور خلګ نۀ کوي.

خال: خال يا ټک د سرو او سپينو زرو به جوړ وي. اوس اټوفيشل خالونه هم ډېر شول. خال په وادۀ کښي ناوي له ورځړوي، خاص پر تندي باندي اوس يې نجونه هم ځړوي،دا عام خاص رواج دی.

بوتکۍ: بوتکۍ لکه پاولي چي کونډکې له سرو زرو جوړ وي. د پښين علاقه کښي به په وادۀ کښي اکثره ښځو په غاړه ليدل کېږي، ځيني ساده وي، ځينو کښي غمي لګېدلي وي.

مېخکی: وه پښتنو نجونو ته په وړکوالي لا پوزه ورسورۍ کړي. بيا نو ووړ غوندي مېخکۍ ور په پوزه کړي. مېخکۍ په دا ورته وايي چي هغه يو مېخ غوندي وي يو غمی پکښي وي.

چار ګل: چارګل هم د مېخکي غوندي په پوزه کېږي، فرق دا دی چي هغه لږکی غټ وي او غمي هم کښي ډېر وي. په نقشه جوړ وي. پښتنې مېرمني اکثره چارګل په پوزه ګرځوي. پر چارګل هم بېخي ډېره شاعري شوې ده.

ګرانه! راسه چي توکل کو

زما چارګل پر سګريټ ورکو

 

جوابي غاړه

زما دي خاوري سي ځواني

چي ستا چارګل په سګرېټ ځي

 

جوړوم چارګل نرۍ له

ځم نړاندي سنځاوۍ له

 

ما د ګران د پاره جوړ کی

چارګل، نورو مړو ، زوړ کی

 

پازېب: پازېبونه د پښين علاقې ښځي ډېر په شوق په پښو کوي. ځيني پازېبونه کاڼه وي يعني شرنګی نۀ لري. د سپينو زرو يا کوټو څه جوړوي. نن سبا له ملغلرو نه يې هم جوړوي. دا په ښار او کلي دواړو کښي اوس هم رواج دی.

ګوتکې: ګوتکې يا ګوټۍ پښتنې نجونه ښځي ډېري په شوق په ګوته کوي. د قسم قسم ډيزائنو جوړ وي. رنګارنګ غمي کښي لګېدلي وي. د کلي نجونه له درو تر څلورو په ګوته کوي. په ودو کښي چنبه ګرده په ډکه کړي. په ښار کښي دوې يا درې په ګوته کوي چي يوه نجلۍ ودرېږي نو په زيور کښي به د سونې ګوتمۍ خامخه  ورا وړي. له ګوتمۍ سره هم ډېر داستانونه تړلي دي، ډېره شاعري پر شوې ده، ځيني ځايو کښي د کوزدې په ورځ هم ګوتمۍ ورپه ګوته کړي، دا صرف د قندهاريانو او کاسيانو رواج وو اول خوندکياني هم يو بل ته ګوتمۍ ورپه ګوته کوي په غاړو ټپوکښي ستايي. د ګوتکو ذکر په ډول ډول انداز سره خوندي شوی دی. د مثال په توګه

ګوتکي راکه شين غمۍ

پر يادوم به د چورۍ

 

ګوتکي نۀ وړم راڅه لوږي

وړم دسمال سره ټولږي

 

ګوتکي نۀ وړم ګوتکي لوږي

خال وهم نۀ به ګارږي

باهوګان: باهوګان اکثره له سپينو زرو جوړ وي. دا ډېر پخوا ريښتنو مېرمنو په لاس کول، دوه غټ بنګړي وو، مړوند يې ګرد نيولی وو، اوس په کان مهترزئي او د ملازئي او مسلم باغ شا و خوا کښي پخواني ښځو اوس هم په لاس وي خو بل ځائ په نظر اوس نۀ راځي. په يوه پخوانۍ غاړه کښي يې داسي ذکر راغلی دی

سپين مړوند سپين باهوګان

وي به ګرانو پر خراسان

بنګړي: بنګړي په قسم قسم او رنګ رنګ وي. که د ښار دي که د صحرا ټولي نجونه او ښځي په ډېر شوق په لاس کوي. اکثره نجوني نن سبا د شيشې بنګړي خوښوي. په کليو کښي بنګړي والي د اختر پر موقع په کورو ګرځوي. په ودو کښي واده ښځي د سونې کړې يا بنګړي په لاسو کوي. پر بنګړيو هم ډېري ټپې جوړي شوي دي.  

بازار ته ځم بنګړي به راوړم

په سپينو لېڅو شنه بنګړي مزه کوينه

وږۍ: وږۍ پنډه پړته غاړګۍ غوندي وشۍ وي. ډېر پخوا دا رواج ؤ. د سپينو زرو به جوړ ؤ. اوس دا رواج هم له منځه تللی دی، کمي ښځي يې په غاړه کوي هغه هم صرف په ودو کښي ولي چي دا ډېره درنه وي.

سور پېزوان وږۍ په غاړه

وتا جار شم خلګۍ راړه

تعويزان: تعويزان هم پښتني مېرمنو د سپينو او سرو زرو د پغاړه کول. چا درې چا پنځه يا يو تعويز به يې په غاړه وو. او په سرونو کښي د کوچنيو تعويذونو د ټالېدو رواج هم ؤ.  دا رواج هم اوس صرف په ناصرو غريځو سيمو کښي باقي دی.

ستا د سر له تعويذو

وماته يو راکه ګرانو

امېل: امېل د سونې سپينو زرو يا ملغلرو جوړ وي. په ودو کښي اکثره مېرمني امېلونه غاړي ته اچوي. پخوا به ډېر غټ او دروند امېل ؤ چي تر يوه اړخ به يې ايستلی ؤ، اوس مختصره دی.

کونجکی: کونجکی يا سياني دا په هرنائي زيارت خوا و شا علاقه مېرمني پر ګريوانو ګنډي. ځيني وړې وي، ځيني غټي. اوس دا فيشن هم په ختمېدو دی.

کرزۍ: کرزۍ يا غاړګۍ وړې د شيشې دانې وې. پښتنې دا بېخي ډېري استعمالوي. رنګ رنګ شيان لکه وټيان د لاس بندي او په کاليو ټوکي. اول صرف د صحرا خلګو کولې اوس ښارو کښي هم رواج دی. اوس سمي NGO ورته خلاصي دي دباندني هېوادو له دا شيان لېږي.

وټي: دا هم له کرزۍ څخه ګلان جوړ کړي پر ګرېوانه يې ګنډي. د چابۍ او تسبو ګلان ځيني جوړوي. پر کالو يې هم لګوي. وټي نن هم د پخوا په شان مېرمنو کښي مقبوليت لري. يوه غاړه ده چي وايي:

ګرانه راکه زما وټي

زياته بې خونده شوه ياري

ګلابتون: دا له تلې څه جوړ تاروي. څوک زړ څوک سپين وي. اوس په نورو رنګو کښي هم راوتلي دي. په دا پښتني مېرمني ګرېوانونه د لستوڼو خُلې جوړوي. تک سپين پخ داسي ياتک زېړ. نن سبا دا ګرېوانو په ښار کښي هم رواج دي. ډېر په خواري جوړېږي، په دې وجه ډېر ګران هم دی. 

چرمې: چرمې هم پښتني مېرمني په کاليو ګنډي. د اوږدو کاليو لمن په چرمو ماتوي، ګلان په جوړوي.

تارونه: پښتنه ناوې بې تارو ګر سره نۀ وي. تارونه لکه د نکاح داسي ضروري وي. د وادۀ په ورځ چي ناوې تياروي، سر ور وودي نو تارونه کښي ور اچوي. دوه زرغونه يو ژړتار سپڼسي وي. تارونه ښځي په يقين هم اچوي.

شيشې: شيشې وړې وړې ټکړې وې. دا پر کاليو لګوي. شا و خوا کار ورته کوي. پر چادرانو هم لګوي. دا فيشن ډېر عام دی. په کليو او ښار دواړو کښي.

زنځيران:زنځيران اکثره له سپينو زرو جوړ وي.  د ناصرانو ښځي له وادۀ  ورځي پر مخ را ځړوي چي تر دوه يا درې کاله يې په مخ ځړېږي. دا د ناويو نښاني ده. په دې زنځيرانو د هغې مخ پټ وي. د زنځيرانو په هکله کاکړۍ:

د نجلۍ پر خُله پراته دي

تر ما سپين زنځيران ښه دي

رخچينه: دا له زرتارو جوړه يوه ګول خولۍ وي. پخوا د چمن ښځو پر سر کوله تر پړوني لاندي اوس په کليو کښي ايکه دُکه رواج ده. دا له افغانستانه دا سيمو ته راغلی رواج ؤ.

سهره: دا له سرو يا سپينو زرو جوړه وي. پر تندي منځ کښي يو خال وي، يو سائيډ او بل سائيډ په نقشو جوړه وي، دا د لورالائي، ږوب، قلعه سيف الله او زيارت خلګو کښي رواج ده.

پنان ستني: پنان يا ستني پخوا د سپينو زرو جوړېدلې اوس عام خاص د کوټو هم جوړېږي او پلاسټکو هم په دې سر ټينګوي. د عام ستني په باره کښي يوه غاړه.

لکه ستن په زړه څرخېږي

زما نرۍ کله هېرېږي

سندور: سندور پښتنې ناوکۍ ته په سپنزګه کښي ور اچوي، په سر کښي ورور لار ورباسي پخوا د هوسۍ په ښکر يې ايسته اوس يې د سپينو زرو په ستن باسي.

سناري: سناري پښتنې نجونه اکثره د سترګو له پاسه لګوي. په کوزدو او ودو کښي وس ورته آئي شيډ وايي. په هر رنګ کښي شته. پخوا به صرف سوناري ژړه وه.

والي: پښتنې نجونه چي کچنۍ وي نو لا مور غوږونه ور سوري کړي. اول په غوږو کښي شين ريښم سپڼسي ور اچوي چي لږ وخت وشي نو بيا د اومانو لرګي کښي واچوي چي غوږ پوخ شي. بعد کښي والي ور په غوږ کړي چي والي د سرو سپينو زرو وو اوس اټوفيشل هم شته. ډېر پخوا به يو ډول ګول د ګومبتي ډول والي جوړېدل، هغو ته خلګو مرکولې ويلې. چي د اتڼ په يوه ناره کښي يې ذکر داسي خوندي شوی دی.

چټي جلۍ چټي، په غوږو دي مرکولي په پښو چوټي

ځوانان دي لېوني کړو، دا زاړه خواران د وايستو له ګټي

پېزوان : دا هم د پښتنو مېرمنو د پساله برخه وه، خو اوس د پېزوان رواج هم غالباً ختم دی. د پېزوان ذکر په ډېرو ټپو او غاړو کښي راغلی دی. خو زۀ صرف يو ټپه او يوه غاړه وړاندي کوم

غاړه           

پېکی لوړ پېزوان پر خُله

ما يې و سترګو ته کاته

ټپه

زما پرې هسي نوم بدنام شو

د ليلٰی سرې شونډي پېزوان خوړلي دينه

دا ؤ ځيني هغه د پښتني کلتور سره اړه لرونکي ښځينه  او پسولونه چي ما يې په مختصر ډول ذکر وکړ. کېدای شي ما د دغو شيانو پوره احاطه نۀ وي کړې، خو چي له ماسره څومره معلومات ول هغه مي له تاسو سره شريک کړل . هغه يوه غاړه ده چي 

ماڼۍ نۀ تر سره کږي

ځم د ګران کډه بارږي

يقيناً دا ډېر اوږد موضوع دی که ژوند ؤ بيا به هم پرې ږغېږو.

 

 

 

FaLang translation system by Faboba