ليکواله شفا کاکړه 

 د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶

له بده مرغه موږ په يوه داسي پسمانده ټولنه کښي سترګي خلاصي کړي دي چي تر  اوسه پوري لا خلګ په دا نۀ دي خبر چي زده کړه څۀ ده؟ او د زده کړي معنٰی څۀ ده؟  او نۀ د زده کړي داسي مضبوط نظام منځ ته راغلی دی چي هغه په عمومي ډول د خلګو د استفادې سوب وګرځي. هم دغه وجه ده چي په دې موجوده حالاتو کښي کله هم دا ته نۀ دي کتل شوي، د يو لوستونکي (طالبعلم) ذهني سويه څۀ ده؟ هغه په کوم مضمون کښي ښه پرمختګ کولای شي. د لوستونکي د لوستلو فيصله د هغه د کور مشران کوي. او په هغه فيصله کښي و دغه دوو توکو ته کتل کېږي چي د مالي ګټي سوب پۀ شی کېدای شي. 

شايد د دې وجه دا هم وي چي زموږ په تولنه کښي د لږو ډير سرکاري تعليمي سهولتونه شته، نو هغه هم تر څو ښارو پوري محدوده دي. او که چرته په پرائيويټ ادارو کښي د زده کړي يو څه سهولتونه يادېږي نو هغه ته د يو تجارتي فرم نوم ورکولای شو. زما په اند دا ريښتيا خبره ده چي هغه علم چي د اسلام او رسول مطابق پر هر مسلمان نر او ښځه باندي فرض دی هغه په پرائيويټ ادارو کښي په دومره ګرانه بيه خرڅېږي، چي د غريبانو وس نۀ باندي رسېږي.

پاته شوه په علم کښي د سائنسي علومو خبره، نو هلته که خلګ په يوڅه هم خبر دي نو هغه دې چمتو دي چي په ميډيکل سائنس سره به مي لوڼي د ډاکټرۍ ډپلومه تر لاسه کړي. نو بيا خو هر څه خوند کوي. هم دغه سوب دی چي آرټس ته هم په درنه سترګه نۀ کتل کېږي. خو يوه مهمه خبره دا ده چي پښتو ژبه او پښتو ادب ته څومره وقعت ورکول کېږي. دا هغه وراثه ده چي بحېثيت  پښتنه مور و بچي ته الله هو هم په پښتو ويل کېږي. 

خو کله چي په مکتب کښي د پښتو ژبي د زده کړي يا تعليم خبره رامنځ ته شي، نو هلته ټول مشران دا سوال راپورته کړي چي د پښتو ويلو څه فائده ده. او که ورسره د پښتو نظم او نثر  يا ادب په باره کښي خبره رامنځ ته شي نو هلته خو لانور قيامت شي.

زۀ کله کله له ځانه سره فکر کوم چي په دې کښي ډېره پړۀ د ښځو پر سر ده. ځکه چي يوه ښځه د پښتو ويلو او د پښتو د ادب پر مخ بېولو کښي تر نارينو ښه رول لوبولای شي. ځکه چي د مور په حيث و بچي ته او د خور په حيث و وروڼو ته چي ښځي څومره مينه او نزدېکت پيدا کولای شي، نارينه هغه نزدېکت نه شي تر لاسه کولای.  بلکې د معاشي مسائلو او ستونزو د مخ نيوي د پاره خو نارينه له سحاره څه تر ماښامه په منډو ترنډو اخته وي. او ښځي بيا هم تر نورو ښځو پوري د قامي او ژبني شعور رڼا په ښه توګه رسولای شي. خو زموږ بدبختي دا ده چي کليوال ماحول له علمه بې برخي دي. او چرته چي يوه نيمه ښځه لوستلې پيدا شي د هغه نۀ خو د پښتو حروف تهجي زده وي او نۀ پښتو په باک راوړي.  په دې کښي هم شايد دا وجه وي چي د ښځو يا نجونو تعليم و تربيت په پردۍ ژبه کښي شوی دی. او هغه د پښتو ژبي په افاديت باندي له سره خبري هم نۀ وي.

نن چي ډېر ډېر مدرسې خلاصي شوي او په هره مدرسه کښي په زرګونو هلکان د دين تعليم زده کوي، هلته هم د دغه هلکانو ذهني روزنه داسي کېږي چي پښتو پوري خاندي. يا ورته د خپلي ژبي خذمت د بل سازش معلومېږي. له ښه مرغه په پښتني معاشره کښي دا وخت د ښځو بې شمېره مدرسې پرانستل شوي دي. په دغه ښځينه مدرسو کښي هم و پښتون کلچر او ژبي ته د پکار وړ اهميت نۀ ورکول کېږي. 

د يوه انګرېز دا وينا بېخي صحيح ده چي که تاسو ماته لوستلي مېندي راکړئ نو زۀ به و تاسو ته يو لوستلی قام درکړم.  يقيناً يوه لوستلې مور تر يوه ناخوانده مور، و خپل بچي ته ډېر ښه شعور او تربيت ورکولای شي.  خو زموږ مسئله دا ده چي زموږ خوېندي  او مېندي که تعليم يافته وي هم ، نو تعليم يې په بله ژبه کښي وي. او د هغه نتيجه دا وي چي و خپل ادب کلچر او اقدارو ته يې ګټه نۀ رسېږي. بلکې پر دويم پړاؤ باندي له خپلو بچيانو سره په اردو يا انګرېزي کبري کوي. .

حال دا چي په پښتني تاريخ کښي د نارينوو سره سمه ښځو هم برخه اخستې ده. هغه که د جنګ ميدان وي او که د امن لاره وي، پښتنې ښحي له پښتنو مړونو سره څنګ په څنګ راغلي دي. زموږ په پښتو ادب کښي د ښځو برخه له نارينوو سره برابره ده. د مثال په توګه که ټپې راواخلو نو ښځو هم ټپې تخليق کړي دي. نارينوو هم تخليق کړي دي. دغه رنګه غاړي پښتنو ځوانانو هم تخليق کړي دي او ښځو په دغو غاړو شاعري کړې ده.د اتڼ په نارو کښي د ښځو او نارينوو دواړو  برخه شته. په روماني داستانونو کښي د سوال او ځواب په څير له دواړو خواوو  څخه ډېر مواد په لاس راځي. مطلب مي دا دی چي موږ يو داسي بشپړه ادبي تاريخ لرو چي په هغه د ښځو او نارينوو د ادب د ښکلا انځور ګري شوې ده، خو له بده مرغه نن په دې يويشتمه پېړۍ کښي موږ له خپل کلتور او پښتني اقدارو څه دومره لېري تللي يو چي مور د خپلي لور و هر جائز او ناجائز فيشن ته په ښه سترګه ګوري. د يوې پښتني ښځي په حيث چي زۀ کله کله پښتني نجونه او پېغلي د بل په بد نما فيشن کښي اووينم او د هغو د اندامونو ځانله  ځانله نمائش ته پاملرنه وکړم نو پر ځان حيرانه شم.

دا ځکه چي پښتنې په خپل کلتور درنې او ښائستې وي. او بيا خو موږ مسلمانان هم يو. اسلام هغه واحد مذهب دی چي په نړۍ کښي يې اول ځل تر هر قام له مخه د ښځو او نارينوو د حقوقو تعين وکړ. د ښځو معاشرتي ژوند په اړه به آقای نامدار حضرت محمدؐ د مجالسو انعقاد کولو. او د دغه کار د پاره به يې باقاعده ورځ ټاکلې وه. په دغه ورځ به يې د ښځو مسائل اورېدل. او له هغه پس به يې د علم ادب او شعور ښودنه ورته کوله. خو له بده مرغه موږ که يوې خوا له پښتني اقدار له لاسه ورکړي دي نو بل طرف ته مي د خواږه نبي ﷺ د دين احکامات هم تر پښو لاندي کړي دي. 

بس د بې تعليمه نيا دا خبري اوس هم ژوندۍ دي چي د ښځي قبر لا ښکاره دی. چي پر قبر يې ډبره کښيږده. ښځه خپل کور نۀ لري، يا له نصيبه ژړا کوي. دا او داسي نور شل خبري دي. 

خو زۀ و خپل موضوع ته تر راګرځېدلو له مخه دا خبره په ډاګه کوم چي د کورني ژوند سره سره د خپلي ژبي ادب او د ژوند تېرولو سليقه په اسلامي چوکاټ کښي دننه ډېر ارزښت لري. د مثال په توګه د کورني ژوند او ادب و دغه حوالو ته لږ په فکر ځير شئ.             

  حضرت خديجه رض الله تعالیٰ عنها يوه داسي کاميابه  ښځه وه چي په ازاده توګه يې تجارت کوی، خو زموږ د نبي اکرمﷺ د کاميابه ژوند تر شا د دې  لاس ؤ. کله چي د هغې نکاح وشوه نو دې د نبي کريم ﷺ په قدمونو کښي يې خپل ټول مال کښيښوی. خو نن سبا د ډېرو تعليم يافته ښځو کورونه په دې خراب شوي  دي چي زما ګټه بل څوک ونۀ خوري.

کله چي په حضور ﷺ باندي اوله وحی نازله شوه نو نبي اکرم ﷺ ډېر خوفزده ؤ.  په ډېره وېره کښي ؤ، چي تر کوره ورسېدلو نو لا هم  په کپ وو. و يې وفرمايل، زملوني زملوني (ما باندي تلتک واچوی، ما باندي تلتک واچوی) په بخاري شريف کښي روايت دی په دې وخت کښي نبي اکرم ﷺ وفرمايل:

يا خشيت علی نفسی

ژباړه: ماته د خپل ځان څه وېره او خطره ده، دا خبره چي حضرت خديجه الکبریٰرض الله تعالیٰ عنها  واورېدله نو عرض يې وکړی اې  د خدائ نبيﷺ ،کلا کېدای نۀ شي، محا يخديک الله، الله تعالٰی تاسو ضائع کول نۀ غواړي، انک التحصل الرحم، تاسو خود صله رحمي کولو والا ياست، و تحمل الکل او د خلګو څخه دروند بار اخستونکي ياست، وتکسب المعدوم او چا سره چي هيڅ هم نۀ وي نو هغو ته ورکولو واله يې، وتقری الضيحضا او ميلمستيا ورکولو والا ياست، وتعين علی نوائب الحق، او په ښو کارونو کښي د خلګو مرسته کولو والا ياست. اې محبوب!ﷺ  تاسو د ښه اخلاق مالک ياست الله رب العزت تاسو کله هم ضائع کول نۀ غواړي د حضرت خديجه الکبریٰ رض الله تعالیٰ عنها دا خبري چي حضورﷺ واورېدلې نو يې زړۀ تسلي شو.    

د يوه بل صحابي د کور په هکله وايي، د ام سليم رض الله تعالیٰ عنها يو زوی ؤ چي ناروغه شو، تر دې پوري چي يوه ورځ خدائ ته يې وسپاری! ابو طلحه رض الله تعالیٰ عنها له دباندي  څخه راغلی نو د زوی د ناروغۍ پوښتنه يې وکړه ام سليم  سوچ وکړی چي مېړه مي ستړی ستومانه راغلی او بيا شپه ده داسي نۀ چي نور هم پريشانه شي او له خفګانه به خوب ور نۀ شي. نو په ورين تندي يې ورته وويل چي اوس خو ښه په سکون دی او په دې کښي د دروغو هم خبره نۀ وه. چي هغه خو په سکون ؤ. له مرګه بعد سړی په سکون وي ابو طلحه رض الله تعالیٰ عنها مطمئينه شو ډوډۍ يې وخوړه او د ماينې سره يې هم بستري هم وکړه، اوس چي سهار شو نو مېړه ته يې وويل که چېري له يوه سړي څخه ښه وغواړې او هغه يې در کړي او بيا بېرته در څخه واخلي تۀ به څه کوې انکار کوې که يې په خوشحالۍ ورکوې. هغه ورته وويل ظاهره خبره ده چي بېرته يې ورکوم، نو ام سليم  ورته وويل الله تعالٰی چي موږ ته کوم نعمت راکړی ؤ د زوی، هغه يې بېرته له موږ څخه واخستی نو ابو طلحه رض الله تعالیٰ عنها ورته وويل چي تۀ ښځه يې دومره صبر دي وکړی نو زما خو ډېر حق دی چي صبر وکړم سحار وخت ؤ نو دۀ ټوله واقعه حضورﷺ ته وړاندي کړه نو حضورﷺ د دې دپاره دعا وکړه د خدائ قدرت ؤ د دغي شپې څخه حملداره شوه او خدائ زوی ورکړی چي نوم يې عبدالله ؤ. عبدالله خپله ډېر عالم ؤ.

زموږ ټولنه کښي که چا تعليم کړی دی نو هغه د قام او د ټولني په ګټه نۀ، بلکې د خپل ځان دپاره يې کوي. وايي ""اول ځان بيا جهان"" په فکر وايي چي نن سبا څوک د چا په ښه ورځي. 

زرغونه انا چي د احمد شاه ابدالي مور وه هغه ډېره دينداره او پرهېز ګاره ښځه وه. په زړۀ کښي د اسلام ميني درد درلودی کله چي مرهټانو پر هندوستان باندي غلبه وکړه څنګه چي دوی د مخ د راتګ سره اټک ته نزدې شو هلته احمد شاه ابدالي په کندهار کښي يوه ورځ جرګه راوغوښته. له ډېرو صلاح او مشورې بعد تر دې ځائ پوري راورسېدل چي موږ به د دښمن د بچاوېدلو دپاره يوه زوروره قلعه جوړوو چي د دښمن مخ نيوی وشي جرګه لا روانه وه چي دلته له زنان خانې څه د احمد شاه ابدالي دپاره د رابللو حال راغلی.

احمد شاه ابدالي پورته شو او دننه ورغلی چي کتل يې مور يې په ډېر خښم ولاړه وه، چي څنګه يې زوی ته وکتل نو په خوابدي ورته د ويلو اظهار وکړی. احمد شاه حيرانه او پريشانه پاته شو موره! ووايه څۀ خبره ده؟ تاسو پر کوم ګای له ما خفه ياسته؟ مور يې په خښم او په لړزېدلي اواز کښي ورته وويل:

کاش چي تۀ له ما څخه زېږېدلی نۀ وای، تر دې هم ښه ؤ چي تا زما شودې نۀ وې رودلي، ما د دې ورځي دپاره وزېږولې او ساتلې چي د هندوستان د مرهټانو د وېري څخه په کندهار کښي د يوې قلعه د جوړولو خبري کوې. چي تۀ له مرهټانو څخه پټ شې تا له خو پکار وو چي له دې ځائ څخه د هندوستان پر لور تللی وای او د مرهټانو ملا دي غوټه ورماته کړې وای بيا راغلی وای. احمد شاه سر کښته کړی او وويل "مور جاني! وبخښه انشا الله ستاسو دا خواهش به زر تر زره پوره شي. 

له دې بعده احمد شاه ابدالي د مرهټانو د وهلو دپاره هندوستان ته ولاړی او ډېر جنګونه يې وکړل تر دې پوري چي مرهټانو بيا سر پورته نۀ کړی.

بهرحال که د اسلام تر نفاز له مخه که موږ وګورو نو تر اسلام لمخه چي کوم علم کائنات ؤ هغه شاعري وه يا د ژبي فصاحت او بلاغت هغو خپل ځان ته عربي ويل او نورو ته يې عجمي ويل.

دلته د عجم لغوي معنا د ګونګي ده. يعني عربو خپله ژبه او ادب دومره بډايي کړی ؤ چي، نور خلګ د دوی مخ ته ګونګيان معلومېدل. د عربي ژبي د دې پس منظر له وجي څخه اسلامي تهذيب و ثقافت  د ادبي علومو سره يو خاص مناسبت او تعلق درلودی. تر دې پوري چي مسلماني ښځي هم په شعر و سخن کښي وکمال ته رسېدلي وې. هن تر دې چي د دوی شاعري د عربي ژبي زينت ګڼل کېدله. د سيده عائشې د شاعرۍ او درس و تدريس ذکر ډېرو کتابونو کړی دی. نۀ دا چي دا پخپله شاعره او بلکې د نورو کلام يې هم اورېدو.

حضرت حسان بن ثابت چي د مدينې مشهوره شاعر ؤ هغه به هم د دې په خذمت کښي حاضر شو او خپل شعرونه به يې ورته ويل.

د سيده عائشه  شعرونو د نبي اکرمﷺ د حسن و جمال په متعلق چي ليکلي دي:

شمس لنا و بلا اق لمش

  شمس خيرا من شمس اسما٫

 

وشمسی نطلع بعد العشا٫ 

وشمسی نطلع بعد العشا٫

 

"يو لمر دی 

او يو د اسمان لمر دی

زما لمر د اسمان له لمره ښه دی

د خلګو لمر د سهار بعد راخېږي

زما لمر د ماخوستن نه بعد راخېږي

نو که نن هم موږ په خپلو نجونو باندي زده کړه وکړو او بيا دا د چا سره اشنا کړو نو د ټولني او د خپلي ژبي افتاب ښه خويونه خوندي وساتي او ټولني او د  فطرت له پلوه له ايښول شويو پولو څخه تېري نشي. بيا که ښځه بهر ووځي نو هم خپل کور او ټولني ته ګټه په ښه توګه راوړلی شي، خو دوی دي بايد د مغربي کلچر او تهذيب څخه ځانونه وژغوري. نن هم زموږ په معاشره کښي ځيني ښځي خپل مېړونه تر حلاله تېروي او د دوی له معاش سره يو خيال نۀ ساتي چي فلانۍ په وادۀ کښي دومره ښه جامې اغوستې دي زۀ هم هغسي غواړم نو دا رنګه بې ځايه کارونه بې خوندي پيدا کوي. ښځه بايد چي خپل مسؤليت وپېژني. انسانان نارينه او ښځي دواړو ته ويل کېږي. ښځه هم نيمه ټولنه ده، نو که په عام ژوند کښي که خپل مېړه يا کورنۍ سره مرسته وکړي نو دا خو بده خبره نۀ ده. داسي ډېري کورنۍ وي چي اقتصادي حالت يې هم ښه نۀ وي نو که چېري ښځه زده کړه ولري نو په اسلامي اصولو باندي قار وکړي نو هيڅ ممانعت نشته.

کومه ښځه چي د کور دباندي کار کوي په هغې کښي جذبه ډېره وي هغه په عملي ژوند کښي هر څه ويني اولاد ته هم ښه زده کړه او مينه ورکولای شي هم ماشومان تکړه اموخته کولای شي. ولي چي هغه ښه او بد دواړه په سترګو ويني.

ښځه هم انسان ده بايد هغه هم فکر وکړي که چېري فکر ونۀکړي نو انسان نۀ شوه. الله تعالٰی انسانان د کار لپاره پيدا کړي دي بلکې عمل اور کار يې د خلقت هدف ښوول شوی دی. ښځه نيمه نړۍ ده نو له اسلام څخه بيا موږ کله هم دا هيله نۀ شو کولای چي د نيمه ټولنه دي ګوډه، ړنده او شله بېکاره عاطله او باطله املان وکړي او نۀ داسي يو حديث او روايت شته چي ښځه د کار حرمت ترې استنباط شي که چېري يوه کونډه، طلاقه، يا چي مور او پلار نۀ لري هغه د خپلو بچيانو د روزني دپاره کار کولای شي خپل واړه واړه ضرورت تر سر کولای شي که چېري زده کړه ولري. نو د خپلو بچيانو تعليم و تربيت د هغې د پاره څه ګران کار نۀ دی.

که چېري زموږ نارينه ښځه ته په ټولنه کښي په ښۀ سترګه وګوري او ښځي خپل کار د اسلامي قوانين سره ترسره کړي، نو دا کار ګران نۀ دی.

بهرحال دا خو د ژوند د اصولونو خبره وه، هره مور خپلپه ژبه له الله څه نيولې تر ځوانۍ پوري و خڅلو بچيانو ته رسوي. د هر قام ژبه او ادب د هغه قام تشخص او شناخت وي. پکار ده چي د ژوند له نورو فرائضو سره سره د خپل قام،  ژبي، د وطن ساتني، او د پښتو ادب د پر مخ تللو فرائض هم د مېندو  او خوېندو په فرائضو کښي ګډون ولري. 

 

FaLang translation system by Faboba