ژباړه: مقدس خان معصوم

  د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

 

يو څو ورځي کېږي چي د کلي څخه يو بزرګ سړی راغلو او ما ته يې وويل چي د فلاني پوليس سټيشن "خان اکبر باز خان" سب انسپکټر پېژنې؟ ما ويل نا. حوالدار تلوار سنګهـ سره دي څه تعارف شته؟ ما جواب کښي ورته ويل نا. شام لال سسپا هي پېژنې؟ ما ويل نا. د هغه د غصې نه تاؤ راتاؤ شو او وې ويل بيړا غرق. ما ترې نه تپوس وکړو، د چا؟ وې فرمايل زما، ستا او د اختر. ما ويل خبره څۀ ده؟ تندي نۀ يې خولې پاکي کړې او جواب يې راکړو چي د اختر عادت خو تاته معلوم دی چي جنګ په بيه اخلي هغه بله ورځ يې سپرنټنډنټ باندي يې په چاقو حمله وکړه، اوس پوليس تفتيش کوي، نو خيال راغلو چي ستا خو به پوليس والاؤ سره څه رسم و لار وي وربه شو او دا معامله به رفع دفع شي. خو تا زما په اميدونو خاوري وپاشلې. ما ورته نرمۍ سره وويل چي زۀ خو په لاهور کښي صرف دوو سړو سره واقفيت لرم يو ما تادين پټواړي (پان والا) دی او بل چرنجي لال دهوبي دی. هغه يو وار بيا په لوړ اواز وويل بېړا غرق او روان شو لاړو.

درې هفتې بعد بيا راغلو او پوښتنه يې وکړه هېرا لال سب جج پېژنې؟ ما ويل نا. موتي لال ريډر سره شناخت لرې؟ ما ويل نا. چاندي رام چپړاسي ته سفارش کولای شې؟ ما ويل نا. په ډېره غصه کښي بيا هم هغه الفاظ بېړا غرق او سمدستي لاړو.

د هغه د روانيدو نه پس ماته په خپل محدود جان پهچان باندي واقعي تعجب راغلو فکر مي وکړو دا نن خو د اختر معامله وه که سبا په ما باندي په خپله څه مصيبت راغلو نو بيا به څۀ وي؟ ډېر سوچ و فکر نه بعد په دې نتيجه راورسېدم چي د واقفيت دائره وسيع کول غواړي زما په محله کښي يو سب جج اوسېدی، خيال مي وکړو چي ورشم او د واقفيت بسم الله هم د هغه څخه وکړم د يو اتور په سهار د هغه مکان ته ور حاضر شوم د ملاقات کارډ مي ور وښولو. په ويټنګ روم انتظار ګاه کښي د نوو ملاقاتيانو سره کښېناستم. دا خبارات پاڼي مي اړولې را اړولې او يو پيکټ سيګرېټ مي ختم کړل. د دربان منت  سماجت  مي وکړه اخير کار چي نور ټول ملاقاتيان ولاړل رخصت شول نو زما نمبر راغلو. چي څنګه په کمره کښي ور داخل شوم سلام مي وکړو سب جج صاحب سترګو نه چشمې لېري کړې يو سيکنډ يې زما طرف ته نظر واچولو او چشمې يې بيا په سترګو و لګولې ماته يې په کرسۍ باندي د کښېناستو اشاره وکړه او بيايې چشمې لېري کړې او وې فرمايل وايه. ما په شونډو تبسم راوستو ما ويل و فرمايه څنګه راغلې؟

هسي راغلم.

نو څو لمحې موږ دواړه چپ چاپ ناست وو اچانک ماته خيال راغی چي اوس موضوع بدلول پکار ده ما وويل. 

ډېره ګرمي ده

"هو"

ليکن جناب يخني خو د ګرمۍ نه هم زياته تکليف ده وي.

"هو"

د لاهور د برسات به څه ووايو.

د هغه په تندي ګونجي راغلې او وې فرمايل، اوس خو صرف د خزان موسم پاتي شو د هغه متعلق هم څه ووايه ما په عاجزۍ سره ورته وويل بنده پرور موسم بهار خو تاسو هېر کړو. لږ ساعت بيا خاموشي وه فکر مي وکړو چي اوس بيا موضوع بدلول غواړي.

اخير جنګ عظيم ختم شو.

"جي ها"

اخير هټلر هم لاړو مړ شو

"جي ها" 

اخير اسټريلين ټيم ميچ وګټلو.

هغه ماته په غصه کښي وکتل او و فرمايل د مطلب خبره کوه ما په انکسارۍ سره جواب ورکړو. که تاسو ته زما خبري خوند نۀ درکوي نو تاسو څه قصه واوروئ.

زۀ ستا غوندي بيکار نۀ يم.

ما د بې تکلفۍ د فضا د پيدا کولو کوشش وکړو. او ورته مي وويل چي درولې نۀ وای چي ماته خبري جوړول نۀ راځي. هغه په غصه ناک انداز کښي وويل چي ستا مطلب څۀ دی؟ ما وويل هيڅ نا. خو که تاسو اورېدل غواړی نو زۀ به درته يوه دلچسپه قصه وکړم. زموږ په محله کښي زما مطلب دی چي پکښي تاسو هم وسېږی د ماتادين پټواري دکان دی، هغه سره يوه بزه ده چي پنځه پښې لري شايد تاسو به نۀ وي ليدلې او دغه بزه درې سېره شوده.......

 معاف مي کړه! ما سره د فضول خبرو وخت نشته ځه  ووځه تشريف يوسه.

ضرور ضرور خو کله کله ملاوېږه زما مکان دلته نژدې دی. ماتادين پټواري نه به پوښتنه وکړې. 

هغه زير لب څه وويل او زۀ شرمنده شان د کمرې نه بهر راغلم اوس چي سب جج صاحب سره د واقفيت زما مطلب پوره نۀ شو. نو سوچ مي وکړو چي پوليس والا ډېر د کار سړی وي. بايد چي هغوی سره دوستي پيدا کړی شي. نو د پوليس سټيشن په طرف ور روان شوم چي پوليس سټيشن ته قريب ورغلم نو څۀ ګورم، چي يو سپاهي ټوپک په لاس پهره ورکوي او نور دوه سپاهيان د يو ملزم مرمت کوي او يو حوالدار بهشتی ته په کنځلو دی. زۀ دفتر ته ورننوتم هيډ کلرک ته مي سلام وکړو هغه فوراً پوښتنه وکړه، تۀ څوک يې او څنګه دلته راغلی يې؟ ما عرض وکړو انسپکټر صاحب سره ملاقات کول غواړم. بيا يې تپوس وکړو ستا نوم؟ نوم مي ورته وښودلو د پلار نوم؟ ذات؟ پېشه؟ او سکونت؟ ما ورته وويل نور تفاصيل ته مۀ ځه، زۀ صرف دوه څلور منټه انسپکټر صاحب سره ليدل غواړم. وې فرمايل انسپکټر صاحب د وخت يو څو معززينو ښاريانو سره خبري اتري کوي نو هغه خو د نيمي ګهنټې نه مخکښي تا سره نۀ شي ملاوېدی.

زۀ هغه سره په دفتر کښي کښېناستم. او اخو دې خوا مي کتل شروع کړه. د چپ لاس په دېوال شل پنځه ويښت هتکړۍ ځړېدې. د راست لاس په دېوال لګيدلې تخته سياه باندي په حوالات کښي د قيديانو تعداد ليکلی ؤ، په مخامخ دېوال باندي د هغه مجرمانو تصويرونه په فريم کښي لګيدلي وو چي څوک د جرم کولو نه پس تښتېدلي او پټ شوي وو او د چا د ګرفتاري دپاره چي ګورنمنټ انعامات مقرر کړي وو او ورسره زما په زړۀ کښي هم يوه خبره تله راتله چي په دغه تصويرونو کښي د ډېرو څهرې ما سره ملاوېدې که انسپکټر صاحب ته په ما شک راغلو تقريباً زۀ په دغه فکر کښي غرق وم چي اچانک د هيډ کلرک اواز راغلو تۀ اوس دننه ورتلی شې.

انسپکټر صاحب ته مي په ادب سلام وکړو او د ګفتګو اغاز مي له دې فقرې څخه وکړو. انسپکټر صاحب ستاسو خو هم عجيبه پېشه ده، همېشه غلو او بدمعاشانو سره برسر پيکار يې. هغه لږ ناراض غوندي شو او وي فرمايل، همېشه نۀ اوس مي هم ستا سو راتګ نه لږ وړاندي يو څو معززينو سره هم دا خبري کولې، خو تۀ څنګه راغلې؟

ما ورته وويل، زۀ په محکمه تعليم کښي ملازم يم او ځکه تعليم شريف ترين محکمه ده. زۀ وايم تا دا دلته څنګه تشريف راوړو. 

انسپکټر صاحب زۀ تا نه د يوې خبري تپوس کول غواړم چي فرض که زما يو دوست په ټوقو ټقالو کښي زما مطلب دی د غصې په حالت کښي څوک څوک قتل کړي نو تاسو په هغه سره څه سلوک کوی.

زۀ به هغه زير دفعه ۳۰۲ تعزيرات هند ګرفتار کړم. 

نۀ، نۀ، انسپکټر صاحب د خدائ له پاره داسي مۀ کوی کم از کم د دې خبري لحاظ خو وساتئ چي هغه زما دوست دی او زۀ په محکمه تعليم کښي ملازم يم. او محکمه تعليم شريف ترين........

فرض، فرض دی، هغه په زور دار اواز سره وفرمايل، وروره! انسپکټر صاحب تاسو ما سره دا وعده وکړئ چي هغه ته به هيڅ نۀ وايې او زۀ تاسو سره دا وعده کوم چي پرنسپل صاحب ته به سفارش وکړم او ستا د زوی نيم فيس به ورباندي معاف کړم.

ماته د داسي خيرات ضرورت نشته، تۀ ماته دا ووايه چي قاتل څوک دی؟ او دا وخت چېرته دی؟ او جرم يې کوم ځائ کړی دی؟ 

انسپکټر صاحب تۀ خو هم عجيبه سړی يې، والله زۀ خو د ناکرده جرم ذکر کوم او تاسو مجرم ته د پهانسۍ ورکولوخوب وينی.

"که چېري هم دا خبره وي نو تۀ خواه مخواه زما وخت مۀ ضائع کوه.

 ښه نو واوری، زۀ به کوشش کوم چي د زوی دي ټول فيس معاف کړم. وايه کنه داسودا درته منظوره ده؟

" فضول خبري مۀ کوه او پوليس سټيشن نه فوراً ووځه.

 پوليس سټيشن نه واپس کورته روان وم او په لاره کښي پاګل خانه وه، ما ځان سره سوچ وکړو چي د پاګل خانې سپرنټنډنټ سره  به واقفيت پيدا کړم، څۀ معلوم چي څه وخت يو دوست پاګل شي. سپرنټنډنټ سره د ملاوېدو په وخت چي ما خپله مدعا ښکاره کول غوښتل يو ملازم راغلو او وې ويل جناب نمبر پنځه ويښت درې ګهنټو راسي چيغي وهي. " چي زۀ دپان يکه يم".

څۀ ورسره وکړو؟

سپرنټنډنټ صاحب ورته په لوړ اواز وويل، دغه حرامي باندي کوړې ولګوئ په خپله به ارام شي. په دغه دوران کښي يو بل ملازم پېغام راوړو حضور نمبر دېرشم خپل سر په سلاخونو ووهلو او لهو لهان دی. سپرنټنډنټ صاحب ورته وفرمايل تاسو يې نور هم مرمت وکړئ او هسپتال ته يې ورسوئ.

دا حکم يې ورکړو او بيا زما طرف ته متوجه شو تپوس يې وکړو تا څنګه دلته تشريف راوړی دی د کوم عزيز ملاقات کول غواړې؟

"ما ويل زۀ تاسو سره ليدل غواړم".

سپرنټنډنټ صاحب که زما څوک غريب دوست پاګل شي او چيغي جوړي کړي چي زۀ پريم چند يم. زۀ ټيګور يم. زۀ کالي داس يم. نو تاسو به هغه سره څه سلوک کوئ؟ 

زۀ به هغه ته په مينه او په نرمه ژبه ووايم چي عزيز ته پريم چند نۀ يې دني چند يې.

که هغه دا خبره ونۀ مني نو؟ 

نو زۀ به په هغه کوړې ولګوم.

داسي غضب مۀ کوئ. سپرټنډنټ صاحب اديب خو اول نه نيم مړده وي 

تاسو ته به شايد علم نۀ وي پاګل سړی صرف چابک نه وېرېږي، نو تاسو دا نۀ شئ ويلی چي هغه ته د شمس العلما يا بل د يو اعلٰی خطاب سفارش وکړئ. 

تاسو عجيبه خبري کوئ.

زۀ عجيبه خبري کوم که تاسو؟ بل چانه خو دا تپوس وکړئ.

"چانه پوښتنه وکړم؟ دلته خو ټول پاګلان دي؟ 

پاګلان ډېر ذهين وي، سپرنټنډنټ صاحب شيکسپير ويلي دي عشاق، شاعران او پاګلان يو شان وي. سپرنټنډنټ په معني خيز نظرماته وکتل، رو رو غوندي يې وويل لږ ماته رانژدې شه او ماته وګوره چي زۀ ستا په سترګو کښي نظر واچوم. 

ما ويل؛ اجي، زۀ د څه لائق يم که واقعي تا ته په سترګو کښي د نظر اچولو حرص وي نو ښه به دا وي چي بهتر سړي سره سترګي وجنګوې.

سپرنټنډنټ صاحب اړخ بدل کړو او وې ويل ستا شغل؟ 

"زۀ معلم يم"

" څو ګهنټې کار کوې؟"

"دوولس ګهنټې؟"

"شودې څښې؟"

"کله کله"

"د خوب دي څه حال دی؟"

چي کومه ورځ پنځه ګهنټې درس ورکړم نو خوب نۀ راځي ماته خو اول هم شک ؤ. دوی وويل او په زوره يې ګهنټی وږغوله، يو ملازم په منډه منډه راغلو او دۀ زما طرف ته اشاره وکړه دا سړی پېژنې؟ زما خيال دی دا هم هغه سړی دی چي تېر کال کمره نمبر څلوېښت نه تښتېدلی ؤ. ملازم په غور سره ماته وکتل او دا فيصله يې وکړه چي څلوېښت نمبر سره خويې شکل و صورت ملاوېږي خو څلوېښت نمبر نۀ دی.

سپرنټنډنټ صاحب ماته وويل تۀ تشريف وړی شې، خو ګوره د کار مقدار لږ کم کړه.

کورته د داخلېدو نه اول لږ ساعت له د ماتادين پټواري دکان ته ودرېدم. ماته دين پټواري مانه پوښتنه وکړه.

وايه کنه څه حال دی؟

ستا دعا ده ښه يم خو ستا د بزې څه حال دی؟

"اجي بزه خو مي کمال کوي اوس پاؤ بالا درې سېره شودې کوي".

"واقعي"

ها صاحب ليکن ستا سترګي ولي سرې دي؟

"په لمر کښي ګرځېدلی يم، نۀ صاحب دا خبره نۀ ده، ځيګر دي غټ شوی دی. د بزې شودې څښه، وايه کنه در واستوم؟ ضرور ضرور.

"ها صاحب د صحت خيال ساته چي صحت نۀ وي نو هيڅ هم نۀ وي. 

 

FaLang translation system by Faboba