ليکوال:  ډاکټر برکت شاه کاکړ 

  د مجلې ګڼه:۱۰مه

د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶ 

مزاح

 

غالباً دا عارضه د کوشنني څخه را پېښه ده چي مور به د ګاسلېټو لپاره دکان ته استولی وم خو زۀ به د ګوړي سره راروان وم او د ګاسلېټو بوتل به مي هم هلته هېر شوی ؤ، مور ډېري خوارۍ  زاره ترکۍ راسره و کښلې، تعويزونه، پيران، منتونه او دروږونه يې ايښې وو، ډاکټران هم را باندي عاجزه شوي وو،  خو بس دغه ناروغي مي د کوشنني ملګرې وه او تر دې دمه مي ملګرې ده.

لکه  څه ډول چي د لسو کسانو و مخته مي د خبري کولو څخه پر مخ د خولو لښتي را مات شي، هم دغه ډول مي دماغ هغه وخت ځواب راکړي چي کله د يو څه اخيستلو لپاره دکان ته ولاړ شم. څومري چي دکان لوی وي هغومري ورسره زما کنفيوژن هم لکه د ماځيګر سايه لويه شي. کله چي د سبزيانو رېړۍ ته ودرېږم او وګورم چي يواځي کدو پاتي دی يا بېنډۍ پرتې دي، نو مي زړۀ خوشحاله شي او بس يو دم ورکاټ شم، بې د سلامه کلامه ورته ووايم چي ورورکيه ! را تولوه يې. د دې پرته په کومه رېړۍ کښي چي تورۍ، بانجڼ، پرازبين،ګوبی، شلغم ، ګاځري، پالکي او نوري موسمي يا بې موسمه سبزياني پرتې وي،داسي ورڅخه په منډه پښې سپکي کړم لکه د خدائ د قهره چی تښتي ... کله خولکه د پوروړي څخه لار هم بدله کړم او کله بيامغزی بلي خواته کوږ کړم چي ګوا نۀ مي رېړۍ ليدلې نۀ دغه  سبزيات.

 کوم ملګري چي زما د دې ستونزي سره بلد دي، هغه مي په ريښتيا خيال ساتي، د مثال په توګه، پر هوټل زۀ بايد کافي وڅښم، شنې چای وکړم، که توري يا د شودو،ترخې که خوږې،... د دې خوښه زۀ پر هغوی پرېږدم، او هغوی هم هغه د ايمان پر اوله درجه قايم دي، چي څه ځان له غوره کړي، ما لره يې هم را وغواړي.

د غه ناروغي هغه وخت کلائمېکس ته ورسېږي کله چي زۀ د رخت (کاليو) اخيستلو لپاره دُکان ته ولاړشم، ټول  دُکانداران مي اوس پېژني، ځکه زۀ هم ډېره پېښه نۀ ورکوم. د ټول کال رخت (کالي) په يوه ورځ رانيسم چي عموماً د يوه رنګ او يوه تانه پرې وي.

تېره مياشت مي يوه مهربان ملګري له کاناډا څخه د واسکټ جوړولو لپاره رخت (کپړا) را لېږلې وه او په اي مېل کښي يې ليکلي ؤ چي ګوره! جمعه خانه بايد د اختر د مبارکۍ په انځور کښي دي دغه واسکټ په غاړه وي. 

هسي خو د واسکټ جوړولو والا دلته  بېخي  ډېر دي، خو ماله ځان سره پرېکړه وکړه چی داسي خياط ته بې وړم چي ډېري پيسې اخلي او ښه کار کوي. نېغ د سويس پلازې يو خياط (ټېلر)ته ورغلم، هغه نوی دکان خلاص کړی ؤ،،، اوس يې لا د دُکان د لرګيو(فرنيچر) د رنګ بوی هم نۀ ؤ ګار شوی.  

سلام مي ور واچولو،،، خياط په کار اخته ؤ، د يوه زاړه واسکټ تڼۍ (بټني) يې ور بدلولې، د پورته کتلو پرته يې وروله ځانه سره وويل!  وعليکم... چي د تڼۍ ټينګولو څخه را خلاص شو، پوښتنه يې وکړه چي ځوانه څنګه راغلی يې؟ ماورته وويل چي صاحبه يوه ملګري مي په ډېر ناز له لېري ځايه د واسکټ جوړولو لپاره رخت را لېږلی دی، غواړم چي ښه يې را جوړ کړې. 

چيغه يې کړه،،  و غميه!! ...باره دلته راشه.  له هغه خوا ځواب راغلی چي غمی نشته،....  دۀ بيا چيغه کړه ،،،،  و زمريه! تۀ راشه

هغه چي زمری نومېدی، د کوشني قد لوی سړی ؤ، تر دا انده چي پر مخ يې د ګونجو آثار هم جوت ؤ، شنې يې په خُله کښي وې او د خپل زرغون واسکټ په جيبونو کښي يې ډېر په خوند لاسُونه اچولي وو.. سر تر پايه کښته پورته راته وکتل او له ځانه سره يې وويل ... اممم ام.... بيا يې ورځي راته وښورولې او په سترګو سترګو کښي يې راته وويل چي ګوا رخت (کپړا) دي راکړه. رخت يې واخيست او د سترګو په رپ کښي ورک شو. زۀ هم هلته ناست په انتظار وم چي زمری بيا را ښکاره شو، او ماته يې وويل! 

تۀ لا دلې يې

 ما ويل ...  هو صاحبه ولي هغه د واسکټ کچه (ناپ)... ؟؟؟ 

هغه و مسېدی وې ويل! ما خو يې کټايي لا هم وکړله، ناپ ماپ نۀ غواړي..موږ پاخه استاذان يو پر اندازه کار کوو، بېغمه شه. بس د اختر څخه دوې ورځي وختي راشه خپل شی دی له وروره تيار واخله... زۀ زړۀ نا زړۀ وم چي دا بيا څه ډول زمری دی او څه ډول ناپونه اخلي،.... بيا ځان ته ډاډ ورکړ چي هسې خو يې زمری پر ځان نه دی ايښی، سړی پرېږده چي د خپل هنر پلوشې خورې کړي. ... بايسکل مي تر ښکرو ونيو او ياالله که به دي خير وي. چي يو درې څلور پېډله مي ووهل تر شا يې راپسې چيغه  کړه....  دی درته وايم!  د ډاکتر نجيب کټ در جوړ کړم که د ګلبدين هغه؟؟ 

 له ځان سره مي وويل چي اوس يې بده پښه در واچوله ...سترګي مي پټي کړې له ځان سره مي وويل چی پر خُله درغلی هغه به وايې...يودم مي تر خُله ووتل  ګُلبدين.... ګُلبدين.. د بايسکل پېډل مي واړوی ډېر بېغمه او خوشحاله له دغه ځايه کورته راغلم...، پر دې خبره يو څه حيران وم خو ډېر خوشحاله وم چي زموږ د سيمي هُنر دُومري پر مختګ کړی دی. 

د خدائ شپې و ورځي تېرېدې، اختر هم را نزدې شو، او خدائ هغه نېک مرغه ورځ هم رواسته چي زۀ د واسکټ راوړلو لپاره يو وار بيا دُکان ته ورغلم. 

نن يواځي زمری پر دکان ؤ، زما د ليدلو سره يې سم دم سټُول تر پښو لاندي کړی او په خلته کښي نغښتی واسکټ يې راته ونيو. ما روپۍ ور شمار کړې او واسکټ مي کور ته راوړ.

کور وداني ته مي وويل چي د کالو سره را وځړوه سبا به يې که خدائ کول د سحار لمانځه ته پغاړه کوم. خو هغې ويل چي ته خو يې و ګوره! 

چي واسکټ يې له خلتې را ويوست او غاړي ته مي واچولی، څه ګورم چي يوه خوا يې لنډه او بله اوږده ده. کله چي د لنډي خوا ولورته کوږ شم نو اوږده خوا لکه څلواغه لوړه راشي او کله چي هغه بلي خواته کوږ شم نو لنډه خوا مي تر نُو هم پورته راورسېږي. کور وداني چي مي دغه وليد، سر يې سرتور کړی خياط له يې ښېراوي بددُعاوي پېل کړې، ناري کُوکې جوړي کړې .. اله په ارړو دي خرڅي شي،ځيني ورکي دي شي، اله که به په دغه نېکه ورځ کښي يوڅه وي خدايه تۀ خو يې روغ رمټ... وغيره وغيره 

 ما ورته ويل چي کورښادي ښېراوي مۀ کوه، دا خو بس دومري کار نۀ دی نن په نن به يې وروړم جول بې وباسي ، دا خوبس يو څو بخۍ دي و بې سپخوي او دوې درې به نوري باندي تېري کړي. هغه او ښېراوي مي سره پرېښودلې او ما بيا پر بايسکل پښه واړوله د خياط دُکان ته راغلم. 

داښه ؤ چي اوس لوی استاذ هم ناست ؤ او هغه کس چي زمری نومېدی، او د زمري هيڅ  آثار يې په خُله او سيکه کښي نۀ ښکارېدل هم ناست ؤ. پر خياطانو عموماً په دغه ورځو شپو کښي ګڼه ګوڼه زياته وي، خو دلته ډېر سکُون ؤ، ټولو شنې چای کولې او لاس تر زنه ناست ؤ.  د سلامه وروسته مي په مات زړۀ ورته وويل چي صاحبه په واسکټ کښي خويو څه فرق راغلی دی. هغه يودم وويل .. ولي ولي  خدائ دي نۀ کوي... 

واسکټ يې واخيست، له خلتې يې ويست او بيا يې راته و نيولو چي تۀ يې په غاړه خو کړه، موږ پاخه استاذان يُو، دېرش کاله کېږي د کوم بُسلمان کار مي نۀ دی خراب کړی نۀ تر اوسه د چا شکايست راغلی دی... 

ما چي واکسټ غاړي ته واچولو درې واړه راباندي ږغ کړ چي دا خو سم دم دی. نو په دې څه شوي دي، ؟؟  

ما ورته ويل چي د خدائ دوستانو ولي داسي کوی تاسي هم سخت ساعت لری، وګوره دغه يوه خوا يې شغرب ته ځغلي بله يې مغرب ته. 

مشر خياط و فرمايل چي صاحبه! تۀ زړۀ مه اچوه... دا جول به يې ډېر ژر ووځي،ښه داسي و کړه چی تۀ روان شه.

زۀ چي روان شوم نو د واسکټ اوږده خوا مي د مخ د لمني سره مښلي او هغه بله خوا يې د شا و خواته منډي وهي. ....  هغه پنسل په خوله کښي! په ژور چورت کښي تللی ؤ، يو دم يې   وويل چي تۀ پر دې کيڼه خوا چي لنډه ده لږ را کوږ ښه.

زۀ کوږ شوم،..!  هان

ښه اوس روان شه! زۀ چي  روان شوم ټوله په يوه خُله د خوشحالۍ داسي نعره وکړه لکه د ايټم بم جوړولو تجربه چي يې کاميابه شوې وي.

مشر خياط وويل!  ښه بس نو کار دي وشو، يو څو ورځي چي سدرۍ دي ځان برابروي، دغه ډول کوږ پکښي ځه، يو څه تخليپ به وي خو واسکټ به دي سم شي. 

ما يوار بيا احتجاج وکړی چی صاحبه ولي داسي کوی، د پنډ کهول نفقه راته ګوري، داسي خو په دوې ورځي کښي راباندي د ابليج حمله...وغيره وغيره

 هغه هم له ځانه سره ووويل چي، هو ولله دا .... دا چنداني خوندوره خبره نۀ ده. 

يوار بيا د خيال پر نيلي سپور شو، او دا ځل يې د يو څه ځنډه وروسته نعره کړه،،،،  بنده حېران خدائ پر مهربان،... بس داسي و کړه چي کورته سودا وړې نو يو سېر دغه سي سخت وزنداره شی، لکه بوره، ګوړه، ارړې، پلمېټ يا بل څه د هغه خوا په جېب کښي اچوه کومه چي لنډه ده، نو دغه اوږده خوا يې خپله ځان ورسره برابروي... دوې مياشتي دغه کار بلا ناغه وکړه، بيا که کار نۀ وشو خپل ورور لرې راوړه...

زما کنفيوژن  چي يې وليد نو مشر خياط را ولاړ شو، په ډېر رازدارانه انداز يې په نرمۍ را ته وويل!  ستا خواشيني بې ځايه ده، ولي چي ګلبدين کټ هم دغه وي...په تاسي پسې هلک آخري ځل نعره کړې وه چي ډاکټر نجيب که ګلبدين؟؟ تا د ګلبدين نوم بللی ؤ. د ګلبدين کټ واسکټان دا خوبايي لري چي يوه خوا يې لنډه وي او بله پورته ! دا نو ګلبدين کټ ځکه ورته وايي چي که دي په دې لنډه خوا کښي مرمۍ، د راکټ توغندۍ، د ټانک بېرينګ، د مټرسايکل شلېدلی زنځير يا بل جنګي آوزار اچوې نو هغه بله خوا به پسې را پورته کېږي. نو ځکه يې انډول نۀ خراپېږي. نن سبا د دغه واسکټ فېشن دی ګوره چي خطا نۀ شې، ماته ساده پاده سړی ښکارې، خلک به ډېري خبري کوي، د ډېرو به درباندي کست کېږي، ډېر به درباندي سوځي خو ګوره چي تۀ د دې فېشن څخه وا نۀ وړې.... 

زما سترګي خلاصي شوې، د زړۀ درزا مي پر ځائ شوه، مطمئن  شوم او پر سايکل مي پښه واړوله د کور ولورته پر نرۍ لار روان شوم.

دشا يې را پسې نعره کړه....  چي بله وار راغلې بيا به درته ډاکټر نجيب کټ جوړ کړم! ...

 

FaLang translation system by Faboba