تکل
ليکوال: ګل محمد بيتاب
د مجلې ګڼه:۱۰مه
د مجلې د چاپ نېټه:جنوري . مارچ ۲۰۱۶
ډا کټر سليم زۀ د تېرو اوولسو(١٧) اتلسو (١٨) کالو راسې پېژنم او په دې موده کښي که هره ورځ نۀ وي نو کم از کم په هفته کښي خو يې دوه درې واره ضرور وينم. ددې وجه داده چي د هغه کلېنک زمونږ دتګ راتګ په لاره کښي دی ځکه نو ښار ته د تلو او راتلو په وخت اکثر ورځم.مطلب مي دادی چي په دومره موده کښي د يو بنده ښۀ او بد،خوبۍ او خامۍ،خوی بوی بنده ته په ښه توګه معلومېږي. زۀ هم څه نه څه دعوىٰ کولای شم چي ډاکټر سليم پېژنم. ځکه خو ورته زۀ '' د چرچڼو توت ''وايم. ددې يوه وجه ده او هغه داچي په ګهنټه ګهر پېښور کښي د پخوا راسې په پکوړو کښي پخې چرچڼي خرڅېږي. وړاندي په پنځه روپۍ دانه وه،بيا په لس او اوس په شل دېرش روپۍ کېږي.يوځل ما دهغه پکوړو واله نه تپوس کړی ؤ '' دا دومره چر چڼي تاسو له دکومي راځي'' نو هغه اووې داخلګ راوړي او موږ يې ترې په روپو اخلو.ماوې دا دومره چرچڼي دوی څنګه نيسي.هغه اووې دا دې ښار کښي ځينو کورونو يا ځايونو کښي وني بوټي او خصوصاً توتان وي.نو په هغو کښي دا چرچڼي کښېني.نو دغه ښکاريانو سره جالونه وي.بس دا پرې واچوي او په سوونو چرچڼي اونيسي او موږ له يې راوړي. په ما داخبره عجيبه لګېدلې وه.خوڅه موده پس چي مي ګنج کښي ديو ملګري کره شپه وه نو چي ماښام شو نو دومره ډېري چر چڼي دې توت ته راغونډي شوې چي د شور د وجې مو خبري سمي نۀ اورېدې. دغلته راته معلومه شوه چي د پکوړو واله خبره ټهيک وه. هغه ملګري مي اوويل په دې چم ګاونډ کښي دوه دريوو کورونو کښي وني وې، نو ګذاره به کېدله خو اوس چي هغه وني ټولي خلګو ووهلې نو ټولي چرچڼي بس دلته شپې له راځي.او ټول کور راله د ګندګۍ نه هم ډک کړي.کله کله مي زړۀ ته راشي چي راشه ته هم دا دتوت ونه ووهه خو بيا وايم چي که دا ځائ ورله ختم کړم نو دوی به شپه چرته تېروي. او جالې به يې وراني شي. هغه يو شعر هم اووې
ورځ خولا بيا هم ښه وي په څه مشغوله يمه
لکه بې جالې مرغۍ تېروم شپه جانانه
دا ديو مشهور غزل شعر دی چي ډېرو سندرغاړو ويلی دی چي مطلع يې داسي ده
چرته کښي هېرمي نۀ کړې زما ښائسته جانانه
تا يادوم جانانه ما يادوه جانانه
اوس دښار په شان کليو کښي هم ابادي ډېرېږي او دا مرغۍ اکثر کورونو کښي ولاړو لويو لويو ونو ته راغونډېږي چي دلته يې څوک په جالونوکښي خو نۀ نيسي البته ماران او پيشوګان پرې پېښېږي.
د ډاکټر سليم '' سردار دواخانه'' که چا لېدلې وي نو هو بهو پرې د ښار د لوی توت ګمان کېږي.ځکه چي په دې کښي هم اکثر د تصوف لاروي چي ورته سالکان ويلی شي راجمع وي. خو لکه څنګه چي په ښار کښي په لويو توتانو کښي يواځي چرچڼي نۀ وي بلکې نور مارغان لکه کارغان،ټپوسان، بلبلان،چتي، او نور قسم قسم مارغان شپې کوي. نو دې دکان ته هم نور کسان ځي راځي. خو لکه څنګه چي په دغه توتانو کښي زياتي چرچڼي وي نو په دې دواخانه کښي هم اکثر د تصوف سره مينه لرونکي راځي.البته په دې توت کښي دوی شپه نۀ ورځ تېروي. دا دورځي توت دی دشپې نۀ.
دې د چرچڼو توت پوري يوه خبره راياده شوه ځيني حکيمان ددې چرچڼو په هکله عجيبه رای لري.او وايي چي ددې غوښه خوړل د ''بعضو کمزورو'' دلېري کولو دپاره د اکسير حيثيت لري.ځکه نو هغوی په ''يوه خاص کمزورۍ'' کښي اخته خلګو ته ددې د خوراک ترغيب ورکوي. زموږ يو ملګري چرته د حکيم نه اورېدلي ؤ چي د چرچڼو سرونه اوخوره نو بس هغه ګهنټه ګهر ته تلی ؤ او سل(١٠٠) د چر چڼو سرونه يې اخستي وو چي ډېر په مشکله يې صفا کړي او پاخۀ کړي او بيا خوړلي وو.چي ورسره د شپې پړسېدلی ؤ. او د هغه وينا وه نزدې وه چي چاودلی وای. خو زر ډاکټر ته ورسولی شوم. او ډاکټر چي د صورت حال نه خبر شو. نو په حيرانتيا او خندا کښي يې اووې چي دا درته چا ويلي ؤ. هغه ورته وې دا مي د يو حکيم نه اورېدلي ؤ. د داسي د نيم حکيمانو د لاسه ډېر خلګ بې وخته ګورته رسېدلي دي. خو بيا هم ځيني خلګ ترې علاجونه کوي.
ډاکټر سليم هم کله کله د ملګرو سره د حکمت نسخې جوړوي. يوه ورځ ورسره بل ملګری هم ؤ او په ګنجي سر د وېښتو زرغونولو دپاره يې د مېږيانو د اګو نه تېل ويستل. پتيله يې په هيټر ايښې وه او نۀ پوهېږم چي څه چل يې کولو چي دې کښي ترې ناڅاپه پتيله چت ته والوته خو خدائ خير کړو ځکه چي د دکان چت پوخ ؤ او دبجلۍ د تارونو نه هم پتيله يو اړخ ته وه. دې نه پس بيا مادی په کلېنک کښي په نسخه جاتو جوړولو نۀ دی ليدلی.
دا اهل تصوف که چا دنزدې نه ليدلي وي نو دوی عجيبه عجيبه خبري کوي. په ډېرو هم د داسي خبرو له وجې فتوې لګېدلي دي او که څوک پرې فتوې او نۀ لګوي نو ددوی خبروته بد خو ضرور ګوري. خو دوی له هم دغه خبري خوند ورکوي. ځکه نو ددې دپاره مناسب ځائ هم د ډاکتر سليم دکان دی. کله کله خو دغلته د مريضانو نه مېلمانه زيات وي. بلکې اکثر زيات وي. بيا دوی په هر قسمه حالاتو تبصرې کوي. د دوی خيال دی چي دا اوس دې علاقه کښي حالات خراب دي او هر ځائ قتلونه ا و مرګونه کېږي. ددې وجه عالمي او مقامي شازشونه نۀ دي بلکې په دې علاقه چي کوم متصرف کار کوي نو هغه سخت طبيعته دی او هغه تشدد غواړي. ځکه نو د دې مخ نېوی هېڅوک نۀ شي کولی.
ډاکټر سليم په طريقت کښي چشتي نظامي دی. او پيرو مرشد يې نوموړی افسانه نګار،محقق، ترجمه نګار او نقاد سيدطاهر بخاري صيب دی. چي هغه د پښتو ژبي د لوی ليکوال او بابای غزل اميرحمزه خان شينواري مريد ؤ. او حمزه شينواري صيب د عبدالستار شاه باچا مريد ؤ. چي په دې علاقه کښي په بادشاه جان مشهور ؤ. او مزار يې دپېښور په ډبګرۍ کښي واقع دی. د بادشاه جان تخلص بېنوا ؤ. خپله يې پښتو کښي شاعري نۀ ده کړې البته دحمزه بابا غوندي شاعر يې پښتو ته ورکړی دی. چي دې نه وړاندي هغه په اردو کښي شاعري کوله. بادشاه جان ورته مشوره ورکړه چي تۀ د اردو په ځائ پښتو کښي شاعري کوه.او تۀ به د پښتو بابا جوړ شې. او هم هغسې اوشوه. دې نه علاوه د بادشاه جان په کوششونو د رحمان بابا په مزار د پښتو مشاعرې هم شروع شوي وې.
دا يوه خبره هم عام طور سره مشهوره ده چي د بادشاه جان اکثرو عقيدتمندو لوی لوی مقامات ترلاسه کړي دي او د دوی د خدماتو په اعتراف کښي ورته د ملک لوی ايوارډونه ورکړی شوي دي. لکه اميرحمزه خان شينواري چي د پښتو غزل بابا منلی شوی دی.رفيق شينواري يو بې بدله موسيقار ؤ.ګلنار بېګم چي دپښتو د ټولو نه مشهوره سندر غاړې وه. دغه شان خيال محمد او هدايت الله د پښتو موسيقۍ ډېر لوی نومونه دي او دې ټولو صدارتي ايوارډونه تر لاسه کړي دي.
ډاکټر سليم دې نه وړاندي دتصوف په نورو سلسلو کښي هم پاتي شوی دی او په پيرانو مريدانو ډېر مئين دی. ددوی سره بحثونه او مجلسونه ورله خوند ورکوي. خو چي کله يو بحث راتود کړي نو بيا دی غلی شي او په بحث کښي د نښتو کسانو د خبرو نه خوند اخلي. کله کله يې دکان ته لېوني، نيم لېوني، پوره لغړ او نيم لغړ کسان راځي. هغوی چي څه وايي نو دۀ ورته غوږ ايښی وي. او وايي چي ددوی په دې ګډو وډو کښي ډېري د کار خبري وي خو پوهېدل پرې غواړي. دې لېونو ته اکثر د تصوف سره تعلق لرونکي کسان قلندران وايي.کله کله يې دکان ته يو تن راځي توتي ګل نامه يې ده. هغه وايي چي زما رحمان بابا ته په لکهونو روپۍ پوري دي. او چي کله يې راکړي نو زۀ به ددنيا مالداره سړی شم. دا خبره هغه هر ځل کوي خو تر ننه يې دا روپۍ لا نۀ دي ورکړي. او د توتي ګل نه زيات ورته ډاکټر سليم په طمعه دی. ډاکټر سليم وايي دۀ يو ځل زموږ ملاقات د رحمان بابا سره کړی ؤ.
ډاکټر سليم هسې خو د هر غرض دپاره دارو ورکوي خو زيات ورله هغه مريضان راځي چي په هغوی خارښ وي چي په دې ګرانه ګرانۍ کښي ترې صرف سل شپږ شلې روپۍ اخلي. ځکه نو هر وخت يې دکان د مريضانو ډک وي. نور د څرمني ډاکټران خو د خلګو نه سمي څرمني اوباسي. او د اکثرو مريضانو ښېګړه هم پرې نۀ کېږي. خو د ډاکټر سليم په لاس کښي الله ډېره شفاء اچولې ده اکثر مريضان يې ښۀ کېږي.مرضونه ټول ښۀ نۀ دي خو دا خارښ ډېر خراب مرض دی ځکه چي بنده سم شرموي.او بله دا چي خارښ يوه داسي تحفه ده چي بغير د بخښلو د يو نه بل ته ورځي. او بيا دا چي د کوم ځائ نه شروع کېږي نو هغه بيا بيا ګرول غواړي او دغلته لاس بيا بيا وړل هم ښۀ نۀ شي ګڼلی.
ډاکټر درکامل چي د څرمني مشهور سپيشلسټ ؤ يوه ورځ چاته ويلي ؤ چي زۀ په دې خېبر بازارکښي څه کار پسې روان وم چي يو مريض ناڅاپه راتر غاړه وتو او راته يې اووې هغه دوايي چي تا راته ليکلې وه استعمالوم نور ټهيک شوی يم خو څو ځايونه مي خارښ کوي چي دا به څه وجه وي ؟ ډاکټر ورته اووې ښه به شې. خو مريض وې نۀ کنه دې نه ډېر تنګ يم. بس نو ډاکټر ورته اووې تۀ ماته هغه ځائ اوښايه. دغه وخت ايله سړی په هوش کښي راغلو وې ډاکټر صيب بازار کښي يې درته څنګ اوښايم ؟ نو هغه ورته په خندا کښي اووې نودا تۀ چي مانه په بازار کښي تپوس کوې.
دا لوی ډاکټران د مريض د تسلۍ دپاره ددوی د بدن څه حصې ګوري ګنې نو ددې کتل هېڅ معنىٰ نۀ لري.هغه د رحمان بابا خبره
که طالب مطلوب ته حال نۀ وايي څه شو
و طبيب ته رنځ څرګند شي له مزاجه
ډاکټر سليم دداسي ځايونو د ليدو نه څنډه کوي او اکثر ورته وايي چي ماته پته ده د خارښ شروع هم دغه ځائ نه کېږي.کېدای شي ځيني خلګ په دې بد ګمانه کېږي خو بيا هم مريضان ورله ډېر راځي. ددوی دارو ملک کښي تر لېري لېري علاقو او نورو ملکو لکه افغانستان،متحده اماراتو وغيره ته خلګ وړي.
ډاکټر سليم د زيارتونو،پيرانو،منجورانو، متوليانو او خليفه ګانو د ليدو ارماني دی او په داسي ډېرو خلګو ګرځېدلی دی. کله کله به يې زۀ هم د ځان سره بوتلم. د اوړي په غرمو کښي به دواړه د دۀ په سکوټر سواره شو او پېښور سره خواو شا مزارونو ته به تلو او ددغه منجورانو او متوليانو دعاګاني به مو اخستې.خو دغه صاحبانو به ډاکټر سليم ته اوږدې اوږدې او تفصيلي دعاګانې کولې او ماته کمي. زۀ په دې نۀ پوهېدم خو بيا مي يو ځل اوليدو چي دۀ به هغوئ له دومره پټي څه روپۍ په موټي کښي ايښودلې چي يقين نۀ کوم که بل مور راوړی پرې پوهه شي.
يوه ورځ د پېښور سره نزدې يو زيارت ته دواړه په سکوټر لاړو نو هلته يو منجور يوه کوټه کښي ناست ؤ. ډاکټر سليم ماته د هغه د عظمت بيانولو په وخت اووې چي دوه کاله دۀ اوبه نۀ دي څښلي. ما ورته اووې دا خو څه د کمال خبره نۀ ده.ځکه چي خېبر بازار کښي يو سړی ؤ او داسي معلومېده چي د روس د تسلط نه د ازاد شوي کوم رياست سره يې تعلق لرلو ځکه چي په ژبه يې څوک نۀ پوهېدل. خلګو به ورته ګورباچوف ويلو. چا به ويل لېونی دی او چا به ويل کېدای شي د تاجکستان يا ازبکستان د حکومت دپاره جاسوسي کوي. چا به ويل ساده دی. څو کاله يې چي دلته تېر کړل نو بيابه په پښتو پوهېدو خو ويلی يې نۀ شوه.اکثر به د اخبارونو دفترونو ته تلو او ترخې شنې چای به يې څښلې. ما ورته يو ځل اووې اوبه څښې نو هغه وې نۀ. ما ورته اووې څومره موده اوشوه چي اوبه دي نۀ دي څښلي نو هغه د لاس په ګوتو اووې چي لس کاله اوشو. خو ماچي داخبره ډاکټر سليم ته وکړه نو هغه پرې غصه شو. وې دۀ او هغۀ کښي فرق دی.
بهر حال منجور صرف قميص اغوستی ؤ او چي دی به خوزېدو نو بعضې قابل اعتراض اندامونه به يې هم کله کله ښکارېدل. او منجور صيب له به د سړو سره سره ښځي هم راتلې. دښځو سره د خبرو په وخت به لږ ډېر خوزېدلو.بس چي کله دښځو يو ټولی د کوټې نه اووتو نو ماورته اووې چي ملنګ باچا ستاسو پرتوګ نشته او که تۀ يې نۀ اغوندې؟ د ې سره هغه په يو خاص انداز ډاکټر سليم ته اوکتل او ډاکټر سليم ماته داسي اوکتل تۀ به وايې ګنې ما خبره نۀ ده کړې کنځل مي کړي دي. ددغه منجور متعلق راته معلومه شوه چي هم دلته دناستې په وجه ورته چا بم ايښی ؤ او پکښي زخمي شوی ؤ او په روپو ورسره وران ؤ خو ډاکټر سليم وې چي دا بم ورته چا ځکه ايښی ؤ چي ددۀ مرتبه لويه ده او نورو منجورانو دا نشوه برداشت کولی.
بيا دغه منجور يا ملنګ ته ډاکټر سليم خپله او زما غريبي په يو خاص انداز کښي اوژړله او هغۀ له يې دوه څلورسوه روپۍ هم پټي ورکړې. خو ما اوليدې. په دې زۀ حيران شوم چي دا خو فقير لګيا دی غني له خيرات ورکوي.ځکه چي موږ خو هغه ته خپله غريبي بيانوله او ددۀ د دعا په نتيجه کښي د مالداره کېدو په طمعه وو خو ددې وېري مي غږ اونۀ کړو چي اوس به بيا ډاکټر سليم غصه کېږي او کېدای شي چي په دې سره غرمۀ دي هم دلته پرېږدي او پخپل سکوټر درنه لاړ شي. او ځه دعا خو ښه خبره ده خو ملنګ باچا يا منجور د دعا په ځائ دوه د کدو زړي راکړل وې چي دا به کور کښي په روپو کښي کېږدی او دواړه ترې راغلو.خو په ټوله لاره ډاکټر سليم ماته د دغه ملنګ په عالي مراتبو خبري کولې. البته دا خبره به يې خندا کښي کوله چي دا د پرتوګ خبره به دي ورته بېخي نۀ کوله. ځکه چي هغه راغلو زنانو به هم ورته غلي غلي کتل او ځيني پکښي مسکۍ شوي هم وې.
بيا يوه هفته پس چي د ډاکټر سليم کلېنک ته ورغلم نو راته يې اووې چي څنګه حال دی هغه د کدو زړي څۀ کمال وکړو کنه؟ ما ورته اووې چي دلسو روپو نوټ سره مي ايښي دي او هيڅ په پته نۀ پوهېږم. ډاکټر سليم په نفرت سره اووې زۀ خو هغه زړي د روپو نه خلاص کړم. او داسي بدي ردي يې ورپسې اووې چي امانونه ترې پکار وو. او س ورته ما د وېري دا نۀ شو ويلی چي دا خو هم هغه بزرګ دی چي ماته دي د ده په سر ډېري خبري کړي وې. ډاکټر سليم بيا کله هم دغه منجور له نۀ دی ورغلی.
دهغه کلېنک کښي هر وخت لکه د چرچڼو د تصوف مينه وال په ډلو ډلو ناست وي. لکه څنګه چي په ښار کښي لوی توت کښي وي. او دا اصل مسکن خو د چر چڼو وي خو نور مارغان هم ورته وخت په وخت راځي. بيا د دۀ د ځان دپاره يوه مخصوصه کرسۍ ده چي ډېره په فراخدلۍ يې هر چاته وړاندي کوي. تۀ به وايې دا هډو د دۀ کرسۍ نۀ ده. او يا يې دی اهل نۀ دی. ګنې نو کرسۍ څوک چاله کله ورکوي او بل ته يې کله پرېږدي. خو البته چي څوک هم په دغه کرسۍ ناست دی نو بس اتفاقي طور سره دهغه د خُلې نه داسي خبري اوځي چي هغۀ د منلو نۀ وي. زۀ ورته د ''جادو کرسۍ'' وايم. ځکه چي اکثر د تصوف سره تعلق لرونکي چي په دغه کرسۍ ناست دي نو لوی لوی دعوې يې کړي دي. يوه ورځ پرې يو صاحب ناست ؤ نو هغه اووې'' دا اوسني به لا څۀ پيران وي.زۀ خو هغه سړي ته پير وايم چي تېل پرې واچولی شي او اونۀ سوزي''. ما اووې داسي ګني څوک شته؟ ،هغه صاحب په ډېر جوش کښي اووې'' ورشه ددې نزدې موټر سائيکل والا نه يو ليټر تېل راوړه او په ما يې واچوه او دا ډاکټر صيب دي راته تيلۍ اووهي. پخپله به هرڅه در معلوم شي.'' ډاکټر صيب غلي غوندي اووې مۀ ځه ګنې نو. زۀ پاڅېدم بيا يې په زوره هغه صاحب ته اووې موږ خو تا هسې هم منو. دې ته څه حاجت دی. او دې سره د هغه رنګ تازه شو. زۀ پوهه شوم چي هغه دا دومره کوشش دې دپاره کولو چي ډاکټر صيب يې اومني. خو بيا هم ډاکټر صيب څه اهميت نۀ ورکولو چي تر مرګه هغه غريب په دې ارمان وو خو اويې نۀ منلو او زۀ تر اوسه په دې حيران يم.
يو بل صاحب په دغه کرسۍ څو ورځي کښېنستو. ډاکټر صيب ته يې اوويل تا ته به زۀ دلته يو دکان در بخښم. خو هيڅ ترې جوړ ه نشوه. البته د ډاکټر صيب سره به يو ريټائرډ کرنل کښېنستو. چي د ډاکټر د سفارش په وجه يې په هغه دوه درې خپل کارونه وکړل. او دهغه کرنل سره يې چي کومه وعده کړې وه نو دغه صاحب هغه پوره نۀ کړه.
هم په دغه کرسۍ يوه ورځ يو سړی کښېنستو چي د تصوف او بزرګۍ سره سره هغه په علم نجوم کښي هم د مهارت لرلو دعوىٰ کوله. ډاکټر سليم ورسره خبري کولې او بيا يې ترې سوال وکړو اورېدلي مي دي چي امريکه سبا بله ورځ په افغانستان حمله کول غواړي نو دا به څۀ کېږي؟ څوک به دا ميدان ګټي؟ دغه صاحب د تصوف او نجوم په سمندرونو کښي غرقاب شو او بيا يې اووې چي هفته پس به امريکې ماتي خوړلې وي. ما باندي دا خبره عجيبه اولګېده نو هغه صاحب ډېر په جوش کښي راغی او ويې ويل اوليکه چي '' هفته پس به امريکې ماتي خوړلې وي'' ما اوليکل او بل زيارت له يې د راتلو وعده ا وکړه. او صرف يوه ورځ پس امريکې افغانستان اونيوو. ما وې چي اوس به دغه صاحب کلېنک ته رانشي ځکه چي کاغذ هم هغۀ د ډاکټر صيب دميز د شيشې لاندي ايښی ؤ او چي د ډاکټر صيب به اوس څه تاثرات وي. خو هفته پس يعنې د زيارت په ورځ چي لاړم نو هغه صاحب رارسېدلی ؤ او هم په هغه کرسۍ ناست ؤ. ماورته هغه خبره ورياده کړه. صاحب اووې ''دا ګز او دا ميدان ''. کاغذ يې راواخيستو او چي اويې لوستو نو ماته يې ډېر په فخر يه انداز کښي اووې زما خبره ټهيک وه او هم هغسې اوشوه. نو ما ورته اووې چي په دې کاغذ کښي خو بل څه موږ ليکلي وو لږ په شرم ګير انداز کښي يې اووې '' ته غلط شوی يې خو ځه خير دی اکثر خلګ په ليکلو کښي خطا کېږي.'' ما ډېر په حيرانۍ سره ډاکټر سليم ته اوکتل خو هغه په خندا کښي ددغه صاحب مرسته وکړه وې کېدای شي داسي يې ويلي وي.،ما ورته اووې ډاکټر صيب تا خو دوه ځله ماته په ټيلي فون ددې خبري تصديق کړی دی. چي ددغه صاحب خبره غلطه شوه خو ډاکټر صيب خندا کښي اووې دا به زۀ غلط شوی وم. دې سره ددغه صاحب شرمندګي او پښېماني ورو ورو په غرور کښي بدلېدله. تر دې چي ډاکټر سليم ته يې اووې '' چي دومره لويه پيش ګوئي مي درته هفته وړاندي کړې وه او ټک په ټک ريښتيا شوه. نو پکار ده چي راباندي په تارو جبه کښي کباب اوخرې'' دې سره درې واړه تاروجبې ته لاړو خو په دې ښه پوهه شوم چي ډاکټر سليم پرې ښه پوهه دی خو هسې وخت تېروي.
ما يو ځل ډاکټر سليم ته اووې دا ولي تۀ اکثر د خلګو دروغو ته دروغ نۀ وايې او د دغه صاحب د پيش ګوئي خبره مي ور ياده کړه. هغه اووې ''دوی کله کله خطا شي وايي يو څه او دخُلې نه يې بل څه ووځي''. خوما دا خبره نۀ منله او ورسره مي بحث وو چي دې کښي نوموړی صوفي، عالم او ليکوال ميا ظاهر شاه صيب راغلو چي د تصوف په موضوع يې ډېر کتابونه ليکلي دي. هغه ته مو دا مسئله وړاندي کړه نو هغه په خندا کښي اووې او کله کله په جوش کښي داسي کېږي. بيا هغه يوه خپله واقعه واوروله وې چي زۀ خپله محله کښي يو جمات کښي امام وم. او د مخالفو مسلکونو خلګ راپسې شوي وو. نو ماته د يو بزرګ يو خاص عمل معلوم ؤ هغه مي وکړو او مطمئن وم چي فيصله به زما حق کښي کېږي. خو نتيجه بل شان شوه او هغه مخالفو رانه امامتي واخسته. کله چي زۀ کورته راغلم نو ما هغه کاغذ يا تعويذ راواخيستو په کوم چي ما دغه عمل کړی ؤ. نو په هغې ما د غلطۍ نه ددوی د کاميابۍ دپاره ليکلي ؤ. ميا صيب اووې بس په دې مي تسلي اوشوه. خو زما تسلي اونشوه او ورته مي اووې چي ميا صيب که دغه عمل مجرب وي نو بيا يې وکړه خو هغه اووې چي نۀ بس ټهيک ده. ددې نه زۀ په دې نتېجه اورسېدم. چي که هر څه وي خو د ډاکټر سليم کلېنک ته راتلونکي سالکان ځان په غلطه نۀ ګڼي اګر که ښکاره نتيجه د دوی خلاف ولي نۀ وي. لکه حمزه بابا وايي
داسي څوک دی چي به حق نۀ وايي ځانته
قصور وار په درست جهان کښي يو منصور شو
د چرچڼو دې توت له يوه ورځ يو ناشنا غوندي سړی راغلی ؤ چي تکه سپينه ږيره يې وه او پټکی يې په سر ؤ. زۀ چي ورغلم نو ډاکټر سليم راته د حفظ ماتقدم په توګه اووې خيال کوه داسړی '' صاحب ګفت دی''. صاحب ګفت د صوفيانو په اصطلاح کښي هغه چاته وايي چي د هغه دخُلې نه څه اووځي نو بس هغه شان کېږي. دې سره زۀ هم محتاط شوم.خو چي د سړي خبري مي واورېدلې نو داسي راته محسوسېدله لکه چي ما دا اواز چرته اورېدلی وي. خو نۀ پوهېدم چي کله او چرته؟ خو چي دوه څلور ملاقاتونه مو اوشول نو ځان يې پخپله را اوپېژندلو چي زۀ سرور يم او قصه خوانۍ کښي اوسېدم او تاسو او موږ به په يو هوټل کښي د سحر چای څښلې. دې اورېدو سره زۀ حيران شوم ځکه چي سرور به د هيجړاګانو سره اوسېدو او هغوی به ورته ''مور'' ويله. ږيره بريت به يې دواړه خرئيل. د ځوانۍ په زمانه کښي به دی ګډېدو.خو چي ددغه زوره پرېوتو نو بيا به يې د نورو ځوانانو هيجړاګانو( بدګانو) لکه د مور خذمت کولو او بيا خدائ خبر چي څه چل اوشو چي دی د''مور'' نه ''پلار '' شو. دې نه پس به يې دغلته په دکان کښي اکثر د خپلي ځوانۍ د زمانې سندري او غزلونه ويل. کله کله به ورسره په ناسته دګډېدو په انداز کښي تاو راتاو هم شو. خو ډاکټر سليم به بيا هم ورته د مرتبو خاوند ويلو. او د هغه په کرسۍ به ناست ؤ.که څه به هم موږ د هغه په دې انداز خوشحاله نۀ ووخو د ډاکټر سليم د وېري مو څه نشو ويلی. ځکه چي هغه نازک مزاجه دی او زر خفه کېږي.
دا خو دي خدائ تعالىٰ د حاجي سعدالله سره ښه وکړي ډېر هوښيار او تجربه کار سړی دی. دۀ يوه ورځ يوه قصه وکړه او دغه د ډاکټر سليم زړۀ ته پرېوته. حاجي صيب اووې چي په ښار کښي يوه جينۍ يو هلک ته وادۀ شوې وه. دوه درې ورځي پس د ناوې نه دچم ګاونډ ښځو تپوس وکړو چي سړی دي څنګه دی؟ ناوې اووې سړی نور ډېر ښه دی خو کله کله لاس پښې لکه دښځو وهي او خبري يې هم د ښځو په شان دي. يوې هوښياري ښځي ورته اووې داسي خوبه وي ځکه دۀ د هيجړاګانو سره وخت تېر کړی دی نو داپرې د هغوی اثرات دي چي په مزه مزه به ترې ځي. ددې قصې نه پسته به چي څوک هسې هم اوخوزېدو نو ملګرو به يو بل ته ويل زما خيال دی په تا هم اثرات اوشو او ګډېږې. دا خبره لکه چي په ډاکټر سليم بده اولګېده. او بيا به يې څه خاص توجه هغه صاحب ته نۀ ورکوله. هغه به ډېر کوشش کولو چي څه داسي خبري وکړي چي ډاکټر سليم او ورسره ناست خلګ متاثره کړي، خو هغه ته يې لکه چي نور تاريخ جغرافيه هم معلوم شوي وو ځکه نو بس اخر سرور هلته راتګ پرېښودو.
د تصوف سره په تعلق لرونکو دې ملګرو او د ډاکټر سليم سره په يوه سلسله کښي ځيني ملګري داسي هم دي چي هغوی ته کله څه تکليف اورسي نو بيا هم دوی پسې خبري کوي. او يو نيم خو پکښي داسي زورور هم شته لکه د فيصل شينواري چي هم ددې غرض دپاره کلېنک ته ورځي چي د هغه په وړاندي د دۀ د سلسلې په مشرانو پسې خبري وکړي. او دا په ډاکټر سليم داسي بدي لګي تۀ به وايې جوړې کنځل ورته څوک کوي. فيصل شينواری چي د حمزه بابا وراره دی يو ډېر زبردست اود تضاداتو ډک کردار دی. خو که دلته د هغه خوندوري خبري نقل کوم نو خبره ډېره اوږدېږي البته دومره به اووايم چي چرته سړی دی که څوک يې خوښ شو نو هره خوبي په هغه کښي ګڼي. او که څوک يې د پامه چپ راغی نو بس ددنيا د هر فساد جرړه يې ګڼي.
د ډاکټر سليم کلېنک د اهل تصوف مرکز دی. او چي څوک هم په دغه سلسله کښي شاملېږي نو دغلته حاضري ضرور کوي. ولي چي دغه ځائ يو خو د تګ راتګ دپاره اسان دی بلکې ځيني ځيني خو دغه محفل کښي د ناستي ولاړي په وجه متاثره شوي دي او په چشتيه سلسله کښي شامل شوي دي. ډاکټر سليم هر وخت دغلته موجود وي او لس اتۀ منټه پس د چايو چينک هم راغواړي. ما ديوداسي سړي نه اورېدلي ؤ چي د صوفيانو سره يې مينه وه. هغه وې د لوی سړي يوه نخښه دا هم ده چي هغه به اکثر و وختونو کښي پخپل ځائ موجود وي. په دې حساب خو بيا دی لوی سړی هم جو ړېږي. خو خير اوس کله کله نۀ وي خو بيا يې ورور ظفر حيات موجود وي. ظفر صيب نه خو پخپله د صوفيانو په حق کښي دی او نۀ خلاف،بس ښې خبري يې خوښي وي. دغلته ورتلونکي اکثر کسان پېژني او ورسره ښه تعلق لري. يو نيم سره پکښي ګپ هم لګوي. دی که څه هم خپله چای نۀ څښي خو په نورو يې څښوي.
د ډاکټر سليم د کلېنک په المارو کښي د دوايانو په ځائ د تصوف کتابونه پراته وي او په دېوالونو يې دپيرانو او چشتيه سلسلې د مشرانو او ځيني نورو مشهورو پيرانو تصويرونه لګېدلي دي. په کلېنک يې د يو پير د خانقاه ګمان کېږي. او اکثر نابلده مريضان چي راشي نو دا تپوس ضرور کوي چي دا د ډاکټر صيب دکان دی؟ ځکه چي په دې کلېنک کښي نۀ خو دارو ښکاري او نۀ داسي نور څه چي بنده دي ورته د ډاکټر دکان اووايي. په بېنچونو اکثر دمريضانو په ځائ پيران، مريدان او صوفيان ناست وي او خبري هم د مرضونو په ځائ په روحاني مرتبو کېږي او يا د اوليا٫ کرامو کرامات بيانېږي. کله کله خو دا بحث باقاعده د جنګ نقشه وړاندي کوي خو شېبه پس بيا امن شي. او په علمي او عقلي دليلونو سره د يو بل جوابونه کولی شي.
هسې خو د ډاکټر سليم کلېنک ته ډېر خلګ ځي راځي خو په دوی کښي تاج الدين،فيصل شينواري، ډاکټر مسعود، سيدسيف علي شاه،جانس خان،کليم شينواري، جاويد خان، عارف، دکرمې عاشق علي، ميا ظاهر شاه قادري، حاجي سلطان، حاجي سعدالله، سيد حيدر شاه،حيات الله اونور ډېر کسان وخت په وخت راځي.
د ډاکټر سليم نه علاوه ځېنې نور داسي مريدان هم شته چي ځانله يې عقيدت مند او مريدان پيدا کړي دي. او دوی کښي ځيني د پيرۍ مرتبې ته نزدې شوي هم دي.خو دوی کښي د اکثرو د ملاقاتونو ځائ هم د ډاکټر سليم '' سردار دواخانه'' يعني دغه د چر چڼو توت دی.
د ګران مشر سيد طاهر بخاري نه علاوه کله کله د نورو سلسلو پيران هم دغلته راځي او دې د چرچڼو توت کښي هر وخت شور وي.او دا ښکلې دېره پرې اباده ده. الله تعالىٰ دې تل اباده لري.